تبلیغات

ښځې او ټولنيز مناصب ولې ښځې له ځينو ټولنيزو مناصبو لکه قضاوت او….. بې برخې شوې دي؟  لومړى: عدالت در تصدي مناصب: سره له دې، چې نارينه او ښځه په انسانيت کې ګډ دي، خو له جسمي او اروايي پلوه ځينې توپيرونه هم لري. لکه، چې ته وا د خلقت غونډال هر يو د بېلا […]

ښځې او ټولنيز مناصب

ولې ښځې له ځينو ټولنيزو مناصبو لکه قضاوت او….. بې برخې شوې دي؟

 لومړى: عدالت در تصدي مناصب:

سره له دې، چې نارينه او ښځه په انسانيت کې ګډ دي، خو له جسمي او اروايي پلوه ځينې توپيرونه هم لري. لکه، چې ته وا د خلقت غونډال هر يو د بېلا بېلو دندو لپاره پنځولي دي)1(. ]د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: هادي، حسيني و ديګران کتاب زن، 27_ 492 مخونه[.

د پيدايښت قانون، د کورنۍ خوږلنى او د ځوځات پالنه د ښځې پر ذمه ايښې او له همدې امله يې د عواطفو او احساساتو ډېره برخه ورکړې ده. حال دا، چې درنې ټولنېزې دندې د نارينه پر غاړه دي او د قدرت او دور انديشي ډېره بخه يې ورځانګړې کړې ده. نو ځکه د عدالت د پالي کولو لپاره بايد يو لړ ټولنيزې دندې، چې غور، مقاومت او سخت زغم ته ډېره اړتيا لري. د نارينه و پر غاړه او هغه دندې، چې ظرافت، عواطف او احساسات غواړي، د ښځو پر غاړه ورکېښوول شي)1(. ]وګورئ: )الف( مرتضى مطهريو نظام حقوق زن د راسلام، بخش هفتم، 167 او 190 مخونه. )ب( ناصر، مکارم شيرازي، تفسير نمونه 2/164 مخ، د بقرې سورت له 228 آيت لاندې[.

قرآن کريم_ دې ته په پامنيوي، چې د عدالت لازمه، په ځينو حقوقي مخ بناوو کې د نارينه او ښځو تر منځ نا ورته والى دى، وايي:

بقره )2(_ 228 آيت: )) وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكُيمٌ =((.

په مجمع البيان تفسير کې راغلي دي: يوه ورځ امام سلمې رضى الله عنها خپل مېړه رسول اکرم )ص( وپوښت: ولې نارينه جهاد ته ځي او ښځې جهاد نه کوي، ولې موږ ته د دوى نيمايي ميراث ټاکل شوى دى؟ کاشکې موږ هم نارينه و او په څېر يې جهاد ته تلو او د دوى ټولنيز موقعيت مو درلود! او نورو ښځو هم له پيغمبر )ص( څخه ددې پوښتنو په څېر کړې وې، چې دا آيت نازل شو:

بقره )2(_ 32 آيت: )) قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ =((.

]وګورئ: فضل بن حسن، طبرسيو تفسير مجمع البيان، 3/73 مخ + تفسير نمونه، 3/362 مخ، د نساء سورت تر 32 آيت لاندې[.

 دويم: په کورنۍ کې حضور:

اسلام په کورنۍ کې د ښځې حضور ته تينګه پاملرنه لري. او ددې مطلب خرګندولو لپاره څو تکيو ته اشاره کوو:

)الف(: کورنۍ بېلابېلې او مهمې کړنې لري، چې ځينې يې په لنډو را اخلو:

)1( کورنۍ، د اولادونو د روزنې لومړى مرکز دى.

)2( کورنۍ، د پالنې، د مينې د ودې او انساني عواطفو مرکز دى.

)3( کورنۍ، د انساني اړيکو د رادبره کېدو جرړه ده.

)4( کورنۍ، د ارزښتونو د پالنې او لېږد مرکز دى.

)5( کورنۍ، د وراثتي او ژنتيکي آرونو دلېږد سرچينه ده.

)6( د ښځې يوه بدني او اروايي اړتيا دا ده، چې مور شي، اولاد وزېږوي، چې دا موخې يوازې په کورنۍ کې تر لاسه کېداى شي.

)7( د مسووليت پېژاندنه او خدمت کول د پلار سخته اړتيا ده، چې دا چار يوازې په کورنۍ کې تر سره کېداى شي.

)8( په کورنۍ کې په طبيعي او متعادل ملاتړ د ځوځات پايښت شونې دى.

)9( کورنۍ د ژمنې او مسووليت پالنې او د قانون پېژندو او منلو آريز مرکز دى. ]وګورئ: کتاب زن، 525_ 531 مخونه[.

)ب( کورنۍ او د ښځې حضور:

ښځه په کورنۍ کې داسې مقام لري، چې بل څوک يې تشه ډکولاى نشيو داسې، چې بې ښځې کورنۍ هيڅ مانا او مفهوم نلري. په هرې ټولنې کې په کورنۍ کې د ښځې فعاله ونډه ددې مرکز بنستيز رکن ګڼل کېږي. ]خصوصيات روح زن، 22 او 525 مخونه[ دې مسالې ته شا وراړول، په کورنۍ کې له خپلې مهمې او خطيرې ونډې د ښځو پر دي کول دي، چې له دې چاره خذرناکې پايلې راولاړېږي.

)ج( د ښځې د بوختيا پايلې:

د ښځې بوختيا ګڼې مثبتې او منفي پايلې لري. دا چار پر ماشومانو منفي اغيز لري او د کورنۍ د سستېدو لاملېږي. ځينې بوختې ښځې د خپل مېړه پر وړاندې د خپلواکۍ او ناتړاوى احساس لري، چې دا دريځ له مرکزه )کورنۍ( د تېښتې پرقوه اوښتى او کورنۍ يې د شړېدو پر پاڼ درولې ده ]وګورئ: خصوصيات روح زن، 585 او 586 مخونه[.

)د( حل لار:

په ځينو شرايطو کې له کوره بهر د ښځو د فعايتونو مطلق منع، سمه نه برېښي. بلخوا په دې اړه د نارينه او ښځې يو رنګتوب هم سم نه دى. نو ځکه غوره چاره د انډول او تناسب رعايتول دي. په دې باب د نارينه او ښځې د جسمي او روحي ځانګړنو په پام کې نيول پوره لازم دي. دې مسالې ته په پامنيوي ښځو ته يو لړ بوختياوې نا مناسبه برېښي:

)الف( سختې، ستومانوونکي او ډېر بدني قدرت ته اړينې بوختياوې.

)ب( تراخه فعاليتونه، لکه: پوځي، يوه برخه انتظامي فعاليتونه او نورې بوختياوې، چې په عادي دول له مجرمانو سره په مخامخېدو او په باب يې پرېکړه کول تاوتريخوالى راولاړوي.

)ج( له تشويشه ډک مسووليتونه او هغه فعاليتونه، چې له کړکېچ او اضطراب سره مله وي، په خېر يې ډېر ټولنيز مسووليتونه او مناسب.

)د( هغه بوختياوې، چې ډېر وخت نيسي او له کور سره د ښځې په اړيکو کې پېمانه محدوديتونه رادبره کوي او مورنۍ ارزښتمنه ونډه يې تتوي.

په نظر رسي ښځو ته يادې بېلګې، تحميلي اړخ نه، بلکې داوطلبانه دي. په لوېديځو هيوادونو کې ښځو ته د هر ډول بوختياوو ازادي او د ډېرې ښځو دا ډول چارې نه خوښول، د ښځو له طبيعت سره يې د ناسازګارۍ ښودونکې دي. پردې بنسټ ويل شوي: ))نارينه او ښځې د دوو سنګرونو پاسوالې دي او که ښځه، خپل سنګر خوشې کړي، نو ټولنه له دې اړخ زيانمېږي. کومې ښځې، چې خپلې ځانګړې دندې هېرې کړي او د نارينه و په دندو پسې ورځغلي، په واقع کې ځان او خپله ونډه نه پېژني او ځان يو نشتمن موجود بولي او ددې دروغجن سپکاوي جبران ته، پښه د نارينه پر ځاى ږدي(()1(.

)1( ]کتاب زن، 5820 مخ[.

درېيم: د ښځې د حرمت او کرامت پاسوالي:

اسلام د ښځې حرمت ساتولو، عزت، عفت او پاکلمنۍ ته ځانګړې پاملرنه لري. د ښځو د ټولنيزو مناصبو د راتنګولو له رازونو، ځنې په دين کې ددوى اوچت مقام ته پاملرنه کول، امنيت او پاکلمنۍ ته يې کافي ضمانت او د پراخو ټولنيزو اړيکو په سيوري کې له زيان ور اوښتو يې مخنيوي او له نارينه و سره يې له بريده ور اخوا د اختلاط او ورګډېدو مخه نيول دي)1(.

)1( ]وګورئ: محمدي ګيلاني، شايستګي زنان براى عهده داري قضاوت، فقه اهل بيت، شماره 10، 114 مخ، 1376ل اوړى[.

 

¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست