تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر   مجادله سورت مجادله سورت دوه ویشت آیتونه لري، په مدینه کې نازل شوی او د قرآن یوازېنی سورت دی، چې په ټولو آیتونو کې یې د «اللّهُ» جلاله کلیمه راغلې ده. داچې په لومړي سورت کې د جدال مسله راغلې ده، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر  

مجادله سورت

مجادله سورت دوه ویشت آیتونه لري، په مدینه کې نازل شوی او د قرآن یوازېنی سورت دی، چې په ټولو آیتونو کې یې د «اللّهُ» جلاله کلیمه راغلې ده.

داچې په لومړي سورت کې د جدال مسله راغلې ده، نامه یې مجادله شوې ده.

دا سورت لاندې منځپانګه رانغاړي:

  1. د ظهار قانون چې د جاهلیت پېر، د طلاق یو ډول و،

2.د نجوا مثبت او منفي ځایونه،

3.د هغوی درناوی چې غونډې ته راننوځي،

  1. حزب الله له حزب شیطان جلا کول.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

قَدْ سَمِعَ اللّهُ قَوْلَ الَّتِی تُجادِلُکَ فِی زَوْجِها وَ تَشْتَکِی إِلَی اللّهِ وَ اللّهُ یَسْمَعُ تَحاوُرَکُما إِنَّ اللّهَ سَمِیعٌ بَصِیرٌ«1»=په رښتیا الله د هغې مېرمنې وينا واورېده، چې د خپل مېړه په اړه یې ناندرۍ درسره وهلې او الله ته يې شکایت كاوه (او د دې غوښتنه يې ومنله)؛ او الله (په خپلې ستونزهوارۍ كې د ښځې ټينګار او) ستاسې د دواړو خبرې اترې اورېدې؛ (ځكه) چې الله ليدونكى اورېدونكى دى.

 

ټکي:

* په جاهلیت کې یو ډول طلاق و، چې له مخې یې مېړه نور حق نه درلود، چې ښځې ته یې ورستون شي او ښځې هم بل واده نشو کولای، دې ډول طلاق ته به یې ظهار وایه.

د پېغمبر اکرم (ص) په وخت کې یو سړي خپلې ښځې طلاق ورکړ او داسې یې ورته وویل:«انت علی کظهر امی» ته مې ماته د مور په شان یې. هغه ښځه پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ته ورغله او له کیسې یې خبر کړ، آنحضرت وویل: په دې اړه د الله له لوري کوم قانون نه دی راغلی، ښځه په اندېښنه کې شوه او و یې ویل: «أشکو الی الله فاقتی و حاجتی و شده حالی» د خپلو بدمرغیو ګیله به مې الله ته وکړم، ځواني او روغتیا مې ولاړه، ماشومان لرم، چې که مېړه ته یې وسپارم؛ نو ضایع به شي او که له ما سره وي؛ نو وږي به پاتې شي.

ډېر وخت لا نه و تېر، چې دا سورت رانازل شو او حکم راغی، چې که څوک داسې وکړي، باید کفاره یې ورکړي او طلاق هم نه دی شوی؛ نو دا چې مېړه د مريي پېرلو او ازادولو وس نه درلود او همداراز شپېتو مسکینانو ته یې د خوړو ورکولو وس هم نه درلود او دوې میاشتو روژو هم ورته تاوان کاوه؛ نو پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ورسره مناسبه مرسته وکړه او هغه سړي پرې شپېتو مسکینانو ته خواړه ورکړل او په دې کفارې خپل ژوند ته راستون شو. [1]

* الله (ج) په دې آیت کې درې ځل د خپلو اورېدو(سمیع) خبره کړې، چې خلک ورسره خبرې وکړي«سَمِعَ،  یَسْمَعُ ، سَمِیعٌ»

 

پېغامونه:

1- خپلو خبرو ته مو پام وي، چې الله (ج) یې اوري. «قَدْ سَمِعَ اللّهُ قَوْلَ الَّتِی»

2-الله (ج) مو دعاوې او زارۍ اوري. «قَدْ سَمِعَ اللّهُ قَوْلَ الَّتِی»

3-د اسلام ګران پېغمبر، چې د ټولنې مشرتابه مقام و، په اسانۍ د ټولو په لاسرس کې و او خلکو خپلې ستونزې نېغ په نېغه ورته ویلې. «تُجادِلُکَ»

4-په اسلامي حکومت کې د ګروهې – عقیدې آزادي دومره ده، چې یوه ښځه کولای شي، د ټولنې له مشر سره مجادله/شخړه وکړي. «الَّتِی تُجادِلُکَ»

5-په ژوند کې چې له ډپ سره مخ شوئ؛ نو الله (ج) او الهي اولیاوو ته یې پناه یوسئ.«تَشْتَکِی إِلَی اللّهِ»

6-پېښې، اړتیاوې، زارۍ او د ژوند حالاتو ډپونه، قوانینو جوړولو ته لار چمتو کوونکي دي. (وَ اللّهُ یَسْمَعُ تَحاوُرَکُما … سَمِیعٌ بَصِیرٌ)

7-د خلکو د ستونزو لیدل، اورېدل او ترې خبرېدل، د ټولنې د قانونګذار د صلاحیت لپاره شرط دی. (وَ اللّهُ یَسْمَعُ تَحاوُرَکُما … إِنَّ اللّهَ سَمِیعٌ بَصِیرٌ)

 

اَلَّذِینَ یُظاهِرُونَ مِنْکُمْ مِنْ نِسائِهِمْ ما هُنَّ أُمَّهاتِهِمْ إِنْ أُمَّهاتُهُمْ إِلاَّ اللاّئِی وَلَدْنَهُمْ وَ إِنَّهُمْ لَیَقُولُونَ مُنْکَراً مِنَ الْقَوْلِ وَ زُوراً وَ إِنَّ اللّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ«2»=له تاسې چې څوک له خپلو ښځو ((ظهار)) كوي او وايي: ((انت علئ كظهرامى= ته راته د مور په څېر يې))؛ مېرمنې يې ميندې نه دي؛ ميندې يې يوازې هماغه دي، چې دوى يې زېږولي او دوى [په دې چار] یوه ناکاره او دروغ خبره كوي او حقيقت دادى، چې الله تېرېدونكى (او) ډېر بښونكى دى.

 

ټکي:

*د تېر آیت په توضیح کې مو وویل، چې ظهار په جاهلیت کې یو ډول طلاق و او بېلتون په دې غونډله – جمله ترسره کېده: (( له تاسره کوروالی راته؛ لکه له مور سره مې کوروالی دی)). اسلام دا ډول طلاق تحریم کړ او که سړي به داسې کول؛ نو اړ و، چې کفاره ورکړي.

*د «زور» کلیمه د باطلې او دروغ خبرې په مانا ده.

* هغوی چې تردې آیت مخکې، ظهار طلاق کړی و؛ نو هغوی الله (ج) وبښل. «إِنَّ اللّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ»

 

پېغامونه:

1-د انبیاوو یوه دنده داده، چې په خلکو کې دود خرافات او ناوړه دودونه له منځه لرې کړي.(اَلَّذِینَ یُظاهِرُونَ …)

2-په جاهلیت پېر کې پر ښځه یو تېری او ظلم د ظهار قانون و، چې اسلام له منځه یووړ او پر کوونکي یې درنه جرمانه کېښووله.( یُظاهِرُونَ مِنْکُمْ مِنْ نِسائِهِمْ … لَیَقُولُونَ مُنْکَراً مِنَ الْقَوْلِ)

3-له ناوړه دودونو او کږنو انګېرنو – خرافاتو سره مبارزه دې منطقي او مستدله وي. «ما هُنَّ أُمَّهاتِهِمْ إِنْ أُمَّهاتُهُمْ إِلاَّ اللاّئِی وَلَدْنَهُمْ»

4-کله یوه پرحقه زارۍ، پر یوه ژغورونکي بهیر واوړي. (تَشْتَکِی إِلَی اللّهِ … إِنْ أُمَّهاتُهُمْ إِلاَّ اللاّئِی وَلَدْنَهُمْ)

5-سپکې سپورې، باطلې او دروغ خبرې د جاهلیت همېشنی خوی وه. (لَیَقُولُونَ مُنْکَراً …)

6-هر کار ته شرعي لار شته، یو له بله د بېلتون لار طلاق دی، هغه هم د دواړو لوریو د حقوقو په خوندېینې سره؛ خو په ظهار او بله هره نامشروع لار بېلېدل منکر او باطل دي. «لَیَقُولُونَ مُنْکَراً مِنَ الْقَوْلِ وَ زُوراً»

7-الله (ج) هم ګناهونه بښي او هم ترې سترګې پټوي. «لَعَفُوٌّ غَفُورٌ»

8-که غر لوړ دی؛ نو پر سر یې لار شته (ګناهونه که څومره هم ستر وي؛ نو د الله (ج) په بښنه کې خو شک نشته).( لَیَقُولُونَ مُنْکَراً مِنَ الْقَوْلِ وَ زُوراً … لَعَفُوٌّ غَفُورٌ)

 

وَ الَّذِینَ یُظاهِرُونَ مِنْ نِسائِهِمْ ثُمَّ یَعُودُونَ لِما قالُوا فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَتَمَاسّا ذلِکُمْ تُوعَظُونَ بِهِ وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیرٌ«3»=او هغوى چې له خپلو ښځو ((ظهار)) کوي بيا له خپلې خبرې واوړي؛ نو مخكې تردې چې يو له بل سره كوروالى وكړي؛ نو د يوه مريي ازادول پرې لازم دي، دا (یو حکم) دى، چې سپارښتنه یې درته كېږي او الله مو له کړنو ښه خبر دى.

 

ټکي:

* په قرآن کې خطايي قتل،[2] بېځایه سوگند [3]او ظهار ته، د مريي ازادول په پام کې نیول شوی دی.

موعظې ته یوه کتنه

موعظه د خبرداري، تذکر او د هغه نعمت په مانا ده، چې د مخاطب زړه رانرمولو او منلو ته یې وي او په اسلام کې ځانګړی مقام لري؛ ځکه:

الله (ج) موعظه کوي: «إِنَّ اللّهَ نِعِمّا یَعِظُکُمْ بِهِ» [4]

پېغمبر اکرم د موعظې دنده درلوده: وَ عِظْهُمْ … قَوْلاً بَلِیغاً[5]

قرآن موعظه ده: «هُدیً وَ مَوْعِظَهٌ لِلْمُتَّقِینَ»[6]

موعظه ډولونه لري:

الف) په وینا موعظه؛ لکه زوی ته یې د لقمان موعظې. «قالَ لُقْمانُ لاِبْنِهِ وَ هُوَ یَعِظُهُ» [7]

ب) په کړنو موعظه، چې په روایتونو کې پرې خورا سپارښتنه شوې ده، چې نه یوازې په وینا؛ بلکې په کړنو مو خلک نېکچاریو ته راوبلئ.«کونوا دعاه الناس بغیر السنتکم» [8]

ج) په سزا ورکولو موعظه؛ لکه څنګه چې دې آیت د مریي ازادول پند اخستو ته وزله کړی دی. «ذلِکُمْ تُوعَظُونَ بِهِ»

* الله (ج) په کورنیو چارو کې موعظې ته ځانګړی پام لري:

الف)سړیو ته وايي: موعظه وکړئ: «فَعِظُوهُنَّ» [9]

ب)د طلاق په اړه وايي:د عدت مودې تر پای ته رسېدو روسته دې ساتنه یا بېلتون په عدل او نېکۍ سره وي. «ذلِکُمْ یُوعَظُ بِهِ» [10]

ج)د ظهار په مسله کې سړیو ته موعظه کوي. «ذلِکُمْ تُوعَظُونَ بِهِ»

د)له اولاد سره د والدینو چلن دې له موعظې سره مل وي «قالَ لُقْمانُ لاِبْنِهِ وَ هُوَ یَعِظُهُ»

 

پېغامونه:

1-په جاهليت کې، سړيو پر ښځو ظلم کاوه. «یُظاهِرُونَ مِنْ نِسائِهِمْ»

2-د اسلام په لار کې ډپ نشته، هر څوک کولای شي، بېرته خپلې لارې ته راستون شي. «یَعُودُونَ»

3- جریمه مخنیونکې ونډه لري او جرم کابو کولو ته یوه لار ده.( یُظاهِرُونَ …فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ)

4-ښځې ته هر څه نشې ویلای، ځینې خبرې سترې کفارې لري. «لِما قالُوا فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ»، د خپلې وینا پر وړاندې هم پازوال یو.

5-پر کورودانې ظلم تاوان لري. «فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ»

6- اسلام له هر فرصته د مریانو ازادولو ته ګټنه کوي. «فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ»

7-  ښځه په اسلام کې درناو وړ ده او سپکاوی یې کفاره لري. «فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ»

8- اسلام کورني نظام ساتنې ته یو لړ جرمانې ټاکلې دي. «فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ»

9-له بدیو منع کول، هر وخت په وینا سره نه وي، کله دې په جریمه کولو موعظه وشي.( فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ … تُوعَظُونَ)

10-اسلامي جرمانې غچیزې نه دي، روزنیزې دي. «تُوعَظُونَ بِهِ»

11-د جرمانو په ورکړه کې دې چل ول او تېښته نه وي، الله (ج) څارن دی. «وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیرٌ»

 

فَمَنْ لَمْ یَجِدْ فَصِیامُ شَهْرَیْنِ مُتَتابِعَیْنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَتَمَاسّا فَمَنْ لَمْ یَسْتَطِعْ فَإِطْعامُ سِتِّینَ مِسْکِیناً ذلِکَ لِتُؤْمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تِلْکَ حُدُودُ اللّهِ وَ لِلْکافِرِینَ عَذابٌ أَلِیمٌ«4»=خو چا چې د مريي ازادولو وس نه درلود؛ نو تر كوروالي مخكې دې پر له پسې دوه مياشتې روژه ونيسي؛ نو څوك چې ددې وس هم نه لري؛ نو شپېتو مسكينانو ته دې خواړه وركړي؛ دا (حكم) ددې لپاره دى، چې د الله او استازي په [امر] يې ايمان راوړئ؛ دا دي الهي پولې او كافرانو ته ډېر دردناك عذاب دى!

 

ټکي:

* په قرآن کې تر لسو ځلو ډېر د «حدود» کلیمه کارېدلې، چې ډېری یې کورنیو حقوقو ته دي.

*چا چې ازادولوو ته مریی و نه موند، دوې میاشتې پر له پسې دې روژه ونیسي. د روایتونو له مخې، چاچې ۳۱ ورځې پرله پسې روژې ونیوې، پاتې نورې يې په متفرقه بڼه نیولای شي او دا پخپله یو اساني ده، چې د اهلبیتو له لارې راغلې ده.[11]

* په دې دوو آیتونو کې د «قَبْلِ أَنْ یَتَمَاسّا» غونډلې – جملې تکرار، ددې څرګندوی ده، چې تر جرمانې ورکولو مخکې، مېرمن ته ورنږدېدای نشې. [12]

 

پېغامونه:

1- جریمه دې ډولاډولې وي.  « فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ… فَمَنْ لَمْ یَجِدْ… فَمَنْ لَمْ یَسْتَطِعْ»

2-د نړیوال دین قوانین دې په هر ځای او وخت کې د پلي کېدو وړ وي، چې خلک له ډپ سره مخ نشي. کله مریی نه وي، «فَمَنْ لَمْ یَجِدْ» او کله د روژې نیوو شونتیا نه وي.«فَمَنْ لَمْ یَسْتَطِعْ»

3-اسلامي جرمانې، ټولنې ته برکتونه لري:

 مریان ازادوي. «فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ»

په روژې نیوو وګړي صبور او کلکوي. «فَصِیامُ شَهْرَیْنِ مُتَتابِعَیْنِ»

په اطعام، وږي مړوي. «فَإِطْعامُ سِتِّینَ مِسْکِیناً»

4- جریمه دې ډول ډول او درجې ولري او زماني، مکاني شرایط او د خلکو وس دې په پام کې ونیول شي.« فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ … فَمَنْ لَمْ یَجِدْ … فَمَنْ لَمْ یَسْتَطِعْ»

5-الهي احکام تخفیف لري؛ خو تعطیل/رخصت نه لري.( فَمَنْ لَمْ یَجِدْ … فَمَنْ لَمْ یَسْتَطِعْ …)

6-په الهي سزاوو او جرمانو کې مو مال یا بدني ځواک لږېږي؛ خو په بدل کې یې ایمان مو ډېرېږي. (فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ … فَصِیامُ شَهْرَیْنِ … فَإِطْعامُ سِتِّینَ …ذلِکَ لِتُؤْمِنُوا)

7-د جرمانو او سزاوو پر فلسفه رڼا واچوئ، چې خلک یې درسره په ښه توګه ومني.(فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ … ذلِکَ لِتُؤْمِنُوا)

8-پر الهي حدودو عمل نه کول او ورته بې اعتنايي، کفر دی. «تِلْکَ حُدُودُ اللّهِ وَ لِلْکافِرِینَ»

 

إِنَّ الَّذِینَ یُحَادُّونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ کُبِتُوا کَما کُبِتَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَ قَدْ أَنْزَلْنا آیاتٍ بَیِّناتٍ وَ لِلْکافِرِینَ عَذابٌ مُهِینٌ«5»=په حقيقت كې څوک چې له الله او استازي سره يې ټينګ مخالفت كوي؛ نو ذليل او خوارېږي؛ لكه چې وړاندېني يې خوار او ذليل شوي ول او په يقين (سره له دې) چې موږ څرګندې نښې ورلېږلي (مخالفت ته يې هېڅ پلمه نه لري) او كافرانو ته سپكوونكى عذاب [چمتو] دى،

 

ټکي:

* «یُحَادُّونَ اللّهَ» د الهي حدود په مخ کې خنډ جوړول او ورسره د مخالفت په مانا دی، که په حدید/اوسپنه او ځواک وي او که په ځېل، دښمنۍ، دسیسو او په لار کې په خنډونو جوړولو.

* «کُبِتُوا»له «کبت» اخستل شوی او د ځپلو او له پښو غورځولو په مانا دی.

* په دې سورت کې دوه ځل د «إِنَّ الَّذِینَ یُحَادُّونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ» غونډله  – جمله تکرار شوې ده او په دواړو آیتونه کې، هغوی ته د خواري او ذلت سزا ټاکل شوې، چې د الهي حدودو د پلي کېدو پر لار خنډونه جوړوي او مخه یې نیسي.

لکه څنګه چې په ۲۰ آیت کې وايي: «أُولئِکَ فِی الْأَذَلِّینَ»

 

پېغامونه:

1-پر جاهلي دودونو ټینګار او الهي حدودو ته اعتنا نه کول، له الله (ج) او رسول الله سره جګړه ده. (اَلَّذِینَ یُظاهِرُونَ … فَتَحْرِیرُ رَقَبَهٍ … تِلْکَ حُدُودُ اللّهِ … اَلَّذِینَ یُحَادُّونَ اللّهَ …)

2-د حق او باطل په سیالۍ کې، ماتې او رسوايي د باطل په برخه ده.( یُحَادُّونَ اللّهَ …کُبِتُوا)

3-کوم خبرداری او اعتبار، چې الله (ج) ایمان او له ځان سره جګړې ته ټاکلی، هماغه یې ایمان او له رسول الله سره جګړې ته هم ټاکلی دی.( لِتُؤْمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ …یُحَادُّونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ)

4- د الهي احکامو د پلي کېدو پر لار خنډونه مه اچوئ، چې پایله یې ناوړه ده. (یُحَادُّونَ اللّهَ … کُبِتُوا)

5-مخالفانو ته خبرداری ورکړئ.( یُحَادُّونَ اللّهَ … کُبِتُوا)

6-که د باطلپالو په رسوایۍ کې شک لرئ؛ نو تاریخ ته مراجعه وکړئ. «کَما کُبِتَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ»

7- تاریخ او تاریخي پېښې قانون او دود لري.(کما کبتوا کبت…)

8-حق تل دښمنان درلودل. «کَما کُبِتَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ»

9-الهي پرغز – قهر تر غاړې خلاصونې روسته دی.( کُبِتَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَ قَدْ أَنْزَلْنا آیاتٍ …)

10-الهي نښې هم رڼې دي او هم ګڼې. «آیاتٍ بَیِّناتٍ»

11-د انبیاوو پر وړاندې جګړه د دوی سپکاوی دی؛ نو ددې ډول وګړیو سزا سپکتیا او ذلت دی. «وَ لِلْکافِرِینَ عَذابٌ مُهِینٌ»

12-د حق پر لار خنډونه جوړول او یا یې پر وړاندې جګړه، خو یا کفر دی او یا یې پایله کفر دی. «وَ لِلْکافِرِینَ عَذابٌ مُهِینٌ»

 

یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّهُ جَمِیعاً فَیُنَبِّئُهُمْ بِما عَمِلُوا أَحْصاهُ اللّهُ وَ نَسُوهُ وَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ«6»=پر هغه ورځ، چې الله دوى ټول [له قبره ژوندي] راپاڅوي، بيا يې د خپلو کړنو [له حقيقت او پايلو] خبروي؛ هغه (كړه وړه) چې الله شمېرلي او دوى هېر كړي او الله پر هر څيز شاهد دى.

 

ټکي:

*دا آیت د قیامت پر ورځ، په ډله ایزه توګه د ټولو راپاڅېدو ته اشاره کوي، چې بېلګه یې په بل ځای کې داسې لولو: «حَشَرْناهُمْ فَلَمْ نُغادِرْ مِنْهُمْ أَحَداً»[13]=

او په بل آیت کې د الله (ج) شمېرنې بېلګه داسې لولو: ((… ما لِهذَا الْکِتابِ لا یُغادِرُ صَغِیرَهً وَ لا کَبِیرَهً إِلاّ أَحْصاها … [14]= دا څنګه کتاب دی چې زموږ کوشني او ستر کړه یې نه دي پرېښي؛ خو ټول یې شمېرلي دي.

*په قرآن کې د «شَهِیدٌ» کلیمه کله د مشهود/څرګند په مانا ده او کله د شاهد/لووي په مانا او دلته د (أَحْصاهُ اللّهُ …) په قرینه، د شاهد په مانا ده؛ البته د الله (ج) د شهادت ترڅنګ نور شاهدان/لووي هم شته. «یَوْمَ یَقُومُ الْأَشْهادُ»[15]

 

پېغامونه:

1-الهي پرغز- قهر هم په دنیا کې دی، «کُبِتُوا» او هم په آخرت کې. «یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّهُ»

2- معاد د الهي ځواک او پوهې د څرګندېدا ورځ ده. «یَبْعَثُهُمُ اللّهُ جَمِیعاً» د ځواک نښه او «فَیُنَبِّئُهُمْ» یې د پوهې نښه ده.

3-د قیامت نیاوتون – محکمه ښکاره او عمومي دی. «جَمِیعاً فَیُنَبِّئُهُمْ»

4-د مجرمانو یې پر سرغړونو سر ورخلاص کړئ. «فَیُنَبِّئُهُمْ بِما عَمِلُوا»

5-جګړه ماران دې پوه شي، چې دسیسې او پر لار خنډونه جوړول یې ثبتېږي، که څه پخپله یې هېر یا له یاده وباسي. (أَحْصاهُ اللّهُ … نَسُوهُ)

6-خپلې کوشنۍ سرغړونې نالیدي مه ګڼئ، چې د الله (ج) حساب ډېر دقیق دی. «أَحْصاهُ اللّهُ»

7-د سرغړونو هېرول یې د له منځه تګ نه لاملېږي. «أَحْصاهُ اللّهُ وَ نَسُوهُ»

8- عالم د الله (ج) محضر دی، د الله (ج) په محضر کې سرغړاندي مه کوئ. «وَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ»

 

أَ لَمْ تَرَ أَنَّ اللّهَ یَعْلَمُ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ ما یَکُونُ مِنْ نَجْوی ثَلاثَهٍ إِلاّ هُوَ رابِعُهُمْ وَ لا خَمْسَهٍ إِلاّ هُوَ سادِسُهُمْ وَ لا أَدْنی مِنْ ذلِکَ وَ لا أَکْثَرَ إِلاّ هُوَ مَعَهُمْ أَیْنَ ما کانُوا ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِما عَمِلُوا یَوْمَ الْقِیامَهِ إِنَّ اللّهَ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ«7»= (انسانه!) ايا نه پوهېږې، چې الله له هغه څه خبر دى، چې په اسمانونو او ځمكه كې دي؛ که درې (تني) پټې خبرې وي؛ نو الله یې څلورم دى او که پينځه (تني) پټې خبرې وي؛ نو الله یې شپږم دى، که (د پټو خبرو والا) له دې (شمېره) لږ که ډېر وو؛ خوچې هر چېرې وي، الله ورسره دى، بيا يې د قيامت پر ورځ له خپلو كړنو خبروي؛ (ځكه) الله په هر څه پوه دی.

 

ټکي:

* «تَرَ» له «رؤیت» اخستل شوی او د لیدو په مانا دی، چې کله پوهېدو ته هم کارېږي او دلته ترې مراد دا مانا ده.

* «نَجْوی» له «نجوه» اخستل شوی او له خطره د ژغورنې او جلا کېدو پر مانا دی. «نجوة» د هغه لوړ ځای په مانا دی، چې د ځمکې له نورو برخو جلا دی. داچې چاته په غوږ کې په خبرو کولو یې په رښتینه کې له نورو جلا کول دي او یا دومره رو خبره کېږي، چې نور ترې نه خبرېږي او یا داچې د هغو خبرو منځپانګه چې ورته ویل کېږي، له خطره د اورېدوني د لرې کېدو په مانا دي؛ نو ځکه «نجوا» ورته ویل کېږي.

همداراز نجوا/پسپسکي هغه پټې غونډې هم رانغاړي، چې مجرم او سرغړاندي یې د نورو له سترګو پټې کوي او پکې رو او بې له کوم غږ غوږه خبرې کوي، په دې ګومان چې نه یې څوک اوري او نه یې ګوري.

*په قرآن کې د خلکو پر خوالو او نجواوو د الهي علم خبره څو ځل شوې ده؛ لکه: د توبه سورت 78 آیت: «أَ لَمْ یَعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ یَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَ نَجْواهُمْ وَ أَنَّ اللّهَ عَلاّمُ الْغُیُوبِ» او د زخرف سورت 80 آیت:«أَمْ یَحْسَبُونَ أَنّا لا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَ نَجْواهُمْ بَلی وَ رُسُلُنا لَدَیْهِمْ یَکْتُبُونَ»

*په دې او تېر آیت کې، لس ځل الهي پوهې ته اشاره شوې او ددې آیت پیل او پای په الهي علم دی.( یَعْلَمُ … عَلِیمٌ)

*تېرو آیتونو ته په پامنیوي، د الهي علم پر ځانګړنو پوهېدای شو.

پر ټولو جزئیاتو علم لري. «هُوَ رابِعُهُمْ ، هُوَ سادِسُهُمْ»

علم یې دقیق دی. «أَحْصاهُ اللّهُ»

علم یې حضوري دی. «عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ»

پر علم یې د نسیان او هېر دوړې نه کېني. «أَحْصاهُ اللّهُ وَ نَسُوهُ»

د هغه په علم، نور خلک خپل هېرې شوې کړنې رایادوي.( نَسُوهُ … یُنَبِّئُهُمْ)

پر هستۍ د الهي علم احاطه همېشنۍ او ازلي ده. «هُوَ مَعَهُمْ أَیْنَ ما کانُوا»

علم لري؛ خو معمولا څوک په دنیا کې نه رسوا کوي. «یُنَبِّئُهُمْ بِما عَمِلُوا یَوْمَ الْقِیامَهِ»

علم یې دايمي دی، نه موسمي او لنډمهاله. «یَعْلَمُ ، عَلِیمٌ»

پر آسمانونو او ځمکې یې علم یوشان دی. «یَعْلَمُ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ»

 

پېغامونه:

1-هغه لیدل رټنوړ او کږلي دي، چې پایله یې پوهېدنه نه وي.( أَ لَمْ تَرَ …)

2- آسمان و ځمکه، ستر و کوشنی، پټ و ښکاره، ټول د هغه علم ته یوشان دي. (یَعْلَمُ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ … هُوَ رابِعُهُمْ … هُوَ مَعَهُمْ)

3-د وګړیو او د دوی د خبرو ډېروالی پر الهي علم اغېزمن نه دی او الله (ج) له دې ټولو او له خبرو یې خبر دی. «لا أَدْنی مِنْ ذلِکَ وَ لا أَکْثَرَ»

4- دا چې د الله(ج) شتون نامحدود دی؛ نو چېرې چې یو، الله (ج) راسره دی.«هُوَ مَعَهُمْ أَیْنَ ما کانُوا»

5-مکان او زمان پر الهي علم اغېزمن نه دی او پر هر څه پوه دی. «هُوَ مَعَهُمْ أَیْنَ ما کانُوا»

6- په قیامت کې، خبر ورکوونکی خپله شاهد هم دی. «شَهِیدٌ ، عَلِیمٌ ، یُنَبِّئُهُمْ»

 

أَ لَمْ تَرَ إِلَی الَّذِینَ نُهُوا عَنِ النَّجْوی ثُمَّ یَعُودُونَ لِما نُهُوا عَنْهُ وَ یَتَناجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَ الْعُدْوانِ وَ مَعْصِیَهِ الرَّسُولِ وَ إِذا جاؤُکَ حَیَّوْکَ بِما لَمْ یُحَیِّکَ بِهِ اللّهُ وَ یَقُولُونَ فِی أَنْفُسِهِمْ لَوْ لا یُعَذِّبُنَا اللّهُ بِما نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ یَصْلَوْنَها فَبِئْسَ الْمَصِیرُ«8»=ايا هغه كسان نه وينې، چې له پټو خبرو منع شوي ول (؛ خو) بيا هماغه څه كوي، چې ترې منع شوي وو او دوى په پټه يو له بل سره د ګناه، تېري او (د الله) له استازي د سرغړونی خبرې كوي او چې درشي؛ نو په هغو ټکیو سلام درته کوي، چې هاغسې الله پر تا سلام نه دى کړی او پخپلو (زړونو) كې وايي: (( (که دا پېغمبر دى؛ نو) الله ولې زموږ په خبرو عذاب نه راكوي؟!)) جهنم یې بس دى، چې ورننوځي او څه ناوړه پاى ده!

 

ټکي:

*په تېر آیت کې مو ولوستل، چې څو تنه هم یو له بل سره پسپسکي وکړي، الله (ج) ورسره حاضر دی او خبرې یې اوري، دا آیت د یوې نجوا بېلګه وايي، چې له پېغمبراکرم (ص) سره د مخالفت په اړه د مخالفانو نجوا ده.

* «یَصْلَوْنَها» له «صلی» اخستل شوی او یو ځای ته د سوځولو لپاره وردننه کولو ته وايي.[16]

 

پېغامونه:

1-د مؤمنانو په منځ کې نجوا هغه منکر چار دی، چې منع ترې شوې ده. «نُهُوا عَنِ النَّجْوی» (په لسم آیت کې هم لولو: «إِنَّمَا النَّجْوی مِنَ الشَّیْطانِ»)

2-له بدیو منع کوونکي دې پر تمه نه وي، چې په وینا به یې ټول خلک له بدیو لاس پر شي.«یَعُودُونَ لِما نُهُوا»

3-د ګناه تکرار او تذکراتو ته بې اعتنايي، جرم درنوي. «یَعُودُونَ لِما نُهُوا»

4- انسان ګام په ګام کږېږي (لومړی د الله له حکمه سرغړونې، وګړیزه ګناه، بیا پر نورو تیری او ورپسې له الهي مشر سره مخالفت) « بِالْإِثْمِ وَ الْعُدْوانِ وَ مَعْصِیَهِ الرَّسُولِ »

5-له معصوم پېغمبر ځنې لاروي واجب ده.(نو له هغه ځنې په هر ډول سرغړونې، نیوکه شوې ده.) «مَعْصِیَهِ الرَّسُولِ»

6-په هره ستاینه او درناوي ډاډ مه کوئ.(منافقان، مخامخ ډېره زیاته ستاینه کوي؛ خو په پټه له پېغمبر اکرم نه د سرغړونې خبرې کوي.) «حَیَّوْکَ بِما لَمْ یُحَیِّکَ بِهِ اللّهُ»

7-غوړه مالي او تر بریده وتلې ستاینه، د نفاق نښه ده. «حَیَّوْکَ بِما لَمْ یُحَیِّکَ بِهِ اللّهُ»

8- ان د مخلوقات د اشرف په ستاینه کې هم له پولو مه اوړئ. «لَمْ یُحَیِّکَ بِهِ اللّهُ»

9-الله (ج) نه یوازې د منافقانو پټې خبرې بربنډوي؛ بلکې څه چې په زړه کې لري او د زړه خبره ورته وايي، راباسي یې. «یَقُولُونَ فِی أَنْفُسِهِمْ»

10-الهي مهلتونه یې د خوښۍ نښه مه ګڼئ. «لَوْ لا یُعَذِّبُنَا اللّهُ بِما نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ»

11-د نفاق پایله دوزخ دی. «حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ»

12-ناوړه خبره، ناوړه پایله لري.( بِما نَقُولُ … فَبِئْسَ الْمَصِیرُ)

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا تَناجَیْتُمْ فَلا تَتَناجَوْا بِالْإِثْمِ وَ الْعُدْوانِ وَ مَعْصِیَهِ الرَّسُولِ وَ تَناجَوْا بِالْبِرِّ وَ التَّقْوی وَ اتَّقُوا اللّهَ الَّذِی إِلَیْهِ تُحْشَرُونَ«9»=مؤمنانو! چې پټې خبرې كوئ؛ نو د ګناه، تېري او (د الله) له استازي د سرغړاوي لپاره يو له بل سره پټې خبرې مه کوئ او د نېكيو او پرهېزګارۍ لپاره پټې خبرې وكړئ او [خپل ځانونه] د هغه الله له (عذابه) وساتئ، چې يوازې هغه ته به ورغونډېږئ.

 

ټکي:

* نجوا او په غوږ کې پسپسکي کولای شي بېلابېل احکام ولري؛ لکه:

په هغه ځای کې چې د خوالو بربنډېدل، د اسلام او مسلمانانو په تاوان وي؛ نو نجوا واجبه ده.

په هغه ځای کې حرامه ده، چې د نورو د ډار او اندېښنې لامل شي.

* «برّ» هره نېکي رانغاړي او بېلګې یې په بقره سورت ۱۷۷ آیت کې راغلي دي: (وَ لکِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ …)

په هغه ځای کې مستحبه ده، چې نورو ته د مرستې او تقوا سپارښتنې ته وي.

انسان سوکه سوکه پر سترو ګناهونو ککړېږي:

«اثم»، وګړیزه ګناه ده؛ لکه شرابخوري.

«عدوان»،د نورو پر حقوقو یرغل دی.

«معصیت الرسول»، د الهي مشرتابه له ټولنیزو او حکومتي حکمونو سرغړونه ده، چې د مسلمانانو ګټو ته یې ورکوي.[17]

 

 

*د خبرې ارزښت یې په منځپانګه او موضوع کې دی.که د نجوا موضوع نېکي او تقوا وي، یو ارزښت دی او که ګناه، ظلم او دسیسه وي، حرامه ده؛ البته کله منځپانګه هم ښه وي؛ خو موقعیت ښه نه وي، د بېلګې په توګه د مؤمنانو په ډله کې چې دوه کسان، یو بل ته په غوږ کې پسپسکي کوي.

 

پېغامونه:

1- مؤمن درناو وړ دی، ان له بدیو د ژغورنې پر مهال یې درناوی وکړئ. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا»

2-په نېکیو امر او له بدیو په منع، تبلیغ او ارشاد کې دې د حق او باطل پر لارو او مصداقونه رڼا واچول شي.( فَلا تَتَناجَوْا … تَناجَوْا)

3-ټولې خبرې دې ښکاره نشي، کله دې له بدیو منع او یا پر نېکیو امر په پټه وشي. «تَناجَوْا بِالْبِرِّ وَ التَّقْوی»

4-هسې نه چې ناوړه نجوا، ښه نجوا وګڼو.( تَناجَوْا … وَ اتَّقُوا اللّهَ الَّذِی إِلَیْهِ تُحْشَرُونَ)

5-تقوا، پرهیزګاري او معاد ته پاملرنه، له چټي او ناروا خبرو د بچېدو لاره چاره ده. «وَ اتَّقُوا اللّهَ الَّذِی إِلَیْهِ تُحْشَرُونَ»

 

إِنَّمَا النَّجْوی مِنَ الشَّیْطانِ لِیَحْزُنَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ لَیْسَ بِضارِّهِمْ شَیْئاً إِلاّ بِإِذْنِ اللّهِ وَ عَلَی اللّهِ فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُونَ«10»= (د ګناه لپاره) پټې خبرې كول يوازې د شيطان (چار) دى، چې مؤمنان خواشیني كړي؛ خو بې د الله له اجازې دوی ته هېڅ زيان وررسولاى نشي او مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي.

 

پېغامونه:

1-لکه څنګه چې بې خرته لګښت انسان د شیطان رور کوي، «إِنَّ الْمُبَذِّرِینَ کانُوا إِخْوانَ الشَّیاطِینِ» [18]نجوا هم انسان، شیطان صفته کوي. «إِنَّمَا النَّجْوی مِنَ الشَّیْطانِ»

2-هره هغه پټه او ښکاره خبره، شیطاني چار دی، چې مسلمانان وارخطا او اندېښمن کړي. «النَّجْوی مِنَ الشَّیْطانِ لِیَحْزُنَ الَّذِینَ آمَنُوا»

3-اندېښنو ته داسې ډاډ او تسل ورکړئ : چې الله (ج) و نه غواړي، څوک دې هېڅه هم نشي کولای.( لِیَحْزُنَ … لَیْسَ بِضارِّهِمْ)

4- مؤمنان د الله (ج) په امان او ساتنه کې دي. «وَ لَیْسَ بِضارِّهِمْ شَیْئاً»

5- د منافقانو هاندوهڅې، د الهي ځواک له ولکې بهر نه دي. «وَ لَیْسَ بِضارِّهِمْ شَیْئاً إِلاّ بِإِذْنِ اللّهِ»

6-د دښمن اروايي جګړه، خنثی کړئ.( لِیَحْزُنَ … وَ لَیْسَ بِضارِّهِمْ شَیْئاً)

7-پر الله (ج) توکل، د هر ډول اندېښنې او ناارامۍ درمل دی. «وَ عَلَی اللّهِ فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُونَ»

8-پر الله (ج) توکل، د هر چا کار نه دی، ایمان غواړي. «فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُونَ» که څه الله (ج) د مؤمنانو ملاتړ دی؛ خو هغوی دې هم پر الله (ج) توکل وکړي.

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا قِیلَ لَکُمْ تَفَسَّحُوا فِی الْمَجالِسِ فَافْسَحُوا یَفْسَحِ اللّهُ لَکُمْ وَ إِذا قِیلَ انْشُزُوا فَانْشُزُوا یَرْفَعِ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُوا مِنْکُمْ وَ الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجاتٍ وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیرٌ«11»= مؤمنانو! چې درته وويل شي: ((په مجلسونو كې ځاى ارت كړئ (او نويو راغليو ته ځاى وركړئ)))؛ نو ارت یې كړئ،چې الله مو په چارو کې پراخي راوړي او چې وويل شي : ((پاڅئ))؛ نو پاڅئ،چې الله مو د مؤمنانو او پوهانو درجې لوړې كړي او څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.

 

ټکي:

* «تفسّح» د پراخولو، پراختیا او ځای ورکولو په مانا دی او «انْشُزُوا» د نورو درناوي ته له ځایه پاڅېدو ته وايي.

*تېر آیت، نجوا د خپګان لامل وښود او دا آيت د خوشحالۍ او مینې لامل، په غونډه کې ناستې ته ځای ورکول ښيي.[19]

* الله (ج) په قرآن کې څو ډلو ته ځانګړی ځګی او درجې ټاکلې دي: انبیاء، مجاهدین، لمونځ کوونکي، انفاق کوونکي، نېکچاري مؤمنان او پوهان.

* شونې ده د «یَرْفَعِ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُوا مِنْکُمْ وَ الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجاتٍ» غونډله – جمله ددې نښه وي، چې د ((ورپاڅېدو)) حکم، د مؤمنانو او پوهانو راننووتو ته وي؛ یعنې د هغوی درناوي ته ورپاڅئ. [20]

 

یادیزه

ارواښاد طبرسي په احتجاج کتاب کې رانقلوي، چې د امام هادي (رح) په وخت کې یو فقیه له یوه کږلاري ناصبي سره په ویینه کې یې هغه روښانه او خپل حقانیت یې ورجوت کړی و، نو یوې غونډې ته ورننووت، چې علویان او بني هاشم پکې هم وو. امام هادي (رح) هغه فقیه د مجلس په غوره ځای کې کېناوه. دومره درناوی یې علویانو او بني هاشمو ته ګران پرېووت، مشر یې نیوکه وکړه: ولې دې داسې سړي ته پر موږ غوراوی راکړ ؟

امام (رح) وویل: آیا د قرآن پر پرېکړه خوښ یاست؟ و یې ویل: هو! او آنحضرت ورته دا آیت تلاوت کړ: (تَفَسَّحُوا فِی الْمَجالِسِ … وَ إِذا قِیلَ انْشُزُوا فَانْشُزُوا یَرْفَعِ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُوا مِنْکُمْ وَ الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجاتٍ)

هو! مؤمن عالم پر عادي مؤمن غوراوی لري؛ لکه څنګه مؤمن پر نامؤمن غوراوی لري. قرآن په بل ځای کې وايي: «هَلْ یَسْتَوِی الَّذِینَ یَعْلَمُونَ وَ الَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ» [22]

ددې سړي ارزښت د هغې علمي ویینې په پار دی، چې هغه ناصبي یې مات کړ، تر هر شرف او نسبه غوره دی. [21]

 

پېغامونه:

1- ایمان یو لړ شرایط او لوازم لري، چې باید مراعات شي. (یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا …)

2-غونډې ته نویو راننووتیو ته ځای ورکول او درناوي ته یې ورپاڅېدل یو ارزښتمن چار دی.( فَافْسَحُوا … فَانْشُزُوا)

3-هر غونډه چې وي، بل ته ځای ورکول پکې پکار دي. «فِی الْمَجالِسِ»

4-پر الهي احکامو عمل، د لا ډېرو ثوابونو لاس ته راوړو ته لاره چاره ده.«فَافْسَحُوا یَفْسَحِ اللّهُ لَکُمْ»

5-د نورو په چارو کې پراخي راولئ، چې الله (ج) مو په چارو کې پراخي راولي. «فَافْسَحُوا یَفْسَحِ اللّهُ لَکُمْ»

6- الهي ثواب زموږ له کړنې سره انډولتیا لري. پراخي، پراخي راولی. «فَافْسَحُوا یَفْسَحِ اللّهُ»

7- اسلام ان په ناسته پاستو کې هم پر ټولنیزو اخلاقو سپارښتنه کوي. (فَافْسَحُوا … فَانْشُزُوا)

8-کله په کار وي، چې غونډې ته د مشرانو او پوهانو په راننووتو سره وویل شي: ((ولاړ شئ!)). «انْشُزُوا فَانْشُزُوا»

9-پوهه الهي ډالۍ او پېرزو ده.( أُوتُوا الْعِلْمَ …)

10-پوهان او علماء دې په اسلامي ټولنه کې له ستر مقامه برخمن وي. «وَ الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجاتٍ»

11-د پوهانو کړنې ډېر ثواب لري. [23](یَرْفَعِ اللّهُ … اَلَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجاتٍ)

12-په غونډه کې بل ته ځای ورکول او درناوي ته یې پاڅېدل دې نږه او الله (ج) ته وي، نه نورو انګېزو ته.«وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیرٌ»

13-په ناستو پاستو کې الله (ج) مه هېروئ. «وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیرٌ»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا ناجَیْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَیْنَ یَدَیْ نَجْواکُمْ صَدَقَهً ذلِکَ خَیْرٌ لَکُمْ وَ أَطْهَرُ فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ«12»=مؤمنانو! چې (د الله) له استازي سره پټې خبرې كوئ؛ نو تر پټو خبرو مخكې (د الله په لار كې) څه صدقه وركړئ، دا کار درته غوره او ډېر پاك دی او كه څه مو و نه موندل (؛ يعنې وسه يې نه لرئ)؛ نو پوه شئ، چې الله ډېر بښونكى (او) لورين دى.

 

 

 

ټکي:

*ځینې خلک، په تېره شتمن به تل د پېغمبر اکرم (ص) ځورونکي او مزاحم ول او له آنحضرت سره به یې خصوصي خبرې کولې؛ یعنې هغه کار چې نور یې خپه کول او دوی ته د بې دلیله تقرب او امتیاز لامل ګڼل کېده. آیت راغی، چې واقعي مینې ته یوه ازمېینه وي: البته دا حکم لنډمهاله او ازمېینزه بڼه یې درلوده او څه موده روسته واخستل شو.[24]

* حضرت علي کرم الله وجهه وايي: هغه آیت چې نه پرې تر ما مخکې او نه ترې تر ما روسته چا عمل کړی، د صدقې آیت دی: یو دینار مې درلود، هغه مې لس درهم کړل او کله مې چې له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سره نجوا او خبرې اترې کولې؛ نو یو درهم مې صدقه کاوه. [25]

* طهارت او پاکي دوه ډوله ده:1.جسمي او ظاهري،«وَ إِنْ کُنْتُمْ جُنُباً فَاطَّهَّرُوا»[26]

 2- روحي او باطني. «ذلِکَ خَیْرٌ لَکُمْ وَ أَطْهَرُ»

 

پېغامونه:

1- ایمان، مسولیت زېږی دی. (یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا …)

2- صدقه دې تر کار کولو مخکې ورکړه شي.( فَقَدِّمُوا … صَدَقَهً)

3-ښووند کولای شي ښوونې ته یو لګښت وټاکي، که پخپله یې اخلي او که نورو ته یې حواله کوي. «فَقَدِّمُوا بَیْنَ یَدَیْ نَجْواکُمْ صَدَقَهً»

4-د صدقې څومره والی نه دی ټاکل شوی، هرڅوک دې خپلې وسې ته ګوري. «صَدَقَهً»

5-په هره لار دې د بېوزلیو لاسنیوی وشي، له پېغمبراکرم(ص) سره د خصوصي کتنې شرط، بېوزلیو ته صدقه ورکول وو. «فَقَدِّمُوا بَیْنَ یَدَیْ نَجْواکُمْ صَدَقَهً»

6-له پېغمبر اکرم سره د نجوا کولو لپاره د پیسو په ټاکنه کې، د خلکو د ایمان او لېوالیتا کچه څرګندېږي. «فَقَدِّمُوا بَیْنَ یَدَیْ نَجْواکُمْ صَدَقَهً»

7- صدقه، قوانین او ټولنیز محدودیتونه، وګړي او ټولنې ته خورا ګټې لري. «ذلِکَ خَیْرٌ»

8-پر دنیا زړه تړنه ناپاکي او زړه شلول ترې پاکي ده. «ذلِکَ خَیْرٌ لَکُمْ وَ أَطْهَرُ»

9- صدقه یو ډول پاکېدل دي. «أَطْهَرُ»؛ لکه څنګه چې په یوه بل ځای کې لولو: «خُذْ مِنْ أَمْوالِهِمْ صَدَقَهً تُطَهِّرُهُمْ[27]

10-د اسلامي احکامو پر لار ډپ نشته. (فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا …)

11- قانونگذار دې په قانون جوړونه کې ټول خلک په پام کې ونیسي. (فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا …)

12-بېوزله دې په دې پار سپکاوي نه ننګیري، چې صدقه نشي ورکولای؛ ځکه الهي لورنې رانغاړلي دي. «فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ»

13-په اسلام کې فقر رټل شوی ؛ خو اسلام کله هم څوک د بېوزلۍ په پار شړلی او بې برخې کړی نه دی. «فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ»

 

أَ أَشْفَقْتُمْ أَنْ تُقَدِّمُوا بَیْنَ یَدَیْ نَجْواکُمْ صَدَقاتٍ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا وَ تابَ اللّهُ عَلَیْکُمْ فَأَقِیمُوا الصَّلاهَ وَ آتُوا الزَّکاهَ وَ أَطِیعُوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ اللّهُ خَبِیرٌ بِما تَعْمَلُونَ«13»=ايا (له نېستۍ) ووېرېدئ، چې تر خپلو پټو خبرو اترو مخكې مو د صدقاتو له ورکړې ډډه وکړه؟!؛ نو اوس چې دا كار مو ونكړ او الله هم درتېر شو؛ نو لمونځ وكړئ، زكات وركړئ، د الله او استازي يې اطاعت وكړئ او چې څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى.

 

ټکي:

* «اشفاق» د یوه څیز لاسته راوړو په پار تشویش ته وايي. [28]

*دا آیت ښيي، چې له پېغمبراکرم (ص) سره تر خصوصي کتنې مخکې د صدقې ورکولو حکم یې ازمېینز حکم و، چې رښتین عاشق مؤمنان له نورو وپېژندل شي؛ نه داچې الله (ج) ولیدل، څوک پرې عمل نه کوي؛ نو دا حکم یې لرې کړ. ( په « وَ تابَ اللّهُ عَلَیْکُمْ» کې د «واو» توری ښيي چې د حکم لرې کول د خلکو د پرېښودو په پار نه و«

*دې آیت د پېغمبراکرم(ص) ځینې هغه اصحاب رټلي، چې د خپل مال د لګښت له ډاره یې له رسول اکرم (ص) سره خبرې اترې پرېښودې.

 

پېغامونه:

1-سره له دې چې له پېغمبراکرم سره نجوا کوم واجب یا مستحب چار نه و؛ خو داچې ځینو کنجوسي وکړه؛ نو ورټل شول. «أَ أَشْفَقْتُمْ»

2- خلک له یو ځل صدقې ورکولو نه ډارېږي، له تکراره یې ډارېږي د « صدقة» پر ځای «صدقات». ( یو ځل ښه کول بسیا نه دي، تلتیا یې اړینه ده)

3-د پېغمبراکرم ټول اصحاب یې مطیع نه وو. «فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا» (هغوی د «فَقَدِّمُوا بَیْنَ یَدَیْ نَجْواکُمْ صَدَقَهً» په څرګند حکم عمل ونکړ).

4-که مستحبات نه کوئ؛ نو لږترلږه په واجباتو کې لنډون مه کوئ. هغوی چې د صدقې ورکړې ته چمتو نشول، الله (ج) ورته وايي: زکات ورکړئ.( أَ أَشْفَقْتُمْ أَنْ تُقَدِّمُوا … صَدَقاتٍ … آتُوا الزَّکاهَ)

5-رټنه دې د جبران لاري له ښوولو سره وي.( أَ أَشْفَقْتُمْ … تابَ اللّهُ عَلَیْکُمْ فَأَقِیمُوا الصَّلاهَ …)

6-له هغوی مه نهیلېږئ، چې سرغړونه کوي او عادلانه چلن ورسره کوئ، الله (ج) له هغو کسانو لاروي غواړي، چې بل حکم یې نه دی منلی. (لَمْ تَفْعَلُوا … أَطِیعُوا اللّهَ)

7-لمونځ او زکات، له لاسه تللي فرصتونه جبیره کوي.( لَمْ تَفْعَلُوا … فَأَقِیمُوا الصَّلاهَ وَ آتُوا الزَّکاهَ)

8- دین له الله (ج) سره وګړیزه اړیکه نه ده، د بېوزلیو لاسنیوی او د پېغمبر اکرم له حکومتي حکمونو لاروي هم د دین برخه ده. «فَأَقِیمُوا الصَّلاهَ وَ آتُوا الزَّکاهَ وَ أَطِیعُوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ»

9-د کړنې څرنګوالي ته مو پام وسه، چې الله (ج) پر ټولو کړنو خبر دی. «وَ اللّهُ خَبِیرٌ بِما تَعْمَلُونَ»

 

أَ لَمْ تَرَ إِلَی الَّذِینَ تَوَلَّوْا قَوْماً غَضِبَ اللّهُ عَلَیْهِمْ ما هُمْ مِنْکُمْ وَ لا مِنْهُمْ وَ یَحْلِفُونَ عَلَی الْکَذِبِ وَ هُمْ یَعْلَمُونَ«14»=ايا هغوى (منافقان) نه وينې، چې له هغه قوم سره يې د دوستۍ اړيکې ټينګې كړي، چې الله پرې غضب كړى دى؟! دوى نه ستاسې دي او نه د هغوى (یهودو) او په دروغو قسمونه خوري (چې ستاسې ملګري يو)حال دا پخپله هم پوهېږي (چې دروغ وايي).

أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ عَذاباً شَدِیداً إِنَّهُمْ ساءَ ما کانُوا یَعْمَلُونَ«15»=الله دوی ته سخت عذاب چمتو كړى (؛ځكه) دوی بدچاري دي!

 

ټکي:

*که څه په قرآن کې ډېری ډلو ته الله (ج) غوسه شوی؛ خو شونې ده په دې او نورو آیتونو کې له غضب شوي قومه مراد، یهودان وي؛ ځکه درې ځل په قرآن کې په «باؤُ بِغَضَبٍ»[29]غونډله – جمله یاد شوي دي.

*له هغوی، مراد منافقان دي، چې له غضب شوې ډلې سره یې دوستي وکړه.

 

پېغامونه:

1-د هغوی ولایت او پالندوینه منل رټل شوی چار دی، چې الله (ج) ورته غوسه دی. (أَلَمْ تَرَ إِلَی الَّذِینَ …)

2-هغه چې د لورنې له پېغمبره لاس واخلي، لاس به یې د تاریخ د غضب شویو په لاس کې وي. (تَوَلَّوْا … غَضِبَ اللّهُ عَلَیْهِمْ)

3-له خپله د پردي جلا کول او د دښمن او منافق پېژندل په کار دي. «ما هُمْ مِنْکُمْ وَ لا مِنْهُمْ»

4-دروغ قسم خوړل د منافقانو کړنلار ده. «یَحْلِفُونَ عَلَی الْکَذِبِ»

5-منافقان له مقدساتو ناوړ ګټنه کوي. «یَحْلِفُونَ»

6- منافقان،آگاهانه مخالفت کوي. «وَ هُمْ یَعْلَمُونَ»

7-الهي عذاب او سزا یې د انسانانو د ناوړه کړنو له کبله ده. «ساءَ ما کانُوا یَعْمَلُونَ»

 

اِتَّخَذُوا أَیْمانَهُمْ جُنَّهً فَصَدُّوا عَنْ سَبِیلِ اللّهِ فَلَهُمْ عَذابٌ مُهِینٌ«16»=خپل قسمونه یې ډال کړي او (خلك يې) د الله له لارې منع كړل؛ نو ځکه سپكوونكى عذاب يې پر برخه دى.

لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ أَمْوالُهُمْ وَ لا أَوْلادُهُمْ مِنَ اللّهِ شَیْئاً أُولئِکَ أَصْحابُ النّارِ هُمْ فِیها خالِدُونَ«17»= هېڅكله شتمني او اولادونه يې د الله له (عذابه) ژغورلاى نشي، دوى دوزخيان دي (او) تل به پكې وي.

 

ټکي:

*د خلکو کږلارولو او له حقه اړولو ته پېریاني او انساني شیطانان له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي، چې په قرآن کې اوڅار دي؛ لکه: په دورغو سوګند، چې په همدې آیت کې اوڅار دی.

توکیزه پانګونه. «یُنْفِقُونَ أَمْوالَهُمْ لِیَصُدُّوا عَنْ سَبِیلِ اللّهِ»[30]=

فرهنګي پانګونه او د فساد دودول او خپرول. «مِنَ النّاسِ مَنْ یَشْتَرِی لَهْوَ الْحَدِیثِ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیلِ اللّهِ» [31]=

بدعت او دین سازي. «وَ جَعَلَ لِلّهِ أَنْداداً لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیلِهِ»[32]

د ناوړوکړنو ښکلي برېښول. «زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطانُ أَعْمالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیلِ»[33]

 

پېغامونه:

1- منافقان، له دینه د دین پرخلاف کار اخلي. «اتَّخَذُوا أَیْمانَهُمْ جُنَّهً»

2- د منافقانو عذاب سخت دی. (فَلَهُمْ عَذابٌ مُهِینٌ … فِیها خالِدُونَ)

3-قرآني خبردارۍ جدي دي. په قیامت کې مال او اولاد په کار نه راځي. (لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ أَمْوالُهُمْ وَ لا أَوْلادُهُمْ …)

4- دنیا له آخرت سره ډېر توپیرونه لري، چې یو یې په آخرت کې د مال او اولاد په کار نه راتلل دي.( لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ أَمْوالُهُمْ وَ لا أَوْلادُهُمْ …)

5-په خبرداریو کې په علتونو پسې ولاړ شئ. د دسیسو علت؛ د دنیا په مال او اولاد غره کېدل دي.( لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ أَمْوالُهُمْ وَ لا أَوْلادُهُمْ …)

6-په دنیا کې نفاق، د دوزخ عذاب همېشنی کوي. «أَصْحابُ النّارِ هُمْ فِیها خالِدُونَ»

 

یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّهُ جَمِیعاً فَیَحْلِفُونَ لَهُ کَما یَحْلِفُونَ لَکُمْ وَ یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلی شَیْءٍ أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْکاذِبُونَ«18»=هغه ورځ (درياده كړه) چې الله دوى ټول راپاڅوي؛نو هغه ته به هم داسې قسمونه خوري؛ لكه چې (نن) يې تاسې ته خوري (چې مسلمانان دي) او انګېري، چې پر څه لاسبرېدای شي (خپل نفاق ټینګ بنسټ بولي) ؛ پوه شئ، چې همدا دوى مازې دروغجن دي .

 

ټکي:

*په قرآن کې څو څو ځل په قیامت کې د دروغو د قسم مسله راغلې ده؛ لکه څنګه چې په انعام سورت ۲۳ آیت کې لولو: «وَ اللّهِ رَبِّنا ما کُنّا مُشْرِکِینَ» قسم خوري چې مشرک نه وو.

*داچې سوګند انسان سوکه سوکه باور ته ورکاږي؛ نو باید د دروغو د سوګند پر وړاندې ودرېږو او اجازه ورنکړو، چې خلک پرې باور وکړي؛ لکه په «أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْکاذِبُونَ» کې د «أَلا ،ان، هُمُ» کلیمې د خلکو د باور مخنیوي ته دي.

* دروغ ویل، په دنیا او آخرت کې د منافق یوه نښه ده. په منافقون سورت کې لولو چې الله (ج) د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله پر حقانیت د منافقانو ګواهي دروغ ګڼي. «وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّ الْمُنافِقِینَ لَکاذِبُونَ» او په دې آیت کې یې په قیامت کې هم دروغجن ګڼي.

 

پېغامونه:

1-که په دنیا کې انسان په دروغ ویلو روږدی شي، ان په قیامت کې هم په دروغو قسم خوري. «فَیَحْلِفُونَ لَهُ کَما یَحْلِفُونَ لَکُمْ»

2- منافقان په خيالي نړۍ کې ډوب دي. «یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلی شَیْءٍ»

3- د منافقانو ژوند ټول دروغ او ناوړچاري ده. «أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْکاذِبُونَ»

 

اِسْتَحْوَذَ عَلَیْهِمُ الشَّیْطانُ فَأَنْساهُمْ ذِکْرَ اللّهِ أُولئِکَ حِزْبُ الشَّیْطانِ أَلا إِنَّ حِزْبَ الشَّیْطانِ هُمُ الْخاسِرُونَ«19»=شيطان (د نفس اماره له لارې) پرې لاسبر شوى؛ نو د الله يادول يې ترې هېر كړي، همدا د شيطان ګوند دى، پوه شئ بېشکه د شيطان ګوند زيانمن دى.

 

 

ټکي:

* حضرت علي کرم الله وجهه وايي: که حق او باطل په ځغرده اوڅار وي، کومه ستونزه نه رامنځ ته کېږي؛ خو د حق او باطل ګډول، د فتنې او شیطان د لاسبرۍ لاملېږي.«و لکن یؤخذ من هذا ضغاث و من هذا ضغاث فیمزجان فهنالک یستولی الشیطان علی أولیائه»[34]

امام حسین هم په کربلا کې د یزید لښکر ته وویل وویل:«استحوذ الشیطان علی أولیائه». [35]

 

د شیطان کړنلارې

سوکه سوکه انسان ځان ته راکاږي. «خُطُواتِ الشَّیْطانِ»[36]

کله کله یو مطلب در القاء کوي؛ لکه له لرې په ډبره ایشتل.( أَلْقَی الشَّیْطانُ …[37]

کله اړیکه نیسي؛ خو نفوذ نلري. «مَسَّهُمْ طائِفٌ مِنَ الشَّیْطانِ» [38]

کله زړه ته درننوځي. «یُوَسْوِسُ فِی صُدُورِ النّاسِ» [39]

کله زړه ته درننوځي او هملته پاتېږي. «فَهُوَ لَهُ قَرِینٌ» [40]

کله انسان د شیطان رور شي. «إِخْوانَ الشَّیاطِینِ»[41]

او کله انسان د شیطان مرید او شیطان پرې واکمن شي. «اسْتَحْوَذَ عَلَیْهِمُ الشَّیْطانُ»

 

پېغامونه:

1- مؤمن چې له شیطان سره مخ شي؛ نو الله (ج) رایادوي. «مَسَّهُمْ طائِفٌ مِنَ الشَّیْطانِ تَذَکَّرُوا» [42]؛ خو منافق د اړیکې له پړاوه د شیطان ولکې منلو پړاو ته رسیدلی او الله (ج) نه یادوي. «فَأَنْساهُمْ ذِکْرَ اللّهِ»

2-په دورغو سوګند، د شیطان د ولکې سریزه ده.( یَحْلِفُونَ … اِسْتَحْوَذَ …)

3-څومره چې د الله (ج)  له یاده غافلېږو؛ هومره د شیطان ګوند ته ورنږدېږو.(فَأَنْساهُمْ ذِکْرَ اللّهِ … حِزْبُ الشَّیْطانِ)

4-ځان د هرې ډلې ټپلې او ګوند په واک کې مه ورکوئ؛ ځینې ګوندونه، د شیطان ګوند وي. «أُولئِکَ حِزْبُ الشَّیْطانِ»

5-واقعي تاوان خو د شیطان په لاروۍ کې دی، نه وټيز – اقتصادي تاوان. «إِنَّ حِزْبَ الشَّیْطانِ هُمُ الْخاسِرُونَ»

 

إِنَّ الَّذِینَ یُحَادُّونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ أُولئِکَ فِی الْأَذَلِّینَ«20»=په حقيقت كې هغوى چې د الله او د هغه د استازي له [امر] سره ټينګ مخالفت كوي؛ همدوی د ډېرو سپکو (وګړيو) په (ليكه) كې دي.

 

ټکي:

* ظاهراً دا آیت د تېرو آیتونو په دوام کې او د منافقانو د حرکاتو ادامه ده، په تېره د همدې سورت د پینځم آیت په پامنیوي چې د الله (ج) او رسول د دښمنانو پرځېدنه او هلاکت مو ولوست. «یُحَادُّونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ کُبِتُوا کَما کُبِتَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ»

*پر مؤمنانو چې کومې ستونزې راځي، لنډمهالې او تېرېدوني دي. «وَ لَقَدْ نَصَرَکُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَ أَنْتُمْ أَذِلَّهٌ»[43]؛ خو د مخالفانو ذلت ابدي او عزت یې لنډمهالی دی. «أُولئِکَ فِی الْأَذَلِّینَ»

 

پېغامونه:

1- نفاق او دوه مخي، انسان داسې ځای ته رسوي، چې ځان د الله (ج) او رسول الله پر وړاندې کړي. «یُحَادُّونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ»

2-لکه څنګه چې د پېغمبر اکرم حکمونه، الهي احکام دي، له رسول الله سره جګړه هم له الله (ج) سره جګړه ده. «الَّذِینَ یُحَادُّونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ»

3-څوک چې د حق پر وړاندې ودرېږي، پر ناوړه ذلت به اخته شي. (یُحَادُّونَ اللّهَ … فِی الْأَذَلِّینَ)

4- هغوی چې مسلمانان ذلیل ګڼل، «لَئِنْ رَجَعْنا إِلَی الْمَدِینَهِ لَیُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ» [44]پخپله به پر خورا ناوړه ذلت اخته شي. «فِی الْأَذَلِّینَ»

5-داچې عزت یوازې الله (ج) او استازي ته یې ځانګړی دی؛ نو هغوی چې پر وړاندې یې ټلواله جوړوي، خورا ذلیل او خوار وګړي به شي. «فِی الْأَذَلِّینَ»

6-له الله (ج) او استازي یې د مخالفت پایله، په دنیا او آخرت کې سپکتیا او ذلت دی. «أُولئِکَ فِی الْأَذَلِّینَ»

 

 

 

کَتَبَ اللّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَ رُسُلِی إِنَّ اللّهَ قَوِیٌّ عَزِیزٌ«21»=الله (په لوح محفوظ كې) ليكلي، چې هرومرو زه او زما استازي بريمنېږو (؛ ځكه) چې الله غښتلى ناماتى دى.

 

ټکي:

*پر باطل د حق بریا، الهي دود دی. هومره یې چې پېغمبر اکرم تورن کړ او دومره دسیسې یې جوړې کړې، خنډونه یې ورته جوړ کړل، جګړې یې ورسره وکړې؛ نو ګورئ چې تر اوسه د پېغمبر اکرم او نورو انبیاوو نامه اوڅار ده، که د مخالفانو یې؟ د حضرت ابراهیم نامه پاتې ده که د نمرود؟ امام حسین پر خلکو ګران دی که یزید؟ امام حسین خپلې موخې ته ورسېد، چې د امویانو رسوا کول ول؛ خو یزید څنګه؟

پوښتنه: که حق بریالی دی؛ نو ولې یې لارویان په ځینو ځایونو کې ماتېږي ؟

ځواب: که وویل شي، چې اولاد نعمت دی، په دې مانا نه دی، چې د دوه ځانۍ او زېږون پر مهال به ستونزې نه وي؛ بلکې مراد دادی، چې له دې ټولو ستونزو سره سره نعمت دی. پر باطل د حق بری هم د ایمان، څوار – استقامت او یووالي تر سیوري لاندې دی؛ لکه چې قرآن وايي: «الَّذِینَ قالُوا رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلائِکَهُ»[45]، «لا تَهِنُوا وَ لا تَحْزَنُوا وَ أَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِینَ» [46]؛ خو که ناغېړۍ، درز او سرغړونې راڅرګندې شوې؛ نو ماتې به حتمي وي، «حَتّی إِذا فَشِلْتُمْ وَ تَنازَعْتُمْ فِی الْأَمْرِ وَ عَصَیْتُمْ»[47]

*د روایتونو له مخې، پر باطل د حق بریا، الهي ژمنه به د امام مهدي د راڅرګندېدو پر مهال پلي کېږي.

 

 

لا تَجِدُ قَوْماً یُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَ الْیَوْمِ الْآخِرِ یُوادُّونَ مَنْ حَادَّ اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ لَوْ کانُوا آباءَهُمْ أَوْ أَبْناءَهُمْ أَوْ إِخْوانَهُمْ أَوْ عَشِیرَتَهُمْ أُولئِکَ کَتَبَ فِی قُلُوبِهِمُ الْإِیمانَ وَ أَیَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَ یُدْخِلُهُمْ جَنّاتٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ خالِدِینَ فِیها رَضِیَ اللّهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوا عَنْهُ أُولئِکَ حِزْبُ اللّهِ أَلا إِنَّ حِزْبَ اللّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ«22»=داسې خلک به و نه مومې، چې پر الله او د قيامت پر ورځې ايمان لري (؛خو) د الله او د ده د استازي له دښمنانو سره دوستي وكړي، كه دا (دښمنان) يې پلرونه، زامن، روڼه يا خپلوان هم وي، همدوى دي،چې الله یې په زړونو کې (د) ايمان (نقش) كښلى او (له خپل لوري) يې په يوه روح سره غښتلي (او پايند) كړي او (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي،چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي،هلته به تل اوسي، الله ترې خوښ دى او دوى (هم) له خدايه خوښ دي، دا خلک د ((الله ګوند)) دى، پوه شئ،چې په رښتینه كې يوازې د ((الله ګوند)) بريمن دى!

 

ټکي:

* د خوښۍ/ رضا مقام، تر تسلیم مقام لوړ دی؛ یعنې بنده نه یوازې الهي مقدراتو، اوامرو او نهې ته یې تسلیم؛ بلکې په زړه کې پرې خوښ هم دی او په خوښۍ یې مني.

* ایمان له کفر سره همغږی نه دی. نوح علیه السلام ته یې د زوی په اړه وویل شول: «إِنَّهُ لَیْسَ مِنْ أَهْلِکَ» [48] ابراهیم علیه السلام ته چې جوته شوه تره یې کږلاری دی؛ نو ترې کرکجن شو.«فَلَمّا تَبَیَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ»[49]

ان پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله هم مشرکانو ته له استغفاره منع شوی دی. «ما کانَ لِلنَّبِیِّ وَ الَّذِینَ آمَنُوا أَنْ یَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِکِینَ وَ لَوْ کانُوا أُولِی قُرْبی مِنْ بَعْدِ ما تَبَیَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحابُ الْجَحِیمِ[50]

 

تولّی او تبرّی

په مجادله سورت کې څو څو ځل د تولّی او تبرّی خبره اوڅار شوې، چې د الله (ج) له دوستانو سره د دوستۍ او له دښمنانو سره یې د دښمنۍ ارزښت راښيي:

«تَوَلَّوْا قَوْماً غَضِبَ اللّهُ عَلَیْهِمْ» ، لا تَجِدُ … یُوادُّونَ مَنْ حَادَّ اللّهَ

امام رضا (رح) وویل:«کمال الدین ولایتنا و البرائه من عدونا» د دین کمال، زموږ په ولایت منلو او له دښمنانو مو په لرېوالي کې دی.

امام صادق (رح) ته یې وویل: پلانی درسره مینه کوي؛ خو ستاسې له دښمنانو په کرکه کې ناغېړی دی. آنحضرت ورته وویل: دروغ وايي، چې له موږ سره مینه لري؛ خو له دښمنانو مو لرې نه دی.[51]

امام صادق (رح) وویل:«اوحی الله الی نبی من انبیائه قل للمؤمنین لا تلبسوا لباس اعدایی و لا تطعموا مطاعم اعدایی و لا تسلکوا مسالک اعدایی فتکونوا اعدایی کما هم اعدایی»[52] متعال الله په خپلو پېغمبرانو کې یې پېغمبر ته وحې وکړه، چې مؤمنانو ته ووایه: زموږ د دښمنانو په څېر جامې مه اغوندئ او زموږ د دښمنانو په څېر دې خواړه نه خوري او د ژوند په څرنګوالي کې دې زموږ د دښمنانو په څېر نه وي؛ ځکه که داسې وکړي؛ نو زموږ دښمنان شمېرل کېږي؛ لکه څنګه چې هغوی زموږ دښمنان دي.

په حدیث کې راغلي دي:«هل الدین الا الحب و البغض»[53] آیا دین، بې له مینې او کرکې بل څه دی ؟

 

په قرآن کې بېلابېل الهي تاییدونه

د حضرت جبرايیل په نامه پرښتې تایید. «أَیَّدْتُکَ بِرُوحِ الْقُدُسِ[54]

ځانګړی الهي تایید. «وَ أَیَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ»

په مؤمنانو تایید. «أَیَّدَکَ بِنَصْرِهِ وَ بِالْمُؤْمِنِینَ» [55]

په ناڅرګندو الهي لښکرو تایید. «أَیَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْها»[56]

* قرآن په څو ځایونو کې د «رَضِیَ اللّهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوا عَنْهُ» عبارت کارولی دی:

1.د رښتینو نېکچاریو په اړه: یَوْمُ یَنْفَعُ الصّادِقِینَ صِدْقُهُمْ … رَضِیَ اللّهُ … [57]

2.د مخکښانو په اړه: وَ السّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ … رَضِیَ اللّهُ …[58]

3.د واقعي مؤمنانو په اړه: کَتَبَ فِی قُلُوبِهِمُ الْإِیمانَ … رَضِیَ اللّهُ …

د الله (ج) او استازي پر وړاندې یې دریځ نیونه دومره کږلې او رټلې ده، چې په قرآن کې څلور ځل اوڅار شوې او هر ځل یې له ګواښنې او الهي غوسې سره وه؛ لکه د همدې سورت په ۲۰،۵ او ۲۲ آیتونو کې یې په بېلابېلو بڼو ګواښنې درلودې؛ لکه:

سرچپه کېدل. «کُبِتُوا»

خوارېدل. «فِی الْأَذَلِّینَ»

مینه ورسره نه کېدل. لا تَجِدُ قَوْماً … یُوادُّونَ مَنْ حَادَّ اللّهَ وَ رَسُولَهُ …

اور ته ورننووتل او په دوزخ کې تلمېشتېدل. مَنْ یُحادِدِ اللّهَ … لَهُ نارَ … خالِداً …[59]

 

پېغامونه:

1-په یوه زړه دوه مینې نه کېږي. له الله (ج) سره دوستي او له دښمنانو سره یې دوستي په یوه زړه نه کېږي. ( لا تَجِدُ قَوْماً یُؤْمِنُونَ … یُوادُّونَ مَنْ حَادَّ اللّهَ (په یوه بل آیت کې راغلي دي: «ما جَعَلَ اللّهُ لِرَجُلٍ مِنْ قَلْبَیْنِ فِی جَوْفِهِ» [60]الله د انسان په ټټر کې دوه زړونه نه دي ایښي.)

2-د نیمګړتیاوو جرړه راوباسئ، د الهي دښمنانو دوستي،انسان د هغوی اندیزې، عملي او اخلاقي ورماتېدنې ته ورکاږي؛ نو جرړه یې وروچه کړئ. (لا تَجِدُ … یُوادُّونَ مَنْ حَادَّ اللّهَ)

3- په اسلام کې دې اړیکې د الهي خوښۍ په کړۍ کې وي. «لا تَجِدُ قَوْماً یُؤْمِنُونَ»

4-کورنۍ او خپلوۍ اړیکې هم سرې لیکې او برید لري.( وَ لَوْ کانُوا آباءَهُمْ …)

5- د الله (ج) له څلورو ډلو خپلوانو (پلار، زوی، رور او کورنۍ) سره، چې معاند وي، د اړیکپریکون لپاره، د خپلې پېرزو څلور بېلګې ښوولې دي: (ایمان، مرسته، جنت او رضوان). «الْإِیمانَ ، أَیَّدَهُمْ ، جَنّاتٍ ، رَضِیَ اللّهُ»

6-د ایمان ارزښت یې په ټیکاو کې دی؛ ګنې لنډمهاله او موسمي ایمانونه خو زښت ډېر دي [61]. «کَتَبَ فِی قُلُوبِهِمُ الْإِیمانَ»

7-لومړی کوټلی ایمان او بیا د مرستو تر لاسه کول.( کَتَبَ فِی قُلُوبِهِمُ الْإِیمانَ … أَیَّدَهُمْ …)

8-دین یوازې د انسان او الله (ج) ترمنځ وګړیزه او زړګنۍ اړیکه نه ده؛ د ټولنیزو اړیکو ټاکوونکی هم دی.( لَوْ کانُوا آباءَهُمْ …)

9-ثوابونه او انعامونه په آخرت پورې ځانګړي نه دي؛ بلکې د ایمان ټیکاو او الهي مرستې، هغه الهي انعامونه دي، چې په همدې دنیا کې دي. (کَتَبَ فِی قُلُوبِهِمُ … أَیَّدَهُمْ)

10- حزب اللّه، د الله له دښمن سره نه ملګری کېږي. ( لا تَجِدُ قَوْماً … یُوادُّونَ مَنْ حَادَّ اللّهَ …أُولئِکَ حِزْبُ اللّهِ)

11- حزب الله،خېل ، توکم، ژبه او ځانګړې سیمه نه لري؛ بلکې هر پیاوړی او کوټلی مؤمن د حزب الله غړی دی.( لا تَجِدُ قَوْماً یُؤْمِنُونَ … یُوادُّونَ مَنْ حَادَّ اللّهَ … أُولئِکَ حِزْبُ اللّهِ)

12-هغه بریا او ولکه ارزښتمنه ده، چې موخې ته دې ورسوي. او په بل ځای کې وايي:«ألا فَإِنَّ حِزْبَ اللّهِ هُمُ الْغالِبُونَ» [62]او دلته وايي:«أَلا إِنَّ حِزْبَ اللّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»

13-د نعمت غځېدا پخپله یو جنتي نعمت دی. «خالِدِینَ فِیها»

14-داچې موږ له الله (ج) خوښ ووسو، د خبرې یو اړخ دی؛ مهمه له موږ ځنې د الله (ج) خوښي ده. «رَضِیَ اللّهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوا عَنْهُ»

15- په قیامت کې نعمتونه دوه ډوله دي: توکیز جَنّاتٍ …او مانیز. رَضِیَ اللّهُ عَنْهُمْ …(لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: «وَ رِضْوانٌ مِنَ اللّهِ أَکْبَرُ»[63])

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1]  نمونه تفسیر

[2] – نساء،92.

[3] – .مائده،89.

[4] – نساء،58.

[5] – نساء،63.

[6] – آل عمران،138.

[7] – .لقمان،13.

[8] – بحار،ج 67،ص 309.

[9] – نساء،34.

[10] – طلاق،3.

[11] – نورالثقلین او نمونه تفسیرونه.

[12] – المیزان تفسیر.

[13] – کهف،47

[14] – کهف،49.

[15] – غافر،51.

[16] – المیزان تفسیر.

[17] – المیزان او نمونه تفسیرونه .

[18] – اسراء،27

[19] – مراغي تفسیر.

[20] – نمونه تفسیر.

[22] – زمر،9.

[21] – فرقان تفسیر

[23] – تبیان تفسیر.

[24] –نمونه تفسیر

[25] – کنز الدقائق،نمونه او درّ المنثور تفسیرونه.

[26] – مائده،6.

[27] – توبه،103.

[28] – المیزان تفسیر.

 

[29] – بقره 60 و 91،آل عمران،112.

[30] – انفال،36.

[31] – .لقمان،6.

[32] – .زمر،8.

[33] – .نمل،24.

[34] – .نهج البلاغه،خطبه: 50.

[35] – نورالثقلین تفسیر.

[36] – نور،21

[37] – حج،52.

[38] – اعراف،201

[39] – الناس،5.

[40] – زخرف،36

[41] – اسراء،27

[42] – اعراف،201.

[43] – آل عمران،123.

[44] – منافقون،8.

[45] – فصلت،30.

[46] – آل عمران،139.

[47] – آل عمران،152.

[48] – هود،46.

[49] – توبه 114.

[50] – توبه،113

[51] – بحار،ج 27،ص 58.

[52] – وسائل،ج 3،ص 279

[53] – .بحار،ج65،ص 63.

[54] – مائده،110

[55] – انفال،62

[56] – توبه،40.

[57] – مائده،119.

[58] – توبه،100.

[59] – توبه،63.

[60] – احزاب،4

[61] – .انعام،98.

[62] – مائده 56

[63] – توبه 72.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!