تبلیغات

خپلې خبرې د “مصر” عربي جمهوريت د ملګرو ملتو سازمان ته هغه ليک استولى،چې حضرت على کرم الله وجهه د مصر والي؛مالک اشتر ته کښلى و. اوس دا ليک په نوموړي سازمان کې د “نړيوالې وثيقې” په توګه ثبت شوى دى. امام علي (ک) په دې ليک کې “اداري سمونې” ښوولي،چې په لوستو به يې […]

خپلې خبرې

د “مصر” عربي جمهوريت د ملګرو ملتو سازمان ته هغه ليک استولى،چې حضرت على کرم الله وجهه د مصر والي؛مالک اشتر ته کښلى و. اوس دا ليک په نوموړي سازمان کې د “نړيوالې وثيقې” په توګه ثبت شوى دى.

امام علي (ک) په دې ليک کې “اداري سمونې” ښوولي،چې په لوستو به يې خبر شئ،چې اصلاً د “اداري سمونو” بنسټګر امام علي کرم الله وجهه دى.

د چارو په سمونه کې يوه هم اداري سمونه ده،چې د يو نظام د ملا تير دى. دا چې په هېواد کې اداري سمونې پيل شوي؛نو موږ يې د پياوړي کېدو لپاره دا ليک و ژباړه،چې پکې کښل شوي مطالب ټولو ته د لارې مشال وي.

 

په درنښت

اجرالدين اقبال

٢٨/٥/١٣٨٩

 

 

اداري سمونې

( پر ٣٨س، امام علي (ک)،”مالک اشتر” د “مصر” والي وټاکه. دا ليک يې ورته وليکه او دا هغه وخت و،چې د “محمدم بن ابوبکر” رحمة الله عليها وضع پرېشانه شوې وه .دا يو اوږد ليک دى، چې د ټولو ليکنو ښکلا پکې رانغاړل شوې ده.)

 

د لوراند او لورين څښتن په نامه

دا د خداى د بنده؛”علي اميرالمؤمنين” له لوري، “مالک اشتر د حارث زوى” ته فرمان دى،چې ژمنه ورسره لري. هغه د “مصر” چارواکى ټاکي؛نو ماليات به راغونډوي او له دښمنانو سره به يې جګړه کوي،د خلکو چارې به سموي او د “مصر” ښارونه به ابادوي.


٭(١) د ځان جوړونې اړتيا:

هغه امر کوي،چې له خدايه وډار شه او پر نورو چارو دې د خداى اطاعت ړومبى وګڼي او د خداى په کتاب کې دې له فرايضو او سننو لاروي وکړي، چې يوازې په همدې لارښوونو ژغورنه شوني ده او “بنيادم” هله بدمرغېږي،چې ترې منکر شي او ضايع يې کړي .

هغه ته امر کوي،چې په زړه،لاس او ژبې د خداى مرستندوى اوسي؛ځکه خداى د هغه بريا تضمينوي،چې ورسره يې لاسنيوى کړى وي او هغه ستر او درنوي،چې خداى يې ستر او عزتمن ګڼلى وي او هغه ته امر کوي،چې خپل نفس دې ايسار کړي،چې په هيلو پسې نه ځي او د سرغړاندۍ پر مهال دې يې کابو کړي؛ځکه:” نفس تل په بديو امر کوي؛خو دا چې خداى ولورېږي.”

نو مالکه ! پوه شه،زه تا داسې ښارونو ته لېږم،چې تر تا مخکې پرې عادل يا ظالم دولتونه تېر شوي ول او خلک ستا چارو ته داسې ويني؛لکه چې ته،تر ځان مخکې د چارواکيو چارو ته وينې او په اړه دې هغه وايي،چې ته يې د تېرو په اړه وايې او په واقع کې نېکان به د هغوى له نېکنامۍ وپېژنې،چې خداى يې نوم د خپلو بندګانو پر خوله اېښى دى؛نو بايد ښه کړه وړه دې غوره زېرمې وي؛ځاني غوښتنې دې کابو کړه او څه،چې حلال نه دي،ځان ترې وساته؛ځکه پر نفس کنجوسي کول دادي،چې څه يې ښه يا بد اېسي، په اړه يې د انصاف لار خپله کړې.

 

٭ ( ٢) د مشرۍ خوى (له خلکو سره د چلن دود) :

زړه دې له خلکو سره په لورنې راونغاړه او له ټولو سره دوست او مهربان اوسه؛هسې نه،چې داړن ځناور اوسې،چې د خلکو داړل غنيمت وګڼې؛ځکه خلک په دوه ډوله دي:

يو شمېر ستا ديني وروڼه دي او نور په پيدايښت کې ستا په څېر دي.که کومه ګناه کوي يا څه نا څه پړه کېږي،يا په لوى لاس يا تېر کې څه ګناه کوي؛نو و يې بښه او اساني ورسره کوه؛لکه څنګه چې دې ښه اېسي،خداى دې وبښي او اساني درسره وکړي.

په واقع کې ته پر ولس لوړ يې او مشر دې پر تا لوړ دى او خداى پر هغه لوړ دى،چې ته يې د “مصر” والي ټاکلى يې، چې د “مصر” د خلکو د چارو سمول يې ورسپارلي او په هغوى دې ازمېي.

له خداى سره جګړه مه کوه،چې له سزا يې ژغورل کېداى نشې او له لورنې او رحمته يې هم بې اړې کېداى نشې.که څوک دې وباښه؛نو په خپلې کړنې مه پښېمانېږه او که چا ته دې سزا ورکړه؛نو د سزا په ورکړه يې هم مه خوشحالېږه او پر هغه غوسه بيړه مه کوه،چې ځان ترې بچولاى شې او خلکو ته مه وايه،چې زه يې درباندې مشر کړى يم؛نو هرومرو مې خبره ومنئ،چې دا ډول ځان ګنل،زړه خرابوي،دين مړاوى کوي او نعمتونه زوالوي او که په خپل مقام او منصب مغرور شوې؛نو د “الله” د ملک عظمت او ستروالي ته وګوره، چې له تا لوړ او ستر دى،چې له غرور او کبره دې وژغوري او سرغړاندي دې راټيټوي او درنه تښتېدلى عقل دې بېرته راستنوي .

 

٭ (٣) له غرور او ځانمنۍ ډډه کول :

ډډه وکړه، چې ځان د خداى په څېر ستر و نه ګڼې او يا ځان په دبدبه کې د هغه په څېر کړې؛ځکه خداى هر سرغړاندى خواروي او هر ځانمنى بې ارزښته کوي. له خداى، خلکو، نژدې خپلوانو او له خپل رعيته،چې دې څوک ښه اېسي،په انصاف ورسره چلېږه او که داسې دې و نه کړل؛نو تېرى به دې کړى وي او څوک چې د خداى پر بندګانو تېرى کوي، خداى به يې د خپلو بندګانو پر ځاى دښمن وي او د چا چې خداى دښمن شي؛نو دليل يې نه مني او تل ورسره په جګړه کې وي،څو له دې چلنه لاس واخلي او توبه وکاږي او د تېري په څېر بل څه د خداى لورنې نشي اړولاى او سزا يې نه رانژدې کوي او خداى د مظلومانو ښېراوې اوري او ظالمانو ته په څارنځاى کې دى .

 

٭ (٤) وګړپالي،حق پالني :

بايد تا ته غوره چارې؛په حق کې منځلاري،په عدالت کې د ټولو رانغاړل او د ولس خوشحالي وي؛ځکه د ولسي پرګنيو غوسه او ناخوښي د خپلوانو خوشحالي له منځه وړي او حال دا چې که ولس درنه خوشحال و؛نو د خواصو او خپلوانو ناخوښي ناڅېزه ګنل کېږي.

خواص او خپلوان پر چارواکي (او حکومت) دروند پېټى وي؛ ځکه که کومه پېښه وشي؛تر هر چا ډېر لږ مرستې ته يې وردانګي او ښه يې نه اېسي،چې په انصاف ورسره چلن وشي؛ دوى په ټينګه له چارواکي هر څه غواړي؛نو چې څه په لاس ورشي،تر ټولو ډېر لږ منندوى وي او که څه ور نه کړل شي؛نو عذر دې هم تر نورو ډېر په ځنډ مني،د ستونزو پر وړاندې ډېر لږ زغمناک دي،حال دا چې ولسي پرګنۍ د دين ټينګې ستنې،د مسلمينو ځوږمنى ټولنې او د دښمن پر وړاندې دفاعي زېرمې دي؛نو ځکه بايد همدوى ته دې ډېر پام وي.

 

٭ (٥) د راز ساتنه :

له رعيته دې هغه له ځانه لرې کړه او دښمن يې وګڼه،چې د نورو په نيمګړتياوو او عيبونو پسې ګرځي؛ځکه خلک عيبونه لري او د امت مشر تر ټولو وړ دى،چې بايد پټ يې کړي او د خلکو هغه نيمګړتياوې مه راسپړه،چې له نظره دې پټې وي؛ځکه ستا مسؤوليت دادى،چې درته رابرسېره شوې نيمګړتياوې سمې کړې او له تا خو د پټو څيزونو قضاوت، له خداى سره دى؛نو چې له وسې دې کېږي،د نورو نېمګړتياوې پټوه،چې خداى ستا پر هغو نيمګړتياوو پرده واچوي،چې غواړې له خلکو پټې پاتې شي.

په خلکو کې د هر ډول کينې غوټه پرانېزه او له زړونو يې ورته وباسه او د هر ډول دښمنۍ جرړه راونړوه او پر هغو څيزونو ځان ناګاره کړه،چې درنه پټ کړاى شوي دي. د “خبر لوڅ” مه منه؛ځکه خاين دى،که څه هم د ناصح په جامو کې راڅرګند شي.

 

٭ (٦) د مشورې مقام :

له بخيلانو سره مشوره مه کوه؛ ځکه له ورکړې دې منع کوي او له تنګلاسۍ دې ډاروي.

له ډارن سره مشوره مه کوه؛ځکه د چارو په تر سره کولو کې دې روحيه سستوي.

له حريص سره مشوره مه کوه؛ځکه حرص او تمه درته ښکلې برېښوي؛په واقع کې “کنجوسي”،”ډار” او “حرص”،ډول ډول غرېزي دي،چې جرړې يې پر خداى له بدګومانۍ راولاړېږي .

هغوى دې ډېر ناوړه وزيران دي،چې تر تا مخکې بدچاري وزيران ول او د هغوى په ګناهونو کې برخوال وو؛نو هسې نه، چې دغسې وګړي دې د راز په کړۍ کې وي؛ځکه هغوى د ګناهکارانو مرستندويان او د ظالمانو لاسنيوونکي ول. ته بايد له هغوى غوره ځايناستي ولرې،چې فکري ځواک يې د هغوى په څېر وي؛خو ګناهونه او ناوړه کړنې يې و نه لري .

هغوى،چې له ظالم سره يې په ظلم کې لاسنيوى نه دى کړى او له ګناهکار سره يې په کومه ګناه کې مرسته نه ده کړې؛نو د دې ډول وګړيو لګښت درته ډېر لږ،ملګرتوب يې غوره او لورنه يې ډېره ده او بې له تا له نورو سره دوستي يې هم لږه ده. هغوى په خپلو ځانګړو وګړيو،نژدې دوستانو او رازوالو کې ونيسه،بيا په دوى کې هغوى غوره کړه،چې د حق په ويلو کې خورا “خوله ور” وي او په هغو څيزونو کې ستا مرستندوى نه وي،چې خداى پاک يې خپلو دوستانو ته نه خوښوي،که څه هم دا خبرې او چارې ستا خوښېږي که نه.

 

٭ (٧)د مشرانو د ټولنيزو اړيکو اصول :

چې کړاى شې له پرهېزګارانو او رښتينو سره يو ځاى شه او داسې يې وروزه،چې ډېر دې و نه ستايي او ناوړه چارو ته دې راو نه هڅوي،چې نه دې وي کړي،چې بې کچې ستاېنه ځانمني رامنځ ته کوي او بنيادم سرغړاندۍ ته اړ باسي.

او نه ښايي،چې نيکچارى او بدچارى درته يو برابر وي؛ ځکه په دا ډول دريځ نېکانو ته په نېکيو کې څه لېوالتيا نه پاتې کېږي؛خو بدچاري بدو چارو ته راهڅېږي؛نو هر يو ته يې د کړنو له مخې بدله ورکړه.

مالکه ! پوه شه،والي چې د خپل ولس اعتماد خپلوي؛نو ښه دې ورسره وکړي،ماليات دې ورباندې سپک کړي او په زور دې ورباندې هغه چارې نه کوي،چې نه يې خوښېږي؛نو په دې لار کې دومره هڅه وکړه،چې د ولس درباندې ښه ګومان راشي،چې دا چلن له تا اوږده رنځونه لرې کوي؛نو له چا سره دې،چې احسان کړى،ورته خوشبين اوسه او ښه ګومانه پرې لره او له چا سره دې،چې ناوړه چلن کړى،بدګومانه پرې اوسه او ورته خوشبينېږه مه .

هغه غوره دودونه مه ماتوه،چې د دې امت مشران پرې تللي او د اسلام ملت ورسره اغږل او د ولس خوى او دود شوى دى او داسې دودونه مه رامنځ ته کوه،چې تېرو ښو دودونو ته زيان واړوي،چې ثواب د ښه دود رامنځ ته کوونکي ته پاتې شي او ته ګناهکار شې،چې له منځه دې يووړ.

له پوهانو او حکيمانو سره خبرې اترې او ويينې کوه،چې د هېواد د ابادۍ او د ښارونو د سمونې او د نظم و قانون د پلي کېدو لامل دى،چې په تېرو زمانو کې هم و.

 

٭ (٨) د بېلابېلو ټولنيزو پاټکيو پېژندل:

مالکه ! پوه شه،په خلکو کې بېلابېلې ډلې دي، چې چارې يې يو له بل سره په همغږۍ سمېږي او هره بلې ته اړه ده . ډلې دا دي:

د خداى پوځ،عام او خاص ليکوال، قاضيان،د عدالت او ټولنيز نظم پلي کوونکي، جزيه ورکوونکي،د مالياتو ورکوونکي، سوداګر، صنعتګران، کسبګران او همدا راز د ټولنې اړين او بېوزلي.

چې هر يو ته خداى برخه ټاکلې او کچه يې په قرآن او نبوي سنتو کې ښوولې ده،چې دا د خداى له لوري يوه لارښوونه ده،چې ساتنه يې را تر غاړې ده.

پوځيان د خداى په حکم د ولس ټينګه کلا او د چارواکيو ښکلا او وقار،د دين دبدبه او د امنيت لارې چارې دي،بې له “اردو” د ولس چارې نه سمېږي او “اردو” هم د ولس په مالياتو پاېښت موندلى او له دښمن سره د جهاد لپاره پياوړېداى او خپلې اړتياوې پوره کولاى شي(٥).

بيا اردو او خلک بې له درېمې ډلې پاېښت نه شي موندلاى، چې هغه قاضيان،د دولت مامورين او حکومتي ليکوالان دي، چې د مسلمانانو په ګټه تړونونه او معاملې برابروي او په عمومي او خصوصي چارو کې د ډاډ وړ دي او يادې شوې ډلې بې له سوداګرو او د صنايع د خاوندانو دوام نشي موندلاى؛ځکه دوى د ژوند اړين وزلي چمتو کوي او بازارونو ته يې راوړاندې کوي او ډېر وسايل په لاس جوړوي، چې د نورو له وسې وتلى چار دى.

د ټولنې د بېوزلې طبقې لاسنيوى دې وشي.د ټولنې هرې ډلې ته د خداى پر وړاندې يوه پراخي ده او هره ډله پر “والي” حق لري،چې چارې يې ور سمې کړي او “والي” به هله دا حق پوره کړاى شي،چې خورا هڅې وکړي او له خدايه مرسته وغواړي او په ټولو چارو کې؛که سختې وي يا اسانې،زغمناک اوسي.

 

٭ لومړى د پوځيانو انځور:

هغه د پوځ بولندوى وټاکه،چې دغه ځانګړنې ولري:

چې خداى،استازي يې او ستا مشر ته ډېر نېک خوا وي، ډېر پاکلمنى او خورا زغمناک وي او ډېر لږ غوسه کېږي او چې څوک ترې د خپلې نيمګړتيا په باب بښنه وغواړي؛نو عذر يې ومني،پر بېوسيو يې ولورېږي او له زورورو سره په زور وچلېږي،توندي يې تېري ته را نه کاږي او نرمي يې له حرکته نشي منع کولاى.

بيا نو په خلکو کې له هغو سره نژدې اړيکې ټينګې کړه،چې حسب ولري او نېکنومى وي،له صالحو کورنيو ځېنې وي او ښه مخينه ولري او همداراز اړيکې دې له تورزنو، زړورو، سخيانو، ځوانمردو او پتمنو سره مضبوطې کړه؛ځکه دوى د کرم،احسان او نېکيو ټولګې دي.

بيا نو پر چارو يې داسې لګيا شه؛لکه مورو پلار،چې د خپل اولاد پر چارو بوخت وي او که کوم چار دې د هغوى د پياوړتيا لامل شو؛نو نه ښايي په نظر دې ستر وبرېښي او همدا راز نه ښايي له هغوى سره ډېر لږ احسان دې هم په پام کې لږ معلوم شي؛ځکه ستا لورنه او احسان د دې لاملېږي، چې خپل نصحيت درنه ونه سپموي او ښه ګومان درباندې وکړي او نه ښايي په دې پلمه،چې په لويو چارو بوخت يې،له کوچنيو چارو غافل شې؛ځکه کوچنى پېرزوينې خپل ځاى لري،چې ترې برخمنېږي او لويو چارو ته پاملرنه هم خپل ځاى لري،چې بې اړې به ترې نه وي.

ډېر غوره بولندوى به دې هغه وي،چې تر ټولو زيات له خپلو پوځيانو سره مرسته وکړي او ښه مالي امکانات ورکړي،ان چې په خپله او هم کورنيو ته يې بسيا وي او پوره پرې ارام وي او خپل ټول پام يې له دښمن سره جهاد ته وي.

په واقع کې پر سرتېرو پېرزوينه،زړونه يې ستا لوري ته راکاږي او بايد،چې د واليانو غوره خوشحالي دا وي،چې په ښارونو کې “عدالت” راولي او د ولس د وګړيو ترمنځ دوستي ټينګه کړي او دا دوستي هله رامنځ ته کېږي،چې زړونه يې پاک شي او خيرخواهي يې هله سمه وي،چې په چارو کې په خپله خوښه پر واليانو راټول وي او د دولت پېټى پر ځان دروند و نه ګڼي او له اوږدې چارواکۍ يې ستړي نه وي؛نو د پوځيانو هيلې پوره کړه او تل يې ستايه او مهمې چارې يې يادوه؛ځکه دا چار په زړه ورو کې د اتلولۍ د روحيي د ټينګېدو لامل ګرځي او ډاران هڅوي،چې په ځان کې ادلون بدلون راولي . انشاءالله.

او په سمې ارزونې د هر يو کړنې وپېژنه او د هر چا خدمت ارزښتمن وګڼه او همداراز د چا کړنې د بل په نامه مه يادوه او د چا ناميتوب دې ددې لامل نشي،چې کوچنى چار يې ستر وګڼې او د بې نومه ستر چار ناڅيزه وبولې.

او که په چارو کې له ستونزو او شبهو سره مخ شوې؛ نو خداى او استازي ته يې مخ واړوه؛ځکه خداى هغو خلکو ته، چې له لارښوونې سره يې مينه لري،وايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (نساء/٥٩)= مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او د پېغمبر او د اولوالامر [=د پېغمبر وصيان ] اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه چاره كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره ) خداى او رسول ته مخه وكړئ كه ( په رښتيا) پر خداى او د آخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) تاسې ته غوره دى،عاقبت او پاى يې هم ډېره ښه ده.                                                                                                  

نو خداى ته مخ اړول؛يعنې پر قرآن عمل کول او استازي ته يې مخ اړول؛يعنې پر سنتو يې عمل کول،چې يوالى راولي او د بې اتفاقۍ او خپرېدو مخه نيسي.


دويم: د قاضيانو انځور :

بيا په خلکو کې د قضاوت لپاره له ولسه داسې څوک وټاکه،چې په نزد دې تر ټولو غوره وي او دغه ځانګړنې ولري:

له ډېرو ورتلو ستړى نشي،د مخالفينو خپلمنځي شخړې يې غوسه نه کړي،پر خپلو تېروتنو ټينګ ولاړ نه وي او چې پوه شو؛نو د حق منل ورته ستونزمن نه وي.

له زړه نه د تمې جرړه راوباسي او پر مطلب د پوهېدو لپاره په لږې څېړنې بسيا نه کوي او په شبهاتو کې تر ټولو ډېر احتياط کوي او ډډه يې پر دليل وي او د “دعواوالو” له پر له پسې راتلو ستړى نشي،د حقيقت په راڅرګندېدو کې خورا زغمناک وي او تر راڅرګندېدو وروسته يې غوڅ نظر ورکړي،چې شخړه پاى ته ورسوي. د چا غوړه مالي او ستاېنې يې ونه غولوي او داسې وګړي ډېر لږ دي.

د قاضي تر ټاکنې وروسته،په قضاوتونو کې يې ښه غور وکړه.دومره ورکړه،چې اړتياوې يې لرې شي،چې خلکو ته اړين نه وي او د مقام يې دومره درناوى وکړه،چې ستا نژدې کسان يې په اړه تمه و نه کړي او له دسيسو يې ستا پر وړاندې خوندي وي. کومې لارښوونې مې،چې درته وکړې، په اړه يې ښه ځير شه،چې په واقعيت کې دا دين د بدچارو په منګولو کې پرېوتى او د دين په نوم پر ځاني غوښتنو بوخت دي او خپله دنيا پرې جوړوي.

 

٭ درېم: د دولتي مامورينو انځور :

بيا د خپلو مامورينو چارو ته ځير شه او تر ازمېښت وروسته يې پر چارو وګوماره،نه د شخصي دوستۍ له مخې او له نورو سره يې بې له مشورې پر چارو مه ګوماره؛ځکه په خپله رايه کار کول او له نورو مشوره نه غوښتل،يو ډول ظلم او خيانت دى.

دولـتي مامـــــورين له باتــــجربه،حيـــــاناکو، پرهېـــــــزګارو او سپېڅليو کورنيو وټاکه،چې په اسلام کې ځلانده مخينه لري؛ځکه دوى د ښو خويونو خاوندان او پتمن دي؛تمه يې لږه او د چارو عواقبو او پايلو ته يې ښه پام وي.

بيا پرېمانه روزي ورکړه؛ځکه په په پوره او بسيا معاش ځان ښه سمولاى شي او “بيت المال” ته لاس نه غځوي او همداراز پرې غاړه خلاصول وي،که ستا حکم يې و نه مانه يا ستا په امانت کې يې خيانت وکړ؛ورپسې د مامورينو چلن څاره او رښتين او باوفا ځري پرې وګوماره؛ځکه پټه څارنه او پلټنه يې امانتوالۍ او له ولس سره ښه چلن ته اړ باسي او خپل نژدې همکاران دې سخت څاره او که يو يې خيانت وکړ او ځرو دې هم تاييد کړ؛نو په همدومره ګواهۍ قناعت وکړه او په کوړه يې ووهه،شتمني ترې واخله،خوار او سپک يې کړه او د بدنامۍ ټاپه پرې ولګوه.

 

٭ څلورم: د ماليې د ورکوونکيو انځور :

مالياتي چارې داسې تنظيم کړه،چې د ماليې د ورکوونکيو په صلاح او خوښه وي؛ځکه د مالياتو او ورکوونکيو د چارو سمونه، د ټولنې د نورو قشرونو د سمونې لامل دى او چې د مالياتو د ورکوونکيو چارې سمې نشي؛نو د نورو چارې به هم سمې نشي؛ځکه ټول خلک د ماليې او مالياتو ورکوونکيو روزيخواره دي؛خو بايد د ماليې تر راټولو ډېر د د ځمکې د آبادولو په هڅه کې اوسې؛ځکه ماليه يوازې په ابادۍ تر لاسه کېداى شي او څوک چې د کرنې له پراختيا ماليه راټولوي؛نو ښارونه ويجاړوي او د خداى بندګان پوپنا او ورکوي او واکمني به يې ډېره لږه وي.

او که خلکو د آفتونو،وچکالۍ،د کاريزونو او چينو د وچوالي،اورښت او په نېرونو د ځمکې د ويجاړېدو له امله شکايت درلود؛نو سپک ماليات ترې واخله،چې چارې يې سمې شي او د مالياتو سپکول دې تا په تشويش کې نه کړي؛ځکه دا يوه زېرمه ده،چې ستا د ښارونو په آبادۍ او د حکومت په دبدبه کې ونډه لري او ولس به دې وستايي او ته به په خلکو کې د عدالت له خپراوي خوشحاله شې او پر ځواک به يې ډډه ووهې او څه چې دې ورته زېرمه کړي او وربښلي او په خلکو کې د عدالت خپراوى او له ولس سره پېزوينه به د دې لامل شي،چې پرې ډاډمن شې؛نو که په راتلونکې کې کوم چار رامخې ته شي او ورترغاړې يې کړې، په خوشحالۍ به يې ومني؛ځکه ابادي د خلکو زغم زياتوي.

په واقع کې د ځمکې خرابى د بزګرانو د تنګلاسۍ له وجهې وي او د دوى تنګلاسي په شتمنيو کې د چارواکيو د لوټ له امله وي،چې د حکومت په راتلونکي يې ډاډمن نه وي او د تېرو له تاريخه پند نه اخلي.

 

٭ پينځم: د ليکوالو او منشيانو انځورنه :

بيا د ليکوالو او منشيانو د چارو په اړه ښه غور وکړه او چارې دې د هغوى غورو ته وسپاره او محرمانه ليکونه،چې سياستونه او رازونه رانغاړي،هغوى ته ځانګړي کړه،چې تر نورو ليکوالو ډېر صالح وي. هغوى چې ستا درناوى او عزت يې مست نه کړي، چې د نورو په مخ کې درنه سرغړاوى وکړي او تا ته د مامورينو د ليکونو په رسولو يا هغوى ته ستا په ځوابولو کې ناغېړي و نه کړي او له هغوى،چې څه درته غواړي يا ستا له لوري ورسپارل کېږي،هېر يې نه کړي او د تړونو په تنظېمولو کې سستي و نه کړي او ستا په زيان تړون ماتولو کې کوتاهي و نه کړي او خپل قدر وپېژني.

په حقيقت کې څوک،چې د ځان په قدر و نه پوهېږي،د نورو په قدر خو به بيخي و نه پوهېږي.

هسې نه،چې د ليکوالو او منشيانو په ټاکنه کې پر خپل شخصي ډاډ،خوش باورۍ او ځيرکۍ ډډه ووهې؛ځکه ځيرک وګړي،ځان داسې ښيي،چې د چارواکي پام ځان ته راواړوي، چې ددې “برسېرنې ښوونې” تر شا نه خير خواهي شته او نه امانتوالي؛خو هغوى وازمېيه،چې تېرو ښو چارواکېو ته يې خدمتونه کړي دي.

پر هغو کاتبانو او ليکوالو ډاډه اوسه،چې پر ولس يې ښه اغېز پرېوتى وي او په امانتوالۍ کې تر ټولو مشهور وي،چې دغسې سمه ټاکنه دا ښيي،چې خداى او ولس ته خيرخواه يې.

هر يو کار ته دې رئيس وټاکه،چې له لاسه يې پوره وي او د کار زياتوالى يې ستړى نه کړي او پوه شه،که د ليکوالو او منشيانو په چارو کې نېمګړتيا وي او ته ترې ناخبره وې؛نو زيان به يې تا هم راونغاړي.

 

٭ شپږم د سوداګرو او کسبګرو انځور :

بيا سپارښتنه مې د سوداګرو او د صنايعو د خاوندانو په اړه ومنه او د نېکۍ سپارښتنه ورته وکړه،که دوى په ښارونو کې اوسېږي يا هغوى چې په خپلې پانګې تل يوې او بلې خوا ته په سفر کې وي او د لاس په تڼاکو ژوند کوي؛ځکه دا ډله د ګټو سرچينې او د سوکالۍ د اسبابو رامنځ ته کوونکي دي، چې له لرې ځايو، دښتو، سمندرونو، غرونو او له هغو سختو سيمو يې راوړي،چې خلک پکې نه اوسېږي او ورته د ورتلو جرائت نه لري .

سوداګر آرام خلک دي،چې له فتنې،شر او فساده يې څه ډار نشته،سوله من دي او پخلاينه غواړي او فتنې نه راولاړوي؛ نو په چارو کې يې غور وکړه ! که درسره په ښار کې اوسېږي يا په نورو ښارونو کې.

په دې هم پوه شه، چې په سوداګرو کې داسې هم شته،چې تنګ نظري،بدچاري،کنجوس او محتکرين دي او پخپله خوښه پر خپلو مالونه بيه ږدي،چې په دې چار خلکو ته زيان رسوي او واليانو ته هم ستر عيب ګڼل کېږي؛نو دکاليو د احتکار مخه ونيسه،چې رسول اکرم صلى الله عليه وآله وسلم يې هم مخه نيوه .

بايد په اسلامي ټولنه کې راکړه ورکړه،اسانه او د عدالت له مخې وي؛په داسې نرخونو،چې پلوروونکى او پېرونکى زيان و نه مومي.

څوک چې ستا تر منع وروسته احتکار وکړي؛نو سزا ورکړه، چې نورو ته عبرت شي؛خو په سزا کې له پولې مه اوړه.

 

٭ اوم: د بېوزليو او کمزوريو کړاى شويو انځور:

بيا له خدايه د بېوزليو،اړمنو،مسکينانو او کمزوريو کړاى شويو په اړه وډار شئ. په دوى کې ځينې ګدايي کوي او ځينې سره له دې،چې اړين دي؛خو چا ته لاس نه اوږدوي؛نو د خداى لپاره د هغه حق پاسوال ا وسه،چې خداى ورته ټاکلى دى .

د هر ښار بېوزليو ته د بيت المال يوه برخه او د اسلام د غنيمتي ځمکو له غلو يوه برخه ځانګړې کړه؛ځکه ډېر لرې او ډېر نژدې په برخه کې مساوي دي او ته مسوول يې،چې دا حق پر ځاى کړې .

هسې نه،چې د واکمنۍ مستي دې ترې غافل کړي؛ځکه دا پلمه به دې بيخي و نه منل شي،چې د ډېرو او مهمو چارو بوختيا درنه کوچنۍ چارې شا ته کړي .

تل يې په فکر کې اوسه او مخ ترې مه اړوه،په تېره بيا د هغو چارو ته پاملرنه لره،چې نور ورته ټيټ ګوري او بيخي لږ يې لاس در رسي.

دوى ته خپل يو ډاډمن؛له خدايه ډارن او عاجز تن وټاکه،چې په اړه يې څېړنې کوي او له مسايلو دې يې خبروي.بيا د ستونزو په هواري کې يې داسې عمل کوه،چې د خداى پر وړاندې مسئوول نه يې؛ځکه دا ډله په ولس کې تر نورو ډېره عدالت ته اړينه ده او حق يې داسې پوره کړه،چې خداى ته پړ نه يې .

تل د “کوچنيوپلارمړيو” او بوډاګانو خيال ساته، چې بېوزلي وي او چاته لاس نه غځوي او دا پر چارواکيو دروند مسووليت دى،که څه هم د حق پوره کول يې دروند چار دى؛ خو خداى يې آخرتپالو ته اسانوي،چې زغم کاږي او د خداى پر وعدو ډاډمن دي.

د وخت يوه برخه دې هغوى ته ځانګړې کړه،چې درته اړين دي، چې پخپله يې چارو ته ځان ورسوې او په عمومي غونډو کې ورسره کېنه او د هغه خداى پر وړاندې عاجز اوسه،چې ته يې پيدا کړى يې او ساتندويان دې يوې خوا ته کړه،چې بې تشويشه درته خپلې خبرې وکړي .

ما څو ځل له رسول اکرمه اورېدلي چې: ” هغه ملت به ونه ژغورل شي،چې بې له کوم تشويش او پلمې د بېوسيو حق له زورورو وانخلي.”

نو په حوصله او زغم يې ځيږې خبرې واوره، سينه تنګي او ځانمني يوې خوا ته کړه،چې خداى درباندې د پېرزوېنې ورونه پرانځي او د اطاعت بدله دې درکړي او که څه خلکو ته ورکوې؛نو داسې يې ورکوه،چې ګڼې خوند درکوي او که څه ترې ايساروي؛نو بايد منع دې له مهربانۍ او بښنې سره مل وي.

 

٭ نهم: د مشرۍ ځانګړي خويونه :

ځينې چارې داسې وي،چې بايد پخپله يې وکړې؛لکه دولتي مامورينو ته هغه ځواب ورکول،چې ستا منشيان ( يا دفتر) يې ځوابولاى نشي او بل د خلکو هغه اړتياوې،چې پر هماغه ورځ درته وړاندې کېږي او ستا مرستيالان يې له لرې کولو بېوسي وي،د هرې ورځې چار پر هماغه ورځ وکړه؛ځکه هره ورځ ځانته ځانګړى چار لري . ښه وختونه او د شپې او ورځې غوره ساعتونه دې خداى ته وټاکه،که څه هم هر وخت ستا کار د خداى لپاره دى،که نيت دې سم او د ولس په سوکالۍ کې وي.هغه چارې،چې په خداى پورې ځانګړې وي او بايد په اخلاص يې وکړې،د هغو فرايضو کول دي،چې يوازې په پالونکي پورې ځانګړې وي؛نو د شپې او ورځې په يوه برخه کې ځان د خداى نمانځنې ته ځانګړى کړه او څه چې تا خداى ته نژدې کوي،بې نېمګړتيا او پوره يې ترسره کړه،که څه هم بدن دې ستړى شي.

لمونځ په جماعت کوه؛مه يې دومره اوږدوه،چې خلک درنه خپاره واره شي او مه يې دومره په بيړه کوه،چې پوپنا يې کړې؛ځکه په جماعت کې درسره ناروغان يا اړين شته، چې بايد خيال يې وساتې.

زه،چې رسول اکرم “يمن” ته استولم؛و مې پوښتل:له خلکو سره څرنګه لمونځ وکړم؟ راته يې وويل: “د بېوسيو د وسې هومره لمونځ وکړه او پر مؤمنانو لورين اوسه.”

کله هم ځان له خلکو ډېر مه پټوه،چې د مشرانو پټېدل د دې لاملېږي،چې د ټولنې له چارو لږ خبر شي او د نامهربانۍ او سخت زړۍ بېلګه يې هم ده او که “والي” له خلکو پټ شي؛نو څرنګه کړاى شي د ولس له رنځونو خبر شي؛نو په دې بڼه کې د خلکو له نظره ډېرې سترې چارې،وړې او وړې،سترې برېښي،ښکلا بدرنګي او بدرنګي ښکلا ښکاري او حق او باطل سره ګډېږي او باطل د حق جامې اغوندي؛ځکه “والي” انسان دى او نشي کړاى له هغو چارو خبر شي،چې ولس يې ترې پټوي او حق ته هم کومه نښه نه وي،چې پرې رښتيا له دروغو وپېژندل شي او ته په هر حال يو له دې دوو تنو ځنې يې :

(الف) ځان دې د حق په لار کې ځان تېرېدنې ته چمتو کړى، چې په دې توګه د “حق د خاوند” له ورکړې او يا د ښه چار له کولو څخه نه ډارېږي؛ نو ولې پټېږې.

(ب) داسې سړى يې،چې د چا هيله او اړتيا نه پوره کوې،چې په دې بڼه کې به خلک له تا څه نه غواړي او ستا له مرستې به نهيلي شي،سره له دې،چې د خلکو ډېرى اړتياوې درته کومه سختي نه راپېښوي؛ځکه څه هم،چې درنه غواړي؛يا له تېري شکايت دى،چې عدالت دى او يا په راکړه ورکړه کې انصاف غواړي .


٭لسم – له خپلوانو سره د مشر خويونه :

په واقع کې،چارواکي خپلوان او نژدې کسان لري،چې ځانمني او لوټمار دي او په راکړه ورکړه کې انصاف نه لري. ددې ځانګړنو د لاملونه ريښه يې پرې کړه،چې د تېري جرړه يې راونړول شي؛شاوخوا او خپلوانو ته دې بېخي ځمکه مه ورکوه او داسې ورسره چلېږه،چې په ګټه يې د خلکو په زيان تړون لاسليک نشي؛لکه د پټيو اوبخور،يا ګډه کرنه،چې لګښت يې د نورو تر غاړې کړې،چې په دې توګه ګټه او خوند به يې د هغوى وي او ننګ به يې په دنيا او آخرت کې ستا پر غاړه وي .

حق،خپل حقوال ته ورکړه،که خپل وي يا پردى او په دې چار کې زغمناک اوسه،چې خداى به دې د زغم اجر درکړي.

که څه هم د حق پوره کول خپلوانو ته دې ستونزې راپيدا کوي او زغمل يې درباندې درانه پرېوځي؛خو د قيامت پر ياد يې وزغمه،چې دا غوره پايله او عاقبت دى.

او که کله ولس درباندې بدګومانه شو؛په ډاګه ترې بښنه وغواړه او په دې کار يې له بدګومانۍ وژغوره،چې دا به دې د ځان سپېڅلتيا او له ولس سره لورنه وي او بښنه غوښتل ددې لاملېږي،چې خپلې موخې ته ورسې او هغوى به حق ته اړ باسې او لار به يې ومومي.

 

٭ (١١) له دښمن سره د چلن دود :

که دښمن درته د سولې وړاندېز وکړ؛مخ ترې مه اړوه،چې د خداى رضا پکې ده او په سوله کې د پوځيانو هوساينه ده،له تا غم و رنځ لرې کېږي او فکري ارامي مومې او د هېواد امنيت خوندي کېږي؛خو د سولې تر تړون وروسته له دښمنه ډاډمن مه اوسه؛ځکه کله دښمن د دې لپاره درته نژدې کېږي،چې غافل دې کړي؛نو لرليد دې له لاسه مه ورکوه او “خوشبيني” او “ښه ګومان” دې يوې خواته کېږده.

کوم تړون،چې دې له دښمن سره کړى يا دې امان ورکړى؛نو په خپله ژمنه ولاړ اوسه او څه چې دې پر غاړه اخستي،امانت ساتى يې اوسه او ځان دې خپل تړون ته ډال کړه؛ځکه ګرد نړيوال، چې د هرې ګروهې او نظر خاوندان دي،د ژمنې پر وفا الهي فريضې ته يوه خوله دي. تردې،چې د جاهليت د زمانې مشرکان له مسلمانانو سره پر کړو ژمنو ولاړ ول؛ځکه د ژمنې ماتولو پيکه خوند يې څکلى و؛نو هيڅکله تړون مه ماتوه او په خپله ژمنه کې خيانت مه کوه.

دښمن مه تېر باسه؛ ځکه يوازې ناپوهه بدچارى د خداى پر وړاندې ګستاخي کوي.

کوم تړون،چې د خداى په نامه کېږي،خداى يې په خپلې لورنې د بندګانو د هوساينې وسيله او پناه راوړونکيو ته د امن پناه ځى ګرځوي،چې ټول د هغه د امن حريم ته مخه کړي؛ نو په ژمنه کې فساد، خيانت او چل نه ځايېږي.

هسې نه،چې داسې تړون لاسليک کړې،چې چل ول ته پکې سوړې وي. په تړون کولو کې تر ځير وروسته پلمې مه کوه، هسې نه چې د تړون ستونزې،چې خداى دې پر غاړه اېښي، تړون ماتولو ته دې اړباسي؛ځکه د تړونونو په ستونزو کې زغم،چې په راتلونکي کې يې د بريا هيله ده،تر هغه تړون ماتونې غوره دى،چې له سزا يې ډارېږې او په دنيا او آخرت کې د تړون ماتولو ځواب نشې ويلاى .

 

٭ (١٢) باخبر :

لومړى: پام، چې ناحقه وينه تويې نه کړې .

له وينې تويېدو ډډه وکړه،ځان له ناحقه وينې توييدو وساته، چې الهي عذاب خورا نژدې کوي او د خداى د پوښتنې ګروېګنې لامل ګرځي او نعمتونه په بيړه ورکوي او حکومت زوالوي او خداى په قيامت کې د بندګانو تر کړو وړو مخکې د ناحقه وينې تويېدو په اړه پرېکړه کوي؛نو د حرامې وينې په تويېدو خپله واکمني مه ټينګوه؛ځکه ناحقه وينه د حکومت پښې سستې او ړنګوي او بل ته يې ورلېږدوي او ته د ناحقه وينې په باب نه زما پر وړاندې او نه به د خداى په حضور کې کوم عذر او پلمه و نه لرې؛ځکه سزا يې “کسات” دى، چې تېښته ترې نشته .

که په تېرو کې دې د چا وينه تويه کړه يا دې په کړو وړو،توره يا لاس څوک وواژه(چې کله سوک هم د چا د مرګ لاملېږي،له هغه زيات خو لا څه کوې)؛نو هسې نه،چې د واکمنۍ غرور او مستي دې د وژل شوي کورنۍ ته د وينې (بيع او) د بيي له ورکولو مخه ونيسي!

 

دويم: پام،چې ځانمنى نشې.

هسې نه،چې پر ځانمنۍ اخته او پر خپلو ښو ډاډمن شې او غوړه مالي دې ښه و اېسي، چې دا شيطان ته پر تا د يرغل لپاره خورا غوره فرصتونه دي،چې د نېکانو نېکي ورکوي.


درېم: منت مه ږده

هسې نه،چې پر خلکو د کړو خدمتونو منت کېږدې يا څه چې دې کړي،ستر يې وګڼې يا له خلکو سره کړې ژمنه دې پوره کړې نه وي.

منت اېښوونه،د نېکانو بدله له منځه وړي او کار ستر ګڼل ، د حق رڼا تتوي او پر ژمنه وفا نه کول،د خداى او ولس غوسه راپاروي،چې ستر خداى ويلي دي: ((كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ(صف /٣) = دا چې وايئ او عمل پرې نه كوئ؛ نو د خداى پر وړاندې د سختې غوسې (لامل) دى! ))

 

څلورم: بيړه به نه کوې :

په هغو چارو کې بيړه مه کوه،چې وخت يې نه وي رارسېدلى او همداراز د هغو چارو په کولو کې سستي مه کوه،چې وخت يې رارسېدلى وي او پر هغو څيزونو ځېل او ټينګار مه کوه،چې (حقيقت يې) درته څرګند نه وي او يا دا چې په څرګندو چارو کې ناغېړي وکړې!هڅه وکړه،چې هر کار پر خپل ځاى او په ځانګړي وخت کې يې ترسره کړې.

 

پينځم: پام چې امتياز و نه غواړې:

هسې نه په څه کې،چې له خلکو سره يو شان يې،امتياز وغواړې.ټولو ته له څرګندو چارو غفلت وکړې؛ځکه پر هر حال د خلکو پر وړاندې مسئوول يې او ژر په دې چار له چارو يوې خوا ته کېږي او د مظلوم غچ درنه اخستل کېږي .

غرور،غوسه،د لاس تېرى او د ژبې توندي دې کابو کړه.

له بيړې ډډه وکړه او غوسه تېره کړه،چې آرام شې او چې غوسه سړه شي؛نو پر ځان به کابو شې او پر ځان به هله کابو شې،چې قيامت ډېر ياد کړې او د پالونکي لوري ته دې ورستون شې.

درته پکار دي،چې د تېرو چارواکيو عادلانه چلن، د تېرو ارزښتمن سنن او دودونه،د مخکېنيو غوره طريقې،د پېغمبر اکرم آثار او د خداى په کتاب کې فرايض دې تل ياد وي او په دې ليک کې،چې څه مې در پر غاړه کړي،په پلي کولو کې يې هڅه وکړه او همدا راز خپله غاړه مې درباندې خلاصه کړه؛که نفس سرغړاندى او درباندې برلاس شو؛ نو پر وړاندې به مې پلمه او عذر و نه لرې .

 

له ستر خداى غواړو:

( ١) چې پخپلو پراخو لورنو او ستر ځواک ما او تا ته د هغو چارو د تر سره کولو توفيق راکړي،چې رضا يې پکې وي .

(٢) د هغه او مخلوقاتو پر وړاندې يې پړه نه وسو.

(٣) په بندګانو کې يې په نېکنومۍ مشهور شو .

(٤) او په ښارونو کې يې رانه ښې نښې پاتې شي.

(٥) خپل نعمت دې راپوره کړي او کرم دې راباندې ولوروي .

(٦) او د عمر پاى مو پر نېمکرغۍ او شهادت وي،چې په حقيقت کې پر لوري يې ورستنېږو.

 

والسلام على رسول الله،صلى الله عليه و اله وسلم الطيبين الطاهرين وسلم تسليما کثيرا والسلام.

پاى

ژباړه :اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست