تبلیغات

په قبر کې خوند او که کړخت په ډېرو روايتونو کې راغلي،چې تر پوښتنو وروسته د ښه کړنو د ايمان خاوندانو ته ويل کېږي: ويده شئ،چې په دې خوب کې به ان وېرونکى خوب هم ونه وينئ (١٠٦)( بحارالانوار ۶/ ۲۳۷) او هغه خوب،چې ډول ډول کاميابۍ پکې شته (١٠٧)( بحارالانوار ۶/ ۲۶۲) او نور […]

په قبر کې خوند او که کړخت

په ډېرو روايتونو کې راغلي،چې تر پوښتنو وروسته د ښه کړنو د ايمان خاوندانو ته ويل کېږي: ويده شئ،چې په دې خوب کې به ان وېرونکى خوب هم ونه وينئ (١٠٦)( بحارالانوار ۶/ ۲۳۷) او هغه خوب،چې ډول ډول کاميابۍ پکې شته (١٠٧)( بحارالانوار ۶/ ۲۶۲) او نور دې ته ورته تعبيرونه،چې مضمون يې هوسا خوندونه او ارام وي .

فَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِينَ. فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّةُ نَعِيمٍ. وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ أَصْحَابِ الْيَمِينِ. فَسَلَامٌ لَّكَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ. وَأَمَّا إِن كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ. فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِيمٍ. وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ ( واقعه/ ۸۸، ۸۹، ۹۰، ۹۱، ۹۲، ۹۳، ۹۴) = نو كه هغه (ساه وتلى) خداى ته له نژدې کسانو وي؛نو(هغه ته) هوسايي او خوږ بويه (بوټي) او له نعمتونو ډك (جنتي) باغونه دي او كه د ښي لاس له يارانو و؛‏نو (ورته ويل كېږي) پر تا دې د ښي لاسو لخوا سلام وي! او كه هغه (ساه وتلى) له دروغجنو بې لاريو و؛‏نو ورته د دوزخ د خوټېدلو اوبو مېلمستيا چمتو ده او برخليك يې د جهنم اور ته ننووتل (او سوځېدل) دي(۱۰۸)

ددې آيتونو په تفسير کې په يوه روايت کې راغلي: که د خداى په درشل کې يو پتمن انسان ومري؛نو په رحمت او پراختيا ((فروح)) او رزق ((ريحان)) کې به ژوند کوي،چې دا ورته يوازې په برزخ کې ورکول کېږي؛ خو په قيامت کې يې مېلمستيا بېله ده، چې وايي :(( وجنة نعيم)) له نعمتونو ډک جنت؛خو که له دنيا تللى انسان کافر او د الهي حقيقتونو پر وړاندې يې ځېل کړى وي؛نو په برزخ کې به يې پر ګرمو اوبو ((فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِيمٍ)) او په قيامت به يې د دوزخ په اور مېلمستيا کېږي ((وَتَصْلِيَةُ جَحِيمٍ)). (١٠٩) ( د الميزان تفسير،۱۹/ ۲۱۷)

حضرت علي په يوه ليک کې خپل زوى ته وايي :قبر يا د جنت له بڼونو يو بڼ او يا د دوزخ له کندو يو ه کنده ده . (١١٠)

په نورو روايتونو کې راغلي:مؤمن انسان ته په برزخ کې د هغه جنتي تم ځى ورښوول کېږي او له دې لارې يې خوشحالوي . (١١١) ( بحارالانوار،۶/ ۲۳۷)

مرحوم مجلسي د بحارالانوار په شپږم ټوک کې تر ٢٨ حديثونو رانقلولو وروسته وايي : د قبر عذاب او ثواب ته شيعه او سني يوه خوله دي او په دې هکله د دواړو حديثونه متواتر دي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست