تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر النبأ  سورت تفسیر دا سورت څلوېښت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.د سورت نامه یې له دویم آیته اخستل شوې، چې قیامت په ‏((النَّبَإِ الْعَظِیمِ))؛ یعنې ستر خبر یادوي. ددې سورت آیتونه، پر طبیعت د واکمن حکیمانه نظام په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

النبأ  سورت تفسیر

دا سورت څلوېښت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.د سورت نامه یې له دویم آیته اخستل شوې، چې قیامت په ‏((النَّبَإِ الْعَظِیمِ))؛ یعنې ستر خبر یادوي. ددې سورت آیتونه، پر طبیعت د واکمن حکیمانه نظام په استدلال، ثواب او عذاب ته د قیامت پېښېدل، الهي حکمت ته یو پکار چار ګڼلی او بې له هغه یې د انسان پنځون چټي ګڼلی دی.

د سورت دوام د سرغړاندو ځینو عذابونو او د جنتیانو نعمتونو ته اشاره کوي او کافرو ته په سخته ‏ګواښنه پای مومي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

عَمَّ یَتَساءَلُونَ«1» عَنِ النَّبَإِ الْعَظِیمِ«2» اَلَّذِی هُمْ فِیهِ مُخْتَلِفُونَ«3» کَلاّ سَیَعْلَمُونَ«4» ثُمَّ کَلاّ سَیَعْلَمُونَ«5»= د څه په باب يو بل پوښتي؟! د (قيامت) د ډېر لوى خبر (په باب)! هماغه خبر چې دوی پکې اړپېچ لري. هېڅكله داسې نه ده (چې دوى فكر كوي)، ژر به پوه شي. بيا هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې ګڼي)، ژر به پوه شي (چې قيامت حق دى).

 

ټکي:

* «نبأ» کلیمه د مهم ا و هرومرو پېښېدوني په مانا ده، چې له ورپسې آیتونو پوهېدل کېږي، چې مراد ترې د قیامت پېښېدل دي.

په روایتونو کې، حضرت علي کرم الله وجهه د «نَبَأٌ عَظِیمٌ» یو مصداق ښوول شوی دی[1].

* د معاد په باب، کفار څو ډلې دي: «الَّذِی هُمْ فِیهِ مُخْتَلِفُونَ» ځینې یې نه کېدونی او لرې چار ګڼي، ځینې پکې اړنګ او ځینې ځېل کوي.

*پوښته، کله د هغه مطلب پوهېدو ته ده، چې قرآن تایید کړی او ټینګار پرې کوي؛ لکه چې وايي: «فَسْئَلُوا أَهْلَ الذِّکْرِ[2]»؛ خو پوښتنه کله د هرومرو او پرېکنده پېښېدونکیو چارو په باب د نورو په ذهن کې شک او اړنګ پیدا کول دي لکه د قیامت پېښېدل چې قرآن په دې آیتونو کې رټلې ده.

 

پېغامونه:

1-په پوښتنې د خبرې پیلول، د وینا پر اغېز، اغېزمن دی. «عَمَّ یَتَساءَلُونَ»

2-په قیامت کې اړنګ د کافرانو کار دی. «یَتَساءَلُونَ عَنِ النَّبَإِ الْعَظِیمِ»

3-که پوښتنه طبیعي وه؛ نو ځواب دې یې ورکړ شي:(یسئلونک…قل)؛ خو که شیطنت وي، و یې ځپئ. «کَلاّ سَیَعْلَمُونَ»

4- د سپېڅلیو پرېکنده ګروهو د پېغور او کنایې پر وړاندې په ځغرده دریځ ونیسئ. «کَلاّ»

5-د شک پر وړاندې، حق خبره دې تکرار شي.(کَلاّ سَیَعْلَمُونَ … کَلاّ سَیَعْلَمُونَ)

6- قیامت لرې نه دی. «سَیَعْلَمُونَ» (د سین حرف د نږدېوالي خواله ده)

7- قیامت، د حقایقو رابرسېرنې ورځ ده. «سَیَعْلَمُونَ»

 

أَ لَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهاداً«6» وَ الْجِبالَ أَوْتاداً«7» وَ خَلَقْناکُمْ أَزْواجاً«8» وَ جَعَلْنا نَوْمَکُمْ سُباتاً«9» وَ جَعَلْنَا اللَّیْلَ لِباساً«10» وَ جَعَلْنَا النَّهارَ مَعاشاً«11»=ايا ځمكه مو (ستاسې) هوساینځى ګرځولې نه ده؟!   او غرونه مو مېخونه ؟! او تاسې مو جوړه جوړه پيدا كړي ياست. او ستاسې خوب مو د آرام [لامل] ګرځولى دى، او شپه مو جامه (درته) ګرځولې ده، او ورځ مو(ستاسې) د هڅو، ژوند او ژواک وخت ګرځولې ده،

 

ټکي:

«اوتاد» د «وتد» جمع او د مېخ په مانا ده او مېخ ته د غر ورته کول، د قرآن یوه علمي معجزه ده. د ځمکې په تل کې د غرونو جرړه، د ځمکې د پوړونو او دایمي زلزلو د مخنیوي لامل دی. غرونه د مېخ په څېر، تر هغو څو ګرایه په ځمکه کې دننه دي، چې بهر دي، له دې به تېر شو، چې غرونه نورې ګټې هم لري: دوبي ته د ژمي واورې ساتي،د توندو بادونو مخنیوی کوي، د لارو نښې دي، کانونه لري، درې رامنځ ته کوي، چې هره یوه یې په ژوند کې یوه اړتیا پوره کوي.

«سبات» د کار پرې کولو او رخصتولو په مانا دی، چې جسم او روح ورسره آرامېږي.

 

پېغامونه:

1- موټی د خروار بېلګه ده. د هستۍ مطالعه، الله (ج) پېژندنې او معادپېژندنې ته غوره لار ده.(أَ لَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهاداً …)

2- انسان د عقل او وجدان په نیاوتون- محکمه کې یولمانځی دی او وجدان یې د الهي ځواک په اړه پوښتلای شئ. «أَ لَمْ نَجْعَلِ»

3-د قیامت د پېښېدو لپاره د الله پاک په هغه ځواک استدلال کړای شو، چې  آسمانونه، ځمکې او نورې ښکارندې یې پرې پنځولي دي .( اَلْأَرْضَ … اَلْجِبالَ … اَللَّیْلَ … اَلنَّهارَ …)

4- چې باطل اند مو شاته کړ؛ نو ورپسې ‏پر خپل حق ګروهو استدلال وکړئ. (کَلاّ سَیَعْلَمُونَ … أَ لَمْ نَجْعَلِ)

5-که ځېل نه وي؛ نو انسان له همدې ځمکې، وخت، خوب او خوراک څښاکه زده کړه کولای شي.( اَلْأَرْضَ … اَللَّیْلَ … اَلنَّهارَ …)

6-زموږ او د هستۍ په پنځون کې الهي ځواک او حکمت ددې دلیل دی، چې هغه به مو په مرګ پرېنږدي.(خَلَقْناکُمْ أَزْواجاً … نَوْمَکُمْ سُباتاً … اَلنَّهارَ مَعاشاً)

 

وَ بَنَیْنا فَوْقَکُمْ سَبْعاً شِداداً«12» وَ جَعَلْنا سِراجاً وَهّاجاً«13» وَ أَنْزَلْنا مِنَ الْمُعْصِراتِ ماءً ثَجّاجاً«14» لِنُخْرِجَ بِهِ حَبًّا وَ نَباتاً«15» وَ جَنّاتٍ أَلْفافاً«16»=او ستاسې له پاسه مو اوه ټينګ (اسمانونه) درولي دي. او [لمر] مو روڼ او تود چراغ ګرځولی دی،او له (باراني) وریځو مو ډېرې اوبه راښكته كړي دي،چې په اوبو غلې دانې او بوټي را زرغون كړو، او ګڼ باغونه.

 

ټکي:

«معصرات»له «عصر» اخستل شوی د نڅوړونې ‏په مانا او یا د باران زېږو وریځو ځانګړنه ده، ته وا داسې ځان زبېښي، چې باران ووروي او یا د هغو بادونو ځانګړنه ده، چې وریځې پنډوي، چې باران ترې ووري[3].

 

پېغامونه:

1-الله (ج) (د سببیت، علّت او معلول) په یوه ټاکلي نظام هستي سمبالوي .(د لمر رڼا او تودوخه له ورېځو او ورښت سره، د دانې او بوټي د راټوکېدو لامل دی.) (سِراجاً وَهّاجاً … ماءً ثَجّاجاً لِنُخْرِجَ بِهِ حَبًّا وَ نَباتاً)

2- قرآن، شعر نه دی؛ خو ځانګړی طرز او شرنګ لري«وَهّاجاً ، ثَجّاجاً ، نَباتاً»

3-نباید طبیعي اسباب او وسایل مو له الله (ج) غافل کړي.( لِنُخْرِجَ بِهِ …)

4-هغه الله (ج) د مړیو له راژوندي کولو بېوسی نه دی، چې په ورښت مړه ځمکه په ښېرازه بڼ بدلوي.(لِنُخْرِجَ بِهِ … جَنّاتٍ أَلْفافاً)

 

 

 

إِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ کانَ مِیقاتاً«17» یَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْواجاً«18» وَ فُتِحَتِ السَّماءُ فَکانَتْ أَبْواباً«19» وَ سُیِّرَتِ الْجِبالُ فَکانَتْ سَراباً«20»=په حقيقت كې [له تاسې سره مې] د ژمنې وخت د بېلتون ورځ ده. پر هغه ورځ، چې [د قيامت] په ((شپېلۍ)) كې پوكى وشي؛ نو تاسې به ډله ډله (محشر ته) راځئ. او اسمان به پرانستل شي او ور ور به شي. او غرونه به روان شي او [د] ځلوب [په څېر] به شي.

 

ټکي:

قیامت له یوه اړخه «یوم الجمع» دی، چې ټول پکې راغونډېږي او بلخوا «یَوْمَ الْفَصْلِ» نومل شوی دی؛ ځکه نېکچاري له بدچاریو بېلېږي او د اړپېچونو پرېکړه کېږي.

* په روایتونو کې لولو: په قیامت کې خلک په ډلو ډلو ویشل کېږي او هره ډله په ځانګړې بڼه راڅرګندېږي؛ لکه خبر لوڅ د بیزو په بڼه، حرامخور د خوک په بڼه، سودخور په سرچپه بڼه، ظالم قاضي د روڼد په بڼه، ځانخوښی د کوڼ او ګونګ په بڼه، بې عمله عالم خپله ژبه جوي، ګاونډی کړونکی به بې لاسه او بې پښو وي، خبرلوڅ او چغلګر په اور کې راځوړند وي، هوسباز او ځاني غوښتونی به بدبویه وي او په جامو ویاړونکی به په دوزخي جامو کې راپاڅي[4].

*د غرونو حرکت د دوی د ټکر،د ډبرو د ټوټه ټوټه او وړه کېدو او په پای کې د داسې روانېدو سریزه ده، چې له لرې ځلوب – سراب‏ ښکاري. «وَ سُیِّرَتِ الْجِبالُ فَکانَتْ سَراباً»

 

پېغامونه:

1- دنیا د قیامت سریزه ده او دا دومره نعمتونه چټي نه دي. «إِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ کانَ مِیقاتاً»

2-د قیامت وخت مخکې له مخکې الله (ج) ته معلوم دی. «کانَ مِیقاتاً»

3- قیامت هم خپل ځانګړی نظام لري. «یَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّورِ»

4-په قیامت کې د ځمکې او آسمانونو نظام ړنګېږي.(فُتِحَتِ السَّماءُ … سُیِّرَتِ الْجِبالُ)

5-انسان په مړینه پرېښودل او هېرېږي نه. «یَوْمَ الْفَصْلِ کانَ مِیقاتاً»

6-په دنیوي تړاوونو او اړیکو زړه مه خوشحالوئ، چې یوه ورځ ټول شلېدوني دي. «یَوْمَ الْفَصْلِ»

7-په قیامت کې د ځمکې و آسمان او پکې د مېشتو ترمنځ اړیکه پراخېږي. «فُتِحَتِ السَّماءُ»

 

إِنَّ جَهَنَّمَ کانَتْ مِرْصاداً«21» لِلطّاغِینَ مَآباً«22» لابِثِینَ فِیها أَحْقاباً«23» لا یَذُوقُونَ فِیها بَرْداً وَ لا شَراباً«24» إِلاّ حَمِیماً وَ غَسّاقاً«25» جَزاءً وِفاقاً«26» إِنَّهُمْ کانُوا لا یَرْجُونَ حِساباً«27» وَ کَذَّبُوا بِآیاتِنا کِذّاباً«28» وَ کُلَّ شَیْءٍ أَحْصَیْناهُ کِتاباً«29» فَذُوقُوا فَلَنْ نَزِیدَکُمْ إِلاّ عَذاباً«30»= په حقيقت كې (پر هغه ورځ) جهنم يو ستر څارنځى دى. (چې) د سرغړوونكيو د ورتلو ځاى (او هستوګنځى) دى. چې تر مودو پکې تمېږي.= نه به پکې څه سوړوالی وڅکي او نه څه څښاک،خو بې له خوټېدلو اوبو او زوو، دا يې له كړنو سره برابره سزا ده؛ [ځكه] چې دوى هېڅكله څه حساب و کتاب ته هيلمن نه وو، او زموږ آيتونه یې بیخي دروغ ګڼلي وو. او حال دا موږ هر څه په شمېر ليكلي دي؛ نو (ورته ويل كېږي)  وڅكئ، چې موږ بې له عذابه [بل څه] نه در زياتوو!

 

ټکي:

«مرصاد»؛ یعنې پټنځی او «طاغین» له «طغیان» اخستل شوی او په سرغړونه کې ډېر مخکې تلو ته وايي.

«مئاب»له «اوب» ځنې اخستل شوی او د قرارگاه، هستوګنځي او رجوع په مانا دی او ((فرجام)) ته ځکه ((مئاب))وايي، چې انسان پخپلو کړنو چمتو کړی او اوس ورګرځول کېږي.

«احقاب»له«حقب» اخستل شوی او اوږدې مودې ته وايي.

په روایتونو کې لولو:«احقاب»د «حُقب» جمع او ((حقب)) شپېته کاله او د ځینو د وینا له مخې، ا تیا کاله دی او هره ورځ یې د دنیوي کال د زر کالو په څېر دي[5].

«حمیم»خوټېدلې اوبه او«غساق»، هغه زېړې اوبه او زوې دي، چې له ټپ نه له وینې سره راوځي.

*شونې ده، د آیت مانا داسې وي، چې دوزخ ټولو ته په کمین کې دی؛ خو متقین ترې تېرېږي او د مجرمانو ځګی شي. «لِلطّاغِینَ مَآباً»

*د الهي نیاو – عدل په پامنیوي، چې سزا د ګروهو او کړنو پر بنسټ ده، «جَزاءً وِفاقاً»؛ نو په «فَلَنْ نَزِیدَکُمْ إِلاّ عَذاباً» آیت کې د عذاب زیاتېدل، د کفر د ډېروالي او له حقه د تېښتې په پار ده . «فَلَمْ یَزِدْهُمْ دُعائِی إِلاّ فِراراً[6]»؛ ځکه د انبیاوو د هرې بلنې پر وړاندې چې د کفارو تېښته ډېره شي، الله یې عذاب هم ډېروي.

*په قیامت کې د سړښت پر ځای ګرمي او د څښاک پر ځای غسّاق (خوټېدلې اوبه او زوې) دي. «بَرْداً وَ لا شَراباً إِلاّ حَمِیماً وَ غَسّاقاً»

 

 

پېغامونه:

1- دوزخ له همدا اوس نه سرغړاندو ته په کمین کې دی. «إِنَّ جَهَنَّمَ کانَتْ مِرْصاداً»

2-د مجرمانو نیونه هرومرو چار دی. «مِرْصاداً لِلطّاغِینَ»

3- سرغړاندي د دوزخیانو نښه ده. «لِلطّاغِینَ»

4- دوزخیان دوه ډلې دي؛ ابدي ډله « خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا » او بله د اوږدې مودې لپاره ده « لابِثِینَ فِیها أَحْقاباً »

5-الهي سزاوې د عدل له مخې دي. «جَزاءً وِفاقاً»

6-ان په قیامت کې د حساب و کتاب احتمال هم د انسان کابو کولو ته بسیا دی.«لا یَرْجُونَ حِساباً»

7-پر قیامت ګروهه نه درلودل، د سرغړونو خواله ده. (لِلطّاغِینَ … لا یَرْجُونَ حِساباً)

8-د قیامت نټه، له هر څه د نټې لاره چاره او زمینه ده. «لا یَرْجُونَ حِساباً وَ کَذَّبُوا بِآیاتِنا کِذّاباً»

9-د ټولو وړو او سترو چارو حساب و کتاب کېږي او الله (ج) پر هر څیز علمي احاطه لري او دا احاطه ثابته او باقي ده.(«کِتاباً»د ثبوت، پاینې او بقا خواله ده) «کُلَّ شَیْءٍ أَحْصَیْناهُ کِتاباً»

 

إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفازاً«31» حَدائِقَ وَ أَعْناباً«32» وَ کَواعِبَ أَتْراباً«33» وَ کَأْساً دِهاقاً«34» لا یَسْمَعُونَ فِیها لَغْواً وَ لا کِذّاباً«35» جَزاءً مِنْ رَبِّکَ عَطاءً حِساباً«36»= په حقيقت کې متقیانو ته ستره بريا ده: باغونه او (ډول ډول) انګور،او همځولې نوې پېغلې،او (د جنتي شرابو) ډک ډك جامونه. هلته به چټيات او دروغ نه اوري. دا ستا د پالونكي له لوري بدله او پوره پوره لورنه ده.

 

ټکي:

«مفاز» یا د بریا ځای او یا خپله بریا ده. «حَدائِقَ» د «حدیقه» جمع او دېوال لرونکي بڼ ته وايي. «کَواعِبَ» د «کاعب» جمع او هغه نجلۍ ده، چې نوي تیونه یې راوتي وي.«اتراب»د «ترب» جمع او هموزلي ته وايي. ښايي ‏مراد دا وي، چې جنتي حورې په ښکلا کې یو پر بل غوراوی نه لري. د ((کاس)) بلورین جام ته او ((دهاق)) ډک ته وايي. البتّه ځینو د ((دَهَقَ)) له جرړې ګڼلی، چې په دې حال کې پر له پسې غوټې اچولو ته وايي؛ یعنې پرله پسې د شرابو کټوري وروړاندې کېږي.

*په مېوو کې انګور ځانګړی ځګی لري؛ نو ځکه بېل راغلی دی. «حَدائِقَ وَ أَعْناباً»

 

پېغامونه:

1-وېره او هیله دې یو د بل ترڅنګ وي. په دې سورت کې د متقیانو ثواب د سرغړاندو د کفر پر وړاندې راغلی دی.(إِنَّ جَهَنَّمَ کانَتْ مِرْصاداً لِلطّاغِینَ … إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفازاً)

2- خوند او بریا د توکیزو او مانیزو نعمتونو تر سیوري لاندې دي. «إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفازاً» (د «حَدائِقَ» کلیمه د توکیزو نعمتونو خواله او د «لا یَسْمَعُونَ» کلیمه د مانیزو نعمتونو خواله ده.)

3-جنتي نعمتونه، انسان په غرور، اوتو بوتو او بدمستۍ نه اخته کوي. «لا یَسْمَعُونَ»

4-هغه غونډه جنتي ده چې پکې چټي او دروغ خبره نه وي. «لا یَسْمَعُونَ فِیها لَغْواً وَ لا کِذّاباً»

5-نه یوازې سزاوې د عدل له مخې دي. «جَزاءً وِفاقاً»؛ بلکې ثوابونه هم حساب و کتاب لري. «عَطاءً حِساباً»

6-په جنتي ټولنه کې وګړي یو بل نه دروغجنوي او ډاډ پرې واکمن وي. «وَ لا کِذّاباً»

7-الهي ثوابونه یې ورکړه او پېرزو ده او هغه خو څه زموږ پوروړی نه دی. «جَزاءً مِنْ رَبِّکَ عَطاءً»

8- ربوبیّت ته، سزا او ثواب پکار چارې دي. «جَزاءً مِنْ رَبِّکَ»

9- الهي ثواب، متقیانو ته حساب لري. د چا چې تقوا ډېره وي، ثواب به یې ډېر وي. «عَطاءً حِساباً»

 

رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُمَا الرَّحْمنِ لا یَمْلِکُونَ مِنْهُ خِطاباً«37»= (هماغه) د اسمانونو او ځمكې او څه يې چې ترمنځ دي، پالونكى دى؛ (هماغه) لوراند (الله) چې (پر هغه ورځ) یې هېڅوك بې له اجازې خبرې (يا شفاعت) نشي كړاى.

 

پېغامونه:

1-د ټولې هستۍ چارسمبالنه، الله (ج) ته یو شان ده، ځمکه او آسمان او څه چې پکې دي، هغه ته توپیر نه کوي. «رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُمَا»

2- پېغمبر اکرم لوړمقامی دی، ته وا هغه د تلې یو لوري ته او ټوله هستي یې بل لوري ته ده. (رَبِّکَ … رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ)

3-د الهي ربوبیّت بنسټ یې لورنه ده. «رب- الرحمن»

4- په قیامت کې د خپلسرو او مغرضانه خبرو حق نشته. «لا یَمْلِکُونَ مِنْهُ خِطاباً»

 

یَوْمَ یَقُومُ الرُّوحُ وَ الْمَلائِکَهُ صَفًّا لا یَتَکَلَّمُونَ إِلاّ مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمنُ وَ قالَ صَواباً«38» ذلِکَ الْیَوْمُ الْحَقُّ فَمَنْ شاءَ اتَّخَذَ إِلی رَبِّهِ مَآباً«39»=پر هغه ورځ،چې ((روح)) [جبرائیل] او ((پرښتې)) پر يوه ليكه درېږي او هېڅوك به د لوراند (خداى) بې اجازې خبرې نه كوي او (چې خبرې كوي؛ نو) حقې او سمې خبرې كوي. هغه رښتينې ورځ ده؛ نو د چاچې خوښه وي، د خپل پالونكي لور ته دې د ورستنېدو (لار) خپله کړي.

 

 

ټکي:

* په قرآن کې کله د «روح» کلیمه په مطلق بڼه راغلې ده؛ لکه دا آیت او د قدر سورت ۴ آیت،«تَنَزَّلُ الْمَلائِکَهُ وَ الرُّوحُ»، چې په دې ځای کې د پرښتو پر وړاندې ایښوول شوی دی او کله په مقید بڼه راغلی ؛ لکه روح القدس،روح الامین.

له روایتونو داسې برېښي، چې روح خو یا تر پرښتو غوره مخلوق دی او که پرښته ده؛ نو له غوره پرښتو ځنې ده؛ لکه له امام صادق (رح) نه په یوه روایت کې لولو: روح تر جبرئیل او میکائیل غوره پرښته ده[7].

په روایتونو کې لولو: له «إِلاّ مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمنُ وَ قالَ صَواباً» مراد، معصوم امامان دي، چې د الله (ج) له لوري اجازه لري، چې سمه او حق خبره وکړي[8].

 

پېغامونه:

1-په قیامت کې نه یوازې انسان او پېریان سوبېږي؛ بلکې پرښتې هم سوبېږي.«یَوْمَ یَقُومُ الرُّوحُ وَ الْمَلائِکَهُ»

2-د الهي پرښتو یوه ځانګړنه، الهي احکامو پلي کولو ته یې پېیون – نظم دی. «یَقُومُ الرُّوحُ وَ الْمَلائِکَهُ صَفًّا»

3- په قیامت کې شفاعت د الله (ج) په اجازه کېږي. «لا یَتَکَلَّمُونَ إِلاّ مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمنُ وَ قالَ صَواباً»

4- انسان په لارټاکنه کې ازاد دی. «فَمَنْ شاءَ»

5-قیامت داسې ورځ ده، چې هم یې پېښېدل هرومرو دي او هم پکې په حق عمل کېږي. «الْیَوْمُ الْحَقُّ»

6-داچې قیامت حق دی؛ نو د هغه پر لوري لار وټاکئ. «فَمَنْ شاءَ اتَّخَذَ إِلی رَبِّهِ مَآباً»

 

إِنّا أَنْذَرْناکُمْ عَذاباً قَرِیباً یَوْمَ یَنْظُرُ الْمَرْءُ ما قَدَّمَتْ یَداهُ وَ یَقُولُ الْکافِرُ یا لَیْتَنِی کُنْتُ تُراباً«40»= په حقيقت كې موږ له (راتلونکې) نژدې عذابه خبر كړئ،[دا عذاب] به پر هغه ورځ وي،چې انسان خپلو مخكېنيو لاس ته راوړنو ته ګوري او كافر وايي : (( كاشكې خاورې واى (او پر عذاب اخته شوى نه واى!.) ))

 

پېغامونه:

1- غافلو وګړیو ته ګواښګرندي تر زېري مهم دی. «إِنّا أَنْذَرْناکُمْ»

2- د غفلت دلیل د قیامت لرې ګڼل دي. «عَذاباً قَرِیباً»

3- پښېماني د انسان پر واک دلیل دی. «یا لَیْتَنِی کُنْتُ تُراباً»

4- په قیامت کې انسان پر خپلو کړنو څارن دی. «یَنْظُرُ الْمَرْءُ ما قَدَّمَتْ یَداهُ»

5-د هر چا اخروي برخلیک یې په خپل لاس کې دی. «یَنْظُرُ الْمَرْءُ ما قَدَّمَتْ یَداهُ»

6- خاوره یوه دانه اخلي، یو وږی درکوي؛ خو کفار په سلونو دلیلونه اوري؛ خو یو یې هم نه مني؛ نو خاوره تر کفارو غوره ده. «کُنْتُ تُراباً»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

«والحمد للّه ربّ العالمین»

 

[1] – نورالثقلین تفسیر.

[2] -نحل،43.

[3] – المیزان تفسیر.

[4] – نورالثقلین تفسیر.

[5] – نورالثقلین تفسیر.

[6] – نوح،6.

[7] – نمونه تفسیر.

[8] – نورالثقلین تفسیر.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!