تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه الله ټول ګناهونه بښي قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿زمر۵۳﴾= ووايه : (( زما هغو بندګانو،چې تاسې د خپلو ځانونو په اړه له پولې اوښتي ياست! د […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

الله ټول ګناهونه بښي

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿زمر۵۳﴾= ووايه : (( زما هغو بندګانو،چې تاسې د خپلو ځانونو په اړه له پولې اوښتي ياست! د الله له رحمته مه نهيلېږئ؛ (ځكه) چې الله [د توبې په شرط] د ټولو (ګناهونو) آثار بښي، يوازې هغه لورین بښونكى دى؛

ددې آيت په تعبيراتو كې ځيرنه راښيي، چې دا آيت ګناهګارانو ته خورا هېلمنوونكی آيت دى. د آيت رانغاړنه تردې بريده ده، چې له علي (ك) په يوه روايت كې لولو: ((په ټول قرآن كې، تر[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا] آيت خورا رانغاړونكی نشته)) په ټوليز ډول د روزنيز چار پر لار پرته مهمه ستونزه داده، چې د تېرو بدو كړنو له لامله د ګناهګارۍ ننګېرنه – احساس دى، په تېره داچې ګناهونه درانه وي، تل له انسان سره دا فكر وي، چې كه وغواړي له خپلې لارې واړوي او د الله  لارې ته ورستون شي، څنګه ځان له تېرو درنو مسووليتونو خوشي كړاى شي. دا ستونزه د قرآن په فرهنګ كې هواره شوې او حقيقي توبه له تېرو د بېلتون يوه غوڅه وزله او د نوي ژوند پيلامه ګڼل شوې ده. په دې توګه قرآن، هر انسان ته په هرو شرايطو کې او د مسووليت له هر ډول پېټي سره، د الهي لورنې ورونه پرانستې دي. ژوندۍ بېلګه يې همدا آيت دى، چې په ډول ډول لطيفو تعبيرونو، ګناهګاران د الله  لوري ته بولي او ورسره ژمنه كوي، چې ځانونه يو مخې له تېرو جلا كولاى شي. له پېغمبراکرم (ص) په يو روايت كې لولو: (( چې څوك له ګناه توبه وباسي، د هغه په څېر دى، چې ګناه یې كړې نه ده))؛ البته الهي لورنې ته ستنېدا، بې قيدو شرطه نه ده؛ ځكه الله  حكيم دى او بې حسابه چار نه كوي او كه ټولو ته يې د لورنې غېږ پرانستې ده او تل يې ځان ته رابولي؛ نو په بندګانو كې يې د تابيا شتون هم اړين دى. هم بايد په ټول وجود ستنېدا وغواړي او دننني انقلاب او بنسټيز اوښتون پيدا كړي او هم تر ستنېدا روسته، د خپل ايمان او ګروهو بنسټونه له سره ورغوي، چې د ګناهونو د توپان له وجهې نړېدلي ول او هم په صالحو كړنو خپلې روحي بېوسۍ او اخلاقي كمزورۍ جبران كړي؛ البته هومره، چې تېر ګناهونه درانه وي؛ بايد ډېرې ښې كړنې وكړي او په دې توګه تېره تياره په نوراني كړنو جبران كړي. (نمونه، 19: 499 مخ)

په دې باب د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي:

زه مې د امت د ګناهګارانو سپارښت کوم؛خو چې شرک او تېرى يې نه وي کړى . (الخصال ٢/ ٣٥٥)

بنيادمان ټول ګناهګاران دي؛خو هغه غوره ګناهګاران دي ،چې توبه وکاږي . (شيباني  ١\٢١٣ )

توبه د ګناهګار ژغورنې ته بريالى شفيع  ده. ( بحار ٣/٣٠٦)

له خدايه ډارن نېک،ډېرعاقل دى او بې غمه ګناهګار،ډېر ناپوه دى . ( بحارالانوار : ١\١٣١)

ګناهګار بنده،چې راولاړ شي او په ځير اودس او بيا دوه رکعته لمونځ وکړي او له خدايه بښنه وغواړي؛نو پاک خداى يې بښي .( عوالي الاللي  ١\ ٩٧)

 بنده چې ګناه وکړي؛نو پر زړه يې تور ټکى راپيدا کېږي،که له ګناه يې لاس واخست او بښنه يې وغوښته او توبه يې وکړه،زړه يې پاکېږي؛خو که تکرار يې کړه؛نو دا ټکى ډېرېږي او لا ډېرېږي،ان چې ټول زړه يې ونيسى .دا هماغه زنګ دى،چې پاک خداى ويلي دي : نه؛بلکې څه يې چې کول، زړونو يې زنګ ونيو . (شيبا ني  ١\ ١٩٤)

پر هغه قسم،چې ساه مې يې په واک کې ده،که ګناه مو نه کوله ؛ خداى تاسې (له منځه) وړئ او نور خلک يې راوستل،چې ګناه وکړي او له خدايه بښنه وغواړي او هغه يې وبښي. (نووي ١\١١حديث )

 بنيادمان ټول ګناهګاران دي؛خو هغه غوره ګناهګاران دي ،چې توبه وکاږي . (شيباني  ١\٢١٣ )

خداى تعالى د خپل مؤمن بنده په توبه خوشحالېږي . (شيباني ١\٢١١ )

څوک چې دعا وکړي،دعا يې قبلېږي يا په همدې دنيا کې يې ورته ورکوي،يا د آخرت لپاره يې ورته سپموي،يا څومره دعاووې يې چې کړې وي،ګناهونه يې بښي؛خو په دې شرط،چې دعا يې د ګناه يا د خپلوۍ د اړيکو د پرې  کولو لپاره نه وي يايې بيړه نه وي کړي .(شيبا ني: ٢\٦٠ – ٦١  )

يوازې دعا ده،چې (الهي) قضا ګرځوى او يوازې ښه کول دي،چې عمر ډېروي .  (ناصف  ٥\١١١)

ستا تر ګناهونو د خداى بښنه ډېره ده [؛نو] هيڅکله د خداى له رحمته مه نهيلېږه. ( کنز ٤/ ٢١٤)

څوک چې ګهيځ راپاڅي او پر چا د ظلم کولو نيت ورسره نه وي؛نو خداى يې ټول ګناهونه بښي . ( الکافي ٢\ ٢٣٢)

 څوک چې خپل اودس نوى کوي؛نو خداى يې په وار وار  بښي . (مستدرک الوسائل ١\ ٢٩٥)

جومات د اخرت له بازارونو دى ؛نو بيه يې بښنه او ډالۍ يې جنت دى.  ( طوسي؛الامالي: ١٣٩ )

څوک چې ټولو نارينه وو او ښځمنو مؤمنانو ته د بښنې دعا وکړي ؛ نو د هغوى د شمېر هومره ورته نېکي ليکل کېږي . (طبراني- الکبير)

څوک چې يوه ورځ  د الهي ثواب لپاره مستحبه روژه ونيسي ؛نو بښنه پرې لازمېږي . (پورته)

مېلمه چې راځي؛نو خپله روزي له اسمانه راوړي او چې خواړه وخوري ،خداى د کوربه ټول ګناهونه بښي .( الکافي ٦\٢٨٤)

څوک چې دپنجشنبې پر ورځ او د جمعې پر شپه جومات جارو کړي او د سترګې د يوه کونج هومره خاورې ترې پاکې کړي،خداى يې بښي . (ثواب الاعمال : ٣١مخ )

څوک چې د مړي د جنازې لمونځ وکړي؛نو پر ده او يازره پرښتې لمونځ کوي او پاک خداى يې تېر ګناهونه بښي . ( مستدرک الوسائل ٢\٢٤٥)

پر مړي چې څلوېښت تنه د جنازې لمونځ وکړي او خداى ته د مړي شفاعت وکړي؛نو خداى هغه مړى بښي.(مستدرک الوسائل ٢\ ٢٩٢)

څوک چې پخپله بستره کې ارام پرېوځي او شهادت ورکړي،چې ((لا اله – الالله )) او هم ووايي چې: پر “الله” مې ايمان راوړى او له طاغوته بېزار يم ؛نو خداى تعالى يې ټول ګناهونه بښي . (مستدرک الوسايل ٤\١٨)

څوک چې د قدر پر شپه پوه شي او عبادت پکې وکړي؛نو پاک خداى يې تېر او راتلونکي ګناهونه بښي .(مستدرک الوسايل ٧\ ٤٥٥)

څوک چې مړ شي او له خداى سره يې د ذرې هومره شرک نه وي کړی؛ نو په رښتيا،چې پاک خداى يې بښي . (بحارالانوار ٦\٥)

چا ته چې خپل مسلمان ملګرى راشي او د درناوي لپاره يې بالښت ورته کېږدي؛نو پاک خداى دغه (مېلمه پال) بښي . (مکارم الاخلاق : ٢١ )

ګناهګار بنده،چې راولاړ شي او په ځير اودس او بيا دوه رکعته لمونځ وکړي او له خدايه بښنه وغواړي؛نو پاک خداى يې بښي .( عوالي الاللي  ١\ ٩٧)

څوک چې د غچ اخستو له وسې سره سره بښنه وکړي (؛نو) خداى به يې په سختۍ کې وبښي .( کنز ٣/٣٧٣ )

بښنه غوښتل  ډېره غوره دعا ده . (الكافي ۲\ ۵۰۴)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!