تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په قيامت کې شکايت کوونکي د قيامت پر ورځ سربېره پردې،چې په الهي محکمه کې ترې پوښتنې کېږي او شاهدان پرې ګواهي وايي ،شکايت کوونکي هم شته،چې له انسانه شکايت لري ؛لکه : ١_ د خداى استازى په قرآن شريف کې راغلي،چې د خداى استازى به د قيامت پر ورځ په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په قيامت کې شکايت کوونکي

د قيامت پر ورځ سربېره پردې،چې په الهي محکمه کې ترې پوښتنې کېږي او شاهدان پرې ګواهي وايي ،شکايت کوونکي هم شته،چې له انسانه شکايت لري ؛لکه :

١_ د خداى استازى

په قرآن شريف کې راغلي،چې د خداى استازى به د قيامت پر ورځ په ګيله خداى ته شکايت وکړي،وايي به :وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا (فرقان/۳۰) = او (د خداى) استازى وويل: ((پالونكيه! په حقيقت كې زما قوم داقرآن پرېښې و (٣٨٠)

٢_ قرآن شريف

رسول اکرم وويل : د قيامت پر ورځ به درې څيزونه له خلکو شکايت ته راشي : قرآن شريف،جومات او اهلبيت مې .(٣٨١) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۲۲)

کېداى شي د قيامت پر ورځ قرآن شريف هم له خپلو پلويانو او هم له مخالفينو شکايت وکړي .

له خپلو پلويانو د قرآن شريف شکايت :

يا يې قرآن شريف ونه لوست او يې ولوست او تدبر يې پکې و نه کړ او يا يې نور ترې خبر نه کړل .

له خپلو مخالفينو د قرآن شريف ګيله او شکايت :

زه يې د بشر مخلوق وګڼلم.

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِّسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُّبِينٌ(نحل/‍۱۰۳)= او په يقين موږ پوهېږو، چې هغوى وايي: (( دا آيتونه كوم انسان ده ته ورښيي .)) ( نه داسې نه ده؛ ځكه) د هغه چا ژبه چې دوى ورته اشاره كوي،عجمي ده؛ خو دا (قرآن) څرګنده عربي ژبه ده. (٣٨٢)

زه يې د پخوانيو افسانه وګڼلم.

وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِن يَرَوْاْ كُلَّ آيَةٍ لاَّ يُؤْمِنُواْ بِهَا ان إِذَا جَآؤُوكَ يُجَادِلُونَكَ يَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنْ هَذَآ إِلاَّ أَسَاطِيرُ الأَوَّلِينَ(انعام/۲۵) = له هغوى ځينې ستا خبرو ته غوږ نيسي؛ خو پر زړونو مو يې پردې اچولي دي،چې پوه پرې نشي او د هغوى غوږونه مو درانه كړي دي او( هغوى دومره ځېليان دي چې) كه د حق ټولې نښې وويني؛نو ايمان نه راوړي،ان تردې چې كله تاته راشي درسره شخړه كوي،كافران وايي : (( دا (كتاب) يوازې د پخوانيو قيصې دي !)) (٣٨٣)

زما د تلاوت اورېدل يې منع کړي ول.

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ(فصلت/۲۶) = او كافران وايي:((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر وخت يې جنجال جوړ کړئ، ښايي برلاسي شئ .)) (٣٨٤)

زما پر راوړونکي يې د دروغجن،سحر،جنون او کهانت تور ولګاوه .

إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ(طارق/۱۳)= (چې) په حقيقت كې دا (قرآن) غوڅه خبره ده (چې حق له باطله بېلوي)(٣٨٥).

زه يې اورېدم؛خو ځېل يې کاوه او ايمان يې نه راوړ.

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن نُّؤْمِنَ بِهَذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ(سباء/۳۱) = كافرانو وويل:(( موږ به هيڅكله پر دغې قرآن او له ده پر مخكې نورو كتابونو باندې ايمان رانه وړو)) كه ته دا ظالمان پر هغه وخت ووينې،چې د خداى پر وړاندې (د حساب او جزا لپاره) ودرول شي،پر هغه وخت به هغوى يو پر بل پړه اچوي (؛نو له حاله به يې حيران شې)! بېوسي كړاى شوي به لويي خوښيو ته ووايي :((كه تاسې نه واست؛ نو موږ به هرومرو مؤمنان وو.)) (٣٨٦)

چې د نمښتې لار يې نه درلوده ؛نو ويل يې: يو بل قرآن راوړه او دا بدل کړه .

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِن تِلْقَاء نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ(يونس/۱۵)= او چې كله هغوى ته زموږ څرګند آيتونه اورول كېږي؛ نو هغوى چې زموږ پر ليدنه (او د قيامت پر ورځې) ايمان نه لري وايي: ((له دې پرته بل قرآن راوړه،يا هغه بدل كړه (او د بوتانو د غندنې آيتونه ترې لرې كړه) ))، ووايه:(( ما ته نه ښايي،چې له خپله ځانه پكې بدلون راولم، ما ته چې څه وحې كېږي، زه يوازې د هغې لاروى يم؛(ځکه) كه زه د خپل پالونكي له حكمه غاړه غړوم؛ نو د لويې ورځې (قيامت) له عذابه وېرېږم !))(٣٨٧).

٣_جومات

جومات به د قيامت پر ورځ شکايت کوي .(٣٨٨) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۲۲)

د رسول اکرم وينا ده : د قيامت پر ورځ به په الهي محکمه کې جومات له خلکو شکايت کوي،وايي به :خدايه ! زما ورونه يې وتړل او زما حق يې ضايع کړ.(۳۸۹) ( وسايل ۳/ ۴۸۴) او سره له دې،چې رسول اکرم جومات ته د تګ په هکله ويلي ول: خداى هر ګام ته لس ثوابه ورکوي، چې د جومات پر لور اخستل کېږي،لس ګناهونه بښي او لس د رحمت درجې ورکوي (٣٩٠) ( وسايل ۳/ ۴۸۳) ؛خو بيا هم جوماتونه خالي ول .

٤_اسماني مشران

حديث دى،چې د قيامت پر ورځ به د رسول اکرم اهلبيت له خلکو شکايت کوي،وايي به :خدايه ! موږ يې ووژلو،در په در او خاورې پر سر يې کړو او ددې پر ځاى،چې زموږ پر حقه مشري ومني په مفسدانو، مسرفانو او طاغوت پسې ولاړل .(٣٩١) ( وسايل ۳/ ۴۸۳)

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست