تبلیغات

ښوونکى دې چېرته دى ؟ يوې ډلې يو ستر استاد وواهه؛ځينو يې سپکاوى وکړ، ځينو په سوکانو وواهه،ځينو په ډبرو وايشت،ځينو يې جامې وشلولې او ځينوپرې ډول ډول تورونه ولګول ؛ خو هغه هماغسې موسکى و. يو ورته وويل : ښوونکى دې چېرته دى او ولې د بدمرغۍاو اړتيا پر مهال ځان نه راښکاره کوي […]

ښوونکى دې چېرته دى ؟

يوې ډلې يو ستر استاد وواهه؛ځينو يې سپکاوى وکړ، ځينو په سوکانو وواهه،ځينو په ډبرو وايشت،ځينو يې جامې وشلولې او ځينوپرې ډول ډول تورونه ولګول ؛ خو هغه هماغسې موسکى و.

يو ورته وويل : ښوونکى دې چېرته دى او ولې د بدمرغۍاو اړتيا پر مهال ځان نه راښکاره کوي او معجزه نه کوي .

لاروي،چې وهل خوړلي وو،موسکي يې وويل : کومه معجزه به تردې ستره وي،چې سره له دې،چې دومره بدچلن راسره کېږي،بياهم ننګېروم،چې په جنت کې يم.

يوځل بيا يې وخندل،و يې وويل : جنت زماپه زړه کې دى او هېڅ څوک يې له مانشى اخستاى ، ان که بدن مې ټوټې ټوټې شي؛نو بيا به هم په دې بې مرګه ښادۍ کې يم .

بيا وپوښتل شو : د ښادۍ راز دې په څه کې دى ؟ هغه ورته وويل : الهي ارادې ته پرګونډو يم، تل مې غوښتنه “هغه” دى؛ځکه پرې ګران يم او پر ماهم ګران دى .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست