تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر البلد سورت تفسیر بلد سورت شل آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې او له «بلد» مراد د مکې ښار دی، چې الله پرې سوګند یاد کړی دی. سورت په سوګند […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

البلد سورت تفسیر

بلد سورت شل آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې او له «بلد» مراد د مکې ښار دی، چې الله پرې سوګند یاد کړی دی.

سورت په سوګند پیل شوی او د انسان د زوکړې او زېږونې نظام ته په اشارې یې د دنیا ژوند له هڅو او کړاوونو سره معرفي کړی دی.

بیا یې غافل او مغرور انسانان رټلي او هغو نعمتونو ته یې اشاره کړې، چې الله انسان ته ورکړي او ددې نعمتونه شکر یې د بېوزلیو لاسنیوی او د پلارمړیو چوپړ ګڼلی دی.

 البتّه انسانان ددې نعمتونو پر وړاندې دوه ډلې کېږي: یوه منندویه ډله، چې بختور او مبارک عاقبت لري او ځینې کفرانوونکي او نا منندویان دي، چې شوم، سپېره او سخت عاقبت ورته سترګې پر لار دی.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

لا أُقْسِمُ بِهذَا الْبَلَدِ«1» وَ أَنْتَ حِلٌّ بِهذَا الْبَلَدِ«2» وَ والِدٍ وَ ما وَلَدَ«3» لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسانَ فِی کَبَدٍ«4» أَ یَحْسَبُ أَنْ لَنْ یَقْدِرَ عَلَیْهِ أَحَدٌ«5» یَقُولُ أَهْلَکْتُ مالاً لُبَداً«6» أَ یَحْسَبُ أَنْ لَمْ یَرَهُ أَحَدٌ«7»=په دې ښار (= مكه) قسم خورم! هغه ښار، چې ته يې هستوګن يې.  او قسم پر پلار او زوی يې [= ابراهيم خليل الله او زوى يې اسماعيل ذبيح الله]، په يقين انسان مو په ستونزو كې پېدا كړى (او ژوند يې له كړاوونو ډك) دى. آيا (انسان) انګېري، چې هېڅوك پرې لاسبرېداى نشي؟!  وايي: ((ما (په ښېګڼيزو چارو كې) ډېره شتمني لګولې ده.)) آيا (انسان) انګېري، چې هېچا ليدلى نه دى (چې ښېګڼه يې نه ده كړې) ؟!

 

ټکي:

* په قرآن کې درې ځل د «لا أُقْسِمُ» غونډله – جمله کارېدلې او مفسرانو دوه ډوله مانا کړې ده.

یوې ډلې ((لا)) زائد ګڼلی او هغه یې (قسم خورم) مانا کړی دی او یوې ډلې یې (قسم نه خورم) ژباړلی دی، په دې مانا چې دا مسئله دومره روښانه ده، چې قسم خوړو ته اړتیا نه لري.

* له«بلد» مراد، مکه ده، چې تر اسلام مخکې یې هم احترام و. مکه الهي امن حرم او لومړۍ خونه ده، چې انسان ته ایښوول شوې ده.

* «وَ أَنْتَ حِلٌّ» غونډله څو ډوله تفسیر شوې ده، چې یوه مانا مو یې په ژباړه کې راوړه او دویمه مانا یې داده، چې د مکې خلک دې سپکاوی روا ګڼي؛ نو پر هغه ښار قسم نه خورم، چې خلک یې ستا سپکاوی روا ګڼي[1]. او درېیمه مانا یې داده، چې ددې ښار په باب دې لاس پرانستی دی او د مکې په سوبه کې، هر هغه هوډ چې د مخالفینو په اړه نیسئ، نیوای یې شې.

* «کَبَدٍ» د سختۍ او «لبد» تخته شویو مالوچو ته وايي. البته ځینو (کبد)  هسکونې یا لوړونی او معتدل مانا کړی دی[2].

*داچې انسان په کړاو او ستونزو کې پنځول شوی؛ یعنې دنیوي بریاوې او خوندونه له کړاو او زحمت سره مل دي. «لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسانَ فِی کَبَدٍ» حضرت علي کرم الله وجهه وايي: دنیا هغه کور دی، چې له ستونزو سره مل دی. «دار بالبلاء محفوفه[3]»

*که څه ځینې مفسران د «بِهذَا الْبَلَدِ» غونډلې – جملې په تړاو، چې مکه ده، له «والِدٍ وَ ما وَلَدَ» مراد یې حضرت ابراهیم (ع) او زوی یې حضرت اسماعیل (ع) ګڼلی دی؛ خو لکه څنګه په مجمع البیان تفسیر کې راغلي دي، مراد ترې حضرت آدم او له ځوځاته یې اولیاء دي.

* په حدیث کې راغلي، چې ددې کلام «أَهْلَکْتُ مالاً لُبَداً» ویوونکی عمرو بن عبدود په خندق غزا کې و، چې و یې ویل: له اسلام سره مبارزې ته مې خورا پانګه ولګوله او ورکه مې کړه؛ خو بریالی نشوم[4].

 

پېغامونه:

1-سیمې سپېڅلتیا درلودای شي او مکه له پخوا درناو وړ او محترمه وه او قسم پرې خوړل کېده. «لا أُقْسِمُ بِهذَا الْبَلَدِ»

2-کله تکرار د عظمت – برمیالۍ او عنایت – لورنې نښه ده.(بِهذَا الْبَلَدِ … .بِهذَا الْبَلَدِ)

3-د سیمې ارزښت یې په مېشتو پورې اړوند دی. «وَ أَنْتَ حِلٌّ بِهذَا الْبَلَدِ» (د پېغمبراکرم (ص) د شتون په پار په مکه قسم)

4-په اولاد کې لور او زوی توپیر نه کوي. «وَ ما وَلَدَ»

5-د بشر ژوند په ستونزو او کړاوونو کې دی. «فِی کَبَدٍ»

6- هر هغه مال حسرت زېږی دی، چې پر حق لار و نه لګول شي. «أَهْلَکْتُ مالاً لُبَداً»

7-انسان د الهي پوهې او ځواک په ولکه کې دی. ( أَ یَحْسَبُ أَنْ لَنْ یَقْدِرَ عَلَیْهِ أَحَدٌ …أَ یَحْسَبُ أَنْ لَمْ یَرَهُ أَحَدٌ)

8-د هغې شمېرانې – محاسبې پایله تشه، پوچه او تاوان دی، چې د الله ځای پکې تش وي.( أَ یَحْسَبُ … أَ یَحْسَبُ)

9-د الله پر وړاندې ځان ستر ګڼل لا څه مانا لري؟«أَ یَحْسَبُ أَنْ لَنْ یَقْدِرَ عَلَیْهِ أَحَدٌ»

10-هغوی چې په انفاق کې پر سمه لار نه ځي یا یې لګښت بېځایه وي یا یې نیت نږه نه وي او له دروغو، ځانښوونې او ریا سره مل وي؛ نو په راتلونکې کې به پښېمانه او خېجله شي. «أَهْلَکْتُ مالاً لُبَداً»

 

أَ لَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَیْنَیْنِ«8» وَ لِساناً وَ شَفَتَیْنِ«9» وَ هَدَیْناهُ النَّجْدَیْنِ«10» فَلاَ اقْتَحَمَ الْعَقَبَهَ«11» وَ ما أَدْراکَ مَا الْعَقَبَهُ«12» فَکُّ رَقَبَهٍ«13» أَوْ إِطْعامٌ فِی یَوْمٍ ذِی مَسْغَبَهٍ«14» یَتِیماً ذا مَقْرَبَهٍ«15» أَوْ مِسْکِیناً ذا مَتْرَبَهٍ«16»=آيا دوه سترګې مو وركړې نه دي؟! او يوه ژبه او دوې شونډې؟!  او دوې لارې (خير او شر) مو ورښوولې دي؛ خو انسان هغه ستغ ستونځ (هسکه څوکه) سر نه کړ. او ته څه پوهېږې، چې هغه ستغ ستونځ څه دى؟!  (هغه) د مريي ازادول، يا د لوږې پر ورځ (يا مهال) د خوړو وركول دي،  [كوم] خپلوان پلار مړي ته، يا په خاورو سپیره کوم مسكين ته،

 

ټکي:

* «نجد» د هسک ځای په مانا دی، د «تهامه» پر وړاندې چې د کندې په مانا دی او د امام صادق د وینا له مخې، د خیر او شر لارې ته (نجدین) وايي[5].

د خیر او شر لار، له هغې لار سره ورته کول، چې پر لوړه تېره شوي وي، شونې ده، ددې لپاره وي، چې له ځاني غوښتنو سره مبارزه د خیر لار وهل او د ترخو پایلو په پار یې د شر لار وهل، له لوړې لار د تېرېدو په څېر دي او هر عاقل ته د خیر او شر مسله، د هسکې مېنې په څېر څرګنده او روښانه ده.

* «عقبه» ستغې، نرۍ او سختې لار ته وايي او «اقتحام» ځان په سختۍ کې اچولو ته وايي. «مَسْغَبَهٍ» د لوږې په مانا ده، «مَقْرَبَهٍ» د خپلوۍ په مانا او «مَتْرَبَهٍ» له تُراب او پر خاوره ناستې(خاک نشینی) ته وايي.

* په یوه روایت کې راغلي: امام رضا (رح) د خوړو پر مهال، د دسترخوان ترڅنګ یو ستر پتنوس ایښوده او څه چې پر دسترخوان وو، غوره یې پکې ورایښودل او بېوزلو ته یې وراستول او د «أَوْ إِطْعامٌ فِی یَوْمٍ ذِی مَسْغَبَهٍ» آیت یې لوسته او ویل یې: الله خبر دی، چې ټول خلک د مریي ازادولو وس نه لري؛ نو جنت ته د تګ لپاره یې خلکو ته بله لار پرانسته[6].

*په تېر آیت کې مو ولوستل: ایا انسان ګومان کوي، چې یو یې هم نه ګوري؟ او په دې آیت کې وايي:

آیا موږ دوې سترګې ور نه کړې؟ انسان څنګه ویني؟ خو خیال کوي، الله یې نه ویني؟

*الله سترګې ته څو ساتونکي ایښي دي:

ځګی یې د هډوکیو په چوغړوندي کې دی او داچې سترګه له څلېښینو اوبو جوړه شوې، له تروو اوبو سره یې ګډه کړې، چې ورسته نشي.

باڼه ساتونکي او سترغلي د سترګې پوښ دی. وریځي څپرګی او پر تندي لیکې، له سترګو دوو لوریو ته د خولو ورسیخول دي.

سترګې په شوارزو کې په زرګونو انځورونه اخلي، بې له دې چې کومې ځانګړې تنظیمونې او فیلم ته اړتیا ولري. رښتیا! آیا هغه کمره، چې له څلېښینو اوبو جوړه شوې او په لسګونو کلونو انځورونه او فیلمومخ اخلي، د الهي معجزه ګر ځواک نښه نه ده؟!!

پر انځور اخستنې سربېره،په سترګو د غوسې او مینې څرګندونه کېږي.

سترګه د انسان ښکلا وزله ده. سترګه د وګړیو پېژندوزله ده. که د انسان غوږونه، شونډې او خوله تړل شوې وي، پېژندل کېږي؛ خو که پر سترګو یې پټۍ وي او وتړل شي؛ نو نه پېژندل کېږي.

سترګه د «مېنې و غوسې»، «هېښتیا و ادب» او «ښکلا و عشق» ښکارندوی ده.

سترګه؛ له بهرنۍ نړۍ سره د انسان رابط او ژبه؛ له نورو انسانانو سره د انسان اړیکوزله او د پوهنیزو، فرهنګي او ټولنیزو راکړې ورکړې او مبادلاتو خورا غوره، ارزانه، ساده او ټولیزه وزله ده.  شونې ده، پر دوه سترګو د قرآن ټینګار په دې پار وي چې په یوې سترګې د واټن معلومول او د شیانو ژوروالی اټکلولای نشو.

سترګه په نورو کې د نفوذ لار ده، هغه زده کړیال چې ښووند – استاد ویني او سترګو ته یې کسي ، له هغه زده کړیال سره ډېر توپیر لري، چې غږ جګي – لوډسپیکر، کسټې، سي ډي، ویډیو او فلم له لارې یې سبق او خبرې واروي.

سترګې د زړه او مینې دریڅه ده، شاعر وايي:

 زدست دیده و دل هر دو فریاد

که هر چه دیده بیند دل کند یاد

بسازم خنجری نیشش ز فولاد

زنم بر دیده تا دل گردد آزاد

* ژبه او شونډې یو له بل سره کلیمې جوړوي او د هغوی له یوځای کار پرته، ډېری کلیمې نه جوړېږي.

بېلابېلې ژبې او لهجې د الله د ځواک آثار دي. انسان په کلیمو او غونډلو – جملو جوړولو کې محدودیت نه لري. ژبه د څښاک او خوندونو تشخیص وزله ده. په زړه پورې خو داده، چې د ژبې هر ګوټ د یوه ځانګړي خوند تشخیص ته ځانګړی دی او په الهي ځواک، لمدبل ته چې یې څومره اوبه پکار دي، هومره پکې جوړېږي، ژبه خواړه غاښونه ته ورټېل وهي، بې له دې چې پخپله ټکنۍ شي، ژبه مړۍ څاري، چې که هډوکی، وېښته او کوم بل غیر خوراکي توکی پکې وي، پېژني یې او د خوړو په پای کې خوله جارو کوي.

د همدې ساده درز له لارې چې شونډې ورته وايو، روول، پوکل، ژوول، څکل او خبرې پرې کېږي.

سترګې، ژبه او شونډې کولای شي هم خیروزلې وي او هم شروزلې؛ نو ځکه الله دواړه لارې راښولي دي.

* له بېوزلۍ او بنده د انسان خلاصون پکار دی، ان که کافر وي؛ نو ځکه په آیت کې د مريي آزادولو او د بېوزله مړولو ته، د دوی ایمان درلودل شرط نه دی ایښوول شوی.

 * زماني او مکاني شرایط او د وګړیو ځانګړنې، د کارونو په ارزښت کې ادلون بدلون راولي:

خواړه ورکول ارزښت لري؛ خو په سوکړه کې ډېر ارزښتمن چار شي. «فِی یَوْمٍ ذِی مَسْغَبَهٍ»

پلارمړي پالنه ارزښت لري؛ خو خپلوان پلارمړی لومړیت لري. «ذا مَقْرَبَهٍ»

د بېوزلیو لاسنیوی ارزښت لري، په تېره پر خاوره ناست بېوزله. «ذا مَتْرَبَهٍ»

*د بېوزلیو په ګټه، له خپلې شتمنۍ لاس اخستل؛ لکه له تنګې لارې تېرېدل دي او جنت ته ورغلې لار له تنګو لارو تېرېږي.

*شونې ده، دې آیتونو ته مانیز مصداقونه په پام کې ونیوای شو او ووايو: له «فَکُّ رَقَبَهٍ» مراد، په ښیون – هدایت د دوزخ له اوره د خلکو ژغورل دي او له اطعام مراد «أَوْ إِطْعامٌ فِی یَوْمٍ ذِی مَسْغَبَهٍ» په ارشاد او ښوونه د اړمنو روحي اطعام دی او له «یَتِیماً ذا مَقْرَبَهٍ» مراد د آل محمّد صلی الله علیه و آله وسلام ایتام دي او «مِسْکِیناً ذا مَتْرَبَهٍ» مراد، ښیون ته اړمن دي.

پردې ماناوو ټینګار ته په یوه حدیث کې لولو: له «فَلْیَنْظُرِ الْإِنْسانُ إِلی طَعامِه[7]» آیته مراد، د هغه پوهې پامنیوی دی، چې انسان یې زده کوي او مانیز خواړه دي[8].

*په یوه حدیث کې لولو: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: «عتق رقبه» داده چې یو کس په یوازې ځان یو مریی ازاد کړي؛ خو «فکّ رقبه» داده، چې انسان په مریي ازادولو کې مرسته وکړي[9].

 

پېغامونه:

1-د الله پېژندنې غوره لار، د الله په حکیمانه پنځونه کې ځیرنه او مطالعه ده.( أَ لَمْ نَجْعَلْ لَهُ …)

2-په مناسبو پوښتنو، ویده وجدانونه راویښ کړئ.(أَ لَمْ نَجْعَلْ لَهُ …)

3-ټول انسانان یا په عقل یا په فطرت یا د انبیاوو او د هغوی د اصیاوو او علماو په لارښوونه، خیر او شر پېژني. «هَدَیْناهُ النَّجْدَیْنِ»

4-د دندې او مکلفیت ترسره کول، له پیچومي تېرېدو په څېر دي. «الْعَقَبَهَ»

5-قرآن پر سوکالو وګړيو نیوکه کوي، چې له خپلو دندو پښې سپکوي. «فَلاَ اقْتَحَمَ الْعَقَبَهَ»

6- انسان، بې الهي ګواښنې، مانیز مسایل درک کولای نشي. «وَ ما أَدْراکَ مَا الْعَقَبَهُ»

7-مریان او بندیان ازادول، د ښېګڼو په سر کې دي. «فَکُّ رَقَبَهٍ»

8-تل ټولیز وینه ګټوره نه وي، کله دې د بېلګو او مصداقونه نامې هم راوړل شي.(فَکُّ رَقَبَهٍ … إِطْعامٌ)

9-د خلکو عواطفو راپارولو او وجدانونو راويښولو ته دردونه اوڅار کړئ. (مَسْغَبَهٍ … مَقْرَبَهٍ … مَتْرَبَهٍ)

10-ښېګڼو ته د خلکو د هڅونې لپاره، لومړی د الله پېرزوینې رایادې کړئ. «عَیْنَیْنِ – لِساناً وَ شَفَتَیْنِ – یَتِیماً ذا مَقْرَبَهٍ»

11- اسلام د بېوزلیو د توکیزو چارو پر حل ټینګار کوي. «یَتِیماً مِسْکِیناً»

12-پانګې لګول کېږي؛ خو مهم یې د لګولو بهیر دی. (أَهْلَکْتُ مالاً لُبَداً … فَلاَ اقْتَحَمَ الْعَقَبَهَ … فَکُّ رَقَبَهٍ … أَوْ إِطْعامٌ …)

 

ثُمَّ کانَ مِنَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ تَواصَوْا بِالصَّبْرِ وَ تَواصَوْا بِالْمَرْحَمَهِ«17» أُولئِکَ أَصْحابُ الْمَیْمَنَهِ«18» وَ الَّذِینَ کَفَرُوا بِآیاتِنا هُمْ أَصْحابُ الْمَشْأَمَهِ«19» عَلَیْهِمْ نارٌ مُؤْصَدَهٌ«20»= [پردې سربېره] بيا له هغو كسانو وي،چې ايمان يې راوړى او يو بل ته د زغم او (د الله پر مخلوق د) لورنې سپارښتنه کوي . دا خلک (د ښي لاس) نېكمرغه ياران دي (چې كړنليكونه يې په ښي لاس وركول كېږي). او هغوى چې زموږ له آيتونو منكر دي، هغوى (د كيڼ لاس) بدمرغه ياران دي (چې كړنليكونه يې په كيڼ لاس وركول كېږي.) چې سر پوښلي اور به رانغاړلي وي (چې تښتېداى ترې نشي).

 

ټکي:

* د «ثُمَّ کانَ مِنَ الَّذِینَ آمَنُوا» عبارت دوه ډوله مانا شوی دی:

الف:د مریانو ازادولو او وږیو مړولو په څېر د خیر چارې، ایمان ته د لېوالتیا او نورو ته د خیر کار سپارښتنې لپاره لار اواری کوي.

 ب:د ایمان مقام او ارزښت یې د وږیو تر مړلو او مریانو ازادولو اوچت دی؛ نوځکه په «ثُمَّ» کلیمه یې واټن راغلی دی[10].

* د «میمنه» کلیمه له یمن او یمین اخستل شوې، چې د بختوری او مبارکۍ په مانا ده او ((اصحاب میمنه))؛ یعنې هغه کسان، چې همېشنی برکت یې مل دی. ته وا ((اصحاب میمنه)) هماغه کسان وي، چې کړنلیک یې په ښي لاس کې ورکول کېږي.

* «مشئمه» له شوم څخه اخستل شوی او د سپېره په مانا ده او د «مُؤْصَدَهٌ» کلیمه له «ایصاد» اخستل شوې او د تمبې کلکې پورې کولو او تړلو ته وايي.

*په قرآن کې څلور ځل د «تَواصَوْا» کلیمه کارول شوې ده: یو ځل «تَواصَوْا بِالْحَقِّ»، دوه ځل «تَواصَوْا بِالصَّبْرِ» او یو ځل «تَواصَوْا بِالْمَرْحَمَهِ».

*په یوه آیت کې دوه ځل د «تَواصَوْا» تکرار یې یا ټینګار ته دی او یا داچې صبر او لورنه – مرحمت خپلواکې دندې دي او د یوه په پرېښودو، د بل زمینه له منځه نه ځي[11].

*هېڅوک له سپارښتنې او هڅونې مړه خوا نه دی. د «تَواصَوْا» کلیمه، چې د تفاعل باب په چوکاټ کې راغلې، په دې مانا ده، چې پر ښېګڼو سپارښتنه دې دوه اړخیزه او د یوه ټولیز بهیر په بڼه وي، نه یو اړخیزه.

*په تېرو آیتونو کې سپارښتنه وشوه، چې د پلارمړیو او مسکینانو لاسنیوی کوئ، په دې آیت کې وايي:

نورو ته هم د لاسینوي او لورنې سپارښتنه کوئ. «تَواصَوْا بِالْمَرْحَمَهِ»

*سره له دې چې معمولاً د «آمَنُوا» ترڅنګ «عَمِلُوا الصّالِحاتِ» کارېږي؛ خو دلته له «عَمِلُوا الصّالِحاتِ» سره «تَواصَوْا بِالصَّبْرِ وَ تَواصَوْا بِالْمَرْحَمَهِ» راغلی، ته وا دا دوې سپارښتنې خپله «صالح عمل» دی.

* اسلام، نېکچاریو ته پر پاملرنې سربېره، د وګړیو ګروهې او انګېزې هم په پام کې نیسي؛ وګړی دې د مريي پر ازادولو او بېوزلیو ته پر خوړو ورکولو سربېره، ایمانوال هم وي. ډېر دي داسې وګړي، چې وټیزې مرستې او بشرپالې چارې کوي؛ خو چمتو نه دي، د حق ښوونځی، لار او استدلال ومني! دا ډول هم په لار کې پاتې دي او له پېچومیو تېر شوي نه دي؛ نوځکه قرآن وايي: له تنګو لارو (غاښي) د تېرېدو شرط، بندي، مسکین او پلارمړي ته چوپړتیاوی او وټيزې مرستې دي؛ خو په دې شرط چې له ایمان او حق منلو له روحیې سره مل وي. «ثُمَّ کانَ مِنَ الَّذِینَ آمَنُوا»

*شونې ده له سرپوښلي دوزخه مراد هماغه وي، چې په بل آیت کې وايي: «لَهُمْ مِنْ جَهَنَّمَ مِهادٌ وَ مِنْ فَوْقِهِمْ غَواشٍ[12]))

 

پېغامونه:

1- ایمان، د نېکیو منل کېدو شرط دی. «ثُمَّ کانَ مِنَ الَّذِینَ آمَنُوا»

2-ټول مسلمانان دې یو بل ته په صبر او لورنې سپارښتنه وکړي. «آمَنُوا وَ تَواصَوْا»

3-پوهېدل بسیا نه دي، ویل او اورېدل هم اغېزمن دي. «تَواصَوْا»

4-صبر او لورنه د نېکیو غوره نېکي ده، چې سپارښتنه دې پرې وشي. «تَواصَوْا بِالصَّبْرِ وَ تَواصَوْا بِالْمَرْحَمَهِ»

5-تر ځانسازۍ روسته نور هم نېکیو ته راوبلئ. «تَواصَوْا بِالْمَرْحَمَهِ»

6-د سترګې د نعمت مننه، د الهي آیتونو لیدل او د ژبې مننه، نورو ته سپارښتنه ده. «تَواصَوْا»

7- ایمان، صبر او محبت د برکت تومنه ده. «أُولئِکَ أَصْحابُ الْمَیْمَنَهِ»

8-څوک چې په کفر، ناشکرۍ او کنجوسۍ، د حق او لورنې مخ پټ کړي، په قیامت کې به په سرپوښلي دوزخ کې وي. «عَلَیْهِمْ نارٌ مُؤْصَدَهٌ»

9- هغه مؤمنان، چې د وږیو په مړولو او مریانو ازادولو بریالي شي، هم ټولنې ته د خیروبرکت تومنه ده، هم یې خپل آخرت ښېرازه کړی او تردې به ستره کومه بختوري او بریا وي؟ «أَصْحابُ الْمَیْمَنَهِ»

10-له هر چاره په صبر او پایېنې پایله اخستای شو؛ نو پر صبر سپارښتنه، هر چار ته پر سپارښتنې لومړیت لري. «تَواصَوْا بِالصَّبْرِ»

11-د هر ډول چټلۍ او سپېره توب سرچینه، په کفر او حق پټولو کې ده. (وَ الَّذِینَ کَفَرُوا …هُمْ أَصْحابُ الْمَشْأَمَهِ)

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال: شیخ محسن قرآئتی

[1] – .دا مانا د بحار ; ۲۴ ټ، ۲۸۴ مخ کتاب په يوه حدیث کې راغلې ده.

[2] – لسان العرب (له راهنما تفسیر یې راخستی دی).

[3] – .نهج البلاغه، 226 خطبه

[4] – نور الثقلین تفسیر.

[5] – .کافي،ج1،ص163.

[6] – نور الثقلین تفسیر.

[7] – عبس،24.

[8] – اطیب البیان تفسیر.

[9] – مجمع البیان تفسیر.

 

[10] – نمونه تفسیر.

[11] – راهنما تفسیر.

[12] – .اعراف،41.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!