تبلیغات

په ژوند کې مو هم معجزه کېداى شي يوه شپه يوې بېړۍ په سمندر کې خپله لار وهله،چې توپان شو بېړۍ يې دومره وخوځوله،چې ټول مسافر راويخ شول، او له توپانه دومره وېرېدل،چې بېواکه شول، ځينو يې چغې وهلې او ځينو يې دعاګانې کولې؛د بېړۍ د کپتان اته کلنه لور هم هلته وه، د نورو […]

په ژوند کې مو هم معجزه کېداى شي

يوه شپه يوې بېړۍ په سمندر کې خپله لار وهله،چې توپان شو بېړۍ يې دومره وخوځوله،چې ټول مسافر راويخ شول، او له توپانه دومره وېرېدل،چې بېواکه شول، ځينو يې چغې وهلې او ځينو يې دعاګانې کولې؛د بېړۍ د کپتان اته کلنه لور هم هلته وه، د نورو چغو راويخه کړه، مور يې وپوښتله: مورى! څه شوي دي؟

مور: بېړۍ په توپان کې راګېره شوې ده.

ماشومې پر وېره وپوښتل: ايا پلار مې د بېړۍ په سمبالخونه کې دى؟

مور: هو!

نجلۍ،چې دا خبره واورېده؛نو بېرته خوبځاى ته ورغله او د څو دقيقو په ترڅ کې ويده شوه،توپان هماغسې و،څپې لېونۍ وې،بېړۍ به يې خوځوله؛خو وړوکې نجلۍ نوره نه وېرېده؛ځکه پلار يې د بېړۍ په سبمالخونه کې و .

خداى شته دى،ان که توپانونه راشي،هغه به مو ژوند ته لارښوونه کوي،موږ ته يې په شتون کې وېره نه ده په کار، که يوازې پر هغه ډاډ وکړو،هغه به د ژوند د ناارامۍ ټولى څپې هوارې کړي، د ژوند په لار کې به راباندې ډول ډول سختۍ او توپانونه راشي،داسې وختونه به راشي، چې له ستونزو،خطرونو، رسوايۍ،سپکاوي، ناروغۍ او له مرګ سره به مخ شو، هغه شېبې، چې وېره به راباندې واکمنه شي؛خو هېرول يې نه دي په کار،چې دا تجربې مو په ژوند کې بې موخه نه راپېښېږي،يوه ستره زده کړه، چې دا پېښې راکوي،دا ده چې په هرو شرايطو کې بايد پر هغه تکيه وکړو.

خدايه! ژوند راکونکې ته يې، زه بايد ونه وېرېږم؛ځکه ته دې خپل بندګان ساتې.

د ناوړه پېښو پر مهال د خداى يادول کېداى شي يو خودخواهانه عمل وي؛خو پوه دې شو،چې په پيل کې مو ټولې کړنې بايد د خودخواهۍ له مخې وي،چې وکولاى شو په ځان کې د عدم وابستګۍ روحيه وروزو . که څوک وايي چې پر خداى تکيه کول خودخواهي ده؛ نو ورته دې وويل شي،چې دا خودخواهي تر نفس لمانځنې او پر خپل محدود ځواک تر ډاډه ډېره ښه ده،دا ځان غوښتنه د مانيز پرمختګ لپاره يو په کار ګام دى، چې بايد واخستل شي، چې په خپله به هم له منځه ولاړ شي .

هغه زده کړه، چې ټول يې بايد زده کړو، پر ځان د ډاډ او پرې د تکيه وهلو زده کړه ده؛نو هله به وي،چې هر څه به په اسانه مخې ته ځي، موږ بايدپه هر څه ان که وړوکې هم ويژو خداى ته مخه کړو،چې دې خبرې ته ورسو، چې بې له خداىه بل هېچا او هېڅ څه ته اړتيا نه لرو؛نو يوازېنۍ غوښتنه مو خداى دى او چې دې ستر راز ته ورسېدئ؛نو وبه وينئ،چې هر څه له مخکې چمتو شو ى دي او مخکې‌ تردې، چې يو څه ته اړتيا پيدا کړو،راته به چمتو شوي وي، هر څه په خپل سم وخت او ځاى کې راپېښېږي؛نو هله به وي،چې د يو واکمن په څېر به ژوند کوئ؛يعنې يو وکمن،چې چيرته ځي؛نو ټولې غوښتنې يې له مخکې چمتو شوې وي او ورته پکار نه دي،چې څه وغواړي،دده ټولې غوښتنې پوره او چمتو شوې دي،تاسې هم واکمنان ياست؛نو ولې د بېوزليو په څېر سوال کوئ؟

دادا (سادو. ت . ل . واسواني) پر کال 1910 په اروپا کې و، هغه د څو ځايونو کتنې وکړې او د ختيځ د حکيمانو پيغام يې مينوالو ته واوروه؛هغه په برلين کې د دين په نړيوال کنفرانس او د اروپا په نورو ځايونو کې خبرې وکړې او د ډېرو مينوالو په زړه کې يې د الهي مينې چينې اوخوټلوې او چې دنده يې پاى ته ورسېده او د تګ لپاره يې ګنډه وتړله؛نو پام يې شو،چې د ستنېدو لپاره د ټکټ پيسې نه لري؛خو چورت يې بيخي خراب نه شو؛ځکه ايمان يې دلود، چې په خپل وخت کې به ورته د ټکټ لپاره پيسې ګوتو ته راشي،د بېړۍ تر روانيدو يوه ورځ مخکې “ماهراني” دادا ته د چاى بلنه ورکړه،په دې ورځو کې “ماهاراني” د خپلو رخصتيو د تېرولو لپاره انګلستان ته راغلې وه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې دادا ته وويل : يوه هيله درځنې لرم . دادا مسکې شو. ماهاراني ورته وويل : داسيې ښکاري، چې په اروپا کې مو کار پاى ته رسېدلى دى او غواړئ ستانه شئ که اجازه مو وي؛نو زه به درته د تګ ټکټ واخلم . دادا حيران نه شو؛ځکه د يو انسان،چې په ژوند کې تل پر خداى تکيه وي؛ نو ژوند يې تل له داسې معجزو ډک وي، په حقيقت کې دا معجزې نه دي؛بلکې د خداى طبيعي او عادى کړنلار ده، چې د يوې مهربانې مور په څېر د خپلو ايمانوالو بچيو غوښتنې پوره کوي، د خداى لارې خورا هېښنده دي؟

په ګاواداګيتا کې يوه شعر راغلى دى،چې که څوک يوازې زما په فکر کې وي او په هر ځاى که ما وستايي؛نو هر هغه څه چې نه لري، وربه يې کړم او د هغه څه به يې پام وساتم، چې لري يې .

يوه بېوزله ښځه،چې پر خداى يې ايمان درلود،مېړه يې فلج و، ډاډ يې درلود،چې خداى به ورته دومره څه ورکړي،چې د اختر د ورځې لپاره پرې سودا واخلي،يو پلورنځي ته ورغله او د اختر د ورځې لپاره يې بچيو ته له هټيواله سودا وغوښته. هټيوال وپوښتله: څومره پيسې لرې؟ ښځې ورته وويل: څو مياشتې دي، چې مېړه مې رنځور دى او هېڅ څه نه لرم،که سودا راکړې؛نو دعا به درته وکړم . هټيوال يو بې اعتقاده انسان و او پردې بېوزلې يې ملنډې ووهلې،ورته يې وويل: دعا دې پر يوه کاغذ وليکه او په تله کې يې کېږده؛نو د کاغذ د وزن له مخې به سودا درکړم، بېوزلې يو ټوټه کاغذ راواخست،ويې ويل: دا يوه وړه دعا ده، چې بېګاه شپه مې په داسې حال کې ،چې خپل مېړه ته کتل، پردې کاغذ وليکله .

پر کاغذ ليکل شوي وو : خدايه ! پناه مې ته يې؛ نو هر هغه څه چې سبا د اختر لپاره په کار وي، راويې رسوې او ډاډمنه يم،چې زما تر اړتيا ډېره به راکړې،چې پر نورو بېوزليو يې هم وويشم .

هټيوال کاغذ ته وليدل، و يې خندل او کاغذ يې په تله کې کېښود،ويې ويل : ښه اوس به ووينو،چې دا کاغذ څومره سودا ارزى؟ په حيرانتيا يې وليدل،چې کله يوه ټوڼه اوړه يې په تله کې کېښوول شوو،د تلې ستنه له خپل ځاىه هم و نه خوځېده، نور څيزونه يې هم پرې کېښوول؛خو د تلې ستنه له خپل ځاىه و نه خوځېده او سړي ښځې ته وويل : نن پوهېږم،چې څه شوي دي،چې دا تله کار نه کوي؛خو خير زه پر خپله خبره ولاړ يم، هر څه چې دې په کار وي، وايې خله، ګومان کوم ستا ددې کاغذ وزن زما د پلورنځى تر ټولو توکيو ډېر دى . ښځې هم يوازې د خپلې اړتيا توکي راواخستل او په ژړا يې له هټيواله مننه وکړه او ولاړه او په لار کې يې د خداى،چې د خپلو بندګانو اړتياوې پوره کوي ستاينه او مننه وکړه . هټيوال پوه شو، چې تله خرابه نه وه؛نو ځان يې وپوښت : ولې هغه مهال دې تلى کار کاوه ولې دې ښځې تر راتګ مخکې دعا ليکلې وه؟ په زړه کې يې اوختون راغى او پر خداى يې بشپړ ايمان راووړ.

موږ توکل او ډاډ زده کړى؛خو په غلط ځاى کې ترې ګټه اخلو،پر داسې خلکو او څيزونو تکيه کوو،چې په خپله تکيه نه لري؛پر هغه بانکونو،چې تاوان کوي،پر هغو ضمانتونو چې خويېدونکي دي؛هغه اولاد او ملګري، چې له ډاډه مو ناوړه ګټنه کوي . موږ پر دنيا،مادياتو او شتمنيو ډاډ کوو،چې ناپايداره او له منځه تلونکي دي، موږ دا کار د يو ناډاډمن ژوند د امنيت لپاره او د يو ناډاډمن راتلونکي لپاره کوو،موږ د خپل ژوند اوسنى امنيت بلهاروو؛خو که پر خداى تکيه وکړئ؛نو هر څه به زموږ وي، موږ وارخطا يو، زړه مو ارام نه لري، بې له خداىه پر بل او نورو تکيه کوو هرې خوا ته راښکېدل کېږو . زموږ ډېرى وخت هغو پېښو ته د تيارۍ او چمتوتيا لپاره تېرېږي،چې کېداى شي بېخي راپېښې نشي . زموږ ژوند د هغه څيزنو په اخستو او لاس ته راوړو تېريږي ،چې امکان لري، بېخي مو په ژوند کې په کار رانشي، موږ له ژوند سره لاس و ګرېوان يو او له ژوند سره مينه مو هېره کړې؛ځکه هېر کړي مو دي،چې خداى هم لرو.

يوه ورځ مې يو سړى وليد،چې د دولت مامور و او دومره معاش يې درلود، چې ژوند يې پرې تېرېده؛خو تل يې ويل : نورو پيسو ته هم اړتيا لرم ومې پوښت : پر معاش دې څه کوې؟ ويې ويل : نيم يې خرچ کوم او نيم يې راتلونکې ښې بدې ته ساتم . و مې پوښتل: راتلونکې ښې بدې ته؟ و يې ويل : هو! څوک څه پوهېږي، چې سبا پرې څه کېږي ؟ که چېرې ټکر وکړم او شل شم؛نو بيا او يا کېداى شي سخت ناروغه شم او ونه شم کولاى کار وکړم؛نو څوک به مې خيال ساتي؟ ورته مې وويل : شته دى داسې څوک چې خيال دې وساتي،و يې پوښتل : څوک دى؟ زما فکر ته خو څوک نه راځي . ورته مې وويل : هغه زموږ او ستاسې خداى دى ،چې پر ښاخ ناستې مرغۍ او په اوبو کې کب ته روزي ورکوي، ايا هغه دې هېر کړى دى؟ هغ ان د مېږيانو او حشرو هم خيال ساتي؛نو د هغه به خيال نه ساتي،چې پرې توکل يې کړى دى؟ پر خداى ګروهمن او ډاډمن وسه،ايمان پرې لره او پوه شه، چې هغه به هغه کوي،چې ستا په ګټه او ښېګڼه وي؛نو د هغه له ارادې او غوښتنې سره ځان سم کړه او ځان وروسپاره.

لاندې وړانديزونه به د هغه څه په پلي کولو کې درسره مرستنه وکړي، چې ومو ويل :

1 _ ستونزو ته تندى مه تريووئ،په مينه ورغاړ وځئ؛ هېڅکله مه هېروي،چې خداى تل درسره دى، هغه مو ساتي او لار به دروښيي،په هغه وخت کې ورين تندى،پراخه سينه صبر او دعا ده،چې کولاى شي په هغه باران کې يې مرسته او ملاتړ احساس کړئ او له ځان سره ووياست : خداى د يوې مهربانې مور په څېر زما لاس نيولى دى . زه په بشپړ امنيت کې يم،چې له لاسه يې نيولى يم،خداى مو نه هېروي؛نو موږ يې هم بايد هېر نه کړو تر پايه پرې ډاډ ولرئ؛نو وبه وينئ، چې هېڅکله به ماتې ونه خورئ .

2 _ دعا او ذکر خپل عادت وګرځوئ، دعا او ذکر وکړئ او تل دا کار وکړئ . ډېرى دعاګانو ته مو ځواب نه ورکول کېږي او داچې دعا مو پرېښې؛ده ترورېږو،وارخطا کېږو او خپل ايمان له لاسه ورکوو او احساس کوو،چې خداى موږ هېر کړى او کار به راته ونه کړي؛ نو په خپله بايد بې له هغه چې کار يې را ته ونه کړ، پر کار لاس پورې کړم؛ خو هېر کړي مو دي،چې خداى به خپل وخت کې هر څه چې په کار وي، کوي،که تر اوسه يې څه نه وي کړي؛نو مانا يې داده، چې وخت يې لا نه دى رارسېدلى،چې دا کار نه يوازې د مادي چارو په باب دى؛بلکې د ذهني،معنوى او روحي مسئلو په باب هم صادق دى؛صبر وکړئ او پر هغه ډاډمن ووسئ .

3 _ دعا او ذکر د دې لپاره وکړئ،چې ايمان مو پياوړى شي؛هغه چې ايمان لري هر څه لري؛ځکه ايمان کولاى شي، ان يو غر هم وخوځوي،دعا او ذکر داسې د زړه له کومې وکړئ؛لکه وږى يې، چې د خوړو او تږى يې د اوبو د لاس ته راوړو لپاره کوي، د ايمان لپاره دعا وکړئ؛ايمان؛يعنې ډاډ چې هر کار، چې خداى کوي، تر ټولو غوره دى؛ايمان يعنې ددې عقيدې غښتلي کول،چې که خداى تر اوسه خپل بنده ته څه نه دي ورکړي ددې لپاره دي،چې تردې ښه يې ورته په خپل وخت کې په پام کې نيولي دي .

4_ د ټولو جسمي،روحي او ذهني ناروغيو درملنه له خداى سره غښتلې اړيکې دي . کله له بهره خپل زړه ته ورننوځئ، په ګوټ کې يې سر په ګرېوان کې ښکته کړئ،په چوپتيا کې خداى ته په تمه شئ، بېشکه احساس به يې کړئ . په مينه مو وسره د زړه خبرې وکړئ،خپلې ټولې چارې وروسپارئ او تر هر کاره مخکې دعا وکړئ،چې هغه مو ملاتړ شي،چې سپېڅلي شئ او تر هر کار وروسته ترې مننه وکړئ .

5 _ راپېښې پېښې په پراخه سينه ومنئ، په خوشحالۍ پسې ځان مه ورکوئ او له غمه تېښته مه کوئ،له راپېښ شويو خوند واخلئ؛هر هغه څه چې راپېښ شوي او راپېښېږي،خير مو پکې دى،له وېرې،شک،ترديد، ترورېدو،وارخطايۍ او منفى فکرونو لاس واخلئ او د خپل ذهن ور پرې وتړئ؛هر غم،کړخت او سختۍ ته په خندا ورين تندى ورکړئ، د ژوند له هرې پېښې او وضعيت سره د “سنت فرانسيس” د دعا په څېر وچلېږئ؛هغه دعا، چې هېڅ کله مې نه ستړى کوي او د دنني ارامش ته د رسېدو لپاره تر ټولو ګټوره لار ده . هو خدايه! هو! او تل لپاره هو!

هغوى چې داسې ژوند کوي؛نو اوس او د تل لپاره به د امنيت او د خداى د ملاتړ د احساس پر مانا پوه شي؛هېڅ توپان ورته تاوان نشي وررسولاى،هېڅ څه يې نشي وېرولاى،د ژوند د سختيو په توپانونو کې د يوى ارامې بېړۍ په څېر په خداى کې لنګر اچوي؛نو داسې انسان کولاى شي پر خپلو احساساتو برلاسي شي،ځان پاک کړي او په سپېڅلي،ګټور او همغږي ژوند کې قدم ورکېږدي؛يو حقيقي ازادۍ ته به يې ځان رسولاى وي، چې د خداى د ټولو بندګانو طبيعي حق دى. داسې انسان به هېڅ نه لري؛خو دومره شتمن،غني او مړه خوا به وي، چې نور پرې نه کېږي، چا ته وابسته نه دى؛خو مخلوقات،انسانان،مرغۍ او څاروي يې ملګري دي،هغه څوک له ځان سره متحد نه ګڼي؛ بلکې ټول خپل گڼي؛ د ټولو ښېګڼه غواړي،د ټولو خدمت کوي او په هر چا کې ورته خداى ښکاري.

څو کاله مخکې مې د يو داسې انسان په هکله يو مطلب ولوست،په حقيقت کې هغه يو خدايي انسان و،چې يوه شپه يې کور ته غل راغى؛دا غل يو داسې انسان و، چې بېوزلۍ او د اولاد لوږې دى کار ته اړ کړى و،د کور خاوند يې،چې کله پر حال پوه شو؛نو ورته يې وويل: په هغه مېز کې يوه ګرانبيه ګوته ده،چې د ښځې مې ده، ولاړ شه او وايې خله او مخکې له دې،چې څوک دې وګوري،له دى ځاىه ولاړ شه، زه خداى دې مل شه،غل حيران و، چې دا لا څه ډول انسان دى او په ګوتې پسې لاړ او راوايې خسته او پښې يې سپکې کړې، يو څو شېبې وروسته د کور د خاوند مېرمن راځي او ګوري چې ګوته يې غلا شوې ده، چغې يې کړي : چا مې هغه ګوته غلا کړې ده،چې تر پينځو زرو سکو يې ډېر ارزښت درلود،سړي وويل : خبر نه وم،چې دومره بيه يې درلوده، په غل پسې ولاړ،ورته يې وويل : ورره! راغلى يم، خبر دې کړم،چې د دې ګوتې بيه تر پينځو زرو سکو ډېره ده، چې څوک دې تېرنه باسي او په بيه يې درځنى ونه پېري . د غل سترګې له اوښکو ډکې شوې،هغه په ژوند کې د لومړي ځل لپاره داسې ليدل؛په واقع کې تر اوسه يې لا د مينې داسې څېره نه وه لېدلې،هماغه شېبه يې په ژوند کې هېښنده بدلون راغى او پر يو بل انسان بدل شو، د سړي پښو ته ورپرېووت ،ورته يې وويل : خپل نوکر مې کړه.

دا حقيقي الهي انسان د خداى حقيقي مريد و، هغه خورا زياته شتمني درلوده،هغه شتمني، چې ارزښت يې درلود؛ د مينې شتمني، له خداى سره مينه؛يعنې د هغه غوښتنه پلي کول . خداى له موږ غواړي،چې له انسانانو سره مينه وکړو او په کار شو، ان په دې لار کې ځان بلهار کړو،د خداى په څېر، چې له خپلو بندګانو سره بې تمې مينه کوي، چې د انسان داسې ژوند به هره ورځ تر بلې ورځې ښه زرغونېږي او د هغې نه خلاصېدونکې مينې کيسې په څېر به شي، چې تر هرې کيسې پکې خوند او ګټه زياته وي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست