تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   په ستغه له بديو منع كول كله انسان ناوړه كار کوي او په ستغه يې منع كوي. دا ستغوالی تر ټولو ستر منكر دى. د ساري په توګه : يو كس په ولاړه متيازې كوي او تاسې يې په ستغه منع كوئ؛دا ستغوالی په ولاړه تر متيازو كولو هم ناوړه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

په ستغه له بديو منع كول

كله انسان ناوړه كار کوي او په ستغه يې منع كوي. دا ستغوالی تر ټولو ستر منكر دى. د ساري په توګه : يو كس په ولاړه متيازې كوي او تاسې يې په ستغه منع كوئ؛دا ستغوالی په ولاړه تر متيازو كولو هم ناوړه كار دى. هر ګناه كوونكي ته بې دينه نشو ويلاى . قرآن د متقيانو په هكله وايي:

وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ (آل عمران/۱۳۵) = او هغوى چې كله كوم سپک چار وكړي يا پر ځانونو تېرى وكړي (؛نو) خداى وريادېږي او د خپلو ګناهونو بښنه غواړي او بې له الله لا بل څوك دى،چې ګناهونه وبښي؟ او پر خپلې ګناه ټينګار نه کوي؛ ځكه پوهېږي (چې بد يې كړي دي).

نو ځكه ناوړه كار كول او پر ځان تېرى كول انسان نه بې دينه كوي؛خو په دې شرط چې توبه وكړي او پر ګناه كولو ټينګار ونه لري .

 

پخپلو کړنو خلک راوبولئ:

قرآن پر داسې خلکو نيوکه کړى،چې نورو ته د حق بلنه وركوي او ځان يې هېر كړى وي یا نورو ته مسلې کوې او خپله پرې حملې کوي.

أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لاَ تَفْعَلُونَ (صف/۲) = ((مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟!))

څوك چې دا شان وي؛نو پر ستر الهي عذا ب به اخته شي.

 

كَبُرَ مَقْتاً عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لاَ تَفْعَلُونَ (صف/۳) = دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده چې څه ووايئ (؛ خو) نه یې كوئ!

شعيب علیه السلام به خلكو ته ويل:

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىَ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاَحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ (هود /۸۸) = (شعيب ) وويل :(( زما قومه ! ما ته ووايئ، كه زه د خپل پالونكي له لوري یو څرګند دليل ولرم او ښه روزي یې راكړې وي (؛ نو ايا د حكم پرخلاف يې چلن كړاى شم؟) زه هېڅكله دا نه غواړم، له څه چې مو منع كوم، پخپله يې وكړم، زه ترخپلې وسې بې (د ټولنې) له سمونې څه نه غواړم (او په دې كار كې) بې د الله (له مرستې) برى راسره نشته! پر هغه مې بروسه ده او لوري ته يې ورستنېږم .

 

روايتونه وايي:(( د انسان لپاره دومره ناپوهي او اړه – بېلاري بس دى،چې نور له بديو منع كوي؛خو پخپله پرې اخته وي.)) (( خداى دې پر داسې كسانو لعنت وكړي،چې پر نېكيو امر كوي او څه چې وايي،خپله پرې عمل نه كوي،خلك له بديو منع كوي؛خو پخپله پرې اخته كېږي. )) (( دا كسان به په دوزخ كې د ژرندې د خره په شان ګرځوي او چې وپوښتل شي چې ته ولې راغلې؟ تا خو به موږ له بديو منع كولو ؛نو و به وايي: خپله به مې ګناه كوله. ))

 روايت دى:(( خلک د خپل عمل له لارې حق ته راوبولئ.[1]))

د ساري په توګه : كه پلار او ښوونكى په كوڅه كې كرکڼه او اغزي ددې لپاره لرې كړي چې د چا په پښه كې ولاړ نشې؛نو زده كوونكي چې دا وويني؛نو دوى به همدا کار وكړي. كه د دفتر رئيس د راننوتلو پر وخت تر اړتيا زيات ګروپونه مړه كړي ؛ نو مامورين به هم خپلې دندې ته پاملرنه وكړي.كه د هېواد جيګ پوړي چارواكي د جمعې د لمانځه په لومړي صف كې ودرېږي؛نو جوماتونه به له خلكو ډك شي او كه مخور خلك پر ګناه لاس پورې كړي؛نو د نورو لپاره به هم د ګناه لار هواره كړي. د پېغمبر اكرم(ص) مېرمنې ځانګړى ټولنيز او مذهبي موقعيت لري.قرآن يې په هكله وايي:

يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا (احزاب/۳۰) = د پېغمبرمېرمنو! چې هره يوه مو ښكاره ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى.

يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا (احزاب/۳۲) =((د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛ كه ځان ساتئ (پرهېزګاري كوئ)؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ، چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې او سنجول شوې خبرې كوئ.))

 

روايت دى:(( د عالم د يوې ګناه تر بښل كېدو د مخه د جاهل اويا ګناهونه بښل كېږي؛ځكه چې عالم د خپلې ګناه له لارې نورو ته هم لار هواره كړي ده. )) په تاريخ كې راغلي:حضرت علي له يو مسيحي سره د سفر ملګرى شو؛دواړه دوه لارې ته ورسېدل،هر يو بايد پر خپله لار تللاى واى؛خو حضرت علي له مسيحي سره ولاړ. ويې پوښته:ستاسې لار خو هغه بله وه. حضرت علي وويل:(( پوهېږم؛خو اسلام سپارښتنه كوي چې دوه تنه چې د سفر ملګري شي؛نو پر يو بل حق پيدا كوي او ما غوښتل چې درسره لږ څه ولاړ شم او بدرګه دې كړم.)) مسيحي ددې چلن له لارې مسلمان شو.[2]

هارون الرشيد ښكلې مينځه د امام كاظم (رح) د زندان خونې ته ولېږله،چې ورباندې د تور لګولو لپاره لاره چاره برابره كړي. د امام كاظم (رح) چلن داسې و،چې په مينځه كې بدلون راغى او هغې هم پرعبادت پيل وكړ. [3]

پوښتنه : د فقهاوو په فتواوو كې راغلي : پر نېكيو امر او له بديو منع واجب ده كه څه هم انسان چې څه وايي، پرې عمل ونه کړي؛خو په آيتونو او رواياتونو كې پر داسې كسانو كلكه نيوكه شوې؛نو كوم يو يې ومنو؟

ځواب : قرآن پر هغه نيوكه كوي،چې په وينا او عمل كې يې ستر توپير وي؛ خو په ټولنه كې يې خلك د سمونپال او پر نېكيو د امر په توګه پېژني. د فقهاوو فتوى دا وايي چې پر نېكيو د امر لپاره لازمه نه ده،چې د خداى پر ټولو حکمونو عمل وكړي. وايي يوه ډله پېغمبراكرم(ص) ته راغله او ويې ويل: څو مو پر ټولو حكمونو عمل نه وي كړى؛نو پر نېكيو به امر ونه کړو . پېغمبراكرم(ص) وويل: ((پر نېكيوامر وكړئ كه څه هم څه چې وايئ پر ټولوعمل ونه کړئ او له بديو منع وكړئ كه څه هم چې تر ټولو بديو ډډه نشئ كولاى.)) پام مو وي چې پېغمبر اكرم(ص) وايي؛نو عمل كول بسیا دي او د قرآن او روايتونو نيوكه پر هغه كسانو ده،چې بيخي عمل نه كوي.[4]

 

عقلي شمېرانې:

پر نېكيو امر او له بديو د منع موخه په ټولنه كې د نېكيو وده او پراختيا او له بديو مخنيوى دى او اسلام په ټوليزه توګه لازم كړي دي؛خو جزئيات او څرنګوالى يې عقل ته پرېښى او اصلي ټكى يې ښه او غوره پايلو ته رسېدل ګڼلي دي؛نو ددې الهي حكم په پلي كېدو كې عقلي شمېرانو ته بايد ټينګه پاملرنه وكړو چې دادي :

نېكۍ او بدۍ كومې دي ؟ په كومه بيه او څومره زيار ته اړتيا لري ؟ پر چا ؟په كوم وخت او ځاى کې بايد پلي شي ؟ ګناهكار څوك دى ؟ په كوم نظام او حكومت كې بايد پلي شي؟

په هر حال د اسلام د دين ټوليز قانون ثابت دى؛خو د قانون مصداق يا اطلاق مجتهد او تکړه عالم نوې كتنې ته اړ باسي. په ټوليزه توګه الهي احكاموته د درې ليدونو له لارې كتلاى شو چې دادي:

((واقعي ليد))؛يعنې ووايو : څه چې خداى ويلي بې له زياتېدو او كمېدو بايد ومنل شي او هېڅ بدلون پکې نشي راتلاى. ((فقاهتي ليد))؛يعنې: موږ له واقع څخه خبر نه يو؛نو د كلماتو، آيتونو او روايتونو له لارې پرې ځان پوهوو.((حكومتي ليد))؛يعنې: يقين لرو چې خلك حكومت غواړي او پوهېږو،چې حكومت بايد د اسلامي مشر او امام او يا هم د بې هوسه عادل په لاس كې وي.عادل عالم د اسلام د ټوليزو اختياراتو په چوكات كې د اجتهاد له لارې قانون جوړوي. د ساري په توګه: حج د يو كال لپاره منع كوي،د جنګ حكم كوي، دسولى تړون يا مني او يا هم نه . په لومړي كې نه؛بلكې په دويم او درېم ليد كې وخت،ځاى، وټیز،سياسي او پوځي شرايط اغېزمن دي؛ځكه كېداى شي، ډېر داسې كارونه وي چې په يو وخت كې بد “او منكر” وي او په بل وخت كې نيك وي او يا پر عكس،د وخت له پېژندلو او نومېرنې – تشخيص پرته “امر و منع” نشو كولاى، پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد ووينو چې كومه وګړه- شخصيت كوم ګناهګار ته پر كومه ګناه ورم – پند وركول غواړي او پر ضد يې پاڅون غواړي.كله ناكله يو منكر په الهي قانون كې بدلون راولي او د بدعتونو او پر اسلام د كفارو د يرغل لامل ګرځي؛نو په داسې حالت كې بايد يوه مخوره وګړه پاڅون وكړي او په زر ګونو كسان بايد په دې لار كې شهيدان شي. امام حسين بايد پاڅون وكړي او د كربلا دښتې پر وينو سرې كړي .پېغمبر اكرم(ص) وايي: (( زه د حسين او حسين زما دى . ))

ښايي موخه دا وي چې د حسين په پاڅون به زما دين ژوندى وي.په هر حال پر نېكيو په امر كې بايد دا ټول شرطونه، لومړيتونه او شمېرانې په پام كې ونيول شي .

كه مخالفت يې وكړ؛نوڅه وكړو؟

انسان كله ناكله پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛خو خلك پرې ځان كڼوي؛نو په داسې حال كې بايد څه وكړو؟

لومړى بايد پوه شو چې موخو ته د رسېدلو لپاره په ټوليزه توګه زور ته اړتيا لرو؛خو خداى داسې نه غواړي او په دې هكله په قرآن كې زيات آيتونه هم راغلي:

وَإِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَن تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاء فَتَأْتِيَهُم بِآيَةٍ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَى فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ (انعام/۳۵) = او كه (له قرآنه) مخ اړول يې درباندې سخت وي؛ نو كه له وسې دې پوره وي؛ په ځمكه كې یو سورنګ ولټوه يا اسمان ته کومه پوړۍ كېږده (چې د ځمكې ژورې او د اسمان لوړې ولټوې، همداسې وكړه) چې آيت (او بله نښه) ورته راوړې! (خو پوه شه، چې دا ځېليان ايمان نه راوړي)؛ خو كه الله وغواړي؛ نو دوى به (په زوره) پر سمه لار راغونډ كړي. (خو اجباري لارښوونه څه ګټه لري؟)؛ نو هډو له ناپوهانو ځنې مه اوسه.

پېغمبراكرم(ص) وايي: زه ستاسو وكيل نه يم .

وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ قُل لَسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيل (انعام/۶۶) = او قوم دې قرآن دروغ وگاڼه، حال دا چې حق دى! (ورته) ووايه : (( زه ستاسې (د ايمان راوړو) پازوال نه يم .( زما کار د رسالت تبليغول دي،نه دا چې په زوره ايمان راوړو ته مو اړ باسم .) ))

 خداى پېغمبر اكرم ته وايي:

لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ (غاشیه/۲۲) = ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛

خلك ازاد پيدا شوي او د اسلام روزنيز غونډال – نظام هم د ازادۍ پر بنسټ اېښوول شوى؛نو ځكه ستاسې د ورم – پند معنا دا نه ده چې خلك به پرې هرومرو غوږ وګروي.

دويم : هغوى چې د ډېرې مودې لپاره پر يوې لارې تللي وي؛نو په يو وار ترې لاس نشي اخېستلاى او بايد څه وخت وركړل شي .

درېم: كله ناكله تذكر په داسې وخت او شرايطو كې وي،چې سړى به پكې حساسيت لري؛ بايد صبر وكړو چې حساسيت يې له منځه ولاړ شي. د ساري په توګه: كه غاښ درد كوي؛نو پر ډاكتر يې نه اوباسي. ممكن پردې لار هغه د حق خبرې ته غاړه كېږدي؛خو که لار او طريقه مو بدله كړه؛ راسره يې مني. د سوداګرۍ په روايتونوكې راغلي : كه د توكيو په پير او پلور كې تكړه او بريالى نه وئ؛ نو بله سوداګري پيل كړئ؛ښايي پكې بريالي شئ. د زده كړو په څانګو كې هم همدا شان ده.كله انسان په يوه څانګه كې كامياب نه وي؛خو د څانګې په بدلولو سره به بريالى شي. وايي “ډاروين” په دوو علمي څانګو(طب او په مسيحي ديني علومو) كې ماته وخوړه؛خو په طبيعي څانګه كې بريالى شو. كه څه هم نظريات يې رد شوي؛خو په هرحال د نظر خاوند شو.

پر قرآن او د انبياوو پر اخلاقو پوهېدنه او همداراز كومې سپارښتنې،چې اسلام كړي، په دې هكله د لارې د هوارېدو لامل كېداى شي. قرآن وايي :

وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ (فصلت/۳۴) =  او نېكي او بدي برابر نه دي، (بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) چې څوک دښمني درسره لري، ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي.

لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَاْ بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لَأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ (مایده/۲۸) = ((كه ته مې وژلو ته لاس راوغځوې (؛نو) زه دې وژلو ته لاس نه درغځوم؛ [ځكه] چې د نړۍ پال الله (له عذابه) وېرېږم))

 هېر مو نشي چې پر نېكيو امر او له بديو د منع موخه يوازې ځان ته د خلكو پام راړول نه دي.ممكن خلك زموږ پر خبره غوږ و نه ګروي؛نو له خداى سره زموږ اجر خوندي دى. خداى موږ ويني او لږ اجر او ثواب هم له موږ نه كموي. ايا موږ تر انبياوو غوره يو؟ ټولو پېغمبرانو په دې لار كې ډېر كړاوونه ليدلي؛ خو خپل همت به يې نه پلوره .

خلكو به پېغمبرانو ته ويل :

قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (اعراف/۶۶) = د قوم كافرو مشرانو يې وويل :(( بې عقله راته ښکارې او ګومان مو دى،چې دروغجن يې.))

پېغمبرانو به ويل موږ نه يو. خلكو وويل : موږ تاسې بېلارې وينو، پېغمبرانو به ويل موږ بېلارې نه يو .

د پېغمبرانو كار؛ لكه د ډاكترانو په شان دى،چې د ناروغانو درملنه كوي. ناروغ چغى او سورى وهي؛خو د ډاكتر ټولو ته پام وي او کتنه يې کوي او په چغو او سورو غوږ نه ګروي . پر وګړي نه؛بلكې پركار نيوكه وكړو. موږ بايد له ګناه كوونكي سره كينه ونلرو او د سرغړونې په هكله ورته نصيحت وكړو يا په بله وينا:له ((ناپوه)) سره نه؛بلكې له ((ناپوهۍ))سره مبارزه وكړو له((ګناهګار)) سره نه؛بلكې له ((ګناه))سره مبارزه وكړو. په روايتونو كې راغلي :(( د خداى ځينې كسان خوښېږي كه څه هم له کړونو يې خپه وي.[5]))

په قرآن كې راغلي:

قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ (شعراء/۱۶۸) = (لوط) وويل : (( په حقيقت كې زه ستاسې د دې عمل (لواطت) له سختو دښمنانو ځنې يم))

كه ګناه كوونكي په دې پوه شي،چې وګړه لري او ورته په درنه ليدل كېږي او د كمزورۍ ټكى يې يوازې ګناه ده؛نو په ډېره اسانۍ به ورته شا كړي؛خو كه وننګیري،چې كركه ترې كېږي ؛نو پر خپلو ګناهونو به ټيڼګار وكړي.

يو تن،ديني مشر ته وويل: ستاسې يو انډيوال شراب څښلي چې ورته شا كړو؟ ويې ويل: كار ته يې شا كړئ.( خپله هغه ته مه شا كوئ.[6])

حضرت علي (ک) وايي :(( غوره ده چې نېکچاري او سمونپالي پر ګناهګار ولورېږي.[7] دا قانون د كورنۍ او د اولاد په روزنه كې هم مهمه ونډه لري. كه اولاد له خپل مور و پلار وېرېږي؛نو دا به غوره مور و پلار نه وي. هغه وخت به غوره وي كه پر خپلو اولادونو غوسه هم وكړي؛خو چې د وګړې درناوى يې وكړي او مينه ورسره وكړي كه مو اولاد ته وويل چې د كاكا زوى دې تر تا ښه دى؛نو په ځواب كې به درته ووايي: كاكا مې هم تر تا غوره دى. دا كس به له خپل پلار او د تره زوى سره كينه واخلي. ورته بايد وويل شي. زويه ! ته تر تېر كال ډېر ښه شوى يې. هغه بايد له خپل همزولي سره په پرتله شي او ورته وويل شي: انسان بايد هره ورځ پرمختګ وكړي او څومره چې غوره وي؛نو خداى خلكو او مور و پلار ته به نږدې وي؛ نو دا خبرې به د اولاد په روزنه كې ستر اغېز ولري؛نو پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د ګناهګار لپاره بايد سيال پيدا نه کړو،چې پكې كينه پيدا او د غچ اخستنې حس راوخوټېږي. ورته يې نيك او غوره كارونه وويل شي. د قوم او ټبر درناوى يې وشي،د وس او استعداد په هكله يې ورسره خبرې وشي،څو وننګېري،چې مات شوى نه دى؛بلكې پياوړى دى او مينه ورسره كېږي.

پر نېكيو د آمرينو ځانګړنې او شرايط :

پر ايمان،پوهې او ځواک سربېره پر نېكيو امر كوونكي بايد تعصب او ځانګړى ديني غيرت ولري. روايت دى: ((موسى علیه السلام،خدای وپوښت: څوك به دعرش تر سيوري لاندې ومنې؟ورته خطاب وشو: هغوى چې پاك زړي او پاک لاسي وي او كه وويني چې حرام پر حلالو اوښتي؛نو د ټپي پړانګ په شان پرې په غوسه شي.[8]))

“امر و منع” ټينګ هوډ او زړه سوي ته اړتيا لري. قرآن وايي:

يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (لقمان/۱۷) = ((يه زما زويکه! نمونځ کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي.))

كه چا زموږ پر خبره غوږ و نه ګرو؛نو دا “امر و منع” به زموږ د ژغورنې لامل شي قرآن وايي:

فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ (اعراف/۱۶۵) = نو چې ورکړاى شوى پند يې هېر كړ، (د عذاب شېبې راورسېدې او) هغوى مو بچ کړل،چې له بديو يې منع كوله او څوك چې ظالمان ول، د سرغړونو له لامله يې مو په سخت عذاب راونیول .

په هر حال كه انسان زړه سواندى وي؛نو پر نېكيو امر او له بديو منع كوي. بېدردي تر ټولو ستر درد دى. پخوا به يې چې د چا سپكاوى كاوه ؛نو هغه ته به يې وويل چې پلانكى بېدرده دى. پېغمبراکرم(ص) به چې د خلكو ستونزې ليدلى؛نو ډېر به دردېده. قرآن وايي:

لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (توبه/۱۲۸) =((په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې يو استازى درغى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي، پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى))

روايت دى:(( خداى،حضرت موسى (ع) ته وويل: ايا پوهېږې چې ته مې ولې د پېغمبرۍ لپاره غوره كړې؟ حضرت موسى (ع) وويل: نه.خداى وويل:((كومه زړه سوانه چې په تا كې وه؛په بل چاكې نه وه!))

قرآن وايي: پېغمبراكرم(ص) به خلكو ته د بلنې پر وخت حرص خوړ او داسې ښكارېده؛ لكه چې ځان خوري:

لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ (توبه/۱۲۸) =((په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې يو استازى درغى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي، پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى))

بېدردي او د زړه سختي له سترو اروایزو ناروغيو ځنې ده. خداى وايي:

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (بقره/۷۴) = ((بيا تردې پېښې روسته، زړونه مو د تيږې په څېر سخت شول؛ بلكې تر تيږو هم سخت؛ځكه ځينې تيږي چوي او ويالې ترې بهېږي، ځينې چول كېږي او اوبه ترې راوځي او ځينې د الله له وېرې (د غره له سره) رارغړي (؛خو ستاسې زړونه نه د الله له وېرې تپېږي او نه د پوهې او انساني عواطفو سرچينه ده) او الله مو له كړنو ناخبره نه دى))

پر نېكيو امر او له بديو منع هغه څوك كولاى شي،چې خواخوږى وي او د غښتلې روحيې خاوند وي. د خواخوږۍ نښه يې دا ده : كه د ځان په هكله ناروا خبره واوري؛نو نه په غوسه كېږي او كه د نورو غيبت واوري؛ نو خپه كېږي. په رښتيا كه دا شخصي حساسيتونه پر عمومي حساسيتونو واوړي؛ نو دنيا به ګل و ګلزار شي. كه موږ د خپلو كوټو سرونه له واورو پاكوو؛ نو واورې په كوڅه كې اچوو؟ د كور ناولې اوبه ولې كوڅو او سركونو ته اوباسو؟ولې د كور او د هټۍ ناولتيا او ګند پر سړک اچوو ؟دا ځكه چې موږ يوازې د خپل ځان په هكله فكر كوو او د نورو غم راسره نشته،نور خلك بايد خپل كړو او خپل ځان د نورو وګڼواو د قرآن په وينا (بعضكم من بعض ) ټول بايدد يو بل شو.

خواخوږي او ښه نيت ارزښت لري.په فقهي كتابونو كې راغلي: كه څوک د چوپړ لپاره كار كوي كه په دې كار كې كوم زيان رامنځ ته شي؛نو جريمه به نشي. د ساري په توګه : كه څوك په خواخوږۍ د سړک په منځ كې ولاړ ماشوم ،غاړې ته كړي او بيا همدا ماشوم مار وچيچې؛نو دا كس به ګرم نه وي؛ځكه چې موخه يې خېر وه.كه يوكس د چوپړ پر مهال د ګناه په نيت څه توكيو او مال ته زيان ورسوي؛نو جريمه به نشي. قرآن په دې هكله وايي:

لَّيْسَ عَلَى الضُّعَفَاء وَلاَ عَلَى الْمَرْضَى وَلاَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُواْ لِلّهِ وَرَسُولِهِ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (توبه/۹۱) = ((پر کمزوریو، ناروغانو او هغوى چې څه نه مومي، چې (په جهاد كې) يې ولگوي،څه ګناه نشته (چې د غزا په ډګر كې ګډون ونه کړي) په دې شرط، چې (د مورچل تر شا) په عمل كې د الله او له استازي سره یې اخلاصمن وي (او څه يې چې له وسې پوره وي،و نه سپموي) او(همداراز) پر نېكانو څه نيوكه نشته او الله ډېر بښونكى (او) مهربان دى))

يعنې كه څوك د چوپړ په موخه څه وكړي او ناڅاپه كوم خطر او زيان رامنځ ته كړي؛نو جريمه نه لري.

 

پر نېكيو امر له دين سره د مينې نښه ده

كه د امام حسين او يارانو ويناوو ته ښه ځير شو؛نو په ټولو ځايونو كې يې له اسلام سره د مينې په هكله خبرې كړي دي. امام حسين وايي:(( ايا نه وينئ چې پر حق عمل نه كېږي او د باطلو مخنيوى هم نه كېږي.[9])) (( زما د پاڅون موخه زما د نيكه په دين كې سمونه ده.[10])) (( زما د پاڅون موخه پر نېكيو امر او له بديو منع ده.[11] ))

حضرت ابوالفضل عباس وايي:((كه زما د نيكه دين زما په شهادت را ژوندى كېږي؛نو اى تورو !له ما راچاپېره شئ.[12])) څوك چې له دين سره مينه لري؛نو په لار كې يې له خپل سره هم تېرېږي.پېغمبراكرم (ص) د نجران له مسيحانو سره داسې ژمنه وكړه:مسلمانان دې مسيحيانو ته او مسيحيان دې مسلمانانو ته ښېرا وكړي،پر چا چې ښېرا اغېز وكړ؛نو هغه به پر باطلو وي. دا داستان د مباهلې په نامه مشهور دى،چې په قرآن کې داسې راغلى:

فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ (آل عمران/۶۱) = (د مسيح په باب) چې [په وحې] وپوهېدې؛ نو بيا هم كه څوك په دې اړه ناندرۍ درسره کوي؛ نو ورته ووايه : (( راځئ، چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ؛ بیا به ښېرا وکړو (په موږ کې چې څوک دروغ وايي) نو د الله لعنت دې پرې وي.))

پېغمبرا كرم ځان،حضرت فاطمه بي بي،حضرت علي او امام حسن او امام حسين ځانونه له ستر خطر سره مخامخ كړل او دا يې له دين سره د مينې نښه ده .

پر لږ تر لږه بايد قناعت وكړو :

پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد پر لږ تر لږه قناعت او صبر وكړو او كه ومنل شو؛نو بايد مخكې ولاړ شو. پېغمبر اكرم (ص) به په پېل كې يوازې په دې جمله خلكو ته بلنه وركوله:((قولوا لا اله الا الله تفلحوا)) ووايئ له الله پرته بل هېڅ معبود نشته،چې بريالي شئ .

 د روژې زكات،جهاد او داسې نور قوانين له بعثته پنځلس كاله روسته نازل شو.كه غوښتل مو چې چاته د لمانځه بلنه ورکړئ ؛نو يوازې د واجباتو پر ورښوولو قناعت مه كوئ،تر څه مودې روسته ورته مستحبات هم ووايئ.

 اسلام سپارښتنه كوي،چې د جمعې امام بايد په جمعه كې كمزورو خلكو ته هم پام وكړي او نمونځ  اوږد نه کړي. په قرآن كې راغلي:

الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُواْ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ (انفال/۶۶) =(( اوس الله ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ او معلومه يې کړه،چې په تاسې كې بېوسي ده؛ نو ځكه كه له تاسې سل تنه صابران وي؛ نو پردوو سوو به بريالي شئ او كه يو زرتنه وي؛نو پر دوو زرو به د الله په حكم لاسبري شئ او الله له زغمناکو سره دى.))

خداى خلك كمزوري وليدل؛نو ځكه يې پخپل قانون كې اسانتيا راوړه.په كومو قوانينو كې چې “عسر او جرح” وي؛نو قرآن پكې سپكوالى راوړى دى.

 

خاطره :

په روايتونوكې راغلي چې:(( يو مسيحي مسلمان شو. مسلمان ملګرى يې سهار وختي ورغى او ورته يې وويل: اوس د شپې د لمانځه وخت دى،هغه يې له خوبه راويښ كړ او د شپى نمونځ  يې پرې وكړ، د سهار اذان وشو؛د سهار نمونځ  يې هم وكړ او ورپسې كېناست،چې ماسپښين شو.مسلمان ويل : نفل نمونځونه بايد هېر نه کړو. مسيحې تنګ شو او ويې ويل: كه اسلام دا وي؛نو غوره ده چې همغه مسيحي اوسم! ))

د اسلام د شا تګ يو لامل دادى، چې نورو ته بد ورپېژندل كېږي او د بې تجربې او بې خبرو كسانو له لارې يې تبليغ كېږي.كه پېغمبراكرم(ص)له همغې لومړى ورځې داسې ويلي واى چې كه څوك مسلمان شي؛نو ځان دې جهاد او شهادت ته چمتو كړي، روژه دې ونيسي،خمس او زكات دې وركړي؛نو دين به هېچ چا ورسره نه واى منلاى.

 

بايد د بديو د راڅپړلو هڅه ونه کړو :

ځينې د خلكو په ګناهونو او عيبونو پسې پلټنې كوي،چې ترې يې منع كړي حال دا قرآن پر پلټنې او ځيرتوب بنديز لګولى دى چې وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ (حجرات/۱۲) =((مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى.))

امام صادق په ليك كې نجاشى ته ليكي: (( د مومنانو په سرغړونو پسې پلټنې مه كوئ،كه څوك داسې وكړي؛نو پر آّخرت سربېره،خداى به يې په همدې دنيا كې هم رسوا كړي.[13]

رخه – كينه نه؛بلكې له بديو منع

پر نېكيو امر او له بديو منع د رخې – كيني له مخې نه؛بلكې د سمې لارښوونې له مخې بايد وي. ډېرې ښځې چې سره زر لري؛نو سوځي او رخه كوي او له بديو د منع په پلمه وايي: ولې پلانكۍ ښځې د ځان ښوونې لپاره دومره ګاڼه اغوستې ده؟ يا څوك چې له مطالعې سره مينه نه لري؛نو وايي: پلانكى به دډېرې مطالعې له كبله لېونى شي. په هر حال د ځينو نيوكو جرړې په رخو – كينو او كمزورتياوو كې وي. قرآن وايي:

وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ (توبه/۵۸) = او له دوى ځينې د صدقاتو (او د غنيمتونو) په وېش كې درباندې نيوكې كوي، كه څه برخه ترې وركړه شي (؛ نو) خوښېږي او كه ورنکړاى شي، سملاسي غوسه كېږي (حق يې وي که نه وي ) .

له دې آيته جوتېږي چې د ځينو نيوكو جرړې ديني نه؛ بلكې وګړیزه، وټیزه او اروایزه بڼه لري .

 

غچ نه؛بلكې نيوكه

كه پر يوكس نيوكه وشي؛نو هغه د غچ اخېستنې په فكر كې كېږي.كله چې ترې كومه سرغړونه وويني؛ نو له بديو د منع په پلمه ترې خپل غچ اخلي.

 

مخالفت نه؛بلكې له بديو منع

نيوكه او له بديو منع نه ښايي ورهنړیزه – كسبي بڼه پيدا كړي.د ځينو ورهڼه – كار او كسب دادى،چې په ويناوو او د ورځپاڼو له لارې نيوكې كوي او سترګې يې ښه كارونه نه ويني.

 

پرنېكيو آمرينو او له بديو منع كوونكيو ته د څو ټوكيو يادونه

لیدانه – بصيرت او پوهه ولرئ:

څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛بايد نيكۍ او بدۍ وپېژني او د پلي كېدو پر طريقه يې هم پوه شي.

 

د ارادې خاوند وي:

څوك چې دا مهم كارعملي كوي؛ د خلكو د غوسې او سولې پر بنسټ دې يې پلى نه کړي. قرآن وايي:

يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (لقمان/۱۷) = ((يه زما زويکه! نمونځ کوه، پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او [په دې لار کې] هر کړاو زغمه، چې دا له مهمو او همتناکو چارو ځنې دي.))

د خداى لپاره وي:

د امر كوونكي نيوكه بايد د وګړیزې،ګوندي او سياسي سليقو او همداراز رخې – كينې او غچ پر بنسټ نه وي.قرآن وايي :

يَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنَّهُمْ لَمِنكُمْ وَمَا هُم مِّنكُمْ وَلَكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ (توبه/۵۶) = او دوى پر الله قسمونه خوري، چې درسره يو؛ خو درسره نه دي؛ بلکې ډارنه ډله ده (چې د خپلو خوالو د را برسېرېدو له وېرې دروغ وايي) .  

كه “امر و منع” بې له قومي،ټبریزې،ولسي،ګوندي او توکمیزو ستونزو پلي شي؛نو اغېزمن به وي؛ځكه د زړه خبره پر زړه كېني؛خو كه خبره لكۍ ولري او يا كه د اورېدونكي په غوږ كې خيرې وي؛نو پر نېكيو امر به اغېز ونه کړي .

خاطره:”همام” ،حضرت علي (ک) د پرهېزګارانو د نښو او ځانګړنو په باب وپوښت. حضرت علي چوپ شو. هغه ټينګار وكړ. حضرت علي ورته ټولې نښې وويلي. همام ناڅاپه کړيكه كړه او له دنيا يې سترګې پټې كړې. حضرت علي وويل: (( پر چمتو زړه نږه ورم – نصيحت داسې اغېز كوي.[14]))

قرآن سپارښتنه كوي چې رخې – كينې او مينې بايد تاسې د حق تر پولو تېر نه باسي. د اخلاص پوله ډېره نرۍ ده او په لږې ښويېدنې سره انسان د اخلاص له كړۍ وځي او دشرك پلو ته ورښكودل كېږي. د اخلاص نښه داده،چې له چا د مننې او اجر تمه ونه لرې :

 إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لاَ نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاءً وَلاَ شُكُوراً (انسان/۹) = (( (او وايي:) يوازې د الله لپاره خواړه دركوو (او) هېڅ بدله او مننه درځنې نه غواړو.))

د اخلاص نښې دادي چې :د كار پر وړاندې مو ستاينه خوښه نشي. د كار ډول،ځاى او وخت راته مهم نه وي. اړيكې را ته مهمې نه وي او هر څه مو د خداى لپاره وي. قرآن حضرت نوح (ع) ته وايي : ستا كافر زوى بايد ډوب شي. حضرت لوط (ع) ته وايي:ستا ښځه بايد پوپناه شي. پېغمبراكرم(ص) ته وايي: ستا د تره “ابي لهب” لاس دې غوڅ وي.حضرت ابراهيم ته وايي : بوت پالی تره ته دې د دعا حق نه لرې.

 

 پراخه سينه او کلک هوډ درلودل :

حضرت موسى چې پر پېغمبرۍ وټاكل شو؛ نو له خدايه يې لويه سينه وغوښته،خداى يې دعا قبوله كړه او حضرت موسى په لويه سينه فرعون ته ورغى؛نو بې له غټې روحيي “امر و منع” ناشونې ده.څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛د خلكو د غوښتونو پر وړاندې به ولاړ وي؛نو هرومرو به د ځينو خلكو له تاو تريخوالي سره مخ شي او كه لويه سينه ونه لري؛نو د خلكو پر دوو ترخو خبرو به له دې دندې لاس واخلي. قرآن د ښو بندګانو د نښو په هكله وايي:

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (فرقان/۶۳) = (( او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي))

 

ايا پر پېغمبرانو به يې د لېونو[15]،كوډګرو[16]،ناپوهانو[17]،بېلارۍ[18] او ځانمنۍ تورونه نه لګول؟!

پر نېكيو امر او له بديو منع دانبياوو دنده ده او د انبياوو په شان ستونزې به هم ولري،ټولو انبياوو به د زغم او لوى سينې له لارې دا هر څه شاته اچول. خلكو به پېغمبرانو ته ويل:

قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وِإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ (اعراف/۶۶) = د قوم كافرو مشرانو يې وويل :(( بې عقله راته ښکارې او ګومان مو دى،چې دروغجن يې.))

د بېلارۍ د تور پر وړاندې به يې ويل:

أُبَلِّغُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (اعراف/۶۲) = ((چې د خپل پالونكي پيغامونه درسوم او نصيحت درته کوم او د الله له لوري په داسې څيزونو پوهېږم، چې تاسې (پرې) نه پوهېږئ))

خداى پېغمبرانو ته د زغم سپارښتنه كوي:

فَلِذَلِكَ فَادْعُ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَقُلْ آمَنتُ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِن كِتَابٍ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ (شوری/۱۵) = نو په همدې پار (خلك دين ته) بله او لكه څنګه چې درته امر شوى، هماغسې ټينګ وسه او په غوښتنو پسې يې مه ځه او ووايه : ((ما د الله پر هر رالېږلي كتاب ايمان راوړى او امر راته شوی، چې ترمنځ مو عدالت وكړم، الله زموږ او ستاسې پالونكى دى، زموږ د كړنو پایله زموږ ده او ستاسې د كړنو پایله همدا ستاسې ده؛ زموږ او ستاسې ترمنځ ځاني شخړه نشته (او) الله به موږ او تاسې په خپلو کې راغونډ کړي او يوازې د هغه لوري ته (د ټولو) ورستنېدل دي .))

له سرغړونو تېرېدل د مومنانو له غوره خويونو ځنې دي:

وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا (فرقان/۷۱) = او څوك چې توبه وكاږي او نېكې چارې وكړي؛ نو په رښتیا یې الله ته پناه یووړه (او خپله بدله ترې اخلي).

پېغمبران به له ناروا خبرو،ګواښونو،شړلو،كړاونو او وژنو سره هم مخ كېدل:

وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلاَّ أَن قَالُواْ أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ (اعراف/۸۲) = او د قوم يوازېنى ځواب يې دا و، چې و يې ويل :(( له خپلو كليو یې وشړئ، چې ډېر پاک پاک کېږې (او پر يوه لار راسره نه دي!) ))

وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِنْ جُندٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ (یس/۲۸) = (( او (تر شهادت) روسته یې موږ له اسمانه پر قوم يې كوم لښكر راکوز نه کړ او  نه یې راکوزوونکي یو.))

خو دې ټكي ته مو پام وي چې موږ د خداى تر څارنې لاندې يو او هره شېبه زموږ كارونه وينې او پر موږ لوراند دى:

وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ (طور/۴۸) = او د خپل پالونكي د حكم (تبلېغونې) په لار كې زغمناك وسه؛ ځكه زموږ تر څار لاندې يې او چې [له خوبه] راپاڅې؛ نو د خپل پالونكي په ستاینې سره تسبيح وايه.

قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللّهِ وَاصْبِرُواْ إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (اعراف/۱۲۸) = موسى خپل قوم ته (د ډاډېينې لپاره) وويل : ((له خدايه مرسته وغواړئ او صبر كوئ،چې ځمكه (يوازې) د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې چې چاته خوښه شي،پاتوړی یې ګرځوي او د متقیانو پاى ښه ده .))

لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/۹۵) = (هېڅكله له جهاده) بې عذره ناست مؤمنان، له هغو مجاهدينو سره برابر نه دي، چې د الله په لار کې يې په خپلو مالونو او ځانونو (جهاد کړى)، الله پر كورناستيو (= چې جهاد يې پرېښى دى) د مجاهدينو درجه لوړه كړې، چې په مال و سر يې جهاد كړى او الله له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړنو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې ژمنه وركړې ده؛ خو مجاهدين يې (له جهاده) پر كور ناستيو په سترې بدلې غوره كړي دي.

 

دا هغه لار ده چې ټول انبيا او اوليا‌ء پرې تللي دي .

انسان ته لار دومره اسانوي،چې له هېڅ ګواښ او سرغړونې نه وېرېږي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (مایده/۵۴) = مؤمنانو! له تاسې چې څوك له خپل دينه واوړي (الله ته زيان نشي رسولاى) الله به داسې خلك راولي، چې الله ته ګران وي او خداى (هم) دوى ته ګران وي،د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز او د كافرانو پر وړاندې به ناماتي وي،د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملا متوونكي له پړې اچولو به نه وېرېږي، دا د الله لورنه ده،چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او (د) الله (لورنه) پراخه او (پر مستحقينو) پوهېدونکى دى.

 

ښه او نرم چلن:

په “امر و منع” كې بايد له خلكو سره نرم چلن وكړو. خداى پېغمبر اكرم ته وايي:

لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ (غاشیه/۲۲) = ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛

د خلكوپه ايمان راوړو كې د زور حق نه لرې:

نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِجَبَّارٍ فَذَكِّرْ بِالْقُرْآنِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ (ق/۴۵) = ((دوى چې څه وايي، موږ پرې ښه پوه يو او دا ستا پازوالي نه ده،چې په زوره (ايمان) پرې راوړې؛ نو (ستا دنده يوازې همدا ده، چې) په دغه قرآن هغه ته نصحيت وكړې، چې (زما د عذاب) له ګواښه وېرېږي))

د زورزياتي حق هم نه لرې:

وَلَوْ شَاء رَبُّكَ لآمَنَ مَن فِي الأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُواْ مُؤْمِنِينَ (یونس/۹۹) = او كه پالونكي دې غوښتي واى (چې پر ځمكه دې ټول يومخې مؤمنان او اطاعت كوونكي وسي؛ نو)  د ځمكې ټولو اوسېدونكيو به (پر جبر) ايمان راوړى واى؛نو ايا خلك اړ باسې،چې ايمان راوړي؟! (؛نو اجباري ايمان څه ګټه لري ؟!) 

څوك چې پر نېكيو امركوي؛نو بدي دې په ښه توګه لرې كړي:

هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ (رعد/۱۲) = (الله) هغه دى،چې برښنا د وېرې او تمې لپاره درښيي او (هم) درنې وريځې رادبره كوي .

او د غچ اخېستنې په فكر كې نه وي:

الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (آل عمران/۱۳۴) = (( هغوى (نېکان دي) چې په سوکالۍ او تنګسې کې انفاق کوي او غوسه خوري او د خلكو له تېروتنو تېرېږي او د خداى نېكان خوښ دي.))

او خلك له بدخويه كسانو تښتي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَقَالُواْ لإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُواْ فِي الأَرْضِ أَوْ كَانُواْ غُزًّى لَّوْ كَانُواْ عِندَنَا مَا مَاتُواْ وَمَا قُتِلُواْ لِيَجْعَلَ اللّهُ ذَلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ وَاللّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (آل عمران /۱۵۶) = ((مؤمنانو! د كافرانو په څېر مه كېږئ، چې كه روڼه يې سفر ته ځي او يا په جګړه كې برخه اخلي (او مري يا وژل كېږي؛ نو) وايي : ((كه راسره واى؛ نو نه به مړه شوي او نه به وژل شوي وو!)) (داسې خبرې مه كوئ) چې الله یې دا انګېرنه په زړونو کې د حسرت لامل وګرځوي او الله (دى چې) ژوندي کول كوي او مړه کول كوي (او ژوند و مرګ د الله په لاس کې دی) او څه چې كوئ، الله يې ليدونکى دى.))

موږ بايد له خلكو سره نه؛بلكې له بدو كارونو سره يې مخالفت وكړو:

قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ الْقَالِينَ (شعراء/۱۶۸) = (لوط) وويل : (( په حقيقت كې زه ستاسې د دې عمل (لواطت) له سختو دښمنانو ځنې يم))

له ((ناپوهه)) سره نه؛بلكې له ((ناپوهۍ)) سره بايد مبارزه وشي. له ګناه كوونكي سره زموږ چلن بايد د دښمن په شان نه؛بلكې له ناروغ سره د ډاكترپه شان وي او نېكيو ته يې هم بايد پاملرنه وشي.ممكن انسان ګناه وكړى؛خو كېداى شي ځينې نېكۍ هم ولري.كه په پيل كې يې د نېكيوپه هكله خبرې وكړو او هغه په زړه كې دا ووايي، چې موږ ورسره مينه كوو او زموږ يادونه يې هم د نېكيو د بشپړتيا لپاره ده نو په غوڅه توګه به يوې پايلې ته ورسېږو. په چلن كې بايد له لویۍ ډډه وكړو او تواضع د خداى د نازولو نښه ده :

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (فرقان/۶۳) = (( او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي))

بايد له خلكو سره په تواضع او عاجزۍ چلن وكړو. خداى، پېغمبراكرم(ص) ته وايي :

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (شعراء/۲۱۵) = او مؤمنانو ته خپل وزر ټيټ کړه، چې ستا لاروي کوي (او په نرمۍ ورسره چلېږه).

 د بښنې پر مهال سرغړونكى بايد وبښو دا د تاريخ د مېړنو نښه ده. ورونو يې له حضرت يوسف (ع) څخه بښنه وغوښته،ورته ويې ويل:

قَالَ لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ (یوسف/۹۲) = (يوسف) وويل : (( نن هیڅ پړه درباندې نشته، الله دې بښنه درته وکړي او هغه د لورنو ډېر لورين دى))

پېغمبراكرم(ص) چې مكې ته راننوت؛ټول يې وبښل. له ټيټو كسانو هم بايد بښنه وغوښتل شي. څه توكي يې پېغمبراكرم (ص) ته راوړل،د ويش پر مهال پېغمبراكرم وليدل چې د ټولو برخه پكې نه كېږي؛نو نشتمنو ته يې وركړل او له نورو يې بښنه وغوښته.[19]

چا ته چې “امر و منع” وشي؛ممكن د شرم او ماتې احساس وكړي؛نو د نرمو خبرو او دعا له لارې يې زړه بېرته لاس ته راوړاى شو.

ټولو اړخونوته پاملرنه :

روايت دى:هغه به د خداى له دين سره مرسته وكړي،چې پر ټولو اړخونو پوهه ولري او كه نه تاوان به يې تر ګټې ډېر وي.

خاطره: د “الغدير” په كتاب كې راغلي:((يو كس د كور پر دېوال ور پورته شو؛ويې ليدل چې ځينې شراب څښي؛له همدې ځايه يې له بديو منع پيل كړه.د كور خاوند ورته وويل: ما خو يوه بدي وكړه،چې شراب مې وڅښل؛تا خو جاسوسي وكړه او د خلكو پر كور په پټه را واوختې او له دې لارې پر ډېرو بديو اخته شوې.[20]))

خاطره: يو تن وويل: امام باقر مې وليد چې په كرنه كې بوخت دى، له ځان سره مې وويل: د پېغمبراكرم(ص) زوى په دې ګرمۍ كې ددنيا په لټه كې دى؟ ورغلم او انګېرل مې،چې له بديو به يې منع كړم. امام باقر را ته وويل: (( حلال كسب او كرنه له غوره عبادتونو ځنې ده او كه په دې حال كې مړ شم ؛نو په غوره حال كې به مړشوى يم.[21]))

كله ناكله د سترو وګړو انځورونه په نامناسب ځاى كې لګول کېږي،يا پر ښكلو دېوالونو په خراب خط شعرونه او شعارونه ليكل كېږي.د بسونو پر ټكټونو د قرآن ايتونه ليكل كېږى او دا ټكټونه تر پښو لاندې كېږي.ځينې خلك د جومات د “لوډسپېكر” له لارې خلك تنګوي،په پاكوالي كې په وسوسو اخته كېږي او د روزنې په پلمه خپل ماشومان وهي او د ابرو او ستر د ساتنې لپاره اسراف كوي،د سخاوت په خيال پيسې بادوي، له بديو د منع په پلمه د ګناه كوونكي سپكاوى كوي او شرموي يې،كه خپل چلن ته لږ څه ځير شو؛نو په زرګونو داسې بېلګې به ووينو،چې د كار له دود او څرنګوالي سره زموږ د ناپوهۍ نښه څرګندوي.

خاطره: حضرت علي يو تن ته ډېرې كجورې ولېږلې؛يو ورته له بديو د منع په خيال وويل: دا كجورې خو ډېرې دي، پردې سربېره هغه خو له تاسې كجورې هم نه وې غوښتې؛غوره به دا وي چې كجورې ورنه کړو او يا ورته لږې ولېږو. حضرت علي وويل:(( خداى دې ستا په څېر كسان زيات نه کړي، له خدايه مومنينو ته جنت غواړو؛خو دې ته چمتو نه يو چې لږې كجورې وركړو،زه ورته كجورې بښم؛خو ته يې د ليدو وس نه لرې؛كه زغم وكړم چې راڅخه يې وغواړي او زه يې وركړم؛نو زما وركړه به د هغه د ابرو پيسې وي،چې تويه شوه. ))

هېڅكله ځان غوره و نه ګڼو:

څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي او ځان غوره ګڼي؛نو په دې اړه امام صادق (رح) وايي:(( څوك چې ځان تر نورو غوره وګڼي؛نو مستكبر به وي. ددې خبرې د دليل په باب وپوښتل شو: و يې ويل:(( كه نن موږ له سرغړاندي غوره يو ؛خو له ګاندې- راتلونكي څوك نه دي خبر. تر دې روسته امام صادق له قرآن څخه يوه بېلګه بيان كړه: “هغه كوډګر چې فرعون د حضرت موسى د مبارزې لپاره له ټولو ښارونو په زور او ګواښ راټول كړي وو، هغوى چې د حضرت موسى (ع) معجزه وليدله؛نو ټولو سملاسي ايمان راوړ او د فرعون د ګواښونو پروا يې ونه کړه. دا کوډګر په سهار كې كافران وو او د فرعون پلويان وو؛خو د همدې ورځې پر ماښام يې د حضرت موسى (ع) پر خداى ايمان راووړ او د فرعون په حكم ټول شهيدان شول.))

