تبلیغات

امام حسین د روم د پاچا پوښتنې ځوابوي ( هغه مهال چې د روم امپراطور امام حسین او یزید بن معاویه ته استازی ورلېږلی و) البته دا خبر اوږد دی،چې د خپلې اړتیا هومره مو رالنډ کړی دی . استازي ترې د کهکشان او هغو اوو څېزونو په اړه وپوښتل، چې خدای پنځولي؛خو د مور […]

امام حسین د روم د پاچا پوښتنې ځوابوي

( هغه مهال چې د روم امپراطور امام حسین او یزید بن معاویه ته استازی ورلېږلی و)

البته دا خبر اوږد دی،چې د خپلې اړتیا هومره مو رالنډ کړی دی .

استازي ترې د کهکشان او هغو اوو څېزونو په اړه وپوښتل، چې خدای پنځولي؛خو د مور په زیلانځ کې نه ول . امام ددې پوښتنې په اورېدو وخندل، و یې ویل : ولې دې وخندل؟

امام وویل: ځکه داسې څيزونه پوښتې،چې د پوهې د سمندر پر وړاندې لکه یو خسوڼی . کهکشان ( له ټول برم سره یې) د خدای د لیندۍ (غوندې) دی او اوه څېزونه،چې په زیلانځ کې پنځول شوي نه دي دادي : ړومبی یې آدم (ع) دی، بیا حوا (بي بي) او هغه کارغه [چې قابیل ښخول ترې زده کړل]، [قربانۍ ته] د ابراهیم (ع) پسه، اوښه [ د حضرت صالح (ع) معجزه] د موسی (ع) کونټۍ او هغه الوتونکی،چې عیسی (ع) وپنځاوه.

بیا یې د بندګانو روزي ترې وپوښتله .

امام وویل: د بندګانو روزي په څلورم اسمان کې ده، چې خدای یې په اندازه راکېباسي او په اندازه یې پراخوي.

ویې پوښتل : چېرې د مؤمنانو ارواح راټولېږي!

امام وویل: د جمعې پر شپه د بیت المقدس تر ډبرې لاندې، چې دا د خدای عرش ته خورا ورنژدی ځای دی ،چې له دې ځایه ځمکه پراخېږي او پرې کچېږي او اسمان پرې ولاړېږي .

په دې دنیا کې د کافرانو ارواح په (( حضر موت)) کې راټولېږي،چې د یمن ښار شا ته پروت دی . بیا خدای یو اور له لویدیځه او بل له ختیځه رابلوي،چې ترمنځ یې دوه بادونه دي او ګرد خلک په بیت المقدس کې د ډبرې پر لور ورغونډېږي. د ډبرې ښي خواته جنت دی،چې د پرهېزګارانو ځای دی او د ډبرې کیڼې خواته جهنم دی، چې د ځمکې په تل کې دی ، فلق او سجین پکې دي او ټول خلک له دې ډبرې خپاره واره کېږي؛څوک چې جنتي وي، له دې ځایه جنت ته ورننوځي او څوک چې دوزخي وي، له همدې ځایه دوزخ ته ورننوځي.

سرچینه

د تحف العقول کتاب

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست