تبلیغات

1 _ كه څوك پر نېکیو امر کوي او خپل پرې عمل ونه كړي، نو آيا يوازې د ويلو ثواب ورته رسي؟ ځواب : لومړې بايد زيار اوباسي چې عمل پرې وكړي، چې خبره يې ځاى ونيسي كه عمل پرې نه کوي؛نو مثال يې د يوې شمع په څېر دى چې خپله سوځې؛خو نورو ته […]

1 _ كه څوك پر نېکیو امر کوي او خپل پرې عمل ونه كړي، نو آيا يوازې د ويلو ثواب ورته رسي؟

ځواب : لومړې بايد زيار اوباسي چې عمل پرې وكړي، چې خبره يې ځاى ونيسي كه عمل پرې نه کوي؛نو مثال يې د يوې شمع په څېر دى چې خپله سوځې؛خو نورو ته رڼا وركوي، په هر حال د ثواب خاوند به شي، كه څه هم عمل و نه كړي.

2 _ د بلا د د فع او رفع ترمنځ توپير څه دى؟ دلته صدقه څه رول لري؟

ځواب: د بلا دفع كول؛ يعنى د مثال په توګه انسان د يوي ځانګړې ناروغى د مخنيوى لپاره واكسين كوي ، چې پرې اخته نشي دا يو مخنيوونكى عمل دى.

د بلا رفع كول داسې دې،چې يو بلا راغلی او هغه بايد لری كړاى شي،د مثال په توګه يو كس ناورغ شوی او بايد درمل شي، صدقه دا دواړه كارونه ترسره كوي.

3 _ په قيامت كې د پل صراط حقيقت څه دى؟

ځواب: په رواياتونو كې د دوو صراطونو ذكر شوی. يو په دنيا كې چې امامت دې او بل په قيامت كې چې دين دى. امام د دين شارح او مفسر دى. د صراط پل د عادى پلونو پر څير نه دى.

هر څوك چې په دې دنيا كې د اهل بيتو د لارښونو سره سم حركت وكړي او خپل كړه وړه او چلن يې له اهل بيتو سره تر څه حده يو شان وي؛نو په آخرت كې به له پل صراطْ تېر شي او د دوزخ له اوره به وژغورل شي، څوك چې په دې دنيا كې له ديني دستوراتو ځان لري كړي؛نو په قيامت كې به هم له اهلبيتو لري وي او څومره چې يې واټن ډېر وي په همغه كچه به يې عذاب هم ډېر وي.

4 _ هغه كسان چې خفى يا پټ شرك ولري، نو دين به يې څرنګه وي او په قيامت كې د لوى خداى په دربار كې د اهلبيتو له خوا د شفاعت په لیکه كې راځې او كه نه ؟

ځواب: كه څوك پټ شرك ولري؛ نو مومن به وي .

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ (يوسف/۱۰۶)= او ډېرى يې خداى مني؛ خو ( په دې ډول چې) له هغه سره نورشريكوي

ځینې خلك وايي، كه پلانی نه وای ؛نو ستونزې به مو نه وى اواره شوي يا دا چې ځېنې نور وايي اول خداى او بيا ډاكټر دا هر څه له توحيد سره اړخه نه لګوي ، ځکه خداى هم اولى دی او هم آخر او د خداى پر وړاندې بل موجود هېڅ اغېز نه لري، نو هېله ده، چې دا شان خلك د خداى له خوا وبښل شي.

5 _ د ښځو د اعتكاف په هكله معلومات راكړئ؟

ځواب: په روايتونو كې داسې راغلي ،څوك چې څلوېښت ورځې، د خپلو اعمالو او اخلاقو پاملرنه وكړي، يعنې دا چې حرام ونه خوري، ونه ګوري، او حرام فكر ونه كړي له دنيا ګوښه شي؛ نه دا چې له خلكو ګوښه شي؛نو په دې هكله د ښځې او سړې ترمنځ توپير نشته، اعتكاف يعنى دا چې يو كس ځان له دنيا څخه ګوښه كړي؛نه دا چې ځان له خلكو ګوښه كړي انسان كه مزدور كار وي يا مامور بايد خپل کار كې بوخت وي،خو كارونه يې بايد د څښتن لپاره وي؛نو څوك چې اعتكاف كوي، بايد ډير كار او فعاليت وكړي، لوست وكړي، ځکه چې كار او لوست او څېړنه خپله آخرت دى نه دنيا.د خداى د رضا لپاره د ټولنې خدمت هم آخرت دى.

6 _ كله نا كله د خداى له توفيقاتو بې برخى كېږو د دې بې برخې كېدو جرړه بايد څرنګه پيدا كړو؟

ځواب: څو څېزونه په څو څيزونو كې پټ وي د قدر شپه په څو شپو كې پټه ده؛نو ښايي انسان د دې ټولو شپو درناوي وكړي،چې د قدر شپه وپېژني. خداى به زموږ كوم يو عبادت قبلوي معلومه نه ده؛نو له دې مخې انسانان بايد ټولو عباداتو ته مخه كړي، ګناهونه به خداى بښى لا معلومه نه ده؛نو انسان بايد ټولو ګناهونونو ته شا كړي،د خداى اوليا هم په خلكو كې پټ دې، معلومه نه ده، چې څوك به وي؛نو له دې مخې حق نه لرو، چې د ‏چا سپكاوي وكړو.

7 _ ولې ځېنې كسان برزخي ديد لري او موږ ترې محروم يو؟

ځواب: دا مساله د ټولو لپاره د پام وړ ده ،چا چې راته د هغې نړى په هكله كوم خبر راكړ. بايد ويې منو او ځان ترې خبر كړو دا كار خورا ستونزمن دى ؛ځکه د هغه نړۍ پر احوالو ځان خبرول دوه لارې لري ، يوه دا چې انسان د كوښښ او زيار له لارې ځان خبر كړي بل دا چې تل بايد هوښيار اوسي.

اصلي خبره دا ده، چې څوك د غيبو پر اسرارو پوه شول؛نو دا كسان به هېڅ زغم او طاقت ونه كړي. د يوسف د ښكلا او ښايست په هكله موږ تولو ډير څه اورېدلي، كله چې د مصر ښځو هغه اوليد؛نو ناڅاپه يې خپلې ګوتې غوسي كړې د يوسف د وجود مثال داسې دې كه يو څوك د سپوږمۍ عكس پر يو كاغذ باندې رسم كړي،دا عكس به څومره راته د سپوږمۍ حقيقت بيان كړي.

هغه چې د پردې له شا څخه اصلي حقيقت وويني؛نو دا دنيا به بيا ورته خوند وركړي؟

زموږ ډير خداى بښلي له دې نړۍ څخه تللي دي ، نه راته خوب كې راځي او نه زموږ عالم ته پام كوي. په دې چې موږ ورپسې ډير خپه يو،ورته دعاګاني كوو ورپسې خيراتونه كوو علت يې دا دې چې هغوي داسې ځاى ته تللې چې دا دنيا يې له ياده وتلى؛نو دا به ډېره سخته وي كه يو څوک په دې نړۍ كې د هغه بلې نړۍ پر اسرارو باندې ځان پوه كړي او كه و يې هم ويني؛نو دا نړۍ به ورته هېڅ خوند ورنكړي او دلته به د پاتې كېدو توان هم ونه لري.

8 _ ايا عرفانى موسيقى او اشعار موږ خداى ته نږدې كولای شي؟

ځواب: د انسان يوه برخه بينش او علم دى او بله برخه يې ګرايش دى. د بينش او علم له اړخه ډېر كسان كړای شي،پرمختګ وكړي؛يعنى دا استعداد راكې شته چې ښه او بد وپيژنو دا استعداد له لوست او ووینې – بحث له لارې لاپسې غوړيږي؛نو دا مو په لید او پوهې پورې اړه لري ،چې د ښو او بدو په پيژندلو كې موږ په يو ګډه پوله كې يو،يعنې دا چې بد هم ښه پيژنو او ښه هم.

خو د ګرايش په برخه كې داسې نه ده چې موږ به وينو او د بدو پر وړاندې يو شان ګرايش ولرو. موږ ښو كارونو ته بشپړ ګرايش لرو او بدو کارونو ته يې اصلا نه لرو؛ يعنې دا چې زموږ په دننه كې بدو او ښو ته ګرايش يو شان نه دى. د ښو او بدو پر وړاندې زموږ لید و شان دى؛خو ګرايش مو دا څير نه دى.د بېلګې په توګه موږ د ښو، بدو ، ګټور او زيارنمنو خواړو تشخيص يو شان كوو؛خو زموږ د هاضمى سيستم گرايش به دې خوړو ته يو شان نه وي. د هاضمې سيستم ښه خواړه ډېر په آسانۍ هضموي او مسموم خواړه بيرته راګرځوي.

دا ښکارنده – پديده په روح كي هم شته .روح مو هم ښه او بد اخلاق ، عدل، ظلم ، امانت، خيانت ، رښتيا او دروغ په يو كچه پيژني؛خودوى ته په يو كچه ګرايش نه لري.

روح، عدل، امانت، او رښتيا پسې ځي؛ځکه كله چې يو ماشوم په لومړي ځل دروغ ووايي، نو ټول وجود يې لړزېږي؛ خو په رښتيا ويلو كې په ډاډه غږيږي.

دا چي لید او پوهه (نظى عقل) سمه تنظيمه شي،ښايي د برهاني لارو لكه فلسفه، رياضي، حكمت، كلام او عرفان پسې لاړ شو.

دا چې زموږ د ګرایش برخه (عمل عقلي ) مو تنظيم شي، ښائى په عملي كارونو پسې لاړ شو. عملي عقل چې کار يې ګرايش دى ټول تصميمونه نيسي او عزم ، اراده، محبت اخلاق او نيت دا ټولې چاري سمبالوي او دهغي مرستندوی ګڼل كېږي.

كه موږ دا مدير نرم خويه كړ، نو د نظري عقل پر وړاندې تسليمېږي،يعنې كه هر كار غواړې؛نو له نظري عقل څخه فتوا اخلي. كه دا ګرایش (عملى عقل) خپلسرى وي، له نظري عقل څه لارښوونې نه اخلي. له خپلو لاندينو مامورانو لكه شهوت، او غضب څخه لارښوونې تر لاسه كوي.

د عملي عقل د نرمو لپاره ډول ډول لارى شته لكه څرنګه چې په دعاى كميل كې ذكر شوى د دښمن پر وړاندې د مومن بهرنى وسله اوسپنه او دنننۍ وسله يې ژړا او اوښكې دي.

نو كه د مومن د اوښكو او ژړا پر وسله سمبال وي، نو د غضب او شهوت پر وړاندې ودريږي او كه سمبال نه وي لاريوي يې كوي او د غصى او شهوت له مخې تصميم نيسي ځېنې وايې زما چې څه زړه وغواړې هغه كوم چا پورې مې كار نشته د دې معنى دا ده چې انسان د شهوت او غضب تر قومندى لاندې دى.

موسيقي او سندرې هم کړاى شي،چې پر عملي عقل اغېز وکړي .څوک،چې په دعاګانو کې اوښکې تويوي؛عملي عقل به يې نرم وي او دا کس به کله هم د خداى له رضا پرته کوم بل کار و نه کړي.شعرونه او په زړه پورې نثرونه د عملي عقل په نرمتیا کې خورا اغېزمن بريښي.

بايد هڅه وکړو،چې له سندرو څخه د شعر ويلو په لوري وخوځو ،داځکه کېداى شي په سندرو کې يو ډول کاذبه نرمتيا او اوښکې را پيداشي،لکه څرنګه،چې کاذبه او صادقه خندا لرو؛نو همدا شان کاذبه او صادقه ژړا هم لرو.کله د يوې لطيفې په اورېدو انسان خاندى؛نو دا صادقه خندا ده.کله يوکس د تښنېدو له امله خاندي ؛نو دا خندا کاذبه او بې ارزښته ده.ژړا هم همدا شان ده. سندرې هم کړاى شي،چې له داسې ګواښ سره يو ځاى وي؛ يعنى دا چې کاذبې اوښکې او نرموالى رامنځ ته کوي او ګومان کوو،چې په عملي عقل كې نرموالى راپيدا شي داسى نه ده . ځينې موسیقۍ زياتوونکې اغېزې لري او ددې لاملېږى،چې عملي عقل له نظري عقل څخه لاروي و نه کړي او انسان دګناه ډنډه ته ورغورځوي

٩: انسان کله نا کله داسې يو پړاو ته رسي،چې د منځتشي – پوچي ننګیري- احساس کوي، دا ولې ؟

ځواب: چې انسان خپله موخه له لاسه ورکړي؛نو دا حالت رامنځ ته کېږي.د انسان مثال د سرو زرو د يومعدن په څېر دى،چې په ځان کې ملغلره لري؛نو انسان بايد ددې ګوهر روزنه وکړي او دا ملغلره کله هم له بهره نشي روزل کېدلاى.

10 _: انسان په فطري توګه له عبادت سره مينه لري ؛نو ولى موږ له خپل عبادته خوند نه اخلو؟

ځواب: د خداى لوري ته مو مخه يو فطري کړنه ده؛خو شهوت ، او غضب هم د يوې وسيلې په توګه د انسان په خټه کې ايښودل شوى دى.عقلمن دا دواړه د تعطيلولو پرځاى هغه تعديلوي. ناپوهه انسان،شهوت اوغضب د خپل فطرت مشر ګرځوي؛نو په دې حال کې فطرت بندي کېږي او د غرايزوپه منځ کې خښېږي او خښ شوى فطرت څه هم نشي کړاى او له عبادته هم خوند نشي اخستلاى. چې فطرت پاک شي او وغوړېږي؛نو له عبادته به خوند واخلي.که غواړو،چې له عبادته خوند واخلو بايد له حرامو ډډه وکړو.څوک چې په حلالو پسې ځي؛نو حتماً به له عبادته خوند اخلي.څوک چې په زکام اخته شي؛پوزه يې هم بندېږي؛نو دا کس له ښه بوى څخه خوند نه اخلي او کمزورې سترګى هم له ښايسته منظرې څخه خوند نشي اخستلاى؛نو له دې مخې ګنهکار هم له عبادته خوند نشي اخستلاى.

15 _ څرنګه بايد ځان د شيطان له وسوسوخلاص کړو ؟

ځواب : ابليس د انسان بهرنى دښمن دى او له بهره بريد کوي. چې انسانان ورته پخپله دنننۍ لار اواره نه کړي؛نو د انسان په دنننه کې نشي ننوتلاى.د شيطان کار دا دى،چې د انسان وجود ته زهر ورننه باسي او زهر بايد د انسان وينې ته داخل شي،چې ‏خپل اغېز ولري،که همداراز له هاضمي سيستم څخه بېرته راوګرځول شي؛نو هيڅ اغېز به ونه لري.وسوسې هم همدا څېر دي.د ځاني غوښتنو او شهوت سپکې څپى په تنکي زلمو کې تر سترګو کېږي؛خو درندې څپې يې په غټانوکې تر سترګو کېږي،چې په ځاى او مقام پسې منډې وهيى .

نو دا هر څه د همغه زهرجنو وسوسو نښې دي. که څوک د چا ستاينه وکړي او په ځانګړي لقب ورته غږ وکړي او مخاطب کس ترې خوند واخلي؛نو له څرګندېږي،چې د وسوسو زهرو يې په بدن کې اغېز کړى او که څوک له دې خبرو خوند نه اخلي ؛نو بايد د خداى شکر دې اوباسي.حضرت علي په يو لیک کې مالک اشتر ته داسې ليکي:((شيطان تل د بريد په حال کې چمتو ناست وي؛خو چې څوک ستا ستاينه کوي؛نو شيطان د بريد لپاره لا پسې چمتو کېږى او په دې مهال بايد ويښ ووسو.))

پېغمبر اکرم (ص) وايي:(( تر ټولو سرسخت دښمن مو ستاسې نفس دى.))

بهرنى دښمن څه کوي ؟ يوازې کورونه وارنوي خلک وژني. دا ټول هر څه په جسم پورې محدود دي.سړى ممکن شهيد شي او شهيد خو اصلاً زيان نه ويني.علامه طباطبايي وايي:شهيد ، چې د جنګ په ميدان کې غشي خوري او پخپلو وينو کې رغړي، خلک به ګومان کوي،چې ښايي سخت په عذاب کې دى؛حال دا چې دا کس ډېر ارامتیا ننګیري،که خبرې یې کړاى شوې؛نو ويلي به یې واى،چې اروا يې ډېره آرامه ده.))

16 _ ځان څرنګه اصلاح كړو؟ د زړه ناروغى او روغتيا څه ده؟

ټولو علوم انسانپوهنى ته اړتيا لري، د انساني علومو اصلي او محورى ټكې د انسان هويت دى، كه څه هم تجربي علوم نيغ په نيغه له انسانپوهنى سره تړاو نه لري، د تجربى علومو پايله د انسان لاپسې ښه والي دي، يو انجينر كه ښه سرك جوړوي يا كور جوړوي موخه يې دا ده چې انسان ترې ښه ګټه واخلي. قرآن نه يوازې د انسان جسم تشريح كوي؛بلكې د هغه په روح هم رڼا اچوي.

17 _ ولې نفس د انسان تر ټولو بد دښمن دى؟

ځواب : نفس پټ دښمن دی،چې په سترګونه ليدل کيږى او په دننه کې دى او بهر نه ښکاري. نفس مکار او قهاردښمن دى موږ ويني؛ خو موږ يې نشو ليدلاى.د نفس دښمني تلپاتې وي او لنډ مهاله نه وي.زموږ تر ټولو غوره سامان او کالى لکه ايمان اوعقل راڅخه وړي،زموږ له کور او توکیز- مادي مال سره دومره کار نه لري.دا دښمن له ټولو دښمنانو سره توپيرلري د مثال په توګه دښمن کېداى شي مار وي ، ځناور وي ، ليوه وي، لړم او يا هم انسان وي.که دښمن ليوه ، مار او يا هم سپى وي، چې انسان ورته څه ورکړى سملاسي د څه مودې لپاره ارامېږي

؛خو دنننى دښمن دا شان نه دى که څه ور هم کړى؛نو نه ارامېږي که مو دهغه په غوښتنه عمل وکړ او څه يې،چې را نه وغوښتل ور مو کړل ؛نو بريدونه يې لاپسې زياتېږي او نورهم پرمختګ کوي،د نورو دښمنانو په شان شاتګ نه کوي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!