تبلیغات

دوه ویشتم څپرکی څلور ګونی بهرنی سیاست   بهرنی سیاست څلور ډوله دی: له مسلمان ملتونو او له دولتونو سره یې بهرنی سیاست . له غیر اسلامي دولتونو سره بهرنی سیاست،چې له هېواد سره مرسته نکوي . له غېرې مسلمانو هېوادونو سره بهرنی سیاست، چې له هېواد سره مرسته کوي . ۳۸۰ مساله: له مسلمانو […]

دوه ویشتم څپرکی

څلور ګونی بهرنی سیاست

 

بهرنی سیاست څلور ډوله دی:

  1. له مسلمان ملتونو او له دولتونو سره یې بهرنی سیاست .
  2. له غیر اسلامي دولتونو سره بهرنی سیاست،چې له هېواد سره مرسته نکوي .
  3. له غېرې مسلمانو هېوادونو سره بهرنی سیاست، چې له هېواد سره مرسته کوي .

۳۸۰ مساله: له مسلمانو هېوادونو سره زموږ سیاست دې د ورورولۍ، تعاون او احسان پر بنسټ ولاړ وي او د دوی د فاسدو حکومتونو د ګناه پړه دې دهغوی پر مسلمان ملتونو وانچول شي.

اسلامي قانون له پولو او ننني سیاسي پولو پرته، ټول یو د بل وروڼه ګڼي،چې د وس له مخې دې یو له بل سره مرسته وکړو او په نړیوالو ټولنو کې دې د دوی له حقه حقوقو دفاع وکړو او که پوه شو، چې دعوی یې باطله ده؛نو ورڅخه ملاتړ دې ونکړو، دا حکم هم په کورني او ملي کچه او هم په وګړیزو حالاتو کې او هم په نړیواله کچه واجب العمل دی . قرآن کریم راته وايي : [وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا] د خاینانو په ګټه خصومت مه کوه.

۳۸۱ مساله: که یو هېواد موړ شي او بهرني کارګرانو ته اړتیا پیدا کړي؛نو ان المقدور دې له اسلامي بېوزلو هېوادونو مسلمان متخصصین، چارواکي او کارګران راوغوښتل شي او د ځینو اوسنیو اسلامي دولتونو په شان د مسلمانو کارګرانو په پرته کافرو کارګرو ته دې غوروای ورنکړل شي، چې دا د کمزوري ایمان نښه ده. په نورو اړخونو کې هم کولای شو له نړیوالو نرخونو په ټیټه بیه ځینې توکي،اسلامي بېوزلیو هېوادنو ته ولېږل شي یا لږ تر لږه دوی ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

یا مثلا هغه خاین پناه غوښتونکي وګړي،چې د خپل وطن عمومي اموال یې اختلاس کړي دي،له مخکېنۍ هوکړې پرته دې په دې هکله په یوه اړخیزه توګه یې رد کړو او داسې نورې همکارۍ.

۳۸۲ مساله: په همدې لړ کې دې هڅه وشي، چې اسلامي کنفرانس ډېره ونډه پیدا کړي او د ځینو دولتونو له تسطه دې آزاد شي او د ټولو اسلامي هېوادونو په ګټه کې شي.

۳۸۳ مساله: وټیز،سوداګریز، فرهنګي او علمي تړونونونه او د بېوزلیو زده کړیالانو لپاره د بورسونو مبادله دې تر شوني بریده له اسلامي هېوادونو سره وتړل شي او داسې نور اقدامات هم چې د اسلامي نړۍ لپاره ګټور دي؛خو دا هله کېږي چې دولتونه د ایمان له کمزورۍ رابهر شي،چې دا کار په اوسني وختونو کې تش یو ارمان پالي ده.

۳۸۴ مساله: د عربستان دولت دې قانع شي،چې د حج پر مهال د مسلمان دولتونو د مالونو د وارداتو ګمرک دې مثلاً ثلت ته راکم کړي، چې په دې توګه د جدې، مکې مکرمې او مدینې منورې( چې خدای دې پکې د هر چا نصیب وکړي) بازارونه د اسلامي هېوادونو د تولیداتو ځای وګرځي[1] او د نننۍ خواشینوونکي وضع پرخلاف،چې د حج د وخت ټوله ماده ګټه د چین ، جاپان، امریکا او اروپا جیب ته ځي،چې تردې د مسلمان جیب ته دې ولاړې شي.

۳۸۵ مساله: که شونې وي؛نو د غېرې مسلمانو هېوادونو وارداتي مالونه دې په نوموړیو درې ښارونو کې د یوې میاشتې ( ذې الحجة) یا څلوېښت ورځو او د نورو شلو ورځو ( د ذیعقده له ۲۰ مې نیټې څخه) ممنوع شي؛ نو دا به ډېر خدای خوښی چار وي .

 

۳۸۶ مساله: له هغو غېری مسلمانو هېوادونو سره، چې ګټه یې نه رارسي،زموږ اړیکه دې ورسره د همکارۍ، دوه اړخیز حسن معاشرت او یو د بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او ټولنیز عدالت په اړه په څپڅپانده حالت کې وي.

۳۸۷ مساله: کله نا کله ممکن دي،چې اسلامي دولت دا صلاح وویني،چې ځینو هغو اقلیتونو ته آزادي ورکړي، چې په دې هېواد کې اوسېږي او له دې لارې په غېرې اسلامي هېوادونو کې له مېشتو مسلمانانو سره په دې برخه کې مرسته وکړي،چې دوی هم جوماتونه او دیني ټولنې ولري، دا کار په پراکنده ډول په ځینو هېوادونو کې عملي شوی دی او ما یې په اروپا کې اثار لیدلي دي.

۳۸۸ مساله: له بډایه هېوادونو او تر څه بریده له غیرې مسلمانو مرسته کوونکیو هېوادونو سره زموږ سیاست له پیچیده ګۍ تش نه دی.

وايي، چې د صراط پل تر وېښته نری او تر تورې تېره دی،چې زموږ د بحث موضوع هم دا ده، زموږ خبره دا ده،چې د دوی پر وړاندې دې د دیني مقرراتو، سیاسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ په ساتنې ورسره چلن وکړو؛خو دا دولتونه،چې په نړۍ کې پېژندل شوي دي، ان که له دوی مرسته هم و نه غواړو؛نو ایا دوی به چوپه خوله کېني او بېوزلي هېوادونه به خپل حال ته پرېږدي؟

د خورا کلکې اړتیا پر مهال دوی ته سوال لاس وراوږودل او په عین وخت کې د سیاسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ساتنه او زموږ په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ادعا به یو شعار او تشه لاپه شاپه وي . ایا دوی لېوني شوي، چې همداسې په وړیا ډول راسره مرستې وکړي؟ بې دینه نړیوال سیاست، وړیا او بې تمې مرستې نکوي .

که لویدیځیان د اسراییلو په کورنیو چارو کې ډېره لاسوهنه نشي کولای او یا دا چې نه یې کوي؛ نو علت یې په امریکا کې د یهودو پانګوالو شتون دی، چې دوی ډېر ویښ او فعال هم دي او د اسراییلو له ظلمونو سره د مخالفت له لارې په امریکا کې یو دولت هم ځان ته سرخوږی پیدا کول نه غواړي؛ خو نور کوچني دولتونه له داسې واکه برخمن نه دي.

بله ستونزه چې په غالبو اسلامي هېوادونو کې شتون لري،دا ده چې دوی پخپلو خلکو کې د پښو ایښوولو پیاوړې اډانه نلري او علت یې دا دی،چې دا دولتونه د خلکو له عمومي باورونو سره مخالفت کوي، چارواکي یې نالایقه وي، زور غږوي او په ګومارنه کې خپلوانو او دوستانو ته پاملرنه کوي، له بیت الماله اختلاس کوي او دا یې سرغړونې دي او دا کار دولتونه د بهرنیو توقعاتو پر وړاندې ټکنی کوي او دا دولتونه غواړي،چې د بهرنیانو په مټ خپل د حکومت ستنې ټینګې کړي. په دې توګه دا دولتونه به څرنګه دهغوی پر وړاندې د سیاسي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او د خلکو د دین د ساتنې په برخه کې مقاومت وکړي، تاسې لوستونکي خپل ځان د دې دولتونو پر ځای ونیسﺉ، څه به وکړﺉ؟ که مرستې وانخلﺉ،ستاسې ځینې پورګرامونه به ناتمامه پاتې شي او په هېواد کې دننه د زورورو دولتونو تالي څټي به هره ورځ نارې سورې وهي او خلک به ستاسې پر ضد راپاڅوي، دا یوه ژوره ستونزه ده او ژور فکر غواړي؛خو په هر حال مقاومت لازم دی او دیني واکداران دې زړور وي.

۳۸۹ مساله: له کفارو سره نېکې خبرې، عادله معامله، حسن خلق،احسان او ټولنیز اخلاق څه باک نلري او دا ښه کار هم دی؛ خو که دوی ته خپل اسرار ووايي او یا له دوی سره قلبي مینه پیدا کړي؛نو دا حرام دي. په سیاسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ کې مسلمانانو ته زیان رسول، شدیداً حرام دي.

۳۹۰ مساله: غیرې اسلامي دولتونو او ځینو په ښکاره مسلمان دولتونو ته د ملي شتمنیو ورکول حرام دي، مسلمانان دې زور غوښتونکي نه وي او نه هم پر ځان د نورو زور وزغمي . نه پرې یرغل وکړي او نه د چا یرغل ومني.

۳۹۱ مساله: له نوموړیو دولتونو سره په معاملو کې د اسلامي دولتونو مسوولین دې ډېره پاملرنه وکړي،چې د دوی د قیامت موقف ډېر سخت دی.

۳۹۲ مساله: هغه حکومت چې ولسي ملاتړ ونلري او ټکنی وي؛ نو په اسانۍ او ډېر ژر د بهرنیانو په لومه کې راګېرېږي، مثال یې داسې دی؛لکه په ضعیف الایمانه انسان،چې شيطان واکمن شي او یا دا چې د بدن په ټپ کې میکروب ښه نفو‌ذ کولای شي. که دولت پیاوړی ولسي ملاتړ ولري؛ نو پر ځان ډاډ پیدا کوي او د نړیوالو زورواکو او بې حیاء مستمرینو پر وړاندې د خپل ملت د ګټو په پار ډېر مقاومت کولای شي او له دې مخې اړین دي،چې په اسلامي هېوادونو کې د کودتاګانو مخنیوی وشي.

۳۹۳ مساله: د پیاوړي ولسي ملاتړ درلودل په لاندې لاملونو پورې اړه لري:

  1. خلکو ته د معقولو آزادیو ورکول .
  2. له ټبریز، توکیمز، ژبنیو او مذهبي اړیکو لرېوالی او وړ کس ته د کار ورسپارنه .
  3. بې له خیانت،کودتا او درغلیو د پاکو ټولټاکنو له لارې واکمنېدل .
  4. د اسلامي شعایرو او دیني باورونو درناوی .
  5. د وټیز رفاه په اړه په شدید ډول د مسوولیت احساسول .
  6. بېوزلې طبقې ته د کار موندنه .
  7. له ظلم، زور، ځانوینۍ او تکبره لرېوالی او د خلکو پر وړاندې متواضعېدل .
  8. د بډې او له بیت الماله د بډې اخستنې د جرړو ویستل او له واکه د خاینانو ګوښه کول او ان المقدور د ډموکراسۍ محدودول .
  9. د واکدار ساده، بې تکلفه ، وګړیزو او کورنی ژوند .
  10. سرغړاندو ته په سزا ورکونه کې د دولت د هیبت ساتنه .
  11. بهرني مزدورانو ته فرصت نه ورکول، چې دوی د لږو پیسو لپاره له کوچنۍ خبرې غر جوړوي او له غره کوچنۍ خبره جوړوي.

ګورﺉ، چې دا یوولسګوني لاملونه او داسې نور ټول د مسوولینو له دیني دندو ځنې دي.

۳۹۴ مساله: د نورو اسلامي هېوادونو مسلمانانو اوسېدونکیو د غیر اسلامي هېوادونو د کتابیانو اوسېدونکیو ته د مدوني شرطونو له مخې کوم باک نلري او دا ښه عمل دی.

 

 

[1] یعنې د حج په وخت کې له اسلامي هېوادونو راغلي مالونه دې د پلور حق ولري او دا چې د روژې په میاشت کې په اسلامي هېوادونو کې د مصرفوونکیو تقاضا ډېرېږي؛نو په دې اړه دې یوازې او یوازې له داخلي محصولاتو او د اسلامي هېوادونو له تولیداتو ګټنه وشي.

سرچینه :

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست