تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امام صادق (رح)  وېناوې درې څېزونه دښمني راولاړوي: دوه مخي،  ظلم،  ځانمني څوک چې له درېیو څېزونو سوتره وي؛ نو درې څېزه به تر لاسه کړي :  څوک چې له  شره پاک وي؛ نو عزت به تر لاسه کړي،  چې له کبره پاک […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د امام صادق (رح)  وېناوې
درې څېزونه دښمني راولاړوي: دوه مخي،  ظلم،  ځانمني
څوک چې له درېیو څېزونو سوتره وي؛ نو درې څېزه به تر لاسه کړي :  څوک چې له  شره پاک وي؛ نو عزت به تر لاسه کړي،  چې له کبره پاک وي؛ نو درناوی یې کېږي،
 څوک چې له بخله پاک وي، شرف مومي.
په ځېرنه حسابي د بېلتون لامل دي.
ګوتنیونه د دښمنۍ لامل دی.
کم صبري رسوايي ده.
د راز رابرسېرول راپرځېدل دي
 سړی درې څېزونه بې اعتباره کوي: کینه، چغلي او بې عقلي.
 درې تنه په درېیو ځایونو کې پېژندای شو:  زغمناک د غوسې پر مهال ، مېړني په جګړه کې او ورور د اړتیا پر وخت
 له درېیو تنو ډډه وکړئ؛ خاین، ظالم او چغلګر، ځکه خاین که (نن) ستا پر ګټه خیانت کوي؛ نو (سبا) به له همدا تا سره خیانت وکړي . که ظالم دې پر ګټه ظلم کوي، نو ( یوه ورځ) به دې پر زیان ظلم وکړي او چغلګر چې  د نورو خبره دروړي؛ نو ستا خبره هم نورو ته وړي.
 امانتوال هله امین ګڼلای شو، چې په درېیو امانتونو کې خیانت ونه کړي؛ په مال، راز او ناموس کې، ان که دوه وساتي او یو پرېږدي ؛ نو امین به نه وي.
له احمق سره سلامشوره مه کوه، له دروغجنه مرسته مه غواړئ، د واکمنو پر دوستۍ ډاډ مه کوه؛ ځکه دروغجن لرې درنژدې او نژدې درنه لرې کوي، (شونې ده چې) احمق ځان درته په تکلیف کړي؛ خو مطلب به دې ترلاسه نه کړي، واکمن دې هم هله پرېږدي، چې پوره ورباندې ډاډه یې او سره له دې چې ښې اړیکې ورسره لرې اړیکه درسره شلوي .
څلور څېزونه له څلورو څېزونو نه مړېږي :
ځمکه له بارانه
 سترګې له کتو
 ښځه لا نارینه
عالم له پوهې
 څوک چې درې ځانکړنې ولري؛ نو ښاغلی دی:
د غوسې زغمل
 له بدچاري تېرېدنه
په مال او ځان د خپلوۍ پالل
 ژغورنه په درېیو څېزونو کې ده: ژبه دې کابو کړې، کور دې (د اړتیا هومره) پراخ کړې او له ګناه دې پښیمانه شې.
 ناپوهي په درېیو څېزونو کې ده: د دوستانو بدلول (له دوستانو سره) بې دلیله پرېکول او په بې ګټې چارو کې پلټنه.
 صمیمیت، مینه او ارامي په درېیو تنو کې ده:  په هم اندې مېرمنې، نېک اولاد او پاک ملګري کې.
درې څېزونه دي، چې سړی پکې (څه چاره او ) کوم عذر نلري:
 له ناصح سره سلامشوره
 له کینه کښ سره ګوذاره
 له خلکو سره مینه کول
حقیقي عاقل درې ځانګړنې لري:
 په خوشحالۍ او خپګان کې د خلکو حقوق په پام کې نیول
 څه چې ځان ته غوره بولي، نورو ته یې هم وبولي
 د ښوییدنې پر وخت د زغم خپلول
د نعمتونو غځېدا یوازې په درېیو څېزونو کې ده:
په نعمتونو کې د خدای تعالی د وړ مقام پېژندل
 پر نعمتونو شکر ایستل
د نعمتونو ترلاسه کولو لپاره زیار ګالل (او لاره چاره ورته سنجول).
درې څېزونه دي، چې څوک یې پر یوه اخته شي؛ نو مرګ دې وغواړي:
پرله پسې تنګلاسي
رسواګره مېرمن
 لاسبری غلیم

(سرچینه : تحف العقول)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!