تبلیغات
|

امامت او حج په روايتونو کې راغلي که انسان د حضرت نوح عمر ولري او خپل ټول عمر په کعبه کې تېرکړي، د ورځې روژه ونيسي او ټوله شپه لمونځونه وکړي ؛خو که حقه اندیزه- فکري اوسياسي مشري ونه مني ؛نو دا ټول کړه يې ارزښت نه لري. ( وافي ١٢\ ٤٢) د مکې او […]

امامت او حج

په روايتونو کې راغلي که انسان د حضرت نوح عمر ولري او خپل ټول عمر په کعبه کې تېرکړي، د ورځې روژه ونيسي او ټوله شپه لمونځونه وکړي ؛خو که حقه اندیزه- فکري اوسياسي مشري ونه مني ؛نو دا ټول کړه يې ارزښت نه لري. ( وافي ١٢\ ٤٢)

د مکې او کعبې ارزښت د مشرله کبله دى .

لَا أُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ( البلد\١)=په دې ښار ( مكه) قسم خورم!

وَأَنتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ( البلد\٢)= اوحال دا چې تۀ په دې ښاركې اوسېږې،

پرمکې قسم ؛خو په دې شرط چې پېغمبره ! ته پکې يې له پېغمبراکرم (ص) پرته مکه د بوت پالوونکيو ښار دى . له مشر پرته کعبه بوتخانه کېږي او د کعبې واکمني د شراب پلورونکيو ترمنځ لاس په لاس کېږي .

مهم ټکي

په دې خبر يو،چې د ابرهه لښکرغوښتل،مکه ورانه کړي؛خو خداى د توتکيو له لارې ټولې لښکرې پوپنا کړې،چې په مخوکو کې يې وړې وړې ډبرې نيولې وې اوکعبه يې وساتله ( دا واقعه په فيل سورت کې راغلې ده ) .

کعبه دومره ارزښت لري چې ورته ليدل هم عبادت دى ؛ځکه چې د حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل په لاسونو جوړه شوې ده. انبياء ،اولياء او مومنان يې پتنګان دي ؛خو د امامت مقام دومره مهم او د پام وړ دى،چې همدا کعبه بايد د امام د زوکړې ځاى او زانګو وي؛ځکه امام ته د کعبې دېوال چوي او حضرت علي امام د کعبې په دننه کې زېږېږي.د هرڅه ارزښت دهغه په ستنو او ارکانو کې وي امامان په ټولنه کې ((ارکان البلاد)) پېژندل شوي دي .

امام د کعبې رکن دى ،امام د مکې رکن دى . حضرت مهدى آخر زمان د((عالم وجود)) رکن دى .که امام نه وي ؛نو ځمکه به خپل اوسېدونکي ځانته راکاږي (کافي) . حضرت مهدي هرکال په مکه اوحج کې ګډون کوي (بحارالانوار٥٢\١٥٢) اوخپله دنده ترسره کوي .

امام زين العابدين د شام د جومات پرمنبر د يزيد په مخکې کېناست او د ټبريز نظام غندلو ته يې دا وينا وکړه:”زه دمکى بچې يم،د توحيد د کور والي يم ،سپېڅلي بايد د سپېڅليو خلکو مشري وکړي. زه د منى بچى يم. د توحيدپه لار کې خپلې وينې ورکوو او اختر د ابرهيم په شان لمانځوو. زه د زمزم بچى يم ،چې دا اوبه هرڅه ته دوا دي ،موږ هرې ستونزې ته د اواري لار لرو. موږ د معنويت خوټنده چينه يو . زه د صفا بچى يم ،په موږ کې چټلي او ګناه نشته او نه به راکې وي. “(بحارالانوار ٤٥\ ١٣٨)

هو! حرم له امام پرته حرمت نه لري په کوم عرفات کې ،چې امام نه وي ؛نو پوهه به هم پکې نه وي .په کوم مشعر کې ،چې امام نه وي ؛نو شعوربه هم پکې نه وي ،که په منى کې امام نه وي ؛نو د واقعي شيطان نښه نه ايشتل کېږي او که د زمزمو د اوبو په څنګ کې امام نه وي ؛نو د رښتيني او د واقعي ژوند نښه به هم نه وي او تش په نام به يوسراب وي .

که څه هم چې د هر ژوندي موجود ژوند په اوبو پورې تړلى دى ؛خو انساني او معنوي ژوند د امام په مشرۍ کې نغښتی دی. پېغمبراکرم (ص) تاسې ته د انساني او واقعي ژوند بلنه درکوي .حج د اسلام د برنامو انځور دى ،چې پکې ايمان ،هجرت ،انفاق ،امساک، لمونځ ،عبادت ،وينه ،رټل ،پاکوالى،يووالى،معاد،امامت اوتوحيد رانغاړل شوي دي .

که امامت نه وي د پېغمبراکرم(ص) ټوله خواري بې اغېزې کېږي . ( وان لم تفعل فمابلغت رسالته ) ،يعنې که د امام د مشرۍ پېغام دې خلکو ته ونه رساوه؛نو د خداى رسالت به دې نه وي ترسره کړې او ستا درويشت کلنه خواري به له توييدو سره مخ شي .

که د اسلام په دې هېنداره کې ،حج، امامت او د اسلامي امت مشرۍ ته پاملرنه ونشي؛نو د حاجيانو کړه به بې اغېزې وي. وينو،چې په مليونو مسلمانان په مسجدالحرام کې لمونځونه کوي؛خو لمونځ يې د بديو په مخنيوي کې کوم اغېز نه لري او مسلمانان د زورورو له واکمنۍ نشي ژغورلاى ؛دا ځکه چې په حج کې د حق مشرۍ ته شا شوې ده، بې له مشره د حج پايله به د استکبار د واکمنۍ ترجغ لاندې راتلل وي.

په حج کې د امام ونډې ته کتنه وشوه ؛نو اوس به د پوښتنې ځاى نه وي ،چې ولې په طواف کې د ابراهيم له مقامه لرې نشو؟ولې د طواف لمونځ د مقام ابراهيم شاته کوو؟

دا ټول يو ډول رمزدى او راښيي،چې په عبادت او د خداى د کور په طواف کې د اسماني مشرمقام ته هم بايد پاملرنه وکړئ دا يو ډول درناوى دى،چې اسلام راښوولى دى .

 

 

د

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!