تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۲ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) ابوذر (رض) به څنګه پكې نه وي؟!   حضرت ابوذر(رض) د خداى په لار كې پر مبارزه وياړي حضرت ابوذر(رض) تر حج وروسته له پېغمبراکرم (ص) سره راستون شو،د پېغمبراکرم(ص) وروستۍ حج و،ابوذر(رض) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۲ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

ابوذر (رض) به څنګه پكې نه وي؟!

 

حضرت ابوذر(رض) د خداى په لار كې پر مبارزه وياړي

حضرت ابوذر(رض) تر حج وروسته له پېغمبراکرم (ص) سره راستون شو،د پېغمبراکرم(ص) وروستۍ حج و،ابوذر(رض) سر په ګرېوانه كې كړ او دې سفر ته چورت وړى و،پېغمبراکرم(ص) د حج مناسک بشپړ كړل او په خپلو خطبو كې يې څه نوې او مهمې خبرې كړې وې،له ځان سره يې وويل : دا عادي سفر نه و. د فكرونو او خيالونو مرغۍ يې ډېره ناکراره وه او پر يوه ځاى هم نه شوه كېناستى او د پېغمبراکرم(ص) غږ ( د مائدې درېم آيت( (نن مې ستاسو دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل نعمت  مې درباندې تمام كړ او اسلام مې ستاسې لپاره دين وټاكه) يې په  مغزو كې انګازې كولې،دا د غم او بېلتانه انګازې وې،حضرت ابوذر(رض) پر خپلو اوږو د غم پېټى احساس كړ او يقين يې راغى،چې  ډېر ژر به يې حبيب (چې خپله دنده يې سر ته رسولې) له نړۍ خپل ابدي دوست ته ورشي؛فكر يې ډېر پرېشانه و،چې څنګه به د خپل داسې دوست او لارښود بېلتون وزغمي،چې په دې څو كالو كې ترې يوه شېبه هم نه و بېل شوى .

خدايه! صبر راكړې او له ځان سره يې وويل : دا هم كېداى شي،چې تر هغه مخكې له دې  نړۍ ولاړ شي؛خېر هر څه چې د خداى رضا وي . ناڅاپه د ديدن تږى شو او احساس يې كړ،چې پر زړه يې د بېلتون اور ولګېد، پاڅېد او له كوره ووت، پېغمبراکرم(ص) په جومات كې ولاړ و او له خپلو يارانو سره يې خبرې كولې او هغوى هم په مينه د آنحضرت(ص) خبرو ته غوږ نيولى و،په دې كې دوه تنه انصار راغلل او ويې ليدل،چې اصحاب له رسول الله (ص) راتاو دي،يوه وويل : دا ياران وګوره،چې تل سره يوځاى وي،داسې كم وخت راپېښيږي، چې يو يې په ډله كې ناسوب وي .

_ دوى د پېغمبراکرم (ص) له نږدې يارانو دي .

_ نن پکې يو كم دى!

_ څوك پکې نشته؟

_ ابوذر(رض) پکې نه ښكاري.

_ كېداى شي  د كوم كار لپاره چېرته تللى وي.

_ دې خبرې ته دې پام دى،چې ابوذر(رض) ډېر پر پېغمبراکرم(ص) ګران دى .

_ پام مې دى،چې ابوذر(رض) به ورسره و؛ نو دواړه [پېغمبراکرم (ص) او ابوذر(رض) ] به په خبرو نه مړېدل او چې نه به و؛نو نور به يې پوښتل،چې ابوذر(رض) چېرته دى،ولې نه دى راغلى؛خېر خو به وي،څه مشكل خو به نه لري، ان شاء الله پر سټه خو به روغ وي .

_ رښتيا چې ابوذر(رض) د دې مقام وړ دى . هغه ډېر پاك او نېك سړى دى .

_حضرت ابوذر(رض)د خداى پر رسول د پاكلمنۍ او تقوا له كبله ډېر ګران دى .

په دې وخت كې حضرت بلال(رض)د پېغمبراکرم(ص) موذن راغى او غوسه يې سلام واچاوه.

پېغمبراکرم(ص) : بلاله ! خېر خو به وي، ولې دې تندى تريو دى؟

حضرت بلال(رض): زه او ابوذر پر يوه خبره سره ونښتو،چې د مور كنځل يې راته وكړه.

د بلال خبره لا نه وه خلاصه شوې،چې ابوذر هم راورسېد.

رسول الله ورته په تريو تندي وويل : ولې دې خپل ورور ته كنځل كړي؟ فكر كوم،چې د جاهليت هوا دې لا په سر كې پاتې ده.ابوذره! ما ته وګوره ! په دې پوه شه، چې د تور او سپين ترمنځ هېڅ توپير نشته او توپير يوازې د هغوى په كړو وړو ثابتېږي .

حضرت ابوذر(رض) له خپلو كړو ډېر پښېمانه و، سر يې ښکته کړى و او هېڅ يې و نه ويل،چې ناڅاپه پر ځمكه سملاست او مخ يې پر ځمكه كېښود او حضرت بلال(رض)ته يې غږ كړ،ورته يې وويل : بلاله وروره ! راشه او پښه دې زما پر مخ كېږده،ما وبښه!

حضرت بلال(رض)ورمنډه كړه او حضرت ابوذر(رض) يې په غېږ كې ونيو ورته يې وويل : د خداى لپاره،دا ته څه كوې،ما بښلى يې،خداى دې هم وبښه .

حضرت ابوذر(رض)سر ښکته نيولى و او له شرمه يې غږ له خولې نه راوت،چې پېغمبراکرم(ص) وپوښت : بلال ته دې ولې كنځلې كړې وې؟

ابوذر(رض): (په خجالت او حيا) زه يې غوسه كړى وم .

پېغمبراکرم(ص): چې کله غوسه وې؛نو كه ولاړ وې،كېنه او كه ناست وې ډډه ووهه او بيا يې ورته وويل: ابوذره! خوښه دې نه ده،چې داسې كړه وړه دروښيم،چې كول يې اسان دي او ثواب يې ډېر دى .

ابوذر(رض) : څنګه مې نه ده خوښه.

پېغمبراکرم(ص):هغه چوپتيا او ښه خوى دى او له هغو كړو وړو سترګې پټول،چې انسان كوم ځاى ته نه رسوي.

دواړو دوستانو سره خبرې كولې،چې خلك ورو ورو خپلو كورونو ته وخوځېدل . پېغمبراکرم(ص) او ابوذر(رض) هم راووتل او بازار ته راورسېدل . د خلكو شور زوږ و،پېغمبراکرم(ص) ابوذر(رض) ته وويل : زه به درته يو آيت ولولم، كه خلك پرې عمل وكړي، ورته بس دى : [ وَ مَن يَتَّقِ اللَّهَ يجْعَل لَّهُ مخْرَجاً وَ يَرْزُقْهُ مِنْ حَيْث لا يحْتَسِب = او څوك چې له خدايه ووېرېږي،خداى به ورته  له ستونزو د وتو لار وښيي او له داسې ځايونو به روزي وركړي،چې فكر به يې هم نه كوي.] ابوذر(رض) غلى و او پېغمبر اکرم(ص) هم څه نه ويل او همداسې اوږه پر اوږه روان ول،چې پېغمبر اکرم(ص) ابوذر(رض) ته وويل : ته ډېر پاك يې او ډېر ژر به دې د سختېو سېلاب يوسي.

ابوذر(رض): دا سختۍ به راباندې د خداى په لار كې راځي.

پېغمبراکرم(ص) : هو!

ابوذر(رض):پر دې سختيو وياړم او پېغمبراکرم(ص) ته يې په ډاګه وويل: د خداى په رضا راضي يم .

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!