تبلیغات

په روزنه کې د عبادت ونډه که څوک غواړي ځان او اولادونو ته اسلامي روزنه ورکړي؛نو دعا او عبادت ته دې ارزښت ورکړي او پردې سربېره،چې عبادت کول د يو اصيل حس روزنه ده،د انسان پر نورو برخو هم خورا اغېزمن دى؛نو ځکه مشران تل سپارښتنه کوي:کار،چې دې څومره هم ډېر وي؛خو په شواروز کې […]

په روزنه کې د عبادت ونډه

که څوک غواړي ځان او اولادونو ته اسلامي روزنه ورکړي؛نو دعا او عبادت ته دې ارزښت ورکړي او پردې سربېره،چې عبادت کول د يو اصيل حس روزنه ده،د انسان پر نورو برخو هم خورا اغېزمن دى؛نو ځکه مشران تل سپارښتنه کوي:کار،چې دې څومره هم ډېر وي؛خو په شواروز کې ځان ته يو ساعت پرېږده.کېداى شي وواست: زما يو ساعت هم زما لپاره نه دى؛ټول وخت مې د خلکو په چوپړ کې دى.که د انسان ټول وخت د خداى د بنګانو په چوپړ کې وي؛نو بيا هم دې ته اړتيا لري،چې يو ساعت ځان ته ځانګړى کړي؛يعنې په دې وخت کې ځان ته راستون شي،ځان له بهره وشلوي او خپل ځان او خداى ته راستون شي او په هغه وخت کې يوازې هغه وي او خداى يې او له خپل خداى سره پکې عبادت او استغفار وکړي.

استغفار؛يعنې محاسبة النفس؛يعنې له ځان سره حساب کول،چې په دې شواروز کې مې څه وکړل؟ژر به ورته روښانه شي،چې پلانى کار مې ښه و؛نو د خداى شکر کوي،پلانى کار مې ښه نه و؛نو هوډ نيسي،چې نور يې و نه کړي او استغفار کوي او قرآن څومره د استغفار مسئلې ته توجه کړې.

د پېغمبر اکرم د اصحابو په هکله يو جمله ده: رهبان اليل و اسد النهار؛يعنې د شپې راهبان او د ورځې زمريان ول. قرآن حکيم وايي: ((الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ = هغوى چې (د ستونزو پروړاندې او د اطاعت په بهير او د ګناهونو په پرېښووو كې ) صبر او زغم كوي،رښتوني دي ( د خداى پر وړاندې ) امر منونكي دي او (په لار كې يې) نفقه وركوي او سهار مهال له خدايه د بښنې دعاګانې كوي.)) (آل عمران/١٧)

ګورئ،چې قرآن څنګه ټول اړخونه بيانوي؛نه د يو افراطي درويش په څېر يوازې او يوازې استغفار او دعا کوي. الصَّابِرِينَ.قرآن په هر ځاى کې،چې وايي ((الصَّابِرِينَ))؛نو د جګړو په هکله يې وايي. په واقع کې ((الصَّابِرِينَ))؛يعنې له جګړې ډډه کوونکي وَالصَّادِقِينَ.رښتين او رښتيا ويونکي،چې پوټى هم له رښتينولۍ نه اوړي.وَالْقَانِتِينَ.هغوى،چې خداى ته په خضوع قنوت وايي.خاضع دي او په زړه کې خضوع لري.وَالْمُنفِقِينَ. چې څه لري،نورو ته يې بښي. وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ او سهار مهال له خدايه د بښنې دعاګانې كوي.دا يې هم بايد تل په څنګ کې وي.

 

منځلاري (اعتدال)

موږ افراطي خلک يو؛يعنې هرې خوا ته مو،چې پام شو؛نور هر څه هېروو.قرآن کريم (فتح/٢٩) وايي:

((مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا= محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) په خپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي،دوى هغه كښت ته ورته دي،چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راوباسې،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا(د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي،چې بزګران ورته حيرانېږي. (همدغسې د محمد(ص) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي)،چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى،چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده.))

حيرانوونکى آيت دى.وايي :حضرت محمد صلى الله عليه و آله وسلم د خداى استازى دى او هغه،چې و رسره دي ( نه يوازې پېغمبر؛بلکې پېغمبر او په لاس روزل شوي اصحاب يې.لومړۍ ځانګړنه يې،چې وايي،د دښمن پر وړاندې يې ځواک دى) أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ پر كافرانو ډېر سخت دي. رُحَمَاء بَيْنَهُمْ په خپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي. دا دواړه برخې له دښمن او دوست سره د ټولنيزو اړيکو په مثبت او منفي اړخونو پورې اړوند دي؛.البته د دښمن او دوست کچه شخصي، مسلکي او انساني دښمني او دوستي نه ده. بيا ژر په عبادت پسې راځي.که يوازې همدا يې ويلي ول؛نو بيا به اوسنيو ټولنيزو ښوونځيو په څېر ول؛خو ورپسې وايي: ((وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ)) : تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا. همدا أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ،چې د جګړې په ډګر کې د کلکو زمريو په شان دي او د اخلاقو په ډګر کې دومره مهربان دي؛په خلوت کې عبادت کوونکي،رکوع کوونکي،سجده کوونکي،دعا کوونکي دي او له خدايه فضل او لورنه غواړي.د دوى په څېرو کې به د سجدو اثار وګورې.د خداى فضل،لورنه او خوښي غواړي؛هماغه ((رضوان من الله اکبر)) غواړي،چې تر ټولو جنتونو يې مقام لوړ دى.بيا يې ټولنيزې ونډو ته راځي:په تورات کې يې مثال هغه و او په انجيل کې د يو کښت په شان دي،چې لومړى له ځمکې راټوکېږي؛يوه نرۍ پاڼه ده؛خو په تدريج وده کوي،په خپلو پښو درېږي او هغه ځاى ته رسي،چې ټول بزګران يې ودې ته حيرانېږي (چې دا په حقيقت کې) د اسلامي ټولنې وده بيانوي.

قرآن هر اړخيزه خبره کوي.يو وخت زموږ ټولنه په يو رنځ اخته شوې وه او اسلام يې يوازې عبادت ګاڼه؛هغه هم کوم عبادتونه !ډېره دعا کول او جومات ته ډېر تګ يې د مسلمانۍ کچې وې،چې له دې يو رنځ جوړ شوى و؛خو ورو ورو يو بل رنځ راکې پيدا شو او ځينې،چې د اسلام ټولنيز اړخونو ته متوجه شول؛نو ورو ورو يې د اسلام مانيزو اړخونه ته شا کړه،چې دا هم يو رنځ دى؛هغه ټولنه کږه تللې،چې يوازې يو اړخ ته يې پام وي.

پېغمبر اکرم منځلارې ټولنه جوړه کړه. دوى په تاريخ کې سارى نه درلود؛همدوى،چې له “ايران” او “روم” سره په جګړو کې برخه اخسته ،قائم الليل و صائم النهار او په عين حال کې ضارب بالسيف هم ول.د شپې يې د خداى عبادت کاوه او د ورځې به يې روژه نيوه؛خو سره له دې بېخوبۍ او لوږې تندې به د جګړې په ډګر کې داسې جنګېدل،چې څوک به ورته د ټينګې نه ول؛خو که يوازې يې د شپې او ورځې عبادت کاوه او د جومات له ګوټه به نه راوته؛نو مسلمان به نه و او که يوازې يې د جګړې په ډګر کې ښه تورې وهلې او بل څه ته يې نه ول؛نو هغه به د نورو يرغلګرانو په څېر به په خپلې تمې پسې ته.ارزښت يې په جامعيت کې دى او موږ بايد د اسلام دا پراخ بنسټي هېره نه کړو؛ځکه اسلام هم د نورو ترکيبونو په څېر دى،که تعادل له لاسه ورکړي؛نو له منځه ځي.

 

د پوښتنو ځوابونه

لکه څنګه،چې ښاغلي مطهري وويل:ځينې نيوکه کوي،چې عبادت يا جنت ته د تمې لپاره دى يا د دوزخ له وېرې . عبادت يوه لوړه مانا لري، لمونځ،روژه او نورې چارې همدې مانا ته د رسېدو لپاره دي. عبادت ؛يعنې له هغه تکاملي بهيره لاروي،چې خداى هستۍ او ټولو ژويو ته ټاکلى دى،چې خپل کمال ته ورسي او ټول موجودات په ځان کې رانغاړي : ((يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ = څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي،تل هغه خداى ته تسبيح وايي،چې مالك او واكمن دى او (له هر عيب او نيمګړتيا) بشپړ پاك، ناماتى حكيم دى.)) (جمعه/١)

((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ = او ما پېريان او انسانان يوازې ددې لپاره پيدا كړي،چې زما عبادت وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او رانژدې شي).)) (ذاريات/٥٦)

خداى خو دې لمونځ او روژې ته اړتيا نه لري، خداى موجودات ددې لپاره پنځولي،چې هر موجود خپله تکاملي لار ووهي او د پنځونې موخې ته ورسي…..

استاد: دلته درې مطلبه دي:يو هماغه د تکويني عبادت مسئله ده،چې په قرآن حکيم کې هم نوموته (مطرح) شوې،چې قرآن هغه چار ته عبادت او تسبيح وايي،چې هر موجود يې (په هره درجه او په هر ځاى کې چې وي) دا ځکه چې ټول موجودات د کمال پر لور روان دي او خداى مطلق کمال دى؛يعنې هر څه د خداى پر لوري په حرکت کې دي.دا يوه ويينه ده،چې زموږ له بحثه بهر ده.

د انسان عبادت ته راځو؛يعنې د انسان اختياري کارونه.د دوى خبره سمه ده او هغه داچې فقهاوو ويلي:هغه چار عبادت ګڼل کېږي،چې انسان يې د خداى د رضا لپاره وکړي؛خو هغه چار،چې په خپل ذات کې هم ښه عمل وي او مصلحت پکې وي؛نو کېداى شي،د انسان ويدېدل هم عبادت شي.

ويل کېږي:که څوک خپل ژوند داسې تنظيم کړي،چې هر کار يې په وخت او خپل ځاى کې وي او ځان هم داسې وروزي،چې هر عمل يې واقعا د خداى لپاره وي؛نو ټول شواروز يې په عبادت کې شمېرل کېږي:خوب،ويښتيا،خوراک،پر لار تګ او جامې اغوستل يې عبادت دى.ټول کارونه يې عبادت دي؛ځکه فرض پردې دى،چې ټول کارونه يې د خداى لپاره دي.

دا سمه خبره ده او دا چې انسان بايد تل په عبادت کې وي؛مانا يې همدا ده. په دې مانا،چې يوه داسې شېبه هم بايد نه وي،چې انسان پکې عبادت نه کوي؛خو مه تېروځئ،چې دا يو وخت دې لامل نشي،چې وانګېرو هر کار،چې مصلحت وي،که د خداى لپاره يې وکړو؛نو عبادت دى؛نو زه چې په خپل (کتنځي) معاينه خانه کې يم، فرض پردې دى،چې کار د خداى لپاره کوم او عبادت کوم؛نو هغه عبادت ته اړ نه يم،چې روح يې د خداى ذکر،له خداى سره خلوت او د غير الله هېرول دي. نه ! هغه عبادت په خپل ځاى کې په کار دى.که هغه نه وي؛نو دا نه کېږي او هغه؛يعنې هغه کار،چې محض د خداى لپاره وي او بې له عبادته بل مصلحت و نه لري.

په اسلام کې دوه ډوله کارونه دي : يو کار ته په اصطلاح کې محض کار وايي؛يعنې بې له عبادته بل مصلحت و نه لري؛لکه لمونځ. بل هغه کارونه دي،چې د ژوند مصلحتونه دي،چې موږ کړاى شو د عبادت بڼه ورکړو او بايد يې هم ورکړو؛نو ستاسې خبره سمه ده،چې هر کار،په هر ځاى کې،چې د خداى لپاره وي،عبادت دى؛خو دا په دې مانا نه دى،چې دا کارونه مو له هغو کارونه منع کړي،چې مانا يې محض عبادت،خداى ته توجه او استغفار دى،چې پېغمبر اکرم او امامانو هم ځان ترې بې اړې نه ګاڼه.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست