تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قيامت انځور په قيامت کې تله (ميزان) د قيامت د ورځې يوه مهمه مسئله،چې په روايتونو او آيتونو کې ورته ډېره اشاره شوې ،د تلې يا ميزان مسئله ده . ميزان (تله )د وزن (تللو) او سنجش وسيله ده . قرآن شريف وايي :وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ ( حديد/۲۵) = […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د قيامت انځور

په قيامت کې تله (ميزان)

د قيامت د ورځې يوه مهمه مسئله،چې په روايتونو او آيتونو کې ورته ډېره اشاره شوې ،د تلې يا ميزان مسئله ده .

ميزان (تله )د وزن (تللو) او سنجش وسيله ده . قرآن شريف وايي :وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ ( حديد/۲۵) = په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل (٣٩٢)

يعنې انبياوو خلکو ته قانون،د حق او باطل او د خېر او شر د سنجولو معيار راوړى دى .پکار نه ده په قيامت کې تلل او ميزان،دې دنيا کې تلې ته ورته وي؛ځکه د ((ميزان)) ټکى د ((څراغ)) د ټکي په څېر دى ؛ يعنې لکه څنګه،چې ټول څراغونه په يو ټکي کې سره شريک دي او هغه هم رڼا او د تيارو له منځه تګ دى او څراغ ټکى زاړه،نوي او راتلونکي رانغاړي؛خو نن که د څراغ ټکى په خوله راځي؛نو د چا ذهن ته پخوانى څراغ راځي؛خو بڼې يې توپير کړى دى . په قيامت کې هم داسې دي او د سنجش او تللو وسيله يې توپير لري . مرحوم مجلسي (٣٩٣) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۴۲) او علامه طباطبايي (٣٩٤) ( تفيسر الميزان، ۹/ ۷) د آيتونو او روايتونو په رڼا کې د ميزان په اړه يو لړ څرګندونې کړي دي ،چې موږ په لنډو په څلورو عنوانو کې ورته اشاره کوو :

١_ د قيامت تلې

لکه څنګه مو،چې وويل: ميزان د سنجش او تللو وسيله ده اوچې له هرې وسيلې سره وي؛لکه څنګه چې ټوټه په متر،د دېول اوږدوالى په شاقول،خط په خط کش او لار په کيلومټر او هوا او تودوخه په سانټي ګرېډ معلومېږي؛نو په قيامت کې هم د انسان د کړنو تلل،حق دى؛( وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ)) (اعراف/۸) (٣٩٥)؛ځکه د هغې ورځې بنسټ حق او حقانيت دى .((ذَلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ)) (نباء/۳۹) (٣٩٦) په ډېرو روايتونو کې راغلي: زموږ د کړنو ميزان،پېغمبران او امامان دي؛ځکه چې دا خلک د انسانيت د مقام لوړو څوکو ته رسېدلي دي او د اخلاص له نظره يې د کړنو حق ادا کړ دى او کارونه يې بېلګه دي؛نو د خلکو کړنې هم د هغوى له کړنو سره په پرتله کېږي .(٣٩٧) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۴۹)

د حضرت علي په زيارت نامه کې راغلي دي : (( السلام عليک يا ميزان الاعمال ))(٣٩٨) سلام دې پر تا وي،چې په قيامت کې زموږ د اعمالو د ميزان وسيله يې .

٢_ د ميزانونو ډېروالى

داچې د قيامت پر ورځ زموږ اعمال د خپلې بېلګې له بشپړې سره سنجول کېږي،د مثال په توګه : لمونځونه له بشپړ لمونځ سره او روژه،حج او زموږ وينا له پشبړو روژو،حجونو او ويناو سره سنجول کېږي؛نو پر دې بنسټ تلې ډېرې دي؛ځکه قرآن شريف د ((ميزان)) د ټکي پر ځاى د ((موازين )) له ټکي کار اخستى دى .وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ(انبياء/۴۷) (٣٩٩).

٣_ تله د ټولو لپاره نه ده

په روايتونو کې ويل کېږي،چې تله يوازې د مؤمنانو لپاره ده؛خو د مشرکانو او هغوى چې کړنې يې د اوبو پر سر د ځګ په شان دي او يا هغه کسان،چې يو لړ کارونه يې کړي وي،چې خپل نور ښه کارونه يې هم پرې پر سيند لاهو کړي وي ؛نو داسې کسانو ته به ميزان نه وي.

أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا (کهف/۱۰۵) = [هو] دوى د پالونكي پر آيتونو او له هغه سره له مخامختيا منكر شول؛نو ځكه يې كړه پوپناه شول؛ له همدې امله د قيامت پر ورځ به ورته تله و نه دروو. (٤٠٠)

حضرت علي (ک) وويل :بې لاريو مشرانو ته به په قيامت کې ميزان نه وي؛ ځکه هغوى به دومره رسوا وي،چې حساب،کتاب او ميزان ته اړتيا نه لري .(٤٠١) (تفسير صافی، د کهف/۱۰۵ تر آيت لاندې)

په روايت کې راغلي : مشرکانو ته به د قيامت پر ورځ تله نه ايښوول کېږي او کړنليک به يې په قيامت کې نه ښوول کېږي او د حساب کتاب او ميزان مسئله يوازې د مسلمانانو لپاره ده . (٤٠٢) ( حيات پس از مرګ، علامه طباطبايي)

٤_ د تلې د دروندوالي لاملونه

د خېر ټول کارونه تله درنوي او د شر ټول کارونه يې سپکوي؛خو په حديث کې راغلي،چې رسول اکرم وويل :ښه خوى په صالحو کړنو کې تر ټولو ډېر د تلې د دروندوالي لامل دى . (٤٠٣) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۴۲)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست