تبلیغات

کوچنی له سختو اوستونزوسره اشنا کول موسی بن جعفر (رح) ویلي :((ښه ده ماشوم سختو چارو ته وهڅوو،چې په غټوالي کې زغمناک شي[1])) داچې د انسان په ژوند کې لوړې ژورې،سختې او کړاوونه ماتې او ناکامۍ شته؛ نو پکار دي میندې،پلارونه، لایق او زړه سواندي روزنپوهان کوچنیان داسې وروزي،چې د ژوند په سختو وختونو کې […]

کوچنی له سختو اوستونزوسره اشنا کول

موسی بن جعفر (رح) ویلي :((ښه ده ماشوم سختو چارو ته وهڅوو،چې په غټوالي کې زغمناک شي[1]))

داچې د انسان په ژوند کې لوړې ژورې،سختې او کړاوونه ماتې او ناکامۍ شته؛ نو پکار دي میندې،پلارونه، لایق او زړه سواندي روزنپوهان کوچنیان داسې وروزي،چې د ژوند په سختو وختونو کې د ستونزو پر وړاندې مبارزې او مقاومت ته جسمي او روحي چمتو والی ولري .

کوم کوچنیان، چې تل په نازو نعمت او مطلق سوکالۍ کې وسي او څه چې غواړي ورکول کېږي اوله کوچنۍ ستونزې سره نه مخېږي؛نو داډول کوچنیان په غټوالي کې ډېر کمزوري ،نازولي او ژر خپه کېدونکي رادبره کېږي ،چې دایوه ستره روزنيزه تېروتنه ده .

روسو وایي :((که هڅه مو وي، چې د کوچنيانو ټولې ستونزې هوارې کړئ ؛نو د سبا لپاره به ډېری بدمرغۍ ورته چمتو کړئ ؛یعنې دوی به مو نازک او رقیق القلبه رادبره کړي وي او داسې به مو روزلي وي، چې د واقعي نارینه و له شانه سره نه ښایي .که یو تن له ټولو صدماتو او زیانونو معاف وبولو ؛نو د طبیعي جوړښت پر خلاف به یې چلېدلي یو . هو ! بیا هم ټینګار کوم ،داچې کوچنی ستر نعمتونه او نېکمرغۍ درک کړي ؛نو باید له کوچنیو رنځونو سره اشنا شي . دا یو بشري فطرت دی که جسم ډېر په سوکالۍ کې وي ،روح فاسدېږي .

څوک چې درد و رنځ و نه پېژني ،نه به د شفقت او مینې پر خوند پوه شي او نه به د لورنې پر حلاوت . د دغسې کس زړه له هېڅ څيزه نه اغېزمنېږي؛ نو په دې توګه د معاشرت او ناستې پاستې وړ نه دی ،په بنیادمو کې به د یوه ((دیو)) په څېر وي. [2]))

یوه ورځ فاطمة الزهرا پېغمبر (ص) ته وویل :رسول الله په کورکې مو فرش نشته ؛یوازې د پسه پوټکی دی، چې د شپې پرې ويدېږو او د ورځې خپل اوښ ته پرې واښه اچو .

پېغمبراکرم(ص) ورته وویل له همدې وضع سره جوړجاړی وکړه ــ اوقانع وسه ــ موسی بن عمران (ع) له خپلې مېرمنې سره لس کاله وسېده او یوازې یوه قطواني[3] عبا (یا څادر )یې درلود [4]))

پېغمبر اکرم نه یوازې له خپلې لور سره یوه خوله کېږي نه او خپګان ورسره نه څرګندوي ؛ بلکې د حضرت موسی (ع) او مېرمن زاهدانه ژوند وریادوي او د صبر اوقناعت سپارښتنه ورته کوي .

درنو میندو ،پلرونو او روزنپوهانو ! اولادونه مو لوییږي اوپه پای کې رانه بېلېږي او په ژوند کې به له پېښو اوسختیو سره مخ شي ؛ نو همدا اوس یې راتلونکي ژوند ته چمتو کړئ او د بې ځایه او افراطي زړه سواندۍ،مینو او احترامونو پر ځای د مقاومت خپلواکۍ او پر ځان د ډاډمنتیا درس ور زده کړئ .

باید کله لوږه تنده ورکړو ،کله یې پر فرش یا ځمکه ويده کړو ،کله یې د سختو چارو کولو ته اړ کړو، چې له دې چارو سره یې مینه پیدا شي ، چې په راتلونکې کې له ستونزو سره په مخامخېدو کې کمزوري او بېوسي نه وي.

پلارمړي کوچنیان

کله په ټولنه کې په عادي ډول یا د جګړو او نورو پېښو له امله وګړي له نړۍ ځي او کوچني ماشومان ترې پاتېږي ،چې څارنې اومينې ته اړین وي . دوی چې خپل پالندوی له لاسه ورکړی، نباید بې پلاري او د مینې کمښت وننګېري؛بلکې باید د ټولنې هر یو تن يې پر وړاندې ځان پازوال وبولي او زړه سواندي پلار او مهربانې مور په څېر ورباندې مینه او لورنه وکړي .

د اسلام انسان ساز ښوونځي په خپلو اخلاقي کړلارو کې په دې اړه خپلو لارویانو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې کړي او د پلارمړیو پالندوینه یې غوره نېکې کړنې ګڼلې دي .

رسول اکرم (ص)ویلي :((خدای تعالی پلارمړي د پلار له نعمته د بې برخېدو په پار ، وګړي یې ورسره د نېکۍ لپاره هڅولي دي ؛نو څوک یې چې پر ساتنې لګیا شي، خدای به یې وساتي او څوک چې د مینې لاس ورباندې راکاږي،خدای به په جنت کې د هغو ويښتانو هومره ماڼۍ ورکړي، چې لاس یې ورباندې کاږلی او داماڼۍ به تر دنیا او څه چې پکې دي سترې دي،په دې جنت کې څه چې انسان وغواړي، چمتو دي او جنتیان پکې تلپاتې دي [5]))

نه ښایي په اسلامي ټولنه کې پلار مړي ته تر خپل اولاده لږه پاملرنه وشي . نباید چې دبې پلار اولاد په مخ کې انسان خپل اولاد ښکل کړي یایې ونازوي یا څه ورکړي ؛ځکه په دې د پلار مړي زړه ماتېږي ؛بلکې دا باید د خپل اولاد په څېر ورته د هيلې یو لامل او د رحمت سیوری وي.

رسول اکرم (ص) چې پر کوچنیانو په لورنه کې ایکې یوازې و، له پلار مړیو کوچنیانو ،په تېره له هغوی سره، چې پلرونه یې داسلام په لار کې شهیدان شوي ول ،فوق العاده چلن درلود.

عبدالله بن جعفر (رض) وایي :((ښه مې یادېږي، چې پېغمبر اکرم(ص) مې مور ته راغی او زما د پلار له شهادته یې خبره کړه په ژړا یې زما او زما د ورور پر سرونو د مینې لاس راښکود .

بیایې وویل :خدایه ! جعفر په ثواب او نېکۍ ستا لوري ته درغی ؛نو په ځوځات کې یې ځایناستی شه، هسې چې د خپلو ښو بندګانو په پاتې شونو کې ځایناستېږې . وروسته یې وویل : اسماء زېری درکوم ،خدای جعفر ته دوه وزرونه ورکړي ،چې په جنت کې پرې الوزي ،مور مې وویل دامطلب خلکو ته ووایه .

پېغمبر(ص) پاڅېد، له لاسه یې ونیوم او لاس یې زما پر سر راښکود، منبر ته وروخوت او زه یې پر ټيټ پاټکي په خپل مخ کې کېنولم او…له منبره راکوز شو،خپل کور ته ولاړ اوزه یې هم له ځان سره بوتلم، امر یې وکړ، چې خواړه ورته راولي،زما په ورور پسې یې یو تن ولېږه او هغه یې هم راوست، خواړه یې راوړل او له پېغمبراکرم(ص) سره مو وخوړل ، چې ښه اوخوندور خواړه ول ،تردې وروسته درې ورځې دپېغمبر (ص) په کورکې پاتې شوو ،چې آنحضرت (ص) به له خپلې هرې مېرمنې کره تله ،موږ هم ورسره تلو او تر درېیو ورځو وروسته خپل کور ته ستانه شوو،بیا پېغمبراکرم (ص) کور ته راغی او ما مې د خپل ورور د پسه پر بیه ناندرۍ وهلې ،چې رسول الله (ص) داحال ولید،و یې ویل : خدایه!راکړه ورکړه یې برکتي کړې او ددې دعا په برکت په ټول عمر کې مې راکړه ورکړه ګټوره وه [6]))

د موته تر غزا وروسته همداچې د اسلام لښکر مدینې ته رانژدې شو ؛نو پېغمبر اکرم (ص) او مسلمانان یې له ښاره دباندې ښه راغلاست ته ورغلل،پېغمبر (ص) پر خپلې سپرلۍ سپور و او لښکر ورسره و،په لار کې یو شمېر کوچنیان راورسېدل، چې د خپلو پلرونو او خپلوانو په لټه کې ول ،پېغمبر (ص) وویل :کوچنیان له ځان سره سپاره کړئ او د جعفر (رض) زوی راکړئ او مخکې یې له ځان سره سپور کړ ورته یې وویل : ((عبدالله !خوشحال وسه، چې پلار دې په اسمان کې له پرښتو سره الوتنه کوي[7] ))

بشیر بن عقربه جهني(رض) وایي :د احد د غزا پر ورځ مې پېغمبر (ص) ولید ورته مې وویل :پلارمې څه شو ؟ راته یې وویل :شهید شو، خدای دې يې وبښي . و مې ژړل ،رسول الله (ص) ونیوم او لاس یې زما پر سر راښکود او له ځان سره یې سپور او بوتلم یې، راته یې وویل :نه غواړې زه دې پلار اوعایشه [بي بي ] دې موروي[8] ؟

پېغمبر اکرم (ص) او بندي کوچنیان

په هغو جګړو کې چې د پېغمبر اکرم (ص) ،کافرانو او مشرکانو ترمنځ کېدې ؛نو ډېری وخت د دښمن لښکر ماتې خوړه او یو شمېر به د اسلام لښکرو ونیول ،چې ښځې اوکوچنیان به هم پکې ول .رسول اکرم (ص) له کوچنیانو سره په مینه چلېده اوکه لښکر به یې په کوم ځای کې بې مینې ورسره چلېدلی و؛نو نیوکه به یې پرې کوله . پېغمبر(ص) به د نیول شوي موروپلار د بېلتون مخه نیوه ،تر هغې چې اولادیې بالغ شي .

چې کله به بې موره کوچنی ماشوم ونیول شو ؛نو پر مشرکانو یې نه پلوره او هغه نیول شوې ښځه چې ماشومان یې درلودل، له خپلو اولادونو سره یې پر مشرکانو پلورلېده[9]؛یعنې ماشوم یې له موره نه بېلاوه .

پېغمبر(ص) ته یې له یمنه یوه ډله اسیران راوستل ،په لارکې یې خواړه پای ته ورسېدل او په اسیرانو کې یې یو نجلۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره وپلورله . همداچې پېغمبر (ص) ته راورسېدل ،نو ژړا یې واورېده. حضرت وویل : دا ولې ژاړي ؟ ورته وویل شول :یا رسول الله ! اذوقې ته مو اړتیا وه ؛ نو د خپلو اړتیاوو لرې کولو لپاره مو ددې ښځې لور وپلورله ؛ نوځکه د خپلې لور په بېلتون کې ژاړي .رسول اکرم (ص) چې پوه شو ،سملاسي یې بیه ورولېږله چې لوریې راولي ، ولاړل او لور یې راوسته .پېغمبر اکرم (ص) وویل :((یا دواړه وپلورئ یا یې وساتئ [10]))

رسول اکرم (ص) به په جګړو کې نیول شوي نابالغ هلکان نه وژل . د بني قریظه و یو تن یهودي ((عطیه ))وایي . پېغمبر اکرم (ص) ته یې وروړاندې کړو ،هغوی چې په ځانګړې ځای کې وېښتان راشنه شوي ول ــ چې دبلوغ نښه ده، وژل یې او چې راشنه شوي نه ول، خوشې کول یې، داچې زه بالغ شوی نه وم ؛ نو پېغمبر(ص) راخوشې کړم[11].

[1] کافي ،۶ټ /۵۲مخ +وسایل الشیعة،۱۵ټ/۱۹۸مخ .

[2] اسلام وتعلیم وتربیت ،۱ټ /۱۸۷مخ.

[3] قطوان ،په کوفه کې دیوه ځای نامه ده .

[4] السیرة الحلبیة ،۲ټ/۲۰۷مخ.

[5] بحارالانوار ،۷۵ټ /۱۲مخ.

[6] اعلام الوری ۱۱۱مخ +بحارالانوار ،۲۱ټ/۵۶او۵۷مخونه .

[7] مجمع الزواید ،۹ټ/۲۷۳مخ .

[8] مجمع الزواید ،۸ټ/۱۶۱مخ.

[9] سیرة الحلبیة ،۲ټ/۳۴۶مخ

[10] صحیح بخاري ،۵ټ/۲۱۸مخ +محجة البیضا ،۳ټ/۴۴۷مخ.

[11] حاکم نیشابوري ،مستدرک الصححین ۳ټ/۳۷مخ+شیخ طوسي ،امالي ،۳۹۰مخ/۸۵۷ګڼه +بحارالانوار،۲۰ټ/۲۴۷مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست