تبلیغات

ژبه دا څرګنده ده،چې د یو ملیت د تکوین په لومړنیو مرحلو کې ژبه او ګډ دودونه پېژندونکی او یو له بل سره د افرادو د نږدیوالی لامل دی او د زړونو او عواطفو د اړیکو لار او په نتیجه کې د جمعي او ملي شعور د ودې لامل دی؛خو که د ملتونو ګذشتې ته […]

ژبه

دا څرګنده ده،چې د یو ملیت د تکوین په لومړنیو مرحلو کې ژبه او ګډ دودونه پېژندونکی او یو له بل سره د افرادو د نږدیوالی لامل دی او د زړونو او عواطفو د اړیکو لار او په نتیجه کې د جمعي او ملي شعور د ودې لامل دی؛خو که د ملتونو ګذشتې ته وګورو؛نو د ګډې ژبې لامل یو سازنده عنصر نه؛ بلکې د ملیت د محصول لامل دی. د تکوین له پیل څخه د یو ملت ژبه هم په اوسنۍ بڼه نه و؛بلکې په یو ټاکلي ځای کې د یوې ډلې له راټولېدنې او د زړونو د نږدېوالي له امله یې ژبه هم رامنځ ته شوې، بیا یې تکامل کړی او قواعد او اصول یې پراخ شوي او د پېړیو په اږدو کې د نورو ملتونو له ژبو سره د مخامخ کېدو له امله یې پر له پسې بدلون موندلی،ترڅو ننني حالت ته رارسېدلی ده.

که د یو ملت د تاریخ په معینو دورو کې که ژبه یا معلوم دود ډېر راښکاره شوی او ملي ارمان، شعار او بېلګه ګرځېدلې د ساري په ډول د استقلال په مبارزه کې لکه څرنګه، چې هندۍ ژبه د هند د ا ستقلال غوښتنې پر مهال او عربي ژبه د الجزایز د آزادۍ غوښتونکیو جګړو پر مهال دا شان رول لوباوه؛ خو دا راښکاره کېدنه موقته وي او یوازې د خلکو د انګېزې د راپارونې حکم لري.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست