تبلیغات

ښځه او حجاب   حجاب، په لغت كې د پوښښ پر مانا دى. حجاب، يعنې هغه جامې، چې د ښځې بدن وپوښوي. اسلام ښځو ته امر كړى، چې خپل بدن بشپړ وپوښي او د پرديو نارينه و له كتو دې يې وساتي. د حجاب او ستر د وجوب لپاره د قرآن له آيتونو او احاديثو […]

ښځه او حجاب

 

حجاب، په لغت كې د پوښښ پر مانا دى. حجاب، يعنې هغه جامې، چې د ښځې بدن وپوښوي. اسلام ښځو ته امر كړى، چې خپل بدن بشپړ وپوښي او د پرديو نارينه و له كتو دې يې وساتي.

د حجاب او ستر د وجوب لپاره د قرآن له آيتونو او احاديثو ګټنه شوې ده. دلته درېيو آيتونو ته اشاره كېږي:

لومړى آيت:

خداى تعالى وايي:

نور: 30_ 31 آيتونه: )) قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ 30 وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ =((.

پورته آيتونه، د ښځو د تجاب په هكله نازل شوى او ځينو مسايلو ته يې اشاره كړې، چې شرح او تفسير ته اړتيا لري:

په پيل كې له مؤمنو نارينه و او ښځو غوښتل شوي، چې خپلې سترګې ټيټې كړي او نارينه دې ښځو ته او ښځې دې نارينه و ته سترګې ونه ټومبي او سترګې دې نه ګډوي غض، په لغت كې د ټيټولو او بندولو پر مانا دى.

غض بصر، يعنې اوږده نه كتل او سترګې د نه ټومبل. كله انسان بل ته ګوري، خو كتل يې موخه نه وي، كله هم د خوند لپاره ويني، چې د سترګو څرول ورته وايي. په خوند كتل انسان فساد ته راكاږي او ترې نهې شوې ده، خو هغه كتل، چې خوند اخستو ته نه وي حرام نه دي، ځكه د معاشرت او ټولنيز ژوند له لوازمو ځنې دي.

تر دې وروسته، ښځو او نارينه وته سپارښتنه كوي، چې خپل عورت وساتي، فروج د ))فرج(( جمع د ))عورت(( پر مانا ده. له ستر كولو مطلب، په سترګو ټيټولو د پاكلمنۍ او عفت په ساتلو كې هڅه ده، يعنې د ستر او حجاب رعايتول.

بيا ښځو ته وايي: ))لا يبدين زينتهن الا ماظهر منها(( زينت، د ګاڼې او د ښكلا د وزلې پر مانا ده، چې څو ډوله دى: يو يې، هغه گانې دي، چې له بد نه جلا دي، لكه غوږوالۍ، غاړه كۍ، ګوته، ماټوى، بنګړي او ښ:لې جامې. دويم ډول يې هغه بهايت دى، چې په بدن پورې ورنښلي، لكه رانجه، د نوكانو رنګ، نكريزې او د ويښتانو رنګ. آيت د ښايست دواړه وه ډولونه رانغاړي، ښځو ته سپارښتنه شوې، چې خپل ډول ډول ښايست دې پرديو نارينه و ته ورښكاره نه كړي او په دې توګه دې د نارينه و د پام را اړولو او د دوى د جنسي غريزې د راپارونې مخه دې ونيسي.

ورپسې يې، په ))الا ماظهر منها(( غونډله ښځو ته اجازه وركړې، چې خپل ظاهري ښايست، چې په طبيعي ډول ښكارېږي، دې نه پټوي، لكه رانجه، د وريځو رنګ، نكريزې، ګوته، د ټكر يو رنګ، مانتو او پڼې. دا، چې ښحې په ټولنه كې وسي او ځينې مسووليتونه ورتر پر غاړې دي، نو طبيعي ده، چې د پرديو نارينه و سترګې يې پر مخ، لاسونه او ښكاره ښايست لګي او ددې پټول ستونزمن او يو تكليفي چار دى، نو ځكه اجازه وركړاى شوې، چې بې پټولو يې پر خپلو چارو بوختې وي. په حينو احاديثو كې هم په تېر آيت كې ظاهري ښايست، پر همدې مانا تفسير شوى دى. زراره له امام صادق )رح( روايتوي، چې د ))الا ماظهر منها(( په تفسير كې يې وويل: ))ظاهري ښايست، رانجه او ګوته دي(()1( وسايل الشيعه 20/201 مخ.

ابو بصير وايي: امام صادق مې د ))لا يبدين ز پنتهن الا ما ظهر منها(( آيت د تفسير په باب وپوښت، ويې ويل: ظاهري ښايست ګوته او بنګړى دى(( )1( وسايل 20/201 مخ.

بيا د حجاب په څرګندولو پسې وايي:

))وليفر بن نحمرهن على جيوبهن(( خمر د خمار جمع او د ټكري پر مانا ده. جيوب د جيب جمع او د ګرېوان پر مانا ده. ويلي يې دي: ښځو د رسول اكرم )ص( په پېر كې داسې كميسونه اغوستل، چې ګرېوان به يې پرانستى و او د سينو څه برخه به يې ښكارېده. همدا راز د ټكري دواړه خواوې به يې پر غوږونو شاته غورځولې، چې په پايله كې غوږونه، غوږوالۍ، غاړه او د سينې څه برخه يې ښكاره وه. له همدې امله، آيت ښځو ته امر كوي، چې د ټكريو پلوونه دې خپاره كړي، چې غاړه غاړه كې، غوږ، غوږوالۍ او سينه يې پرې پټه شي.له دې آيته، څو مهم اخلاقي او اسلامي مطالبه تر لاسه كېږي:

1_ بايد ښځې او نارينه دې له سترګو ورټومبلو ډډه وكړي او خوند اخستو ته دې يو بل ته نه ګوري.

2_ ښځې نه ښايي، چې خپل پټ ښايست پرديو نارينه و ته ورښكاره كړي.

3_ ښځې دنده لري، چې خپل ټكري داسې پر سر كړي، چې غوږ، غوږوالۍ، غاړه او سينه يې پوره پټه شي.

4_ ښځو ته سپارښتنه شوې، چې د عمومي عفت او پاكلمنۍ رعايت او د اخلاقي مفاسدو مخنيوي لپاره دې، ان خپلې پښې په زوره پر ځمكه نه وهي، چې هسې نه د پښو اوازونه يې انارينه د راپارونې لامل شي.

5_ پر ښځو واجب نه دي، چې خپل ښكاره ښايست پټ كړي.

¯ دويم آيت:

خداى تعالى په قرآن كې وايي:

احزاب: 59 آيت: )) يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا =((.

قاموس، ))جلباب(( د ښځو د ارت كميس يا پر هغې جامې مانا كړى، چې پر نورو جامو يې وراغوندي او د پڼوني پر مانا يې هم راوړى دى.

راغب په مفرداتو كې د كميس او پڼوني پر مانا راوړى دى.

په المنجد كې د كميس يا ارتو جامو پر مانا راغلى دى.

نو ځكه د آيت په تفسير كې ويلاى شو، چې ښځو ته ووايه: جلباب، له پاسه وراغوستونكې جامې يا پڼونى دې له ارزان بيه ټوكره چمتو كړي، يا دې يې داسې واغوندي، چې ټول بدن او له دې سينه او د غاړې شاوخوا يې پوره پټه كړي او د نا محرم له سترګو پټ پاتې شي، كه داسې وكړي په پاكلمنۍ پېژندل كېږي، د پرديو پام نه وراوړي او له ربړونې خوندي پاتېږي.

له دې آيته ګټنه كېږي، چې بايد مسلمانه ښځه درنه، ساده او په ستر له كوره ووځي، چې په دې توګه د اخلاقي او ټولنيزو مفاسدو مخنيوى وكړي، چې دغسې چلن يو مخې د ښځو، ځوانانو او نارينه و پر ګټه دي.

درېيم آيت. قرآن وايي:

احزاب: 32-33 آيت: )) يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا 32 وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا =((.

دلته ښځو ته درې سپارښتنې شوې دي:

1_ په نازو نخرو دې خبرې نه كوي، چې دا چار د ناپاكو نارينه و شهوت راپاروي.

2_ كوروالا او كور مېشتې دې وي.

3_ د جاهليت د ښځو په څېر دې، بې ستره او نورو ته د ځانښوونې او د خپلې ښكلا او سينګار ورښوولو ته راوړاندې نشي.

كه څه آيت د پيغمبر اكرم )ص( د مېرمنو او لوڼو په هكله نازل شوى، خو سپارښتنې يې ټولې ښځې رانغاړي.

د ويلو ده، چې له ))قرن فى بيوتكن(( ځنې مطلب دا نه دى، چې د پيغمبر )ص( مېرمنې او نورې ښحې دنده لري، چې كور مېشتې وي او له آره له كوره ونه وځي، ځكه لكه، چې مخكې مو وويل، ښځې د ټولنې واقعي غړې ده او داسې مسووليتونه ورتر غاړې دي، چې لازمه يې له كور وتل دي ښځې د رسول الله )ص( په پېر كې هم له كوره وتلې او جوماتونو ته ورتلې. د پيغمبر )ص( ويناوو ته يې غوږ نيوه، ديني پوښتنې يې كولې، ان ډېرې ښځې، د احاديثو راويانې دي او يو شمېر راويانو ترې احاديث روايت كړي دي. په غزاګانو كې يې ګډون كاوه او د ټپيانو درملنه او پالنه يې كوله. د رسول اكرم )ص( مېرمنو هم په غزاګانو كې ګډون كاوه، خو جګړې كولو ته مؤظفې نه وې.

د پيغمبر )ص( او اصحابو سيرت دا نه و، چې مېرمنې په كورونو كې را ايسارې وساتي او د آيت مطلب هم داسې نه دى، بلكې مطلب دا دى، چې مېرمنې دې پر كور او ژوند زړه ورتړلې وي او هغه دې خپل بنسټيز مقام وبولي، همدا راز كور، اولاد او مېړه ته دې يې ورپام وي او ځان دې په دې اړه مسوول وګڼي او له كوڅه ډبۍ او بې قيدونبدۍ دې ډډه وكړي.

¯ محارم:

نارينه د ښځو په هكله په دووډولو دي: محرم او نا محرم:

څه، چې ښځو ته د ستر كولو په باب ويل شوي د نا محرمو نارينه و په باب دي، خو ستر كول يې د محرمو نارينه و په باب واجب نه دي، محرم نارينه دا دي:

1_ پلار او نيكه، چې څومره پورته ځي.

2_ پلار او مورنى نيكه، چې څومره پورته ځي.

3_ ورور، ورېرونه، چې څومره كښته ځي.

4_ خوريئ او اولادونه يې، چې څومره كښته ځي.

5_ تره، د تره تره، چې څومره پورته ځي.

6_ ماما، او د ماما ماما، چې څومره پورته ځي.

7_ مېړه، د مېړه پلار، چې څومره پورته ځي.

8_ د مېړه مورو پلار او پلار يې، چې څومره پورته ځي.

9_ د مېړه زوى او اولادونه يې، چې څومره پورته ځي.

10_ زوى او زامنيز او لوڼيز زامن، چې څورمره كښته ځي.

11_ لور او لوڼييز او زامنيز زامن، چې څومره كښته ځي.

12_ زوم او د زوم زوم، چې څومره كښته ځي.

دا وګړي د يو بل بدن ته كتلاى شي او د حجاب مراعاتول ورته واجب نه دي. البته په دې شرط، چې كتل د خوند اخستو له مخې نه وي، كه نه ان محارمو او نا بالغو كوچنيانو ته هم كتلاى نشو. همدا راز كه كتل د خوند اخستو له مخې وي، نو ښځه ښځې او نارينه نارينه ته ورليدلاى نشي.

¯ د حجاب پولې:

ستر كول د اسلام له پرېكنده احكامو ځنې دى، چې ټول فقها پرې يوه خوله دي. ښځې دنده لري، چې خپل بدن له پرديو نارينه و پټ كړي، كه په ټكري وي يا ارت كميس او يا بله هره جامه، چې ټول بدن وپوښي او دا، چې كوم ډول ځانګړې جامه وكاروي، په باب يې كوم دليل نه لرو.

د حجاب د وجوب په باب څه اړپېچ نشته، خو د مخ او ترمړوندونو د دواړو لاسونو په ستر كولو كې د فقهاوو تر منځ اختلاف شته. يو شمېر فقها يې پټول واجب بولي يا يې په احتياط حكم كړى دى، خو ډېرى فقها يې پټول واجب نه ګڼي او د نه وجوب جوتولو ته يې استناد كړي: له يو شمېر احاديثو او تاريخي شواهدو ګټنه كېږي، چې د رسول الله )ص( په پېر كې د ښځو دود دا نه وه، چې خپل مخونه پټ كړي، بلكې لوڅ مخې يې په ټولنو، كوڅو او بازارونو كې شتون درلود. نارينه و ورته كتل او يو له بل سره يې خبرې اترې كولې. معاشرت او راكړه وركړه يې درلوده، له پيغمبره يې احاديث اورېدل او نارينه و ته يې روايتول. په راويانو كې په سلګونې ښځې شته، ان د پيغمبر )ص( مېرمنې او لوڼې هم له دې چاره مستثنا نه وې.

له حضراتو عايشې، حفصې، ام سلمې، او فاطمې سل ګونه احاديث روايت شوي او لازمه يې د ښځو د مخ كتل او د غږ اورېدل دي، خو رسول الله )ص( نه ښځو ته د مخ پټولو امر وكړ او نه يې نارينه د ښځو مخ ته له وركتو او د غږ له اورېدو يې منع كړل، خو دا، چې د خوند اخستو په نيت وي.

حضرت جابر بن عبدالله انصاري )رض( وايي: ))يوه ورځ رسول اكرم )ص( د فاطمې كتو ته ورتله او زه هم ورسره وم، چې كورته يې ور ورسېد، ور يې وواهه او ويې ويل: السلام عليكم. فاطمې له دننه وويل: عليك السلام يا رسول الله! پيغمبر )ص( وويل: ]اجازه ده، چې[ در ننوځوو؟ فاطمې وويل: هو: رسول الله )ص( وويل: له ملګري سره مې درننوځم؟ فاطمې وويل: يا رسول الله! ټكرى مې پر سر نه دى. پيغمبر )ص( وويل: ټكر دې پر سر كړه فاطمې دا كار وكړ. تر دې وروسته رسول اكرم وويل: السلام عليكم. فاطمې سلام ځواب كړ. بيا پيغمبر )ص( وويل: له ملګري سره مې درننوځم. ويې ويل: هو.

جابر )رض( وايي: ))رسول الله )ص( كور ته ورننوت، زه هم ورننوتم. سترګې مې د فاطمې پر مخ ولګېدې، چې د كور كمن په څېر وه، رسول اكرم )ص( وويل: لورې! ولې دې مخ دومره ژېړ شوى دى؟ ويې ويل: يا رسول الله )ص(! له سختې لوږې. پيغمبر په دعا لاسونه پورته كړل او ويې ويل: اې هغه خدايه، چې وږي مړوې، فاطمه د محمد لور مړه كړه! جابر )رض( وايي پر خداى ققسم، د پيغمبر )ص( تر دعا وروسته مې د فاطمې مخ ته وروكتل، وينه په مخ كې وبهېده او مخ يې سور شو او تر دې وروسته يې لوږه تېره نه كړه(()1( نور الثقلين تفسير، 3/587 مخ.

له پورته داستانه ګټنه كېږي، چې فاطمه هومره لوڅ مخې وه، چې جابر )رض( يې لومړى ژېړوالى او د پيغمبر )ص( تر دعا وروسته يې د هغه سوروالى وليد.

سعد اسكاف له امام باقر )رض( نه روايتوي: يو انصاري ځوان د مدينې په يوه كوڅه كې له يوې ښځې سره مخ شو. په هغه وخت كې ښځو خپل پڼونې پر غوږونه شاته اچاوه. ځوان وركتل، چې ور ورسېد او ترې تېر شو، تر دې وروسته، ځوان همداسې له شا ښځې ته ورليدل. په دې وخت كې سر يې پر دېوال پر يو خنډ ولګېد، ټپي شو او پر سينه او جامو يې وينه راوبهېده. ځوان وويل: پر خداى قسم! له دې ښځې به رسول الله )ص( ته شكايت وكړم. ځوان رسول اكرم )ص( ته ورغى. پيغمبر وپوښتل: ولې په وينو ككړ يې؟ ځوان تېره پېښه ورته وويل. په دې وخت كې جبرائيل دا آيت ورته راوړ: ))قل…………….. بما يقنعون(( نور الثقلين 3/588 مخ.

له دې داستانه دا هم ګټنه كېږي، چې ښځو د رسول اكرم )ص( او صدر اسلام په پېر كې، نه يوازې خپل مخونه نه پټول، بلكې خپل ټكري يې پر غوږونو شاته اړول، چې په پايله كې غوږونه، غوږوالۍ، غاړه او سينه يې ښكارېده او له همدې امله د انصاري ځوان پېښه وشوه او شكايت يې رسول اكرم )ص( ته يووړ او ورپسې د حجاب آيت نازل شو، چې پكې ښځو ته اشاره شوې، چې ټكرى دې پر سينه راخپور كړي، چې غوږ، غوږوالۍ، غاړه او سينه يې پټه كړي، خو په زړه پورې ټكى دا، چې د مخ پټولو حكم پكې راغلى نه دى او دا يې نه وجوب راښيي. د حجاب آيت د اخلاقي او ټولنيزو مفاسدو د مخنيوي او د انصاري ځوان د پېښې په څېر د پېښو نه بيا ځلي كېدو لپاره نارينه او ښځو ته سپارښتنه كوي، چې خپلې سترګې ټيټې او له سترګو ورټومبلو او خوند اخستو ډډه وكړي.

 

¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست