تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين څښتن په نامه الهي ازمېينې  آلم =  (الف، لام، ميم) . أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ (عنکبوت/۱) = ايا خلكو ګومان كړى، همدا چې ووايي: ((موږ ايمان راوړى )) (؛ نو) پرې به ښوول شي او و به و نه ازمېيل شي؟. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين څښتن په نامه

الهي ازمېينې

 آلم =  (الف، لام، ميم) .

أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ (عنکبوت/۱) = ايا خلكو ګومان كړى، همدا چې ووايي: ((موږ ايمان راوړى )) (؛ نو) پرې به ښوول شي او و به و نه ازمېيل شي؟.

 وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ(عنکبوت/۲) = او په رښتيا موږ تر دوى مخكې خلک ازمېيلي (او دوى هم ازمېيو چې)؛بايد د خداى پوهه د رښتينيو او دروغجنو په اړه عملي شي.

د ((فتنة)) ټکى د سوچه سرو زرو د لاس ته راوړو لپاره،د هغه خوټولو ته وايي،چې ناپاکي ترې ولاړه شي او دا چې په پېښو او سختيو کې د انسان جوهر له ناپاکيو پاکېږي؛ نو ازمېيښتونو او پېښو ته فتنه وايي.

پيغامونه:

١ _ ايمان يوازې د خولې خبره  نه ده او د ايمان له مدعيانو څخه به هرومرو ازمېينه واخستل شي. (أَحَسِبَ…. هُمْ لَا يُفْتَنُونَ)

٢ _د تاريخ په اږدو کې ازمېښت الهي سنت و. (وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ)

٣ _پېښې تصادف نه؛بلکې ټولې د ازمېښت اسباب دي. (فَتَنَّا)

٤ _ پر تاريخ او مخکېنيو پېښو پوهېدل خلک د پېښو د زغم لپاره چمتو کوي . (مِن قَبْلِهِمْ)

٥ _د الهي ازمېښتونو دليلونه، عیني او د خداى د ازلي پوهې پلي کېدل وي دغسې د واقعي مؤمنانو پېژندل او د انسانانو د دنننيو استعدادونو رازرغونېدل او پر کار اچول دي. (فَلَيَعْلَمَنَّالَّذِينَ صَدَقُوا…. الْكَاذِبِينَ)

په ټوله نړۍ کې قانون ليکونکي دوه ډوله قوانين تصويبوي: يو قانون د جرګې د دنننۍ چارو د سمبالښت  لپاره؛ لکه د وکيلانو شمېر،د يوې لايحې د تصويب لپاره لازم شرطونه او د هر وکيل دنده او يو قانون هېواد سمبالنې ته،چې دولت يې د پلي کولو دنده لري.

خداى هم دوه ډوله قوانين لري:

يو ډول قانون يې د خلکو لپاره ليکلى، چې نوم يې احکام دي او يو لړ قوانين يې ځان ته جوړ کړي،چې الهي سنتونه ورته وايي؛لکه :

 رزق ورکول : عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا (هود/۶)

 ښیون – هدایت : إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى (لیل/۱۲)

 د خداى يو قانون، چې ځان يې پرې ملزم کړى،د خلکو ازمېښت  دى، چې د قرآن په ډېرو آيتونو کې مطرح – نوموتى دى او د بقرې د سورت په ٥٥ آيت کې وايي: (وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ) تاسې ټول ازمايو.

دلته په دې هکله څو پوښتنې ځوابوو:

 ١ _ولې خداى انسان ازمېيي؛مګر خداى موږ نه پېژني او له راتلونکې مو خبر نه دى؟

ځواب : د خداى ازمېښت د پوهې لپاره نه؛بلکې د پېژندلو لپاره دى،چې انسان ځان وپېژني او دروغجن له رښتينو بېل شي؛ ټول مؤمنان ادعا لري،چې د خداى احکامو ته سينه په لاس دي؛خو په ازمېينه کې جوتېږي،چې څوک دروغ وايي او څوک رښتيا . پردې سربېره، د خداى د سزا او ثواب ورکولو بنسټ د انسان خپله کړنه ده؛نه  د هغه پوهه. ټول پوهېږو،چې ترکاڼ کړاى شي ور او کړکۍ جوړې کړي؛خو چې کار يې راته نه وي کړى مزدوي یې نه ورکوو،خداى هم موږ ازمېيي،چې زموږ غبرګون وويني او زموږ د خپلو کړنو له مخې اجر راکړي.

٢ _ د ازمېښت وسايل: د ژوند ټولې چارې خير يا شر کېداى شي  د ازمېښت وسيلې وي؛لکه چې خداى وايي:

وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ (انبیاء/۳۵)انسان په نشتمنۍ ، تنګلاسۍ، سوکالۍ،هوسايۍ او پراختيا کې ازمېيل کېږي،چې جوته شي په سخته او تنګه کې زغم کوي او که له لارې کږېږي يا دا چې يوازې په پراختيا کې له خلکو سره مرسته کوي يا يوازې په خپل فکر کې دى.

٣ _ په الهي ازمېينو کې د خلکو غبرګون څنګه دى؟

ځواب : خلک د الهي ازمېينو پر وړاندې څو ډوله دي:

هغوى چى له سختو سره په لومړي چلن کې چغې او سورې وهي او دنيا پر سر را اخلي.

 إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا(معارج/۲۰)=[ چې كله كړاو ور ورسي؛ نو ژړا انګولا كوي]

د زغم او پراخې سينې خاوندان .

وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ(بقره/۱۵۵)

 ځينې ترخې پېښې د زړه پر سترګو او ورين تندي مني. (وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ) (احزاب/۲۳)

چې کله ديوې کورنۍ غړي د ترخو خوړو؛ لکه مرچک او پيازو پر وړاندې بېلابېل غبرګونونه لري،ماشوم چې مرچک خولې ته وروړي؛نو چغې کوي ،غټان،چې مرچک خوري؛ نو زغملاى يې  شي؛ خو د کورنۍ پلار د مرچک او پيازو اخستو لپاره پيسې ورکوي.

سرچینه ( تفسیر نور)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!