تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اسلام او نوی ژوند٣ ځینې ‏وايي،چې د کورنیو په حقوقو کې دې له لویديځو سیستمو ‏ لاروي وشي او غټ دلیل یې دا دی،چې ‏ وخت ‏بدل  شو‏ی او د شلمې پېړۍ غوښتنې داسې دي  اوکه په دې اړه مو خپل اند څرګند نه کړ؛نو نورې ویینې به مو نیمګړې وي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اسلام او نوی ژوند٣

ځینې ‏وايي،چې د کورنیو په حقوقو کې دې له لویديځو سیستمو ‏ لاروي وشي او غټ دلیل یې دا دی،چې ‏ وخت ‏بدل  شو‏ی او د شلمې پېړۍ غوښتنې داسې دي  اوکه په دې اړه مو خپل اند څرګند نه کړ؛نو نورې ویینې به مو نیمګړې وي .

که په دې اړه بسیا پلټنه وشي؛نو د مقالو په دې لړۍ کې نه ځایېږي؛ ځکه ډېر مسایل باید وڅېړل شي،چې ځینې یې فلسفي،ځینې یې فقهي او نور یې اخلاقي او ټولنیز دي . هیلمن یم، چې د “اسلام او وخت غوښتنې”په نامه په رساله کې داشان مسایل راونغاړم ،اوس بسیا ده، چې دوه مطلبونه روښانه شي :

یو دا چې د وخت له بدلونو سره همغږي څه ساده کار نه دی،چې بې خبره مدعیانو انګېرلې . په وخت کې،هم پرمختګ شته او هم کوږوالی،له پرمختګ سره یې باید مخکې ولاړ شو او له کوږوالي سره یې باید مبارزه وکړو.دا چې دا دواړه یو له بله وپېژنو؛نو هغه نوي بهیرونه او ښکارندې،چې په وخت کې راټوکېږي،له کومو منابعو سرچینه اخلي او په کوم لوري روانې دي،باید ولیدل شي د انسانانو له کومو لېوالتیاوو او د ټولنیز قشر له کوم قشره یې سرچینه اخستې ده؟ د انسانانو له ستر او انساني لېوالتیاوو او که له پرېوتو حیواني لېوالتیاوو یې سر چینه اخستې ده؟ ایا د پوهانو او علماوو بې عرضانه پلټنې ددې بهیر په رامنځ ته کېدو ونډه لري او که د ټولنې فاسد،پیسه چوت او ځانپاله پوړ ؟ دا مطلب په مخکېنیو مقالو کې روښانه شو.

په اسلامي قوانینو کې د نرموالي او خوځندۍ راز

بل مطلب چې باید روښانه شي دا دی : اسلامي اندیالان ګروهمن دي چې په اسلام کې یو راز او رمز دی چې دې دین ته یې د وخت له غوښتنو سره د اړخ لګونې ځانګړنه وربښلی ده او ګروهمن دي چې دا دین د وخت په پرمختګ او د فرهنګ ‏ له پراختیا او له لاس ته راغلیو بدلونو سره یې همغږی دی . ګورو،چې دا رمز څه دی او په بله وینا: هغه “میخ اوچوړۍ” چې ددې دین په جوړښت کې کارېدلي او ورته یې د خوځیزه- تحرک ځانګړنه ورکړې او بې له دې،چې یو حکم یې هم شا ته وغورځول شي،د علم او کلتور له لاس ته راغلي بدلونو سره همغږي کړای شي او کوم ټکرهم په کې نه رامنځ ته کېږي؛نو دا څه دي؟ دا مطلب باید په دې مقاله کې روښانه شي.

د ځینو لوستونکیو دې ته پام دی او زما هم،چې دا مطلب فني او تخصصي بڼه لري او یوازې په کارپوهيزو چاپېریالو کې دې وړاندې شي؛خو ددې مسئالې په مینه والو او پوښتونکیو کې تل ډېری بدکڅي هم شته،چې ورسره لاس و ګرېوان یو او دوی باور نه کړي،چې په اسلام کې به داشان ځانګړنه وي؛خو تر کومه چې دا بدبینان له بدبینۍ راوباسم او نورو ته بېلګه وښیم؛نو مطلب ته ورننوځم .

دا چې لوستونکي پوه شي،چې دا مسایل د ‏علماوو له نظره هم لرې نه دي پاتې؛نو په دې اړه لاندې کتابونه هم وګورﺉ : “تنبیه الامه” مرحوم آیت الله ناییني،”مرجعیت و روحانیت” علامه طباطبايی د ولایت او زعامت برخه .

دا چې د اسلام سپېڅلی دین ثابت او نه بدلېدونکي قوانین لري او د تمدن او فرهنګ له پراختیا او د ژوند له بدلېدونکي بهیر سره اړخ لګوي؛نو څو څیزونه دي،چې څېړو یې.

روح او مانا ته پاملرنه او د قالب او شکل پر وړاندې بې پروايي

۱- اسلام د ژوند ظاهري شکل نه دی څېړلى،چې په بشپړ ډول‏ د بشر په پوهې پورې اړه لري . اسلامي احکام د ژوند په روح،مانا،موخې او غوره لارې پورې اړه لري،چې بشر باید د هغو موخو لاس ته راوړنو ته پرې ولاړ شي . علم نه د ژوند روح او موخه بدلولای شي او نه یې د ژوند موخو ته د رسېدو په موخه لنډه او بې خطره لار ښوولې ده. علم تل د ژوند موخو ته د رسېدو لپاره غوره او بشپړ وسایل برابروي.

دا چې اسلام پخپله ولکه کې موخې ایښي او د علم او فن په ولکه کې یې شکلونه،صورتونه او اوزارونه ایښي؛نو په دې ډول یې د تمدن او فرهنګ د پراختیا له هر ډول ټکره ځان ژغورلی دی او د تمدن د پراختیايي لاملونو؛یعنې علم،کار،تقوا،ارادې،همت او استقامت په هڅونې ‏یې د تمدن د اصلي پرمختګ د لامل دنده پر غاړه اخستې ده .

اسلام د بشر په لار کې شاخصونه ښخ کړي دي.دا شاخصونه له یوې خوا موخې راښيي او بلخوا د خطر په نښو کوږوالی،پرېوتنې او پوپناه کېدنې راښيي.د اسلام ټول مقررات یا د لومړي ډول شاخصونو په څېر دي او یا  هم د دویم ډول په څېر.

 په هر پېر کې د ژوند وسایل او اوزار د بشر په علمي معلوماتو پورې اړه لري .څومره چې معلومات پراختیا ومومي،اوزارونه هم بشپړېږي او د وخت د جبر له مخې د نیمګړیو ځای نیسي.

په اسلام کې داسې وسیله،یا یو مادي او ظاهري شکل ‏ موندلای نشو،چې د “سپېڅلتیا” بڼه ولري،څو یو مسلمان د عمر تر پایه ځان پرې مکلف وبولي،چې  ‏د تل لپاره یې وساتي .

اسلام نه دي ویلي،چې درزیتوب،ګنډل، بزګري، وړل راوړل،جګړه یا هر بل داسې کار دې په پلاني ځانګړي اوزارو وشي؛ځکه که علم پرمختګ وکړي او هغه اوزار منسوخ شي،چې په دې توګه‏ د علم او اسلامي دستور ترمنځ تضاد او تناقض رامنځ ته نشي.اسلام نه څپلۍ او جامو ته ځانګړی ډول- مود راوړی او نه یې ساختمان ته ځانګړی سبک او نه یې تولید او توزیع ته ځانګړي اوزارونه په پام کې نېولي دي. دا یو له هغو اړخونو دي،چې د وخت له پرمختګ سره د اسلام اړخ لګونه راښيي .

ثابتو اړتیاوو ته ثابت قانون او بدلېدونکيو اړتیاوو ته بدلېدونکی- متغیر قانون

۲- د اسلام د دین بله مهمه ځانګړنه دا ده چې د بشر ثابتو اړتیاوو ته یې ثابت قانون او بدلېدونکیو اړتیاوو ته یې بدلېدونکی وضع مقرره کړې که په وګړیزه او شخصي برخه کې وي او یا هم په عمومي او ټولنیز برخه کې، د اړتیاوو ځینې برخې ثابتې وضع لري او په هر وخت کې یو شان دي . هغه نظم،چې بشر یې باید خپلو غرایزو ته ورکړي او هغه نظم،چې باید خپلې ټولنې ته یې ورکړي،د اصولو او کلیاتو له نظره په ټولو وختو کې یو شان دی .

زه د “د اخلاقو د نسبیت” او “د عدالت د نسبیت” له مسئلې خبر یم،چې پلویان لري؛نو د پلویانو د نظریاتو په پامنيوي ،خپله ګروهه وایم.

د بشر د اړتیاوو بله برخه،متغیر یا بدلېدونکي اړتیاوې دي او ناثابتو او متغیرو قوانینو ته اړتیا ده. اسلام ددې بدلېدونکیو اړتیاوو لپاره بدلېدونکې وضع په پام کې نېولې ده،هغه داسې،چې بدلېدونکې وضع یې په ثابتو اصولو پورې تړلې ده او دا ثابت اصول په هره  بدلېدونکې وضع کې، “ځانګړى فرعي قانون” رامنځ ته کوي .

په دې مقاله کې دا مطلب نور نشم څېړلای؛خو د لوستونکیو ذهن څو مثالو ته را اړوم .

په اسلام کې یو ټولنیز اصل دی،چې وايي “ وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ (انفال/۶۰ ام آيت)=او څه مو چې له وسې پوره وي، د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ “.

بلخوا د پېغمبراکرم په سنتو کې یو لړ لارښوونې دي،چې په فقه کې په “سبق او رمایه” مشهور دي،چې یوه یې دا ده : ځان او اولاد ته مو،په پوره مهارت اس سپرېدنه او نښه ایشتنه ورزده کړﺉ .اس سپرېدنه او نښه ایشتنه دهغه وخت پوځي فنون ول . ډېر روښانه دي،چې د “سبق او رمایه” د قانون ریښه “ وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ”ده؛یعنې غشی،توره،نېزه،لیندۍ،کچره او اس د  اسلام له نظره اصالت نه لري، څه چې اصالت لري،ځواکمنېدل دي،څه چې اصالت لري دا دي،چې مسلمانان دې په هر وخت او عصر کې د دښمن پر وړاندې د پوځي او دفاعي له اړخه ځواکمن اوسي. د اس سپرېدنې او غشي ایشتنې مهارت هغه جامې دي،چې ځواکمنۍ ته وراغوستل شوي ‏ او په بله وینا : پلیزه – اجرايي بڼه لري . د دښمن پر وړاندې ځواکمنتیا هغه ثابت قانون دی،چې له همېشنۍ او ثابتې اړتیا یې سرچینه اخستې ده.

خو په غشي ایشتنه او اس سپرېدنه کې مهارت،د لنډمهالې او بدلېدونکې اړتیا ښکارندوی دی او له وخت او پېر سره بدلېږي او د تمدن د شرایطو په بدلېدو نورو څیزونه (؛لکه د نننیو ګرمو وسلو برابرول او د کارولو مهارت) یې ځای نیولای دی .

بل مثال : بل ټولنیز اصل په قرآن کې بیان شوی،چې د شتمنۍ په مبادلې پورې اړه لري .اسلام د وګړیز مالکیت آر ‏ منلی؛خو له هغه مالکیت سره توپیر لري،چې د پانګوالۍ په نړۍ کې دی،اوس یې د څېړلو وخت نه دی . د وګړیز مالکیت لازمه “مبادله” ده.

اسلام “مبادلې” ته اصول ټاکلي،چې یو یې دا دي : “ وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ- (بقرة/۱۸۸) او تاسې په خپلومنځونوكې د يو بل مال په ( ناحقه او) ناروا مه خورئ”؛یعنې هغه مال، چې لاس په لاسېږي او له تولیدونکي نه د بل لاسه ته ځي او بیا د درېمګړي لاس ته ځي؛ نو د مشروعې ګټې له لارې دې شتمني خاوند ته ګټه ورسوي .د شتمنۍهغه لاس په لاس کېدنه  منع ده،چې خاوند ته یې یو څه انساني ارزښتناکه ګټه ونه لري . اسلام ،مالکیت له مطلق اختیار سره مساوي نه ګڼي .

بلخوا په اسلامي مقرراتو کې څرګند شوي،چې د ځینو څیزونو پلور پېر منع دی؛لکه د انسان وینه او ډګې متیازې،دا ولې؟ ځکه د انسان یا د پسه وینه ګټور مصرف نه لري،چې با ارزښته یې کړي او د انسان د شتمنۍ برخه شي . د وینې او ډګو متیازو د پلور پېر د منع کېدو اصل “ وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ” دی . د وینې او ډګو متیازو منع کېدنه د اسلام له نظره اصالت نه لري،څه چې اصالت- ساهوتوب لري دا دي،د هغه دوو څیزونو ترمنځ باید مبادله وشي،چې بشر ته ګټور وي . د انسان د وینې او ډکو متیازو ممنوعیت د “ وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ” پلیزه بڼه ده او،ان که د مبادلې خبره هم نه وي؛نو له بل چا،څه شتمني چټي نشو تملک-ترلاسه کولای،چې ویې لګوو.

دا آر ثابت او ټولو وختو ته دی او له ثابتې ټولنیزې اړتیا یې سرچینه اخستې ده،دا چې وینه او ډکې متیازې شتمني ونه پتېیل شي او د مبادلې وړ نه وي؛نو دا په وخت،عصر، د تمدن په کچې، د شرایطو په بدلون،د علم  او صنایعو په پرمختګ او ورڅخه د سمې ګټنې په شونتیا پورې اړه لري؛نو حکم یې بدلېږي .

بل مثال : د عمر په وروستیو کې د حضرت علي (ک) په سر کې سپین ویښته پیدا شول؛خو نه یې رنګول،ږیره یې هماغسې سپینه وه. چا ورته وویل : مګر پېغمبراکرم(ص) حکم ونه کړ،چې “ سپین ویښتان په رنګ پټ کړﺉ”. ورته یې وویل: هو. کس وویل : تاسې یې ولې نه کوﺉ؟ ورته یې وویل : هغه وخت،چې پېغمبر اکرم دا حکم وکړ د مسلمانانو شمېر لږ و،په کې ځېنې سپین ږیري هم ول،چې په جګړو کې به یې ګډون کاوه، دښمن،چې به د مسلمانانو په لیکو کې دا سپین ږیري لیدل؛نو روحیه یې غښتلې کېده،چې له سپین ږیرو سره مخ یو،پېغمبراکرم حکم وکړ،چې ویښتان رنګ کړئ،چې دښمن یې سپین ږیرتوب ونه ویني. حضرت علي (ک) زیاتوي : دا حکم پېغمبراکرم هغه وخت وکړ،چې د مسلمانانو شمېر لږ  و  او اړینه وه،چې له داسې وسایلو ګټنه وشي؛خو نن چې اسلام په ټوله نړۍ خپور دی،دې کار ته اړتیا نشته،هر څوک ازاد دی،چې رنګ وهي که نه .

د حضرت علي (ک) له نظره د پېغمبراکرم حکم،”رنګ کړﺉ” اصالت – ساهوتوب نه درلوده،د حکم پلیزه بڼه بله څه وه،یو ډول جامې وې،چې د یو بل اصلي قانون تن ته وراغوستل شوې وې او هغه دا،چې د دښمن د روحیې له پیاوړتیا سره مرسته ونشي .

اسلام هم ظاهر،شکل او پوټکي ته اهمیت ورکوي او هم،باطن او زڼي ته؛خو تل ‏ظاهر ‏باطنو ته،پوټکی زڼي ته،پوښ مغزو ته او جامې، تن ته غواړي .

د لیک بدلون

نن د “د لیک د بدلون” مسئاله مطرح- نوموتې ده . دا مسئاله له اسلامي اړخه په دوه ډول وړاندې کولای شو: یو دا آیا اسلام ځانګړې الفبا لري او د الفباوو ترمنځ توپیر کوي؟ ننني الفبا مو،چې په عربي الفبا مشهوه ده،ایا اسلام یې خپله ګڼي او نور الفبا؛ لکه لاتین الفبا،پردي ګڼي؟ نه! د اسلام له نظره،چې نړيوال ‏دین دی،ټولې الفبا یو شان دي .

ددې مسئلې بل شکل دا دی،چې د الفبا او د لیک بدلون په نورو کې د مسلمان ولس په هضم او ورماتېدنې کې څه اغېز لري؟ له خپل فرهنګ سره ددې ملت په اړیکو غوڅونه کې څه اغېز لري،چې په هر حال په تېرو څوارلسو پېړیو کې یې خپل اسلامي او علمي معارف په همدې الفبا لیکلي دي؟ د لیک بدلونې نقشه د چا له خوا مطرح شوې او څوک یې پلي کوونکي دي؟ دا باید وڅېړل شي.

د پردیو پېښې حرامې دي

 زه کله له داسې پوښتنو سر مخېږم،چې په ملنډو مې پوښتي: په ولاړه ډوډۍ خوړل څه حکم لري؟ په قاشوغه څنګه؟ ایا د شپو یا ګردې خولۍ اغوستل حرام دي؟ د پردیو لغت کارول حرام دي؟

په ځواب کې یې وایم : اسلام په دې اړه ځانګړی حکم نه دی راوړی،له نورو وېرېدل حرام دي،په پټو سترګو د نورو پېښې کول حرام دي،په نورو کې ویلي کېدل او ورکېدل حرام دي،د پردیو پر وړاندې چوپ کېناستل حرام دی (؛لکه څرنګه چې سوې د مار پر وړاندې چوپ وي)، پردی مړ خر ،کچره ګڼل حرام دي،د “پېړۍ د پدېدې” په نامه د هغوی کوږوالیو او بدبختیو ته ورماتېدنه حرامه ده،دا چې هر څوک دې د جسم،روح ،ظاهر او باطن له اړخه د پردیو په څېر شي،دا چې څو ورځې پاریس ته تګ او د “ر” مخرج د “غ” په مخرج ویل حرام دي،( فرانسویان په خبرو کې (ر) نشي ویلای او په ځای یې (غ) وايي؛ یعنې دهغوى پېښې کول) .

د اهم او مهم مسئاله

۳- بل اړخ،چې اسلام د وخت له غوښتنو سره اړخ لګوي، دا دی،چې د دې دین حکمونه عقلاني- سولیز اړه لري . اسلام خپلو پلویانو ته اعلان کړی،چې حکمونه یې له یو لړ سترو ګټو راټوکېدلي او بلخوا خپله په اسلام کې د مصلحتونو د اهمیت درجه بیان شوې ده؛ ځکه په هغو برخو کې،چې بېلابېلې ګټې داسې راوټوکېږي،چې لوری یې د یو بل خلاف وي ؛نو په دې برخه کې یې د اسلام د رښتینو کارپوهانو کار اسان کړی دی . اسلام اجازه ورکړې،چې په داسې ځایو کې دې اسلامي کارپوهان د مصلحتو د اهمیت درجه وسنجوي او د هغو لارښونو له مخې،چې اسلام کړي،مهمترین مصلحتونه دې وټاکي. فقهاوو دې قاعدې ته “اهم او مهم” وايي . بېلګې ډېرې دي؛خو له راوړو یې تېرېږم .

هغه قوانین،چې د “وتو”حق لري

۴- بل اړخ ،چې دې دین ته یې د خوځند- تحرک او اړخ لږونې ځانګړنه وربښلې او ژوندی او تلپاتی یې ساتلی دا دی،چې یو لړ قوانین او قاعدې پکې وضع شوي،چې کار یې د نورو قوانینو کنترول او تعدیل دی . فقهاء دې قواعدو ته ‏”حاکمه” قواعد وايي؛لکه د “لا حرج” قاعده او د “لا ضرر” قاعده،چې پر ټوله فقه واکمني کوي . دا لړ قواعد نور قوانین کنترول او تعدیلوي . په حقیقت کې اسلام دې قاعدو ته د نورو قوانینو او مقرراتو په پرتله د “وتو” حق ورکړی دی . دا هم اوږده لړۍ ده،چې دلته یې نشم رانغاړلای.

د واکمن اختیارات

بې له پورته څرګندونو،د اسلام د سپېڅلي ‏دین په جوړښت کې یو لړ “میخ او چوړۍ” کارول شوي،چې دې دین ته یې د ابدیت او خاتمیت ځانګړنه وربښلی ده. مرحوم ایت الله نایني او علامه طباطبايي پر هغو اختیاراتو ټینګار کړی،چې اسلام صالح اسلامي حکومت ته ورکړي دي .

د اجتهاد آر- اصل

علامه اقبال وايي : “ اجتهاد د اسلام خوځیزه- محرکه قوه ده”. دا خبره سمه ده؛خو د اسلام غټه ځانګړنه د “اجتهاد منل” دي . که د اسلام پر ځای بل څه کېږدو،وینو چې د اجتهاد کار څومره ستونزمن دی؛بلکې لار یې تړلې ده. غټ ټکی دا دی،چې په دې عجیبه اسماني دین کې داسې ‏رمزونه کارول شوي،چې د تمدن له پرمختګ سره د همغږۍ ځانګړنه یې وربښلې ده .

بوعلي سينا بلخي هم په “شفاء” کې د “اجتهاد” اړتیا د همدې آر له مخې بیانوي، وايي:

“دا چې د وخت اوضاع تل بدلېدونکې ده او تل نوي مسایل رامنځ ته کېږي او بلخوا د اسلام ټولیز ‏اصول ثابت او نه بدلېدونکي دي؛نو دې ته اړتیا ده،چې په هر وخت کې دا شان وګړي وي،چې په اسلامي مسایلو پوره پوه وي او په هر وخت کې،چې نوي مسایل رامنځ ته کېږي،د مسلمانانو اړتیاوې وځوابوي.”

د ایران په متمم اساسي قانون کې هم دا شان وړاندوینه شوې،چې په هر عصر کې د مجتهدیتو یو پلاوى،چې تر پینځو  کم نه وي او د وخت له اړتیاوو هم ناخبره نه وي،په تصویب شویو قوانینو دې څارنه وکړي . ددې مادې د لیکوونکیو موخه دا وه،چې هغه وګړي دې ‏د هېواد ‏قوانین وڅار‏ي،چې نه ‏”جامد” نه “ناپوه”،نه د وخت له پرمختګو سره مخالف وي او نه په پټو سترګو د نورو پېښې وکړي .

کوم اړین ټکى،چې غواړم رڼا پرې واچوم دا دى،چې د “اجتهاد” رښتینى مفهوم؛یعنې په اسلامي مسایلو کې تخصص او فني کارپوهي،داسې څه نه دي،چې له مکتبه تښتېدلی هر کس یې ادعا وکړي ،په دې پلمه،چې څو ورځې ديني مدرسې ته تللی دی .

په غوڅ ډول په اسلامي مسایلو کې د اند ورکونې صلاحیت ته یو عمر اړتیا ده،که یو عمر  کم نه وي؛نو ډېر هم نه دی او هغه هم په دې شرط،چې نوموړی کس قوي استعداد او ذوق ولري او الهي پېرزونې هم پرې شوې وي .

پر تخصص او اجتهاد سربېره،هغوی د رای او نظر مرجع پېژندل کېدای شي،چې له حداکثر تقوا،خدای پېژندنې او د خدایه له وېرې له ځانګړنې برخمن وي . د اسلام تاریخ دا شان کسان راښيي،چې له ټولو علمي او اخلاقي صلاحیتو په درلودو،چې غوښتل یې د څه باب نظر ورکړي،ډېر په لړزېدل .

له لوستونکیو بښنه غواړم،چې د خبرو لمن لږه اوږده شوه.

د ښځمنو حقوق

لیکوال : مرتضی مطهری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!