تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د کړنو حساب او جزا په اسلامي فرهنګ کې انسان ته دوه ډوله حساب او جزا ثبت شوې ده : ١_ هغه کارونه،چې په خپله يې کړي دي . ٢_ هغه کارونه،چې هوډ يې درلود؛خو نه يې وي کړي . پردې خبرې لا رڼا اچونې ته مو آيتونه او روايتونه راوړي،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د کړنو حساب او جزا

په اسلامي فرهنګ کې انسان ته دوه ډوله حساب او جزا ثبت شوې ده :

١_ هغه کارونه،چې په خپله يې کړي دي .

٢_ هغه کارونه،چې هوډ يې درلود؛خو نه يې وي کړي .

پردې خبرې لا رڼا اچونې ته مو آيتونه او روايتونه راوړي،چې په اسلام کې فکري او مکتبي پېوند هېڅ پوله،وخت او ځاى نه لري :

١_قرآن شريف د پېغمبراکرم د وخت يهودانو ته وايي : ((فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ)) (آل عمران/۱۸۳) (٣٤٥)ولې تاسې پېغمبران (لکه يحيى او زکريا ) شهيدان کړل؟ حال داچې د هغو د پېغمبرانو د وژل کېدو او زموږ د پېغمبر په وخت کې ٥٠٠ کاله واټن و (٣٤٦) .(تفسير الميزان، ۴/ ۸۵)

هو! سلونه کاله مخکې د هغوى نېکونو پېغمبران وژلي ول؛خو داچې دا خلک د خپل نېکونو له کارونو راضي ول؛نو څښتن(ج) هغوى رټي او هم ورته د پېغمبر وژونکي وايي او ورته وايي: ولې مو پېغمبران ووژل ؟ او د قيامت پر ورځ به هم ددې کار ځواب ورکړي، که څه هم په خپله يې نه دي کړى ؛خو پرې خوښ ول .

٢_ قرآن شريف د حضرت صالح عليه السلام د اوښې په هکله،چې د خداى له نښو او د پېغمبر له معجزو وه او هغه يوازې يو سړي اوټاو کړه او له منځه يې يوړه وايي :((فَعَقَرُوهَا )) (هود/ ۶۵) (٣٤٧) د حضرت صالح ټولو مخالفانو اوښه ووژله؛ځکه،چې هغه مهال د حضرت صالح ټول مخالفين د اوښ د وژونکي پر کار خوښ ول؛نو خداى ټول پر عذاب کړل .

حضرت علي وايي :خلکو! پر يو عمل د انسان خوشحالېدل او خپه کېدل هم محاسبه کېږي ؛لکه څنګه چې د حضرت صالح اوښه يو کس ووژله ؛خو داچې نور هم پرې خوښ ول؛نوخداى ټول پر عذاب کړل . (٣٤٨) ( نهج البلاغه ۲۰۱خطبه)

٣_ رسول اکرم وويل : که څوک (د ناچارۍ له مخې) د ګناه په ځاى کې وي؛خو له زړه ورسره مخالف وي؛نو داسې به وي ؛لکه چې هلته نه وي؛ خو هر هغه غايب،چې پردې ګناه خوښ وي ؛نو داسې به وي ؛لکه چې په هغه غونډه کې و . (٣٤٩) (وسايل، ۱۱/ ۴۰۹)

٤_روايت وايي :په ختيځ کې کوم انسان ووژل شي او په لويديځ کې پرې څوک خوښ وي ؛نو د خداى پر وړاندې پر دې وژنه خوښ انسان هم وژونکى شمېرل کېږي . (٣٥٠) ( تفسير نمونه، ۹/ ۱۵۹)

٥_د حضرت علي يو يار د جمل په جګړه کې تر بري وروسته وويل : څومره به ښه وو،چې اوس مې ورور واى او دا برى يې ليدلى و! امام ورته وويل :که زړه يې له موږ سره وي ؛نو داسې به وي،چې په دې جګړه کې يې ګډون کړى وي او نه يوازې ستا ورور؛بلکې هغه کسان هم شريک دي،چې لا زوکړه يې نه وي کړې (٣٥١) ( ؛يعنې راتلونکي هم که زموږ پر دې کار خوښ وي؛نو له موږ سره شريک دي ) ( نهج البلاغه ۱۲خطبه)

٦_ د زيارت عاشورا په دعا کې وايو : د خداى لعنت دې پر هغوى وي ، چې د امام حسين د شهادت خبر يې واورېد او په زړه پردې کار خوښ وو او غبرګون يې ونښود .

٧_رسول اکرم وويل :همداچې غيبت کوونکي ته يې کړنليک ورکړ شي؛ نو وبه پوښتي:د خېر کارونه مې پکې ولې نشته ؟ ؛نو ورته به وويل شي : د هغه غيبت له امله،چې کړى دې و،د خېر کار دې د هغه په کړنليک کې ثبت شو،چې تا يې غيبت کړى و او د ځينو په کړنليک کې به داسې اعمال ليکل شوي،چې کړي يې نه وي ؟ ؛نوپه ځواب کې به ورته وويل شي : دا د هغه چا عبادتونه دي،چې ستا غيبت يې کړى و؛نو د هغه له عملنامې را واخستل شو او ستا په کړنليک کې وليکل شو . (۳٥٢) (جامع السادات، ۲/ ۲۳۶)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست