تبلیغات

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت څوارلسمه برخه د دوستانو حقوق: که دوست اړیکه درسره پرې کړه؛ نو ته يې مه ورسره پرې کوه، که مخ يې واړاوه، ته پرې لورنه کوه او چې کنجوسي يې کوله ته د ورکړې لاس ورغځوه او چې ځان يې لرې نيوه، ته ورنژدې شه او […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

څوارلسمه برخه

د دوستانو حقوق:

که دوست اړیکه درسره پرې کړه؛ نو ته يې مه ورسره پرې کوه، که مخ يې واړاوه، ته پرې لورنه کوه او چې کنجوسي يې کوله ته د ورکړې لاس ورغځوه او چې ځان يې لرې نيوه، ته ورنژدې شه او چې درسره ناوړه چلېده، ته ورسره نرم چلېږه او چې تېرووت؛ نو عذر يې ومنه، داسې لکه چې ته يې بنده او هغه دې د نعمت خاوند (ولي نعمت) وي. هسې نه په دې لارښوونو له هغو سره وچلېږې، چې دوستان دې نه وي يا د داسې چلن وړ نه وي. د دوست له دښمن سره دوستي مه کوه، چې دښمني دې ورسره نشي. دوست ته دې ورم وکړه که ښه وي که بد، غوسه وزغمه، چې د خوږ غړپ تېرول او پاى يې خورا خوندوره ده، چا چې بد چلن درسره کړى، ته ښه چلن ورسره وکړه او هيله ده، چې ژر به دې پر وړاندې نرم شي، له خپل دښمن سره احسان وکړه، چې د “غچ او بښنې” د دوو برياوو خواږه دي. که له ملګري دې بېلېږې؛ نو بيا دوستۍ ته څه ځاى پرېږده، که يو وخت غواړي بيا دوست شي،چې لار درته پرانستې وي. چا چې درباندې ښه ګومان وکړ؛ نو تصديق يې کړه او په خپلو چارو ګومان يې واقعيت ته ورسوه، کوم ډاډ مو چې ترمنځ دى؛ نو د خپل دوست حق مه لتاړه؛ ځکه د چا حق چې دې ضايع کړ؛ نو نور دې دوست نه دى.

له کورنۍ سره داسې چلن کوه، چې ډېر بدمرغه درته نه وي او پر هغه زړه مه تړه، چې مينه درسره نه لري، هسې نه چې دوست دې د دوستۍ د پرېکړې لپاره دومره پیاوړي لاملونه ولري چې ته یې د دوستۍ ټینګېدو لپاره ورسره ونلرې او نه ښايي، ورسره د بدۍ کولو انګېزه او پلمه يې درسره تر نېکۍ کولو ډېره وي، درباندې شوي تېري ته په غټه مه ګوره؛ ځکه ظالم په خپل زيان او ستا پر ګټه هڅه کړې او څوک چې دې خوشحالوي، بدله يې ورسره بدي کول نه دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!