تبلیغات

پېغمبراکرم(ص) وويل : په ځمکه به هر کور ته اسلام ورننوځي؛ که خټين کور وي يا د وړۍ کېږدۍ ‏. (مجمع البيان – د توبې سورت تفسير) لنډه شرح :ورځ تلې بلې دا حقيقت روښانېږى، چې د نړۍ خلک په دوو لارو کې دي چې يا اسلام ومني او يا به هيڅ دين و نه […]

پېغمبراکرم(ص) وويل : په ځمکه به هر کور ته اسلام ورننوځي؛ که خټين کور وي يا د وړۍ کېږدۍ ‏. (مجمع البيان – د توبې سورت تفسير)

لنډه شرح :ورځ تلې بلې دا حقيقت روښانېږى، چې د نړۍ خلک په دوو لارو کې دي چې يا اسلام ومني او يا به هيڅ دين و نه مني؛ نو له هغه ځايه چې بې ديني د انسان په خټه کې نه ده اغږ‏ل شوى؛نو فطرت يې مخ اسلام ته را اړوي،چې نن سبا د نړۍ په زیاتره ‏ځايونو کې خلکو د نیز د څپو غوندې اسلام ته مخه کړې ،چې ددې موضوع تکامل به د مهدي اخرالازمان په راتلو سره وي، پر هغه ورځ به شرک او بوتپالي ‏له دنيا کډنه شي او د اسلام حکومت به پر ټوله نړۍ واکمن شي . په پورتني حديث کې زموږ محبوب لارښود هم همدې خبرې ته اشاره کړې ده.

يو د بل پر وړاندې حقوق ( متقابل حقوق)

حضرت پېغمبر اکرم (ص) وويل : هماغسې چې اولاد د خپل موروپلار حقوق ولتاړي او ګناهګارېږي ؛نو که موروپلار هم د خپل اولاد حقوق پرېږدي؛ نو غاړه يې پرې بنده وي. (اقوال الائمه)

لنډه شرح : په دنيا کې به داسې حق پېدا نه کړئ،چې دنده به يې په څنګ کې نه وي؛ يعنې د هر حق په څنګ کې يوه دنده هم وي او څومره چې حق ستر وي، هومره يې دنده او پازوالي – مسؤليت هم ستره وي؛نو ځکه موروپلار پر خپل اولاد ستر حق لري؛هغه حق چې په قرآن شريف کې د څښتن (ج) د حق تر څنګ راغلى دى، چې ددې حق پر وړاندې يوه موروپلار ته درنه دنده هم ورکړ شوى او هغه دا، چې د اولاد ‏په روزنه کې کوښښ وکړي او تر هغه، چې شونې وي د خپل اولاد په اروایز،اندیز‏ او جسمي پياوړتيا کې زیار وګالي .

په ژوند کې تېروتنه

حضرت علي (ک) وويل: زړه دې په تېرو شويو پسې په غمونو مه اخته کوه؛ځکه ګاندې – راتلونکې ته دې له چمتوتيا ژغوري. (غررالحکم)

لنډه شرح : ډېر کم کسان پېدا کېږي،چې په ژوند کې به نه وي تېروتي او فرصتونه به يې له لاسه نه وي ورکړي،چې دلته خلک پر دوو ډلو ويشل کېږي: هغوى، چې خپل وخت د تېرو شويو له امله په خواشينۍ کې تېروي او خپله ټوله انرژي په دې لار کې لګوي؛خو بله ډله تېر شوي کارونه تېر شوي ګڼي، هېروي يې او له تېرو څخه په راتلونکي کې د پرمختګ لپاره عبرت اخلي،په خپل ټول قوت د راتلونکى جوړونې لپاره پام کوي؛نو سمه خبره دا ده،چې برى دهغوى دى،چې په پورتنۍ وینا کې مو د حضرت علي (ک) له خولې ‏واورېدل .

له خلکو سره مرسته

امام صادق (رح) وويل: څوک چې د نورو مسلمانانو ستونزاوارۍ ته هلې ځلې کوي؛نو څښتن (ج) به يې ستونزې هوارې ‏کړي.‏ (بحارالانوار ٧٤ / ٢٨٦)

لنډه شرح : ډېری په دې اند دي‏،چې که د نورو ستونزاوارۍ ته ‏هلې ځلې وکړو؛نو په خپله به له پرمختګه پاتې شو،حال دا چې د اسلام سول منطق هماغه دى،چې په پورتنۍ وینا کې وويل شو: ته د خلکو ستونزاوارې ‏وکړه؛نو څښتن (ج) به په خپل ځواک ستاسې ستونزاوارې وکړي‏،چې ‏څوک يې هم ځواک ته نشي ‏رسېدای. دا خبره مې په سترګو ليدلې او هغوى،چې د نورو ستونزاواري ‏په فکر کې وي؛نو په هېښنده توګه يې خپل ستونزاوارې هم ‏شوی،چې دا يوه الهي پېرزوينه ده .

هيڅ ګناه وړه مه ګڼه

امام حسن عسکري وايي : هغه ګناه، چې نه بښل کېږي دا ده،چې انسان وايي:((اى کاش کې چې ګناه مې همدا وي.)) (تحف العقول)

لنډه شرح : کوچني ګناهونه د څو څېزونو له امله غټېږي،چې يو يې هم ګناهونو ته ټيټ کتل او بې ارزښته شمېرل يې دي،چې دا کار د شيطان ستره وسوسه ده .

هغه ګناهونه،‏چې انسان ترې وېره لري،‏پرې ککړ نشي‏ دومره خطرناکې نه وي؛ ځکه چې تل يې ورته پام وي،چې چېرته پرې ککړ نشي؛خو که يوه ګناه وړه وشمېرل شي او وېره يې ترې لرې شوه؛نو په آسانۍ او په ډاډه زړۀ هغې ګناه ته ورنږدې کېږي او تل دا ګناه تکراروي.‏ د صغيره ګناه تکرارول هم کبيره ګناه شمېرل کېږي. لنډه دا چې ګناه که وړه وي او که ستره ؛نو د څښتن (ج) د حريم ماتول دي.

پوهه غوره ده

امام موسى بن جعفر(رح) وويل : ((عالم)) پر ((عابد)) دومره غوره دى ؛ لکه (( لمر)) چې پر(( ستوريو)) دى. (تحف العقول)

لنډه شرح :د آسمان ستورې يوازې ځان ته روښانه وي؛خو موږه ته دومره رڼا نشي را رسولى او نه راته لار رڼا کولاى شي؛خو لمر پخپلې رڼا، ژوند بښاندی وي. هو! د عالم او عابد توپير هم همداسې دى.عابد يوازې خپله شړۍ له اوبو راکاږى؛ خو عالم هڅه ‏کوي،چې ټولنه وساتي او په دې ټول پوه دي،چې ستورې له لمر څخه رڼا اخلي؛ يعنې که د لمر رڼا نه وه؛ نو ستوريو به هم رڼا نه درلوده؛نو لنډه دا چې که ((عالم)) نه واى؛نو((عابد)) به هم نه و.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!