تبلیغات

امام حسن ته یې د وفات پر مهال وصیت دا د علي بن ابیطالب وصیتپاڼه ده . مؤمنانو ته وصیت کوم : ګواهی لم، چې یوازې الله د نمانځنې وړ دی، ایکي یو دی، سیال نلري، محمد (ص) یې بنده او استازی دی، له هدایت (ښیون) او حق دین سره یې رالېږلی ،چې پر ګردو […]

امام حسن ته یې د وفات پر مهال وصیت

دا د علي بن ابیطالب وصیتپاڼه ده . مؤمنانو ته وصیت کوم :

ګواهی لم، چې یوازې الله د نمانځنې وړ دی، ایکي یو دی، سیال نلري، محمد (ص) یې بنده او استازی دی، له هدایت (ښیون) او حق دین سره یې رالېږلی ،چې پر ګردو ادیانو یې بریالی کړي، که څه د مشرکانو بد ایسي، پر محمد دې د خدای درود او سلام وي . بیا: نمونځ ، عبادات، ژوند او مرګ مې دا ټول د خدای لپاره دي، چې نړۍ پال دی؛ سیال یې نشته، دغسې امر راته شوی او ( تر ټولو) ړومبی مسلمان یم[1].

بیا حسنه! تا، ټولو اولادونو، کورنۍ او چاته چې دا وصیتپاڼه ورسي، وصیت ورته کوم، چې د خپل پالونکي الله پروا دې وکړي او هسې نه له نړۍ نامسلمان ومرئ. (( ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ او خپاره واره کېږئ مه[2])) ځکه اورېدل مې چې پېغمبر اکرم (ص) ویل: (( تر ګردو نمونځونو او روژو د خلکو ترمنځ سوله، پخلاینه او جوړجاړی رادبره کول غوره دی))

او په رښتیا ، په خلکو کې درز اچول دین ویجاړوي، و لاقوة الا بالله.

خپلوانو ته مو ورپام وي، اړیکه او تماس ورسره ولرئ، چې خدای د قیامت حساب درباندې اسان کړي .

د پلار مړیو په باب الله په پام کې ونېسئ، هسې نه پر وړاندې مو تباه شي، چې پخپله مې له پېغمبره (ص) واورېدل چې یې وویل: (( څوک چې د پلار مړي پالندوینه وکړي، چې مړه خوا شي، خدای په دې کړنې جنت ورته واجبوي، لکه څنګه چې د پلار مړي مال خور ته یې دوزخ واجب کړی دی)).

د قرآن په باب، الله دریادوم، هسې نه نور یې په پوهېدنه [ او د نهج البلاغې په وینا: ورباندې په عمل کولو ] کې درنه ړومبي شي.

د ګاونډیانو په اړه الله دریادوم؛ په واقع کې پېغمبر (ص) یې په اړه سپارښتنه کړې او هومره یې په دې باب سپارښتنه او ټینګار کاوه، [چې و مو انګېرله میراث به ورته وټاکي.]

د خپل پالونکي د کور په باب الله دریادوم، هسې نه موجود یاست خو تشه یې پرېږدئ؛ ځکه که ورتګ مو ورپرېښود ؛نو د عذاب وخت درباندې راځي، څوک چې د خدای کور ته ورشي ؛نو ډېره لږه ګټه یې داده، چې تېر ګناهونه یې وربښل کېږي .

د نمانځه په هلکه، خدای دریادوم، په رښتیا چې نمونځ غوره کړنه او د دین ستن ده.

د زکات په اړه، الله دریادوم، چې د خپل پالونکي غوسه مو سړوي.

د رمضان میاشتې د روژې په باب الله دریادوم، چې د دې میاشتې روژه د دوزخ د اور پر وړاندې یو ډال دی.

د مسکینانو او فقیرانو په اړه، الله دریادوم، په خپل ژوند کې یې درګډ کړئ.

د مال، ځان او ژبې د جهاد په باب الله دریادوم؛ نو په واقع کې دوه تنه دې جهاد وکړي : پر حق امام او د امام لاروی. د خپل پېغمبر (ص) د کورنۍ په اړه الله دریادوم، هسې نه ستاسې په منځ کې تېری پرې وشي حال دا چې دفاع ترې کړای شئ.

د خپل پېغمبر (ص) د اصحابو په اړه الله دریاوم؛ هغوی چې نه یې کوم بدعت او نوښت رادبره کړ او نه یې کوم بدعتګرا ته پناه ورکړه؛ ځکه پېغمبر (ص) د خپلو اصحابو په باب سپارښتنه کړې او پر بدعتګر یې لعنت ویلی، که له اصحابو یې وي، یا نورو او همدغسې هغوی چې بدعتګرو ته پنا ورکوي.

د ښځو اوتر لاس لاندې په باب الله دریادوم، چې ستاسې د پېغمبر (ص) وروستۍ خبره داوه: د دوو بېوسیو په اړه وصیت درته کوم: ښځې او تر لاس لاندې .

نمونځ ، نمونځ، نمونځ! د خدای په لار کې د هیچا له پړې مه ډارېږئ، چې خدای مو له ناوړه قصده او د نورو له تېري وساتي.

له خلکو سره د خدای د حکم له مخې په خوږه خوله خبرې وکړئ. پر نېکیو امر او له بدیو منع مه پرېږدئ، چې بدترین خلک به درباندې واکمن شي او تردې وروسته چې څومره دعاګانې وکړئ ( چې له شره یې وژغورل شئ؛ نو) نه به قبلېږي.

زامنو! پکار دي یو موټی وسئ، یو بل ته ورکړه ولرئ او یو د بل مرستې ته ورودانګئ او هسې نه خپلمنځي اړیکې پرې کړئ او یو بل ته شا کړئ او خپاره واره شئ (( په نېکچارۍ او پرهیزګارۍ کې یو د بل لاسنیوی وکړئ او په ګناه او تېري کې مرسته مه کوئ او له خدایه وډار شئ، چې سخت عذابی دی[3]))

خدای دې تاسې اهلبیت وساتي او ستاسې په باب دې د پېغمبر (احترام)وساتي . پر خدای مو سپارم او زما سلامونه او د خدای رحمت او برکات دې درباندې وي . بیا یې (( لا اله الا الله)) ویل، پیل کړل تردې چې له نړۍ یې سترګې پټې کړې .

 

 

[1] [انعام (۶) – ۱۶۲ او ۱۶۳ آیتونه]

[2] [ آل عمران (۳) – (۱۰۳) آیت]

[3] [مائده (۵) – (۲) آیت]

 

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست