تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ښځه او قضاوت څه، چې دلته او د ښځې د شهادت په باب وويل شول، ترې څرګندېږي، چې ښځې ته له څو اړخونو قضاوت مناسب نه دى لکه: )1( د ښځو د اروايي انرژۍ مخه د ننني نړۍ ته ده او ډېره هيجاني کېږي، او دا لاملېږي، چې د شخړو په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ښځه او قضاوت

څه، چې دلته او د ښځې د شهادت په باب وويل شول، ترې څرګندېږي، چې ښځې ته له څو اړخونو قضاوت مناسب نه دى لکه:

)1( د ښځو د اروايي انرژۍ مخه د ننني نړۍ ته ده او ډېره هيجاني کېږي، او دا لاملېږي، چې د شخړو په ځير پېژندنه او راسپړنه کې، چې د سمې پرېکړې لازمه ده، يې بريا راټيټوي.

)2( د اعدام په څېر د تراخو او تنبيهي احکامو ورکول د ښځو له روحياتو او عواذفو سره اړخ نه لګوي او په معمولي ډول يې زغملاى نشي او په پايله کې له اروايي دباوونو سره مخېږي.

نو ځکه د ښځې نه قاضڼتوب، د ښځې په ملاتړ کې د اسلام يو له حکمته ډکه لارښوونه ده، ځکه قضاوت او ورمندون، يوازې پوهې او علم ته اړين نه دى، چې په زده کړې تر لاسه شي، بلکې له ډول ډول مجرمانو سره مخامخېدل او پر وړاندې يې د تراخو احکامو ورکول، د ښځې له روحياتو سره اړخ نه لګوي. په ايران کې په قضايي چارو کې د ښځو څو کلنې تجربې ښيي، چې قاضڼې پر سختو عصبي او اروايي ناروغيو اخته شوي او ځينو له دې دندې لاس پر سر شوي دي. نو، ځکه دې ډول دندو ته د ښځو ورښکودل، ښځو ته کوم امتياز نه، بلکې ددوى د وګړې له منځه وړل دي.

بلخوا د يو کفايي فرض په توګه د قضايي چار تر لاسه کول مخکې تر دې، چې حق وي، يو مکلفيت دى. له همدې امله په ځينو رواياتو ې کې د ))ليس على المراة(( تعبير راغلى يعنې، پر ښځو دا مکلفيت او ژمنه ورتپل شوى نه دى او د ))ليس للمراة(( تعبير راغلى نه دىو نو ځکه کوم حق ترې سپمول شوى نه دى، بلکې د ښځې د حالاتو په پامنيوي، دغه ډول مکلفيت ورباندې تپل شوى نه دى او ښځه د قاضڼتوب لپاره کومه دنده نلري.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست