تبلیغات

پينځمه برخه   ښځه، د كورنۍ چورليز   هرچاته د كورنۍ اهميت ښكاره دىو د اولاد په روزنه كې بنسټيزه ونډه لري، د كورنۍ د غړيو په تېره د نارينه و د اعصابو په ارامۍ كې خورا مهم لامل او د يوې ټولنې آريز ځړى دى. ښځه په كورنۍ كې، پر ښكاره و او پټو […]

پينځمه برخه

 

ښځه، د كورنۍ چورليز

 

هرچاته د كورنۍ اهميت ښكاره دىو د اولاد په روزنه كې بنسټيزه ونډه لري، د كورنۍ د غړيو په تېره د نارينه و د اعصابو په ارامۍ كې خورا مهم لامل او د يوې ټولنې آريز ځړى دى.

ښځه په كورنۍ كې، پر ښكاره و او پټو ونډو سربېره، دوه آريزې ونډلې لري، چې اشاره ورته كېږي:

1_ ښځه په كور كې، د نارينه د وګړي بيا رغاوونكې او چارو ته د ورسمبالنې لپاره ښه قوت وربښي. ښځه، چې نارينه ته كومه ارامي او سكون ور ډالۍ كوي، په هېڅ څيز او وزله يې رادبره كولاى نشو. د ويل دورانت په وينا: ))دا، چې ښځه خيالي او سرګدان نارينه، د خپلې كورنۍ او كوچنيانو لپاره په فدا كار ناينه اړوي، چې دا چار د انساني نوغي د ساتنې او غځېدنې لامل دى…(()1( لذات فلسه 149 مخ.

قرآن كريم په دې هكله وايي:

روم_ 21 ايت: )) وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ =((. سكون، يو ژوره آرامي ده، چې نارينه يې د ښځو تر څنګ او د كورنۍ په غېږ كې مومي، چې په رڼا كې يې ژوند د بېړۍ په خېر ساحل ته رسي او د نارينه و له ژوند او فكري چاپېرياله اندېښنې او سرګدانۍ خپل ټغر راټولوي.

بل دا، چې كورنۍ نارينه له مسووليتونو او مكلفيتونو سره اشنا كوي، سكوه سكوه مسووليت او ژمنتوب ور احساسوي او د كورنۍ په كوچنۍ كړۍ كې مشري ورزده كوي او دا يوه ارزښتمنه موضوع ده، چې په هېڅ يو ښوونتون كې انسانانو ته دغسې ښكاره، ملموس او په عين حال كې انساني او عاطفي مديريت او ژمنه پېژندنه ورښولاى نشو، نو ځكه نارينه د كورنۍ په رڼا او د خپلو مېرمنو تر څنګ په ټولنه كې سمه ونډه ځلولاى شي.

2_ د ښځې بل حياتي ونډه، مورنى رسالت دى. دا يوه مهمترينه او انسانسازې ونډه ده. مورنى رسالت اوږد پېر لري او په رښتيا ښځه په زيلانځ كې د څاڅكي د جوړښت له پيله تر ښوونځي د اولاد روزنكې ده. او تر دې پېر وروسته كه څه اولاد څه خپلواكي مومي، خو تل او د ژوند تر وروستيو شېبو د اولادونو پر چارو بنسټيز اغېز لري. البته د مور ښكاره اغېز د تي وركولو او وړوكتوب پر مهال دى. په دې نسبتاً اوږد پېر كې، د كوچني وګړې ټول اړخونه مور او غېږ يې ټاكي او كوچني، چې بايد هغه ځاى ته ورسي، په همدې پېر كې ور رسي، او په همدې پېر كې له موره آريزه پانګه تر لاسه كوي. ښوونيز چاپېريالونه هم خپل چار پر هغو ستنو ټينګ دروي، چې مور رادبره كړي دي. له همدې امله په اسلام كې ميندو ته د دوه ځانۍ په پېر، تر زيږتون وروسته تي وركونې او… پر مهال ډېرې سپارښتنې شوې دي. فيزيكي او جسمي لارښوونې لكه تي وركول، مناسب خواړه او… ماشوم ته د روحي او روزنيز چاپېريال چمتو كول، چې دا ګردې چارې د اولاد په روزنه كې د ښځې خورا ښكلې هزي ننداره ده، چې بې له ښځې څوك دغسې ښكلې ونډه لوبولاى نشي.

))بايد هغه تندرسته ښځه، چې خپل ماشوم ته تى وركوي، د نړۍ د ښكلا هسكه څوكه وبولو(()1( لذات فلسفه 149 او 247 مخونه.

نو ځكه د ښځو د حقوقو په ملاتړ كې، بايد د ژوند دې اړخ ته يې ټينګه پاملرنه وشي او له ځينو ژر تېرېدونكيو ټولنيزو ونډو يې ځار نه كړو.

))په مور توب كې نبوغ په سياست، ادب او جګړه كې د نبوغ هومره شونى دى. نه ښايي په نبوغ كې د برابري په اړه قضاوت په قدرت كې د برابري يا په يو رنګ مهارت د چارو د كولو له مخې وكړو… بلكې په نبوغ كې برابري بايد په هغو دندو او بوختياوو كې د برلاسي له مخې وګڼو، چې طبيعت پرهر يو، ښځه او نارينه ايښې دي…(( لذات فلسفه 149 او 247 مخونه.

په اسلام كې پر مورنۍ ونډې ځكه ډېر ټينګار او پر عظمت يې خبرې شوې، چې له كورنۍ چورليز سره د اولاد تړاو ټينګ شي او كورنۍ غونډال يايښتى شي.

زړه سواندي انديال، چې د ټولنو او بشري تمدن د چارو د سمونې په باب فكر كوي، ټينګار كوي، چې ښځې بايد خپلې مورنۍ ونډې ته پام ور وګرځوي او هسې نه، چې د نر او ښځې د برابري ډنډورې يې له مورنۍ وندې غافل كړي، چې دا يوه نه جبرانېدونكې فاجعه ده او بېلګه يې هغه ماشومان دي، چې له ميندو جلا شوي او يا هغه كورنۍ، چې په طلاق بېلې شوې دي.

))ځوانې نجونې ددې لپاره، چې د شريفو اولادونو روزنې او پالنې ته وړ ميندې شي، بايد لوړې زده كړې وكړي، نه په دې پار، چې ډاكترې، قاضمنې يا استادانې شي…(()1( الكسپس كارل، انسان موجود نا شناخته/ 103 او 314 مخونه.

دغسې ښځو ته ورزده كړو، چې په ژوند كې يې مورنۍ ونډه آريزه ونډه ده او مادي او مانيزه وده او ان بدني سلامتي يې د همدې ونډې په رڼا كې ده.


¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست