تبلیغات

سلام د صلوات تر ويلو وروسته درې سلامونه وايو. يو د خداى پر رسول ،يو د خداى پر اولياوو، يو پرمؤمنانو. إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً (احزاب \)= [په حقيقت كې خداى او پرېښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پر هغه […]

سلام

د صلوات تر ويلو وروسته درې سلامونه وايو. يو د خداى پر رسول ،يو د خداى پر اولياوو، يو پرمؤمنانو.

إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً (احزاب \)= [په حقيقت كې خداى او پرېښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پر هغه درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم اوسئ.]

خداى تر دې آيت وروسته پرپېغمبر اکرم (ص) د سلام اچولوحکم کوي؛نو په لمانځه کې پرپېغمبراکرم (ص) تر صلوات وروسته پرې سلام چوو.

 

السلام عليک ايها النبى ورحمة الله و برکاته

د تکبيرة الاحرام په تړلو مو له خلکو ځان بېل کړ او په خالق پورې مو وتړه. د لمانځه په پاى کې هم لومړى پر پېغمبر اکرم (ص) سلام اچوو او تر دې وروسته د خداى پر نېکو ‏بندګانو سلام اچوو.

 

السلام علينا وعلى عبادالله الصالحين

   دا سلام پرټولوانبياوو او تېرشويوو اوصياوو او امامانو دى . خداى پر خپلو پېغمبرانو سلام اچوي:

وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ(صافات/۱۸۱)= او (د خداى) پر استازيو سلام

سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ (صافات/۱۰۹) = پر ابراهيم سلام!

سَلَامٌ عَلَى مُوسَى وَهَارُونَ(صافات \ ١٢٠) = ((سلام پر موسى او هارون!))

د سلام له لارې ځان د خداى د نېکو ‏بندګانو په ډله کې ورګډو او له مکاني او زماني پولې اخوا د تاريخ ، پېړيو او کهولونو له پاکانو اوصالحانو سره ځان نښلوو. تر دې وروسته په خپلو حاضرو مسلمانانو ورونو،چې په جمعه کې يې ګډون کړى او له موږ سره په يوصف کې ناست وي او همداراز پر دوو ګمارل شويو پرېښتو هم سلام کوو. ( اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ) .

لمونځ مو د خداى پر نوم پيل کړ او پرخلق باندې پرسلام مو پاى ته ورسو.

په دې سلامونوکې د مراتبو لړۍ ته پاملرنه شوى ده . لومړى د خداى پر پېغمبر ورپسې پر انبياوو،اولياوو،صالحينو او وروسته پر مومنانو!

د سلام هنداره

سلام = د خداى له نومونو ځنې يو نوم دى .

سلام = د جنت مېشتو يو پر بل سلامتي او تحيت دى .

سلام = د خداى پېغام دى .

سلام = د قدرد شپې ميلمستيا ده .

سلام= پر يو بل د هر مسلمان لومړى حق دى .

سلام= د هرې ليکنې او خبرې د پېل ټکى دى .

سلام= له هرډول وېرې اوشره خوند ليک ده .

سلام= ډېر ساده نيک عمل دى .

سلام = د تواضع او عاجزۍ نښه ده .

سلام= د محبت اوالفت عامل دى .

سلام= د سولې اظهار دى .

سلام= د دوو انسانانو لومړنۍ ډالۍ ده .

سلام= د خداى بندګانو ته د روغتيا هيله ده .

سلام = نړېوالې سولې ته بلنه ده .

سلام = هيله بښوونکى دى .

سلام= د تېرو شويو تاوتريخوالي لرې کوونکى دى .

سلام = د ګډون ،حضور او د راننوتلو اعلان دى .

سلام = په ننوتلو او وتلو کې غوره کلام دى .

سلام = پر ژبه سپک خو په تله دروند دى .

سلام = د ټولنې سمونې‏ لپاره سمونپالو‏ ته ورپرانيزي .

سلام= د دې کلام مخاطبان مړه او ژوندي دواړه دي .

سلام= د تعظيم او تکريم عامل دى .

سلام= د خداى خوښي ‏او د شيطان غضب دى .

سلام = په زړونوکې خوشالي راولي .

سلام = د ګناهانو کفاره او حسناتوته وده ورکوي .

سلام = د ميني او دوستۍ پېغام راوړونکى دى .

سلام = پېسمني- کبراوځانمني له منځه وړي .

سلام = الهي ادب دى .

سلام = له خيراو ښېګڼې هرکلى دى . که څوک سلام پرېږدي ؛نو نښې به يې داوي : بخل ، تکبر ، ګوښه توب،قهر د زړه سوي نه درلودل.

سلام = د رحمت ورېځې دي،چې د خلکو پر سر يې اچوو او وايو : السلام عليکم؛ نه السلام لکم .

پېغمبراکرم (ص) وايي :(( زه به د عمر ترپايه پرکوچنيانو سلام اچوم.)) (بحارالانوار،۱۶/ ۹۸)

   که څه هم د سلام اچول مستحب دي او ځواب يې واجب دى ؛خو که څوک لومړى سلام وکړي ؛نو اجر به يې لس ګرایه ‏وي . په روايتونو کې راغلي،چې سواره دې پر پيادوو، ولاړ دې پر ناستو او راننوتوونکي دې د ډلې پرحاضرینو سلام واچوي . قرآن وايي :

وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ حَسِيباً (نساء \ ٨٦) = او څوك چې درباندې تحيت (درود) ووايي (سلام واچوي )؛نو ورته په غوره توګه ځواب وركړئ يا (لږ تر لږه) په همغه شان ځواب وركړئ،خداى د هرڅيز حسابګر دى .

 

پاى

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست