تبلیغات

الهي د خاکسارانو ښه مشرب را خاکروبي د خاکروبانو د یثرب را ګډ په سیند د عرفان ما بې لاسو پښو کړه غړېدلې سترګې تل لکه د کب را چې منزل او قیام دواړه پکې ورک شي چې حاصل یې وي طلب هغه طلب را په هر حال چې وي سرخم بني هاشم ته هر […]

الهي د خاکسارانو ښه مشرب را

خاکروبي د خاکروبانو د یثرب را

ګډ په سیند د عرفان ما بې لاسو پښو کړه

غړېدلې سترګې تل لکه د کب را

چې منزل او قیام دواړه پکې ورک شي

چې حاصل یې وي طلب هغه طلب را

په هر حال چې وي سرخم بني هاشم ته

هر نسب چې یم خو فخر په نسب را

چې تاثیر یې د مسیح شي ستا له ذکره

ما حمزه ته هغه ژبه هغه لب را

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!