ممكن ځينې نن پر كږو لارو روان وي او يا هم كومه سرغړونه وكړي؛زموږ دنده پر نېكيو امر او له بديو منع ده، موږ له خپلې او د هغوى له ګاندې – راتلونكې بې خبره يو؛نو د خپلې دندې د كولو په ترڅ كې بايد ګناه كونكي ته د تل لپاره پر ناسم نظر و نه ليدل شي او د تل لپاره بايد ځان مومن هم و نه ګڼو. په تاريخ كې راغلي: امام حسين يو تن ته ليک ولېږه چې : (( ته زما د نيكه پېغمبراكرم له يارانو ځنې وې او په ډېرو جګړو كې دې ګډون هم كړى،تر پېغمبراكرم روسته زما د پلار حضرت علي له يارانو ځنې وې،تر هغه روسته زما د ورور امام حسن له يارانو ځنې وې،په جګړو كې ته ځلانده ستورې يې؛زه اوس كربلا ته ځم او څومره به ښه وي،چې زما د ملاتړ لپاره كربلا ته راشې.)) دې كس ورته وليكل : زه ستړى شوى يم او نور مې جنګونه له لاسه نه كېږي. دې كس د عمر په پاى كې امام حسين ته شا كړه او د امام حسين تر شهادت روسته يې په ژړا وويل: دا څرنګه كېداى شي،چې د يو كس ټول عمر په جنګونو كې تېر شي او د خداى په روستي ازمېښت كې ناکام راشي .

حضرت علي (ک) وايي: (( د خداى بنده! د ګناهونو له كبله پر چا په نيوكو كې بيړه مه كوه، كېداى شي ګناهونه يې وبښل شي او كه تا كوچنۍ ګناه هم كړي وي؛نو ځان خوندي مه بوله ،كېداى شي له همدې كبله پر عذاب اخته شې.[22]))

 

 په زړه پورې بېلګه :

څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛نو سارى يې هغه ډاكتر دى،چې د ناروغ درملنه كوي،ممكن ناروغ روغ شي او كلونه عمر وكړي؛خو كېداى شي ډاكتر په يوه پېښه كې مړ شي؛نو ځكه پر نېكيو امر او له بديو د منع معنا دا نه ده،چې ځان تر نورو غوره وګڼو او په دې واند – خيال چې ستا پايله به روښانه او د نورو به توره وي.

له بديو منع بايد په چټكۍ وشي:

روايت دى:((كه مؤمن حرام وويني؛نو تر هغه به سترګې و نه رپوي،څو يې اړولاى نه وي.))

 

بايد ځينې آرونو ته پاملرنه وشي:

بايد د بديو د پېژندنې لپاره پلټنه او تجسس ونه کړو،كه ښكاره سرغړونه رامنځ ته شوه؛نو بايد منع يې كړو؛خو حق نه لرو چې د بديو په راڅپړولو پسې ولاړ شو. امر او منع بايد داسې نه وي،چې نور كسان زموږ مخاطب ته د خولې ټكونه وركړي.

بايد د خلكو شرايطو ته پام وكړو.د ساري په توګه : كه چا په پټه ګناه كړي وي؛نو پر ښكاره يې بايد له بديو منع نه كړو.كه ګومان مو وكړ چې ګناه كونكى د ځان د ملاتړ لپاره دليل او سول – منطق لري او ګناه يې موږ ته ثابته نشوه؛ نو پر”امرومنع” يې لاس پورې نه کړو. خپل دودونه هم بايد په پام كې ونيسو. يو كس ته “امر و منع” بايد په داسې دود نه وي،چې حكومتي غونډال – نظام كمزورى كړي .له ګناه كوونكي سره نه؛بلكې له ګناه سره مخالفت وشي. ځان تر نورو غوره و نه ګڼو. د ريښتينولۍ آر – اصل له پامه و نه باسو. د وخت او ځاى شرايط هم په پام كې ونيسو.حضرت علي (ک) وايي: (( كه يو مسلمان د كفارو پر ځمكه ګناه وكړه؛نو هلته پرې حد مه جاري كوئ، ښايي هغه ددې كارله لارې كفارو ته واوړي. ))

 

ګوتڅنډنې:

شيطان پخپل شيطانت كى د ټول تاريخ هومره تجربه لري،كله ناكله بديو ته د اړ كولو لپاره د نېكيو له لارې راننوځي. ساري يې دادي :

د انسان روح كوچنيو او جزئي كارونوته اړ اسي،چې د مهمو كارونو د كولو لپاره وخت پيدا نه کړي.انسان هغه نېكو كارونو ته اړباسي،چې خطرونه يې ډېر وي او انسان کبرجنوي. انسان داسې نيكو كارونو ته اړ كوي،چې روح له عبادت سره كركه پيدا كړي او بيخي يې پرېږدي.انسان داسې خوا ته وړي،چې د حق پر خولې د خپل نفس خبرې كوي.كله ناكله عبادتي اړخ ته ډېر زور وركوي ،چې سياسي اړخ کمزورى شي.

حضرت علي (ک) كميل ته وويل: (( كميله!پر خداى قسم، له پېغمبراكرم څخه مې اورېدلي: شيطان ځينې كسان سترو ګناهونو؛لکه زنا،شراب ،ربا،او جوارۍ ته اړباسي،روسته (د ديني وجدان د ارامولو لپاره) ورته سخت او درانده عبادتونه ؛ لكه اوږدې سجدې او ركوع ګانې په زړه پورې كوي،تردې روسته يې د بېلارې مشرانو لاروۍ ته اړباسي . ))

 

وخت ته پاملرنه:

موږ ځينې وخت داسې كړنې كوو،چې ګومان مو دى،چې نېكې چارې به وي؛خو د وخت او ځاى د شرايطو په نه پامنیوي،په واقع كې هغه به “نيك” او “معروف” نه وي. كله ځينې د جوماتونو امامان نمونځ  ډېر اوږدوي،اوږدې دعا ګانې كوي يا د جمعې پر ورځ خطبه ډېره اوږدوي،چې له دې كړنو له لامله خلك شكايت او ګيله كوي او يو شمېر جومات ته نه راځي.

 

 

[1] وسايل 11\194

[2] بحار71\157

[3] بحار 46\ 236

[4] مجموعه ورام 442 – دميزان الحكمته له نقله \ 6 \ 266

[5] بحار 36\233

[6] بحار 27\137

[7] نهج البلاغه خطبه 141

[8] لئالى الاخبار 5\269

[9] بحار 44\381 –7 \116

[10] بحار 44\ 339

[11] بحار 44\339

[12] بحار 44\339

[13] مستدرك سفيه 7\81

[14] نهج البلاغه – د همام خطبه

[15] حجر\۶

[16] مدثر\۲۴

[17] اعراف\۶۶

[18] اعراف \۶۰

[19] بحار 16\269

[20] الغدېر 6\121

[21] بحار 46\287

[22] نهج البلاغه، 401 خطبه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست