تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۱ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) ابوذر (رض) به څنګه پكې نه وي؟! پېغمبرا کرم (ص) ته خبر راورسېد چې “هراكليوس” د روم پاچا خپل لښكر چمتو كړى او د “لحم”، “جذام”، “عامله” او “غسان” قبايل يې هم له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۱ مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

ابوذر (رض) به څنګه پكې نه وي؟!

پېغمبرا کرم (ص) ته خبر راورسېد چې “هراكليوس” د روم پاچا خپل لښكر چمتو كړى او د “لحم”، “جذام”، “عامله” او “غسان” قبايل يې هم له ځان سره يوځاى كړي چې د عربستان پر شمال بريد وكړي .

حضرت محمد (ص) هم د خپل هېواد د امنيت ساتلو لپاره اړ شو چې له دې  خطرناك دښمن سره د مقابلې لپاره ځان چمتو كړي .

 د عربستان هوا په اوړي او په تېره بيا په مني كې ډېره ګرمېږي او حضرت محمد (ص) بايد په يوه داسې موسم كې د جګړې لپاره روان شي،چې له اسمانه اور ورېږي او سوځنده لمر ځمكه سوځوي؛بلخوا د مسلمانانو لښكر بايد د جګړې لپاره له هېواده بهر ووځي او شام ته ولاړ شي او دا خطرناكه او اوږده لار په ګرمۍ كې ووهي،چې وينه په رګو كې وچوي او ماغزه د سر په كاسه كې خوټوي .

 په دې وخت كې څو سست ايماني وګړي ددې لپاره،چې له جنګه پاتې شي او د مسلمانانو د لښكر د تګ مخه ونيسي،پر منفي تبليغاتو لاس پورې كړ. پېغمبراکرم(ص) ته خبر راورسېد او ددې لپاره، چې ځان د دنننې دښمن له شره خلاص كړي،په هغه ځاى كې يې اور ولګاوه،چې دوى راټوليدل او نقشې يې اېستې .

پېغمبراکرم(ص) چې لښكر جنګ ته لېږه؛نو د دښمن د غافلولو لپاره يې په كږو او پټو لارو بوت (لښكر ته يې هم نه ويل،چې كوم خوا ته روان يو)؛خو دا ځل يې له هماغه وړومبيه خپل لښكر ته هر څه پر ډاګه كړل،چې چېرته او له چا سره د جګړې لپاره روان يو؛ځكه دا ډېره خطرناكه جګړه وه؛ځکه مسلمانان بايد پخپله خوښه داسختي ومني .

قبايل ټول مدينې ته راټول شول او پېغمبراکرم(ص) له سوداګرو او شتمنو هم د لښكر د تيارولو لپاره مالي مرسته وغوښته . دې لښكر ته د دې له امله د “سختيو لښكر” وايي،چې ډېرې سختې پرې تېرې شوې .

حضرت ابوذر(رض) پوه شو چې پېغمبراکرم(ص) د روم له امپراتور سره د جګړې لپاره روان دى،د تګ اراده يې وكړه،خپل اوښ ته يې وكتل؛خو ډېر ضعيف او ډنګر يې وليد او په دې اوږده لار كې به يې مرستيال نشي؛ لږ سوچ يې وكړ، له ځان سره يې وويل : څور ورځې به ښه واښه وركړم، چې غښتلى شي،بيا به پرې ولاړ شم .

اوږده لار او ګرمه هوا د سست ايمانو لپاره د نه تګ ښه پلمه وه، حال داچې داسې كسان ول،چې تګ ته يې بيړه وه او پېغمبراکرم(ص) ته يې زارۍ كولې،چې موږ هم له ځان سره بوځه،چې له دې لوى سعادته بې برخې نه شو؛خو له بدمرغۍ دوى هغه كسان ول،چې د تګ وزله او وسيله يې  نه درلوده . پېغمبراکرم(ص) هم څه يې،چې په وس كې ول،ورته برابر كړل او له نورو يې بښنه وغوښتنه،ورته يې وويل: ستاسې د تګ لپاره مې سپرلۍ پېدا نه کړاى شوې،دې  ډلې ته د بكائين (ژړغونيو) ډله ويل كېده؛ځکه په خپګان او ژړا له خپلو مجاهدينو بېله شوې وه .

د حضرت محمد (ص) په پر له پسې هلو ځلو له روم سره د جګړې لپاره 30 زريز لښكر چمتو شو.

لښكر له مدينې بهر لمونځ وكړ او بيا وخوځېد. د لښكر په روانېدو له هرې خوا دوړې پورته شوې،د مدينې خلكو لا تر اوسه دومره لوى لښكر نه و ليدلى او ټولو د دې لښكر په ليدو غرور احساساوه، د اسلام يووالى او پرتم يې كوت، لښكر دښتې ته روان شو، د تكبير نارې سر شوې او ټولو په خپله خوښه په مستۍ د خپل يار د ميخانې شراب څښل . لښكر ورو ورو د هغو ښځو او ماشومانو له سترګو پناه شو، چې د بدرګې لپاره يې پر بليو ولاړ ول او د ژړغونيو ډله هم په ژړا او خپګان د خپل يار د ميخانى له شرابو بې برخې پاتې شوه .

 د سختيو لښكر حال داچې دوه دوه يا درې درې تنه پر يو اوښ سپاره ول، د خداى د رضا او خوښۍ لپاره ولاړل او منافقين يې د شرم، بې ننګۍ او د خداى د غوسې په سمندر كې ډوب پرېښوول؛ لښكر په سوځنده لمر کې همداسې روان و او څومره به چې مخكې تله، د سست ايمانو اراده به د راستنېدو لپاره نوره هم پياوړې كېده،چې ناڅاپه “كعب بن مالك” مدينې ته راستون شو. اصحابو پېغمبراکرم (ص) ته وويل : رسول الله ! كعب بن مالك ولاړ او ستون شو .

 رسول الله(ص) : پرېږدئ،چې ځي ! كه په راتګ كې مو يې خېر وي؛ نو خداى به يې په خپله راستون كړي او كه داسې نه وي ؛نو پوه شئ، چې خداى يې له شره خلاص كړئ .

 لښكر همداسې روان و،چې اصحابو بيا غږ كړ: رسول الله! “مراره بن ربيع” ولاړ او وګرځېد.

رسول الله(ص) : پرېږدئ،چې ځي ! كه په راتګ كې يې خېر وي؛ نو خداى به يې په خپله راستون كړي او كه نه وي؛نو پوه شئ،چې خداى يې له شره خلاص كړئ .

يو څه چې بيا مخكې ولاړل،بيا اصحابو پر پېغمبراکرم ته وويل: رسول الله(ص) ! “هلال بن اميه” هم ولاړ او ستون شو. پېغمبراکرم(ص) بيا ورته هماغه خبره وكړه او خپل يون يې وغځاوه. دا درې تنه وروسته ډېر خوار او ذليل شول، تر پنځوسوو ورځو پورې ورسره  چا ناسته پاسته،مړى ژوندى،راكړه وركړه او خبرې نه كولې، تردې چې ژوند پرې ډېر تريخ شو او له خدايه يې بښنه وغوښته او خداى هم هغوى په خپل رحمت وبښل .

څومره به چې مخكې تلل، سختۍاو ازمېښتونه به پرې زياتېدل . لښكر روان و،چې اوازه  شوه : ابوذر(رض) هم مدينې ته ستون شو. پېغمبر اکرم (ص) دا ځل هم هماغه خبرې تكرار كړې او خپله لار يې وهله؛خو پوښتنه داده،چې ابوذر(رض) به له جنګه تښتي؟ د پېغمبراکرم (ص) له فرمانه به سرغړونه کوي، مدينې ته به ستنېږي، دا به څنګه د ابوذر(رض) مين زړه ومني،چې خپل حبيب په هغه سوځنده او وچه دښته كې پرېږدي او مدينى ته به ستون او له منافقينو سره به يوځاى شي .

ابوذره! د غيرت او مينې خبره ده؛ ځان رسوه،خپل اوښ ته يې پونده ورکړه،چې ژر ژر پېغمبراکرم(ص) ته ځان ورسوي؛خو هېڅ ګټه يې ونه کړه؛اوښ يې ډېر کمزورى شوى و، نور له ځايه نه خوځېده او ځاى پر ځاى سملاست . ابوذر(رض) چې څومره هڅې وكړې،چې راپايڅوي؛خو راپا نه څېد. اوس به څه چل كېږي! هېڅ چاره نشته، ابوذر(رض) اوښ ځاى پر ځاى د خداى په اسره پرېښود او خپل سامان يې پر شا كړ او په حضرت محمد (ص)پسې پلى روان شو؛ يا بايد مړ شم يا ځان خپلو يارانو ته ور ورسوم.

 اوږدې لارې،سوځنده لمر او وچې دښتې ابوذر (رض) ستړى او تږى كړ، په پښو كې يې دمه نه وه، ساه يې تله راتله؛ خو بيا يې هم خپله لار نيولې وه، زړه يې پر خداى سپارلى و او رحمت ته يې ډېر هيلمن و. زړه يې ورته ويل : ابوذره! د غيرت، ملګرتوب او د خداى د رضا خبره ده.تر هرې تورې شپې وروسته روڼ سهار وي . تر هر غم وروسته خوشحالي وي . ملا يې وتړله او بډې يې ووهلې؛ اراده يې نوره هم مزبوته شوه،دومره قوي،چې نه يې سختي پېژانده، نه تنده او نه لوږه او يوازېنۍ موخه يې خپلو يارانو ته رسېدل وو. له ځان سره يې ويل : دې ګرمۍ به مې له يارانو او حبيب سره څه كړي وي، څه به پرې تېرېږي؟ هرومرو به ستړي وي، تږي به هم وي .خداى خبر چې اوبه به يې هم څښلې وي  كه  نه؟ خدايه ! ما ترې ځار كړې،ما له خپل ياره صدقه كړې . په همدې چورت كې روان و،چې د اسمان په يوه ګوټ كې يې سترګې په ورېځو ولګېدې هماغې خوا ته روان شو، څو ټوټه مزل يې، چې وكړ،مخې ته يې يو ګټ راغى،چې د باران اوبه پکې ډنډ شوې وې، خپل ژى يې ترې ډك كړ؛پخپله هم تږى و، يوه لپه اوبه يې وڅښلې؛اوبه ډېرې يخې او تازه وې، دويمه لپه يې،چې څښله، پېغمبراکرم(ص) ور ياد شو،له مرۍ يې تېرې نه شوې . له ځان سره يې وويل : پېغمبراکرم(ص) به تږى وي او ته به اوبه څښې!ژى يې اوږې ته واچاوه او همداسې تږى او ستړى ستومانه؛خو په مزبوته اراده او ايمان يې خپله لار ونيوه .

د حضرت محمد (ص) لښكر هم له هرې خوا سختيو را اېسار كړى و؛اوبه ورسره تمامې شوې وې، بدنونه يې لمر كباب كړي ول، ګرمۍ،تندې او ستړتيا بالاخره دې ته اړ كړل،چې په يو ځاى كې واړوي او په اوبو پسې خپاره شي؛ خو اوبه يې پېدا نه کړې . مسلمانانو يو بل ته ويل، چې د ژوند وروستۍ شېبې دي او دا تنده به مو ووژني،چې ناڅاپه په اسمان كې ورېځې راپېدا شوې او باران وورېد او دومره اوبه راپېدا شوې،چې د مسلمانانو تنده يې ماته كړه او خپل ژي يې ډك كړل .

ابوذر(رض) همداسې روان و،له ورايه يې پر لښكر سترګې ولګېدې، زړه يې غوښتل،چې اوس خداى وزرې وركړې واى او الوتى واى اوپه منډه يې ځان خپل حبيب ته ور رسولى واى . خدايه ! قوت راكړې، چې د وفا او ملګرتوب په ډګر كې پاتې رانه شم، بس دى نور وس نه لرم، څومره بېلتون؟ نور وس نه لرم، چې دوست مې راباندې د بې وفايئ او منافقت ګومان وكړي . دوه يې خپلې او دوه يې پردۍ كړې او ګامونه يې اوچت اوچت اخستل؛ځكه د خپل زړه ټكور، رحمة اللعالمين او د نړۍ تر ټولو غوره انسان ته رانږدې شوى دى .

لښكر خپله لار وهله،چې يو صحابي غږ كړ: په دښته كې يو سيورى ليدل كېږي .

لږ ودرېد او بيا يې وويل : د خداى رسوله ! يو سړى يوازې په دښته كې په موږ پسې را روان دى او اشاره راكوي .

پېغمبراکرم(ص): هغه ابوذر دى .

لښكر ټول په تمه ولاړ و،چې څوك را روان دى،چې يوه غږ كړ: پر خداى قسم، چې ابوذر دى .

پېغمبراکرم (ص) : خداى دې ابوذر وبښي،يوازې ژوند كوي، يوازې به مري او د قيامت پر ورځ به هم يوازې راپاڅي  .

 د ابوذر مخې ته يې ورمنډه كړه او په غېږ كې يې راونيو او له خدايه يي د داسې پتمن دوست له امله شكرونه كول؛د ابوذر(رض) تندى يې ښكل كړ،ورته يې وويل : ابوذره! خداى په هر قدم، چې تا په موږ پسې راخسته، يوه ګناه درنه رژولې . رسول الله (ص) له ابوذر(رض) سامان واخست او پر ځمكه يې كېښود.ابوذر(رض) له تندې او ستړتيا پر ځمكه راولوېد. پېغمبراکرم(ص) كېناست او د ابوذر(رض) سر يې په غېږ كې راجګ كړ او ويې ويل : ابوذر ته اوبه راووړئ،چې ډېر ستړى دى! ابوذر(رض) په سختۍ سترګې پرانستې او ويې ويل : اوبه راسره شته ، مه يې راووړئ !

پېغمبراکرم(ص) : اوبه درسره وې او نه دې څښلې؟!

ابوذر(رض): (په موسكا) هو! اوبه راسره وې،خداى مې دې درنه ځار كړي . پر لار مې يو ګټ وليد،چې يخې اوبه پکې ډنډ وې، يوه لپه مې ترې وڅښله؛ ډېرې يخې او خوږې وې، ومې ساتلې،چې ته يې وڅښې

پېغمبراکرم(ص) : (په مينه او اخلاص) خداى دې درسره ښه وكړي! ابوذره! يوازې اوسېږې،يوازې به مرې او د قيامت پر ورځ به هم يوازې راپاڅې .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!