تبلیغات

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت شپږمه برخه آخرتپالي: زويه! د دنيا او له ډول ډول اوښتنو او له پوپنا کېدو او لاس په لاس کېدو مې یې خبر کړې او له آخرت او څه چې هلته انسانانو ته چمتو دي،مې هم خبر کړې او د دواړو بېلګې مې راوړې،چې ورم ومنې […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

شپږمه برخه

آخرتپالي:

زويه! د دنيا او له ډول ډول اوښتنو او له پوپنا کېدو او لاس په لاس کېدو مې یې خبر کړې او له آخرت او څه چې هلته انسانانو ته چمتو دي،مې هم خبر کړې او د دواړو بېلګې مې راوړې،چې ورم ومنې او د ژوند پر دود پوه شې .

چا چې دنيا ازمېیلې؛ نو کيسه يې د هغه مسافر په څېر ده، چې په بې اوبو او بې وښو شډل ځاى کې وسي او د سوکالۍ او اسانۍ ځاى ته د تلو په هوډ کې وي؛ نو د لارې ستونزې او د دوستانو بېلتون زغمي او پر ځان د خوراک څښاک سختي تېروي، څو پر خوندي او پراخ هستوګنځي ارام ګام کېدي او د سفر له سختيو ستړى شوى نه وي او لګښت، تاوان او غرامت نه ګڼي او يوازې دا يې ښه ايسي، چې د امن او ارام ځاى ته ورسي.

او د دنيا پالو کيسه د هغې ډلې په څېر ده، چې د نعمتونو له ځايه وچ، شډل، بې اوبو او بې وښو ځاى ته کډن شي؛ خو له خپل ځايه بېلېدل ورته خورا ستونزمن وي، چې بايد خپګان يې وزغمي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!