تبلیغات

*په قرآن کې قانون سازي . * د قرآن تر راتګ وړاندې عربي ټولنه. * د قرآن تر راتګ وروسته د عربي ټولنه . * په قرآن کې منځلاري . * په ورکړه کې منځلاري . * په بښنه او غچ کې منځلاري . * په توکيزو او مانيزو چارو کې منځلاري . * په […]

*په قرآن کې قانون سازي .

* د قرآن تر راتګ وړاندې عربي ټولنه.

* د قرآن تر راتګ وروسته د عربي ټولنه .

* په قرآن کې منځلاري .

* په ورکړه کې منځلاري .

* په بښنه او غچ کې منځلاري .

* په توکيزو او مانيزو چارو کې منځلاري .

* په اقتصاد کې منځلاري .

* په واده کې منځلاري .

* په معاشرت کې منځلاري .

* په قرآن کې د برابرۍ او غوره کچې قانون .

 

 

د قرآن تر راتګ وړاندې د عربي ټولنې انځور

دا خبره تاريخ کوي،چې د اسلام لمر تر څرک مخکې د تپې تيارې، وېرې،د علمي او اخلاقي ځوړتيا وخت و،چې خلک يې هم خورا ناپوهه وو؛په هغه وخت کې توکمیز او پاټکيز اړپېچونه وو، ګډودي وه، چې د نړۍ پر ټولو ولسونو واکمنه وه،په تېره بيا په عربي ټولنه کې لوټ،جګړه او وينه تويول عادي چارې وې .

تر اسلامه وړاندې عربو خرافي او وحشي ګروهې درلودې . نه يې دين و،چې پرې راټول شي او نه يې کوم قانون او ټولنيز نظام درلود،چې پکې اړيکې او همغږي راوړي . د پلار نيکه پر پل قدم اېښوول ورته ځواني او وياړ و،بوتلمانځنه پکې دود وه،ډېر خدايان يې درلودل،چې لمانځل يې او خداى ته يې د شفاعت وسيلې ګڼلې، مالونه يې په پچه وېشل او جواري خو پکې داسې وه؛لکه اوبه څښل،چې دا کار يې وياړ و او بل کږلى او غندلى چار يې د خپلو لوڼو ژوندي ښخول وو .

 

د قرآن تر راتګ وروسته د عربي ټولنې انځور

د اسلام لمر چې را وخوت؛ نو له عربي ټولنې يې د اړودوړ او ناپوهۍ فضا لرې کړه؛”توحيد” د “بوتلمانځنې” ځاى ونيو،”ناپوهۍ” خپل ځاى “پوهې” ته ورکړ،”ښو اخلاقو”،”اخلاقي رذايل” وشړل، “ملګرتيا”، “ورورولي” او “مينه” پر “دښمنۍ” برلاسې شوه، له شړېدلي او شيندل شوي ملت يې يو مټ جوړ کړ،چې د خپلې واکمنۍ ولکه يې تر ډېره لرې وغځوله او په هر ځاى کې يې د تمدن او انسانيت بېرغ ورپاوه .

“دوري” د فرانسې يو وزير ويلي دي،چې : (( “محمد” په لوړو اسماني زده کړو وکړاى شول،چې خپاره واره عرب راټول او يوموټى او يو ملت او د خپل واک وازره يې له “اسپانيا” تر “هنده” خپاره کړل او په ټوله نړۍ کې یې د تمدن بېرغ ورپاوه،چې دې ستر انسان دا هېښنده بدلون په داسې وخت کې راوست،چې “اروپا” د ناپوهۍ په تورتم کې پرته وه . په منځنيو پېړيو کې يوازېني خلک،چې د پوهې ډګر يې له ټولو وړی و،هماغه د عربو ملت او همدا عرب وو،چې د “اروپا” وحشي چاپېريال ته يې د علم رڼا يوړه او روښانه یې کړه .))

(وګورئ: محمد فرید وجدي؛صفوة العرفان:۱۱۹ مخ)

د قرآن د لوړو زده کړو په رڼا کې عربو ته دا دومره وياړنې ور پر برخه شوې.قرآن پر ټولو اسماني کتابو غوره دى،چې د ټولو قوانينو بنسټ يې عقل دى او هر څه ته په زړه پورې کړنلار او ځانګړې لارښوونې لري .

په قرآن کې منځلاري

قرآن د قانون سازۍ لپاره منځلارې کړنلار خپله کړې او ځان يې له هر ډول “افراط و تفريطه” خوندي ساتلى دى؛قرآن دومره پر منځلارۍ ټينګار کوي،چې انسان ته يې اړينه ګڼلې او د انسان له خولې،له خدايه منځلاري غواړي: ((خدايه! موږ ته نېغه لار راوښيه .)) (حمد: شپږم آیت)

دا لنډ آيت، ډېره ژوره مانا لري،چې پرې رڼا اچول بېل بحث ته اړتيا لري، چې د “حمد” د سورت په تفسيرکې راغلى دى.

قرآن په ډېرو آيتونو کې پر منځلارۍ ټينګار کړى او انسانان يې له افراط و تفريطه ژغورلي،وايي :

((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا(نساء/۵۸)= خداى تاسې ته امر كوي چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ او چې كله د خلكو ترمنځ منځګړتوب كوئ؛ نو په عدالت يې وكړئ، خداى تاسې ته ښه نصيحتوته كوي،بېشكه خداى اورېدونکى (او) ليدونکى دى. ))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (مائده/۸)= مؤمنانو! تل دخداى (د فرايضو) لپاره راپاڅېږئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه کړي چې عدالت ونکړئ؛ عدالت وكړئ چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى.))

((وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُواْ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللّهِ أَوْفُواْ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ( انعام/۱۵۲)= او د يتيم (پلارمړي) مال ته ترهغه مه نژدې كېږئ،تر څو د خپلې مړانې (بلوغ) ودې منګ او ځلميتوب ته نه وي رسېدلى؛ خو په غوره توګه پکې تصرف کولاى شئ او په مېچ او تول كې بشپړ انصاف وكړئ، موږ پر هر چا د هغه د وسې هومره پېټى ږدو او چې کله ( د منځګړتوب يا شاهدۍ لپاره) خبرې كوئ ؛ نو په عدالت يې وكړئ، كه څه هم (ستاسې) د خپلوانو (په باب) وي ا و له خداى سره ژمنه پوره كړئ . خداى تاسې ته ددې څېزونو سپارښتنه كوي، ښايې چې نصيحت ومنئ .))

((وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (نمل/۹۰)=او څوک چې له بدۍ سره راشي؛ نو پړمخې به په اور (دوزخ) كې وغورځول شي (د خداى له لوري به ورته وويل شي چې:) ايا ستاسې له كړنو پرته سزا دركول كېږي؟! ))

 

۱- په ورکړه کې منځلاري :

قرآن انسان ته د عدل سپارښتنه کوي او په خپله يې هم د منځلارۍ لار نيولې ده. په وار وار يې له کنجوسۍ ژغورلي يو او تل يې د کنجوسۍ زيانونو ته د نېوکې ګوته نېولې، چې وايي .

 ((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْراً لَهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلّهِ مِيرَاثُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ( آل عمران/ ١٨٠)= خداى،چې پر چا لورېدلى وي او په كې کنجوسي كوي؛ نو نه دې يې ګڼي،چې داكار يې په ګټه دى؛بلكې په زيان يې دى، ژر به د قيامت پر ورځ هغه څه ورته د غاړې هار شي، چې کنجوسي يې پرې کوله او اسمانونه او ځمكه يوازې خداى ته پاتې کېږي او څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى. ))

دا آيت خلک بخشش او ورکړې ته رابلي؛خو بل آيت هم شته، چې انسان يې له اسرافه منع کړى او له زيانو يې خبرکړى دى .

 ((وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ( انعام/۱۴۱) = او اسراف مه كوه،(ځکه) چې هغه مسرفان نه خوښوي .))

((إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُوراً( اسراء/۲۷)=(ځكه) چې بې ځايه لګوونکي د شيطانانو وروڼه دي او شيطان تل د خپل پالونكي پر وړاندې ډېر ناشکره و. ))

((وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى‏ عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوماً مَّحْسُوراً (اسراء/٢٩)=او خپل لاس دې ترغاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مه پرېږده) او مه يې له حده زيات غځولى پرېږ ده،چې پړ او پښېمانه پاتې شې.))

 

۲- په بښنه او غچ کې منځلاري :

قرآن انسان په پېښو او غمونو کې صبر او زغم ته رابلي؛ د صبر او پراخې سينې انسانان ستايي او پرې د ستر ثواب زېرى کوي،وايي :

((إِنَّمَا يُوَفَّي الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ( زمر/۱۰)= ووايه: ((بېشكه چې صابران خپل اجر او بدله بې حسابه،پوره تر لاسه كوي.))

((وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ(آل عمران / ١٤٦)=او زغمونكي د خداى خوښ دي . ))

خو دې خبرې ته هم پام په کار دى،چې د ظالم پر وړاندې يې د مظلوم لاس نه دى تړلى او هېڅکله يې ورته دا خبره نه ده کړې،چې له ظالمه خپل حق مه اخلئ؛بلکې ددې لپاره،چې د ظلم او فساد جړه راوباسي او پر ځمکه “عدالت او قانون” واکمن شي،مظلوم ته اجازه ورکوي د ظالم او تېري کوونکي پر وړاندې ودرېږي او”عادلانه غچ” واخلي،چې قرآن په دې اړه وايي :

 ((فَمَنِ اعْتَدَى‏ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى‏ عَلَيْكُمْ(بقره / ١٩٤)= او که چا پر تاسې تېرى وكړ؛نو ورته تېرى پرې وكړئ . ))

قرآن د وژل شوي اولياوو ته اجازه ورکړې،چې که په لوى لاس وژل شوى وي؛نو وژونکى دې قصاص کړي .

((وَمَن قُتِلَ مُظْلُوماً فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَاناً فَلا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ( اسراء/ ٣٣)= او څوك چې مظلوم وژل شوى وي،د هغه ولي (او وارث) ته مو زور (او د غچ غوښتنې حق) وركړى دى؛خو په وژنه كې دې له پولې نه اوړي؛ځكه (د شرع له اړخ) ملا تړ يې شوى دى.))

 

۳- په توکيزو او مانيزو چارو کې منځلاري :

دا چې قرآن د منځلارۍ پر بنسټ قانون جوړوي؛ نوځکه ددې دنيا ټولنیز نظام او قانون یې د آخرت له قوانينو سره تطبيق کړى او ترمنځ يې همغږي راوستې. بلخوا يې ددې دنيا د چارو سمونه پر غاړه اخستې او همدا راز د بشر نېکمرغي یې هم تضمين کړې ده.

دا قرآن هماغه ستر قانون او “ناموس اکبر” دى،چې د اسلام پېغمبر د بشر د دنيا او آخرت د نېکمرغۍ لپاره راوړى دى .

“قرآن” د ننني “تورات” په څېر نه دى،چې يوازې پکې د توکيز ژوند لپاره قوانين وي او د هغې دنيا ژوند ته يې بېخي پام نه وي.

هو! تورات يې دومره ددې مادي دنيا په چوکاټ کې ننه ايستى،چې لږ پام يې هم د هغې دنيا ژوند ته نه دى کړى او ان د نېکيو ثواب هم شتمني او پر خلکو واک ګڼي او د بديو او ګناهونو پايله،د شمتنۍ له لاسه ورکول ګڼي او همداسې قرآن د ننني “انجيل” په څېر هم نه دى،چې په “قانون سازۍ” کې يې يوازې د آخرت ژوند ته مخه وي او ددې دنيا له ژونده يې مخ اړولى وي؛بلکې د قرآن قانون بشپړ او پراخ بنسټه دى،چې هم پکې د انسان ددې دنيا نېکمرغي ده او هم دهغې دنيا.

قرآن په خپلو زده کړو کې کله د انسان پام آخرت ته را اړوي او کله د دنيا ژوند ته،چې د اُخروي ژوند په اړه وايي :

وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ( نساء/۱۳)=او څوك چې د خداى او د هغه د پېغمبر اطاعت (او د قوانينو درناوى) وكړي؛خداى به د جنت باغونو ته يې ننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل به په كې اوسېږي او دا ستره بريا ده.))

((وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ ناراً خَالِداً فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ (نساء/١٤) = او څوك چې د خداى او له پېغمبره یې سرغړونه کوي او د خداى له ټاكليو پولو تېرى وكړي؛هغه به اور ته وغورځوي، چې تل به په كې وي، چې دا ورته رسواكوونكى عذاب دى. ))

((فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْراً يَرَهُ( زلزله/۷)=نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي؛وبه يې ګوري . ))

((وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرّاً يَرَهُ( زلزله/۸)= او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي؛ وبه يې ګوري .))

((وَابْتَغِ فِيَما آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلاَ تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا (قصص/۷۷) =او كومه شتمني چې خداى دركړې، په هغې د آخرت كور وغواړه او له دنيا هم خپله برخه مه هېروه.))

قرآن په ډېرو آيتونو کې خلک د علم زده کړې او پر تقوى چلن ته رابللي او ورسره يې د ژوند له نعمتونو د سمې ګټې او خوند اخستنې اجازه هم ورکړې،چې ددې خبرې سپيناوى يې داسې کړى دى :

 ((قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ(اعراف/٣٢)=(پېغمبره!)ووايه : ((چا الهي ښكلا، چې خپلو بندګانوته يې رايستې ده او پاكه روزي حرامه كړې ده ؟!)).

قرآن انسانان د قرآن په آيتونو او د خداى په “تشريعي” او “تکويني” قوانينو او د هستۍ په رازونو کې “تفکر” او “تدبر” ته رابللي او دا خبره يې ددې لپاره نه ده کړې،چې يوازې پرې د خداى او انسان ترمنځ اړيکې غښتلې کړي؛بلکې مراد يې دادى،چې د انسانانو تر منځ مينه او الفت زيات کړي .

۴- په اقتصاد کې منځلاري :

قرآن راکړه ورکړه،پېر و پلور ستايي؛خو سود خوړل او زياتخوري يې رټلې ده .

 ((الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(بقره /۲۷۵)هغوى چې سود خوري؛ نو په قيامت كې به داسې را پاڅېږي؛ لكه څوك چې له شيطان سره د تماس له وجهې لېونى شوى وي ( خپل ځان نه شي نيولاى،كله لوېږي او كله راولاړېږي ) دا ځكه،چې وايي: (( راكړه وركړه هم د سود غوندې ده ( او ترمنځ يې څه توپير نه شته دى .) ))حال دا چې خداى راكړه وركړه ((بيع)) روا او((ربا)) ناروا كړې ده (؛ځكه ددې دواړو ترمنځ ډېرتوپير دى)؛ نو چا ته، چې الهي نصحيت ورسېد او له سوده يې لاس واخست؛ نو [د تحريم د حكم تر نازلېدو] د مخه يې،چې څه خوړلي،هغه خو يې خوړلي دي،(او دا حكم پر مخكېنيو نه عملي كېږي ) او معامله يې له خداى سره ده ( او تېر به يې خداى وبښي)؛خو څوك چې تر دې حكم وروسته بيا هم سود خوري؛ نو هغوى دوزخيان دي،چې تل به په كې اوسېږي.))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ(مائده /١)= مؤمنانو ! پر ژمنو ( او تړونو ) وفا وكړئ . تاسې ته د څارويو ( غوښه او جنين ) حلا ل شوي دي؛خو هغه چې تردې وروسته به درته ولوستل شي ( او استثنا شي) او د احرام په حال كې ښكاركو ل روا مه بولئ په رښتيا، خداى چې څه غواړي ( او مصلحت وي ) حكم كو ي. ))

 

۵- په واده کې منځلاري

داچې د انسان بقا او پاېښت په واده پورې تړلى دى؛نو خداى ورته د واده حکم کړى او وايي :

((وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى‏ مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ(نور/ ٣٢)= او تاسې خپل ناواده کړي ځوانان او پېغلې،نېك مريان او وينځې (يو بل ته) په نكاح كړئ.كه هغوى تنګلاسي وي؛ نو خداى به يې پر خپلې مهربانۍ شتمن كړي او خداى پوه پراختيا راوستونكى دى. ))

((فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى‏ وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً(نساء/٣)= نو له پاكو ښځو سره،چې ستاسې خوښېږي،د هغو له دوو يا درېو يا څلورو سره نكاح وكړئ؛خو كه دا اندېښنه درسره وي،چې( له دې شمېر ښځو سره به) عدالت ونه كړاى شئ؛ نو بيا يوه ښځه وكړئ . ))

 

۶- په معاشرت کې منځلاري :

قرآن پر انسان حکم کړى،چې د خپل ژوند له ملګرې سره په ورين تندي چلن وکړئ او ټولې اړتياوې يې پوره کړئ او هم يې دستور ور کړى، چې انسان بايد له ټولو مسلمانانو،په تېره بيا له مورو پلار او خپلوانو سره په ورين تندي چلن وکړي او له نورو سره د ښه چلن خبره يوازې په مسلمانانو پورې ځانګړې نه ده؛بلکې قرآن وايي: مسلمان وي که نامسلمان؛نو ته به ورته ورين تندى ورکوې،وايي:

((وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ( نساء/۱۹)=او له خپلو مېرمنو سره ښه چلن كوئ . ))

((وَاعْبُدُوا اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَبِذِي الْقُرْبَى‏ وَالْيَتَامَى‏ وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى‏ وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مِن كَانَ مُخْتَالاً فَخُوراً (نساء/۳۶)= او خداى ونمانځـئ او هېڅوك ورسره شريك مه نيسئ او له مور و پلار سره احسان وكړئ، همدا راز له خپلوانو،پلار مړیو او مسكينانو او له نژدې ګاونډيانو او لرې ګاونډيو او ملګري او پردېس او له خپلو وينځو او مريانو سره نېكي وكړئ؛ځكه خداى كبرجن او وياړن ( چې د نورو د حقوقو له وركړې سرغړوي) نه خوښوي .))

((وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ(بقره/۲۲۸)= او پر ((مړونو)) د مېرمنو داسې مشروع حقوق دي؛لكه د مړونو چې پر(( مېرمنو)) دي . ))

((وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ( بقره/۱۹۵)= او نېكي وكړئ، چې خداى نېكان خوښوي . ))

((إِنَّ رَحْمَتَ اللّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ( اعراف/۵۶)= ځكه د خداى رحمت نېكانو ته ډېر نژدې دى .))

دا د قرآن  د زده کړو بېلګې دي،چې پکې يې د منځلارۍ لار نيولې ده .

په قرآن کې د عمومي څارنې قانون

قرآن د عمومي څارنې لپاره، “پر نېکيو امر او له بديو منع” پر ټولو فرض او لازم کړى،چې ساده چار هم دى . قرآن ددې قانون په وضع کولو د خپلو زده کړو د خپرېدو لار هواره کړې او له دې لارې يې خپلو زده کړو ته د ژوند ساه ورکړې ده.

اسلام د هرې ټولنې او هرې کورنۍ غړي پر يو بل څارن او لارښوونکي ټاکلي دي؛په واقع کې اسلام د ټولنې هر انسان ته د پوليس دنده ورکړې،چې د ټولنې نور خلک د نېکمرغۍ پر لور سم کړي او له ظلم، تېري او فساده يې وژغوري.

لنډه دا چې ټول دنده لرو د اسلام په پلي کولو او تبليغ کې ونډه واخلو.

ګرانه لوستونکيه ! آيا له دې هم وړيا،ستر او اغېزمن لښکر جوړولاى شو؟ نن د هېواد د قانون د پلي کولو لپاره څومره ځواکونه روزل کېږي؛خو بيا هم د جرمونو او سرغړونو مخنيوى نشي کړاى او بيا هم په هر وخت او هر ځاى کې د وګړيو پر کړنو څارنه نه شي کړاى؛خو اسلام د يوې کړلار پر بنسټ “پر نېکيو امر او له بديو منع” واجب کړي او د ټولنې هر وګړى يې د قانون پلې کوونکى او څارن ګڼلى دى .

 

 

په قرآن کې د برابرۍ او غوره کچې قانون

په اسلام کې د برابرۍ او غوره والي قانون، د اسلام ستر او ژور قانون دى،چې ددې قانون په وضع کولو يې د ټولومسلمانانو تر منځ “يووالى”،”برابري” او “ورورولي” رامنځ ته کړې او ټول يې په يوه لیکه کې درولي او پر هر ډول “توکمیزو” او “پاټکيزو” امتيازاتو يې د بطلان کرښه راکښلې او له ټولو يې د ځانمنۍ او زياتخوري او “ميم زرما ټوله زما” جرړه له بېخه راايستې،وايي :

 ((إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ(حجرات/ ١٣)=په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن،ستاسې ډېر پرهېزګار دى.))

((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ( زمر/٩)= ووايه: “ايا پوه او ناپوه ګنې،يو شان دي؟!” ))

د خداى استازی هم وايي: (( خداى هغوى عزتمن کړل،چې اسلام يې ومانه؛حال دا چې له اسلامه مخکې خوار وو او په اسلام يې ډېرې طبقاتي او توکمېزې دبدبې له منځه يووړې او اسلام وويل:” سپين دي که تور،عرب وي که عجم، ټول د “آدم” اولاده ده او خداى “آدم” له خاورې پیداکړى،چې د قيامت پر ورځ به تر ټولو هغه پر خداى ګران وي،چې له ټولو يې تقوا زياته وي”. ))

وګورئ:

فروغ کافي / ۲، ۲۱ باب.

اوبيا وايي: (( پر خلکو د پوهانو فضيلت داسې دى؛لکه زه يې، چې ستاسې پر ډېر ټيټ لرم. ))

وګورئ:

الجامع الصغیر، د منادي له شرح سره ۴۳۲/۴ .

اسلام حضرت “سلمان فارسي” (رض) د تقوا له امله له ټولو غوره کړ ان، چې د خپل پېغمبر له کورنۍ يې کړ.(بحار، ۴، باب:۷۶)؛خو “ابولهب”؛سره له دې چې دپېغمبر اکرم تره و؛خو د کفر او بې دينۍ له امله يې ورته هېڅ ارزښت ورنه کړ او پر شا یې وتمباوه.

تاريخ ګواه دى،چې پېغمبر اکرم بېخي د خپل ټبر او نسب پر وياړنو و نه وياړ ل؛ بلکې خلک يې يوازې “د خداى عبادت” او پر “معاد” ايمان ته رابلل او له دې لارې، د خلکو پر زړونو واکمن شو او له زړه يې د تکبر جرړې راايستې او پکې يې د ورورولۍ او مينې نيالګي وکرل،تردې چې ډېرو شتمنو د اسلام له برکته خپلې لوڼې ډېرو بې وزليو ته ورکړې اوخپلوي يې ورسره وکړې .

“زیاد بن لبید” د مدینې له شتمنو او سترو وګړیو و او د رسول اکرم په لارښوونه يې،خپله لور “زلفا” یو سوداني “جویبر” ته نکاح کړه، چې قد ټیټی تور پوټکی مسلمان و او دا واده یوازې د اسلام د برابرۍ د قانون له مخې وشو او بل لامل یې نه درلود.

وګورئ:

فروغ کافي/ ۲،۲۱باب)

پايله

د قرآن قانون او د اسلام زده کړو ټولې وګړنۍ او ټولنېزې ګټې په پام کې نېولي او داسې قانون يې وضع کړى،چې د بشر ټولو غوښتنو ته په هر ځاى او هر وخت کې ځواب ورکولاى شي او د دنيوي او مادي ژوند د ټولو اړخونو څارنه کوي او د انسان د دنيا او اخرت د نېکمرغيو ضمانت کوي؛نو آيا سره له دې ټولو خبرو هم د داسې کس پر نبوت شک په کار دى،چې دا هر څه يې راوړي دي ؟ په تېره بيا چې کله دا خبره په پام کې ونيول شي،چې پېغمبر اکرم په “وحشي او ناپوهه” خلکو کې رالوى شو او له داسې خلکو سره يې اړيکې وې،چې دا ډول پوهې او ښوونې يې هېڅ په مغزوکې نه ګرځېدې .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست