تبلیغات

د زمر  سورت پېژندګلوي دا سورت پينځه اويا آيتونه  لري او په مکه کې نازل  شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر د خداى او قيامت په هکله دى . ((زمر)) د ډلې په مانا دى او د نوم ايښوونې لامل يې ددې سورت ٧١ او ٧٣ آيتونه  دي،چې وايي : (( دوزخيان او […]

د زمر  سورت پېژندګلوي

دا سورت پينځه اويا آيتونه  لري او په مکه کې نازل  شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر د خداى او قيامت په هکله دى .

((زمر)) د ډلې په مانا دى او د نوم ايښوونې لامل يې ددې سورت ٧١ او ٧٣ آيتونه  دي،چې وايي : (( دوزخيان او جنتيان به ډلې ډلې دوزخ او جنت ته ننووځي.))

په دې سورت کې په پيدايښت کې د خداى تدبير،روزنې،عبادت او په تېره بيا په عبادت کې اخلاص ته ځانګړى پام شوى دى .

د قيامت پر ورځ د شاهدانو او د دوسيو پر بنسټ د خداى ورمندون-قضاوت او جنت ته د جنتيانو او دوزخ ته د وزخيان لېږل  هغه مسايل دي ، چې په دې سورت کې پرې خبرې شوې دي .

بسم الله الرحمن الرحيم

د لوراند او لورين څښتن په نامه

ټکي :

 بسم الله الرحمن الرحيم

يعنې د هغه خداى په نامه،چې تل ټولو ته  بښنه  کوي . بې له خدايه  نور څوک ورکړه او بښنه نه لري او که لري يې هم؛نو د مينې پر بنسټ نه وي؛بلکې که څه ورکوي؛نو يا د ګټې لپاره وي او يا د راکړې په تمه وي . د مثال په توګه : که غوا ته واښه ورکوي؛نو د غوښې او شيدو تمه ترې لري او يا که چرګې ته دانه ورکوي؛نو د غوښې او هګۍ تمه ترې لري او يا که څوک څه توليدوي؛نو د خپلې ګټې لپاره وي؛ خو خداى داسې نه دى او تل ټولو ته  ورکړه او بښنه لري؛ خو د راکړې تمه نه لري .

د ((بسم الله)) ويل او تر چارو مخکې د خداى نوم يادول تر اسلامه مخکې هم ول؛لکه څنګه چې په قرآن کې راغلي ، چې حضرت نوح عليه السلام او  حضرت سليمان عليه السلام هم  ((بسم الله))  وويله .

په ((بسم الله)) کې د ((ب)) ټکى  د هغه د نوم په اخستو ترې مرسته غوښتل دي او هغوى  چې خداى يادوي؛نو :

١_ خداى يې پېژندلاى، پرې ايمان لري او لوراند او لورين يې ګڼي .

٢_ په ځان کې د اړتيا، پناه غوښتو او مرسته غوښتنه احساسوي .

٣_ څوک يې،چې نوم اخلي؛نو ورسره مينه کوي او ترې مرسته غوښتل د خپل خلاصون لامل ګڼي.

٤_ څوک  چې د خداى نوم اخلي؛نو د خداى له مخالفينو،طاغوتونو او بوتانو کرکه کوي او توکل يې يوازې پر خداى دى او ورته هيلمن دى .

٥_ انسان د (( بسم الله)) په ويلو ځان او خپلې چارې بيمه کوي او ځان په ناپايه ځواک پورې تړي.

د ((رحمان)) ټکى د خداى لپاره ځانګړى دى؛ خو د ((رحيم)) ټکى بې  له خدايه هم کارېږي؛ لکه چې امام صادق وايي :

((رحمان د خداى عام صفت،چې مؤمن او کافر دواړه پکې رانغاړي؛خو رحيم يوازې د خداى لپاره ځانګړى دى،چې يوازې مؤمنان پکې رانغاړي . )) ( تفسير مجمع البيان )

تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ .إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ (۲/۱) = (دا) كتاب (قرآن ) د ناماتي حكيم خداى له لوري رالېږل شوى دى. په حقيقت كې موږ (دا) كتاب تا ته په حق نازل كړى دى؛نو خداى په داسې حال كې ولمانځه چې [خپل]دين دې يوازې هغه ته نږه كړى وي.))

ټکي

((نزول))  تدريجي او ((انزال))  يو دمي راتګ ته وايي ، چې په دې آيت   کې د قرآن  داوړو ډولونو راتګ ته اشاره شوې او دا خبره د ((انا انزلناه فى ليلة القدر )) په آيت کې هم راغلې،چې قرآن يو ځل يودمي او يو ځل د ٢٣ کالو په ترڅ کې راغلى دى .

((عزت)) د نفوذ ناپذيرۍ په مانا دى او عرب هغو ځمکو ته “اعزاز” وايي  چې بېلچه او مېتى پکې کار نه کوي ؛يعنې دا ځمکه نفوذ ناپذيره ده . هغه غوړ لاس ، چې اوبه پرې اغېز نه کوي، وايي،چې عزيز لاس دى؛يعنې اوبه پکې نفوذ نه کوي . خداى ،استازى يې او مؤمن عزيز دى؛يعنې هيڅ څه يې پښه نشي خويولاى .

د ((عزت)) ټکى  ٨٨ ځل   په قرآن کې راغلى ،چې ٤٦ ځل   د حکمت په څنګ کې راغلى . (( العزيز الحکيم ))

هو ګرانو ! رښتينى عزيز يوازې خداى دى؛ځکه عزت هله تلپاتې وي ، چې د حکمت تر څنګه وي . خداى ځواکمن واکمن دى، له غيبو او شهودو خبر دى او د رزق ويش  يې په واک دى .

روايت   دى : (( څوک که د دنيا او اخرت عزت غواړي؛ نو خداى ته دې غاړه کېږدي . )) ( مجمع البيان )

په دوو آيتونو کې د ((کتاب)) د ټکي پرله پسې راتګ ښيي ، چې د وګړي او ټولنې واقعي عزت خداى او د حق ښوونځي ته غاړه ايښوول دي او بې د وحې له ښوونځي نورو  ښوونځي يا بې ځايه سخت دريزه وي يا خرافي وي او له فطرت سره بېخي اړخ نه لګوي .

هو! د انسان په لاس منځ ته راغلي ښوونځي نشي کړاى عزيزه ټولنه جوړه کړي ،چې بيا په درېم آيت   کې وايي :((نږه دين د خداى دى . ))

که څه هم نږه يا سوچه عبادت کول ،پېغمبر اکرم ته خطاب دى؛خو دا آيت   ټول په ځان کې رانغاړي .

د ((دين )) ټکى  سزا، ملت، کړنلارې، عبادت او لاورۍ ته په کارېږي (قاموس المحيط )؛خو دلته د عبادت په مانا دى . ( فاعبد الله مخلصاً له الدين ))

دين ته لنډه کتنه

که څه هم په دويم آيت   کې دين د عبادت په مانا دى؛خو بده به نه وي ، چې دين ته يوه لنډه کتنه وکړو، چې عبادت يې يوه برخه ده .

دين د لارې او کړنلارې پر مانا دى . د باطل او حق لار . قرآن بوت نمانځو ته وايي : ((لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ)) ( کافرون :٦ )؛ (اوس چې داسې ده) ستاسې لپاره ستاسې دين او زما لپاره زما دين دى.))  ؛نو د هر چا دود، دستور او کړنلار د هغه دين دى ؛خو څه چې ارزښت لري،  حق پېژندل او پرې تګ دى .

حق دين هغه دى،چې له عقل سره سمون وخوري . بوتنماځو به پخپلو لاسونو له کاڼو او ټبرو بوتان توږل او بيا به يې عبادت کاوه،چې قرآن ورته وايي دا کار مو له عقل سره اړخ نه لګوي : (قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ) ( صافات/٩٥ )-[ (ابراهيم) وويل: (( ايا څه چې پخپله توږئ (؛نو) عبادت يې كوئ؟! ]

بوت نمانځو به د خپل کار په مخونه کې ويل : ((إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا ) ( زخرف/  ٢٢ او ٢٣ آيتونه  )؛يعنې زموږ نيکونه هم بوتپال ول .

د حق لار کومه ده ؟

که مو پام وي،چې هر څه؛ لکه تلويزون،يخچال او داسې نور څيزونه،چې اخلو؛نو ورسره د لارښود کتابچه هم وي . انسان د خداى مخلوق دى او لارښود کتاب ته اړتيا لري ،چې خداى د کتاب په بڼه رالېږلى دى او؛ لکه څنګه چې پوهېږو، د لارښود کتابچه يې جوړونکى ليکي؛نو زموږ د ژوند کړلار هم بايد هغه خداى وليکي،چې موږ يې پنځولي يو؛هغه زموږ له اړتياوو خبر دى او زموږ د اړتيا د لرې کولو وس هم لري .

حق دين هغه دى،چې د انسان ټولو اروايي،توکيز،مانيز او جسمي اړتياوو ته کړلار ولري .

حق دين هغه دى ،چې د لاوري د پرمختګ او تکامل لامل وګرځي او د وخت په تېرېدو يې له کاره و نه غورځوي او بې لارې يې  نه کړي او دستورات يې تل ټولو ته تر و تازه وي .

امام حسين په کربلا کې وايي : (( هيهات منا الذله ))؛ يعنې کله به هم ذلت و نه منم . دا شعار په ټولو ځايونو او ختونو کې ټولو انسانو ته ښکلى او په زړه پورې دى .

په لمونځ له خدايه مننه ،په روژې د وږيو يادول، په جهاد له مال، دين او ځانه دفاع ،په خمس او زکات له بېوزليو سره مرسته، پر نېکيو امر او له بديو منع له لارې خلک له بديو ژغورل ، په لمونځ او غسل د پاکوالي ساتل، سلام اچول، د نورو او مور و پلار درناوى او پر ژمنه وفا کله هم راڅخه نه هېريږي او د ځلانده لمر په څېر د بشريت او انسانيت په اسمان کې ځلېږي او خلکو ته رڼا او انرژي ورکوي  او هغوى چې پخپلو خوښو او د بشر په لاس له منځ ته راغليو ښوونځيو لاروي کوي؛نو ډېر ژر به پښېمانه شي .

هو ګرانو ! لکه څنګه  چې د روغتيا د لاس ته راوړو او ساتلو ته يې د طبيب خبرې ته غاړه ايښوول پکار وي؛نو د تلپاتې نېکمرغۍ د لاس ته راوړو په موخه  د خداى خبرې ته غاړه ايښوول پکار دي . خداى له طبيبانو هم خورا پوه او خورا مهربانه دى او يوازې خداى پوهېږي،چې انسان څه ته اړتيا لري  او کوم چار فرض او کوم چار مستحب دى او کوم حرام او کوم مکروه دى .

پيغامونه :

١_ عزيز خداى خپل عزيز کتاب د عزيز پېغمبر  له لارې د خلکو لارښوونې ته رالېږلې . (تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ )

٢_ د طاغوتونو عزت ظاهري او له تېري سره وي؛خو الهي عزت د حکمت له مخې دى . ( العزيز الحکيم)

٣_ خداى عزيز او ناماتى دى؛نو خبره او دين يې هم د نورو دينونو پر وړاندې ناماتى دى . (الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ )

٤_ قرآن عزت ورکونکى او حکمت ښوونکى دى؛ځکه چې د عزيز او حکيم خداى له لوري دى . (ُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ )

٥_ قرآن ټول حق دى او خيالي خبرې پکې نشته . (بِالْحَقِّ)

٦_  خلکو ته د حق وړاندې کول د قرآن د رالېږلو فلسفه او دليل دى . (بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ )

٧_ عبادت بايد د حق په بهير کې وشي . (بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ )

٨_ لکه څنګه چې د پېدايښت موخه د خداى عبادت دى (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ) ( ذاريات/ ٥٦) د قرآن د راتلو موخه هم د خداى عبادت دى (ِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ )

٩_ د قرآن د راتګ پر وړاندې د خداى شکر پکار دى .( تنزيل الکتاب …. فاعبد ) او د کاڼي کرخه ده ، چې تر ټولو غوره شکر عبادت دى .

١٠_سوچه اونږه عبادت له خيالونو،هوسونو او خرافاتو لرې دى . ( مخلصاً له الدين )

١١_ غوره عبادت سوچه  او نږه عبادت دى . ( فاعبدالله مخلصاً له الدين )

أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ (۳)= (( پوه شئ!نږه دين يوازې د الله دى او هغوى د الله پر ځاى يې نور پالندويان نيولي (او وايي:) ځکه يې لمانځو،چې الله ته مو نژدې كړي.البته الله د قيامت پر ورځ په څه كې يې، چې اړپېچ درلود ترمنځ به يې پرېكړه وكړي. په واقع كې خداى دروغجن ناشكره ته سمه لار نه ښيي.))

ټکي :

په تېر آيت   کې د خداى استازي ته وويل شول ، چې  سوچه عبادت کوه. (فاعبدالله مخلصاً) او په دې آيت  کې ټولو خلکو ته وايي : ټول ديني احکام او عبادتونه بايد له اخلاص سره وي . (لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ)

پېغمبر اکرم (ص) ته وويل شول : موږ بېوزليو ته مال او ورکړه ددې لپاره کوو،چې نوم مو په نېکه ياد شي . رسول الله وويل : (( خداى يوازې د اخلاص له مخې کارونه قبلوي .)) او بيا يې ورته د (أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ) آيت   ولوسته . ( تفسير درالمنثور )

حضرت علي (ک) وايي : خداى ته د نږدېدو لارې ،پر خداى او استازي يې ايمان،جهاد، اخلاص، لمونځ،روژه، زکات، حج يا عمره، صله رحم او په پټه او ښکاره د نېکو کارونه کول دي . (نهج البلاغه ١٠٩ خطبه )

د بوت لمانځنې جرړې يې داسې بيان کړي :

الف :د مشرانو درناوى؛ د مشرانو بوتان به يې جوړول او د وخت په تېرېدو به يې ځانګړې سپېڅلتيا لاس ته راوړه،چې عبادت به يې کاوه .

ب : بوت لمانځو ګومان کاوه،چې انسان نشي کړاى نېغ په نېغه له خداى سره اړيکه ټينګه کړي او دې کار ته سپېڅليو واسطو ته اړتيا ده؛ نو د سپېڅليو وګړيو بوتان يې توږل او بيا به يې خداى ته واسطه کول .

دروغجن ته ((کاذب))  وايي؛خو (( کفار)) هغوى ته ويل کېږي ،چې کفر او د کفران کړنلار يې تل خپله کړى وي او داچې “کاذب” او “کفار” دواړه ترڅنګ راغلي؛ ښايي يو دورغ کړاى شي انسان د تل لپاره بې لارې کړي او ان يو دورغ کړاى شي يوه ټولنه کافره کړي؛لکه څنګه  يهودو او مسيحي عالمانو حضرت محمد (ص) د خپل زوى په څېر په بشپړه توګه پېژنده؛خو خلکو ته يې دروغ ويل ،چې دا هغه وعده ورکړل شوى پېغمبر نه دى او په دروغو او د حق په پټولو يې ټوله ټولنه د کږلارۍ کندې ته ورګوذاره کړه .

پيغامونه :

١_ د تبليغ او روزنې يوه لار په مخاطب کې ننګېرنه-احساس راپارول دي . ( د (الا ) ټکى ؛يعنې باخبر،چې مهمه خبره ده .

٢_ټول بشري ښوونځي پر خرافاتو او هوسونو ککړ دي او د خداى دين سوچه او نږه دى .( لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ )

٣_ خداى ته سوچه او نږه  او د اخلاص له مخې دين ارزښت لري . (لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ )

٤_کږلاري خپلې کږلارۍ ته مخونه ورکوي . بوت پالي د بوتانو عبادت خداى ته د نږدېدو واسطه ګڼي. ( ما نعبدهم الا ليقربونا )

٥_ خداى غوښتنه او پلټنه ان د مشرکانو په خټه کې اغږل شوى چار دى . (لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)

٦_ که څه هم خداى ته د رسېدو لپاره په واسطه ټينګار شوى (وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ) (مائده :٣٥)؛خو په دې خبره هم پوهېدل  پکار دي ،چې هر څه د واسطه کېدو وړتيا نه لري . (مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)

٧_ خداى ته نږدېدل هر انسان ته په زړه پورې وي. (لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ)

٨_ ځينو بوتپالوخداى مانه او بوتان يې خداى ته د نږدېدو وسيلې ګڼلې. ( إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)

٩_ مشرکان پر شفاعت ګروهمن ول؛خو بوتان يې  شفيعول . (إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)

١٠_ د قيامت ورځ د شخړو د پاى ورځ ده .( يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ)

١١_ انسان بايد ځان الهي لارښوونې ته چمتو کړي او دروغ او کفر انسان له دې وړتيا لرې کوي . (لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ )

١٢_ دروغ د کږلارۍ تر ټولو غښتلى بنسټ دى .( كَاذِبٌ كَفَّارٌ)

١٣_ خداى ته د بوتانو واسطه کول غلطه ګروهه ده . (كَاذِبٌ)

١٤_ بوت پالوګومان کاوه،چې بوتان عقل او پوهېدنه لري . (مَا نَعْبُدُهُمْ) د (( هم )) ټکى  د شعور خاوندانو ته کارېږي .

لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفَى مِمَّا يَخْلُقُ مَا يَشَاء سُبْحَانَهُ هُوَ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ (۴)= كه خداى غوښتي واى، چې اولاد ولري؛نو له خپل مخلوقه به يې،چې يې چا ته خوښه واى غوره كړى يې واى،هغه له دې پاك دى (چې اولاد ولري)! هغه ايكى يو بريالى خداى دى؛ ))

پيغامونه :

١_ خداى نه زوى لري؛ ( لم يلد) او نه يې چاته زوى ويلې . (َوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا)

٢_ ( نعوذ با الله )که خداى زوى غوښتى؛نو تر ټولو غورو به يې خوښ کړاى واى ؛نه په تيږو او لرګيو کې . (َنْ يَتَّخِذَ وَلَدًا لَّاصْطَفَى مِمَّا يَخْلُقُ )

٣_ زوى غوښتل د اړتيا او ورکېدو نښه ده او خداى له دې هر څه پاک دى . (سُبْحَانَهُ)

٤_ زوى غوښتل د جسم ،ورکېدو،شبيه او د کورودانې نښه ده، حال داچې خداى ايکي يو دى.( الْوَاحِدُ)

٥_ زوى غوښتل جسمي او روحي اړتيا ده، حال  داچې خداى قهار دى . (الْقَهَّارُ )

خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ (۵)=  اسمانونه او ځمكه يې په حقه پيداكړي دي،شپه پر ورځ او ورځ پر شپه رانغاړي او لمر و سپوږمۍ يې اېل كړي،[چې] هر يو تر يوه ټاكلي وخته روان دي، وپوهېږئ،چې هغه ځواکمن ډېر بښونكى دى.))

 

پيغامونه :

١_ د ځمکې او اسمانونو پېدايښت ناڅاپه چار نه دى . (خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ  )

٢_ هم الهي کتاب او احکام يې حق دي (إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ- زمر٣) او هم د هستۍ نظام . (خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ)

٣_ خداى هم خالق دى ( خلق) هم مدبر او په خپل تدبير شپه پر ورځ کې ورننباسي . (يُكَوِّرُ)

٤_ لمر او سپوږمۍ تل په حرکت کې دي . (كُلٌّ يَجْرِي)

٥_  لمر،سپوږمۍ او نور اسماني کرات په ځانګړي او ټاکلي وخت او مدار کې حرکت کوي . (لِأَجَلٍ)

٦_ د اسمان  د کراتو حرکت د ټاکل شوي حساب له مخې دى . (مُسَمًّى)

٧_ پام مو دى،چې تېر شوى آيت  د ((قهار)) او دا آيت  د ((غفار)) په ټکي پاى ته ورسېد او موخه يې دا ده،چې وېره او هيله بايد د يو بل په څنګ کې  وي .

٨_ د خداى بښنه د عجز او کمزورۍ له کبله نه؛بلکې د بشپړ ځواک په درلودو يې بښي .( هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ )

٩_ د اسمانونو،ځمکې او سپوږمۍ او لمر حرکت،شپه او ورځ د خداى د عزت او پېرزو ښکارندوى دي . (خَلَقَ – يُكَوِّرُ – سَخَّرَ – هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ  )

خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ (۶) =هغه تاسې له يو تنه پيداكړئ،بيا يې د هغه له (پاتې شوې خټې) د هغه جوړه پيدا كړه او تاسې ته يې له څارويو[ د اوښ،غوايي،مېږې او وزې] اته جوړې (پېدا كړي او) راولېږلې. هغه تاسې ته د ميندو په ګېډو كې په درېګونو تيارو (د جنين کڅوړه،زيلانځ ،ګېډه) كې يو په بل پسې(څاڅکى،علقه،مضغه) يوه بڼه دركوي. دا خداى ستاسې پالونكى دى،چې(د هستۍ) واكمني يوازې د هماغه ده، بې  له هغه بل هېڅ معبود نشته؛نو څنګه (له حقه) اړول كېږئ؟! ))

 ټکي :

له ((انزل)) څخه موخه مکاني نزول نه ؛بلکې له پورتني مقامه لاندني مقام ته نعمت دى . د (( نزل))  ټکى  د مېلمه د مېلمستيا لپاره په کارېږي يا هغه ړومبى څيز،چې د مېلمه مېلمستيا پرې کېږي؛ لکه د(نُزُلاً مِّنْ عِندِ اللّهِ- آل عمران /١٩٨ ) آيت  او يا داچې د څارويو د ژوند سرچينه هغه اوبه دي،چې له اسمانه راځي او د ټولو نعمتونو زېرمه پورته ده. (وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ – حجر:٢١ )

دلته له  ((ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ)) څخه موخه د انعام د سورت ١٤٣- ١٤٤ آيتونه  دي ، چې وايي :

ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ مِّنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الأُنثَيَيْنِ نَبِّؤُونِي بِعِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ  .وَمِنَ الإِبْلِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْبَقَرِ اثْنَيْنِ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الأُنثَيَيْنِ أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاء إِذْ وَصَّاكُمُ اللّهُ بِهَـذَا فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (انعام\١٤٤-١٤٣) (تاسې ته يې) اته جوړې څاروي پيدا كړل؛له مېږو يوه جوړه او له وزو يوه جوړه، ورته ووايه :(( چې خداى د هغوى نران حرام كړي دي يا ښځې؟يا هغه بچي چې د مېږو او وزو په ګېډو كې وي؟كه رښتوني ياست  (او پر حراموالي يې) دليل لرئ (؛نو) د پوهې له مخې مې خبرکړئ!)) او له اوښانو يوه جوړه او هم (يې) د غويانو يوه جوړه (تاسې ته پيدا كړل)؛ورته ووايه: (( خداى د دوى نران حرام كړي دي،يا ښځې،يا هغه بچې،چې د اوښې او غواوو په ګېډو كې وي؟يا چې كله خداى تاسې ته ( د دوى پر حراموالي) سپارښتنه كوله؛نو تاسې پرې شاهدان وئ ؟ نو تر هغه چا به بل ستر ظالم څوك وي،چې پر خداى دروغ تړي؛چې خلك د ناپوهۍ له مخې بې لارې كړي، په رښتيا چې خداى هېڅكله ظالمانوته سمه لار نه ښيي .))

په څارويو کې  مېږه،اوزه،غوا او اوښ دى،چې د انسان په خوراک،کالي، کار او اقتصاد کې مهمه وڼده لري.

((ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ)) په زرګونو د اوبدولو کارخانې،څرمنې جوړولو،لبنياتو، ګنډلو او د ميليونونو انسانانو لپاره يې کار منځ ته راوړى دى .

د امام باقر د وينا له مخې، له درې ګونو ظلماتو موخه د ګېډې تياره، د زيلانځ-رحم تياره او د تخمدان تياره ده . ( مجمع البيان تفسير)

او امام حسين هم د عرفه په دعا کې دې خبرې ته اشاره کړې ده : ثم اسکنتنى فى ظلمات ثلاث بين لحم و جلد و دم.

 له کږلاريو د ژغورل کېدو لار اندنه ده

د شپږم آيت  په پاى کې مو ولوستل : ((فَأَنَّى تُصْرَفُونَ ) ولې پر کږه روان ياست ؟ ولې په خپل پېدايښت کې د خداى لاس نه ګورئ؛هغه مهال،چې د مور په ګېډه کې وئ ؟! په رښتياڅومره،چې انسان ځير کېږي؛نو د خداى ځواک،حکمت او محبت ته يې پامېږي .که ځان ته مو پام وي؛نو و به ګورئ ، چې موږ پخپله ځان نه دى جوړ کړى؛نو جوړونکى لرم او زما جوړونکى بايد پوه او وسمن وي او راسره مينه ولري .زما له ټولو اړتياوو خبر وي او لرې يې کړاى شي او هغه يوازې زما حکيم، لوراند ،پالونکى او ستر خداى دى.

هر ماشوم،چې وزېږي؛نو تر ټولو ړومبۍ اړتيا يې خواړه وي؛نو که د دنيا ټول متخصصان راټول شي،چې ددې ماشوم د خوړو لپاره کړلار جوړه کړي؛نو څه به جوړوي ؟ خواړه يې بايد له څه جوړ شوي وي ؟ د تودوخې په کومه کچه کې وساتل شي ؟ او څنګه او د چا په واسطه ماشوم ته ورکړل شي ؟ د ماشوم يوازې يو کار زده وي او هغه هم رول دي، نه څه جولاى شي او نه څه ته پوکولاى شي؛نو له موره به بل څوک مهربانه وي او له شيدو به کوم خواړه ورته ګټور وي ؟ ماشوم تل له مور سره وي،چې په مينه خواړه ورکوي،چې نه، ګرمولو ته اړتيا لري او نه سړولو ته؛نو لږ په ګرېوان کې سر ښکته کړئ،چې که دا نعمتونه نه ول؛نو څه به کېدل؟ که مور شيدې نه درلودې او د رولو پر ځاى يې پوکې کاوه او که نه يې شو کړاى  چې په ژړا خپله لوږه څرګنده کړي او که د ماشوم ټولې اړتياوې د مور په شيدو کې نه واى او که د مور مينه نه واى او که داسې سختۍ يې نه شوې زغملاى ؛نو څه به کېدل ؟

نو کوم ځواک به وي،چې دا ټولې اړتياوې وپېژنې او په دقيقه توګه يې يپرې کړي ؟

خدايه ! نه زه خبر وم،چې څه ته اړتيا لرم او نه مې مور و پلار خبر وو،چې کوم خواړه راته ګټور دي او ته وې،چې تر زېږون مخکې دې راته د مور سينه له شيدو، زړه يې راته له مينې ډک کړ او تر ټولو غوره خواړه دې راکړل .

امام حسين د عرفې په دعا کې دې خبرې ته اشاره کوي : (( خدايه ! مهربانه مور دې زما پالندويه کړه او تر ټولو غوره خواړه دې راکړل . ))

داچې په ډېرو نعمتونو روږد شوي يو؛نو په قدر يې نه پوهېږو؛خو داچې له لاسه يې ورکړو.خدايه ! مل مو شې،چې له نعمتونو دې ښه ګټنه وکړو،هېر دې نه کړو،له مور و پلار سره نيکې وکړم او لکه څنګه چې ته راته ښه او غوره خداى يې،زه دې هم ښه بنده ووسم.

پيغامونه :

١_د ټولو انسانانو جنس يو دى؛ که ښځه ده که نر او له هر توکمه ،چې وي . (نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ)

٢_که څه هم ښځه او نر بدني توپيرونه لري؛خو روح او انساني شخصيت يې يو دى . (نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ)

٣_ زوجيت د خداى له خلقت پرته نعمت هم دى،چې خداى راکړى دى (خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا) او په رښتيا که مېندې د شل کالو لپاره يوازې نر او يا يوازې لوڼې وزېږوي؛نو څومره ناروين به وي .

٤_ انسان واده ته اړتيا لري  . (خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا )

٥_ ګېډه او شهوت د انسان ړومبنۍ اړتياوې دي،چې خداى انسان ته ورکړي دي . (خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنزَلَ لَكُم مِّنْ الْأَنْعَامِ )

٦_ د انسان پېدايـښت په څو پړاوونو کې تر سره کېږي . (خَلْقًا مِن بَعْدِ خَلْقٍ) ( د مؤمنون د سورت په ١٣ او ١٤ آيتونو کې دا  پړاوونه بيان شوي دي.

ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ .ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (مؤمنون\١٤-١٣)= بيا مو د څاڅكي (په بڼه) په خوندي ځاى [= زېلانځ] كې كېښود؛ بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛نو بيا مو هغه (علقه) پرمضغه [=د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېر يو څېز] واړاوه،بيا موږ د غوښې له بوټۍ هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل،بل ځل هغه مو په نوې بڼه پيدا كړ؛نو ډېر ستر دى هغه خداى،چې تر ټولو پيدا كوونكيو ډېر ښه پيداكوونكى دى.))

٧_ په تياره کې انسان خورا بېوسه دى؛خو خداى په تپه تياره کې کارنده-فعال دى . (خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ)

٨_ د ژوند ټول نعمتونه د خداى له لوري دي؛ځکه هغه هم خالق، هم مالک،هم رب او هم معبود دى .(ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ)

 

إِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ وَإِن تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (۷) =كه ناشكري وكړئ؛نو په واقع كې خداى تر تاسې غني دى او هغه هېڅكله خپلو بندګانو ته ناشكري نه خوښوي او كه شكر وباسئ؛نو هغه تاسې ته خوښوي او يو ګناهګار هم د بل د ګناه پېټى نه اخلي،بيا ستاسې ستنېدل يوازې د خپل پالونكي لوري ته دي؛نو تاسې به له خپلو كړنو خبركړي؛(ځكه) چې هغه د سينو په (پټو رازونو) پوه دى.))

ټکي :

په تېر آيت   کې د انسان او د نورو ژويو د پېدايښت او رزق خبره وشوه او په دې آيت کې د انسان دندې او د نعمتونو پر وړاندې مننې ته اشاره شوې ده او په دې خبره  پوهېدل پکار دي،چې خداى دې کارونو ته پوټى اړتيا هم نه لري او که موږ کور مخ په لمر جوړوو؛نو دا په دې مانا نه ده، چې لمر راته اړتيا لري .خداى نه يوازې موږ ته؛بلکې هيڅ څه ته هم اړتيا نه لري ؛ لکه څنګه چې وايي :فَإِنَّ الله غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ =چې په حقيقت کې خداى له نړيوالو بې نيازه دى . ))                           

په دې آيت کې له کفره موخه د نعمت ناشکري ده او داځکه چې د شکر خبره يې هم مخې ته شوې ده .

خداى راسره خورا مينه لري؛نوځکه راته کفران او ناشکري نه خوښوي؛خو دا موږ يو،چې له ځان سره مينه نه لرو او  د نعمت ناشکري کوو .

په آيت کې وويل شول،چې هر څوک به خپل کرلي رېبي او د رېبولو ځاى هم قيامت دى؛نو آيت  په (إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) پاى ته رسېدلى ، چې ووايي: د هغې ورځې قاضي له هر څه باخبر دى .

پيغامونه :

١_ د خداى له لوري د عبادت حکم ،مخلوقاتو ته د خداى د اړتيا په مانا نه دى. (إِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ)

٢_ خپل کفر او کږلاري پر خداى مه ورتپئ . (لَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ) ( ځينو کفارو او مشرکانو به خپل شرک او کفر د خداى غوښتنه او کار ګاڼه ) (لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا – انعام\١٤٨)

٣_ خداى کږلاري هم خپل بندګان ګڼي . (لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ)

٤_ شکر د خداى د رضا د لاس ته راوړو کونجي ده .( وَإِن تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ)

٥_ په تبليغ کې ګام په ګام پرمختګ پکار دى . خداى په ړومبي ګام کې وويل : هغه اړتيا نه لري . په دويم ګام کې يې وويل : هغه ستاسې په کفر خوښ نه دى . په درېم ګام کې يې وويل :خپل ايمان او شکر به مو په خپل ګټه راشي او په پاى کې وايي : که سرغړنه مو وکړه؛نو ګوري به درسره. (غَنِيٌّ عَنكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ)

٦_ خداى عادل دى او هر څوک به د خپلې ګناه سزا ويني . (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ)

٧_ څوک خپله پړه پر بل نشي اچولاى . (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى)

٨_د ګناهکارانو د ګواښولو تر څنګه د بښنې لار هم پرانځئ . د (فَيُنَبِّئُكُم ) ټکى  وايي : له کړنو مو خبروي او نه وايي : کړو وړو ته مو سزا ورکوي .

٩_ د ثواب او سزا ډېروالى او لږوالى زموږ په کړنو پورې تړاو لري . (بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)

١٠_ د سزا او ثواب د څومره والي ټاکل په دقيق الهي علم پورې اړه لري . (إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ)

١١_ الهي علم هم ژور، هم پراخه،هم ظاهر او هم باطن دى . (عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ)

١٢_ خداى له نيتونو خبر دى . (عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ)

 

وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَا رَبَّهُ مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً مِّنْهُ نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا لِّيُضِلَّ عَن سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ (۸)=او انسان ته چې كله كوم كړاو ورسېږي (؛نو) خپل پالونكى رابلي؛بيا چې كله خپله پېرزوينه پرې وكړي (؛نو) هغه (مصيبت) هېروي،چې د لرې كولو لپاره يې مخكې (خداى) باله او له خداى سره (په عبادت كې) شريكان نيسي،چې (خلك) د هغه له لارې واړوي. ووايه: ((له خپل كفر دې لږې ورځې ګټه واخله،چې ته په حقيقت كې د اور له يارانو يې.))

 ټکي :

((ضُرٌّ )) هر ډول تاوان ته وايي . ((خَوَّلَهُ)) له  ((خول)) څخه اخستل شوى ، چې د سترې ورکړې په مانا دى .

((مُنِيبًا )) که له ((توبې)) اخستل شوى  وي؛يعنې انسان مکرر او ګام په ګام خداى ته توجه کوي او که له ((ناب)) څخه وي؛يعنې انقطاع؛يعنې انسان خداى ته پوره توجه کوي ،چې په ظاهره همدا دويمه مانا  يې سمه او ترې مراد دى.

پيغامونه:

١_ قرآن پر هغوى نيوکه کړې،چې يوازې د سختۍ پر وخت خداى يادوي او له سختۍ وروسته يې خداى هېر شي. (وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَا)

٢_انسان د ټينګې نه دى او لږه سخته،چې پرې راشي؛نو وارخطا وي . (مَسَّ)

٣_ ستونزې انسان ويخوي او فطرت ته يې مخه کوي. (ضُرٌّ دَعَا) ستونزې انسانان توبې او دعا ته اړ باسي .

٤_ د زړه له کومې دعا ستونزې او ستونزې له منځه وړي . (  مُنِيبًا إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا خَوَّلَهُ نِعْمَةً)

٥_ خداى چا ته تاوان نه ورکوي؛بلکې هر څه زموږ د خپلو کړنو پايله ده . (نِعْمَةً مِّنْهُ)

٦_ هوسايي د عفلت لامل دى . (ِعْمَةً مِّنْهُ نَسِيَ)

٧_بې ظرفيته انسان د هوسا پر مهال تېرې شوې ستونزې هېروي . (نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ)

٨_ خداى هېرول د شرک لامل دى او څوک  چې د هوسايۍ لپاره خداى هېر کړي؛نو د خدايه پر ځاى په نورو پسې ځي . (نَسِيَ مَا كَانَ يَدْعُو إِلَيْهِ مِن قَبْلُ وَجَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا)

٩_د انسان شرک پراخه ؛خو ناپايداره دى او هره ورځ په يو څه پورې زړه تړي . (أَندَادًا ) د ګڼو معبودانو په مانا دى .

١٠_ د خداى پر ځاى  بل ته مخ اړول نور په اشتباه او کږلارۍ کې اچوي . (لِّيُضِلَّ)

١١_ د انسان کږلاري ګام په ګام وي : لومړ‌ى : نسيان (نَسِيَ) دويم : شرک : (جَعَلَ لِلَّهِ أَندَادًا) درېم: نور کږلاري کول. (لِّيُضِلَّ)

١٢_هر برى خداى ته د نږدېدو نښه نه ده . (تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ)

١٣_ د دنيا برى د اخرت په پرتله خورا لږ دي . (تَمَتَّعْ بِكُفْرِكَ قَلِيلًا)

١٤_ د ناشکرۍ او بې دينۍ سزا له دوزخيانو سره يو ځاى کېدل دي . (إِنَّكَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ)

 

أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (۹)=نو دغسې څوك غوره دي) يا هغه،چې د شپې په اوږدو كې په سجده او ولاړه پر عبادت بوخت دى (او) د اخرت له عذابه وېرېږي او د خپل پالونكي رحمت ته هيلمن وي؟! ووايه: “ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي،چې پند اخلي.))

 ټکي :

په تېر آيت  کې د دوزخيانو او د اور د اصحابو په هکله خبرې وشوې، په دې آيت کې پر مؤمنانو خبرې کېږي . په تېر آيت  کې يې وويل : ځينې يوازې د مصيبت پر مهال خداى ته مخه کوي او د هوسا پر مهال خداى هېروي؛خو په دې آيت کې وايي: مؤمنان تل خداى يادوي که هوسا وي که په تنګسه کې .

امام باقر وايي : له (قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا) څخه مراد د شپې لمونځ ته پاڅېدل دي. (کافي٣/٤٤٤)

پيغامونه :

١_شپه د عبادت غوره وخت دى . (قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ)

٢_ دګټور علم نښه د خداى بندګي ده . (سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ) (علم او عبادت بايد د يو بل تر څنګه وي . هو ګرانو ! د شپې پاڅېدونکي عابدان،چې الهي رحمت ته هيلمن دي، واقعي عالمان دي)

٣_ د عبادت تداوم دى ، چې ارزښت لري . (سَاجِدًا وَقَائِمًا ) د “اسم فاعل” په بڼه راغلى، چې د استمرار په مانا دى .

٤_ الهي انسانان هم د اخرت له عذابه وېرېږي او د خداى لورنې ته هيلمن دي . (يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو)

٥_ وېره مو د خپلو کړنو پايله ده . (يَحْذَرُ الْآخِرَةَ)؛خو د خداى رحمت ته هيلمنېدل د هغه  فضل دى . (وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ)

٦_ د روزنې يوه لار د بديو او ښېګڼو او ښو او بدو خلکو په پرتله کول دي . ( امن هو قانت ) (هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ)

٧_ د نصيحت منل د روغ عقل نښه ده . (إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ)

 

قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ (۱۰) =ووايه: (( (زما) مؤمنو بندګانو!د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛هغوى چې په دې دنيا كې نېكي كړې ده،هغوى ته نېكه بدله ده،او د خداى ځمكه پراخه ده،(كه د كفر د مشرانو تر زورزياتي لاندې وئ؛نو مهاجرت وكړئ)،چې بېشكه صابران خپل اجر او بدله بې حسابه پوره تر لاسه كوي.))

ټکى :

پاک نبي وويل : (( له مبتلايانو او  ګرفتارانو خلکو سره حساب کتاب نه کېږي ( او هغوى نېغ په نېغه بې له سوال وځوابه جنت ته ننووځي ) او بيا پېغمبر اکرم (ص) د ( انما يوفى الصابرون اجرهم بغير حساب)  ) آيت   ووايه . تفسير نورالثقلين )

پيغامونه :

١_ نېکيو ته په رابللو کې د مخاطب درناوى وکړئ او کرامت ورکړئ (يا عباد )

٢_يوازې ايمان بسيا نه دى؛بلکې تقوا او له ګناه د ځان ژغورل هم بايد  ورسره وي.( آمنوا_اتقوا)

٣_هغه نېک چار اخروي اجر لري ،چې کوونکى يې د ايمان او تقوا خاوند وي . ( آمنوا_ اتقوا)

٤_ نېکي وکړئ ،چې خداى يې هم درسره وکړي . (للذين احسنوا …… حسنة ) په نورو آيتونو کې هم راغلي : ( ان احسنتم احسنتم لانفسکم ) (اسراء/٧ )؛يعنې که نېکي مو وکړه؛نو له ځان سره به مو کړې وي. (هَلْ جَزَاء الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ – الرحمن/٦٠)؛يعنې  ايا د نېكۍ بدله بې له نېكۍ  بل څه كېداى شي؟!

٥_ تقوا ساتنې ته کله هجرت هم پکار وي . ( آمنوا اتقوا ….. ارض الله واسعة )

٦_هجرت صبر او پراخه سينه غواړي . ( ارض الله واسعة انما يوفى الصابرون )

٧_ هجرت د الهي پېرزوينو د لاس ته راوړو سريزه ده . ( ارض الله واسعة ….. اجرهم بغير حساب)

 

قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ .وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ .قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ (۱۲/۱۱/ ۱۳)= ووايه: ((په واقع كې ماته امر شوى،چې خداى په داسې حال كې ولمانځم چې [خپل] دين مې يوازې هغه ته نږه كړى وي او ما ته امر شوى،چې لومړنى مسلمان وسم.)) ووايه: ((په حقيقت كې كه زه له خپل پالونكي سروغړوم؛نو (د قيامت) د سترې ورځې له عذابه وېرېږم!))

له دينه د تېښتې او دين د راتګ لاملونه

دا درې آيتونه  سترې زده کړې لري .که ګورو،چې خلک له دينه تښتي؛نو بايد په لاملونه پسې يې وګرځو :

١_ دين بې له خرافاتو او شخصي خوښو سم خلکوته وروپېژنو.

٢_ځينې د دين مبلغان او عالمان پخپله په دين عمل نه کوي.

٣_هغوى چې ځان د خداى استازي ګڼي، په خپله هر ډول قانون ماتوي.

پورتني آيتونه  وايي: پېغمبره! خلکو ته ووايه : زما دنده خالصه او نږه بندګي ده .

د مثال په توګه :  چې کله کوم مچ په اوبو کې پرېووځي؛نو خلک يې له څښلو ډډه کوي؛نو همداسې که  چېرته په دين کې هم خرافات راګډ شول؛نو خلک ترې  ډډه او تېښته کوي . خالص او نږه دين هغه دى،چې هيڅ ډول شخصي، قومي او حزبي  خوښه پکې نه وي.

او کله هم له دينه دتېښتې لامل دادى،چې د دين مبلغان او عالمان خلکو ته مسئلې کوي او پخپله پرې حملې کوي؛نو په آيت کې خداى خپل استازي ته دنده ورکړې، چې خلکو ته ووايي: زه په دين کې په عمل کې مخکښ يم . ( اکون اول المسلمين )

او هغوى مخکښان وي،چې ميېن،رښتيني او سرښندويه وي او همدا کسان دي،چې کړاى شي د بشر لارښووونکي شي . په پاى کې وايي : پېغمبره ! خلکو ته ووايه: زه درسره توپير نه لرم،تبيعض نشته؛ان که ما هم تېروتنه وکړه؛نو د خداى پر عذاب به ککړ شم. ( انى اخاف ان عصيت عذاب يوم عظيم ) قانون د ټولو لپاره دى او د هيڅ چا تېښته ترې نشته.

زموږ دنده هم داده . موږ بايد دين له خرافاتو بېل وساتو. محمدي اسلام وپېژنو او پرې عمل وکړو او نورو ته يې ور وپېژنو، ددې خبرې هېرول نه دي په کار،چې د سوچه او نږه اسلام پېژندل يوازې د قرآن او د پېغمبر اکرم (ص) د اهلبيتو له لارې کېداى شي او د هغوى له لارې له عادلو او د ځاني غوښتنو څخه له پاکو فقهاوو تقليد وکړو.

موږ ته نه دي په کار ،چې په عمل کې نورو ته په تمه شو، ان که په کار وي،چې يوازې په خپله مټې بډ وهو .

له خدايه وېره بايد زموږ د کار محور او چورليد وي او هيڅ مقام بايد ځان بيمه و نه ګڼي؛لکه څنګه چې پېغمبراکرم وايي : (( ان که زه هم تېروتنه وکړم ؛نو د خداى پر قهر به ککړ شم . ))

پيغامونه :

١_ خداى مو محور کړئ، ملا وتړئ او د مشرکانو هلې ځلې، چې  د دين د خرابولو لپاره يې کوي، له منځه يوسئ او په خپل چار کې يې نهيلې کړئ . ( قل انى امرت )

٢_ پېغمبر يو کار او خبره هم له ځانه نه کوي . ( امرت …… امرت)

٣_مشر او رهبر بايد په کمالاتو کې مخکښ وي. ( اول المسلمين)

٤_ که څوک به ورسره موافق ول که نه، پېغمبر اکرم ( ص) به عبادت يوازې په خالصه او نږه توګه تر سره کاوه. ( امرت_ مخلاصاً_ اول المسلمين)

٥_ له خدايه وېره غوره اخلاق يا مکارم الاخلاق دى؛ځکه پېغمبر اکرم پرې د منښتې-اقرار دنده درلوده. ( قل انى اخاف)

٦_د خداى د عدل په محکمه کې انبياء له نورو انسانانو سره توپير نه لري . ( انى عصيت ربى عذاب يوم عظيم )؛ځکه کچه د کړنو،لاروۍ او له خداى څخه د سرغړونې سنجول دي .

٧_پر قيامت ايمان له ګناه څخه د ژغورنې لامل دى. ( انى اخاف ان عصيت ربى عذاب يوم عظيم)

قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهُ دِينِي .فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُم مِّن دُونِهِ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ (۱۴/ ۱۵)= ووايه: ((چې زه خو خداى په داسې حال كې لمانځم،چې[خپل] دين (او عقيده) مې يوازې هغه ته نږه كړې ده. نو له هغه پرته څه مو چې خوښه وي  و يې لمانځئ.)) ووايه: ((واقعي زيانمن هغه دى،چې د قيامت پر ورځ يې خپل ځانونه او خپلوان زيانمن كړل . ګورئ! چې همدا يوازې ښكاره زيان دى.))

ټکي :

((خسارت)) د اصلي پانګې له لاسه ورکول دي . هغه يخ پلورنکى،چې اخستونکى ونه لري؛نو نه يوازې  ګټه به نه کوي؛بلکې اصلي پانګه هم له لاسه ورکوي او اوبه کېږي . (( خسران نفس )) د نفس د هلاکت په مانا دى ، چې استعدادونه هم له لاسه ووځي .

دا چې په پينځلسم آيت  کې ((خسارت )) درې ځل تکرار شوى، کېداى شي موخه ترې د انسان راويخول وي،چې په قيامت کې د نفس خسارت و نه کړي .

بې له خدايه په بل پسې تلل،که هر څه او هر څوک وي تاوان دى . په سوادګرۍ کې انسان يا ګټه کوي يا تاوان او لږ تر لږه تاوان کوي؛خو مشرکان قيامت بېلي؛نو تاوان يې ښکاره او څرګند دى او پردې سربېره په آخرت کې د نفس تاوان او خسرت د جبران وړ نه دى .

ددې سورت له پېله تر اوسه څلور ځل د اخلاص ټکى  تکرار شوى او کېداى شي ددې لپاره وي،چې د تاريخ په  اږدو کې د دين او ديندارانو تر ټولو ستر آفت په دين کې د خرافاتو،بدعتونو او شخصي خوښو ورګډېدل دي . ( مخلصاً له دينى )

پيغامونه :

١_ د کفارو پر وړاندې خپل دريځ په ټينګه ووايئ. (قل)

٢_د ايکي يو خداى عبادت د انبياوو تر ټولو ستره خبره ده . ( قل الله اعبد )

٣_ انبياوو به الهي دندې د زړه له کومې تر سره کولې ( په تېرو څو آيتونو کې مو ولوستل : ( انى امرت ان اعبدالله مخلصاً ) په دې آيت  کې وايي : ( قل الله اعبد مخلصاً )

٤_ د الهي قوانينو د پلي کولو ړومبى بنسټيز شرط اخلاص دى او بايد په دې لار کې د نورو شخصي خوښو سليقو او بدعتونو ته تسليم نشو . (مخلصاً له دينى )

٥_ په تبليغ کله ترخه هم په کار راځي . ( فاعبدوا ما شئتم ) لکه څنګه چې په بل ځاى کې وايي : (اعلموا ما شئتم )( فصلت /٤٠)؛څنګه مو،چې خوښه وي،هماغسې وکړئ)

٦_ مشر بايد پردې خبره پوه وي ،چې ټول خلک ورته نه تسلمېږي . ( فاعبدوا ماشئتم)

٧_ له خدايه بېلېدل تاوان دى . ( ما شئتم )

٨_ ځان بايلل تر ټولو ستر تاوان دى . ( ان الخاسرين الذين خسروا انفسهم )

٩_ انسان د خپلې کورنۍ مسئوول دى . ( و اهليهم )

١٠_ واقعي ګټه او تاوان به د قيامت پر ورځ معلومېږي . ( خسروا ….. يوم القيامة)

١١_ د حق خبره دومره خلکو ته وکړئ،چې درسره يې و مني .  ( الا ذلک هو الخسران ….)

لَهُم مِّن فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَمِن تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ (۱۶)= پر هغو به له پاسه هم د اور چترۍ خپرې وي او تر لاندې هم. دا هغه (سزا) ده،چې خداى پرې خپل بندګان وېروي. (زما) بندګانو! زما (له سرغړونې) ځان وژغورئ.

پيغامونه :

١_ شرک په دنيا کې د خداى قهر او په آخرت  کې عذاب راوړي . ( من فوقهم ظلل من النار )

٢_هغوى چې خداى ته شا کړې او نورو ته يې مخه کړې او تاوان يې کړى؛نو سزا يې داده،چې له هرې خوا ترې اور راتاو شي . ( من فوقهم ظلل من النار …..)

٣_ د خدا په ترخو کې هم پېرزو او لورنه ده . ( يا عباد فاتقون )

٤_ د قيامت پرسختيو ايمان د تقوا لامل دى . ( ظلل من النار …فاتقون )

٥_ تقوا د دوزخ له اوره د خلاصون لامل دى . ( ظلل من النار …فاتقون )

 

وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَن يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ .الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ (۱۷/ ۱۸) = او هغو كسانو ته زېرى دى،چې د طاغوت له لمانځنې يې ډډه او خداى ته يې مخه كړې وي؛نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛دا هغه خلك دي،چې خداى ورته سمه لار ښوولې ده او يوازې همدوى عقلمن دي.))

ټکي :

((اجتناب)) له يو څه لرې والى او بېلېدل دي . (( طاغوت )) له (( طغيان)) څخه اخستل شوى،چې له پولې د تېرېدو په مانا دى؛نو ځکه هغه ته طاغوت وايي ،چې له  پولې واوړي؛لکه شياطين، بوتان،باطل معبودان، ظالم واکمنان او هغه لار،چې د خداى پر ځاى بل ته رسي . (تفسيرنمونه ٢/٢٨٠ )

له طاغوته مخ اړول  خداى ته د مخ کولو لپاره لاز چار دى؛لکه څنګه  چې په (( اية الکرسي )) کې راغلي : (( فمن يکفر بالطاغوت و يومن باالله )) ( بقره /٢٥٦)

د طاغوت له عبادته موخه له ظالمانو او سرغړاندو لاروي ده ؛ځکه روايت  دى : چاچې له کوم ظالمه لاروي وکړه؛نو په حقيقت کې د هماغه عبادت يې کړى دى . ( تفسير مجمع البيان )

په اتلسم آيت کې پر هغوى زېرى شوى ،چې تر ټولو پر غوره خبرو لاروي کوي او په بل ځاى کې غوره خبره خداى ته بلنه ګڼي ( و من احسن قولاً ممن دعا الى الله ) ( فصلت /٣٣) او له هغه ځايه،چې د اسلام پېغمبر پوه او د ليدانې خاوند رابلونکى دى ( ادعوا الى الله على بصيرة ) (يوسف/ ١٠٨)؛نو خداى ته تر ټولو غوره رابلونکى؛ پېغمبر اکرم (ص) دى؛نو بايدد  تر ټولو غوره خبرو،چې خداى ته بلنه ده، لاروي وشي .

پيغامونه :

١_ د خداى د مخلصو بندګانو يوه ځانګړنه له طاغوته ځان ژغورل دي . ( اجتنبوا الطاغوت … فبشرعباد )

٢_له طاغوته مخ اړول خداى ته د مخ کولو سريزه ده . ( اجتنبوا الطاغوت _ انابوا الى الله )

٣_ د توبې شرط له طاغوتانو مخ اړول او له طاغوته لاروي له توبې مخنيوى کوي. ( اجتنبوا الطاغوت_ انابوا الى الله )

٤_غوره  ټاکنه خورا برکتونه لري . ( د (( بشر)) ټکى  مطلق دى،چې ډول ډول زېري راونغاړي)

٥_هغوى کړاى شي له ټولو خبرو لاروي وکړي،چې خبرې ته يې پام وي؛ نه خبرې کوونکي ته ( يستمعون القول )

٦_ انسان بايد د نورو خبرو ته غوږ کېږدي او سينه يې پراخه وي . (يستمعون القول …)

٧_اسلام د ازداۍ بيان ته په پراخه سينه هر کلى وايي.(يستمعون القول )

٨_ عقل باطني حجت او په پټو سترګو تقليد منع دى . ( يستمعون القول فيتبعون احسنه)

٩_غوره ټاکنه د قرآن ټاکنه هم ده . ( يتبعون احسنه)

١٠_ هغوى د هرې خبرې د اورېدو حق لري،چې د احسن د تشخيص وړتيا ولري. ( يستمعون…. فيتبعون احسنه )

١١_هغه خبره،چې ګټه پکې نه وي داورېدو وړتيا نه لري. ( يستمعون القول فيتبعون احسنه )

١٢_يوازې په ښه والي مه قانع کېږئ؛بلکې ځان تر ټولو غوره کړئ ( يتبعون احسنه)

١٣_الهي  لارښوونه د احسن په ټاکنه کې ده ،چې هغه هم الهي توفيق غواړي.( يتبعون احسنه)

١٤_ خداى هغوى ته لارښوونه کوي،چې د ښيون  لپاه هلې ځلې وکړي او کوښښ وکړي،چې په خبرو کې تر ټولو غوره انتخاب کړي . ( يستمعون القول…. اولئک الذين هداهم الله )

١٥_هغوى بې عقله دي،چې بې له څېړنې او فکره کوم ښوونځى  غوره کوي. ( اولوالالباب)

١٦_ تر ټولو ډاډمنه ټاکنه د پوهې له مخې ده. ( فيتبعون احسنه …. اولئک الذين هديهم الله )

أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ أَفَأَنتَ تُنقِذُ مَن فِي النَّارِ . لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّن فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ  (۱۹/ ۲۰) = ايا پر چاچې د عذاب خبره (او وعده) پخه شوې وي (د ژغورنې وړ دى؟) او ايا تۀ هغه ژغورلاى شې چې په اور كې دى؟! خو هغوى چې (خپل ځانونه) د خپل پالونكي له (عذابه) ساتلي وي، ورته (لوړې جنتي) ماڼۍ دي، چې د پاسه پرې نورې ماڼۍ جوړې شوي، چې لاندې ترې ويالې بهېږي . (دا) د خداى وعده ده، چې خداى له خپلې وعدې نۀ اوړي.

ټکي :

(( غُرف)) د (( غرفة )) جمع ده او د هغه ساختمان په مانا دى،چې په پورتني پوړ کې جووړل کېږي او همداراز د هغه اوبو په مانا دى ، چې له خپل ځايه راپورته شي .

پېغمبر اکرم (ص) به د ځېلي وګړيو د لارښوونې لپاره ډېر زړه سوځاوه؛نو خداى ورته وايي: ډېر زړه مه خوره؛ځکه دداسې خلکو په هکله الهي سنت پرېکنده عذاب دى او خلاصون يې ستا په واک کې نه دى.

پيغامونه :

١_ ځينې انسانان په خپله په خپلو ګناهونو د الهي لورنې او بښنې ورونه پر ځان تړي . ( حق عليه کلمة العذاب )

٢_ کږلاري په حقيقت کې اور دى؛ځکه ددې پر ځاى  چې ووايي : ته کږلاري نشې ژغورلى . وايي :ته نشې کړاى هغوى وژغورې ، چې په اور کې دي . (تنقذ من فى النار)

٣_وېره او هېله دواړه بايد د يو بل په څنګ کې وي. په شپاړسم آيت   کې مو ولوستل : (لهم من فوقهم ظلل من النار ) اور د دوزخيانو د سر له پاسه دى او په دې آيت  کې لولو : ( لهم غرف من فوقها غرف) د تقوا د خاوندانو لپاره غُرفې دي ، چې د پاڅه پرې نورې غُرفې هم دي .

٤_ الهي ژمنې او زېري هرمرو راپېښېدونکې دي . ( وعد الله لا يخلف الله الميعاد)

 أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُ حُطَامًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِأُوْلِي الْأَلْبَابِ (۲۱)= ايا نۀ وينې، چې خداى له اسمانه اوبه وورولې او هغه يې د چينو په بڼه په ځمكه كې ننه اېستې: بيا په دې اوبو د بېلابېلو رنګونو كښتونه راوباسي، بيا (دا زرغونه كښتونه ټول) وچېږي او ګورې، چې ژېړ شوي دي، بيا يې مېده كوي؟!په رښتيا په دې (ادلون بدلون) كې عقلمنو ته (ددنيا د نۀ پايښت) يو عبرت دى.

ټکي :

(( سلک )) له (( سلوک)) څخه اخستل شوى ، چې د دخول او نفوذ په مانا دى او (( يهيج )) له (( هيجان )) څخه اخستل شوى،چې ځغلنده او په ځغاسته حرکت ته وايي . دا ټکى  چې هر کله کوم کښت او يا نبات ته نسبت ته ورکړل شي؛نو د وچېدو پېل به يې وي. (( حطام )) د وچو نباتاتو ټوټو او “بوسو” ته وايي.

((الباب)) د ((لب)) جمع ده ، چې د ماغزو او عقل په مانا ده . ((ينابيع)) د ((ينبوع)) جمع ده،چې د چينې په مانا ده .

د خداى ځواک او حکمت ته لنډه کتنه

ټولو خلايق د خداى د ځواک نښې دي؛خو په ټولو مخلوقاتو کې انسان ځانګړې ځانګړنې لري . خداى د انسان سترګه له ژل، غوږ يې له نرمو هډوکو او ژبه يې له غوښې جوړه کړې؛نوکوم ځواک کړاى شي له ژل ليدل له هډوکو اورېدنه او له غوښې وينا جوړه کړي ؟

د انسان د لاس ډېر جوړ شوي غړي يوازې د يوې لنډې مودې لپاره کار کوي؛هغه هم نه هومره کارايي لري؛ لکه څومره يې  چې د انسان طبيعي غړي لري او د خداى په لاس جوړ شوي غړي د ټول عمر لپاره کار کوي.

د تاريخ په ترڅ کې په ميلياردونو انسانان دې دنيا ته راغلل؛خو د يو هم د ګوتو کرښې له بل سره ورته نه وې او نه دي .

تر اوسه لا انسان له خاورې بې له خښتې، سراميک او کاشي هيڅ هم نه دي جوړ کړي؛خو خداى له همدې خاورې ډول ډول مېوې جوړوي.د رعد د سورت په ٤ آيت کې وايي : ((وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ = او هماغه دى، چې ځمكه يې وغوړوله او غرونه او سيندونه يې پکې رامنځ ته كړل او په هغې كې يې د هر ډول مېوو جوړې  پيدا كړې، پر ورځې د شپې (توره پرده) ورخپروي، پدې (چارو) كې هغوخلكو ته  نښې دي، چې فكركوي .))

هو ګرانو! ځينې خلک مېوه يوازې د ګېډې د ډکولو لپاره غواړي؛خو هوښيار ددې هرڅه په ليدو  خپل عقل پياوړى کوي او د خداى ځواک په کې ويني؛ځکه له يوې خاورې او اوبو له يو خوند او رنگ څخه ډېر نشي جوړېداى؛خو د خداى قدرت ډول رنګونه،بڼې او خوندونه جوړوي.

خداى حکيم دى؛يعنې ټول کارونه يې صحيح او موخه لري او يو کار يې هم بې ځايه نه دى.

پيغامونه :

١_ له طبيعي ښکارندو-پديدو غافله مه تېرېږئ ( الم ترى)

٢_ د خداى پېژندنې يوه لار په طبيعي ښکارندو کې اندنه ده . (الم ترى)

٣_ باران د چينو او تر ځمکې لاندې د اوبو سرچينه ده . ( انزل من السماء ماء فسلکه ينابيع)

٤_طبيعي عوامل؛لکه باران د خداى د ارادې پلي کوونکي او بستر دى . (د بوټو زرغونول د خداى کارى دى؛ خو په اوبو . ) ( يخرج به زرعا )

٥_ د خداى ځواک ته پام وکړئ ، چې له يو ډول اوبو او خاورې ډول ډول خوندونه،ډول ډول رنګونه او ډول ډول بڼې راټوکوي. ( زرعاً مختلفاً الوانه )

٦_ په هستۍ کې هر څه د خداى په اراده کېږي . ( سلکه_يخرج_ يجعله)

٧_هوښيار هغه دى،چې په طبيعي ښکارندو کې په اندنه ځان جوړونکي ته يې ورسوي. ( لذکى لالى الالباب )

٨_ نصيحت منل د هوښيارانو چار دى. (ذکرى لاولى الالباب )

أَفَمَن شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِّن رَّبِّهِ فَوَيْلٌ لِّلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُم مِّن ذِكْرِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (۲۲)= ايا نو خداى چې د چا سينه د اسلام (منلو) ته پرانستې وي او(په پايله كې هغه) د خپل پالونكي له لوري له يوې رڼا څخه برخمن دى (د مړ زړي سړي غوندې دى؟!)؛ نو پر هغوى افسوس، چې د الله د ياد پر وړاندې سخت زړي وي! هغوى ښكاره بې لارې دي.

ټکي :

(( شرح صدر))؛يعنې پراخه سينه او دې خبرې ته اشاره ده ، چې د انسان روح د حقيقت د درک لپاره کږلېچونه نه لري او په اسانه حق مني . که چا ورته ترخه وکړه؛نو په اسانه يې بښي . که وغواړي  له خپل ماله تېر شي؛نو په اسانه تېرېږي او دا حالت الهي پېرزو ده ،چې دا چار بايد په  دعااو ښو چارو له خدايه  وغوښتل شي .

په قرآن کې (( شرح صدر)) هم د اسلام لپاره راوړل شوى ، چې الهي نور ته د رسېدو زمينه ساز دى ( شرح الله صدره للاسلام ….) او هم د کفر لپاره راوړل شوى ، چې الهي عضب او عذاب راکوزوي ( ولکن من شرح بالکفر صدراً فعليهم عضب من الله و عذاب عظيم )( نحل /١٠٦)

حضرت موسى عليه السلام تر پېغمبرېدو وروسته تر ټولو ړومبۍ دعا داسې وکړه : ( رب شرح لى صدرى)

حضرت علي وايي : پراخه سينه د رياست تر ټولو ستر اوزار ده .

پيغامونه :

١_ حق ته تسلمېدل او ديني احکام پر ځان پلي کول سترې اروا ته اړتيا لري ، چې الهي ورکړه ده. ( شر ح الله صدره للاسلام)

٢_ څوک  چې پراخه سينه لري؛نو پر الهي نور حق او باطل پېژني. ( هو على نور من ربه)

٣_ د زړه کينه پر زړه د الهي نور له لګېدو مخنيوى کوي . ( للقاسية قلوبهم)

٤_ اهل تسليم ټول يوه موخه لري؛خو کږلاري هر يو په يوه لار روان وي. ( د صدر ټکى ،چې د ايمانوالو ځانګړنه ده، په مفرده بڼه راغلې؛خو د قلوبهم ټکى ، چې د سنګدلانو لپاره دى؛ د جمع په بڼه راغلى دى.

٥_ د زړه رڼا او پراخه سينه د خداى له لوري ده (صدر) او کږلاري پخپله انسان منځ ته راوړي . (للقاسية قلوبهم من ذکر الله )

اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاء وَمَن يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (۲۳)= خداى ډېره غوره او ښكلې خبره د كتاب [په بڼه] نازله كړې ده (داسې) كتاب،چې آيتونه يې (په ښكلا، ژوروالي او منځپانګه كې) يو بل ته ورته دي او بيا بيا راغلي آيتونه لري، چې په اورېدو يې له خپل پالونكي د وېرېدونكيو غوني زيږېږي، بيا يې د باندې او دننه (جسم او روح) د خداى په ياد نرمېږي، دا د خداى لارښوونه ده، چا ته چې يې خوښه شي، هغه ته يې ورښيي او څوك چې خداى بې لارې كړي؛نو بيا ورته هېڅوك لارښود نشته.

ټکي :

(( حديث )) د وينا او خبرې په مانا دى او په دې آيت   کې له حديثه مراد قرآن دى او کېداى شي (( احسن الحديث )) توب يې د جامعيت، حقانيت،پايښت، فصاحت او بلاغت له امله وي.

دلته (( متشابه )) په دې مانا دى ، چې ټول آيتونه  سره هم وزن دي او داسې نه دي،چې سورتونه او يا آيتونه  سره پورته والى او ښکته والى ولري او پردې سربېره، د قرآن ټول مطالب همغږي دي او تضاد نه لري .

(( مثانى)) د (( مثنيه )) جمع ده ، چې د ګرايش په مانا ده؛يعنې د قرآن آيتونه  يو بل ته ګرايش لري او ځينو آيتونه  نور آيتونه  تفسيروي او که په نورو ټکيو وويل شي؛نو يو مطلب په ډول ډول ټکيو وايي او کېداى شي د (( مثنى )) جمع د مکرر او تکرار په مانا وي .

وګ: (د فرقان او نمونه تفسيرونه)

پيغامونه :

١_ قرآن تر ټولو غوره وينا او ترې بله غوره وينا نشته . ( احسن الحديث)؛ځکه تر ټولو رښتينه وينا ده ( ومن اصدق من الله حديثا ) (نساء /٨٧) فصل الخطاب ( انه لقول فصل ) ( طارق /١٣) او اخره خبره ده ( فباى حديث بعده يومنون ) ( اعراف /١٨٥)

٢_ د قرآن ټول آيتونه  همغږي لري او هيڅ ډول تضاد پکې نه ليدل کېږي  ( متشابهاً).

٣_له خدايه وېره د مؤمنانو په څېره کې وي او څېره يې د باطن ښکارندوى ده . (تقشعر منه جلود الذين يخشون )

٤_ مؤمن د وېرې د آيتونو په اورېدو وېرېږي ( تقشعر) او د رحمت د آيتونو په اورېده هيلمنېږي ( ثم تلين جلودهم )

٥_ قرآن د الهي ښيون کتاب دى . ( کتاباً ….. ذلک هدى الله )

٦_خداى ټولو ته د ښيون   اسباب فراهم کړي؛خو ځينې ښيون   او ځينې کږلاري ټاکي . ( ذلک هدى الله …. يهدى ….يضلل )

أَفَمَن يَتَّقِي بِوَجْهِهِ سُوءَ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَقِيلَ لِلظَّالِمِينَ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ . كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَاهُمْ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ . فَأَذَاقَهُمُ اللَّهُ الْخِزْيَ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (۲۴/ ۲۵/ ۲۶)  = ايا څوك چې ځان د قيامت پر ورځ له سخت عذابه په خپل مخ ژغوري (د هغه په څېر دى، چې له عذابه خوندي دى)؟! او ظالمانو ته ويل كېږي : (( دخپلو کړنو سزا وڅكئ!)) تر دوى مخكېنيو خلکو هم (زمونږ آيتونه) دروغ ګڼلي وو او له هغه لوري پرې ( داسې الهي) عذاب راغى، چې فكر يې نۀ كاوه؛ نو خداى پرې په دنيوي ژوندكې خواري وڅكله او كه پوهېداى؛نو د آخرت عذاب خو هرومرو تردې هم ډېر لوى دى.

ټکي :

کېداى شي په ٢٤ آيت   کې د ((بوجهه )) په  ټکي کې د (( وجه )) مانا د لار او طريقې په مانا وي؛لکه د ( ولکل وجهة هو موليها ) (بقره/١٤٨) په آيت کې چې د څېرې په مانا نه دى؛يعنې هر څوک په هغه امکاناتو او واک،چې په لاس کې يې دى، خپله لار دې له بديو بېله کړي او ځان دې له خطره وژغوري .

٢٤ آيت په بله بڼه هم ژباړلى شوى : آيا هغوى چې د قيامت پر ورځ (لاس تړلې د اور پر وړاندې دى او) په څېره غواړي ځان له اوره لرې کړي ( د خلاصون موندونکيو په څېر دى ؟ او پر هغه ورځ ) ظالمانو ته به وويل شي : (( و څکئ هغه چې لاس ته مو راوړي )) .

١_ الهي تقوا په دنيا او اخرت کې له الهي عذابه ژغورنه ده . ( يتقى بوجهه)

٢_ د مجرمانو يو عذاب رټنه او سپکاوى دى . ( قيل للظالمين)

٣_ د قيامت پر ورځ به هغه ګناهګانې د انسان  په غاړه وي ، چې په پوهه يې تر سره کړې وي. (تکسبون)

٤_د کفاو او ظالمانو له عبرته ډک تاريخ د راتلونکيو لپاره زده کړه ده . ( من قبلهم)

٥_ د خداى چې څنګه خوښه وي؛ کفارو ته به سزا ورکړي ،چې سوچ به يې هم نشو کولاى . ( من حيث لا يشعرون)

٦_ټولو سزاګانې خو يوازې په آخرت کې نه دي، ځينې  په دنيا کې هم پر الهي عذاب ککړېږي. ( الخزى فى الحياة الدنيا )

٧_د قيامت عذاب،ستر،تل، پراخ بنسټه  او هر اړخيز دى . (لعذاب الاخرة اکبر)

٨_کفار او دوغجنوونکي د قيامت له عذابه خبر نه دي ، چې داسې کارونه کوي؟! ( لو کانوا يعلمون)

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ . قُرآنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (۲۷/ ۲۸) = او په يقين چې موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثالونه ښوولي دي، ښايې پند واخلي. (داسې) قرآن چې فصيح دى [او] هېڅ كوږوالى او ناسمي پكې نشته،ښايي هغوى ځانونه وساتي.

پيغامونه :

١_ په خلکو کې د تبليغ پرمهال مثال، بېلګه، متل  او تمثيل تر استدلاله ډېر ګټور دى. ( ضربناللناس)

٢_د خلکو لارښوونه ده ، چې ارزښت لري که په استدلال وي که په مثالونو. ( ضربنا للناس….. من کل مثل)

٣_په قرآن کې ټول هغه مثالونه راغلي ، چې د انسان د لارښوونې لپاره ګټور وي. ( کل مثل…. يتذکرون)

٤_ د انسان خټه او فطرت پاک دى؛خو کله په دې پاکۍ ګردونه کـېني، چې ددې دوړو څنډل او د پاکيو رايادول  په کار دي . ( يتذکرون )

٥_قرآن  د ويلو، له عبرته  ډک او د خلاصون کتاب دى . ( هذا القرآن ….. قرآناً عربياً ) ( د قرآن ټکى  په دوو آيتونو کې په پرله پسې ټوګه تکرار شوى دى . )

٦_قرآن  چې احسن الحديث دى، د فصاحت،شفافيت څښتن دى ، چې د تر ټولو غوره وينا نښه يې ده. ( ضربنال للناس من کل مثل )

٧_د ښيون کتاب بايد شفاف او فصيح وي . ( عربياً ) د ( فصيحاً ) په مانا دى .

٨_ په هره ليکنه کې غلطۍ وي او په کې راوځي او عموماً تصحيح ته اړتيا لري؛خو قرآن بشپړ او له نيمګړتيا لرې او پاک دى . (غيرذى عوج )

٩_ تقوا د تلپاتې يادونو پايله ده . ( لعلهم يتذکرون ….. لعلهم يتقون) ( د مضارع فعل د دوام او استمرار نښه ده .)

١٠_ په فرهنګي او او ديني چارو کې د اغېز احتمال بسيا دى او د کار پر اغېز سل په سلو کې ډاډ په کار نه دى . ( لعلهم يتذکرون )

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيهِ شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (۲۹)= خداى يو مثال بيانوي :يو سړى دى، چې څو تنه يو له بل سره ناسازه پرې شريكباڼې دي (او هر يو يې يوكار ته ګومارې) او (بل) سړى دى چې يوازې د (يو) تن په واك كې دى؛ايا دا دواړه يو شان دي؟! ستاېنه يوازې خداى ته ده؛ بلكې ډېرى خلك نۀ پوهېږي.

ټکي:

په تېر آيت  کې يې وويل : موږ په قرآن کې له ډول مثالونه راوړو،چې خلکو ته يادونه وشي او دا آيت  تر ټولو غوره مثال دى،چې د مشرکانو څېره يې کښلې او هغوى يې سرګردانه ښوولي دي.

دا مثال هغه مثال ته ورته دى ، چې حضرت يوسف عليه السلام په زندان کې مشرکانو ته ووايه :

(( ء ارباب متفرقون خيرام الله الواحد القهار ) ( يوسف/٣٩)؛يعنې آيا ګڼ اربابان غوره دي که يو  بريالى خداى ؟ )

(( متشاکسون)) بدخويه شريکانو ته ويل کېږي ، چې تل يو له بل سره په شخړو کې دي.

هو ګرانو! د توحيد مشران د ايمان ترسيوري لاندې د ټولو سترو او ظالمو ځواکونه پر وړاندې په مړانه درېږي؛خو “غير موحد” مشران ډارن دي او په وړوکي ګواښ او خطر دوه خپلې او دوه پردې کوي.

پيغامونه:

١_ موحد تل د يو خداى د خوښۍ په فکر کې وي؛خو مشرک هره شېبه د څو کسانو د خوښۍ په فکر کې وي . ( فيه شرکاء _ سلماً لرجل)

٢_ په دينې او  د خداى پېژندنې په ويينو کې له مثال او متله کار اخستل منع نه دي؛لکه څنګه  چې په دې آيت  کې خداى ته تسليمېدل، بادار ته د مريي تسليمېدو ته ورته شوى دى . ( سلماً لرجل)

٣_ بې د خداى له لارې نورې ټولې لارې په تضاد کې دي؛ځکه د خلکو او غوښتنې او سليقې خورا ډېرې دي . ( شرکاء متشاکسون)

٤_ د حقايقو روښانېدل او د توپيرونو شتون د شکر او ستاينې لزوم دى. ( هل يستويان_الحمدلله)

٥_عقل ته د مؤمن هوساينه او د مشرک هېښنه ښه معلومه ده . (هل يستويان)

٦_ ډېرى خلک د کفر له آفته نه دي خبر . ( بل اکثرهم لا يعلمون )

إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ . ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِندَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُونَ (۳۱/۳۰)= بېشكه تۀ مړكېږې او په يقين چې هغوى [هم] مري. بيا به په حقيقت كې تاسې د قيامت پر ورځ د خپل پالونكي پر وړاندې يو له بل سره شخړې كوئ.

ټکي :

په قيامت کې به يوه شخړه دا وي : بې لارې بېوزله به مستکبرانو ته وايي : ( لو لا انتم لکنا مؤمنين)(سبا/ ٣١)؛يعنې که تاسې نه وئ؛نو موږ به ايمان راوړى و . د کفر مشران به بې لاريو ته وايي: ( قالوا بل لم تکونوا مؤمنين )(صافات /٢٩)؛يعنې تاسې په خپله ايمانوال نه وئ  او همداراز وايي: ( انحن صددنا کم عن الهدى ) (سبا /٣٢)؛يعنې آيا موږ وو ، چې ستاسې د ښيون  مخنيوى مو وکړ ؟

قيامت بېلابېل پړاوونه لري :

په يو پړاو کې به خلک يو له بل سره شخړه کوي . (تختصمون )

په يو پړاو کې به له شخړو منع شي . ( لا تختصموا لدى ) (ق /٢٨)

په يو پړاو کې پر شوڼدو ټاپه لګول کېږي ( نختم على افواههم)(يس/٦٥)

پيغامونه :

١_ الهي سنتونه ان پر پېغمبرانو هم پلي کېږي ، چې د خداى حبيبان دي  ( انک ميت).

٢_پېغمبران په عادي ژوند کې د عادي انسانانو په څېر دي  ( انک ميت) .

٣_ له خپلوانو او کورنۍ سره هم په غوڅه خبره پکار ده  ( انک ميت).

٤_  د ترخو پيغامونو د اورولو لپاره له خپلو پېل وکړئ  ( انک ميت و انهم ميتو) .

فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَبَ عَلَى اللَّهِ وَكَذَّبَ بِالصِّدْقِ إِذْ جَاءهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَافِرِينَ (۳۲)= نو تر هغه به لوى ظالم څوك وي، چې پر خداى يې دروغ وتړل او چې كله ورته رښتيا(خبره) راغله؛نو دروغ يې وګڼله؟!ايا كافرانو ته په دوزخ كې استوګنځى نشته؟!

ټکي:

په آيت  کې له (( صدق )) څخه مراد د خداى خبره ده ، چې د خداى استازي ته  وحې شوه او د قرآن په بڼه شوه او خلکو ته را وړاندې شو .

((مثوى )) له (( ثواء )) څخه اخستل شوى ، چې د تلپاتې تم ځاى په مانا دى.

پيغامونه :

١_ پر کلتور، ټولنې او مذهب تېرى تر ټولو ستر ظلم دى. (فمن اظلم ممن کذب على الله)

٢_کافران خبرې ته پام نه کوي او بې ځنډه د حق له خبرې سره مخالفت کوي. ( کذب…اذجاء ه )

٣_د تبليغ په لار کې پر پوښتنو وجدان راويخ کړئ . ( فمن اظلم ….. اليس فى جهنم )

وَالَّذِي جَاء بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ . لَهُم مَّا يَشَاءونَ عِندَ رَبِّهِمْ ذَلِكَ جَزَاء الْمُحْسِنِينَ (۳۳/ ۳۴ ) = او چاچې رښتيا(خبره) راوړه او (هغوى چې) باور يې پرې وكړ(؛نو) هماغوى پرهېزګاران دي، چې څه وغواړي،د خپل پالونكي په نزد  يې ورته چمتودي؛ دا د نېكانو بدله ده.

ټکي :

په قرآن کې صدق او رښتيولي ډول ډول اړخونه لري :

الف: په وينا او خبره کې رښتينولي . ( جاء بالصدق ) ( په همدې آيت   کې)

ب : پر ژمنه وفا ( انه کان صادق الوعد ) (مريم/ ٥٤)

ج : په تړون کې وفا ( صدقوا ما عاهدوا الله عليه ) ( احزاب /٢٣)

د : په عمل او کړن لار کې وفا ( اولئک الذين صدقوا ) ( بقره /١٧٧)

او هغوى ته (( صديق )) وايي ، چې هر اړخيزه رښتين وي .

پيغامونه :

١_ دينې مبلغ هله د ستاينې وړ دى ، چې تر ټولو مخکې پخپله پر خپلو خبرو عمل وکړي . ( جاء بالصدق و صدق به)

٢_د دين تبليغ يوازې په پېغمبرانو پورې ځانګړې نه دى . ( جاء بالصدق …. اولئک )

٣_ د الهي پيغامونو تبليغ د متقيانو ځانګړنه ده. ( جاء بالصدق ….. متقون )

٤_په جنت کې نعمتونو ته رسېدل د جنتيانو په خپله اراده دي . ( لهم ما يشاون )

٥_  په جنت کې الهي پېرزوېنې محدوديت نه لري. ( لهم ما يشاون )

٦_متقين دي ،چې نيکان دي. ( هم المتقون _المحسنين)

لِيُكَفِّرَ اللَّهُ عَنْهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي عَمِلُوا وَيَجْزِيَهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ (۳۵)= چې خداى د هغوى ډېرې ناوړه كړنې (د هغوى د ايمان او صداقت په سيوري كې) ورژوي او د خپلو ښو كړنو له مخې ورته اجر وركړي چې تل يې کول.

پيغامونه :

١_ د ديني مبلغانو اجر دا دى ، چې خداى يې له تېروتنو تېرېږي . ( جاء بالصدق و صدق به ….. ليکفر الله عنهم )

٢_ د خداى پېرزو پر ډېر بدو ګناهونو پرده اچوي ( ليکفر الله عنهم ) او د نېکو چارو ثواب په بشپړه توګه ورکوي . ( يجزيهم اجرهم باحسن )

٣_ له ګناه پاکېدل د الهي پېرزو د راتګ سريزه  ده . ( ړومبى (( يکفر )) بيا (( يجزيهم )) )

٤_ خداى د نېک چارو اجر په په بشپړه توګه ورکوي . ( د وړوکي ښه چار ثواب هم ستر ورکوي . ) ( باحسن الذى )

أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ . وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ أَلَيْسَ اللَّهُ بِعَزِيزٍ ذِي انتِقَامٍ (۳۶/ ۳۷) = ايا خداى د خپل بنده (ژغورنې او دفاع ته) بس نه دى؟!خو هغوى تا بې له ((الله)) له نورو وېروي  او څوك چې خداى (د خپلو كړنو له امله) بې لارې كړي؛نو هېڅ لارښود ورته نشته او چا ته چې خداى سمه لار وښيي؛ نو هېڅوك يې نشي بې لارې كولاى،ايا خداى بريمن څارنوال (مدعي العموم) نه دى؟

ټکي :

بوت لمانځو به د خداى استازي ته ويل : که زموږ د بوتانو سپکاوى دې وکړ؛نو بلا به درباندې راشي ، چې دا آيت  راغى او خپل استازي ته يې ډاډ ورکړ : ( اليس الله بکاف عبده )

قرآن په بېلابېلو بڼو له ډول ډول دسيسو د پېغمبر خوندېينه مطرح کړې؛لکه ( و الله يعصمک من الناس ) (مائده/٦٧)؛يعنې خداى به دې د خلکو له شره وساتي. ( انا کفيناک الستهزئين) (حجر /٩٥)؛يعنې په تحقيق سره ، چې موږ به دې د ملنډې وهونکيو پر وړاندې ملاتړ شو . لکه څنګه  چې خداى خپل نور استازي هم ژغورلي ول؛نوح عليه السلام يې له ډوبېدو، ابراهيم عليه السلام يې له اوره، موسى عليه السلام يې د فرعون له خطره او عيسى عليه السلام يې له غر غره کېدو ژغورلى و .

سره له دې ،چې خداى ښيون  کوونکي او د انسانانو د ښيون   اسباب  يې فراهم کړي؛خو په خپله انسان دى، چې د ښيون   لار ټاکي که د کږلاري ؛نو د خداى د ښيون   له نعمته برخمنېدل د انسان په خپل لاس او واک کې دي؛لکه څنګه چې په بل آيت  کې وايي : (( يهدى الله من ينيب )) ( شورى/ ١٣)؛يعنې خداى “د انابه خاوندانو” ته ښيون  کوي . ( له يهدى من هو مسرف کذاب ) ( غافر /٢٨)؛يعنې خداى دروغجن اسراف کوونکي ته ښيون نه کوي .

زموږ دنده په هر شرايطو کې د خداى بندګي ده . روايت   دى : (( د چا  چې ټولې هلې ځل   او کوښښ د خداى بندګي وي؛نو خداى به يې د دنيا او اخرت غوښتنې پوره کړي . ))  (تفسير روح البيان)

پيغامونه :

١_ که انسان د خداى بنده وي؛نو بيمه به وي او خداى يې ټولو چارو ته بسيا دى. ( اليس الله بکاف عبده )

٢_ د دښمن د ګواښ پر وړاندې له خدايه په مرسته ځان ارام کړئ . (اليس الله بکاف عبده و يخوفونک)

٣_ ترهګري او ډار اچول دکافرانو اوزار دي . ( يخوفونک بالذين من دونه )

٤_ ښيون   او ضلالت د خداى په لاس کې دى. ( يضل الله _ يهد الله )

٥_د امکاناتو له لږوالي مه وېرېږئ؛ که د خداى بنده ياست؛نو يو ځواک به مو خراب نه کړي . ( فما له من مضل )

٦_انسان هغه موجود دى ، چې په کږلارۍ کې هغه ځاى ته ځان رسواى شي،چې بيا يې يو لارښود هم نشي را ايستى . ( فما له من هاد ) او په ايمان کې هغه ځاى ته ځان رسولاى شي، چې هيڅ څوک يې هم له حقه نشي کږولاى . ( فما له من مضل )

٧_ د خداى له لوري د انسان بې لارې کېدل د انسان د خپلو کړنو پايله ده . ( ذى انتقام )

٨_ د خداى ملاتړ کله له يو بنده د ملاتړ په بڼه وي ( اليس الله بکاف عبده ) (زمر/ ٣٦) او کله هم له مخالفينو د غچ اخستنې په بڼه وي . ( ذى انتقام )

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلْ أَفَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ إِنْ أَرَادَنِيَ اللَّهُ بِضُرٍّ هَلْ هُنَّ كَاشِفَاتُ ضُرِّهِ أَوْ أَرَادَنِي بِرَحْمَةٍ هَلْ هُنَّ مُمْسِكَاتُ رَحْمَتِهِ قُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ عَلَيْهِ يَتَوَكَّلُ الْمُتَوَكِّلُونَ (۳۸)= او كه ترې وپوښتې چې: ((چا اسمانونه او ځمكه پيداكړي دي؟)) نو و به  وايي چې: ((الله)) ووايه: (( ايا دا معبودان چې د الله پر ځاى بلئ (او لمانځئ)، ستاسې پرې څه ګومان دى، چې كه خداى ما ته زيان رسول وغواړي؛ نو هغوى هغه زيان لرې كړاى شي؟!(او) يا (كه) پر ما مهربانه شي (؛نو) ايا هغوى يې د مهربانۍ مخه نيولاى شي؟!)) ووايه: (( “الله” زما بس دى او (ټول) توكل كوونكي يوازې پر هغه توكل كوي.))

ټکي :

د رحمت پر وړاندې د (( ضُرُ)) ټکى ، هر ډول ګرفتارۍ ته وايي .

د ((هُن )) ضمير د مونث لپاره دى او دلته د بوتانو لپاره کارېدلى؛ځکه عربو به ستر بوتان مونث ګڼل؛لکه (( لات ))، (( منات )) او (( عزى ))

په قرآن کې څو ځل   دا خبره راغلې ، چې مشرکانو د خداى پر خالقيت ګروهمن ول او پر همدې آيت  سربېره وګورئ : عنکبوت : ٦١ او ٦٣ آيتونه ، لقمان :٢٤، زخرف : ٩ او ٨٧ آيتونه  .

پيغامونه :

١_بوت لمانځو د خداى پر خالقيت ايمان درلود . ( خو د بوتانو لپاره  پر ربوبيت،مديريت، نظارت او شفاعت قايل ول ) ( ليقولن الله )

٢_بوتانو د خداى د ارادې پر واړندې هيڅ هم نشي کړاى . ( هل هن کاشفات _ هل هن ممسکات)

٣_ د عبادت وړتيا هغه لري ، چې د هرې ګټې  او تاوان رسولو وسه ولري. ( هل هن کاشفات _ هل هن ممسکات )

٤_ د ضرر دفع د منفعت تر جلبه خورا ارزښت لري . ( کاشفات ضر) تر (ممسکات رحمته ) څخه مخکې راغلې دى .

٥_ يوازې پر خداى توکل او مرسته ترې غوښتل جواز لري . ( د (( عليه )) ټکى  تر (( يتوکل )) مخکې راغلى، چې د انحصار نښه ده . )

٦_خداى له خپل استازيو هر اړخيز ملاتړ کوي . ( حسبى الله ) ( (( حسبى)) مطلق راغلى ،چې هر څه رانعاړي؛له ټولو خطرونو يې ساتي او ټولو موخو ته يې رسوي . )

قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ . مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ (۳۹/ ۴۰)= ووايه:(( (زما) قومه! څه مو چې له وسې پوره وي، و يې كړئ، زه هم خپله دنده عملي كوم؛نو ژر به پوه شئ، چې،(په دنيا كې پر)  چا رسواكوونكى عذاب راځي او (بيا په اخرت كې) په تلپاتې عذاب اخته كېږي!))

ټکي :

د ( فسوف تعلمون ) له غونډلې ګټنه کېږي ، چې د ( اعملوا ) ( څه مو  چې خوښه؛ و يې کړئ ) حکم د ګواښ نښه ده او د قهر او رټولو لپاره ده نه د اجازې لپاره .

((مکانت)) د مقام او منزلت په مانا دى ، چې د غېر حسي چارو لپاره کارېږي؛لکه څنګه  چې د (( مکان )) ټکى  د محسوساتو لپاره کارېږي . البته کېداى شي که له (( مکنت )) څخه وي؛نو ځواک مانا هم ورکوي .

له ( عذاب يخزيه ) څخه مراد په دنيا کې عذاب او له ( عذاب مقيم ) څخه مراد اخروي عذاب دى. (تفسير الميزان )

پيغامونه :

١_ مشر بايد د مينې په درلودو پرېکنده  وي . ( يا قوم ) د مينې  او (سوف تعلمون ) د پرېکندتوب نښه ده .

٢_ پر خداى ايمان او توکل د دښمن پر وړاندې د موضع ګيرۍ ملاتړ دى . ( حسبى الله عليه يتوکل…. سوف تعلمون ) او هغوى کړاى شي پريکنده ووسي ، چې پر خداى توکل او ايمان ولري .

٣_ هر څوک په خپل چار کې ګرو دى . ( اعملوا_ انى عامل )

٤_ الهي مشران به د حق له موضع  يو ګام هم نه وروسته کېدل او کفار به يې نهيلي کول. ( انى عامل )

إِنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ فَمَنِ اهْتَدَى فَلِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ (۴۱)=  په حقيقت کې موږ دا (اسماني) كتاب، په حقه پر تا د خلكو (د لارښوونې) لپاره نازل كړى دى؛نو چا چې سمه لار غوره كړه؛نو د ځان په ګټه يې ده او څوك چې بې لارې شي؛نو يوازې پر خپل زيان بې لارې كېږي او تۀ يې ساتونكى نۀ يې (او نۀ په زور يې د لارښوونې مسئوول يې)

ټکى  :

د ځينې ناسم انګېري ، چې د خداى استازي ته يو لړ آيتونه  القا کېدل او بيا به هغه په خپلو ټکيو خلک ته بيانول؛خو داسې نه ده او په کتاب کې شته ټول ټکي د خداى له لوري دي . ( انا انزلنا عليک الکتاب )

پيغامونه :

١_قرآن د پېغمبر اکرم پر مهال هم د کتاب په بڼه و . ( الکتاب )

٢_ د خداى کتاب د ټولو لپاره دى . ( للناس)

٣_ هم د قرآن ټول مطالب حق او اړونه پکې نشته او هم يې نزول حق دى. ( بالحق )

٤_  انسان د لارې په ټاکنه کې ازاد  دى .( من اهتدى_ من ضل) ( خداى څوک کفر او ايمان ته نه مجبوروي )

٥_ خداى او استازى يې زموږ ايمان ته اړتيا نه لري . ( فمن اهتدى فلنفسه ….) او که چا ايمان راووړ؛نو په خپله به يې ګټه کړې وي .

٦_ د پېغمبر اکرم دنده ابلاغ دى؛نه اجبار . ( ان پېغمبران د ګروهې د تپلو حق نه لري) ( و ما انت بوکيل)

٧_ واقعي او بشپړ ښيون  يوازې د خداى د کتاب تر سيورې لاندې دى . ( انا انزلنا عليک الکتاب…. فمن اهتدى )

٨_ خداى خپل استازي ته د کفارو د کړاوونو پر وړاندې ډاډ ورکوي . ( و ما انت عليهم بوکيل)

اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (۴۲)= خداى ساګانې د هغوى د مړينې په وخت كې پوره اخلي او (همداراز) هغه (ساه هم اخلي) چې په خپل خوب كې مړ شوي نۀ وي؛ نو پر چا چې د مرګ پرېكړه شوى وي، ساه يې ساتي او د نورو(چې بايد ژوندي پاتې شي) تر يو ټاكلې وخته بېرته لېږي، بېشكه په دې كې هغو ته (د خداى د قدرت) هرومرو څرګندې نښې دي، چې غور او فكر كوي.

ټکي :

((يتوفى)) له (( وفى )) څخه اخستل شوى، چې په بشپړه توګه د يو کار ترسره کولو ته وايي،چې په مړينه کې هم په بشپړه توګه د ساه اخستو ته وايي .

پوښتنه : د انعام د سورت په ٦١ آيت  کې وايي : (( توفته رسلنا ))؛يعنې زموږ پرښتې ساه اخلي او د سجده د سورت په ١١ آيت  کې وايي : (( يتوفاکم ملک الموت))؛يعنې “ملک الموت” ستاسې ساه اخلي او د لته وايي ، چې خداى مو ساه اخلي؛ نو کومه خبره سمه ده ؟

ځواب : امام صادق وايي : خداى  حضرت عزرائيل (( ملک الموت )) ته مرستيالې پرښتې ټاکلي ، چې له خلکو ساه واخلي او ورته يې تسليم کړي او هغه هم ساه ګانې خداى ته تسليم کړي . (بحار٦/١٤٤ )

پوښتنه : د مړينې پر مهال ، چې ساه له بدنه ووځي؛نو چېرته ځي ؟

ځواب : تر مړينې وروسته اروا له (( قالب مثالي )) نومي بدن سره يو ځاى کېږي او په برزخ کې له هغه بدن سره سزا او ثواب مومي او په خوب کې هم اروا په هماغه بڼه په “قالب مثالي” خوب ويني.

د ديني مشرانو په ويناوو کې هم مړينه او قيامت خوب او ويښتيا ته ورته شوى دى .

پېغمبراکرم (ص) وايي : (( پر خداى قسم هماغسې ، چې ويدېږئ، مرئ او هماغسې ، چې ويښېږئ، بېرته راژوندي کېږئ . )) ( تفسير مخزن العرفان )

لقمان حکيم خپل زوى ته وويل : (( که کړاى دې شول ، چې خوب او ويښتيا له ځانه لرې کړې؛نو مړينه او معاد به دې هم له ځانه لرې کړي واى . )) ( تفسير مخزن العرفان )

پيغامونه :

١_ جسم او روح دوه  خپلواک حقيقتونه دي او د مړينې او يا خوب پر مهال يو له بله بېلېږي او روح تر مړينې وروسته له خداى سره پاتې کېږي  ( الله يتوفى الانفس ) .

٢_ په مړينه او خوب دواړو کې اروا له بدنه وځي . ( حين موتها _ فى منامها)

٣_که پوه شو هره شپه راڅخه ساه وځي؛نو له غرور،ګناه او غفلته به مو ځان ژغوره. ( و التى لم تمت فى منامها )

٤_ مرګ او ژوند د خداى په واک کې دي؛ځکه خداى د اروا اخستل،ساتل او بېرته ورکول ځان ته نسبت ورکړى دى . ( الله يتوفى _ قضى عليها الموت_ يرسل …..)

٥_څوک هم  تل ژوندى نه وي او ټول د ټاکل شوي وخت لپاره ژوندي وي. ( اجل مسمى)

٦_ټول ويدېږى او راويښېږي؛خو يوازې د فکر خاوندان ترې زده کړه کوي . (لايات لقوم يتفکرون)

أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ شُفَعَاء قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا لَا يَمْلِكُونَ شَيْئًا وَلَا يَعْقِلُونَ (۴۳)= ايا هغوى د خداى پر ځاى نور سپارښتګر نيولي دي؟ هغوى ته ووايه: ((ايا (هغوى به شفاعت وكړي) كه څه هم هېڅ يې په واك كې نۀ وي او نۀ درك او پوهه لري؟!))

ټکي :

شفيع بايد د شفاعت لپاره د خداى جواز ولري ( من ذا الذى يشفع عنده الا باذنه ) (بقره /٢٥٥)؛خو بوتان به څه جواز ولري ؟ شفيع بايد د خداى حبيب او د خداى پرې خوښه وي؛خو بوتان داسې نه دي.

د يونس د سورت په ١٨ آيت  کې راغلي ، چې مشرکان وايي : ( هولاء شفعائنا )؛يعنې دا بوتان مو شفيعان دي او بيا د همدې ( زمر ) سورت په درېم آيت  کې وايي : ( ما نعبدهم الا ليقربونا الى الله زلفى )؛يعنې د بوتانو عبادت ددې لپاره دى ، چې موږ خداى ته نږدې او شفيعان مو شي.

دا آيت   وايي : څنګه له هغه موجوداتو د مرستې تمه لرئ ، چې نه عقل لري او نه ځواک ؟!

پيغامونه :

١_ ځينو مشرکانو بوتان خداى نه ګڼل؛بلکې بوتان يې د خداى درشل ته شفيعان ګڼل . ( اتخذوا من دون الله شفعاء )

٢_ د خداى او انسان تر منځ واسطه بايد په اړتيا پوه وي او مرستې ځواک ولري؛خو بوتان داسې نه دي. ( لا يملکون_ لا يعقلون )

قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (۴۴) = ووايه: ((د ټول شفاعت (اختيار) يوازې له خداى سره دى؛(ځكه) د اسمانو او ځمكې واكمني يوازې د هغه ده،بيا يوازې د هغه لوري ته ورستنول كېږئ.))

ټکى  :

پوښتنه : مګر نور تر خدايه پر موږ ډېر لورانده دي ،چې خداى د عذاب اراده کوي؛خو شفاعتوونکي به يې شفاعت کوي ؟

ځواب : دا آيت   وايي : ټول شفاعتونه په خداى پورې ځانګړي دي او که پېغمبر او امام شفاعت کوي؛ نو د دې ټولو پېرزوېنو سرچينه خداى دى ( ما من شفيع الا من بعد اذنه ) ( يونس /١٠)؛خو ددې پېرزوېنو بهير الهي اولياء دي . ( قل الله الشفاعة جميعاً )

پيغامونه :

١_ د قرآن روزنيزه کړنلار داده ، چې ټولې فاسدې انګېرنې له منځه يوسي او ټولې انګېرنې پر خداى متمرکزې کړي؛نو هغوى چې هاخوا او دې خوا ته ځي او غواړي “عزيز” شي، وايي : ( ان العزة لله جميعاً ) (يونس /٦٥)؛يعنې ټول عزتونه د خداى دي؛نو ولې په بل پسې ځئ او هغوى چې هاخوا او دې خوا ځي،چې ځواک  لاس ته راوړي، وايي : ( ان القوع لله جميعاً ) (بقره /١٦٥ : ټول قدرتونه د خداى دي او هغوى چې هاخوا او دې خوا ځي،چې واسطه ورته راوړي، وايي : ( قل لله شفاعة جميعاً )

٢_ پېدايښت او پکې لاس لرونکي ټولو لاملونه د خداى دي . ( لله الشفاعة ….. له ملک السموات)

وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ (۴۵)= چې کله د “الله” نوم يوازې ياد شي؛ نو پر اخرت د ايمان نۀ راوړونكيو زړونه وترهېږي او چې كله د هغه پر ځاى نور معبودان ياد شي؛نو هغوى ناڅاپه خوشحالېږي.

ټکي :

که څه هم ددې آيت   مخاطبان هغه کسان دي ، چې پر اخرت ايمان نه لري؛خو داسې مسلمانان شته ، چې له سوچه محمدي اسلامه کرکه او تېښته کوي؛نو همداچې وايو :  (( قصاص الهي قانون دى )) له څېرې يې رنګ وتښتي؛خو همداچې وايو :  (( حقوق بشر )) رنګ يې تازه شي . کله چې پر لمانځه ،چې يوازېنى مخاطب يې خداى دى؛نو سخته پرې وي؛خو چې درس ورکوي او يا له بل چا سره خبرې کوي؛نو روح يې تازه وي .

دې آيت  ته ورته د اسراء د سورت ٤٦ آيت  دى،چې وايي :((وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْاْ عَلَى أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا = او زړونه يې مو په پردو کې رانغښتلي، چې پر قرآن پوه نشي او غوږونه يې درنوو او چې كله تۀ په قرآن كې د خپل پالونكي يووالى يادوې؛ نو په كركه شا رااړوي))

پيغامونه :

١_ که له الهي احکامو سره مو مينه درلوده؛نو پوه شئ ، چې پر اخرت هم ايمان لرئ . (اشمازت…يستبشرون )

٢_ توحيد او معاد سره نږدې اړيکې لري . (ذکر الله …… اشمازت قلوب الذين لا يومنون بالاخرة)

٣_ د خداى ذکر د زړه  ټکور دى؛خو د ځينو لپاره نه دى . ( اشمازت )

قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ (۴۶)= ووايه: ((خدايه! (اى) د اسمانو او ځمكې څيرونكيه (او پيداكوونكيه او) پر پټو او ښكاره و پوهېدونكيه! تۀ به د خپلو بندګانو تر منځ په څه كې،چې اړپېچ يې درلود،پرېكړه وكړې.))

پيغامونه :

١_ ديني مشران او مبلغان ، چې کله له سرسخته کفارو سره مخامخ شي؛نو بايد له خدايه مرسته وغواړي . ( قل اللهم )

٢_ ځينې د خداى پر ځاى پر نورو زړه تړلى او د خداى د نوم له اخستو کرکه لري؛خو ستاسې پام دې خداى ته وي . ( اشمازت …. قل اللهم )

٣_ سره له دې،چې هستي د هغه ده ( فاطر السموات والارض ) او يوازې هغه دى، چې له غيبو او شهودو خبر دى ( عالم الغيب و الشهادة ) او د ټولو برخليک د هغه په لاس کې دى (انت تحکم بين عبادک)؛خو د ځينو زړه د خداى پر  ځاى نورو ته خوشحاله دى. (من دونه اذا هم يستبشرون )

٤_ پر غيبو او شهودو علم، د قيامت پر ورځ د خداى د ورمندون بنسټ دى .( عالم الغيب والشهادة …. تحکم بين عبادک )

٥_ د اسمانونو پېدايښت تر ځمکې مهم دى . ( السموات و الارض ) ( په قرآن کې د اسمان نوم تر ځمکې مخکې راغلى دى )

٦_ خداى له پټو او ښکاره ټولو خبر دى . ( عالم الغيب و الشهادة )

٧_ د موحدانو او مشرکانو تر منځ به تل اړپېچ وي. (کانوا فيه يختلفون )

٨_ خلک که څومره اړپېچ هم ولري؛خو بيا هم د خداى بندګان دي . ( عبادک فيما کانوا يختلفون )

وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِن سُوءِ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَبَدَا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ (۴۷) = او كه ظالمان په ځمكه كې د ټولو څيزونو خاوندان وي او په څېر يې نور (هم) ورسره وي؛ نو هرومرو دا (ټول) يې د قيامت د سختې ورځې له عذابه د ژغورنې لپاره په تاوان کې ورکول ! او د خداى له لوري به ورته داسې څه راښكاره شي، چې (هېڅكله) يې ګومان نۀ كاوه.

ټکي :

د (( لو )) ټکى  د نه کېدونکي چار لپاره په کارېږي . د مثال په توګه : (لوکان فيهما آلهة الا الله لفسدتا ) (انبياء /٢٢)؛يعنې که په ځمکه او اسمانونو کې خدايان ول؛خو نشته . يا په بل ځاى کې دي : ( لو کنت فظاً غليظ القلب ) ( آل عمران /١٥٩)؛يعنې پېغمبره ! که بد خويه وې؛خو نه يې. او په دې آيت  کې هم راغلي :که ظالمانو د ځمکو دوه ګرايه شتمني درلوده او فديه يې ورکړې واى؛نو ګټه يې نه درلوده؛خو هغوى ته د داسې کار فرصت نشته .

د قيامت پر ورځ د سهار پاڅېدونکيو لپاره داسې ثوابونه وي ، چې هيڅ څوک هم ترې خبر نه دي. ( فلا تعلم نفس ما اخفى لهم من قره اعين ) ( سجده /١٧) او د کفارو لپاره هم داسې عذابونه دي ، چې څوک يې انګېرلاى نشي . ( و بدا لهم من الله ما لم يکونوا يحتسبون ) او پر هغه ورځ به انسان ته وويل شي : ته غاقل وې او نن مو پرده اوچته کړه؛نو ځير شوى يې . ( ق /٢٢

پيغامونه :

١_ په قيامت کې څوک په مال او شتمنۍ ځان نشي خلاصولاى . ( لو )

٢_ په الهي محکمه کې هيڅ څوک هم مجرمان نشي ژغورلاى . ( تحکم بين عبادک _ لو ان للذين ظلموا …..)

٣_ د حب ذات غريزه پر حب مال برلاسې ده . ( ما فى الارض … لافتدوا به )

٤_که نن د نغدو لپاره سرغړونه کوو؛نو بايد پوه شو ، چې سبا که د ځمکې دوه ګرايه شتمني هم ولرو؛نو خلاصون به مو نه وي . ( و مثله معه )

٥_ د خداى ورمندون د انسان د ګناهونو په بربنډولو دي ، چې منکر نشي . ( تحکم بين عبادک…و بدالهم )

٦_ د انسان محاسبات جامع او واقعي نه وي . ( بدا لهم من الله مالم يکونوا يحتسبون ) (ځکه په قيامت کې داسې څيزونه روښانېږي ،چې د انسان په فکر کې هم نه وي . )

وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون (۴۸) = او (پرهغه ورځ به) هغوى ته د خپلو ناوړه كړنو (پايلې) راڅرګندې شي او هماغه څه به ترې را چاپېره شي، چې ټوكې يې ورپورې كولې.

پيغامونه :

١_ د قيامت ورځ د کشف او ظهور ورځ ده او هر څه به ښکاره شي . ( بدا لهم )

٢_ د مجرم مخې ته د جرم ښکاره کېدل تر ټولو ړومبۍ کړونه ده . ( بدالهم سيئات ما کسبوا )

٣_ په الهي قدرت به ړومبى هغه څه برڅېره شي ، چې د ظالمانو په محاسبه کې نه ول ( ما لم يکونوا يحتسبون ) او بيا به هغه څه ښکاره شي ، چې هغوى پخپله بد شمېرل . ( بدا لهم سيئات )

٤_ الهي قهر د ظالمانو پر ټول وجود وي . (حاق بهم )

٥_ سرغړونه او کږلاري هله شديد الهي قهر راوړي ، چې :

الف : له ظلم سره وي . ( ظلموا )

ب : په لوى لاس او مخونې سره وي . ( کسبوا )

ج : دوام ومومي . ( کانوا )

د : د الهي احکامو له سپکاوي سره وي . ( يستهزون)

فَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِّنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (۴۹)= نو چې كله انسان ته څه ډول زيان ورسي؛ نو موږ (د ستونزې د لرې كولو لپاره) بلي؛بيا چې موږ پرې له خپل لوري پېرزوېنه ولوروو،وايي: ((بېشكه دا نعمت ما ته د خپلې كارپوهې له مخې راكړاى شوى دى.))  (نۀ داسې نه ده)؛بلكې دا نعمت يو ازمېښت دى؛خو ډېرى يې نۀ پوهېږي.

ټکى  :

په قرآن کې څو ځل   دا خبره راغلې  ، چې انسان يوازې د خطر پر مهال خداى ته مخه کوي او همداچې خطر له منځه ولاړ؛نو خداى هم هېروي، چې دا ډېره ستره ناشکري ده .

پيغامونه :

١_ انسانان ماتېدونکي موجودات دي . ( مس الانسان )

٢_ انسان دومره کمزورى دى ، چې همداچې په ستونزو کې راګېر شي؛نو چغې وهي . ( مس الانسان ضر دعانا)

٣_ په ژوند که تراخه د انسان د خپلو کړنو پايله ده اود ازمېينې وسيله هم ده (مس الانسان ضر)؛خو نعمتونه د خداى پېرزو ده (نعمة منا )

٤_ په ژوند کې تراخه او ستونزې انسان خپلې کمزورۍ ته متوجې کوي او د خداى پلټنې فطرت يې راويخوي او زرغونوي . ( فاذا مس الانسان ضر دعانا )

٥_ د زړه که کومې عبادت د خداى د رضا لامل ګرځي .( دعانا …. خولنا نعمة )

٦_هوساينه د غفلت او غرور تومنه ده . ( خولناه نعمة ….انما اوتيته على علم )

٧_ انسان ناشکره موجود دى . ( خولناه … انما اوتيته على علم )

٨_  د خداى له نعمتونو او پېرزوېنو سترګې پټول رټل شوي؛ نه داچې علم او پوهه د انسان د ژوند په پراختيا کې ونډه نه لري . ( قال انما اوتيته ) ( د خداى نيوکه هم ددې لپاره وه ، چې هغوى خپله شتمني او نعمتونه د خپل علم او تدبير پايله ګڼله او د خداى پر پېرزو ګروهمن نه ول. )

٩_ په ژوند کې نعمتونه او تراخه د ازمېينې وسايل دي؛خو ډېر خلک په دې خبره نه پوهېږي. ( بل هى فتنة ولکن اکثرهم لا يعلمون ) ( کېداى شي  علت يې د شاکر او ناشکره پېژندل وي)

قَدْ قَالَهَا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ . فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَؤُلَاء سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُم بِمُعْجِزِينَ (۵۰/ ۵۱) = په رښتيا دا(خبره) تر هغوى مخكې خلكو(هم) كړې وه؛خو لاس ته راوړونو يې (له الهي عذابه) ونۀ ژغورل. نو هغوى (پخوانيو) ته د خپلو كړنو ناوړه (سزا) ورسېده او ددې ډلې (= د مكې اوسېدونكي) ظالمان به هم ژر د خپلوكړنو پر بدۍ (سزا) اخته شي او هغوى (د خداى) بېوسوونكي نه دي (او د الهي عذاب له منګولو تښتېداى نشي).

ټکي :

په ټوليزه توګه ٥٠ آيت   وايي : هغه چې مجرمانو په دنيا کې لاس ته راوړي، په اخرت کې يې په کار نه راځي؛خو په نورو آيتونو کې د لاس ته راوړيو مصاديق بيان شوي ؛ لکه :

( لن تغنى عنهم اموالهم ) (آل عمران /١٠) هېڅکله يې شتمنۍ پکار نه راځي.

( ما اغنى عنکم جمعکم) (اعراف /٤٨) هېڅکله يې ډله په کار نه راځي .

( لا يغنى عنهم کيدهم ) ( طور/٤٦) هېڅکله يې تدبير په کار نه راځي .

“قارون” هم خپله شتمني د خپل تدبير، سياست او اقتصاد پايله ګڼله او ويل يې : ( انمااوتيته على علم عندى ) ( قصص/٧٨)؛نو قرآن په دې آيت   کې وايي : ( قد قالها الذين من قبلهم) دا څه نوې خبره خو نه ده او تر هغه مخکې کسانو هم کړې ده .

پيغامونه :

١_ له تاريخي بېلګو د ځان او نورو د روزلو لپاره ګټه واخلئ . ( قد قالها الذين من قبلهم)

٢_ تاريخ تر ټولو سترګواه دى ، چې شتمني  د الهي قهر پر مهال که په دنيا کې وي او که په اخرت کې د انسان په کار نه راځي  . ( فما اغنى عنهم ما کانوا يکسبون ) ( چې کله قارون په ځمکه کې ډوب شو؛نو هېڅ چا و نشو ژغورلاى . ( قصص /٨١)

٣_ الهي قوانين قانونمند دي او وګړى،وخت او ځاى پرې اغېز نه لري . د تېرو په نسبت : ( اصابهم سيئات ما کسبوا ) او د راتلونکيو په نسبت : ( سيصيبهم )

٤_ په قيامت کې د خلاصون اسباب بې له شتمنۍ او ځواکه نور څيزونه دي . ( فما اغنى عنهم ما کانوا  يکسبون )

٥_ انسان په خپلو کړنو خپل برخليک ټاکي . ( ما کسبوا )

٦_مجرمان نشي کړاى خداى عاجز کړي او له عذابه يې ځانونه وژغوري . ( ما هم بمعجزين)

أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء وَيَقْدِرُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (۵۲) =  ايا نۀ پوهېږي، چې د خداى چا ته خوښه شي، روزي يې پراخوي،يا تنګوي؟ په رښتيا چې په دې (پراخولو او تنګولو) كې ايمان راوړونكيو خلكو ته (د حكمت) نښې دي.

ټکي :

په ٤٩ آيت  کې مو ولوستل ، چې انسان الهي نعمتونه د خپلې پوهې او تخصص پايله ګڼي . ( انما اوتيته على علم ) او په دې آيت  کې وايي : دا د هغوى ناپوهي ده .

روايت  دى ، چې کله خداى د هوښيارو رزق تنګ او د کم هوښه انسانانو ډېر کړي،چې وښئي هر څه په زرنګۍ لاس ته نه راځي .

(تفسير روح البيان )

پيغامونه :

١_ که څه هم د رزق د لاس ته راوړنې لپاره کار او کوښښ شرط دى؛خو نهايي علت او بسيا شرط نه دى. ( ان الله )

٢_ له هغه  چې الهي مينه يې  تر قهره ډېره او مخکې ده؛نو د رزق پراختيا د رزق تر تنګۍ مخکې راغلى دى . ( يبسط الرزق_يقدر)

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (۵۳)= ووايه: (( زما هغو بندګانو،چې تاسې د خپلو ځانو په اړه له حده اوښتي ياست ! د خداى له رحمته مۀ ناهيلي كېږئ؛(ځكه) چې خداى د ټولو(ګناهونو) آثار بښي، چې يوازې هغه ډېر بښونكى (او) مهربان دى.

ټکي :

تېر آيتونه مغرور ته ګواښ و؛خو دا آيت  پر پښېمانه شويو ګناهکارانو زېرى کوي.

ددې آيت  په ټولو ټکيو کې الهي مينه او  پېرزو څپې وهي :

١_ د خداى استازي په غوڅه زېرى کوي : (قل)

٢_ خداى مجرم انسان هم خپل مخاطب کړى دى . ( يا )

٣_ خداى خپل ټول بندګان د خپلې لورنې د لاس ته راوړو وړ ګڼي. (عبادى)

٤_ ولې ګناهکاران پر ځان ظلم کوي . ( على انفسهم )

٥_ د خداى له لورنې ناهيلي حرامه ده . ( لاتقنطوا )

٦_ د خداى لورنه محدوده نه ده . ( رحمة الله ) ( هو ګرانو ! د ((رحمتى)) پر ځاى د (( رحمة الله )) ټکى  د لورنې د حامعيت ښکارندوى ده؛ځکه د (( الله )) نوم تر ټولو جامع نوم دى .)

٧_ د لورنې ژمنې هرومرو تر سره کېږي . ( ان )

٨_ د خداى بښنه د تل لپاره ده . ( يغفر) ( د مضارع فعل د دوام او استمرار نښه ده )

٩_خداى ټولې ګناهګانې بښي . ( الذنوب) چې کله جمع د ( الف او لام ) سره يو ځاى شي؛نو هر څه پکې شاملېږي . د مثال په توګه : د ((مساجد)) ټکى؛يعنې جومات؛ خو د ((المساجد)) ټکى  ټولو جوماتونو ته وايي او دلته هم ((ذنوب)) د ((ذنب))؛يعنې ګناه جمع ده؛ خو د ((الذنوب )) ټکى  د ټولو ګناهګانو په مانا ده .

١٠_ خداى د ټولو ګناهونو پر بښنه ټينګار کوي . ( جميعاً)؛ځکه سره له دې ، چې د ((الذنوب)) ټکى  د ټولو ګناهګانو په مانا ده؛ خو بيا يې هم د ټينګار لپاره د ((جميعاً)) ټکى  راوړى دى .

١١_ خداى ډېر بښونکى او مهربان دى . (انه هو الغفور الرحيم)

خداى له دې ټولې مهربانۍ سره ويل غواړي ، چې په تېر شوي آيتونو کې ګواښونه د غچ او کينې له امله نه وو .

د قرآن په فرهنګ کې اسراف پراخ مانا لري،چې پر مال او شتمنۍ سربېره د نفس او ځان اسراف هم پکې دى؛يعنې انسان له استعدادونو د ګټنې پر مهال د منځلارۍ له  بريد تېراو افراط وکړي.

داچې قرآن وايي: خداى ټولې ګناهګانې بښي؛نو مراد يې داد نه دى ، چې انسان دې ګناه کوي او ووايي: خداى يې بښي؛بلکې مراد يې دادى،چې ګناه که څومره هم ستره وي،د بښنې وړ وي او انسان ته په کار نه دي ، چې د خداى له لورنې ناهيلي شي،چې البته د الهي بښنې د لاس ته راوړو لار توبه او د ګناه جبران دى،چې په راتلونکي آيت  کې  راغلي دي .

پيغامونه :

١_ الهي احکام او قوانين معتدل او د عدالت له مخې دي او د خلکو سرغړونه له د اعتدال له بريده اوختل  دي. ( اسرفوا على انفسهم )

٢_ خداى يې که بښي؛نو وړه او ستره ګناه ورته توپير نه لري . ( الذنوب جميعاً)

٣_ان مجرمانو او ګناهکارانو ته په کار نه دي،چې د خداى له لورنې ناهيلي شي.( لا تقنطوا)

٤_ د مغفرت هيله د بښل کېدو سريزه ده . ( لا تقنطوا …. ان الله يغفر)

٥_د ګناه بښل  الهي رحمت دى . ( رحمة الله ان الله يغفر)

٦_ يوازې خداى دى،چې ټول ګناهونه بښي .( انه هو الغفور)

وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ(۵۴) = او مخكې تردې چې عذاب درته راشي(؛نو) د خپل پالونكي لوري ته ستانه شئ او غاړه ورته كېږدئ (كه نۀ نو) بيا به در سره مرسته ونشئ.

ټکى  :

تېر آيت  د خداى د لورنې او مغفرت په هکله خبرې وکړې،چې د خلکو راستنېدو ته زمينه فراهمه کړي او دا آيت   د توبې حکم کوي او داچې د توبې پر ارزښت د خلکو سر خلاص کړي؛نو د عذاب خبره هم رامنځ ته کوي.

پيغامونه :

١_ له الهي مغرفته د برخمنېدو بنسټيز شرط واقعي توبه او الهي احکامو ته تسليمېدل دي . ( يغفر الذنوب جميعاً …… انيبوا )

٢_ فرصتونه غنيمت وګڼئ،چې د عذاب تر راتګه مخکې توبه قبلېږي (من قبل ان ياتيکم العذاب ) ( هو ګرانو ! د عذاب پر مهال توبه ګټه نه لري؛لکه څنګه چې فرعون د ډوبېدو پر مهال توبه وکړه؛خو ګټه يې ورته نه درلوده .)

٣_ د خداى درشل ته له ستنېدو پرته يوه لار هم د خلاصون او بري نه ده . ( ثم لا تنصرون)

وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ العَذَابُ بَغْتَةً وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ (۵۵)= او مخكې تردې، چې ناڅاپي (الهي) عذاب درباندې راشي او خبر هم نۀ اوسئ (؛نو) په هغو غوره لارښوونو پسې ولاړ شئ، چې د خپل پالونكي له لوري پر تاسې نازلې شوي دي!))

ټکى  :

خداى خپلې ټولې چارې ښه او بشپړې ترسره کړي؛ځکه هر څه چې يې پېدا کړي غوره يې پېدا کړي. (احسن کل شيء خلقه )(سجده /٧)، (احسن الخالقين )(مؤمنون /١٤)، ( فى احسن تقويم ) (تين /٤)

کيسې يې ترټولو غوره دي . ( احسن القصص) (يوسف /٣)

حکم يې ترټولو غوره دى . ( و من احسن من الله حکماً ) ( مائده/٥٠)

او له موږ يې هم غوښتي :

کارونه مو په بشپړه او ښه توګه تر سره کړو.(ايکم احسن عملا ) (هود/٧)

تر ټولو غوره خبره مو کړنلار کړو . ( فيتبعون احسنه ) ( زمر /١٨)

د بدۍ ځواب په تر ټولو غوره طريقه ورکړو. ( ادفع بالتى هى احسن ) (فصلت/٣٤)

تر ټولو غوره او ښه خبره وکړو . ( يقولوا التى هى احسن )( اسراء /٥٣)

د خلکو د درناوي ځواب په غوره توګه ورکړو.(فحيوا باحسن منها) (نساء /٨٤)

د پلار مړي د مال په غوره او ښه توګه ساتنه وکړو . ( لا تقربوا مال اليتيم الا بالتى هى احسن) (اسراء/٣٤)

له خلکو سره په ښه توګه خبرې او ويينه وکړو . ( جادلهم بالتى هى احسن ) (نحل/١٢٥ )

پيغامونه :

١_ د قرآن لارويان شئ؛ځکه هم ترټولو غوره وينا ده او هم مو د پالونکي وينا ده . ( اتبعوا احسن….ربکم) هو ! د نورو لار نه غوره ده او نه راباندې کوم حق لري؛نه مو پېژني او نه راسره مينه کوي؛نه له تېرو او راتلونکيو سم خبر لري او نه يې د ډېرى غرايزو او غوښتنو له امله،خبره د ډاډ وړ ده.

٢_يوازې توبه بسيا نه ده؛بلکې عمل هم په کار دى . ( اتبعوا)

٣_ داچې د انسان عمر لږ دى او الهي احکام له کماله ډک او احسن دي؛ نو هوښيار هغه دى، چې احسن انتخاب کړي . ( احسن ما انزل اليکم )

٤_ د انسان لپاره قرآن تر ټولو بشپړ،احسن او ښکلى کتاب دى . (احسن ما انزل …)

٥_ الهي احکام د انسان د ودې او پرمختګ لامل دي . (انزل اليکم من ربکم )

٦_د پېښې مخه تر راپېښېدو مخکې ونيسئ . (توبه د عذاب تر راتګه مخکې) ( قبل ان ياتيکم العذاب )

٧_کله الهي عذابونه ناڅاپه وي . (بغته)

٨_ الهي قهر د انسان له انګېرنې بهر دى . ( و انتم لا تشعرون )

أَن تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَى علَى مَا فَرَّطتُ فِي جَنبِ اللَّهِ وَإِن كُنتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ (۵۶)=(دا لارښوونې ددې لپاره دي، چې) هسې نۀ څوك (د قيامت پر ورځ) ووايي،چې:((افسوس زما پر ناغېړۍ، چې د خداى(د لارښوونو) په باب مې كړې وه او په واقع كې زه( د هغه د آيتونو) له ملنډو وهونكيو وم!))

ټکي :

((حسرت)) د  شديدې پښېمانۍ، ((تفريظ)) په کارونو کې ناغېړۍ او ((جَنب )) د اړخ او ناحيه په مانا دى .

په روايتونو کې دي،چې دولس ګوني امامان ((جنب الله)) دي او له لسو په ډېرو روايتونو کې راغلي،چې د “جنب الله” ملا تړ نه کول ،له حضرت علي (ک) ملاتړ نه کول دي . (تفسير اطيب البيان )

امام باقر وايي :((تر ټولو ډېر حسرت به د هغه عالمانو لپاره وي ، چې په دنيا کې يې په خپل علم عمل نه وي کړى . ))

پيغامونه :

١_ قيامت د حسرت او پښېمانۍ ورځ ده . ( يا حسرتى)

٢_ له هغه څه بايد لاروي وشي، چې د خداى له لوري او له خداى سره په اړيکه کې وي. (جنب الله) ( د خداى کتاب،د خداى استازي، د خداى اولياء)

٣_ په دنيا کې پر حق ملنډې وهل د قيامت پر ورځ پر ځان ملنډې وهل دي . ( يا حسرتى_ساخرين)

٤_ قيامت د منښتې ورځ ده . ( فرطت_ کنت لمن الساخرين)

٥_ پر الهي احکامو ملنډې وهل او سپک شمېرل يې ستره ګناه ده.(لمن الساخرين)

أَوْ تَقُولَ لَوْ أَنَّ اللَّهَ هَدَانِي لَكُنتُ مِنَ الْمُتَّقِينَ . أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ  (۵۷/ ۵۸) = يا ووايي : (( بېشكه كه خداى ما ته سمه لار ښوولې واى؛نو هرومرو به له پرهېزګارانو وم.)) يا چې كله عذاب وويني، ووايي: (( كاشكې يو ځل بېرته (دنيا ته) ستون شوى واى، چې له نېكانو شم!))

ټکى :

که څه هم مجرم په ٥٧ آيت کې وايي : خداى ما ته ښيون  و نه کړ ، چې په دې لار ولاړم،چې په ٥٩ آيت کې ځواب ورکول کېږي،چې موږ درباندې خپله غاړه خلاصه او ښيون مو کړى؛خو ته په خپله دروغجنوونکى او استکباري وې .

پيغامونه :

١_ مجرم د قيامت پر ورځ هڅه کوي ځان وژغوري؛نو خپله پړه پر خداى اچوي ، چې ښيون  دې راته و نه کړ .( لو ان الله هدانى )

٢_مجرمان به هم يوه ورځ پوه شي،چې خلاصون په الهي ښيون  کې دى . ( ان الله هدانى لکنت من المتقين)

٣_ تقوا د الهي ښيون د منلو نښه ده . ( لو ان الله هدانى لکنت من المتقين)

٤_ خلک به د قيامت پر ورځ د تقوا په خوند او ارزښت پوه شي . (لو ان الله هدانى لکنت من المتقين)

٥_د قيامت پر ورځ ګناهګاران متقينو ته خړ خړ ګوري .(…. لکنت من المتقين)

٦_ له ګناه د مخينوي لار د قيامت د وېرونکيو پېښو رايادول دي.( اوتقول …. او تقول )

٧_تقوا او احسان د خلاصون دوه لاملونه دي . ( لکنت من المتقين …. فاکون من المحسنين)

٨_ ګناهکاران په قيامت کې هيله کوي، چې دنيا ته راستنه شي،چې (له ځان او نورو سره ) احسان وکړي . ( لو انى لى کرة …. ) ( د (( لو )) ټکى  د ناشوني کار لپاره په کارېږي.

٩_ دنيا ته راستنېدل ناشوني دي . ( لو انى کره ….) ( د ((لو)) ټکى  د ناشوني کار لپاره په کارېږي.

بَلَى قَدْ جَاءتْكَ آيَاتِي فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنتَ مِنَ الْكَافِرِينَ (۵۹) = (هغو ته به وايي) هو، په يقين چې تا ته زما نښې راغلې وې؛خو تا دروغ وګڼلې او لويي دې وكړه او له كافرانو وې.

ټکي :

مجرم په قيامت کې ډول ډول خبرې او منښتې کوي :

١_ پر ناغېړۍ منښته . ( فرطت فى جنب الله)

٢_ پر نورو د ملنډو وهلو منښته. (لم الساخرين)

٣_ د ښيون  هيله . ( لو ان الله هدانى )

٤_دنيا ته د راستنېدو هيله . ( لو ان کرةً )

خداى يې منښته مني؛خو درېمې خبرې ته يې په دې آيت کې ځواب ورکوي،چې موږ تاته ښيون  وکړ او غاړه مودرباندې خلاصه کړه؛خو تا په خپله و نه منله او د څلورمې خبرې ځواب په بل ځاى کې ورکوي ، چې که هغوى دنيا ته ستانه شي؛نو بيا به هم سرغړونه کوي . ( لو ردوا لعادوا لما نهوا عنه ) (انعام/٢٨)

پيغامونه :

١_ خداى پر ټولو غاړه خلاصه کړى . ( بلى قد جاء تک آياتى )

٢_ پرته له فکر او ځنډه دروغجنول د تکبر او ځېل نښه ده . ( فکذبت ) (د (( ف )) ټکى هله په کارېږي، چې کار په ځغاسته او بې ځنډه تر سره شي . )

وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُواْ عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُم مُّسْوَدَّةٌ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْمُتَكَبِّرِينَ (۶۰) = او د قيامت پر ورځ به هغه كسان تور مخي ووينې، چې پر خداى يې دروغ تړلي دي (؛نو) ايا په دوزخ كې د سرغړوونكيو استوګن ځاى نشته؟!

ټکي :

په خداى د دروغ ټولو بېلګې ډېرې دي؛لکه :

الف : خداى ته پر شريک قايلېدل .

ب : خداى له څه سره تشبيه کول.

ج: پرښتې د خداى اولاد  ګڼل .

د : خپله پړه پر خداى اچول .

ه : د خدايي يا پېغمبرۍ ادعا .

و : په الهي قوانينو کې بدعت او اړونه .

په روايتونو کې راغلي : (( که چا کوم حديث جعل کړ او هغه يې دولس ګونو امامانو ته نسبت ورکړ؛نو په حقيقت کې پر خداى يې دروغ تړلي؛ ځکه د اهلبيتو خبره د پېغمبر او د پېغمبر د خداى ده . )) ( تفسير برهان )

پيغامونه  :

١_هغوى چې پر خداى دورغ تړي؛نو د قيامت پر ورځ يې سزا داده ، چې مخ يې تور شي . ( کذبوا على الله وجوههم مسودة )

٢_ که څه هم طبيعي توروالى نيمګړتيا نه ده (؛لکه د سترګو او وېښتانو توروالى)؛خو عارضي او اکتسابي توروالى د سپکاوي او نيمګړتيا نښه ده . (وجوههم مسودة )

٣_ د زړه ا و څېرې واقعي توروالى په قيامت کې معلومېږي . ( و جوههم مسودة )

٤_پر خداى د دروغ تړلو انګېرنه تکبر دى . (کذبوا على الله …… للمتکبرين )

وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (۶۱) = او خداى پرهېزګاران د هغوى د برياوو د اسبابونو له مخې ژغوري، هغوى ته نۀ سختي وررسي او نۀ غمجنېږي.

ټکى  :

په  تېر آيت کې د هغوى د مخ تورۍ خبره وه، چې پر خداى دروغ تړي او په دې آيت  کې د متقينو د رستګارۍ خبره ده.

پيغامونه :

١_ تقوا د خلاصون نښه ده . ( و ينجى الله الذين اتقوا بمفازتهم )

٢_متقينوته به هيڅ ډول جسمي او بهرنۍ بلا ور و نه رسي . ( لا يمسهم السوء )

٣_ متقين هيڅ ډول دنننى خپګان نه لري .(و لا هم يحزنون )

اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ . لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (۶۲/ ۶۳) = خداى د ټولو څيزونو پيداكوونكى دى او پر ټولو څيزونو ساتونكى او څارونكى دى. د اسمانو او ځمكې كونجيانې يوازې له هغه سره دي او هغوى چې د خداى له آيتونو منكران شوي (؛نو) يوازې همدوى زيانمن دي.

ټکى  :

مشرکانو د خداى پر خالقيت ايمان درلود؛لکه څنګه مو چې د همدې سورت په ٣٨ آيت کې ولوستل؛خو بوتانو ته پر نظارت او حفاظت قايل ول.

پيغامونه :

١_ واقعي موحد بايد پر هر اړخيز توحيد ګروهمن وي :

په خالقيت کې توحيد. ( خالق کل شىء )

په ربوبيت کې توحيد. ( على کل شىء وکيل)

په عبادت کې توحيد . (افغير الله تامرونى اعبد….) ( زمر/٦٤)

٢_ په پېدايښت او پايښت کې ټول ورته اړتيا لري . ( خالق کل شىء و هو على کل شىء وکيل)

٣_ خداى د ټولو څيزونو پېدا کوونکى دى او بيا يې هم پېدا کولاى شي. ( خالق …. له مقليد)

٤_د کافرانو انکار خداى ته څه تاوان نشي رسولاى؛ځکه هغه د اسمانونو او ځمکې خاوند دى. ( والذين کفروا …اولئک هم الخاسرون )

قُلْ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَأْمُرُونِّي أَعْبُدُ أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ . وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ. بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُن مِّنْ الشَّاكِرِينَ (۶۴/ ۶۵/ ۶۶)  = ووايه: ((ناپوهانو!؛ نو ما اړ باسئ چې له الله پرته ولمانځم؟)) او په يقين چې تا او له تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې ده،چې: كه شرك دې وكړ؛نو (ټول) كړه دې تباه كېږي او هرومرو به له زيانمنو شې. بلكې يواځې د خداى عبادت وكړه او له شكركوونكيو شه.

ټکي :

تر توحيد وروسته شرک عبادت له منځه وړي . په دې آيت  کې شرک او د بقرې د سورت په ٢١٧ آيت کې ارتداد د اعمالو د حبط لامل ښوول شوى دى . (وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُوْلَـئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ)

که څه هم ددې آيت اصلي مخاطب پېغمبراکرم (ص) دى؛خو ټول خلک پکې شامل دي او پېغمبر اکرم ته د هغه د ارزښت له امله خطاب شوى دى.

د خداى فرمانونه دوه ډوله دي :

١_ باداري حکمونه،چې خداى پکې بادار او د واک خاوند دى او عقل يې پر اسرارو نشي پوهېداى؛لکه د کعبې د طواف حکم . ( و ليطوفوا بالبيت العتيق ) ( حج /٢٩)

٢_ ارشادي حکم،چې عقل يې هم له پټې خبر دى او د خداى حکم پر عقل حکم دى؛لکه ( کن من الشاکرين )؛ځکه د نعمت د خاوند شکر د عقل حکم دى .

د زړه له کومې عبادت له اندنې را ولاړېږي

د خداى تر پېژندو وروسته زموږ اصلي دنده د خداى عبادت دى . بايد د هغه نعمتونو له امله يې وپېژنو،چې راکړي يې دي او د زړه له کومې يې عبادت وکړو. که څوک موږ ته د عکاسۍ يو کمره ډالۍ راکړي؛نو د ټول عمر لپاره ورسره مينه کوو؛خو خداى موږ ته دوه کمرې راکړي؛ دوه ښايسته سترګې،چې دټول عمر لپاره له هر زاويې عکس اخستنه کوي او پرې کړاى شو د دنيا ښکلا ووينو . خداى دا دوه کمرې په داسې ځاى کې ايښي ، چې په غوره بڼه ترې ساتنه وشي او پردې سربېره، د ساتنې لپاره يې ورته باڼه او وريزې ورکړي دي؛دا دوه کمرې له ورړکتوبه زموږ اړيکه له هستۍ سره ټينګوي.

که د خداى په هر راکړي نعمت کې فکر وکړو؛نو له خداى سره به مو مينه لاپسې نوره هم ډېره شي،چې زموږ دا مينه له خداى سره زموږ ړومبۍ اړيکه ده .

بله اړيکه شکر دى .که د يوې کمرې  ډالۍ مننه غواړي؛نو د سترګو په څېر ښايسته نعمت؛خو څو څو ځل  شکر غواړي .

د خداى شکر په څه کې دى ؟

د خداى شکر کله په ژبه وي او کله په عمل . د مثال په توګه : د سترګو له امله عملي شکر دادى،چې د پاکوالي يې خيال وساتو او پر چټلو اوبو يې پرېنمنځو او بسيا رڼا ورورسوو، پر خپلو سترګو ګناه ونه کړو . مور  و پلار ته په مينه کتنه، قرآن ، کعبې او دينې عالمانو او مشرانو ته په مينه کتل هم عبادت دى.

قرآن وايي : ((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ . الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ(قريش ٣-٤)= نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) د پالونكي عبادت وكړي؛ هماغه (خداى) چې له لوږې يې وژغورل (او خواړه يې وركړل) او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.

لمونځ تر ټولو ستر عملي شکر دى ، چې په ټولو اديانو کې و . رسول اکرم وايي : (( په هغه دين کې خير نه وي ، چې لمونځ پکې نه وي . ))

په رښتيا که لمونځ نه وي؛نو ښېګڼې به اغېز نه لري؛لکه څنګه چې که تار نه وي؛نو ستنه ګټه نه لري.

راشئ هر ورځ څو شېبې له خداى سره خبرې وکړو او د زړه خال ورته ووايو . په رښتيا آيا کله مو فکر کړى،چې له هر چا سره خبرې کوو؛خو له خداى سره د خبرو لپاره وخت نه لرو ؟ که موږ له خداى سره مينه لرو؛نو بايد لمونځ وکړو؛ځکه هر ميېن غواړي له خپل معشوق سره خبرې وکړي.

داچې ټولو يو شان  وکړاى شي له خداى سره خبرې وکړي؛نو خداى ورته لارښوونه کړې،چې ټول مخ په قبله په يوه ژبه لمونځ وکړئ  او دا لمونځ به هله زموږ د پرمختګ لامل شي ، چې د جومات په څېر په سپېڅلي ځاى او په وخت ترسره شي او که  لمونځ نعمت وي؛نو له لمونځ سره له بېوزليو سره مرسته خو “نعمت الله خان” دى .

څوک چې لمونځ کوي؛نو له تر ټولوستر  ځواکمن سره په اړيکه کې دى او هغه چې له خداى سره په اړيکه کې وي؛نو وېره يې له څه ده ؟

قرآن وايي: ( و استعينو بالصبر و الصلاة ) (بقره /٤٥)؛يعنې له صبر او لمونځ مرسته وغواړئ . د خداى استازي ته به چې کومه ستونزه راپېښه شوه ؛نو له لمانځه يې مرسته غوښته . لمونځ دومره ارزښت لري،چې په کربلا کې د عاشورا پر ورځ امام حسين د دښمن تر غشيو لاندې په خپل وخت لمونځ وکړ.

پيغامونه :

١_جهل او ناپوهي د کږلاريو سرچينه ده. (افغيرالله. ..اعبدايهاالجاهلون )

٢_هيڅکله د بې عقلو غوښتنو ته مه تسليمېږئ.(تامرونى…ايها لجاهلون )

٣_ د خداى عبادت بايد د خداى د معرفت پر بنسټ وي. ( افغيرالله اعبد…. ايها الجاهلون)

٤_ بې عقله د نورو ان د پېغمبرانو د کږلاري کولو په هڅه کې دي . (تامرونى …. ايها لجاهلون )

٥_ د اسلام پېغمبر وروستى پېغمبر دى . ( الذين من قبلک) ( په قرآن کې هېڅکله د اسلام پېغمبر ته د ((من بعد)) ټکى نه دى راغلى.

٧_ شرک له هېچا ان له پېغمبرانو هم د منلو وړ نه دى . ( لئن اشرکت )

٨_ د شرک خطر ډېر جدي دى . ( درې ځل  د تاکيد لام مفتوحه تکرار شوى دى . (لئن،ليحبطن،لتکونن )

٩_ د يو خداى عبادت له تاوانه د ژغورل کېدو يوازېنۍ لار ده . ( لتکونن من الخاسرين بل الله فاعبد)

١٠_ عبادت د شکر تر ټولو غوره بڼه ده .(فاعبدوکن من الشاکرين)

وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّماوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (۶۷) = هغوى خداى؛لكه چې وړ دى،نه دى پېژندلى او د قيامت پر ورځ ټوله ځمكه د هغه (د قدرت) په ګورت كې ده او اسمانونه به يې (د قدرت) په ښي لاس كې نغښتي وي. هغه له هغه څه پاك او لوړ دى، چې هغوى يې ورسره شريكوي.

ټکى :

امام صادق (رح) وايي : له (( يمين )) څخه مراد د خداى د قدرت لاس دى . (توحيد صدوق :١٦١)

پيغامونه :

١_ توحيد له سمې پېژندنې او قدرپېژندنې راولاړېږي؛خو شرک د نه پېژندنې او قدرنشناسۍ پايله ده. ( و ما قدروا الله حق قدره )

٢_اسمان او ځمکه د خداى د قدرت پر وړاندې ناڅيزه دي. ( قبضته_ مطويات بيمينه)

٣_ د خداى د ښه پېژندلو لپاره يې مطلق قدرت ته پام پکار دى . ( و ما قدروا الله حق قدره والارض جميعاً …و السموات …)

٤_په نورو پسې تګ د څه لپاره حال داچې هر څه د خداى په واک کې دي . ( والارض…..والسموات مطويات……سبحانه و تعالى عما يشرکون )

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونَ (۶۸) = او په “شپېلۍ” كې به پوكى وشي؛نو څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي (؛نو) له هغوى پرته، چې د خداى خوښه وي (نور ټول) به بې ساه شي (او مري)، بيا به په هغې كې بل ځل پوكى وشي؛نو ناڅاپه به هغوى ولاړ وي او (د حساب و جزا) په انتظار كې به وي.

 ټکي :

ددې آيت په ټينګار د دنيا د عمر پاى او د قيامت پېلېدل په نفخه دي . دا نفخه کله په شپېلۍ کې د پوکي په بڼه ( نقرفى الناقور ) (مدثر/٨) او کله د ( القارعه ) ( قارعه /١) او کله د ( الضاخة ) (يس /٥٣) او کله د (الصيحه ) ( يس /٥٣) په بڼه راغلى دى .

په روايتونو کې په شپېلۍ کې د پو کولو دنده د حضرت اسرافيل ښوول شوې ده . ( تفسير نورالثقلين)

په شپېلۍ کې تر پوکي ورسته به ټول مړه شي؛خو د ( الا ماشاء الله) استثنايي غونډله د خداى د قدرت بيان دى؛يعنې د خداى لاس تنګ نه دى او هغه مهال،چې ټول مري؛نو که خداى وغواړي؛نو ځينې ژوندي هم ساتلى شي؛لکه څنګه چې په ځينو روايتونو کې هغه مهال حضرت جبرائيل، حضرت اسرافيل، حضرت ميکائيل او شهيدان  ژوندي کسان ښوولي دي. (تفسير نورالثقلين، الميزان او درالمنثور)

پيغامونه :

١_قيامت به هرومرو راځي . ( سره له دې،چې قيامت په راتلونکى راپېښېدونکى دى؛خو اړوند افعال يې د ماضي په بڼه کارول شوي، چې د هرومرو توب نښه ده .) ( نفخ _صعق)

٢_ قيامت يوازې په انسانانو او په ځمکه مېشتو پورې محدود نه دى . ( من فى السموات و من فى الارض)

٣_ د ړومبي او دويم شپيلي ترمنځ ډېره فاصله ده. (نفخ …. ثم نفخ ) ( د ((ثم )) ټکى  د ډېرې فاصلې په مانا دى .)

٤_قيامت ناڅاپه او يودمي دى . ( فاذا…..)

وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاء وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ (۶۹) = او پر(هغه ورځ) به ځمكه د خپل پالونكي په پلوشو ځلانده شي او كړنليكونه به كېښوول شي او پېغمبران او شاهدان به راوستل شي او د هغوى ترمنځ به په حق پرېكړه وشي او تېرى به پرې ونشي.

ټکي :

له (( نور رب )) څخه مراد يا د عدالت او حق رڼا ده،چې پر هغه ورځ به پرې خداى ځمکه او اسمانونه روښانوي او يا ترې مراد له لمر او سپوږمۍ پرته بله رڼا ده،چې په هغه به يې پنځوي؛ البته مرحوم علامه طباطبايي د الميزان په تفسير کې وايي: له (( نور رب)) څخه مراد د قيامت پر ورځ د پټو او حقايقو برسېرنه ده او بيا د خپلې خبرې د پخلي لپاره د ق د سورت ٢٢ آيت  ګواه راوړي : ( لقد کنت فى غفلة من هذا فکشفنا عنک غطاء ک )

د اطيب البيان په تفسير کې راغلي : د قيامت پر ورځ د لمر او سپوږمۍ رڼا نه وي؛نو له (( نور رب)) څخه مراد د مؤمنانو د څېرې رڼا ده او بيا دا آيت ګواه راوړي : (( يوم ترى المؤمنين و المؤمنات يسعى نورهم بين ايديهم ) (حديد /١٣ او تحريم/٨)

پيغامونه :

١_ په قيامت کې د کړنليکونو ورکول،د انبياوو راغوښتل او پر حق ورمندون هرومرو پېښېدونکې چارې دي . ( د (( قُضِىَ ))، (( ُوضِعَ )) او  ((جيىء )) ټکي د مجهول مضارع په قالب کې راغلي،چې د هرومرو کېدونکي چار نښه ده .

٢- د قيامت پر ورځ ګڼ شاهدان دي. (انبيا‌ء،امامان،پرښتې،د بدن غړي،ځمکه،وخت او ….) (الکتاب-النبيين-الشهداء)

٣_ په دنيا کې د انسان ټولې کړنې د شاهدانو تر څارنې لاندې دي؛ځکه  په قيامت کې د ګواهۍ شرط پر اعمالو څارنه ده . ( و جيىء بالنبين و الشهداء)

٤_ که څه هم د قيامت پر ورځ له انبياوو هم پوښتنه کېږي؛خو دلته يې له  احضاره مراد د کتاب او شهېدانو په څنګ کې پر خپل امت د شاهدۍ لپاره دي . ( و جيىء بالنبين و الشهداء)

وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا يَفْعَلُونَ . وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاؤُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا قَالُوا بَلَى وَلَكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ . قِيلَ ادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ (۷۰/ ۷۱/ ۷۲ )= او هر چا ته به د خپلو كړنو بشپړه بدله وركړ شي، حال دا چې خداى د هغو پر كړنو ښه خبر دى او هغوى چې كافران شوي دي، ډله ډله به د دوزخ لوري ته وشړل شي،چې كله دوزخ ته ورسي؛نو ورونه به يې پرانستل شي او د دوزخ ساتونكى به ورته وايي: ((ايا تاسې ته خپل استازي نۀ وو راغلي، چې تاسې ته يې ستاسې د پالونكي آيتونه لوستلاى او تاسې يې ددې ورځې له مخامخېدو نۀ وېرولئ؟!)) (كافران) وايي: ((هو (راغلي ول؛ خو موږ يې مخالفت وكړ.) او پركافرانو د عذاب خبر (او وعده )  ثابته شوې ده.)) (کافرانو ته) ويل کېږي: ((د دوزخ پر ورونو ننوځئ، تل به دلته اوسئ او د سرغړوونكيو استوګنځئ  ډېر ناوړه دى!))

ټکي :

((سيق)) له ((سوق)) څخه اخستل شوى،چې مخ پر وړاندې وړوو ته وايي او بازار ته ((سوق)) وايي؛ځکه د بازار جاذبې انسان هلته راکاږي او سوق ورکوي.

د ((زمر)) ټکى  د ډلې په مانا دى او ددې آيت نوم ايښوونه هم د٧١ او ٧٣ آيتونو له امله دى . ( تفسير مجمع البيان)

پرښتې به دوزخيان دوزخ ته راکاږي. ( وجاء ت کل نفس معها سائق و شهيدا ) ( ق/٢١)

پيغامونه :

١_ د خداى په ثواب او عذاب کې لږوالى نشته . (وفيت) د بشپړې وفا په مانا دى.

٢_په قيامت کې هيڅ څوک هم له سزا او ثوابه نه پاتې کېږي .(کل نفس)

٣_ خداى د هر چا له کړنو ښه خبر دى . ( اعلم بما يفعلون ) د شاهدانو او ګواهانو راغوښتل د محکمې د نظام لپاره ده؛نه داچې خداى ځان پوه کړي.

٤_دوزخ ته د وزخيانو راکښل د هغوى سپکاوى دى،چې په خپله يو ډول کړونه ده. ( سيق الذين کفروا)

٥_ د دوزخ ورنه تړلي وي؛خو همداچې دوزخيان ورورسي؛نو ناڅاپه به خلاص شي،چې ډېره وېرونکې صحنه ده . ( جاووها فتحت ابوابها )

٦_دوزخ ګڼ ورونه لري . ( ابوابها ) په بل ځاى کې لولو : ( لها سبعه ابواب ) ( حجر/٤٤)

٧_ په قيامت کې پرښتې له دوزخيانو سره نېغ په نېغه خبرې کوي .( قال لهم خزنتها )

٨_ دوزخ ځانګړي ماموران لري . ( خزنتها )

٩_پر ټولو مجرمانو غاړه خلاصه شوې ده . ( ياتکم رسل يتلون عليکم آيات ربکم)

١٠_انبياوو د الهي آيتونو پر بيانولو سربېره خلکو ته خبردارى هم ورکړى و. ( يتلون …ينذرونکم)

١١_ قيامت د منښتې  ورځ ده . ( قالوا بلى )

١٢_ عذاب د انسانانو د خپلو کړنو پايله ده . ( حقت….على الکافرين)

١٣_ د کفر جرړه په تکبر کې ده . ( الکافرين…. المتکبرين )

وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاؤُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ (۷۳)= او هغوى چې د خپل پالونكي له سرغړونې ډډه كوله؛ نو ډله ډله د جنت خوا ته بېول كېږي،چې كله هلته ورسي؛نو ورونه يې ورته پرانستل شوې وي او ساتونكي يې ورته وايي: ((پر تاسې دې سلام وي! ښه راغلاست؛نو جنت ته ننووځئ او همېشه همدلته اوسئ!))

ټکي :

په ٧١ آيت کې مو ولوستل : همداچې دوزخيان دوزخ ته ورسېدل؛نو د دوزخ ورونه به خلاص شي، (جاوها فتحت)؛خو په دې آيت   کې وايي : (وفتحت)؛يعنې جنتيان جنت ته رسي  حال داچې له مخکې ورته ورونه خلاص دي.

شيخ صدوق د خصال په کتاب د حضرت علي (ک) له خولې وايي : ((جنت اته ورونه لري،چې هر ور يې د يوې ډلې لپاره ځانګړى دى؛يو د انبياوو او صديقانو، بل د شهيدانو او صالحانو او پينځه وره يې زما لارويانو ته خلاص دي او يو ور هغوى ته خلاص دى،چې ما ته په زړه کې کينه نه لري. )) ( تفسير الميزان)

پوښتنه : سره له دې ، چې د انسان عمر او بد او ښه کړه يې په دنيا کې محدود دي؛خو ولې په قيامت کې عذاب نامحدود دى،چې قرآن وايي : دوزخيان او جنتيان به د تل لپاره په جنت او دوزخ کې پاتې شي.

ځواب : ړومبى داچې په جنت کې د تل لپاره پاتې کېدل پېرزو ده او له عدل سره منافات نه لري.

دويم : په دوزخ کې د تل لپاره پاتې کېدل د ټولو دوزخيانو لپاره نه دي؛ بلکې ډېر مجرمان تر سزا ليدو وروسته جنت ته ځي .

درېم داچې د سزا درن والى او سپکوالى د عمل په درون والي او سپکوالي پوره اړه لري؛ نه د سزا د  کولو د وخت پورې او ليدلي به مو وي،چې يو کس په يوه شېبه کې انسان وژني او محکمه يې د ټول عمر لپاره زندان ته لېږي.تاسې په خپله ووياست،چې آيا يو بېلر ته اور اچول پوره ټانک ته له اور اچولو سره برابر دي ؟ هو ګرانه ! هغه چې د ټول عمر لپاره  له خدايه سرغړونه کړې؛نو تل به په عذاب کې وي.

پيغامونه :

١_ جنت ته د ننووتو لار پاکي او تقوا ده . ( سيق الذين اتقوا ربهم الى الجنة)

٢_جنت ډېر ورونه لري . (ابوابها)

٣_ ( سلام عليکم) پر جنتيانو د پرښتو سلام دى،چې په دنيا کې هم د داسې سلام سپارښتنه شوې ده .

٤_ جنت ته د ننووتو لار پاکي او تقوا ده اوس که دا پاکي له پېله وه او که تر توبې وروسته .( طبتم فادخلوا )

وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاء فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ (۷۴)= هغوى وايي: ((ستاېنه يوازې د هغه خداى ده، چې له موږ سره يې پر خپلو ژمنو وفا وكړه او موږ يې (د جنت) د ځمكې وارثان وګرځولو او د جنت په هر ځاى كې،چې مو خوښه وي،ځاى نيولاى شو؛نو د نيکانو بدله څومره ښه ده!))

ټکى  :

په دې آيت   کې له ((ارض)) څخه مراد د جنت سيمه ده .

پيغامونه :

١_ د نعمت تر لاس ته راوړو وروسته ((الحمدالله)) ويل د جنتيانو ځانګړنه ده . ( قالوا لحمدلله)

٢_د هستوګنې د ټاکنې حق د جنتيانو نعمت او امتياز دى . ( نتبوء من الجنة حيث نشاء )

٣_ هر څوک کړاى شي په نېکو  کړنو ځان د خداى له ثوابونو برخمن کړي. ( اجرالعاملين)

وَتَرَى الْمَلَائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۷۵)= او (پر هغه ورځ) به پرښتې وينې، چې د خداى له عرشه به ګرد چاپېره كړۍ شوې وي او د خپل پالونكي له ستاينې سره به تسبيح وايي او د خلكو په منځ كې به د حق پرېكړه وشي او (په پاى كې) به وويل شي چې: ((ستاېنه يوازې ((نړۍ پال)) خداى ته ده.))

ټکى  :

د ((حافين)) ټکى  له ((حاف)) څخه اخستل شوى،چې د رانغاړلو ( احاطه کول)  په مانا دى او ((عرش)) د خداى د ځواک او ارادې پايګاه دى .

پيغامونه :

١_ الهي اولياء پرښتې ليداى شي . (ترى الملائکة )

٢_عرش د پرښتو ځاى دى . ( حافين من حول العرش )

٣_پرښتې د خداى د حکم د پلي کولو لپاره تل چمتو دي . ( حافين من حول العرش )

٤_ پرښتې تل د خداى پر ذکر بوختې دي . (يسبحون)

٥_ حمد او تسبيح سره مقرون دي . ( يسبحون بحمد ربهم )

٦_ پرښتې هم خداى د انسانانو په څېر روزلې دي . ( ربهم )

٧_ د خداى د ورمندون بنسټ حق او عدل دى . ( قضى بينهم بالحق ) په دنيا کې د حق پر بنسټ چلن پکار دى؛ځکه د قيامت پر ورځ له حق سره سنجول کېږي . ( قضى بينهم بالحق )

٨_ هغه ذات د ستاينې وړ دى،چې ټوله هستي يې روزلې ده . ( الحمد الله رب العالمين )

(( والحمدلله رب العالمين ))

سرچینه : تفسیر نور، مولف، شیخ محسن قرآیتی

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست