تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر   شمس سورت تفسیر   شمس سورت پینځلس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې پر لمر په قسم پیلېږي. د قرآن ډېری قسمونه په دې سورت کې په پرله […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر  

شمس سورت تفسیر

 

شمس سورت پینځلس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې پر لمر په قسم پیلېږي.

د قرآن ډېری قسمونه په دې سورت کې په پرله پسې توګه راغلي، چې پر لمر، سپوږمۍ، ورځ، شپه، آسمان و ځمکه یوولس پرله پسې قسمونه د نفس د تزکیې پر ارزښت او اهمیت ټینګار کوي.

د سورت مضمون دادی، چې انسان په الهي الهام، نېک کار له بد کاره تشخیصوي او که غواړي چې بریالی شي؛ نو خپل باطن دې تزکیه کړي او په نېکو کړنو دې وده ورکړي او ودې پالي، ګنې له نېکمرغۍ به بې برخې شي[1].

بیا د شاهد په توګه د ثمود قوم کیسه کوي، چې د خپل پېغمبر؛ صالح علیه السلام په نټې – انکار او د هغه د اوښې په وژلو، چې الهي معجزه وه، پر سخت عذاب اخته شول.

 

 بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ الشَّمْسِ وَ ضُحاها«1» وَ الْقَمَرِ إِذا تَلاها«2» وَ النَّهارِ إِذا جَلاّها«3» وَ اللَّیْلِ إِذا یَغْشاها«4» وَ السَّماءِ وَ ما بَناها«5» وَ الْأَرْضِ وَ ما طَحاها«6» وَ نَفْسٍ وَ ما سَوّاها«7» فَأَلْهَمَها فُجُورَها وَ تَقْواها«8»=قسم پر لمر او غرمه يې! او قسم پر سپوږمۍ، چې ورپسې شي! او قسم پر ورځې، چې دا (لمر) څرګند كړي! او قسم پر شپه، چې دا (لمر) راونغاړي! پر اسمان او جوړوونكي (یا په دا هسې جوړېدو) يې قسم! پر ځمكه او غوړوونكي (یا دا هسې غوړېدو) يې قسم! پر (انساني) نفس (ځان) او سموونكي (یا په دا هسې سمېدو) يې قسم! نو د هغه بدي او پرهېزګاري (شر و خیر) یې ورالهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)،

 

ټکي:

*شونې ده پر لمر و سپوږمۍ او شپې ورځې او…. د قسم خواله په دې کې وي، چې د نفس تزکیه د لمر او سپوږمۍ د ستریا هومره ارزښت لري.

* د لمر و سپوږمۍ او شپې ورځې ارزښت له چا پټ نه دی، د ژویو ژوند، د وریځ او ورښت رامنځته کېدل، د بوټیو او ونو راټوکېدل او د انسان او څارویو خورونه – تغذیه، ټول د لمر په وړانګو پورې اړوند دي.

 * په قرآن کې کله په ستر لمر سوګند یاد شوی او کله پر کوشني انځر او زیتون، شونې ده، ددې لپاره وي، چې الهي ځواک ته د لمر او انځر توپیر نشته؛ لکه څنګه چې د انسان سترګو ته د غره او بوس لیدل یو شان دي او سترګې ته د ستر غره لیدل د بوسو پر لیدو، نه ورپېټی کېږي؛ البتّه تر ټولو ستر سوګند، د الله پر ذات سوګند دی، هغه هم د آسماني مشرۍ پر وړاندې د خلکو د تسلیموالي په باب. «فَلا وَ رَبِّکَ لا یُؤْمِنُونَ حَتّی یُحَکِّمُوکَ[2]»

* ډېر سوګندونه په همدې (شمس) سورت کې یاد شوي، چې طبیعتا باید د خورا مهمو چارو په باب وي او دا هم له هر ډول چټلیو د روح تزکیه ده. شونې ده، دا دومره قسمونه دې وېنا ته، چې بریا د نفس د تهذیب په سیوري کې ده، په دې پار وي، چې الله، انسان وپوهوي، چې ما ټولې سریزې درچمتو کړې، د لمر او سپوږمۍ په رڼا د ژوند ننداره رڼا کېږي او د شپې او ورځې په چورلېدو مو د دمې او هڅې لاره چاره او زمینه چمتو ده، ځمکه مې درته غوړولې ، آسمان مې درته درولی او ستاسې روح ته مې د نېکیو او بدیو درک درالهام کړی، چې په خپله خوښه او واک د نفس د تزکیې پر لار روان شئ.

ابر و باد و مه و خرشید و فلک در کارند

تا تو نانی به کف آری و به غفلت نخوری

همه از بهر تو سرگشته و فرمانبردار

شرط انصاف نباشد که تو فرمان نبری

* «فجورها» له فجر اخستل شوی او د څېرې کولو په مانا دی.

*د آسمان هسکوالی او د ځمکې پراخي ، په نېغه الهي اراده یا په طبیعي ځواکونو او لاملونو دي؛ نو ځکه قرآن وايي: «وَ السَّماءِ وَ ما بَناها» او نه دي یې ویلي:«من بناها»؛ ځکه د «ما» کلیمه، بې له الله، نور هم رانغاړي؛ یعنې څه چې آسمان جوړ کړل، له هغو طبیعي دافعه او جاذبه ځواکونو ځنې دي، چې الله واکمن کړي دي او که په «وَ ما بَناها» کې له «ما» کلیمې مراد، الله وي، په دې پار دی چې په «ما» لفظ کې له عظمته راولاړ یو ډول ابهام نغښتی دی؛ نو ځکه د «من» کلیمه پر ځای «ما»ویل شوی دی.(واللّه العالم)

* ته وا هستي په پیل کې یوه منډلې ټولګه وه، بیا یې یوه راوچته او آسمان شوه او یوه برخه یې خپره او ځمکه شوه. «بَناها – طَحاها» او ددې خبرې تاییدونکی هغه آیت دی، چې وايي: آسمان او ځمکه رتق ول او فتق مو کړل؛یعنې تړلي ول، پرانستل مو. «رَتْقاً فَفَتَقْناهُما[3]»

* ځینو د «طَحاها» کلیمه د ځمکې حرکت ته اشاره ګڼلې؛ ځکه د «طحو» یوه مانا ټېل وهل او حرکت ورکول دي.

* اسلام، د توکیز انسان اند له نس، شهوت، تورې او څښاکه را اړوي او د آسمانونو په ژورو، ځمکه، د کراتو په حرکت او د شپې او ورځې په پیدایښت کې یې اندنې ته اړباسي.

* د وحې او الهام په توپیر کې یې ویلي: الهام هغه درک دی، چې انسان یې په سرچینه نه پوهېږي؛ خو وحې اخستونکی، د وحې ورکوونکي سرچینه پېژني[4].

 

پېغامونه:

1-د هستۍ ډېری ژوي ، هېښنده، روښانوونکي، سپېڅلي او ارزښتمنې ښکارندې دي او قسم پرې یادولای شو. «وَ الشَّمْسِ – وَ الْقَمَرِ – وَ النَّهارِ»

2-سپوږمۍ په لمر پسې او تابع یې ده. «إِذا تَلاها»

3- آسماني اجرام یو له بل سره اړیکه لري. «وَ الشَّمْسِ – وَ الْقَمَرِ – وَ السَّماءِ – وَ الْأَرْضِ»

4-لمر، سپوږمۍ او ستوري، الله مه بولئ، ټول یې د ځواک او تدبیر آثار دي. «تَلاها – بَناها – طَحاها»

5- د انسان غوښتنې، لېوالتیاوې او غرایز په حکیمانه توګه تعدیل او انډول شوي دي. «وَ نَفْسٍ وَ ما سَوّاها»

6- گناه د عفت او دیانت د پردې یو ډول څېرې کول دي. «فُجُورَها»

7-پر نېکیو او بدیو پوهېدل او درک کول، په فطري بڼه د انسان په خټه کې اغږل شوي دي. «فَأَلْهَمَها فُجُورَها وَ تَقْواها»

8-لومړی دې چټلۍ وپېژنو، بیا ترې د تېښتې او ځانساتنې لار. ( د فجورکلیمه تر«تقوا» مخکې راغلې ده.) «فُجُورَها وَ تَقْواها»

 

قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَکّاها«9» وَ قَدْ خابَ مَنْ دَسّاها«10» کَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْواها«11» إِذِ انْبَعَثَ أَشْقاها«12» فَقالَ لَهُمْ رَسُولُ اللّهِ ناقَهَ اللّهِ وَ سُقْیاها«13» فَکَذَّبُوهُ فَعَقَرُوها فَدَمْدَمَ عَلَیْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوّاها«14» وَ لا یَخافُ عُقْباها«15»=چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛ نو په يقين،چې بريالى شو. او چا چې خپل نفس په ګناه ككړ كړ؛ نو په يقين، نهیلی او بې برخې شوی دی! د ((ثمود)) قوم د سرغړونې له لامله (خپل پېغمبر) دروغجن وباله،چې خورا بدمرغه (قدار بن سالف) يې راپاڅېد؛ (چې د صالح د اوښې پل واخلي)؛ نو الهي استازي [= صالح] ورته وويل: ((د الله اوښه [هماغه اوښه، چې الهي معجزه وه] او د څښاک وار یې (پرېږدئ). )) خو دروغجن یې وګاڼه؛ نو د اوښې لاس و پښې یې ورپرې کړې (او و يې وژله)؛ نو پالونكي يې دوى د ګناه له لامله وځپل او کورونه یې ورته له خاورو سره خاورې کړل. او (الله) ددې کار [= د ظالمانو ځپنه] له پايلې نه وېرېږې  

ټکي:

* امام باقر او صادق د «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَکّاها» آیت په تفسیر کې ویلي دي:«قد افلح من اطاع[5]؛یعنې هغه چې له پېغمبر او معصوم امام یې لاروي وکړه، بریالی شو.

*په الهي لید کې، پاکان بریالي دي. «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَکّاها»؛ خو د فرعونیانو په نزد هغه زورواکي بریالي دي، چې لاسبري دي. «قَدْ أَفْلَحَ الْیَوْمَ مَنِ اسْتَعْلی»

*د خیر په چارو کې د بریا هیله شته. «وَ افْعَلُوا الْخَیْرَ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ[6])) حال داچې د نفس په تزکیه او ځانسازۍ کې، هرومرو بریا ده. «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَکّاها»

* د نفس تزکیه ، له ناوړه ګروهو، خویونو او کړنو لرې والی او د وړ ګروهو، خویونو او کړنو خپلول دي.

* په شعراء/ 155 آیت : «لَها شِرْبٌ وَ لَکُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَعْلُومٍ» او د قمر سورت په 28  آیت «نَبِّئْهُمْ أَنَّ الْماءَ قِسْمَهٌ بَیْنَهُمْ کُلُّ شِرْبٍ مُحْتَضَرٌ» کې لولو : د کلي اوبه، یوه ورځ د خلکو برخه او بله ورځ د اوښې برخه ده او هرڅوک دې ترې په خپل وار کې برخمن شي او څوک دې د اوښې نه مزاحمېږي، ګنې په ستر الهي عذاب به اخته شئ.

*په قرآن کې څلوېښت ځل د فلاح کلیمه کارېدلې، چې تر څېړنې روسته یې څرګندېږي، چې کومې ډلې بریا مومي، کومې له ورسېدو بې برخې دي؛ لکه مجرمان، چې وايي: «لا یُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ[7]» 

* په قرآن کې ځینې مطالب له یوه سوګند سره راغلي دي. «وَ الْعَصْرِ إِنَّ الْإِنْسانَ لَفِی خُسْرٍ» کله دوه سوګندونه یو د بل ترڅنګ راغلي دي. «وَ الضُّحی وَ اللَّیْلِ إِذا سَجی»کله درې پرلپسې سوګندونه یاد شوي دي: «وَ الْعادِیاتِ ضَبْحاً ، فَالْمُورِیاتِ قَدْحاً ، فَالْمُغِیراتِ صُبْحاً»کله څلور سوګندونه: «وَ التِّینِ وَ الزَّیْتُونِ وَ طُورِ سِینِینَ وَ هذَا الْبَلَدِ الْأَمِینِ» کله پینځه سوګندونه: «وَ الْفَجْرِ ، وَ لَیالٍ عَشْرٍ ، وَ الشَّفْعِ وَ الْوَتْرِ ، وَ اللَّیْلِ إِذا یَسْرِ»؛ خو الله په دې سورت کې، لومړی یوولس سوګندونه یاد کړي او بیا یې د نفس تزکیې ته اشاره کړې ده.

* «خابَ» د«خیبه» له مصدره اخستل شوی او موخې ته نه رسېدو ته وايي.

* «دس» د پټولو په مانا دی او د نجونو ژوندۍ ښخولو په باب د قرآن تعبیر داسې دی: «یَدُسُّهُ فِی التُّرابِ» هو! سرغړاندی، د خېجلتیا له لامله، په ټولنه کې له چا سره سترګې نشي مخ کولای او هڅه کوي، چې خپلې نیمګړتیاوې او سرغړاندۍ پټې کړي. د «دسیسه» کلیمه هم هغه ناوړه چار ته ویل کېږي، چې پټوي یې.

* «دمدم»ماتوونکي او رانغاړونکي عذاب ته وايي، چې عذاب شوی ټوټه ټوټه کوي.

* له «فَسَوّاها» مراد یا د ودانیو دړي وړي کېدل دي،چې له خاورو سره خاورې شوې او یا په خپله خلک دي، چې له خاورو سره خاورې شول.

*یو تزکیه شوی وګړی، په ټولنه کې د بدلون سرچینه کېدای شي او ټولنې ته وده، مړانه، وګړه، معرفت او یووالی ورکولای شي؛ لکه څنګه چې یو نه تزکیه شوی وګړی خپلو ځاني غوښتنو ته د رسېدو لپاره ولسونه فاسدوي، ورکوي او له منځه وړي.

* په قرآن کې د انسان بریا ته دوه لاملونه اوڅار دي: ایمان او تزکیه.«قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَکّاها» ، «قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ»

نو پردې بنسټ، د ایمان او تزکیې حقیقت یو دی او څوک چې غواړي ځانسازي وکړي، باید هرومرو مؤمن وي. هو! واقعي مؤمن هغه دی، چې ځان تزکیه کړي او واقعي تزکیه شوی هغه دی، چې ایمان ولري او په ځیر ديني احکام پلي کړي، چې د مؤمنون سورت په پیل کې راغلي دي.

 * په اطیب البیان تفسیر کې لولو: په تاریخ کې جنایتکاران او قاتلان ډېر وو؛ د خپلې واکمنۍ ساتلو یا د واکمنۍ ترلاسه کولو، سیال له منځه وړو، یا یو څه ته د رسېدو تمې ته یې پر جنایت لاس پورې کاوه؛ خو د صالح علیه السلام د اوښې او حضرت علي کرم الله وجهه وژونکيو، له پورته انګېزو ځنې یوه یې هم نه درلوده او یوازې او یوازې بدمرغه وو.

* حضرت علي کرم الله وجهه یوه ورځ د کوفې جومات پر ممبر وویل: د صالح اوښه یوه وګړي ووژله؛ خو الله ټول پر عذاب کړل؛ ځکه ټول پرې خوښ وو او بیا یې دا آیت تلاوت کړ[8].

* له شیعه او اهل سنّتو او له دوی په احمد حنبل، طبري او قرطبي (رحمة الله علیهم) کې راغلي چې «اشقی الاولین» د اوښې وژوونکی او«اشقی الاخرین» د علي بن ابیطالب قاتل دی[9].

 

پېغامونه:

1-پر لمر، سپوږمۍ، شپې، ورځې، ځمکې و آسمان او د انسان پر روح سوګند، چې د انسان نېکمرغي په مانیزه وده کې ده، نه په توکیز ژوند کې.(وَ الشَّمْسِ … قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَکّاها)

2-که نفس مو خوشې کړ؛ نو پوپناه به مو کړي؛ نو نفس دې قابو شي. «زَکّاها»

3- تزکیه او ځانسازي، بې برخول نه؛ بلکې وده ورکول دي. «زَکّاها»

4- هغه به ستر بې برخې وي، چې خپل نفس په دودونو، عاداتو او انګېرنو کې پټ کړي او غافلانه د خپلو ځاني غوښتنو په پوره کولو پسې ووځي. «قَدْ خابَ مَنْ دَسّاها»

5-سرغړونه او گناه، د کفر او دورغجنولو سریزې دي. «کَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْواها» («تقوا»؛یعنې پاکي او«طغوی»؛یعنې په ګناه کې سرغړونه)

6- په تبلیغي کړنلار کې، تر ټولیزو آرونو ویلو روسته، بېلګې یې هم راوړئ.(قَدْ خابَ … کَذَّبَتْ ثَمُودُ)

7-د مقدساتو ماتول، د بدمرغۍ نښه ده او څومره چې سپېڅلتیا ډېره وي، ماتول یې ډېرې بدمرغۍ ته اړتیا لري. «اشقی»

8- که انسان د تزکیې په فکر کې نه وي؛ نو په پیل کې په پټه د نفس مني «دَسّاها» او بیا یې ښکاره. «إِذِ انْبَعَثَ أَشْقاها»

9-د ناوړه چار په کولو کې، خورا بدمرغه، ژر راپارېږي. «انْبَعَثَ أَشْقاها» 

10-څه چې الله ته ورمنسوب دي، سپېڅلي دي او باید درناوی یې وشي او د سپکاوي پایله یې الهي عذاب دی. «ناقَهَ اللّهِ ، فَعَقَرُوها ، فَدَمْدَمَ»

11- د هرزه بوټیو لرې کول بسیا نه دي، وده کول هم پکار دي. ( «زَکّاها» د ودې په مانا دی.)

12-د نفس لنډمهالو خوندونو او بریاوو ته مه غره کېږئ، چې پایله یې بې برخېتوب دی. «وَ قَدْ خابَ» (د «خاب» کلیمه؛ یعنې بې برخې شو او هغه څه ته و نه رسېد، چې غوښتل یې.)

13-څوک چې د بل په ګناه خوښ وي، په جرم کې ورسره شریک دی؛ اوښه یوه کس ووژله؛ خو قرآن وايي: یوې ډلې ووژله. «فَعَقَرُوها»

14- الله پر هر څه لاسبری دی او د ظالمانو په ورکولو یې چرت نه دی خراب. «وَ لا یَخافُ عُقْباها»

15- پر ګناه خوښي او ورته هڅونه هم ګناه ده.(اِنْبَعَثَ أَشْقاها … بِذَنْبِهِمْ)

16-الهي سزاوې د ربوبیت یو څرک دی. (روزنپوه دې د روزنې پر لار خنډونه لرې کړي.) «فَدَمْدَمَ عَلَیْهِمْ رَبُّهُمْ»

17-الهي پرغز ته په دنیا کې هېڅوک هم د ټینګې نه وي. «فَدَمْدَمَ عَلَیْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْبِهِمْ فَسَوّاها»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

[1] – المیزان تفسیر.

[2] – نساء،65.

 

[3] – .انبیاء،30.

[4] نمونه تفسیر.

[5] نور الثقلین تفسیر.

[6] حج،77.

[7] .یونس،17.

[8] .نهج البلاغه،خطبه 20.

 

[9] نمونه تفسیر.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!