تبلیغات

دا چې ((اصحاب کهف )) د ځمکې پر کومې سيمې اوسيدل او دا غار،چېرته دى ؟ په دې اړه د پوهانو او مفسرانو ترمنځ زياتې خبرې اترې شته ؛خو په دې اړه دوه خبرې سمى په نظر راځي . ١–   دا پيښه د (( افسوس )) په ښار کې پيښه شوى ،چې دا غار ورسره […]

دا چې ((اصحاب کهف )) د ځمکې پر کومې سيمې اوسيدل او دا غار،چېرته دى ؟ په دې اړه د پوهانو او مفسرانو ترمنځ زياتې خبرې اترې شته ؛خو په دې اړه دوه خبرې سمى په نظر راځي .

١–   دا پيښه د (( افسوس )) په ښار کې پيښه شوى ،چې دا غار ورسره نژدى پروت دى .

د افسوس ښار کنډوالى اوس هم د ترکیې د ازمير ښار ته نژدى ليدل کېږي او د ((اياصولوک )) کلى ته نژدى د ((ينايرداغ )) په غره کې اوس هم يوغار دى ،چې له ((افسوس )) سره نژدى دى .

٢– د اردن له پايتخت (( عمان )) سره نژدى د (( رجيب )) بانډى ته نژدې يو غار دى ،چې ددى غار له پاسه د (( صومعى )) اثر ليدل کېږي .

او د ځينې قرائنو له مخې تر پنځمې زېږیزې پيړۍ پورې اړه لري.

مسلمانانو،چې هغه ځاى وينو؛نو((صومعه )) یې ورانه کړه او پرځاى یې ((جومات)) جوړ کړ.

په دقيقه توگه ددې ځاى پيدا کول د قصې په اصل ،د قصې په تاريخي اهميت او له قصې څخه په راولاړو شويو روزنیزو زده کړو څه اغيز نشي غورځولاى . په هر صورت دا پيښه د دکيوس ( ،چې په عربۍ کې ورته دقيانوس وایي ) باچا په وخت کې تېره شوى ،چې د سلطنت په وخت کې یې مسيحيان سخت ځوريدل .

د ظالم مشر دقيانوس له لاسه چا ساه نشوه ايستلاى او نه مبارزاتي فعاليتونه کيداى شول ،په دې ترڅ کې ( ٧) يا ( ٧٠) تنه د ((طاغوت دقيانوس )) پرضد د طغيان او پر حق د ايمان پړاو ته رسيدلى وو.

فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ ( بقره/۲۵۶) =(( څوك چې پر طاغوت [ =بوت، شيطان او هر سرغړانده] كافر شي او پر خداى ايمان راوړي؛ نو په رښتيا، چې کلکه کړى يې ټينگه نيولې.))

څارونکي یې په لټې پسې شول او دوى ترې يوغار ته ننوتل او د غار خوله د زلزلې له امله ټپه شوه،څارونکيو ټوله سيمه وڅارله ؛خو پرموندو یې بريالى نه شول . دا ډله ٣٠٠ کاله په غار کې ويده کېږي؛ خو بې له دې چې پوه شي څومره وخت پرې تېر شوى ،له ٣٠٠ کلونو وروسته ،چې راويښېږى؛نو فکر کوي ،چې يو ساعت په خوب ويده وو. د لوږى احساس کوي او پيسې له ځان سره اخلى ،چې له نژدې ابادې خواړه راوړي،ابادې ته ، چې راورسيدل ګوري ،چې هرڅه بدل شوي . کوم خلک یې ،چې پېژندل او ورسره یې ناسته ولاړه درلوده اوس یې نه ويني ،نوى کهول او نوې منظرې یې تر سترگو کېږي ، چې د خوړو اخستنې ته هټیوال ته پيسى ورکوي ؛نو هټیوال په حېرانتيا وپوښت،چې دا پيسې دې له کومه کړى ؟ آيا خزانه دې موندلى ؟ دوى ورته وایي : دا رايجى پيسى دي، هټیوال ورته وایې دا د درې سوو کلونو مخکې روپۍ دى اوس له رواجه لويدلى .

په دې قصه کې خورا زيات مطالب پراته دى؛خو دلته موږ د خپلې پوهى په اندازه څو ټکيو ته په لنډ ډول اشاره کوو:

١– ړوند تقليد او کورکورانه تگ بايد له منځه ولاړ شي او له فاسد چاپېریال سره له يو رنگوالى ځان بچ وساتل شي .(( اصحاب کهف )) د ډيره کي – اکثريت بېلارې او ضاله چاپېریال پر وړاندى خپله (( اندیزه خپلواکي- فکري استقلال )) له لاسه ورنکړه،چې بريالي هم شول .

له آره انسان بايد (( چاپېریال جوړوونکى)) اوسى ،نه دا ،چې له (( چاپېریال سره سازښت )) وکړي .

ته ناز کړى چې بدل کړى زمانى يم

مردهغه دى چې بدله زمانه کړى

بې وګړې- شخصيته او سستلوښي – سست عنصره وایي ((که غواړى ،چې رسوا نشي؛نو له ټولنى سره ځان يو رنگ کړﺉ)) ،خو مؤمن او آزاد اندي وايي : (( له ټولنې سره يو رنگي رسوایي ده))

٢– انسان بايد د خپل ايمان او ودې له توکیزو- مادي نعمتونو برخمن ژوند پرېږدي        او هر ډول بې برخیتوبونو ته غاړه کېږدي.

٣–   د(( خوالې – راز ساتنه)) له دې قصې يوه بله روزنیزه زده کړه ده . (( اصحاب کهف )) په دې ټينگار کاوه ،چې د ښار خلکو ته یې حال رابرسيره نشي او مسئله همداسې چوپه خوله پاتې شي،هسې نه چې وړيا له منځه ولاړ نشي او يا په زور بيا فاسد غونډال – نظام ته رانه ښکل شي .

٤– د څښتن پاک په لار کې د تلونکيو انسانانو ترمنځ توپير نشته . ګورو ،چې وزير له شپون (ان هغه سپى ،چې د دوى ساتنه یې کوله) سره يوځاى د حق لار وهي،توکیز-مادي امتيازات او بېلابېل ټولنيز مقامونه هغوى پرحق لارې له تگه نشي منع کولاى ؛ځکه د(( حق)) لار د ((توحيد)) لار ده او د (( توحيد لار)) د ټولو انسانانو د يو رنگۍ لار ده.

٥– په سختو شېبو کې څښتن تعالى هېښنده- حيرانوونکى غييى مرستې کوي ، خداى پاک له ناوړو ټولنيزو شرايطو((اصحاب کهف)) داسې خلاص کړل،چې کلونه يې په خوب ويده کړل او بيا یې په مناسب وخت کې راويښ کړل او د ((توحيدي لارې)) د اتلانو په نامه یې وستايل او همداراز هغوى یې له خطرونو وژغول او د دوى د ساتنې لپاره یې د څارونکيو په زړونو کې ويره او وحشت پيدا کړ.

٦–   انسان ،چې په سختو شرايطو کې هم وي بايد ((پاک او حلال خواړه)) وخوري ؛ځکه خواړه پر روح، فکر او زړه اغېز کوي؛نو ځکه ((ناولي او حرام خواړه)) انسان د څښتن تعالى له لارې او تقوى لرې کوي .

٧–   انسان بايد خپل ځان د خداى پاک ارادې ته وسپاري له هغه مرسته او استمداد وغواړي او کوم کارونه ،چې ترسره کوي بايد ((ان شاء الله)) ووایي .

٨–   قرآن مجيد ((اصحاب کهف )) د ميړنو په نامه ياد کړي‏ حال دا چې د ځينو روايتونو له مخې هغوى د عمر له نظره ځوانان وو او که دا ومنو ،چې هغوى په لومړيو وختونو کې د ظالم پاچا له وزيرانو ځنې ول؛نو بيا هم څه عمر ورباندې تېر شوى وو او دا مسئله  راښیي،چې قرآني سول – منطق ميړني هغو ته وایي ،چې د ميړانې آرونو ( پاکوالى ، ميړانه ، سرښندنه …) ته پاملرنه وکړي.

٩– (( اصحاب کهف)) کله ،چې پر ټولنې واکمن شرکي غونډال- نظام غندي ؛نو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره سولیز – منطقى دلايل راوړي .

له آره ټولو پېغمبرانو عليهم السلام او الهي مشرانو له خپلو مخالفينوسره ازاد او سولیزه- منطقي ویینه- بحث کوله او له زوره یې هغه وخت کار اخسته،چې سولیزې ویینې به اغېز نه کاوه او يا به یې د ویینې مخنيوى کېده .

١٠– د (( اصحاب کهف )) قصه راښیي،چې ((جسماني معاد)) شونې دی او په قيامت کې انسانان بيا په همدې تن او وجود را ژوندي کېږي .

١١–   که ټولنه د ((باطلو او ناروا ځواکونو)) له لارې رهبرى کېده او په ټولنه کې تر ( ٧) تنو زيات ګډ اندي- همفکران هم نه ول او ټول پر باطلو روان وی او د راتلونکي زمانې په اړه هم څه اميد نه و او نه د حالاتو اوښتو لپاره څه احتمالات ول؛نو دا ( ٧) تنه بايد نهیلي نشي ،چې گنې د ظلم ماڼۍ به تل ودانې وي.

١٢– که ټوله نړۍ د ( ٧) تنو پر وړاندې ودرېږي،بيا هم له دوى څخه پازوالي – مسووليت نه لرى کېږي؛بلکې د خپل ځان د خلاصون لپاره بايد هلې ځلې وکړي،که څه هم ټولې لارې پرې تړلې وي .

١٣– د حق پلیوني – پيروان ،چې د ظلم پر وړاندى یې دريځ نيولى وي، په پای کې بريالي کېږي ؛ځکه د((ظلم کاسه)) نسکوره ده او رواجي پيسې یې له چله لوېږي او دا يو ((الهي قانون )) دى .

١٤– هغوى ،چې له ظلم سره د مبارزى ((هوډ)) کړى وي د خپلې مبارزاتې مودې سختۍ او تکليف به پرې پاک څښتن داسې اسانې تيرې کړي،لکه د (٣٠٠) کلونو په خوب ويده ،چې راپاڅي او وننګیري- احساس کړى ،چې گنې يوساعت ويده و.

١٥– چا چې د څښتن تعالى لپاره د ظلم پر وړاندى دريځ ونیو؛نو خداى پاک ورته پناه ورکوي او د ظالمانوله ازاره یې خوندي ساتي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!