تبلیغات

لکه چې مخکې وويل شو : هر څوک په (( اختري نړۍ)) کې ځانګړى ځاى او موقيعت لري . روح دا ځانګړى ځاى څنګه پېدا کوي؟ په اختري نړۍ کې پوليس هم نشته چې لارښونه وکړي . روح چې په فز يکي بدن کې اوسېږي؛ نو د احساساتو او فکر پر بنسټ ځانګړى فريکوانس پيدا […]

لکه چې مخکې وويل شو : هر څوک په (( اختري نړۍ)) کې ځانګړى ځاى او موقيعت لري .

روح دا ځانګړى ځاى څنګه پېدا کوي؟ په اختري نړۍ کې پوليس هم نشته چې لارښونه وکړي . روح چې په فز يکي بدن کې اوسېږي؛ نو د احساساتو او فکر پر بنسټ ځانګړى فريکوانس پيدا کوي . موږ هر يو ځانګړى فريکوانس لرو، چې زموږ په سپېڅلتيا، مينې، پاکۍ، لورنې ،تواضع او نه ځانمنئ پورې اړه لري . څومره چې د ځانمنۍ درجه ټيټه وي، هومره اروا سپېڅلى وي او د څپو فريکوانس يې پياوړى او غښتلى وي. اروا چې‏ له بدنه وځي؛ نو د اختري نړۍ هغې برخې ته ځي چې له څپو او فريکوانسونو سره يې اړخ لګوي؛نو په دې توګه اروا په ((اخترى نړۍ )) کې خپل ځانګړى مقام مومي. اختري نړۍ پراخه نړۍ ده او پکې ډول ډول پوړۍ دي،چې ورته د ارواوو تګ راتګ ازاد دى او هيڅ ډول محدوديت پکې نشته،کړاى شي،چې پکې لر او بر حرکت وکړي او دې پوړيو ته د ورننوتو لپاره د اجازې اخېستل هم نشته . اروا کړاى شي،چې د اختري نړۍ جګو او پورته برخو ته هم ولاړه شي،چې پکې پرېمانه رڼا او ښادي ليدل کېږي ؛خو چې هلته ورسي، پوهېږي چې ددې ځاى د فريکوانسونو لړزه خورا زياته ده . ددې ځاى رڼا خورا ځلانده ښکاري، ان تردې چې سترګې يې نشي ليدلاى ، ددې ځاى څپې دومره سپېڅلې او پاکې دي، چې پر وړاندې يې مناسب غبرګون نشي ښوولاى، ساه يې ټپېږي او د پاتې کېدو وس نه لري؛نو ځکه خپلې پوړۍ ته راستنېږي،چې ټولې څپې يې له څپو سره يو شان دي .

په کوچنېوالي کې مې د کب نيوونکې ښځې قصه اورېدلې وه؛ يوه ورځ د هماغې ځاى ملکې ورته بلنه ورکړه، چې په ماڼۍ کې ورسره شپه وکړي، کب نيوونکې ښځه ډېره خوشحاله شوه او له ځان سره يې وويل: زه ډېره نېکمرغه يم، چې يوه شپه به په ماڼۍ کې تېره کړم، د ماڼۍ خونې ته چې ولاړه ؛ نو د عطرو بوي و، دې ځاى ورته خوند ور نه کړ؛ سهار يې اجازه وغوښته چې بېرته کور ته ستنه شي،چې يو ځل بيا دکبانو بوى، بوى کړي. تردې وروسته يې کله هم هيله و نه کړه، چې د ماڼۍ ملکه دې وي .

په ((اخترى نړۍ ))کې هم دا شان دي؛ هر څوک د خپلو څپو او فريکوانسونو پر بنسټ، د ځانګړي موقعيت خاوندېږي.هغې لنډې مودې ته چې پر ځمکه اوسېږئ خپلې څپې چاڼ کړئ، څومره چې مو د څپو فرکانس جيګ وي، هومره به مو په ((اختري نړۍ)) کې ځاى لوړ وي.

په ((اختري نړۍ)) کې به مو چاپېريال هغه خلک وي، چې ستا په شان ذهنيت ولري؛ خو هر څوک په خپله اندازه فکر کوي او د ځانګړي نظر خاوندان وى. په اختري نړۍ کې به فکر ډېر پياوړى او زېږند – خلاق وي او کړاى شي،چې هر څه پېدا کړي د څه په اړه، چې فکر وکړئ، سملاسي را پېدا کېږي؛ نو بايد خپل فکرونه کابو کړو. وايي چې : يو سړي خپل فکرونه نشو کابو کولاى؛ يو ورځ يو کس د حاجت تر ونې لاندې کېناست او مشهوره وه که څوک تردې ونې لاندې کېنې؛ نو ټولې هيلې يې پوره کېږي. سړي وويل: چې اوس يو کټ واى او پکې وېده واى، سملاسي کټ راغې او پکې څملاست. بيا يې فکر وکړ چې : اوس يو سړى واى او زه يې چاپي کړى واى. دا هيله يې هم ترسره شوه . وږى شو؛ ويې ويل چې : اوس له خوړو ډک پطنوس واى؛ نو خواړه يې هم مخې ته حاضر شول . خپل چاپېريال ته يې چې وليدل؛ نو په ځنکل کې ناست و، له ځان سره يې فکر وکړ : که اوس يو زمرى راشي او ما وخوري؟ سملاسي زمرى را ښکاره شو او سړى يې وداړه.

څوک چې خپل فکرونه کابو نه کړي، پو پناه به شي.

په (( اخترى نړۍ)) کې به مو دې ټکي ته پام شي، چې ذهن زېږند څيز دى او که څه ته مو اړتيا وي؛ نو يواځې يې په هکله فکر وکړئ، هماغه موضوع به درته را ښکاره شي. په اختري ((نړۍ)) کې حرکت د چټکې برېښنا په څېر دى،چې څومره هم وګرځئ، نه ستومانه کېږئ، سټريا او ستوماني ((اخترى نړۍ)) ته ناپېژندل شوې خبره ده. (( اختري بدن)) خوب ته اړتيا نه لري؛ځکه نه ستړى کېږي .که د ناروغۍ او ستړيا په اړه فکر وکړئ سملاسي پرې اخته کېږئ .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست