تبلیغات

ايا خداى مړ شوى دى “مارتين لوترديروتستان” په خورا ستونزو کې راګېر شوى و،يوه ورځ يې مېرمن پوه شوه،چې مېړه يې ډېر خپه دى. هغه يوه هوښياره ښځه وه،چې پر الهي مشيت يې ايمان درلود؛نو دمېړه د تريو تندي په ليدو ولاړه او تودې جامې يې واغوستې او مخې ته يې راغله،ورته ودرېده . مارتين […]

ايا خداى مړ شوى دى

“مارتين لوترديروتستان” په خورا ستونزو کې راګېر شوى و،يوه ورځ يې مېرمن پوه شوه،چې مېړه يې ډېر خپه دى. هغه يوه هوښياره ښځه وه،چې پر الهي مشيت يې ايمان درلود؛نو دمېړه د تريو تندي په ليدو ولاړه او تودې جامې يې واغوستې او مخې ته يې راغله،ورته ودرېده . مارتين وپوښتله:ولې دې تودې جامې اغوستې دي؟ مېرمن يې ورته وويل : خبر نه يې،چې هغه مړ شوى دى؟ مارتين : څوک مړ شوى دى؟!!! مېرمن : خداى . مارتين په حيرانتيا: په خود کې خو به يې ؟ خبره يې چې څه وايې؟ دا څنګه کېداى شي، چې خداى ومري؟ مېرمن : که خداى نه وي مړ؛نو د دې دومره خپګان لامل څه دى؟ مارتين بې ځنډه پر خپله اشتبهاه پوه شو،موسکي يې وويل: خپګان شيطاني چار دى .

“مهاتما ګاندي” ويلي دي : تر څو موچې موسکا په بشپړه توګه څېره نه وي پوښلې؛نو پوه شئ،چې بشپړې جامې مو نه دي اغوستې .

د امريکا د ستر خطيب “فردريک دوګلاس” يوه کسيه به درته وکړم، چې پر ټولو زړنو اغېز لري : يوه ورځ، چې پر تورتوکم وخت راتنګ شو او حالات نهيلي کوونکي شول، په غم او ژړا يې وويل: سپين انسانان،دولتونه او د وخت روح زموږ پر خلاف دى. زه د خپل توکم لپاره هېڅ هيله نه وينم او دې خبرې مې چورت ډېر خراب کړى دى .

په همدې وخت يو تور پوټکې زړه ښځه راپاڅېده،و يې ويل: فردريک داسې غمجن يې؛لکه خداى،چې مړ شوى وي؟

په موږ کې ډېر داسې کسان،چې ډېر وخت داسې چلن کوي، چې بيخي يې خداى پر سر نشته،ډېر ښه رايادېږي،چې څو کاله مخکې د نهيلۍ کندۍ ته ورګوزار وم او ډېر بې دمې وم،چې يوه ورځ مې دادا (سادو واسواني) وکوت،هغه يوازې يو ځل زما غمځپلې څېرى ته راوکتل او بيا يې يو ځل هم را و نه کتل او ان يوه خبره يې هم راته ونه کړه،چې د زړه ټکور مې شي،هغه داسې چلن راسره وکړ، چې زه يې بيخي ليدلى نه يم او تر هغې ورځې وروسته يې څلور که پينځه ورځې وي نه ليدم، حال داچې تر يوه چت لاندې مو ژوند کاوه او خورا مينه يې راسره درلوده او ډېر پرې ګران وم؛خو زما له ليدو يې ډده وکړه،خبر نه وم، چې ولې راسره داسې کوي او تندى نه راکوي؟ زما دننى مېشت،چې په ټولو کې مېشت دى يې زمزمه کړ: ګورې، چې پر دادا څومره ګران يې؟ پينځه ورځې وروسته پوه شوم، چې له دادا سره د مخېدو پر مهال مې بايد تندى تريو نه وي او بايد خوشحاله وم ،په زوره مې ځان موسکې کړ او ورغلم، هغه د تل په څېر په زړه پورې و، همداچې په مينه يې غاړه راکړه؛نو بېواکه مى اوښکې را تويې شوې،په دومره مينه يې راسره خبرې وکړې، چې هېڅ څه هم نه دي شوي . پوه شوم، چې څومره ستره تېروتنه راځنې شوې ده،چې پر غمجنه څېره له دادا سره مخ شوى وم .

څو مياشتې وروسته، “دادا” د “سنت فرانسيس” د غمونو او کړختونو په هکله راسره خبرې وکړې،دادا وويل : سره له دې سنت فرانسيس به تل موسکې و او هېچا يې تندى تريو ونه ليد، هغه له غمه لرې و او غم جرات نه درلود،چې پرې اغېز وکړي، تل به خوشحال و؛نوراني څېره او شوخه طبعه يې درلوده، يوه ورځ يې خپلو ورونو ته د نظم د اصولو زده کړه ورکوله، چې ورته يې وويل :تاسې بايد د دوه مخيو خلکو په څېر نشئ،چې ظاهر يې خوشحاله او باطن يې غمجن وي؛بلکې د خداى په څېر تل تاره،خوشحاله او په زړه پورې وسئ .

تل به مې د سنت فرانسيس دا خبره رايادوله،چې خپګان شيطاني چار دى او د خداى له شتونه خوند اخستل او خوشحالي الهي چار دى،هغه به هېڅ غمجن نه و،هېڅکله يې ګېله نه درلوده،يوه ورځ خپل يو لاروى وليد،چې د زړه خپګان يې پر څېره هم اغېز کړى و، چې سنت فرانسيس ورته وويل: دا بهرنى غم ا و خپګان د څه لپاره دى؟ پرېږډه، چې دا خپګان يوازې ستا او خداى ترمنځ پاتې شي؛خو زموږ او نورو په مخ کې کوښښ وکړه،چې خوشحاله ووسې، مه هېروه، چې الهي خدمتګار بايد د نورو مخې ته پر خپګان او تريو تندې رانشي .

ويل کېږي،چې غم او خپګان د هغو ټاکليو پېښو پايله ده، چې موږ ته راپېښېږي،چې د خپګان لامل هم ډېرى په بدمرغۍ ،ناوړه پېښو، ستونزو يا د سپکاوي په احساس پسې ورګرځي . غم بهرنۍ پېښو ته زموږ دننى حالت دى. ډېرو خلکو ته يو شانته پېښې راپېښېږي؛خو هر يو له ځانه ډول ډول غبرګونونه ښيي؛ ځينې کېداى شي د بلبلې په څېر خوشحاله وي؛خو ځينې غغمجن او خپه کېږي .

د راجانانک ماڼۍ،چې اور واخست؛نو پر ورين تندي پر ځمکه کېناست،و يې ويل : اور نشي کولاى هغه څه چې په حقيقت کې زما دي،و يې سوځوي .

په ماڼۍ کې يې يو راهب ژوند کاوه،چې ښکارېده دنيا يې پرېښې وه. څادر يې،چې اور اخست؛نو خپګان پرې برلاس شو.

پر هغه ورځې ،چې زموږ د ټولګي نتايج اعلان شول؛نو ډېر خپه وم؛ځکه اول نمره شوى نه وم؛ خو زما يو همصنفي، چې نهه ويشتم نمره شوى و خورا خوشحاله ښکارېده،ومې پوښت : څنګه له يوې داسې نمرې سره دومره خوشحاله يې؛نو راته يې وويل: خوشحاله له دې يم،چې کامياب شوى يم.

په پخوا وختونو کې د “بودا” يو لاروى د يو شريف او شتمن انسان زوى و، چې په يوه ښکلې او ستره ماڼۍ کې يې ژوند کاوه،هغه د بودا لپاره خپل ژوند، شتمني او هوسايي پرېښې وه او د ملنګۍ ژوند ته يې مخه کړې وه، پر لوسه ځمکه ويدېده،د خلکو خيرات يې خوړه؛خو خوشحاله و؛يوه ورځ يې پر پښه سخت درد راغى؛خو پام يې ورته و نه کړ،څو ورځې تېرې شوې؛خو درد هماغسې سخت و،تردې چې قدم يې ترې نه شو اخستاى او دعا يې نه شوه کولاى؛نو احساس يې وکړ،چې د ژوند خوند يې له لاسه ورکړى دى او بدمرغه شوى دى، څومره کوښښ يې، چې کاوه،چې خپل له لاسه ورکړى ارامش ګوتو ته راوړي؛ خو دا کار يې ونه شو کولاى،ذهن يې ترور شوى او غمجن و؛حال داچې په کوڅو کې په يو کپ ډوډۍ پسې ګرځېده، چې يوه وړوکې نجلۍ يې وليده، چې يوه پښه يې شله ده او يوه همسا يې تر تخرګ لاندې ده او له خپلو ملګرو سره پر لوبو بوخته ده؛خو بيا هم خوشحاله وه،دې ځوان چې هغه ماشومه وکتله؛نو خيجله شو،و يې ويل: دا ماشومه يوازې يوه پښه لري او بيا هم خوشحاله ده او زه چې د بودا لاروى يم، د يو وړوکي درد له امله داسې نهيلى شوى يم؛نو همدا وو، چې زړه يې ښاد شو او نور د پخوا په څېر نهيلى نه و.

جرج مارتين لا ځوان و،چې خپل ډاکټر ته ولاړ . ډاکټر يې ورته وويل: هر څه چې ليدل غواړې،ژر تر ژره يې ووينه؛ ځکه ډېر ژر به په تياره کې شې او نور به څه نشي ليدلاى، مراد يې دا و،چې جورج به ډېر ژر ړوند شي،جورج له يوې ښايسته نجلۍ سره،چې مينه يې ورسره کوله،کوژده کړې وه؛نو د همدې ستونزې په باب،چې ډېر ژر به ورته راپېښ شي،له هغې سره يې خبرې وکړې او واک يې ورکړ،چې کولاى شي که غواړي؛نو له ورسره کوژده ماته کړي . نجلۍ هم بې ځنډه دا کار وکړ . دې ستر غم هغه خداى ته ورنږدې کړ او د هغه په زړه کې يې د يو داسې شعر زوکړه وکړه، چې د اخلاص پايله يې وه، چې د ډېرو لپاره دالهام سرچينه وه .

مينې! چې ما ځان ته نه پرېږدې . ازاد روح مې پر تا تکيه وهلې ده؛هستي،چې تا راکړې،بېرته يې درکوم؛هغه هستي، چې ستا په اقيانوسونو کې جاري ده. تل دې وي اى باداره! چې په غم کې مې لټوې . زه ددې ځواک نه لرم، چې د زړه ور مى درباندې وتړم. زه پوهېږم،چې وعده دې حق ده .

غم موږ ته د راپېښو شويو پېښو پايله نه ده؛بلکې هغه څه يې منځ ته راوړي،چې زموږ په دننه کي تېرېږي .

“سراوليدورکارمول” يو داسې انسان و،چې هره ورځ به له بې شمېره ستونزېو سره مخ و،چې ويلي يې دي : د خداى شکر ځکه پر ځاى کوم،چې له ستونزو او سختيو سره يې عادت کړى يم او هېڅکله يې زما غوښتنه بې ځوابه نه ده پرېښې.

که ايمان ولرو،چې په هر ځاى او وخت کې پر خداى تکيه ووهو؛نو هېڅ کله به راباندې غم او نهيلي رانشي .

ښه مې ياد دي،چې يوه ورځ يو ناوړه خبر دادا ته راوړل شوورته مې وويل: دې خبر خو به ډېر غمجن کړي ياست؟ هغه په سړه سينه او پسته ژبه ځواب راکړ : بچيه! هېکله مه هېروه،چې هر څه د خداى له لوري دي، ان نهيلي او غمونه هم هغه ټاکي او بيا موسکې شو.

هر چاچې د ژوند کولو هنر زده کړى وي؛نو د ژوند له سختيو او کړختونو د خداى د بندګانو او غمځپليو مخلوقاتو د خدمت لپاره پکار ځواک لاس ته راوړي .

سنت فرانسيس به خپلو ورونو ته ويل: هېڅ کله مه هېروئ، چې د شاتو مچۍ تر ټولو خواږه شات له يوه تريخ او وړکي ګله جوړوي .

خپګان او نفس يو له بل سره دي؛نو هر څومره،چې د نفس شدت ډېر وي او نفس ډول ډول څېرى لري.

د جسم نفس،چې موږ يې د جسم په غوښتنو کې کړي يو او دا غوښتنې د اور په څېر دي،چې زموږ په دننه کې لمبې وهي او موږ د ژوند له حقيقي خونده بې برخې کوي او څوک چې غواړي تل خپل احساس له خپل ځانه خوشحال وساتي؛نوپه خپله پوهېږي،چې دا کار تر کومه حده بېځايه او بې ګټې دى . د ځاني غوښتنو ارضا کول پر اور نور تيل اچول دي .

د “اوپانيشها” حکيمانو د نن تر ارواپوهانو ستر بينش او ليد درلود؛ ګروهمن وو،چې د دنيا ټولې ښکلې ښځې نشي کولاى د يو سړي ځاني غوښتنې پوره کړي . هغوى چې ځان خپلو ځاني غوښتنو ته تسليم کړى وي؛نو هېڅکله به ښاد ژوند ونه لري .

د ذهن نفس هم زموږ سترګې له مطلوبو ګروهو او کمالاتو څخه پټوي .

نفس ظريف ډولونه هم لري،چې ځينو مينواليو پلټونکيو احساس کړى دى او دا هغه نفسونه دي،چې د معنوي فضايلو او په معنوياتو کې د پرمختګ له لارې يې پيدا کوو،څومره چې نفس ظريف وي؛نو هومره به پر سخته موږ بندي کړي.

د ژوند حقيقي ښادي په هغه روح او ضمير کې ده، چې “ګيتا” يې په باب وايي:

حواس ستر دي : ذهن تر حواسو ستر دى،هوش تر ذهنه ستر دى او تر هوشه ستر روح دى .

تاسې هغه ياست،تاسې هغه روح او ضمير دى، دا ضمير تل پاک ا ازاد دى. پر يو داسې ضمير له تکيه سره به د يو داسې خود احساس وکړئ،چې له ټولو بهرنيو پېښو خپلواک دى او هېڅ څوک او هېڅ څېز نشي کولاى چې له تاسې يې بېل کړي.

حضرت عيسى مسيح خپل يو حواري ته وويل: زه خپله ښادي تا ته دربښم او ستا ښادي له تا څخه څوک نشي اخستاى.

نفس ستاسې واقعي ضمير نه دى،حواس هم ستاسې ضمير نه دى، هوش هم، چې د نن په ژوند کې مهم رول لوبوي، ستاسې ضمير نه دى، دلته د بودا د يو شاګرد او پالي خبرى رايادې شوې،چې ويې ويل: هوش يو هوښيار څيز دى؛خو له خپل ځانه هم مخکې ځي . ايا هغه بيزو وينئ،چې په هغه ونو کې چغې وهي . وګورئ،چې څنګه پر هغه ونه خېژي او بلي ونې ته ورټوپ کوي؛ هلته هم جنجال کوي او هېڅ څه لاس ته نه راوړي. هوش هم همداسې دى، له هر څه څخه بره خيژي او تصور کوي، چې ډېرو څيزونو ته رسېدلى دى،حال داچې هغه يې خراب کړي دي .

“واقعي خود” په خپل ضمير کې وپلټئ، چې دې ضمير ته د رسېدو لار ځان له ځانه ژغول دي،هغه چې له ځانه سترګې پټوي؛نو په خداى کې مېشتېږي،چې داسې انسانان بشپړې ښادى ته رسي .

ګورونانک وايي :

خپل زړه ته پام وکړه .

هلته دې بادار مېشت دى .

او هغې ته د رسېدو لار د مينې لار ده.

له هغه او نه له ځان سره مينه وکړه.

د هغه په څېر فکر کوه .

د هغه غوښتنه وغواړه .

او د هغه حکم پلي کړه .

خپل وړوکې نفس پرېږدئ او د هغه په سپېڅلي درشل کې تلپاتې ښادى پيدا کړي .

سرچینه :

د کتاب نوم : د زړه ټکور

ليکوال : جي پي واسواني

ژباړن : ډاکټر ذبيح الله اقبال

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست