تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه اسماني ستنې اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ ﴿ رعد/۲﴾ = الله هغه سپېڅلې ذات دى،چې اسمانونه يې بې له داسې ستنو لوړ کړل، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

اسماني ستنې

اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ ﴿ رعد/۲﴾ = الله هغه سپېڅلې ذات دى،چې اسمانونه يې بې له داسې ستنو لوړ کړل، چې يې وينئ . بيا يې پر عرش استوا وكړه (او د نړۍ د تدبير چارې يې د واک په منګولو كې ونيوې) او لمر و سپوږمۍ يې ايل كړل، چې هر يو تر يوې ټاكلې مودې روان دي. [هماغه د نړۍ] چارې تدبيروي (او خپل) آيتونه (او نښې درته) تشريحوي،ښايي د خپل پالونكي پر مخامخېدو يقين وكړئ .

په يو روايت كې راغلي، چې حسين بين خالد، امام رضا (رح) وپوښت: دا چې الله د ذاريات سورت په اووم آيت كې وايي:

وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْحُبُكِ = او په ستوريو پسولل شوي او له لارو پر ډک اسمان قسم.

مانا يې څه ده؟ امام (رح) وويل: ((دا اسمان، ځمكې ته لارې لري))

حسين بن خالد وويل: له ځمكې سره به څرنګه ارتباطي لارې ولري؛ حال دا چې الله وايي: اسمانونه بې ستنو دي؟!

امام (رح) وويل: الله سپېڅلى او پاك دى، ايا الله نه وايي: بې ستنو چې يې وويني؟

حسين بن خالد وويل: هو.

امام(رح) وويل: ((نو ستنې شته؛ خو تاسې يې نه وينئ.))

دا آيت هغه حديث ته په پامنيوي، چې په تفسير كې يې راغلى، له يوه حقيقته پرده لرې كوي، چې د آيتونو د نزول پر وخت هيچا ته څرګنده نه وه؛ ځكه پر هغه مهال د نړۍ پر علمي چاپېريال بطلميوسي نظريه واكمنه وه، چې له مخې يې، اسمانونه د كراتو په بڼه د پياز د غوټې په څېر يو پر بل پراته وو او طبیعتاً يو يې هم راځوړند او بې ستنو نه و؛ خو بشر ډېر روسته رابرسېره كړه، چې دا نظريه يو مخې تېروتنه ده او واقعيت دا دى، چې اسماني كرات بې له دې، چې څه د ډډې وهلو ځاى ولري، هر يو په خپل مدار او كړۍ كې ځوړند او ثابت دي او ترمنځ يې د جاذبې او دافعې قواوو انډول پر خپل ځاى ثابت ساتلي دي، چې يوه يې ددې كراتو په كتلې پورې اړه لري او بله يې په حركت پورې اړوند ده.

د جاذبې او دافعې دې انډول د يوې نه ليدوونكي ستنې په څېر، اسماني كرات په خپل ځاى كې ساتلي دي[1].

 

[1] نمونه تفسیر، 10: 110 مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!