تبلیغات

انتقـــام د حســـــــــــين واخــله د خپل عصر له يزيـــــــــــده ورک د ځمــــکې خدايـــان کړه الهام واخله له توحيـــــده ارواښاد (الفت)   د کتاب نوم: انسانیت د مرګ په درشل کی مؤلف: مولانا ابوالکلام ازاد هندی ژباړن: ارواښاد محمد ايوب صابري     د حضرت امام حسين (رض) پرشهادت څو ټکي او څو څاڅکي اوښکې   […]

انتقـــام د حســـــــــــين واخــله د خپل عصر له يزيـــــــــــده

ورک د ځمــــکې خدايـــان کړه الهام واخله له توحيـــــده
ارواښاد (الفت)

 

د کتاب نوم: انسانیت د مرګ په درشل کی

مؤلف: مولانا ابوالکلام ازاد هندی

ژباړن: ارواښاد محمد ايوب صابري

 

 

د حضرت امام حسين (رض) پرشهادت څو ټکي او څو څاڅکي اوښکې

 

د محرم الحرام لسمه چې په ((عاشورا)) مشهوره ده ،له آدم عليه السلام څخه راواخله د حضرت امام حسين تر شهادته پورې د اسلامي تاريخ د ډېرو سترو پېښو شاهده ده ؛خو د کربلا پېښه داسې پېښه و،چې په عامه کچه يې دا ورځ خپل ياد ته ځانګړې کړه . د حضرت امام الهند مولانا ابوا الکلا م آزاد په وينا،پردې پېښه د ديارلس سوه کلونو [بلکى دا اوس خو ١٣٥٨ کاله ] په تېرېدو سره ديارلس سوه محرمه تېرشول اوهرمحرم ددې پېښى يادونه راتانده کړه او د حضرت امام حسين په وينو لړلي له بدن څخه چې د وينو څومره څاڅکي وبهېدل د هرڅاڅکي په بدل کې دنيا دغم اوماتم د اوښکو سيلابونه وبهول .

د حضرت امام حسين (رض ) دشهادت په اړه درې خبرې د ویینې -بحث وړ دي :

١– ددې پيښې آر لامل څه و ؟

٢– دا پېښه څه ډول رامنځ ته شوه ؟

٣– د امام حسين (رض) د پاڅون موخه څه وه؟

ترکومه چې د لومړۍ پوښتنې د ځواب خبره ده ،بيا هم مولانا ابوالکلام آزاد پخپل اوڅار اثر (( انسانيت موت کى دروازى پر = انسانيت دمرګ پرپوله ))کې چې د امام حسين شهادت يې هم د ویینې يوه موضوع ده ، د حضرت عثمان رضى الله عنه د شهادت په اړه د يوې يادونې په توګه کاږي :

(( د حضرت عثمان (رض) د شهادت ار لامل ،د بني هاشمو او بني آميو کورنۍ سيالى وه، ترهغې چې دا رقابت تشريح نه کړاى شي، د شهادت اصلي اسباب اوعوامل نشي معلومېدلاى.))

ارواښاد ازاد زياتوي :

(( د حضرت اسماعيل عليه السلام په اولاده کې د رسول الله ( صلى والله وعليه و اله )،غورنيکه [د نيکه ،نيکه ] عبدمناف د وګړې- شخصيت له مخې ډېرمهم دى،دهغه څلوزامن وه: نوفل ،مطلب ،هاشم ، عبدشمس.

د بني هاشمو او بني اميو د رقابت مانا ده : د((هاشم )) او((عبدشمس )) د اولادونو ترمنځ بې اتفاقي .

هاشم که څه هم له عبدشمس څخه کشر و؛خوهغه د خپل وړتیا او سخاوت له کبله د قام د مشرتابه او بوميايۍ مقام ته رسېدلى و،هغه د روم له قيصر او د حبشې له نجاشي څخه سوداګريزې اسانتياوې ترلاسه کړې او وروسته د کعبې شريفې د چارو سمبالښت هم ورته وروسپارل شو. دا ټولې خبرې دهاشم پر وراره (آميه بن عبدشمس) باندې ګرانې تمامېدې او يو وخت داسې راغى چې خپل تره يې پرجګړه وننګاوه.

شرط دا و،چې د تره ( هاشم) او وراره ( اميو) ترمنځ به مناظره کېږي او د ((خزاعه )) قبيلې يو پالي به ددې مناظرې د((وړ))او((پړ))ېريکړه کوي اودواړه لوري به يې مني ،پريکړه وشوه چې بايلونکى به مقابل لوري ته يوخوا پنځوس (٥٠) تورسترګي اوښان ورکوي او بلخوابه لس کاله جلا وطن کېږي .

دهاشم اواميه ترمنځ مناظره وشوه اومنځګړي (حکم) دآميۀ ماته ( شکست) اعلان کړه.آميه خپل تره ته پنځوس اوښان ورکړل او لسو کالو ته شام ( اوسنۍ سوريه ) ته جلا وطن کړاى شو؛نو له دغه ځايه د بني هاشمو اوبني اميو ترمنځ د تربګنۍ لړۍ پيل شوه.))

( پورتنى اثر٤٩م مخ )

همداراز مولانا ازاد وايي:

(( د نبوي بعثت پر وخت د بني هاشمو قيادت ،د هاشم د زوى او د پېغمبراکرم(ص) د نيکه عبدالمطلب د زامنو او د پېغمبر اکرم (ص) د ترونو؛ ابوطالب،حمزه ،عباس او ابولهب او د بني اميو قيادت د ابوسفيان ، عفان اوحکم په لاس کړې و،کله چې پېغمبر(ص) د نبوت دعوه [اعلان ]کړه،دا چې انحضرت(ص) له بني هاشمو ځنې و؛نو پر دې بنسټ یې بني اميو د کورنۍ سیالۍ له مخې مخالفت وکړ او پر وړاندې یې بني هاشمو [ له ابولهب پرته ] د انحضرت (ص) ملاتړ وکړ. )) ( پورتنى اثر٥٠ م مخ ) .

ارواښاد مولانا زياتوي چې پرهمدې بنسټ:

[ ((اميه)) له (( هاشم )) سره ټکر وکړ،((ابوسفيان)) له رسول اکرم (ص) سره وجنګېد، دحضرت على(رض) او معاويه ترمنځ جګړه وشوه او (( يزيد)) امام حسين (رض) شهيد کړ. د مروان له اولادې څخه دبني آميه وو لړۍ پيل شوه اود عباس (رض) اولاد عباس خلافت رامنځ ته کړ او د تل لپاره يې اموي لړۍ له منځه يووړه. ))                                      ( پورتنى اثر٥١م مخ )

((د دویمې پوښتنې په باب هم حضرت مولانا کاږي :

له دې ټولوسره سره داعجيبه خبره ده چې د تاريخ دومره مشهوره او تر ټولو اغېزناکه پېښه تر تاريخ زياته د افسانې بڼه خپله کړې ده.که نن د حقيقت کوم پلټونکې وغواړي دا پېښه د تاريخ او تاريخي شواهدو په رڼا کې وڅېړي؛نو خامخا به له نهيلۍ سره مخ کېږي .دا وخت چې ددې موضوع په اړه څومره منلې او متداوله زېرمه موجوده ده،زياتره په ويرنو پورې اړه لري،چې موخه يې تر ټولو زيات د ژړا حالت رامنځ ته کول دي؛ان چې په تاريخي ډول بيان شوې ځينې خبرې چې د تاريخ په بڼه اوډون- ترتيب شوې دي ،هم په اصل کې تاريخ نه دى ،بلکې دژړا د مجلسونو د موادو يوه بله بڼه یې خپله کړى ده . که نن پلټنه وشي چې د دنيا په کومه ژبه کې د کربلا د پېښې په باب کوم تاريخ موجود وي حقيقت دا دى،چې يوهم تاريخ نه دى ))

پورتنى اثر ( ٧٨- ٧٩ مخونه د((ضروري تمهيد)) برخه )

مولانا زياتوي :

(( اهل بيتو له پيله ځان د خلافت مستحق ګاڼه ،د معاويه بن ابي سفيان ترمرګ وروسته د خلافت تخت خالي شوى و ،يزيد بن معاويه له پخوا وليعهد ټاکل شوى و.هغه د خلافت اعلان وکړ او له حسين بن علي يې د بيعت غوښتنه وکړه.حضرت علي د خپل خلافت په وخت ((کوفه )) خپله پلازمينه غوره کړې و؛نو ځکه هلته د اهل بيتو پلويان زيات ول،هغوى حضرت حسين ته وليکل چې تاسې تشريف راوړئ موږ ستاسې تر شا ولاړ يو .)) (تفصيل يې په کتاب کې وګورئ ).

حضرت مولانا د حضرت امام حسين (رض) د شهادت د دردوونکې پېښى د راپېښېدو په اړه پرداسې تاريخې لاسوندونو – اسنادو اوشواهدو اډانه کړې،چې له افراط اوتفريطه يې ځان ژغورلاى اوليکنه يې هرچا ته د منلو وړ ده ،فکرکوم چې طرح کړې پوښتنې ته به تر دې دقيق ځواب يا نه وي يابه ګران وي .

رښتيا خبره دا ده چې د حضرت امام حسين (رض) مظلومانه شهادت د اسلامي تاريخ پر بهير ډېرې ناوړه اغېزې پرېښودې،چې تر ټولو بده يې د امويانو اوعباسيانو ترمنځ د تربګنۍ تشديد او د وينو بهولو لړۍ ده، چې اسلامي واکمني يې په پای کې د زوال خواته بوتله. حضرت علامه اقبال (رح) هم د يزيد د خلافت د ناوړو پايلو او اغېزو په اړه سمندر په کوزه کې ځاى کړى دى :

عجم خودارابه نورمصطفى (ص) سوخت

چراغ مردۀ مشرق برافروخـــــــــــــــــــــــــــت

وليــــــــــــــــــــــکن آن خلافـــــــت راګم کرد

که اول مـومنان راشـــاهى آموخــــــــــــت

ترکومه ،چې د دريمې پوښتنې ځواب کېداى شي په دې اړه مو لويه تېروتنه دا ده چې ټوله هڅه مو د کربلا د پېښې تخنيکي اړخ ته ده،چې دا پيښه څه ډول رامنځ ته شوه؛حال دا چې اصلي پوښتنه دا ده چې ددې اوښتون- انقلاب او پاڅون موخه څه وه.حضرت امام ښه پوهېده چې ګام اخلي نو د مرګ خوا ته نژدې کېږي او سره له دې چې د کورنۍ غړيو ( د تره زامنو) يې کوفې ته دهغه پرنه تګ ټينګار وکړ؛خوهغه بيا هم هغې خوا ته روان و،داسې نه و ،چې هغه د اقتدار ليوال و؛بلکې نه يې غوښتل چې په اسلامي امت کې داسې سنت پاتى شي،چې د يزيد په څېر يو څوک دې پرې حکومت وکړي او د انحراف پرلار دې يې روان کړي،حال دا چې د پېغمبر (ص) په مدرسه کې روزل شوي وګړې- شخصيتونه لا ژوندي دي .

ارواښاد مولانا ظفرعلي خان په خپل يو اردو شعر کې د حسيني اوښتون- انقلاب موخه داسې راپېژني چې زه يې نچوړ رااخلم :

((د حضرت حسين شهادت موږ ته دا تلپاتې درس راکوي چې که سردې غوڅ او په نيزه کې هم پورته کړاى شي؛خو د يزيديانو اطاعت ته به غاړه نه ږدې.))

سرداد،نه داد دست ،در دست يزيد .

رښتيا هم انګېرلای شو،چې که حضرت امام حسين (رض) د يزيد په څېر له يو سړي څخه اطاعت کړای وای،چې له علمي او خلاقي او همداراز د تقوا له مخې په يوه صورت کې هم دخلافت وړ نه ؛نو وروسته به يې پايلې څه واى؟بيا خو به د هر وخت د((يزيد)) واکمنۍ ته لار پرانېستل کېده او هر چا به دا استدلال کاوه،چې امام حسین د یزید اطاعت وکړ؛نو نور څه مانع کېداى شي چې د يزيد په څېر د کسانو اطاعت وکړاى شي، هغه امام حسین ،چې د پېغمبر اکرم(ص) لمسی دی او انحضرت (ص) یې په اړه وايي: ((حسين زما او زه دحسين يم.))

په هرحال که څه هم د کربلا د پېښې مسؤولين خوهمغه کسان دى چې د چا په حکم او د چا په لاسوعملي شوه؛ځکه قرآن شاهد دى چې :

وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى (اسراء/۱۵)

او مولانا جلال الدين بن محمد بلخي هم همدې مبارک آيت ته په اشارې سره وايي .

هيچ وازروزرغـــــــــــــــــــيرى برنداشت

هيچکس ندرود تا چـــــــيزى نه کاشت

خو رښتيا دا ده،چې د نړۍ مسلمانان هر کال د دغې ورځې په راتلو سره خپل ځانونه کوز ګوري،ننګیري- احساسوي او دا به وايي چې : کاشکې چې دغه خونړى اوډېره دردوونکې پيښه نه واى رامنځ ته شوې،ځکه دې پېښې د اسلام د تاريخ پرلمن تور داغ پرېښود؛داسې داغ چې ترکومه دا نړۍ وي ،دا داغ به هم وي.

په خواشينۍ دا خبره کوم،چې مسلمانانو،نه شيعه د حضرت امام له عاشورا رښتينى درس واخـست او نه سني.حقيقت دا دى، چې نه دعاشورا پر ورځ سينې ته سوکان نيول له حضرت امام سره د وفادارۍ څرګندونه ده او نه څو ګيلاسه شربت ويشل او پر قبرونو اوبه پاشل. نن مسلمانانو د وخت هغسې حاکمانو او هغسې بهرنيو ښکيلاکګرو ته سرونه ټيټ کړي،چې بايد خداى (ج) ته ترې پناه يوسي .که امام حسين (رض) يزيد ته سرټيټول جواز نه ګاڼه ؛نو د اوسني عصر فراعنه وو ته سرټيټول خو ابدا جواز نه لري ،بيا لا چې ګورو له هرې خوا ان د مسلمانانو پرمعتقداتو ښکاره تيری روان دی. عجيبه ده ،چې د اسلامي نړۍ د مشرانو زړونه له همدغو ښکيلاکګرو سره دي اوغولوونکي داړچينګي يې له خپلو اولسونوسره ده.

اواوس هم ددې کتاب دپښتو ژباړې په باب څوخبرې:

د دې کتاب،چې د مولانا ابوالکلام ازاد(رح) د (( انسانيت موت کې دروازې پر= انسانيت (بشريت ) دمرګ پرپوله )) نومي کتاب يوه برخه ده ، پښتو ژباړه یې د کوزې يا لرې پښتونخوا منلي او نوميالي ليکوال او اديب ،شاعر او ژورنالست ارواښاد ايوب صابرکړې ده اوهغه مهال چې ارواښاد د (( بانګ حرم )) مسؤول مدير و په نوموړې خپرونه کې يې په پرله پورې توګه خپره کړې ده چې په(( ٢٠٠٥ ز= ١٣٨٤ل)) د پاکسان د سترې محکمې د وکيل ښاغلي کاکا جي محمد ظهور ازاد قريشى لخوا په کتابي بڼه خپره شوې ده ؛خو

١– په دى کتاب کې زياتره نومونه غلط شوي دي چې طباعتي تېروتنه يې بللاى شو .

٢– د کتاب د سرېزې ( ضروري تمهيد) په منځ کې يو پراګراف داسې ځاى کړاى شوې دى،چې سړى فکر کوي دا هم د خدای بښلي مولانا ازاد دى ،چې داسې نه ده ؛ځکه دهغه په ليکنه کې نشته .

٣– دامام حسين د وژونکيو ( قاتلانو) ترسرليک لاندې ليکل شوى مطلب هم د مولانا ازاد نه دى؛ځکه دهغه په ليکنه کې نشته،بايد د دې خبرى ذکرشوى واى چې دا برخه د چا لخوا ورزياته کړاى شوى ده .

٤– اخځونه په دقيقه توګه نه دې ښوول شوى او په ځينو برخو کې له اصل سره تفاوت هم لري .

که څه هم د کتاب ټول حقوق خوندي بلل شوي؛خوما يې له اجازې پرته يوازې د سمونې او د افغانستان ادبي ګړدود- لهجې ته د رااړولوهاند و هڅه کړى،چې پردې د ارواښاد صابر له اروا او ښاغلى قريشي څخه بښه غواړم ، هيله ده د افغانستان پښتانه او هغه څوک چې له پښتو ګټه اخيستلاى شي ، له دى مهم اثره ګټه واخلي او ارواښاد ايوب صابر او ښاغلى قريشي دى يې هم الله (ج) په ثواب کې برابر شريک ولري اوموږ ټول دې دحسين (رض) په دوستانو کې وشمېري .

ومـن الله التوفيق

د١٣٢٩ هجرى قــــــــمرى کال

مــــــــــــــــــــــــــــــحرم الحرام مياشت

فدامحــــــــــــــــــــمد فايض د ننګرهار

د جلال آباد دسبزاباد اوسېدونکى

 

 

 

په دنيا کې له انساني ستروي- عظمت اوشهرت سره د حقيقت توازن ډېرکم ټينګ پاتې کېدى شي . دا هېښنده – عجيبه خبره ده کومې وګړې- شخصيتونه،چې د ستروي او سپڅلتیا هسکې ته ورسي؛نو دنيا عموما تر تاريخ څخه زيات په افسانې او تخيل کې دهغوى لټون کوي . هم دغه علت دی، چې د تاريخ د فلسفې بنسټګرابن خلدون په دې نظر ټينګلولو اړ شو،چې کومه پېښه په دنيا کې څومره هم زياته منلې او مشهوره وي؛نو افسانه سرایي به یې هم همغومره د خپل تخيل په کلابندۍ کې راولي. يو لويديځ شاعر ګوئټي هم دغه حقيقت په يوي بلې بڼې بيان کړى،هغه وايي چې د انساني ستریا د حقيقت انتها دا ده، چې افسانه جوړه شي.

د اسلام په تاريخ کې د امام حسين (رض) وګړه چې کوم اهميت لري هغه د بيان اړ نه ده. د خلفاى راشدينو له وخت را وروسته چې کومې پېښې د اسلام پر ديني،سياسي او ټولنیز تاريخ باندې تر ټولو زيات اغېز کړى هغه د امام حسین د شهادت ستره پېښه ده .

بې هښندې – مبالغې ويل کېداى شي چې د دنيا په يوه المناکه پيښه کې به هم د انساني کهول دومره اوښکي نه وي بهېدلي څومره چې پردې پېښي بهېدلي دي .په تېرو ديارلس سوو کلونو کې ديارلس سوه عاشورې تېرې شوې دي او هره عاشورا ددې پېښې د ياد په تازه کولو کې لګيا ول. د امام حسين (رض) په وينو لړلي له جسم څخه چې د کربلا په دښته کې څومره وينه بهېدلې وه دهغې د يوه يوه څاڅکي په بدل کې دنيا د ماتم د اوښکو يو سيلاب بهولي دى.

سره له دې دا څنګه هېښنده – عجيبه خبره ده چې دتاريخ دې دومره مشهورې او لويې اغېزناکې پېښې هم د تاريخ څخه زيات دافسانې بڼه غوره کړى ده. که نن د حقيقت يومعلوموونکي غواړي چې یوازې د تاريخ او د تاريخ د محتاطو شهادتونوپه منځ کې دا پېښه وڅېړي ؛نو په اکثرو صورتونو کې هغه له نهيلۍ سره مخ کېږي.په دې وخت چې په دې موضوع هرڅومره منلې او معقوله زېرمه موجوده ده هغه زياته په ويرنو پورې اړه لري، چې موخه يي له زيات نه زيات د ماتم حالت پيدا کول دي. نن که لټون وکړاى شي چې د دنيا په يوې ژبې کې څه داسې کتاب موجود وي، چې د کربلا د پېښې تاريخ وي؛نوحقيقت دا دى چې داسې يوکتاب هم نشته .

اهل بيتوله پيله ځان د خلافت زيات حقوال ګڼل . د معاويه بن ابي سفيان تر وفات وروسته د خلافت څوکۍ خالي شوه. يزيد بن معاويه له مخکې ځايناستى ټاکلى شوى و.هغه خپل خلافت اعلان کړى و او له حسين بن علي (رض) یې بيعت وغوښت .حضرت اميرالمومنين علي (رض)کوفه د خلافت مرکز ټاکلى و؛ځکه هلته د اهل بيتو د پلويانو شمېر زيات و،هغوى حضرت حسين (رض) ته وليکل چې تاسو تشريف راوړئ موږ به مو ملاتړي يو.هغه خپل تربورمسلم بن عقيل د کوفې له خلکو د بيعت اخېستو په موخه ولېږه اوخپله یې هم د سفر تيارى پيل کړ

 

د دوستانومشوره

د امام حسين (ع) دوستانو او خپلوانو ته چې دا خبره معلومه شوه ؛نوهغوى پرېشانه شول .هغوى د کوفې د خلکو له زمانه سازۍ او چلبازۍ څخه خبر وه.د امويانو له سخت استبدادي زورزياتي هم بې خبره نه وه .هغوى ددې سفرمخالفت وکړ.حضرت عبدالله بن عباس وويل :(( خلک ددې خبرې په اورېدو ډېر پرېشانه دي،چې تاسې عراق ته روان يې : ما له ،حقيقت نه خبر کړئ .)) حضرت حسين (رض) ځواب ورکړ:(( ما عزم کړى چې نن سبا روانېږم )).د ابن عباس له خولې بې اختياره ووتل چې :(( خداى (ج) دې تاسې وساتي آيا تاسو داسې خلکو ته روان يې،چې خپل ،دښمن یې وويست او پرهېواد یې منګولې ښخې کړې ،که هغوى داسې کړي وي؛نو په شوق ولاړ شی؛خو که داسې نه وي شوي،حاکم لا همغسى دهغوى پر مرۍ سپور دى،دهغه مخبران لاهمغسې پرخپل کارلګيا دي ؛نو تاسو ته دهغوى بلنه درکول په حقيقت کې جنګ ته بلنه ده. وېرېږم،چې هغوى مو و نه غولوي،هسې نه کله چې دښمن زورور وويني،چې خپله هم جنګ ته تيار شي)).خو دې خبرو پرحضرت حسين (رض) اغېز و نه کړ او پرخپل هوډ ټينګ پاتې شو.

 

دابن عباس ( رض ) احساسات

د امام حسين د روانېدو وخت چې رانږدې شو؛نو ابن عباس بيا په منډه راغى او ورته يې وويل: د اکا زويه !(( ما غلي پاتې کېدل غوښتل ولې پاتې کېداى نشم، زه په دې لار کې ستا هلاکت او بربادي وينم دعراق خلک دوه مخي دي، مه ورنږدې کېږئ.همد لته پاتې شئ ؛ځکه دلته په حجاز کې تر تاسې لوى څوک هم نشته.که دعراق خلک تاسې وغواړي ؛نو ورته ووايئ، چې وړومبى مخالفين له خپلې سيمې وباسئ بيا مې دروغواړئ. که   تاسې ارومرو له حجازه تلل غواړئ ؛نويمن ته ولاړشئ . هلته کلاوې دي او داسې غرونه دي،چې ورختل پرې ګران دي،ملک ارت دى .اوسيدونکى یې عموما ستاسو د پلار خواخوږي دي .هلته به تاسو ددغو خلکو د لاس له د رسېدو بهر يې.د ليکونو او قاصدانو له لارې بلنه خپره کړئ زما باوردى چې بریالي به شی؛خو حضرت حسين ( رض) ځواب ورکړ:(( وروره خبر يم چې ته مې خواخوږي یې؛خو اوس مې هوډ کړى.)) ابن عباس وويل: ((که نه یې منئ ؛نو ښځې او بچي له ځان سره مه بوزی. وېرېږم چې تاسو دهغوى په مخکې داسې ونه وژل شئ لکه حضرت عثمان بن عفان (رض) چې د خپل کور د خلکو په مخکې وژل شوى و.))

تر يو ساعت چوپتيا وروسته حضرت ابن عباس په ننګېرنو- احساساتو راغى او ويې ويل : ((که زما باور واي،چې تاسو د ويښتو په راکاږلو او د خلکو په راغونډولو ايسارېداى شى؛نو والله چې ما پر همدې ساعت له ويښتو رانيولي واى.)) (ابن جرير)

؛خو حضرت حسين (رض ) د پخوا په څېر پر خپله اراده ټينګ و. .

 

د عبدالله بن جعفر ليک

په همدې ډول نورو ډېرو خلکو هم حضرت حسين (رض) پوه کړ ،د هغوى دترۀ زوى عبدالله بن جعفرله مدينې څخه ليک راولېږه :(( زه درته د خداى (ج) روي دراچوم ،چې ددې ليک په ليدلو سره خپله اراده بدله کړئ ؛ځکه په دې لار کې ستاسو او د اهل بيتو بربادي ده. که ووژل شئ ؛نو د ځمکې نور به ختم شي . په دې وخت کې يوازې تاسې د عدالت او د ايمان د خاوندانو د هيلو مرکز يې . په سفرکې تادي مه کوئ زۀ درروان يم )).(ابن جرير،کامل ، مقتل بن احنف اونور) .

 

د والي ليک

يوازې دا نه ؛بلکې عبدالله بن جعفرد يزيد مقرر کړى والي( عمرو بن سعد) ته ولاړ او ورته یې وويل :((حسين ابن علي (رض) ته ليک وليکه او له هره پلوه يې ډاډه کړه)) عمرو وويل تاسو خپله ليک راوړئ زه به یې مهرکړم)).

لکه چې عبدالله د والي له لوري دا ليک وليکه:(( زه دعا کوم چې خداى دې تا له هغې لارې لرې کړي چې پکې هلاکت دى او د هغې لارې ښیون- لارښوونه دې درته وکړي،چې پکې سلامتي ده. زه ستاسو لپاره له نفاق او اختلافه پناه غواړم . زه عبدالله بن جعفر او يحي بن سعيد درلېږم ورسره بېرته ولاړ شئ . ما سره ستاسو لپاره د امن ، سلامتۍ ، نېکۍ ، احسان او ښه ګاونډيتوب هيله ده خداى پر دې شاهد دى،همغه ددې ساتونکې او کفيل دى . والسلام .

خو حضرت حسين ( رض) د پخوا په څېر پرخپله اراده ټينګ و. ( ابن جريراونور )

 

له فرزدق سره کتنه

امام حيسن او ملګرى يې له مکې څخه عراق ته روان شول . په صفاح نومي ځاى کې داهل بيتو له مشهورمينه وال شاعرفرزدق سره يې کتنه وشوه.

ویې پوښته:((کوم خلک چې له تاسو وروسته دي د هغو څه حال دى؟)) .

فرزدق ځواب ورکړ(( د هغوى زړونه له تاسوسره دي؛خو تورې یې له امويانو سره دي )).حضرت حسين (رض) وويل : (( ته رښتيا وایې،اوس معامله د خداى په لاس کې ده،هغه چې څه غواړي همغه کېږي.زموږ پالونکى هر وخت په څه نا څه حکم کولو لګيا وي .که دهغه اراده زموږ له خوښې سره سمه وي؛نو پرموږ به يې احسان وي او که د هيلې پرخلاف وي ؛نو بيا هم د نېک نيتۍ او د تقوى ثواب خوچېرې تللى نه دى.)) (ايضا)

دا یې وويل اواس یې مخکې روان کړ .

 

 

 

د مسلم بن عقيل د تربورانوځپل ( ضد)

چې (( زرود)) نومي ځاى ته ورسيدل نوخبرشول چې دهغوى مرستيال مسلم بن عقيل په کوفه کې د يزيد والي عبيدالله بن زياد علني وواژه او چا پرې له سره غوږ ونه گراوه،هغوى چې واورېدل ؛نوڅوڅو ځله یې (( انا لله وانا اليه راجعون )) وويل .

ځينو ملګرو وويل: (( اوس هم وخت شته موږ ستاسو او ستاسو داهل بيتو په معامله کې تاسو ته د خداى روى وړاندې کوو؛ له همدې ځايه ستانه شئ . په کوفه کې ستاسو پلوي او مرستيالان نشته. ټول به ستاسو پرخلاف ودرېږي )). حضرت حسين (رض) غلى ودرېد اوپه بېرته ستنېدو يې غور پیل کړ؛خود مسلم بن عقيل تربورانو ضد ونيو والله موږ به کله هم ستانه، نشو هغوى وويل چې: (( موږ به يا خپل غچ اخلو يا به د خپل ورورپه شان ووژل شو.))

؛نو دلته حضرت حسين (رض) خپلو ملګروته سترګې واړولې او تر يوې اوږدې او سړې ساه اخېستلو وروسته یې وويل:((ترهغوى وروسته په ژوند کې هيڅ خوند نشته.)) (ايضا)

په لار کې ملګرتيا ماته شوه.د بدويانو يوه ډله له حسين (رض) سره ملګرې شوې و .دوی انګېرله،چې په کوفه کې به ښه هوسا ژوند کوو.

حسين (رض) ته دهغوى حقيقت ښه معلوم و.ټول یې راغونډ کړل او وينا یې وکړه :

(( اى خلکو! موږ ته ډېر وېروونکي خبرونه رارسېدلي،مسلم بن عقيل،هاني بن عروه اوعبدالله بن بقطر وژل شوي زموږ پلويانو بې وفايي وکړه په کوفه کې زموږ يومرستيال هم نشته په تاسو کې چې څوک غواړي زما ملګرتيا پرېږدي پرې دې يې ږدي زه به کله هم خپه نشم.))

لویې ډلې چې دا واورېدل ؛نو ښي او چپ خوا ته پرېکېدل یې پيل کړل.تر لږ ساعت وروسته له حضرت حسين (رض) څخه چارچاپېره همغه کسان پاتې شول چې له مکې څخه ورسره راروان شوي وه.(ايضا)

 

د حر بن يزيد راتګ

له(( قادسې )) چې مخکې تېرشول ؛نو د عراق د والي عبيدالله بن زياد حاکم حصين بن امير تميمي لۀ لوري حربن يزيد له زرو کسیزه لښکر سره راڅرګند شو او له حسين (رض) سره یې تګ شروع کړ. هغۀ ته له حضرت حسين (رض) سره د تګ حکم شوى و.

او دا هم ورته ويل شوي ول،چې څودې حسين (رض)،عبيدالله بن زياد ته نه وي رسولاى ترهغه پورې یې څارنه پرې نږدې. په دې کې د ماسخوتن د لمانځه وخت شو. حسين (رض) څادر اغوستى و،راغى او تر حمد او ثنا وروسته یې خپلو ملګرو او د حرسپاهيانو ته وينا وکړه

 

په لار کې يوه وينا

(( اى خلکو!د خداى او ستاسو په مخکې زما عذر دا دى چې زه پخپله دلته نه يم راغلى. ما ته ستاسو ليکونه راورسېدل،ستاسو له لوري استازي راغلل.زه په وار،وار رابلل شوى يم،چې زموږ امام نشته تاسې راشئ چې خداى موږ پرتاسې راټول کړي.که اوس هم ستاسې همدغه غوښتنه وي ؛نو دا دى زه راغلي يم .که تاسې له ما سره د ژمنې لپاره راغلي يې؛نو چې زه درنه ډاډه شم اوستاسې ښار ته دتلو لپاره تيار يم او که داسې نه وي او زما په راتلو خپه ياست؛نو چې بيرته ستون شم.))

دښمنانو په امام حسين پسې لمونځ وکړ .

چا هيڅ ځواب ورنه کړ،تر يوه ساعت چوپتيا وروسته یې موذن ته وويل :(( اقامت وکړه )) .

حضرت حسين (ع) حربن يزيد وپوښت ((ته به جلا لمونځ کوې؟)) نه؛ تاسو امامت وکړئ موږ ټول به په تاسو پسې لمونځ کوو. حضرت حسين (رض) همغلته د مازديګرلمونځ هم وکړ. دوستان او د ښمنان یې ټول مقتديان ول .تر لمانځه وروسته یې بيا وينا وکړه.

 

زه بېرته تلو ته تيار يم

((اى خلکو!که تاسو په تقوا ټينګ يئ او د حقوال حق پيژنئ؛نو په دې به له تاسو خداى خوشحاله شي . موږ اهل بيت تر مدعيانو ډېر د حکومت مستحق يو.هغوى د حکومت هيڅ حق نه لري هغوى پر تاسو په ظلم او جبرحکومت کوي؛خو که تاسو ما نه خوښوئ او زما دنده نۀ پېژنئ او اوس ستاسو رايه دهغه پر خلاف ده چې ماته مو په ليکونو کې ليکلې وه او د قاصدانوپه خولى مو رارسولې وه ؛نو زه په خوشحالۍ بېرته تلو ته تيار يم )) .

 

د کوفې د خلکو ليکونه

پردې خبره حر وويل :((تاسو کوم ليکونه يادوئ ؟ موږ د داسې ليکونو په باب هيڅ معلومات نه لرو )) .

حضرت حسين عقبه بن سمعان ته حکم وکړچې هغه دواړه کڅوړې راوړه،چې د کوفې د خلکو له ليکونو ډکې دي. عقبه کڅوړې راواړولې او پرځمکه یې دخطونو ډېرى ولګاوه. پر دې خبره حر وويل :((خو هغه موږ نه يو،چې دا ليکونه یې ليکلي دي ،موږ ته خو دا حکم شوى چې تاسو په هره بيه چې وي عبيد الله بن زيا د ته ورسوو.))

حضرت امام حسين (رض) وو يل: (( خو دا کار ترمرګ د مخه ناشونى دى.))

بيا هغوى دروانېدو حکم ورکړ؛خو مخالفينو یې لار ونيوه .حضرت حسين پرې خپګان څرګند کړ او ويې ويل :(( ستا مور دې پر تا وير وکړې ! تۀ څۀ غواړې؟)).

حر ځواب ورکړ:(( والله که له تاپرته بل عرب زما د مور نوم په خوله اخېستى واى ؛نوما به هغۀ ته لارښوولى واى؛خو زما په ژبه په خرابو ټکيو کې ستاسو د مورنوم نشي راتلى)).حضرت حسين (رض) وويل :(( بيا نو ته څه غواړې ؟ ))

هغه وويل :((غواړم چې تاسو عبيدالله بن زياد ته بوځم )) .

حضرت حسين (ع) وويل :((نو والله زه درسره نۀ ځم )) .

هغه وويل : (( زه هم ستاسو څار نشم پرېښوداى)) .

چې خبره اوږده شوه ؛نو حر وويل : ((ما ته له تاسو سره د جنګ کولو حکم نۀ دى راکړ شوى .يوازې دا حکم راکړى شوى،چې په تاسو پسې به يم ان تردې چې کوفې ته مو ورسوم .که دا شرط نه منئ ؛نو بيا داسې لار ونيسئ چې نه کوفې ته ځي او نۀ مدينې ته.زۀ ابن زياد ته ليکم .که ستاسو خوښه وي؛نو خپله هم يزيد يا عبيد الله ته وليکئ . شايد خداى (ج)زما له پاره دخلاصون څۀ لار پيدا کړي او ستاسو په دې معامله کې له ازموينې بچ شم .

حسين (رض)دا خبره ومنله اوروان شو. (جرير،کامل ).

 

ما خپله بېلګه وګنئ

په لار کې په نورو ډېرو ځايونو کې هم حضرت حسين (رض) دوستانو او د ښمنانو ته مخاطب شو . په بيضه نومي ځاى کې یې وينا وکړه :

(( اى خلکو! رسول الله (ص) ويلي څوک چې داسې واکمن وويني، چې ظلم کوي ،هغه پولي ماتوي چې خداى ټينګې کړي دي ، د خداى (ج) ژمنه ماتوي ،د نبوي ( ص) سنتو مخالفت کوي ،د خداى ( ج) پر بندګانو په ګناه اوسرکښۍ حکومت کوي او ددې هرڅه په کتلو بيا هم نۀ په لاس او نه ژبه دهغه مخالفت کوي؛ نو دداسې سړي انجام به دخداى (ج)له لوري ښه نه وي . ګورئ داسې خلک دشيطان لارويان دي . له لوراند خداى يې سرغړولى. فساد ښکاره دى ،د خداى ( ج) حدود ځنډول شوي،د غنيمت پرمال ناجایزه قبضه ده ،د خداى (ج) حرامو ته حلال اوحلالو ته یې حرام ويل کېږي . زه د حق اوعدل د منځ ته راوړو او ددې سرکښو خلکو د ځپلو لپاره ترټولو زيات مستحق يم. ستاسو ډېرليکونه او قاصدان ماته د بيعت له پېغام سره راغلل . تاسو په ډېرو ليکونو کې راسره ژمنه کړى،چې نه خو به راسره بې وفايي کوئ او نه به مې دښمنانو ته سپارئ.که تاسو پر خپل بيعت ثابت پاتې شى؛نو دا به ستاسو په اړه د ښیون- هدايت لار وي؛ځکه زه حسين ابن علي او ابن فاطمه د رسول الله ( ص) لمسى يم . زما ژوند ستاسو له ژوند سره تړلى دى .زما بچي ستاسو له بچو سره دي .ما خپله بېلګه وګڼئ اوله ما مخ مه اړوئ؛خو که دا مو ونه کړل ؛بلکې خپله ژمنه مو ماته کړه او له خپلې مرۍ مو د بيعت کړۍ وويسته؛نو دا خبره هم له تاسو لرې نه ده.تاسو مې له پلار، ورور او تربورمسلم سره هم دا سلوک کړى دى.

هغه تېروتي،چې پر تاسو باورکوي؛خو په ياد مو اوسه چې تاسو زيان کړى دى او اوس به هم زيان کوئ.تاسو خپله برخه بايلو ده.خپل برخليک مو وران کړ.څوک چې ژمنه ماتوي د خپل ځان پرخلاف یې کوي.دا خبره عجيبه نه ده،چې ډېر ژر به مې خداى (ج) له تاسو بې اړې کړي . والسلام عليکم ورحمة الله و برکاته )).(ابن جرير،کامل اونور ) .

 

له ظالمانوسره ژوند کول پخپله جرم دى

په يوبل ځاى کې یې داسې وينا وکړه :

(( معاملې چې کومه بڼه غوره کړه تاسو یې ګورئ ،دنيا خپل رنګ بدل کړ، مخ یې واړاوه او له نېکۍ خالي شوه . سپک ژوند پاتې دى. وېرې راګېرکړي يو. تاسو نه ګورئ چې حق شاته وغورزول شو،پر باطلو ښکاره عمل کېږي.څوک هم نشته چې لاس یې ونيسي،اوس وخت دى چې مومن د حق په لار کې د خداى (ج) رضا وغواړي؛خو زه يوازې د شهادت مرګ غواړم.له ظالمانو سره ژوند تېرول پر خپل ځاى يو جرم دى. ))

 

د زهيرځواب

خلکو چې دا وينا واورېده؛نو زهيربن القين الجبلي پرخپل ځاى ودرېد او خلک یې وپوښتل: (( تاسو غواړئ څۀ خبرې وکړئ که زه يې وکړم.)) ټولو وويل:((ته يې وکړه)).زهير وویل :((اى د رسول الله زويه! خداى (ج) دې ستا مل شي،موږ ستا وينا واورېده.والله که دنيا راته د همېشه لپاره پاتې کېدونکې واي ا وموږ ته پکې د تل لپاره اوسېدل په برخه شي ؛ نو بيا به هم موږ ستاسو د ملاتړ او نصرت لپاره دهغې بېلتون وزغمو او ددغه هميشني ژوندون پرځاى به درسره يوځاى مرګ ته غوراوى ورکړو )) . ( ايضا) .

 

د حر د ګواښ ځواب

حر بن يزيد له حضرت حسين (رض) سره سم روان و او بيا بيا به یې ويل : (( اى حسينه (رض) ! په خپله معامله کې خداى (ج) ياد کړه.زه ګواهي ورکوم چې که تاسې جنګ وکړ؛ نو ضرور به ووژل شې.)) په دې خبره حضرت حسين (رض) په غوسه شو او ويې ويل :(( ته ما له مرګه وېروې؟ستا لېونتوب دې حد ته ورسېد،چې ما به وژنې ؟ نه پوهېږم چې څه ځواب درکړم . خو زه به هم هغه ځواب درکوم،چې د رسول الله يو صحابي هغه وخت د خپل يو ورور د ګواښ په ځواب کې ورکړى و ،چې غزا ته روان و. زه روانېږم ميړني ته مرګ ذلت نه دى؛خو چې نيت يې پاک وي او د اسلام په لار کې جهاد کوي او کله چې ځان بلهار- قرباني کړي او د صالحينو مرستيال شي او له يوه ظالم او تېر ايستونکي نه بېليږي )) .(ايضا) .

 

د څلورو کوفيانو راتګ

تر(( عذيب الهجانات)) نو مې ځاى پورې د کوفې له لوري څلور سواره راروان وه. طرماح بن عدي یې مخکې و او دا شعر یې وايه: (( اى زما اوښې ! زما له تلو مه وېرېږه له لمرختو مخکې په همت روانه اوسه . تر ټولو ښه مسافران بوځه ،تر ټولو پر ښه سفرباندې روانه شه ان تردې چې شريف النسب سړي ته ورسه.هغه دعزت خاوند دى،ازاد دى، د لویې سينې څښتن دى خداى (ج) هغه تر ټولو ښه کار ته رالېږلى دى.خداى (ج) دې تل ترتله سلامت لري )) .

حضرت حسين (رض) چې دا شعرونه واورېدل؛ نو ويې ويل :(( والله زما هم دغه هيله ده،چې خداى (ج) ته له موږ سره ښېګړه منظوره ده دا که موږ ووژل شو يا بريالي شو . ))

حربن يزيد ،چې دا خلک وليدل ؛نو حضرت حسين ته يې وويل : (( دا د کوفې خلک دي،ستاسو ملګري نه دي زه به دوى ايسار کړم يا به يې بېرته ولېږم.)) حضرت حسين (رض) وويل: (( تا وعده کړې ده، چې د ابن زياد د ليک تر راتلو مخکې به راسره هيڅ غرض نه کوئ دا خلک له ما سره نه دي راغلي؛خو زما ملګري دي.که ته د دوی په لار کې ودرېدې ؛نو زه به درتاسره ارومرو جنګ کوم )).حر چې دا واورېدل؛نو غلى شو.

 

د کوفې د خلکو حالت

حضرت حسين ( رض) راتلونکي وپوښتل:(( د کوفې خلک تاسو په کوم حالت کې پرېښي دي؟))

هغوى ځواب ورکړ: (( د ښار سردارانو ته بډې ورکړل شوې او په دې توګه دهغوى ملګرتيا يې ترلاسه کړه. د خلکو زړونه له تاسوسره دي ؛خو سبا به يې تورې ستاسو پر خلاف له تيکو راووځي)) .

 

د حضرت حسين (رض) د استازي وژل

تردې دمخه هغوى قيس بن مسهر د استازى په توګه لېږلى و اوعبيدالله بن زياد هغه وژلى و؛خو امام حسين (رض) نه و خبر،له دغو خلکو یې د استازي حال وپوښته.دوى ټوله پېښه ورته وويله.د حضرت حسين (رض) په سترګو کې اوښکې راغلې او ويې ويل :(( په هغوى کې ځينې کسان مړه شوي او ځينې مرګ ته سترګې پر لار دي؛خو پرحق ټينګ ولاړ دي.په دې کې یې هيڅ بدلون نه دى راوستى. خدايه !موږ او هغوى ته د جنت دروازه خلاصه کړه د خپل رحمت او ثواب په دارالقرار کې مو راټول کړه )).

 

د طرماح بن عدي مشوره

طرماح بن عدي وويل : (( والله زه په غړېدلو سترګوګورم،چې له تاسو سره هيڅوک نه ښکاري . که همدغه کسان پر تاسو رامات شي،چې درپسې لګېدلي دي؛نو خبره ختمه ده ،ما د کوفې د خلکو دومره لښکر ليدلى چې په بل يوه ځاى کې مې هم نه دى ليدلى.دا ټول ددې لپاره راټول کړاى شوي،چې له حسين (رض) سره وجنګېږي. زه درته د خداى (ج) روي دروړم که دا خبره شونې وي ؛نو يو لوېشت مخکې هم مه ځئ . که تاسو غواړئ داسې ځاى ته ورسېږئ چې له دښمنه بالکل په امان شئ ؛نوله ما سره روان شئ . زه به مو خپل غره ((آجا)) ته ورسوم . والله هلته به د لسو ورځو په دننه کې د دغې قبيلي شل زره توريالي ستاسو په خدمت کې ودرېږي او څو چې په هغوى کې ساه وي تاسو ته به څوک هم سترګې نشي پورته کولاى .)) حسين ( رض) ځواب ورکړ: (( خداى (ج) دې تاسو ته خير درکړي ؛خو زما او دهغو‌ى ترمنځ يو لوز شوى او ددې لوز په شتون کې زه يوګام هم نشم اخستلاى.هيڅ نشم ويلاى،چې زما او دهغوى معامله به په کوم حد ختمېږي)) . ( ايضا) .

 

خوب

اوس حضرت حسين (ع) باوري شوى و،چې هغوى د مرګ خوا ته روان وه: له (( قصر بنى مقاتل )) نومې ځاى څخه یې،چې کوچ کاوه؛ نو د خوب يوه جټکه پرې راغلې وه.بيا یې ځان بيدار کړ او په اوچت اواز یې وويل: (( انا لله وانااليه راجعون . الحمدلله رب العالمين )) . درې ځله یې همدغه کلمات وويل؛نو د حضرت حسين ( رض) زوى علي اکبر وپوښتل: (( دا انالله وانا اليه راجعون ولې؟)) .

هغوى ځواب ورکړ: (( د پلار ځانه ! اوس د خوب جټکه راغلې وه . په خوب کې مې وليدل چې يو سپور راروان دى او وايي،چې : خلک روان دي او مرګ ورسره روان دى . زۀ پوه شوم چې دا زموږ د مرګ خبر دى ،چې موږ ته رارسول کېږي)) . علي اکبر وويل : (( خداى (ج) دې درته بده ورځ نه درښيي ولې موږ په حقه نه يو؟))

ويې ويل :(( بې شکه موږ په حقه يو)) . په دې د علي اکبر له خولې بې واره ووتل (( که موږ په حقه يو؛نو بيا دمرګ هيڅ پروا نه کوو )) . دا د حضرت حسين (رض) هغه بچى و ،چې د کربلا په ميدان کې شهيد شو او د (( علي الاکبر)) په لقب مشهوردى. ( ابن جرير،دنهج البلاغې شرح ،امام سيد مرتضى اونور) .

 

د ابن زياد ليک

سهار حضرت حسين (رض) بيا پر اس سپور شو او د خپلو ملګرو په خپرولو لګيا شو؛خو حربن يزيد منع کړ دا شخړه تريوه ساعت پورې و، اخر د کوفې له لوری يو سپور راښکاره شو. وسله ورسره وه ،له حضرت حسينه يې مخ واړو او پر حر يې سلام واچاوه او د ابن زياد ليک یې ورته وړاندې کړ.د ليک مضمون دا و:

(( حسين (ع) په يو ځاى کې هم ايسارېدوته مه پرېږده. له پراخ ميدان پرته په بل يو ځاى کې هم درڅخه کوز نشي.په خوندي او ښېراز ځاى کې درنه دېره نشي . زما همدغه قاصد به درسره وي او ګوري به ،چې ته تر کومه حده زما حکم عملي کوې)) .

حر د ليک مضمون حضرت حسين (ع) ته واوراوه او ويې ويل: (( په ميدان کې د کوزېدو اجازه درکولاى شم)) .

زهيربن القين حضرت امام حسين ( رض) ته عرض وکړ،چې: (( له دغو خلکو سره جنګ کول تر هغه لوى لښکرسره تر جنګه اسان دى ،چې وروسته راتلونکى دى )) . خو حضرت حسين (رض) له جګړې څخه نمښته – انکار وکړه او ويې ويل :(( زه له خپل لوري د جګړې پيل نه غواړم )) .

زهير وويل: (( نو بيا په هغه مخامخ کلي کې کوز شئ ،چې د فرات پر غاړه اباد دى او موږ ته پکار دي،چې ځانونه کلابند کړو )) .

حضرت امام وپوښتل :((دهغه کلي نوم څه دى .))

زهير وویل : (( عقر)) .

( دعقر معنى ده چيچل يا بې ثمره اوبې پايلې پاتې کېدل په دې د حضرت امام حسين (رض) خاطر دروند شو او ويې ويل : له ((عقر)) څخه خداى (ج) ته پناه وړم)) . ( ايضا) .

 

کربلا ته رسېدل

اخر هغوى يوې ويجاړې ځمکې ته ورسېدل او کوز شول او ویې پوښتل: (( ددې ځمکې نوم څه دى؟)) معلومه شوه ،چې ((کربلا)) . حضرت وويل: (( دا کرب او بلا ده )) .

دا ځاى له سينده لري واو تر منځ يې يوغر و دا د( ٦١) هجري محرم الحرام د دويمې پېښه ده .

 

دعمرو بن سعد راتګ

په بله ورځ عمرو بن سعد بن ابي وقاص د کوفې د خلکو له څلور زره کسيز لښکرسره راورسېد. عبيدالله بن زياد عمرو په زور رااستولى و . د عمرو غوښته وه ،چې له دې امتحانه بچ شي او معامله پاى ته ورسېږي . هغه له راتلو سره سم حسين (رض) ته استازى ولېږه او ویې پوښتل :(( تاسو څه ته راغلي یې ؟ )) . حضرت حسين (رض) همغه ځواب ورکړ ،چې حربن يزيد ته یې ورکړى و؛(( ستاسو ددې ښار خلکو راغوښتى يم . اوس يې که خوښ نه يم ؛نو بېرته تلو ته تيار يم )) .

 

د ابن زياد سختۍ

عمرو بن سعد په دې ځواب ډېر خوشحاله شو او په زړه کې یې هيله پيدا شوه،چې له امتحانه به خلاص شم .هغه عبيدالله بن زياد ته ليک واستاوه او چې ابن زياد ليک ولوست؛نو ويې ويل : (( اوس ،چې زموږ په پنجه کې راګېرشوى؛ نو ځان خلاصول غواړي ؛خو اوس د بېرته تلو يا تښتېدو وخت نه دى پاتې . حسين (رض) ته ووايه ،چې وړومبى دې له خپلو ټولو ملګرو سره د يزيد بن معاويه په لاس بيعت وکړي . بيا به ګورو،چې موږ ته څۀ کول پکار دي . پام کوه ،چې حسين ( ع) او ملګرو ته يې اوبه ونه رسېږي او يو څاڅکى هم درنه ونه څښي،لکه حضرت عثمان (رض) چې له اوبو بې برخې شوى و)) .

 

د اوبو پر سر جګړه

عمرو بن سعد اړ شو،چې پنځه سوه سپاهيان د سيند د ساتنې لپاره ولېږي او پر حسين (رض) او ملګرو يې اوبه بندې کړي.حضرت حسين (رض) خپل ورور عباس بن علي ته حکم وکړ،چې له دېرش سپرو او شلو پياده وو سره ولاړ شه او اوبه راوړه! دوى،چې ورسېدل ؛نو د مخالفې ډلې افسرعمرو بن الحجاج را ايسار کړل.مقابله وشوه او دوى شل مشکونه راډک کړل .

 

له عمرو بن سعد سره کتنه

ماښام حضرت حسين (رض) عمرو بن سعد ته قاصد ور واستاوه ،چې بېګا ته راسره وگوره!لکه چې دواړه له شلوشلو سپورو سره خپل خپل ځاى ته راووتل او په منځني ځاى کې یې سره وکتل،ځانته په ځانته يې د شپې تر ناوخته پورې خبرې اترې وشوې . راوي وايي،چې خبرې بالکل پټې وې؛خو دا خبره مشهوره شوه ،چې حضرت حسين (رض) عمرو ته ويلي و،چې دواړه به خپل خپل لښکر دلته پرېږدو او يزيد ته به ځانونه وړاندې کړو؛خوعمرووويل :(( که داسې مې وکړل ؛نو کور به مې وران شي )) . حضرت حسين ( ع) وويل (( زه به یې درته جوړ کړم )) . عمرو وويل: ((ټوله شتمني به مې ضبط کړاى شي )) .حضرت حسين (رض) وويل: (( زه به يې په بدل کې خپله د حجاز شتمني درکړم )) . عمرو دا خبره ونه منله. ( ابن جريراونور ) .

 

درې شرطونه

تر دې وروسته هم درې څلور ځله يې پخپلو کې ليدنې کتنې وشوې. حضرت حسين (ع) درې شرطونه وړاندې کړل .:

٠١ ما همغه ځاى ته بيرته تلو ته پرېږده ،چې ترې راغلی يم .

٠٢ ما پرېږده ،چې پخپله له يزيد سره معامله فيصله کړم .

٠٣ ما د مسلمانانو يو سرحد ته ولېږه ؛دهغه ځاى پرخلکو،چې څه تېرېږي پر ما دې هم تېرشي .

 

د عمرو ليک

تر بيا بيا خبرو وروسته عمرو بن سعد ابن زياد ته وليکل ،چې (( خداى (ج) فتنه سړه کړه ، نفاق یې ورک کړ،اتفاق یې پيدا کړ او د امت معامله یې سمه کړه.حسين ( ع) راسره ژمنه کړې،چې هغه په دغو درېيو شرطونو کې دهريو منلو ته تيار دى . په دې کې ستا لپاره هم خير دى او د امت لپاره هم)) .

 

د شمر مخالفت

ابن زياد ،چې ليک ولوست ؛نو متاثر شو. د عمرو بن سعد ستاينه یې وکړه او ويې ويل ،چې (( ما منظور کړل )) ؛خو شمر بن ذى الجوشن یې مخالفت وکړ او ويې ويل :(( اوس حسين (رض) راګېرشوى که ستاسو له اطاعت پرته ووت؛نوهيڅ عجيبه نه ده ،چې عزت او قوت حاصل کړي او ته کمزورى اوعاجز شې.غوره دا ده ،چې اوس هغه له را ايسارېدو وروسته وتو ته پرې نه ښودل شي، ان تردې ،چې ستااطاعت قبول نه کړي . ما اورېدلي ،چې حسين او عمرو روغه روغه شپه پخپلو کې پټې پټې خبرې کوي)) .

 

د ابن زياد ځواب

ابن زياد دا رايه خوښه کړه او شمر یې له ليک سره وليږه د ليک مضمون دا و :

(( که حسين (رض) له خپلو ملګرو سره موږ ته ځان وسپاري؛نوجنګ دې ونشي او حسين (ع) دې سم سلامت ماته راورسول شي؛خو که دا خبره يې ونه منله؛نو بيا له جنګ پرته بله لار نشته .شمر ته مې ويلي،چې که عمرو زما په حکم سم عمل وکړ؛نو ته یې اطاعت وکړه او که داسې ونشول؛نو پکار دي ،چې لرې يې کړې او د پوځ واګې پخپله سمبال کړې ، د حسين (رض) سرغوڅ کړې اوما ته یې راولېږې)) .

د ابن زياد په دې ليک کې عمرو ته سخت ګواښ هم شوى و،چې ما ته دې ته نه یې لېږلى،چې حسين (رض) بچ کړې اوما ته سپارښتنې راولېږې ،ګوره زما حکم څرګند دى که هغو‌ى خپل ځان دروسپاره؛نو روغ رمټ یې ماته راواستوه؛خو که انکار یې وکړ؛نو بيا پرې سملاسي بريد وکړه. وينې یې تویې کړه ، بدن یې مسخ کړه ؛ځکه چې د همدې سلوک وړ دى،چې ويې وژنې پر بدن یې اسونه وخېژوه ؛ځکه چې باغي دى او له جماعته وتلى دى . ما ژمنه کړې،چې که قتل کوم؛نو دا به ضرور کوم.که تا مې حکم عملي کړ ؛نو د انعام او اکرام وړ به وګڼل شې او که نافرماني دې وکړه ؛نو معزول به کړاى شې .( ابن جريراونور) .

 

شمربن ذي الجوشن او امام حسين

د شمربن ذي الجوشن په اړه مو بايد دا په ياد وي،چې دهغه ترور ام البنين بنت خرام د اميرالمومنين علي ( رض) په نکاح کې و اوله هغې يې څلور زامن (عباس، عبدالله،جعفر او عثمان) زېږېدلي ول،چې په دې جګړه کې له حضرت حسين (رض) سره وه،داسې چې شمر ددې څلورو د خپلولۍ له کبله د حضرت امام حسين (رض) د ترور زوى و.هغه ابن زياد ته وړانديز کړى و،چې دهغه دغو خپلوانوته امان ورکړل شي او ابن زياد هم ورسره منلې و‏ ؛نو ځکه دا څلور واړه يې ميدان ته راوغوښتل او ورته ويې ويل:(( تاسو زما دنيکه له کورنۍ ياست تاسې ته مې د امن او سلامتۍ تابيا کړې ده )) .

؛خو هغوى ځواب ورکړ:(( په تا دې افسوس وي،چې ته موږ ته امان راکوې ؛خو د رسول الله (ص) بچي ته امان نشته )) .

شمر ،ابن سعد ته د کوفې د حاکم ليک ورساوه چې د عزل او لرې کېدو له ويرې تعميل ته چمتو شو. ( ايضا) .

 

د پوځ لومړنى حرکت

د مازيګر تر لمانځه وروسته عمرو بن سعد خپل لښکر په حرکت راوست،چې حسين (رض) ته ورنزدې شوه ؛نو حضرت عباس له شلو سپرو سره راڅرګند شو.عمرو ورته وويل: د ابن زياد ځواب راغى او مضمون يې دا و : (( حضرت عباس بېرته ولاړ او حضرت امام حسين (رض) ته یې دا خبر ورکړ)). په دې دوران کې ،چې په دواړو لوريو کې کوم تاوتريخوالى شوى؛نو راويانو خوندي ساتلى دى.

 

د دواړو پوځونو ترمينځ ژبنى تاوتريخوالى

د حضرت امام حسين (رض)له پلويانو څخه حبيب ابن مظاهر وويل: (( د خداى (ج) په نظر کې هغوى ډيرناوړه خلک دي ،چې په دربار کې به يې په داسې حالت کې ودرېږي،چې د نبي (ص) د اولاد او ددې ښار(کوفې ) د تهجد کوونکيو عابدانو په وينو به يې لاسونه سره وي ))

د ابن سعد له پوځ څخه عزره بن قيس ځواب ورکړ.: (( شاباش خپله غندنه ښه وکړه .ځان د خپلې پاکۍ په اعلان ښه موړ کړه )) .

زهير بن القين وويل (( اى عزره! دا نفسونه خداى (ج) پاک کړي او د ښیون- هدايت لار یې ورښودلې ده.له خداى (ج) څخه ووېرېږه او د دغو پاکو نفسونو په وژنه کې د ګمراهۍ مه ملګرى کېږه ،عزره ځواب ورکړ:(( اى زهيره ! ته خو ددې کورنۍ ملاتړى نه وې؛ولې تر نن څخه مخکې ته د حضرت عثمان (رض) ملاتړ ى نه وې؟))

زهير وويل : (( هو! دا خبره رښتيا ده .ما حسين (رض) ته تر اوسه پورې ليک هم نه دى ليکلى او نه مې قاصد ورلېږلى؛خو سفر موږ دواړه سره يو ځاى کړو،ما چې دوى وليدل؛ نو رسول الله (ص) را پر ياد شو. له دوى سره د رسول الله ( ص) مينه راياده شوه. ما وليدل چې دوى د ډېرقوي دښمن مقابلې ته روان دي . خداى(ج) زما په زړه کې د دوى مينه واچوله. په زړه کې مې وويل زه به يې مرسته کوم او د خداى او د رسول اوهغه حق به ساتم ،چې تا ضائع کړ)) .

بيا امام حسين (ع) خپلو ملګرو ته وويل :(( که کېداى شي ؛نونن ترې څنګ ته شئ ،چې دا نن شپه بيا د خداى په عبادت کې تېره کړو،چې د هغه د عبادت خوښوونکى او د کتاب لوستونکى يې يم )). لکه ،چې همدغه ځواب ورکړ شو او پوځ بېرته ولاړ . ( ابن جريراو يعقوبي )

 

د امام حسين (رض) خواشيني او د ملګرو وفاردارۍ

 

د پوځ تر ستنېدو وروسته د شپې امام حسين ( ع) خپل ملګري راټول کړل او وينا یې وکړه:(( د خداى (ج) حمد و ستاينه کوم او په کړاو او راحت دواړو کې يې شکر کوم،چې زموږ کور دې پر نبوت مشرف کړ ، پر قرآن پوهه دې راعطا کړه ،پردين پوهه دې راوبښله او د ليدو، اورېدو او عبرت اخېستلو په قوتونو سره دې سرلوړي کړو .

اى خلکو! زه نه يم خبر،چې نن پرځمکه زما تر ملګرو غوره او ښه خلک هم موجود وي او يا زما تر اهلبيتو زيات خواخوږي اهل بيت هم له چا سره شته! اى خلکو ! تاسو ټولو ته دې خداى (ج) زما له لوري د خير جزا درکړي. زه پوهېږم ،چې سبا به عملاً زما او دهغوى فيصله وشي . له غور او فکر وروسته زما رايه دا ده ،چې تاسو ووځئ.شپه ده زما د اهل بيتو لاس ونيسئ او په تياره کې اخوا دېخوا ولاړ شئ.زه مو په خوشحالۍ رخصتوم . زما له لوري به هيڅ ګيله نۀ وي دا خلک غواړي،چې يوازې ما ووژني ؛نو له تاسو به يې پام په بله واوړي )).دا یې،چې واورېدل ؛نو اهل بيت يې پرې ډېر خپه شول .

حضرت عباس وويل :(( دا ولې؟ ايا ددې لپاره ،چې ستاسو ترمرګ   وروسته موږ ژوندي پاتې شو؟ داسې ورځې دې خداى(ج) راته و نه ښيي )) .

حضرت حسين (رض) د مسلم بن عقيل خپلوانو ته وويل :(( اى د عقيل اولادې !د مسلم قتل کافي دى . تاسو ما پرېږدئ او ما اجازه درکړه )) . هغوى وويل :(( خلک به څه وایي؟همدغه به وایي،چې موږ خپل شيخ سردار او تربوران پرېښودل او راوتښتېدو. موږ ورسره نه څه غشي وويشتل، نه مو نېزه وچلوله اونه توره. نه! والله ! دا به کله هم ونشي.موږ له تاسو خپل مال او اولاد هر څه بلهار- قربان کړو.درسره به په جنګ کې ملګرتيا کوو. څه ،چې پر تاسو تېرېږي پر موږبه هم تېرېږي.تر تاسو   وروسته دې خداى(ج) موږ ژوندي نه پاتې کوي)).

د امام حسين (رض) ملګري هم ودرېدل. مسلم بن عوسجه اسدي وويل :(( موږ به تاسو پرېږدو؟حال دا چې تراوسه پورې موږ ستاسو حق نه دى ادا کړى.والله نه! کله هم نه. زه به خپله نېزه د دښمن پر سينه ماتوم .څو،چې مې قيضه په لاس کې وي توره به تاووم راتاووم .که بې وسلې شم ؛نو کاڼي به وولم ،ان تردې ،چې مرګ راورسي)) .

سعد بن عبدالله الحنفي وويل: (( والله موږ به ترهغه ستاسو ملګرتيا نه پرېږدو،څو الله تعالى ته دا معلومه نشي،چې موږ د رسول الله (ص) حق خوندي کړى دى . والله که راته دا خبره هم معلومه وي،چې زه به ووژل شم . وبه سوزول شم،په اور کې به وريت کړاى شم اوبيا به زما ايرې په هوا کې والوزول شي او يو ځل نه؛بلکې اويا ( ٧٠ ) ځله به راسره همدغه سلوک کېږي بيا به مو هم ملګرتيا پرې نه ږدم . تر دې،چې په ملاتړ کې مو فنا شم )) .

زهيربن القين وويل :(( قسم مې دې پر خداى (ج) وي که زه زر ځله هم په ارې وڅيرل شم بيا به هم ستاسو ملګرتيا پرې نه ږدم. دا به مې نيکمرغي وي،چې که زما په قتل ستاسو د اهل بيتو ځانونه بچ شي)) . ( ابن جرير ، کامل ، د نهج البلاغې شرح اونور ) .

 

د حضرت زينب (رض ) ناکراري

له امام زين العابدين څخه روايت دى،په کومه شپه چې زما پلار شهيد شوى و،زه ناست وم . ترور مې زينب زما په پالنه لګيا وه . ناڅاپي زما پلار په خيمه کې خپل ملګري راوغوښتل ؛هغه وخت په خيمه کې د ابوذرغفاري دغلام زوي توره پاکوله او زما پلار دا شعرونه لوستل :

((اى زمانې ! خانه دې خرابه شه. ته څومره بې وفا دوست یې. هر سهار او هر ماښام ستا دلاسه څومره مري . زمانه له چا سره هم رعايت نه کوي له چا هم بدله نه مني او ټوله معامله د خداى( ج) په لاس کې ده هر ژوندى د مرګ پر لار روان دى)) .

درې څلور ځله یې دغه شعرونه وويل، زړه مې را ډک شو په سترګو کې مې اوښکې راغلې؛خو ايسارې مې کړې او پوه شوم ،چې څه مصيبت راتلونکى دى، بېرته کېدونکۍ نه دى.زما ترور دا شعرونه واورېدل بېواکه شوه،بې اختياره په منډه منډه راغله او ژړا فرياد يې پيل کړ. امام حسين (رض) چې دا حالت وليد؛نو ويې ويل :(( خورې ! دا دې څه حال جوړکړى دى.هسې نه چې د نفس او شيطان بې صبري زموږ پر ايمان او استقامت برلاسي شي)) .

هغې په ژړا ژړا کې وويل: (( په دې حالت کې څنګه صبر وکړم ،چې ته لګيا یې خپل ځان پخپله وژنې)) . امام حسين (رض) وويل :(( د مشيت همدغه پرېکړه ده)).په دې دهغې بې قرارۍ نورې هم زياتې شوې اود غم له شدته بې حاله شوه. دا حالت یې ،چې وليد؛نو امام حسين (رض) د صبر او استقامت ډکه اوږده وينا وکړه،ويې وويل:((خورې! له خداى ( ج) څخه ووېرېږه.د خداى (ج) د تعزيت تسلي ترلاسه کړه.په دنيا کې د هر ژوندي لپاره مرګ دى.هر شى فنا کېدونکى دى.بيا د مرګ له وېرى ولى دومره بى صبره يې؟ ګوره موږ ته او هر مسلمان ته د رسول الله ( ص) په ژوند کې اسوه حسنه ده . دا بېلګه راته څه ښيي. په هر حال کې راته د صبر او ثبات، توکل او د رضا زده کړه راکوي.موږ ته پکار دي،چې په يو حالت کې هم له دې څخه بې لارې نشو.( يعقوبي اوابن جرير) .

 

ټوله شپه یې په عبادت تېره کړه

دغه شپه امام حسين(رض) او ملګرو يې په لمانځه،استغفار او دعا تېره کړه.راوي وايي،چې د دښمن سواره ټوله شپه زموږ له لښکره ګېر چاپېره ګرځېدل .حضرت حسين (رض) په اوچت اواز دا آيت ووايه :(ژباړه ) (( دښمن دې دا فکر نه کوي،چې زموږ د واګو په ساتلو کې يې خيردى. موږ يوازې ددې لپاره واګې سستوو،چې جرم يې نورهم زيات شي.خداى (ج) مومنان په همدغه حال کې نه پرېږدي؛ بلکې پاک به له ناپاکو بېل کړي )) .

د دښمن يوسپور،چې دا آيت واورېد؛نو په چغه یې وويل: (( د کعبې په پالونکي مې قسم ،چې موږ پاک يو او له تاسو بېل کړاى شوي يو )) .

 

د عاشورا سبائي

د جمعې يا خالي پر ورځ د محرم پر لسمه ( ١٠) د سحر تر لمانځه وروسته عمرو بن سعد خپل پوځ راوويست حضرت حسين ( ع) هم د خپلو اصحابو ليکي ټينګې کړې.له دوى سره يواځى ( ٣٢) سپاره  او ( ٤٠) پياده يعنې ټول ( ٧٢) کسان وه. پر ((ميمنه)) یې زهيربن القين مقرر کړ .بيرغ یې خپل ورور عباس بن علي ته ورکړ. د خېمو شا ته یې خندق وکنست،چې پکې یې ډېر وچ لرګي واچول او اور یې ورواچاوه،چې دښمن له شا بريد ونکړاى شي .

 

د شمر بد ورد

له پوځ څخه شمربن ذي الجوشن اس راوځغلاوه ، د حسين (رض ) له لښکر څخه یې،چې چارچاپېره اور وليد؛نو په چغو سر شو:(( اى حسينه ؟ تا تر قيامت مخکې اور ومانه؟)).

حضرت حسين (رض) ځواب ورکړ:(( اى د شپونکي زويه!همدا ته   د اور ډېر مستحق او وړ يې. ))

مسلم بن عوسجه وويل :(( اجازه راکړئ ،چې په غشي یې وولم او هلاک یې کړم ؛ځکه چې بالکل پرنښه دى)) . امام حسين منع کړ: (( نه ؛ زه به جنګ نه پيلوم)) .

 

دعا ته یې لاسونه پورته کړل

د دښمن رساله یې،چې مخې ته په تېرېدو وليده ؛نو د دعا لپاره یې لاسونه اوچت کړل :(( الهي ! په هرمصيبت کې مې هم ته اسره یې . په هره سختۍ کې مې یوازې ته اډانه یې، څومره مصيبتونه راغلل،زړه مې کمزورى شو،تدبير ځواب راکړ، دوستانو بې وفايي وکړه،دښمن خوشحالي وکړه؛خو ما يوازې تا ته التجاء کړې او تا زما لاسنيوى کړى دى؛ ته د هر نعمت مالک یې،هم ته احسان کوونکى یې.نن يوازې تا ته التجا ‌کوم )) (   د نهج البلاغې شرح ) .

 

د دښمن په مخکې وينا

چې دښمن نژدې راغى ؛نوحسين (ع) اوښه وغوښته پرې سپور شو قرآن یې مخې ته کېښود، ددښمن ليکو ته مخامخ ودرېد او په اوچت اواز یې دا وينا وکړه :

(( خلکو ! خبره مې واورئ.بېړه مه کوئ.ما ته د نصيحت مهلت راکړئ.خپل عذر بيانولو ته مې پرېږدئ.د راتللو لامل ښوولو ته مې پرېږدئ . که زما عذر معقول وي او تاسې راسره انصاف وکړئ ؛نودا به درته د نېکمرغۍ باعث وي او تاسو به زما مخالفت پرېږدئ ؛خو که تر اورېدو وروسته هم تاسو مې عذر ونه مانه او له انصافه مو ډډه وکړه ؛نو بيا ما ته هر څۀ منظور دي ،تاسې او ستاسې ټول ملګري يوموټى پر ما رامات شئ ، ما ته بيخي مهلت مه راکوئ. په هرحال کې مې اعتماد په نړۍ پال خدای دى اوهغه د نېکانو ملاتړى دى)) .

اهل بيتو،چې دا وينا واورېده؛نو د تاثيرله شدته بې اختياره شول اوله کېږدۍ- خيمې څخه د ماتم اواز را اوچت شو .

امام حسين (رض) خپل ورور عباس او خپل زوى علي اکبر ورولېږل ،چې غلي یې کړي او ويې ويل: (( دوى ته لا ډېره ژړا پاتې ده)) .

بيا یې په بېواکۍ وويل :((خداى ( ج) دې دعباس عمر اوږد کړي. ))( يعنې دابن عباس ) .

راوي وایي ،چې دا فقره د امام حسين ( رض)له خولې؛ځکه ووته ،چې عبدالله بن عباس هغوى له ځانه سره د ښځو له بيولو منع کړي وه؛خو هغو‌ ورته توجه ونکړه،اوس یې،چې د هغوى ژړا او فرياد واورېد؛نو د عبدالله بن عباس خبره ورياده شوه. بيا یې له سره وينا شروع کړه :

(( خلکو! زما حسب نسب ياد کړئ ،فکر وکړئ ،چې زۀ څوک يم ؟ بيا په خپلو ګرېوانونو کې وګورئ او له خپل ضميرسره محاسبه وکړئ ، ښه غور وکړئ.ايا تاسو ته زما وژل او زما د حرمت بې احترامي روا ښکاري ايا زه ستاسو د نبي (ص) د لور او د هغه د تربور زوى نه يم. ايا سيدالشهدا ء حمزه زما دپلار تره نه و)) ؟ ايا ذي الجناحين جعفرطيارزما تره نه دى؟ ايا تاسو د رسول الله دا مشهورحديث نه دى اورېدلى ،چې زما او زما د ورور په باب يې ويلى :((د جنت د زلميو سرداران) . که دا بيان مې رښتونی وي او ضرور رښتونى دى؛ ځکه زه چې بالغ شوى يم تر اوسه   مې دروغ نه دي ويلي؛نو چې تاسو زما په خبرو يقين نه کوئ ؛نو په تاسو کې داسې خلک شته،چې هغوى به یې تصديق وکړي.جابر بن عبدالله انصاري ،ابوسعيد خدري ، سهيل بن سعد ساعدي ، زيد بن ارقم او انس بن مالک وپوښتئ ؛نو وبه وایي ،چې موږ د حسين او ورورپه اړه يې له رسول الله (ص) څخه دا خبره اورېدلې ده که نه ؟ ايا دا خبره هم تاسو زما له وينې تويولو نشي منع کولاى ؟والله دا وخت په څلور کونجه دنيا کې تر ما پرته بل څوک هم د نبى( ص) د لور زوى نه دى موجود.زه ستاسو د نبي (ص) نېغ په نېغه لمسى يم.ايا تاسو ما ځکه وژنئ ،چې ما څوک وژلى دى ؟ د چا وينې مې توې کړې دي ؟ د چا د مال شوکه مې کړې؟ ځواب راکړئ،څه خبره ده؟ ګناه مې څه ده؟))

 

د کوفيانو ځواب

حضرت امام حسين (رض) بيا بيا وپوښتل؛خو چا هم ځواب ور نه کړ.اخر یې د کوفې د لويو لويو خلکو نومونه واخېستل: ((اى اشعث بن ربعي ،اى حجاب بن الحجر، اى قيس بن الاشعث،اى يزيد بن الحارث ! ايا تاسو ما ته نه وه ليکلي ،چې مېوې پخې شوې؛ځمکه شنه شوه،په ويالو کې اوبه راغلې،که تاسو راځئ؛نو خپل جرار پوځ ته به راځئ،ژر راشئ؟))

د دې خلکو خولې وخوځېدې او ويې وويل،چې ((کله هم نه،موږ ؛خو نه و وليکلي))

حضرت امام حسين (رض) چغه کړه :(( سبحان الله! دا څه دروغ دي والله همدا تاسو ليکلي وه)) .

تر دې وروسته یې بيا غږوکړ: (( اى خلکو! دا چې اوس زه ستاسو خوښ نه يم ؛نو داغوره ده چې ما پرېږدئ .زۀ به له دې ځايه بېرته ولاړ شم )).

 

ذلت نه منم

د کوفيانوځواب یې چې واورېد ؛نوقيس بن الاشعث وويل:((ايا داغوره نه ده ،چې تاسو ځان خپلو تربورانو ته وسپارئ هغوى به درسره ستاسې د خوښې سلوک کوي،تاسو ته به هيڅ تلکيف در ونه رسوي)) .

امام حسين (رض) ځواب ورکړ:(( تاسو ټول د يوې څانګې ګلونه يې .

اى سړيه ! ايا ته دا غواړې،چې بني هاشم له تا څخه، پر((مسلم بن عقيل))سربېره د يو بل قتل مطالبه هم وکړي؟ نه! والله ؟ زه به په ذلت ورته کله هم ځان ونه سپارم )) .( ابن جرير) .

دا یې وويل او اوښه یې چو کړه. عقبه بن سمعان ته یې حکم وکړ،چې خوله يې وتړه. بيا یې وليدل،چې دښمن حرکت شروع کړ.

 

کوفيانو ته د زهير وينا

زهيربن القين خپل اس مخکې تېر کړ او د لښکرمخې ته ورسېد او په چغه یې وويل : (( اى د کوفې خلکو! د خداى (ج) له عذابه ووېرېږئ ، خپل ورور ته نصيحت کول د هرمسلمان فرض دي ،ګورئ تردې وخته پورې موږ ټو ل وروڼه يو په يو دين او يوه طريقه روان يو.څو تورې له تېکو نه وي وتلې تاسې له هر اړخه زموږ د نصيحت او خيرخواهۍ مستحق يئ ؛خو د تورې په رالوڅېدو به خپلمنځى حرمت مات شي او موږ او تاسو به دوه بېلې بېلې ډلې شو. ګورئ خداى غواړي د خپل نبي (ص) د اولاد په اړه موږ او تاسې امتحان کړي. موږ، تاسې د اهلبيتو د نصرت لپاره راغواړو او د سرغړاند عبيدالله بن زياد د مخالفت بلنه درکوو.يقين وکړئ له   دې حاکمانو نه به درته کله هم خير در ونه رسي،دوى به مو سترګې ړندې کړي،لاسونه او پښې به مو پرې کړي، څېرې به مو مسخ کړي، غرغره به مو کړي او يو يو نېکوکار به ووژني؛بلکې دوى خو دا هر څه پخوا کړي دي.لا د حجرابن عدي ، هانى بن عمرو اونورې پيښې دومره زړې شوې نۀ دي ،چې درته به په ياد نه وي)) .

کوفيانو ،چې دا وينا واورېده؛نو زهير ته په بدو ردو ويلو او د ابن زياد په ستاينه سرشول : (( والله! موږ به ترهغې وروسته نشو،چې حسين (رض) او ملګري مو یې نه وي وژلي يا مو خپل امير ته مخکې کړي نه وي)) .   زهيرځواب ورکړ: (( خير که تاسې ته د فاطمې تر زوى د سميه زوى ( يعنې ابن زياد ) ډېر د ملاتړ او نصرت وړ وي؛نو لږ تر لږه د رسول (ص) د اولاد خو دومره درناوى وساتئ،چې مه يې وژنئ ،دوئ او تربور يې يزيد بن معاويه پرېږدئ ،چې پخپلو کې څه فيصله وکړي، زۀ قسم خورم ،چې ديزيد د خوښۍ لپاره داضروري نه ده،چې د حسين (رض) وينه تويه کړئ )) . ( ابن جريراودنهج البلاغې شر ح) .

 

د حر بن يزيد هوکړه

له عدي بن حرمله څخه روايت دى ، ابن سعد چې پوځ په حرکت راووست ؛نوحربن يزيد وويل: (( خداى (ج) دې تاسوته سمه لار وښيي . ايا تاسو به له دې سړي سره جنګ کوئ؟)) .

ابن سعد ځواب ورکړ: ((هو،والله جنګ ! داسې جنګ ،چې لږ ترلږه دا به پکې کېږي ،چې سرونه به غوڅ شي اولاسونه به له لېچو والوزي)) .

حر وويل :(( ايا له دې درېو شرطونو ځنې يو یې هم د منلو نه دى ،چې وړاندى کړي يې دي؟)) ابن سعد وويل: (( والله که واک مو واى ؛نوضرور به مې منلي واى؛خو څه وکړم ستاسو حاکم یې نه مني)) .

حر بن يزيد ،چې دا ځواب واورېد؛نو خپل ځاى ته ستون شو. هلته نزدې يې د قبيلې يو سړى ولاړ و ،چې نوم یې قره بن قيس و. حر ورته وويل : (( تاپر خپل اس اوبه څښلي؟)) څه موده وروسته قره ويل :(( د حر له دې پوښتنې پوه شوى وم ،چې هغه نه غواړي په جګړه کې برخه واخلي او ما ايسار کړي،چې واکمن ته يې شکايت و نه کړم )) .

(( ماپه اس اوبه نه دي څښلي)) . ما دا وويل او بل طرف ته روان شوم . زه ،چې ترې بېل شوم ؛نو حر ورو، ورود حضرت امام حسين (رض) خواته روان شو. د حرد قبيلې يو سړي مهاجر بن اوس ورته وويل :(( ولې پرحسين (رض) بريد نه کوې؟)) .

حر پرې ځان غلى کړ . مهاجر په شک کې شو او ويې ويل : (( چوپتيا   دې په شک کې کړم .ما په کوم جنګ کې مې کله هم ستا دا حالت نۀ و ليدلى که مې وپوښتي،چې په کوفه کې تر ټولو زيات تورزن څوک دى ؛نو په ژبه مې ستا له نامه پرته د بل چانوم نشي راتلاى. بيا دا ته په دې وخت کې څه کوې؟)) .

حر په سنجش سره ځواب ورکړ:(( والله! زه د جنت يا د دوزخ انتخاب کوم . والله ما جنت خوښ کړ دا که څوک مې ټکړې ټکړې هم کړي)) . دا يې وويل او اس یې وځغلاوه د حسين (رض) لښکر ته ولاړ او د حضرت حسين (رض) حضور ته ورسېد؛نو ويې ويل: (( اى ابن رسول الله! هغه بدمرغه زه يم ،چې تاسو مې بېرته تلو ته پرېنښودئ،په ټوله لار کې مې   تعقيب کړئ،پردې ځای کوزېدو ته مې اړ کړئ.قسم مې دې په خداى (ج) وي دا خبره مې په وهم او گومان کې هم نه و راغلې،چې دا خلک به ستاسو شرطونه نۀ مني.که خبر واى ،چې خبره تردې حده رارسي؛نو ز به مو کله هم په لار کې خنډ شواى نۀ واى . زۀ پرخپل کار پړ يم او توبې ته درته راغلى يم . زه مو په قدمونو کې بلهاریدل- قربانېدل غواړم .ستاسو څۀ فکر دى ،چې دا بلهاري مې د توبې لپاره بسیا ده ؟))

حضرت حسين (رض) په شفقت ورته وويل: (( هو ! خداى(ج) دې ستا توبه قبوله کړي،تا دې وبښي.ستا نوم څۀ دى؟)) هغه وويل: ((حربن يزيد )). امام حسين (ع) وويل :(( ته حر(يعنې ازاد) یې.مور درباندې څنګه نوم ايښى. ته به ان شاءالله په دنيا او اخرت کې حر یې)).

 

کوفيانو ته د حر خطاب

حر د دښمنانو د ليکو مخ ته ودرېد او ويې ويل:(( اى خلکو ! تاسو ولې د حسين (رض) له شرطونو ځنې يوهم نه منئ؟چې خداى (ج) تاسو له دې ازمېښته بچ کړي)) . خلکو ځواب ورکړ:(( زموږ سردار ابن سعد به   يې ځواب درکړي)).عمرو بن سعد وويل: (( زما هم زړه غواړي ؛خو کاشکې ما دا شرطونه منلاى شواى)) .

تر دې وروسته حر ښه له احساساتو ډکه وينا وکړه او د کوفې خلک یې په بې لوزۍ او ټګۍ وغندل او ويې شرمول؛خو هغوى يې په ځواب کې د غشوباران پیل کړ او حر یې خېمې ته په ستنېدو اړ کړ.

 

د جنګ پيل

تر دې پيښې وروسته عمرو بن سعد خپله لينده را اوچته کړه ،د حسين (رض) په لښکر بې يو غشى وويشت او ويې ويل :(( تاسو ټول به ګواهي ورکوئ،چې تر ټولو وړومبى غشى ما ويشتى دى))

بيا له دواړو لوريو د غشیو باران پیل شو. لږه شېبه وروسته د زياد بن ابيه او د عبيدالله بن زياد مريان سيار او سالم ميدان ته راووتل او جنګيالي يې وغوښتل.د جنګ پخوانى دود و،چې د دواړو لوريو به يو يو تورزن راووت او پخپلو کې به یې زورازمايي کوله.د حسين (رض) له لښکر څخه ((حبيب بن مظاهر)) او برير بن حضيرراوتو ته چمتو شول؛خو حسين (رض) منع کړل؛عبدالله بن عمير الکلبي ودرېد او ویې ويل:((ما ته اجازه راکړئ )) .

دا سړى له کوفې څخه له خپلې ښځې سره د حضرت حسين (رض) د ملاتړ لپاره راغلى و.رنګ یې تور، جوثه یې مضبوطه او سينه یې پراخه و . حسين (رض) ،چې وليد؛نو ويې وويل :((بېشکه،چې دا د ميدان سړى دى )) اوا جازه یې ورکړه .عبدالله په يو ساعت کې دواړه دښمنان ووژل. دهغه ښځې ام (( وهب ))کوتک په لاس خاوند ته په ننداره ولاړه و او جګړې ته به یې هڅاوه. بيا ناڅاپي دومره جوش ورغى،چې په چټکۍ د جګړې ډګر ته ور روانه شوه او حضرت حسين (رض) ترې ډېرمتاثر شواو ويې وويل :(( د اهل بيتو له لوري دې خداى (ج) تا ته د خيرجزا درکړي؛خو جنګ د ښځو دنده نه ده)) .

تر دې وروسته ابن سعد پرميمنه بريد وکړ.،چې بالکل رانزدې شو؛نو د حضرت ملګرو ګونډې په ځمکه ولګولې،نېغ شول او دهغوى د نېزو پر څوکواسونه ونشو ختلاى؛نوځکه بيرته وځغلېدل. د حضرت پوځ له دې موقع په ګټنې غشي وويشتل او ډېردښمنان یې مړه او ټپيان کړل.

 

عام بريد

اوس منظم جنګ پيل شو. له دواړو لوريو به يو يو اودوه دوه ځوانان راوتل او د تورو کمال به یې ښوده.د حسين (رض) د پلويانو غاړه درنه وه. هرڅوک به یې،چې مخې ته ورغى؛نو وبه یې واژه . د((ميمنه ))سپه سالار عمرو بن الحجاج ،چې داحالت وليد ؛نوچغه یې کړه: (( ناپوهانو!وړومبى په دې ځان پوه کړئ ،چې له چا سره جنګ کوئ ؟دې خلکو له ځانونو څخه لاسونه وينځلي دي . تاسو به همدغسې يو يو وژنې.داسې مه کوئ.دوى څو کسان دي تاسو يې سنګسارولاى هم شئ)).

عمر بن سعد دا رايه خوښه کړه اوحکم یې وکړ ،چې تن په تن جنګ ودروئ اوعمومي بريد پیل کړئ . لکه چې ميمنه بريد ته روانه شوه او وژنه شروع شوه. ترلږ ساعت وروسته ،چې جګړه لږه غلى شوه ؛نو خلکو وليدل ،چې د حسيني پوځ يو نامتو تورزن (( مسلم بن عوسجه)) په وينو لړلى په خاورو کې پروت دى.حضرت حسين (رض) په منډه د هغه جسد ته ورسېد لا سا پکې و . حضرت حسين (رض) تر يو اوږد اسويلي وروسته وويل :(( مسلمه پر تادې د خدای (ج) رحمت وي )) مسلم بن عوسجه په دې جنګ کې د حسين (رض) د لښکرو ړومبنى شهيد و. ( ابن جريراوکامل)

 

اسونه بېکاره شول

ترميمنه وروسته ميسره بريد وکړ شمربن ذي الجوشن ددې سپه سالار و .بريد ډېرسخت و؛خو حسينى ميسره یې په ډېرې زړوتيا مقابله وکړه . په دې بريد کې يوازې اوه ديرش سپاره وه. په کوم طرف به چې رامات شول صفونه به يې تس نس کړل آخردشمن وننګېرله – محسوس کړه چې بریا ناشونى ده ؛نوسملاسي مرسته یې وغوښته ډېرسپاهيان او پنځه سوه غشي ويشتونکى ورته راورسېدل او له راتلو سره يې د غشو باران پیل کړ او په لږه شېبه کې د حسينى پوځ ټول اسونه بېکاره شول او سپاره پرخپلو پښو ودرېدلو ته اړ شول .

 

د حر شجاعت

له ايوب بن مشرح څخه روايت دى ،چې د حربن يزيد اس ما پخپله زخمي کړى و. ما په غشوسورى سورى کړ.حربن يزيد پرځمکه راودانګل ، توره یې په لاس کې و اوبالکل د زمري په شان معلومېده. توره یې هر لوري ته خوزېده او دا شعر یې په ژبه و : ((که تاسو زما اس بېکاره کړ ؛نو څه وشول ؟ زه د شريف سړي زوى يم او تر بوږنوړي – وېروونکى زمري هم زړور يم )) .

 

خېمې یې وسوځولى

جنګ په ښه ويروونکى بڼه جاري و. ماسپښين شو؛خو يو پوځ هم برلاسى نشو، لامل یې دا و؛چې حسينى پوځ ټولې خيمي يوځاى درولى وې او دښمن يوازې له يو اړخه بريد کړاى شو. عمرو بن سعد،چې وليدل ؛نو د خېمو سوځولو لپاره يې پوځ واستاوه او د حسينى پوځ يوازې څلورپنځه سپاهيان د لته د مقابلې لپاره کافي ثابت شول، د خېموله اړخه یې د دښمن د سپاهيانو قتل عام شروع کړ،چې دا حربه یې هم ناکامه شوه ؛نوعمرو بن سعد د خېمو د سوځولو حکم وکړ .

دښمنانو د اور لمبې په لاس ورمنډه کړه.حسيني پوځ ،چې دا وليدل ؛نو مضطرب شو؛خو حسين (ع) وويل ودې يې سوز وي دا موږ ته غوره شوه اوس به له شا بريد نشي کولاى ))اوهمدغسې هم وشول .

 

د ام وهب وژنه

په دې وخت کې زهيربن القين پر شمر زبردسته حمله وکړه اود هغه پوځ یې شاته وتمباوه ؛خو لږ شېبه وروسته د دښمن يرغل بيا پيل شو.اوس د حسيني لښکر بېوسي بالکل ښکاره و.ډېرخلک او نامتوسرداران وژل شوي ول ،ان تردې،چې عبدالله بن عمير کلبي هم وژل شوی و،چې مخکې یې په اړه ویینه وشو او ښځه يې ((ام وهب ))هم شهيده شوې و . دا دجنګ په ډګر کې ناسته وه او د خپل وژل شوى خاوند له مخ څخه یې خاورې لرې کولې او ويې ويل: (( تا ته دې جنت مبارک وي )).شمر،چې وليده ؛نو ويې وژله .

 

لمانځه ته یې پرې نه ښودل

(( ابوتمامه عمروبن عبدالله صاندي )) خپله بېوسي وننګېرله- محسوس کړه او حضرت حسين (ع) ته یې وويل: (( دښمن اوس تاسو ته بالکل نژدې شوى،والله تاسو ترهغه وخته څوک نشي وژلاى،چې زه نه يم وژل شواى؛خو زما هيله ده ،چې خپل خداي (ج)ته تر له لمانځه وروسته ورسېږم او د ملاقات وخت نږدې دى)) .

دا یې چې واورېدل ؛نوحضرت حسين (رض) سر راپورته کړ او ويې ويل: (( دښمنانو ته ووايئ،چې موږ ته دلمانځه مهلت راکړي )) ؛خو دښمنانو دا غوښتنه و نه منله اوجنګ جاري و)).

 

د حبيب او حر شهادت

دا وخت ډېرسخت و د ښمن خپل ټول زور لګولى و.د خواشينۍ خبره دا و،چې د حسين (رض) ميسره سپه سالارحبيب بن مظاهر هم ووژل شو ،نو د پوځ ملا ماته شوه.ترحبيب سملاسي وروسته د((حربن يزيد)) وار و، هغه په احساساتوسره ددې شعر په لوستو لوستو ددښمن په ليکو کې ورګډ شو :

((قسم مې خوړلى،چې وژل کېږم به نه ،چې مې وژنې نه وي کړي او چې مرم ؛نو په داسې حال کې به مرم ،چې مخکې به روان يم . هغوى به د تورې په فيصله کوونکيو ګوزارونو وژنم ؛ نه به تښتم اونه به منډه وهم )) .

 

د زهير شهادت

لکه چې د يو څو شيبو خبره و،حر له ټپونو بيتابه راپرېوت اوساه یې ورکړه.اوس د ماسپښين وخت پاى ته په رسېدو و، حضرت له خپلو ملګرو سره لمونځ وکړ.د دښمن يرغل نورهم زيات شو.پر دې وخت د حضرت امام حسين (رض) د ميسره سپه سالار زهيربن القين د ميدان واګې په خپل لاس کې واخستې او د دې شعرپه لوستو لوستو یې پر دښمن بريد وکړ:

(( زه زهير يم ، ابن القين يم ،د خپلې تورې په څوکه به هغوى له حسين (ع) نه لرې کړم )) .

ليکي یې ماتې کړې،بيا بېرته راغى د حسين (ع) پر مټ یې لاس کېښود اوښه په احساساتو یې دا شعرونه وويل :(( مخکې تېرېږه ، خداى (ج) تا ته ښیون – هدايت کړى.نن به ته له خپل نيکه نبي (ص) سره ملاقات کوې او له حسن (رض) سره ،له علي مرتضى (ع) سره او له زړور جعفر طيارسره اوله ژوندي شهيد اسدالله حمزه سره )) .

بيا یې پر دښمن بريد وکړ اوقتل عام یې پيل کړ ان تردې ،چې خپله هم ووژل شو .

 

د غفاري ورونو زړورتيا

اوس د حضرت امام حسين(رض) ملګرو وليدل ،چې د دښمن را ايسارول ناشوني دي لکه چې هغوى خپله فيصله وکړه ،چې د حضرت حسين (رض) په مخکې يو يو ځان بلهار – قرباني کړي لکه چې دوه غفاري ورونه مخکې شول او جنګ یې پيل کړ.دا شعر یې په ژبه و: ((دا خبره بني غفار اونزار قبائلو ته ښه معلومه ده،چې موږ به پخپلو تېرو تورو فاجران ټوټه ټوټه کړو.اى قامه!په تورو او نېزو د شريفانو ملاتړ وکړئ)) .

 

د جابري هلکانوسرښندنه

تر دوى وروسته دوه جابري هلکان مخې ته راغلل ، دواړه وروڼه ول په چغوچغو یې ژړل . حضرت حسين (رض)،چې وليدل نو ويې ويل : (( اى زما د ورور زامنو ! ولې ژاړئ ؟ زما باوردى ،چې ترڅو شېبو وروسته به ستاسو سترګې دژړا جوګه پاتې نشي )) .

هغوى د ژړا له لاسه په مات اواز وويل :(( موږ پر خپل ځان نه ژاړو ، پر تاسو ژاړو.دښمن تاسو راګېر کړي يئ او موږ ستاسوهيڅ مرسته نشو کولاى )) . بيا دواړو په ډېرې ميړانې جنګ پیل کړ، بيا بيا به یې چغه کړه ،چې (( السلام عليک يا ابن رسول الله )).حضرت امام حسين (ع) به ځواب ورکړ ،چې (( وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته )) او دواړو به پر دښمن بريد کاوه او په پاى کې شهيدان شول .

 

د حنظله بن اسعد شهادت

ورپسې حنظله بن اسعد د حضرت په مخکې ودرېد او په اوچت اواز دښمن ته مخاطب شو: (( اى قامه ! زه وېرېږم ،چې د عاد اوثمود په شان تاسوهم بده ورځ ونۀ ګورئ.زه وېرېږ،چې تاسو برباد نشئ.اى قامه ! حسين (ع) مه وژنئ هسې نه ،چې خداى (ج) پر تاسو عذاب نازل کړي )) . بالاخره دى هم شهيد شو.

 

د علي اکبر شهادت

لنډه دا چې اصحاب پرله پسې شهيدان شول اوس د بني هاشمو او نبوي کورنۍ وار و تر ټولو مخکې د امام حسين (رض) زوى علي اکبر ميدان ته راغى او پر دښمن یې بريد وکړ.دهغوئ رجز دا و :(( زه علي بن حسين بن علي يم . د کعبې په خداى(ج) مې دې قسم وي موږ د نبي (ص) دقرب زيات حقوال يو. قسم مې دې په خدا‌ى (ج) وي،چې پرموږ د يوه نامعلوم پلار زوی حکومت نشي کړاى)) .

په ښه شجاعت وجنګېد او په پاې کې د مره بن منقذ العبدي په توره شهيد شو. يو راوي وایي :ومې ليدل،چې له خېمې يوه ښځه په بيړه راووته ،چې لکه د ختونکي لمرښکلې وه او په چغو یې ويل :(( آه وروره! آه وروره ! ))

ومې پوښتل،چې دا څوک ده؟خلکو وويل:(( زينب بنت فاطمه بنت رسول الله صلى الله عليه واله وسلم )) ؛خوامام حسين(رض) هغه له لاسه ونيوه او خېمې ته یې ورسوله.بيا یې د علي اکبر تنه راپورته کړه او د کېږدۍ- خېمې په مخکې یې کېښوده.

ورپسې داهل بيتو اوبني هاشمو نورو تورياليو سرښندنې پيل کړې،ان تردې ،چې يو ښکلى زلمى راڅرګند شو،کميس یې اغوستى و.ملا بند یې تړلې و.په پښوکې یې نعلونه ول، د ښي نعل تار مات و ،هغه دومره ښکلى و ،چې څېره يې د سپوږمۍ يوه ټوټه ښکارېده . د زمري په شان په غوسه راغى اوپر دښمن یې بريد وکړ. عمرو بن سعد په توره پر سر وواهه !زلمي چغه کړه :(( هاى کاکا جانه!)) او پر ځمکه راپرېووت.دا اواز یې چې واورېد ؛نوحضرت حسين (رض) لکه د وږي باز په شان پر دښمن ورمات شو او لکه د غوسه زمري په شان یې پر قاتل ورودانګل . قاتل لاس اوچت کړ؛خولاس یې له تيرکي نه غوڅ شوى و ،چې زخم یې وخوړ ؛نو قاتل چغې شروع کړې، پوځ دخلاصي لپاره بريد وکړ ؛خو دخلاصولو پر ځائ یې چخڼى کړ.راوي وايي،چې غبار لرې شو؛نو ګورم ،چې حضرت حسين (رض) د هلک سر ته ولاړ دى او لګيا دى پرځمکه پوندې مږي او حسين (رض) وايي: (( هغوى ته هلاکت دى ،چې ته یې ووژلى . د قيامت په ورځ به ستا نيکه ته څه ځواب ورکوي؟قسم مې دې په خداى(ج) وي چې دا ستا د ترۀ لپاره د سخت حسرت مقام دى،چې ته ور ته غږ وکړې او ځواب درنه کړي يا درکړي ؛خو څۀ ګټه ونه رسوي.افسوس ستا د تره دښمنان ډېرشول او دوستان یې پاتې نشول)) . بيا یې تنه په غېږ کې ونيوه. د هلک سينه يې له سينې سره جنګېدلې وه او پښې یې پر ځمکه مښلې،چې په دې حال کې یې راوست او د علي اکبر له تنې سره یې څملاوه.راوي وائي ما خلک وپوښتل،چې دا څوک دى؟ ویې ویل:((قاسم بن حسن بن علي بن ابي طالب)).

حضرت حسين (ع) بيا پر خپل ځاى ودرېد په همدې وخت کې يې په کور کې يو هلک وزېږېد،ورته راوستل شو. حضرت حسين (رض) په غېږ کې ونيو او په غوږ کې یې ورته اذان وکړ.ناڅاپه يو غشى راغى او د ماشوم پرستوني ولګېد،چې روح يې په همغه شېبه والوت امام حسين غشی د ماشوم له ستوني راوکېښ،له وينو یې موټى ډک کړ،پر خپل تن یې ومښودې او ويې ويل: (( والله! ته د خدای په نظر کې د حضرت صالح (ع) تر اوښې زيات خوږ یې او محمد (ص) دخداى په نظر کې تر حضرت صالح زيات غوره دى . الهي ! که تا له موږه خپل نصرت ايسار کړى وي ؛نو همغه وکړه ،چې پکې غوراوى وي )) . ( ايوبي ابن جريراونور ) .

په یو بل روایت کې راغلي،چې امام حسین د ددې نو زېږي زوی له وینو څخه ډکه لپه اسمان ته وشیندله او ویې ویل،چې خدایه دا بلهاري- قرباني قبوله کړه. وايي،چې دا وینې بېرته پر ځمکه را پرېنوتې .

د بني هاشمو شهيدان

همدغسې د بنې هاشمو او اهل بيتو غړي وار په وار زياتره شهيدان شول. په دوى کې لاندې نومونه تاريخ پوهانوخوندي ساتلي دي :

١ — محمدبن ابي سعيد بن عقيل

٢– عبدالله بن عقيل .

٣—عبدالرحمان بن عقيل .

٤– جعفربن عقيل .

٥– محمدبن عبدالله بن جعفر.

٦– عوف بن عبدالله بن جعفر .

٧– عباس بن علي .

٨– عبدالله بن علي .

٩– عثمان بن علي .

١٠–   محمد بن علي .

١١– ابوبکربن علي .

١٢– ابوبکربن الحسن .

١٣– عبدالله بن الحسن .

١٤– قاسم بن الحسن .

١٥ — علي بن حسين .

١٦– عبدالله بن حسين .

 

د يو کوچني شهادت

د ټولو تر شهادت وروسته پخپله د امام حسين (ع) وار و. په ميدان کې به يوازې ولاړ و. دښمن به پرې راغى ؛خو د ګوزار همت یې نشو کړاى .هريوه غوښتل،چې ددې قتل ګناه دبل پر سروتپي ؛خو((شمربن ذي الجوشن)) خلک راوپارول او امام حسين (ع) له هرلورې را ګېرکړاى شو . د اهل بيتو په خېمه کې ښځې اوڅوماشومان پاتې ول. دننه يو هلک و،چې امام حسين (ع) یې ددښمنانو په ګېر کې وليد ؛نو له جوشه بې خوده شو . بيا یې د خېمې يو لرګى راواخېست او ورمنډه یې کړه.راوي وایي،چې هغه وېرېدلى و. اخوا دېخوا یې کتل او روان و.د حضرت زينب نظر پرې پرېووت ورمنډه یې کړه او ويې نيو .حضرت حسين (رض) هم وکتل او خور ته یې وويل: (( ايسار یې کړه ،چې رانږدې نشي )) ؛خو هلک زور ولګاوه.ځان یې خلاص کړ او حضرت ته نږدې ورورسېد. په همدې وخت کې(( بحر بن کعب)) پر حضرت حسين (رض) توره اوچته کړه.هلک هغه سملاسي وراټه (( اى خبيثه ! زما تره به وژنې )) . سخت زړي حمله کوونکي خپله اوچته توره پر هلک راپرېښوده.هغۀ په لاس ايساره کړه . لاس یې غوڅ شو.لږ شان پوټکى يې پاتې و. کوچني له داده چغه کړه . حضرت حسين (رض)هغه خپلې سينې ته راجوخت کړ او ويې ويل: صبر وکړه ، دا د خداى (ج) د ثواب ذريعه وګڼه ، الله تعالى به تاهم ستا صالحو مشرانو ته ورسوي، رسول الله صلى الله عليه واله و سلم ،علي ابن ابي طالب، حمزه ، جعفر او حسن بن علي (رضى الله عنهم) ته.

 

د امام حسين شهادت

اوس حضرت امام حسين (رض) له هر لوري محاصره و. حضرت هم خپله توره راوڅرخوله اوپر پياده پوځ ورمات شو او په يوازې ځان یې هغوى پرشا وتمبول.عبدالله بن عمار،چې په دې جګړه کې و،روايتوي،چې ما په نېزې په حضرت بريد وکړ اوهغوى ته نزدې ورورسېدم ،که ما غوښتلاى ؛نو وژلاى مې شو؛خو دې اندېښنى وروسته کړم ،چې ولې دا ګناه پرخپل سر واخلم .

ما وليدل ،چې له ښي او چپ لوري پرې بريدونه کېدل ؛خو هر خوا ته به يې چې مخ واړو؛نو دښمنان به یې پرشا تمبول.امام په دې وخت کې کميس اغوستى و اوپګړۍ یې تړلې وه . والله ما هيچرې يو د مات زړه خاوند نه دى ليدلى،چې ټوله کورنۍ يې په مخکې وژل شوي وي ؛خو دومره شجاع ، ثابت قدم ،مطمئن او جرار وي. حالت دا و،چې له ښي او چپ لوري دښمنان داسې تښتېدل لکه څنګه ،چې د زمري په ليدلو وزې تښتي . تر ډېر ساعت پورې همدا حال و. په دې دوران کې د امام حسین خور زينب بنت فاطمه رضى الله عنها له خېمې راووته.په غوږونو کې يې والۍ وې او په چغو وه: (( کاشکې ،چې اسمان پر ځمکه راګوزار شي )) داهغه موقع وه ،چې ((عمروبن سعد)) امام حسين ته بالکل نزدې رسېدلى و . حضرت زينب پرې غږ وکړ،چې: (( اى عمروه ! ايا ابوعبدالله به ستاسو په مخ کې ووژل شي؟)) . عمرو مخ ورواړاوه؛خو پر مخ اوږيره يې اوښکې روانې شوې .

 

د امام حسين پر ستوني غشى ولګېد

د جنګ په دوران کې امام حسين سخت تږى شو؛نو د اوبو څښلو په موخه د فرات سيند لوري ته روان شو؛خو دښمن کله پرېښود.ناڅاپه يو غشى راغى او پر مرۍ يې ولګيد،چې غشى يې راوکيښ ؛نولاسونه یې ډک شول،دواړه مو ټي يې له وينو ډک شول. بيا یې وينه د اسمان لوري ته وارتوله او د خداى (ج) شکر یې ادا کړ: ((الهي ! زما ګيله هم له تا ده وګوره ستا درسول (صلى الله عليه ورله ) له لمسي سره څه سلوک کېږي. )) .

شمر ته سرزنش

بيا حضرت حسين (ع) خپلې خېمې ته ستون شو؛نو شمراو ملګرو يې دلته هم تعقيب کړ.حضرت محسوس کړه ،چې د دښمن نيت خراب دى ،خېمه څيروي ؛نو ويې ويل (( که په تاسوکې دين نشته او له اخرته نه وېرېږئ ؛نو لږ تر لږه پر دنياوي شرافت خو ټينګ اوسئ.زما خېمه له خپلو جاهلانو او اوباشانو خوندي وساته )).

شمرځواب ورکړ(( ښه ؛همداسې به کېږي ،ستاخېمه به خوندي وي )).

 

وروستنۍ تنبيه

اوس ناوخته شوى و. راوي وايي که دښمن غوښتلاى؛نوحضرت حسين (رض) به یې وژلاى واى ؛خو څوک هم دې ته تيار نه و،چې دا ګناه پر خپل سر واخلي.اخر شمربن ذي الجوشن چغه کړه،کور مو وران شه ! ولې انتظار کوئ ؟ ولې يې نه وژنئ ؟

اوس بيا له هرلوري راايسارکړاى شو.حضرت حسين (رض) غږ وکړ :(( ولي يوبل زما وژنې ته لمسوئ والله تر ما وروسته به الله (ج) د يو بنده په وژنه هم دومره خپه نشي لکه څومره چې زما پر قتل خپه کېږي)) .

 

شهادت

خو دشهادت وخت راغلى و. ((زرعه بن شريک تميمي)) یې کيڼ لاس ټپې کړ . بيا یې ورته پرلېچه توره راګوزاره کړه ، له کمزورۍ څخه د امام حسين (رض) پښې وخوزېدې.خلک د هيبت له امله وروسته شول ؛خو(( سنان بن انس نحقى)) غاښونه وچېچل رامخکې شو نېزه یې ور ګوزار کړه او حضرت حسين (رض) پر ځمکه راپرېوت،(( اسنان ))يو کس ته وويل :(( سر ترې غوڅ کړه )) .هغه د سرغوڅولو لپاره ورمخکې شو؛خو جرات یې ونه کړاى شو((سنان بن انس)) ويې ويل : ((خداى (ج) دې ستا لاسونه غوڅ کړي )) بيا ښه په جوش کې راکوز شو حضرت امام حسين (ع) یې حلال او سر یې له تنه وربېل کړ .

له جعفربن محمد بن علي (رض) روايت دى ،چې تر شهادت وروسته ،چې ولټول شو؛نو د حضرت امام حسين (ع) پر مبارکې تنې د نېزې ٣٣ او د تورې ٣٤ټپونه وه.

 

قاتل

د قاتل ((سنان بن انس)) عصبي حالت ښه نه و، دوژنې پر وخت يې عجيبه حالت و .کوم سړى به ،چې د امام جسد ته ورنزدې شو سنان به پرې بريد کاوه.هغه وېرېد ه،چې بل څوک يې سر غوڅ نه کړي . قاتل ،چې سرغوڅ کړ ؛نو((خولي بن يزيد اصبحى))ته یې وسپاره او په خپله په منډه ((عمروبن سعد )) ته ،لاړدخېمې مخې ته ودرېداوچغه یې کړه :(( ماپه سرو او سپينو زرو موړ کړه.ما يو لوى پاچا وژلى دى ،هغه چې موروپلار يې تر ټولو غوره او په نسب کې تر ټولو لوړ دى )) .

(( عمروبن سعد)) دننه وروغوښت، پرې خپه شو او ويې ويل :(( والله ته لېونى یې!)) بيا یې په خپله همسا وواهه اوويې ويل: ((دا څه خبرې کوې ؟ که عبيدالله بن زياد دا خبرې اورېدلې واى ؛نو ته به یې اوس په همدې ساعت وژلى واى )). ( ابن جرير) .

 

لوټ تالان

تر وژنې وروسته کوفيانو د امام حسين ( ع) له تنه جامې هم لرى کړې بيا خېمې ته روان شول. زين العابدين پر بستره ناروغ پروت و.شمر له خپلو څو ملګرو سره ورورسېد او ويې ويل :(( دا موولې ونه واژه؟)) ؛خو ځينو ملګرو يې مخالفت وکړاو ويې ويل: (( ايا ماشوم به هم وژنې؟)) . په دې وخت کې ((عمرو بن سعد)) هم ورورسېد اوحکم یې وکړ: ((باخبر!،چې د ښځو خېمو ته ورداخل نشئ،دې ناروغ ته تکليف ونه رسوئ. که چا ترې څه لوټ کړي وي بيرته دې یې ورکړي)).زين العابدين ،چې دا واورېدل ؛نوپه ناروغ اواز یې وويل :((اى عمرو بن سعد! خداى دې د خير جزا درکړي.موږ خو ستا ژبې بچ کړو)) .

 

د امام حسين تنه د اسونو ترپښو لاندې

((عمروبن سعد)) ته حکم و ،چې د حسين (ع) تنه د اسونو تر پښو لاندې کړي . اوس ددې وخت راغى.هغه غږ وکړ :(( دې کار ته څوک تيار دى؟)) لس کسان تيارشول.اسونه یې وزغلول او دامام حسين ( ع) مبارکه تنه یې د اسونوترپښولاندې کړه .

چون بګذرد نظيري خونين کفن به حشر

خلقى فغان کنند که اين دادخواه کيست

په دې جنګ کې دحضرت حسين (ع) ٧٢ تنه ملگرى شهيدان شول او دکوفې دپوځ ٨٨ تنه ووژل شول .

 

حضرت زينب تر پښولاندې شوې تنې وليدې

په بله ورځ ((عمرو بن سعد)) د جنګ له ميدانه وکوچېد. داهل بيتو ښځې اوبچي یې له ځان سره کړل او کوفې ته روان شو .

قر ه بن قيس ( چې عيني شاهد دى) روايتوي، دغو ښځو،چې د حسين (رض) او زامنو ترپښولاندې شوى تنې يې وليدې؛نو له صبره یې کار وانه خېسلاى شو او د آه وفرياد چغې پورته شوې.ما اس وځغلاوه ورنزدې شوم . ما چېرې هم دومره ښايسته ښځې نه وې ليدلې او زه د زينب بنت فاطمې ( رضى الله عنهما) دا وير په هيڅ ډول نشم هېرولاى:

(( اى محمده ( ص) !پر تا د اسمان د پرښتو درود او سلام ،دا وګوره حسين (رض)په شګو کې پروت دى ،په وينو او خاورولړلى دى،ټول بدن یې ټوتى ټوتى دى،ستا لوڼې بنديانى دي،ستا اولاد وژل شوى او باد پرې خاورې شيندي)). راوي وايي ،چې دوست او دښمن يو هم داسې نه و،چې د زينب بنت فاطمې په وير ژړېدلى نه وي . ( ابن جرير) .

بيا د ټولو شهيدانو سرونه غوڅ کړاى شول ټول ٧٢سرونه ول. شمربن ذي الجوشن ، قيس بن الاشعربن الاشعث،عمروبن الحجاج او عزمره بن قيس داټول سرونه عبيدالله بن زياد ته ورسول .

 

د ابن زياد په مخ کې دامام حسين سر

حميد بن مسلم( چې له خولي بن يزيد سره یې د حسين (رض) سرکوفې ته وړى و ) روايتوي،چې د حسين (رض) سر د ابن زياد په مخکې کېښودل شو،مجلس له حاضرينو ډک و.د ابن زياد په لاس کې يوه لخته وه . لخته یې د حضرت پرشونډو ووهله،چې بيا بيا یې دا حرکت وکړ؛نو يو صحابي ((زيدبن ارقم ))چغه کړه (( له دغو شونډو خپله لخته لرې کړه . قسم مې دې پرخداى وي زما دې دواړو سترګو ليدلي،چې رسول الله (ص) به خپلې دواړه شونډې پر دغو شونډو کېښودې او ښکلولې به یې)) . دا یې وويل او په چغوچغو يې وژړل.ابن زياد پرې خپه شو (( خداى دې ستا سترګې وژړوي . والله که ته د بوډاتوب له کبله بې عقله شوى نه واې؛نو پرهمدې ساعت به مې ستا مرۍ وهلې واى )) .

زيد بن ارقم تردې وينا وروسته له مجلسه ولاړ اوويې ويل: (( تاسو مريان يې. تاسو ابن فاطمه وواژه ، ابن مرجانه (يعنې عبيد الله ) مو واکمن کړ.هغه ستاسو نېک انسانان وژني او له شريفانو مريان جوړوي . تاسو ذلت خوښ کړ.خداى دې ذلت خوښوونکي ووهي)) .

په ځينو رواياتوکې داواقعه يزيدته منسوبه ده.

 

ابن زياد او حضرت زينب ( رضى الله عنها )

راوي وایي کوم وخت ،چې د اهل بيتو بيبيانې او کوچنيان د ابن زياد مخې ته ورسېدل؛نو حضرت زينب ډېر حقير لباس اغوستى و،چې پېژندل کېداى نشوه. د هغو وينزو په خپل منځ کې راوستې وه . عبيدالله وپوښتل: (( داڅوک ناسته ده ؟ )) . هغوى هيڅ ځواب ورنه کړ،درې ځله یې وپوښتل ؛خوهغه غلې و. اخر يوې وينزې وويل: (( دازينب بنت فاطمه ( رضى الله عنهما ده )) .

عبيدالله د شماتت له مخې چغه کړه ،چې :(( دهغه خداى (ج) ستاينه ده ،چې تاسو یې رسوا اوهلاک کړئ او ستاسو نوم یې شرمولى دى )) .

حضرت زينب ځواب ورکړ: (( زر ستاينې هغه خداى ته دي،چې موږ ته یې له محمد (ص) څخه عزت راوبښه او موږ یې پاک کړو. خبره داسې نه ده لکه ته يې ،چې وايې، فاسقان رسوا کېږي،د فاجرانونوم شرمول کېږي)) .

ابن زياد وويل :(( تا وليدل خداى ستا له کورنۍ سره څه سلوک وکړ ؟ )) .

حضرت زينب ځواب ورکړ:(( دهغوى په برخه کې د شهادت مرګ ليکلى و؛ځکه مقتل ته ورسېدل ډېر ژر به خداى تا او هغوى پر يو ځاى راټول کړي اوپه مخکې به يې سوال اوځواب وکړئ )) .

ابن زياد په غوسه شو .

دهغه غوسه یې،چې وليده ؛نو ((عمربن حريث)) وويل: (( خداى دې امير ته سمه لار وښيي دا خو یوازې يوه ښځه ده د ښځو خبرو ته پام ګرځول نه دي پکار)) .

بيا تر يو ساعت وروسته ابن زياد وويل :(( خداى ستا د سرغړاندي سردار او ستا داهل بيتو د نافرمانه باغيانو له لوري زما ټټر يخ کړ. پر دې حضرت زينب ( رض ) ځان ټينګ نه کړاى شو.بې اختياره په ژړا شوه او ويې ويل: (( والله تا زما سردار وواژه.زما کورنۍ دې ورکه کړه.زما څانګې دې غوڅې کړې.زما جرړه دې وويسته که په دې ستا ټټريخېداى شي نو يخ دې شي)) .

ابن زياد په موسکا کې وويل:(( دا شجاعت دى،ستا پلار هم شاعر و اوهم شجاع و،زينب وويل : دښځى له شجاعت سره څه سروکار، زه خپل مصيبت له شجاعته غافله کړې يم . زه چې څه وايم دا خو د زړه اور دى)) .

 

ابن زياد اوامام زين العابدين

تردې خبرو اترو وروسته د(( ابن زياد)) نظر پر زين العابدين بن حسين بن علي پرېووت ،چې ناروغ و. ابن زياد یې نوم وپوښت. ويې وويل : (( علي بن الحسين )) .

ابن زياد په تعجب سره وويل: ((ولې څه خداى علي بن الحسين وژلى شوى نه دى ؟)) .

زين العابدين هيڅ ځواب ور نه کړ.

ابن زياد وويل :(( ځواب ولې نه راکوې؟))

هغه ځواب ورکړ: (( زما د يو بل ورور نوم هم علي و.خلکو په تېروتنې سره وواژه)).

ابن زياد وويل: (( خلکو نه دى وژلى خداى وژلى دى ))

زين العابدين دا آيت ولوست:

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله

ابن زياد چغه کړه :(( خداى دې تا ووهي ته هم يوله هغوى یې)) .

تردې وروسته ابن زياد غوښتل ،چې دى هم ووژني ؛خو زينب ناکراره شوه او چغه یې کړه !(( زه تا ته دخداى روي دراچوم.که ته مؤمن یې او دا هلک ضرور وژنې؛نوله ده سره ماهم ووژنه.))

امام زين العابدين په اوچت اواز وويل : (( اى ابن زياده ! که ته له دې ښځوسره څه معمولې غوندې خپلوي هم محسوسوې ؛نو تر ما وروسته ورسره متقي سړى واستوه ،چې د اسلامي معاشرت له مخې ورسره سلوک وکړي )) .

ابن زياد تر يو ساعت پورې زينب ته ځير و بيا خلکو ته مخاطب شو او يې ويل :(( خپلوي هم څه عجيب شي دى.والله زما باور دى،چې دا په صداقت له دې هلک سره يو ځاى خپل وژل کېدل غواړي.ښه نو دا هلک پرېږدئ،چې د خپلې کورنى له ښځو سره ولاړ شي )) .

 

د ابن عفيف شهادت

تر دې پېښې وروسته ابن زياد په جامع جومات کې د ښار خلک راټول کړل او د وينا پرمهال یې د خداى (ج) ستاينه وکړه ،چې حق یې ظاهر او د حق پلويان یې بريالي کړل،امير المومنين يزيد بن معاويه اودهغوى ډله غالبه شوه، کذاب بن کذاب حسين بن علي [ العياذ بالله ] او دهغه ملګري یې هلاک کړل .

دا یې چې واورېدل ؛نوعبدالله بن عفيف،چې د حضرت علي ( رض) مشهورملګرى اوپلوى و او د جمل او صفين په جنګونو کې زخمي شوى هم و او دواړه سترګې یې له لاسه ورکړې وې ) ودرېد او چغه یې کړه: (( قسم مې دې په خداى وي اى ابن مرجانه! کذاب بن کذاب ته یې ،حسين بن علي نه و)). ابن زياد،چې دا واورېدل؛نو ویې واژه .

 

د يزيد په مخکې

تر دې وروسته ابن زياد د حضرت حسين سر په باڼس پورې ونښلاوه او د زحربن قيس په لاس یې يزيد ته ولېږه .غار بن ربيعه وائي کوم وخت ،چې زحربن قيس ورسېد،زه له يزيد سره ناست وم. يزيد ورته وويل :((څۀ خبر دى؟)) .

قاصد ځواب ورکړ:((د فتح او نصرت زېرى مې راوړى دى حسين بن علي له خپلو اتلسو اهل بيتو اوشپېتو ملاتړ کوونکيو سره،چې کربلا ته ورسېد ؛نو موږ ورمخکې شوه او راايسارمو کړل موږ ترې وغوښتل ،چې يا ځانونه راوسپارئ يا جنګ وکړي .هغوى جنګ پر اطاعت غوره کړ. موږ په لمرختو سره پرې بريد وکړ،چې تورې یې پر سرونو واورېدې ؛نو يو خوا بلخوا یې پټېدل پيل کړل ،لکه څنګه ،چې کوترې له بازه تښتي او پټېږي . بيا موږ ټول ووژل اوڅيرې مو يې په خاورو ولړلې،تنې يې د لمر د تودوخې او تېرې هوا له لامله وچېږي او د کجيرانو خوراک شوي دي .

 

يزيد وژړل

راوي وايي يزيد ،چې داواورېدل؛نوسترګې یې له اوښکو ډکې شوې او ويې ويل :(( زه د حسين ( ع) له وژنې پرته هم ستاسو پراطاعت خوشحالېداى شوم . پر ابن سميه ( يعنې ابن زياد ) دې دخداى (ج) لعنت وي! والله کۀ زه هلته واى ؛نوحسين به مې ضرور پرېښى و. خداى دى حسين ته د خپل رحمت په غيږ کې ځاى ورکړي )) .

قاصد ته يې هيڅ انعام ورنه کړ

 

د يزيد خپګان

د يزيد له مريي قاسم بن عبدالرحمان څخه روايت دى،چې د حضرت حسين (رض) او د اهل بيتو سرونه د يزيد په مخکې کېښودل شول ؛نو هغه دا شعر ووايه :(( تورې د داسې خلکو سرونه ماتوي ،چې پرموږ ګران دي حال دا چې همغه حق هيروونکى او ظالمان ول)) . بيا یې وويل :(( والله اى حسينه ! که زه هلته واى ؛نوته به مې نه واى وژلى )) .

 

اهل بيت په دمشق کې

دحضرت حسين د سر تر لېږلو وروسته ابن زياد اهل بيت هم دمشق ته ولېږل .شمر بن ذي الجوشن او محضربن ثعلبه ددې قافلې مشران ول.امام زين العابدين په ټوله لارغلى و . له چاسره یې يوه خبره هم ونه کړه . ديزيد دروازې ته ،چې ورسېدل ؛نو محضربن ثعلبه چغه کړه :(( ما امير المومنين ته فاجران راوستي دي )) . يزيد پر دې خپه شو او ويې ويل: (( د محضر تر موره زيات فاجربچى يوې مورهم نه دى راوړى)) .

 

يزيد او امام زين العابدين

بيا يزيد د شام مشران خپل مجلس ته راوغوښتل،اهل بيت یې هم کېنول او امام زين العابدين ته مخاطب شو: (( اى زينه ! همدا ستا پلار له ماسره خپلوي وشلوله،زما حق یې هېرکړ،له ما یې د حکومت اخېستلو کوښښ وکړ؛نوځکه خداى( ج) ورسره دا سلوک وکړ،چې ته یې وينې)) .

امام زين العابدين ورته په ځواب کې دا آيت ولوست:

مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ

…….(( ستاسو يومصيبت هم داسې نه دى،چې مخکې ليکل شوى نه وي دا د خداى لپاره بالکل اسان دي. دا ددې لپاره ،چې پر زيان افسوس مه کوئ او پرګټه مه مغرورېږئ. خداى مغروران او فخر کوونکي نه خوښوي)) پر يزيد دا ځواب ښه ونه لګېد.ويې غوښتل ،چې زوى يې خالد ددې ځواب ورکړي ؛خو خالد پرې پوه نشو.بيا يزيد خالد ته وويل، وایي ولې نه (( هر مصيبت چې راځي ؛نوتاسو یې پخپله راولئ او ډېرې تېروتنې خو الله معاف کړي دي)) .

بيا د يزيد نورو کوچنيانو او ښځو ته پام شو. را ويې غوښتل او له ځان سره یې جوخت کېنول. دهغو‌ى ظاهري بڼه خرابه شوې وه،چې ويې ليدل ؛نو خپه شو او ويې ويل: (( خداى دې له ابن مرجانه سره بد وکړي که له تاسو سره يې څه خپلوي واى ؛نو داسې سلوک به يې نه واى کړى او نه به یې پردې حال ماته را استولي واى)) .

 

د حضرت زينب (رضى الله عنها) سپينې خبرې

له حضرت فاطمې بنت حسين څخه روايت دى: (( موږ چې د يزيد په مخکې کېنول شو؛نو راته يې د څه راکولو حکم وکړ،ډېره لورنه یې وښوده په دې وخت کې سور رنګی شامي سړى ودرېد او ويې ويل :(( امير المومنينه! دا نجلۍ ( مطلب يې فاطمه د امام حسين لور و) ماته را وبښئ )) او زما لوري ته یې اشاره وکړه .

پر هغه وخت زه وړه اوښکلې وم زه له وېرې په رپېدوشوم او د مشرې ترور زينب پڼونى مې ونيو.هغه تر ما مشره او زياته پوهه وه.پوهېده ،چې دا خبره نشي کېداى.غږ يې وکړ ،چې (( ته بې اصله یې،نه ته د دې اختيار لرې اونه دا بل [يزيد ]. ))

يزيد ته په دې جرات غوسه ورغله او ويې ويل :(( زه دا حق لرم ، که وغواړم؛نو اوس یې کولاى شم)) . زينب (رض) وويل ((کله هم نه! خداى (ج) تا ته دا حق نه دى درکړى .دابېله خبره ده چې که ته زموږ له ملته ووځې او زموږ دين پرېږدې او بل دين غوره کړې)) . يزيد نورهم خپه شو او ويې ويل: (( له دين څخه خو ستا ورور او ستا پلار وتلي دي)) .

زينب بې ځنډه ځواب ورکړ (( د خداى له دينه،زما د پلار له دينه ، زما د نيکه له دينه ستا پلاراو نيکه ښیون- هدايت موندلى دى)) .

يزيد چغه کړه: (( اى د خداى دښمنې! ته دروغجنه یې))

زينب ( رض) وويل: (( ته په زور واکمن شوى یې،په ظلم سره کنځل کوې په خپل زورمخلوق تر پښولاندې کوې.

حضرت فاطمه بنت حسين وایي: يزيد چې دا خبرې واورېدې ؛نو وشرمېد؛ځکه بيا یې هيڅ ونه ويل؛خوهغه شامي بيا ودرېد او همغه خبره یې وکړه.پر دې خبره يزيد هغه په ډېر غوسه ناک اواز ورټه :(( لرې شه کمبخته!خداى دې درته مرګ راولي)) .

 

يزيد له مشرانو مشوره غواړي

يزيد تر ډېر ساعت پورې چوپ و . بيا يزيد د شام مشرانوته پام شو او ويې ويل :(( ددې خلکو په اړه څه مشوره راکوئ؟)) ځينو د سختۍ بدسلوکۍ مشوره ورکړه؛خو ((نعمان بن بشير)) وويل: (( له دوى سره همغسې وکړه ،چې رسول الله ( ص) به ورسره په دې حال کې کاوه )) حضرت فاطمې بنت حسين چې داواورېدل ؛نو ويې ويل :(( اى يزيده ! دا د رسول الله (ص) لوڼې دي)) .

دا نسبت یې چې يادشو ؛نو د يزيد مزاج اغېزمن شو او ودردېد؛نورو خلکو هم اوښکې ايسارې نه کړاى شوې . په پای کې يزيد حکم وکړ،چې استوګنې ته دې يې جلا انتظام وکړاى شي .

 

د يزيد د ښځې غم

پر دې مهال ددې واقعې خبر د يزيد په کور کې ښځو ته ورسېد . د يزيد ښځه مخ پر نقاب پټ بهر راغله او يزيد ته یې وويل: (( اميرالمومنينه ! دا خبره رښتيا ده ،چې د حسين بنت فاطمه بنت رسول الله (ص) سر راغلى دى؟)) يزيد ځواب ورکړ :(( هو! ته ښه وژاړه ، وير وکړه . د رسول الله (ص) په لمسو او د قريشو پر اصل ماتم وکړه.ابن زياد ډېره بيړه وکړه مرګ یې وکړ.خداى ( ج) دې هغه هم ووژني)) .

 

د حسين اجتهادي تېروتنه

تردې وروسته يزيد د غونډې ګډونوالو ته وويل:(( تاسو خبر يې ،چې دا پېښه د کومې خبرې پايله ده؟ دا د حسين د اجتها دي تېروتنې پايله ده. فکر يې وکړ،چې زما پلار د يزيد ترپلاره غوره دى،زما مور د يزيد تر موره غوره ده ، زما نيکه د يزيد تر نيکونو غوره دي او زه خپله هم تر يزيده غوره يم ؛ځکه زه تر يزيده د واکمنۍ زيات مستحق يم .حال دا،چې دا فکر یې کاوه ،چې پلاريې زما ترپلاره ډېرغوره دى،سم نه دى، علي ( رض) او معاويه په خپلو کې جګړه وکړه او دنيا وليدل ،چې فيصله د چا په حق کې وشوه . پاتې شوه دا وينا يې ،چې موريې زما تر مور ډېره غوره ده ، هم دغه شان نيکه يې زما تر نيکه غوره و؛نوقسم مې دې په خداى ( ج) وي چې په خداى (ج) او آخرت يو ايمان لرونکى هم تر رسول الله غوره نه دی ؛بلکې له رسول الله (ص) سره يو انسان هم برابر نشي ګڼل کېداى ؛نو حسين په خپل اجتهاد کې تېرووت دا آيت يې بالکل هېرکړ،چې :

((اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ)) .

بيا داهل بيتو بيبيانې د يزيد کور ته ورسول شوې.د معاويه د کورنۍ ښځو،چې پر دې حال وليدې؛نو بې اختياره یې ژړا او ماتم پيل کړ.

 

د يزيد له خوا دتلافۍ کوښښ

بيا يزيد راغى فاطمې بنت حسين ورته وويل: (( اى يزيد ه ! ايا د رسول الله ( ص) لوڼې وينزې شوې؟))

يزيد ځواب ورکړ :(( اى زما د ورور لورې!داسې به ولې کېږي؟)) فاطمې وويل :((په خداى چې زموږ په غوږونو کې يوه والۍ هم پرې نه ښودل شوه )) .

يزيد وويل :((له تاسو،چې څومره مال تللى ؛نوتر هغې به ډېردرکوم))

؛نوبيا چا چې خپل څومره زيان وښود دوه او درې چنده ورکړاى شو.

د يزيد حکم و،چې هره ورځ به یې د سهار په ډوډۍ کې علي بن حسين له خپل ځان سره کېناوه. يوه ورځ یې د حضرت حسن ماشوم زوى ( عمر)هم راوغوښت او په خند ا کې یې ورته وويل: ((ته له ده سره منګولې لګوې؟ )) او خپل زوى خالد ته یې اشاره وکړه.عمر بن حسن د ماشومتيا په سادګۍ ځواب ورکړ: ((داسې نه ده ؛يوه چاړه ما ته او يوه ده ته ورکړه بيا زموږ جګړه وګوره )) .

يزيد کړس وهل او په خندا شو.عمربن حسن یې په غېږ کې ونيو، سينې ته یې راجوخت کړ او ويې ويل: (( د مار بچى هم مار وي )) .

 

ديزيد بې وخته پښېماني

يزيد اهل بيت څوورځې له ځانه سره مېلمانه وساتل ، بيا به یې په مجلسونو کې يادول او په وار وار یې ويل :

(( څه زحمت و که ما پخپله لږ تکليف زغملاى واى،حسين مې په خپل کور کې له ځان سره ساتلى واى دهغه پر غوښتنو مې غورکړى واى که څه هم پردې زما په زور کې کمى هم راغلى واى ؛خو په دې به د رسول الله (ص)حق او خپلولي خوندي شوى واى.د خدائ لعنت دې وي پرابن مرجانه ( يعنې ابن زياد ) ،چې حسين یې جنګ اته اړ کړ.حسين ويلي و : چې ما ته به په لاس کې خپل لاس راکړي يا به د مسلمانانو سرحد ته ولاړ شي او پر جهاد به لګيا شي.ابن زياد دهغه يوه خبره هم ونه منله او ويې واژه او په وژنه یې زه په ټولو مسلمانانو کې مبغوض کړم د خداى لعنت دې وي پر ابن مرجانه!د خدای غضب دې وي پر ابن مرجانه!)) .

د اهل بيتو رخصتول

اهل بيت یې ،چې مدينې ته لېږل ؛نو امام زين العابدين ته یې يوځل بيا وويل: (( پر ابن مرجانه دې د خداى لعنت وي! و الله کۀ زه له حسين سره واى او ما ته يې خپل هريو شرط وړاندې کړى واى؛ منه مې ما به يې ژوند په هره ممکنه ذريعه بچ کړى واى که څه هم زما د خپل زوى ژوند هم ختم شوى واى؛خو خداى ته هم، هغه منظور و،چې وشول ؛خو ګوره له ماسره په منظمه توګه ليک راليک کوئ او له خپل هرضرورته مې خبروئ )) .

تر دې وروسته سکينې وويل :(( ما کله هم يو ناشکره انسان تر يزيد ښه سلوک کوونکى نه دى ليدلى)) .

 

د اهل بيت پېرزوينه

يزيد اهل بيت د خپل باوري سړي او د پوځ په خونديتوب کې رخصت کړل . دې سړي په ټوله لار له مصيبت ځپلو سره ښه چلن وکړ ،چې دوی منزل مقصود ته ورسېدل ؛نوحضرت زينب بنت علي او حضرت فاطمه بنت حسين خپلې ګجرې ور ته ورکړې اوويې ويل : (( دا ستا د نېکۍ بدله ده.له موږ سره نورڅه نشته ،چې در یې کړو)) .

دې سړي ګاڼه بيرته ورکړه او ويې ويل چې :(( والله زما دغه چلن د څه دنيوي تمې لپاره نه و، يوازې د رسول الله (ص) په خاطر و )) .

 

په مدينه کې ماتم

د اهل بيتو تر رسېدو مخکې په مدينه کې دا زړه ماتوونکى خبر خپورشوى و. د بني هاشمو بيبيا نو،چې ددوى له راتلوخبرې شوې ؛نو له کورونو په چغو راووتې.د حضرت عقيل بن ابي طالب لور تر ټولو مخکې و او دا شعرونه یې ويل :(( څۀ ځواب به ورکوئ ،که نبي (ص) تاسو وپوښتي ،اى خلکو! چې وروستى امت يې . تاسو تر ما وروسته زما له اولاد او کورنۍ سره څه چلن وکړ،چې پکې ځينى بنديان او ځينې په وينو لمبېدلي دي؟))

 

ويرنه

د حضرت حسين ( ع) پرشهادت ډېرو خلکو ويرنې ليکلې ؛خو د سليمان بن قتيبه مرثيه ډېره مشهوره شوه :

(( زۀ د محمد (ص) د کورنۍ د کورونو خوا ته تېر شوم ؛خو دا کورونه کله هم داسې نه ول، لکه څنګه،چې پر هغه ورځ ،چې حرمت مات شوى و . خداى دې هغه مکانونه او مکينان لرې نۀ کړي . که څه هم اوس له خپلو اوسيدونکيو خالي شوي دي په کربلا کې د هاشمي وژل شويو وژنې د مسلمانانو ورمېږونه ذليل کړل چې له دوې سره د دنيا هيلې تړلى وې؛خو هغوى يو مصيبت شو او دا مصيبت څومره لوى او سخت دى . ايا تاسو ته نه ښکاري،چې ځمکه د حسين (رض) پربېلتون ناروغه ده او دنيا رپېږي.اسمان هم دهغه پر بېلتون ژاړي.ستوري هم ماتم کوي اوسلام وايي )) .

 


د امام حسين د وژونکيو برخليک

د حضرت امام حسين د شهادت خبرچې حجاز ته ورسېد؛نو ټول حجاز له يزيده متنفر شواو د يو روايت له مخې د حضرت عبدالله بن زبير ( رض) له ستر ګو اوښکې روانې شوې او خلکو پرېکړه وکړه څويې د حسين (رض) د وينې غچ نه وي اخېستى يو به هم ارام نه کېني.

د مدينې د خلکو يو پلاوى حضرت امام زين العابدين ته ولاړ او ورسره یې د بيعت کولوغوښتنه څرګنده کړه؛خو د اهل بيتو د قتل عام له کبله ،چې پرهغوى کوم حالات تېرشوى و زړه يې مات او له دنيا تورکړى و؛ځکه د بيعت له اخېستو يې نمښته- انکار وکړ بيا دغه نهيلى پلاوى مکې ته ولاړ او حضرت ابن زبير (رض) ته ورغى او له هغه سره یې د بيعت کولو اراده څرګنده کړه .

يزيد هم غوښتى و،چې ابن زبير( رض) دې ورسره بيعت وکړي يا دې په کربلا کې د حسين برخليک ته تيار شي.دا چې ابن زبير د يو فاسق په لاس بيعت کولو ته تيار نه و؛نوځکه هغوى د خپل خلافت په باب د بيعت اخېستو پرېکړه وکړه او په دې بيعت کې د مکې اومدينې مشران هم شامل شول .

د حضرت حسين (رض) دشهادت ترټولو زيات غم هغو خلکو ته و ،چې امام ته يې پرله پسې ليکونه ليکلي و او عراق ته د ورتلو بلنه یې ورکړې و؛خو د ابن زياد د ظلم ، تاوتريخوالي او د خپلې کمزورتيا له کبله یې د حضرت حسين (رض) مرسته ونه کړاى شوه،د حسين (رض) تر شهادت وروسته دا ټول خلک د((سليمان بن صرد)) په کور کې راټول شول . دا همغه کور دى ،چې دغو خلکو پکې حضرت حسين (رض) ته ليکونه ليکلي ول اوعراق ته يې د راتلو بلنه ورکړې وه.

يو ځل بيا چې دا خلک په دې کور کې راټول شول؛ نو د هر سړي سترګې له پښېمانۍ ټيټې وې.په دې غونډه کې ټولو په خپله تېروتنه پښېماني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه،چې څو مو د حسين (رض) غچ نه وې اخېستى ؛نوترهغه راباندې خوب اوخندا حرامه ده . ځينو خلکو پکې له احساساتو ډکې ويناوې هم وکړي ؛لکه(( مسيب بن نجبه)) وويل : (( موږ حضرت حسين(رض) ته عراق ته د راتلو بلنه ورکړې و او د مرستې وعده مو ورسره کړې و؛خو هغوى،چې راغلل؛نو موږ خپله وعده پوره نه کړاى شوه . اوس که خداى او رسول يې له موږ څخه ددې بد بې لوزۍ ځواب وغوښت ؛نو موږ به د خپلې بى ګناهۍ په اړه څه وايو؟ اوس موږ ته ايکي يوه لار پاتې ده او هغه دا چې کومو خلکو د حسين (ع) په وژنه کې برخه اخېستې ده يو يې هم ژوندى پرې نږدو او يا بيا خپل ځانونه قربان کړو)) . (د طبري تاريخ ، اووم ټوک ، ٤٧ مخ.

ټولو حاضرين د مسيب له خبرو سره يوه خوله له شول او((سليمان بن صرد)) یې خپل مشر وټاکه تردې وروسته سليمان هم له جوشه ډکه وينا وکړه :

(( موږ ټولو حضرت حسين (رض) ته سترګې نيولې وې ؛خو چې هغوى راغلل ؛نو موږ ترې سترګې واړولې.هغوى زموږ غوږونو ته خپل اواز رسولى و؛خو موږ هيڅ ځواب ور نه کړ هغوى د ظالمانو او فاسقانو د نېزو اوغشو له لاسه له موږ سره نزدې شهيدان شول او تر شهادت وروسته يې جامې وويستل شوې اوس د خداى سخت غضب راتلونکى دى؛نوځکه ژمنه وکړئ ،څو انتقام وانخلئ له خپلو ښځو به لرې اوسئ . قسم مې دې پرخداى وي ،چې څو تاسو د حسين (رض) قاتلانو ته جزا ورنه کړئ يا خپل ځانونه بلهار- قربان نه کړئ ، الله تعالى به له تاسو ناراضه وي.خپلې تورې تېرې کړئ خپلې نېزې پاکې کړئ او د جنګ ټول وسايل تيار کړئ او چې کله در ته اواز وشي ميدان ته راودانګئ )) (دطبري تاريخ 7 /٤٨ )

دغې او دې ته ورته نورو وينا وو سملاسي په حاضرينو کې يوه عجيبه غوندې جذبه پيدا کړه اوهغوى له يوې نوې ولولې سره کورونو ته ولاړل .تردې وروسته به ډېرې داسې غونډې کېدې،چې دغچ اخېستو خوځښت یې پټ جاري ساته.په دې لړ کې پر کوفې سربېره بصرې ، مدائن اوعراق ته يې هم سړي ولېږل او ځينو خلکو ته ليکونه هم وليکل شول.د يو ليک اقتباس دا دى : (( موږ ابن رسول الله (ص) ته دعوت ورکړ؛خو چې هغوى تشريف راوړ؛نو موږ يې هيڅ مرسته و نه کړاى شوه.هغوى د بېرته تلو اراده څرګنده کړه؛خو اجازه ورنه کړاى شوه.هغوى ته له امان ورکولو هم انکار وکړاى شو.هغوى وويل : (( ما پر خپل حال پرېږدئ )) خو دا خبره یې هيچا وا نه ورېده .بريد پرې وشو او شهيدان کړاى شول.بيا يې جامې وويستل شوې او بربنډ کړاى شول.پر دغوو اقعاتو ترغور وروسته موږ په کلکه ننګېرو- احساسوو،چې ډېره لويه ګناه مو کړې،چې له مرستې مو يې سترګې اړولې دي.ددې ګناه د کفارې اوس ايکي يوه لار ده اوهغه دا ده ،چې اوس موږ د حسين (رض) قاتلان ووژنو او يا په خپله هم د حسين (رض) په شان مرګي ته ورغاړې ووځو. موږ ټول دې ته تياريو. تاسوهم تيارى و کړئ او د٦٥ هجرى دربيع الثاني په لومړۍ نيټه ((د نخيلې)) سيمې ته راشئ ( دطبرى تاريخ ، اووم ټوک ٤٩ مخ ).

د دغوليکونو له هرې خوا هرکلى وشو او په زرګونو خلکو د امام حسين د غچ اخېستو ژمنه وکړه بيا د ربيع الثاني پر لومړى دغچ ساعت هم راغى . د حسين (ع) په نوم قربانېدونکې ډلې په نخيله کې راټولې شوې ،چې شمېر یې څلور زره ( ٤٠٠٠ ) و . ترهرڅۀ مخکې دا خلک د کربلا ميدان ته راغلل او د حضرت حسين (رض) پر مزار یې ماتم وکړاو يوه ورځ او يوه شپه یې په ژړا تېره کړه او د خپلو تېروتنو بښنه یې وغوښته ؛نو ځکه تاريخ هغوى ((دتوابينو)) په نامه يادوي .

تردې وروسته خلکو دشام خوا ته مخه کړه ،چې د حسين (رض) د قتل له تر ټولو لويو مسؤولينو ابن زياد او يزيده غچ واخلي .

په شام کې د حکومت يو لوى لښکر،چې شمير يې دولس زره ( ١٢٠٠٠ ) و او حسين بن نمير یې سرلښکر و،د دې ډلې مقابله وکړه . دا مقابله تر درې ورځو پورې جاري و په دويمه ورځ د حکومتي لښکرد مرستې لپاره د اتو زرو ( ٨٠٠٠ ) شاميانو کومک هم راورسېد ؛خو د حسين (ع) پلويانو په استقامت مقابله جاري وساتله.په دغه جنګ کې وړومبى دغازيانو د لښکر سردار ((سليمان بن صرد))شهيد شو او دهغوى په ځاى ((عبدالله بن سعد)) ته سرداري وسپارل شوه . بيا چې هغه هم شهيد شو؛نوعبدالله بن دال ، بيرغ په لاس کې واخېست اوهغه هم شهيد شو. پر درېمه ورځ ماښام ،چې جنګ بند شو؛نو يو موټى غازيان پاتې شوي ول . يا خوشهيدان شوي ول يا ټپيان داسې چې، ((توابينو))چې د حسين (رض) دغچ اخېستو کومه ژمنه کړى وه هغه پوره شوه. او دا فيصله وشوه ،چې د وروستي جنګ لپاره نور لښکر راغونډول پکار دي لکه ،چې پاتې شوي غازيان د شپې په تياره کې له ميدانه ووتل .

په دې لړ کې داهم ياد لرل پکار دي ،چې د حسين (رض) د غچ د اخېستو تر ټولو زيات زورور اواغيز من کوښښ ((مختار بن ابي عبيد ثقفي ))کړى و .

(( مختار)) د کوفې رئيس و او د کوفې د والي او د رسول الله (ص) د يوصحابي نعمان بن بشير(رض) زوم و . په پوهه ،فراست اوتدبير کې د کوفې ډېر کم کسان له ((مختار)) سره برابر و .د مختار دعظمت تر ټولو   لو‌ى دليل دا دى ،چې د همدوى په وسيله د حسين له قاتلا نوعبرتناک انتقام اخېستل شوى و.

په دې لړ کې که ټولې تاريخي پېښې راټولې کړاى شي ؛نو يو پېړکتاب ترې جوړيږي؛ځکه زه له لنډو کار اخلم او د حسين (رض) د قاتلانو انجام په لنډو ټکيوکې بيانوم :

د امام حسين د قاتلانو په اړه له تاريخه دا څرګنديږي،چې په هغوى کې يوهم دخدای (ج) له عذابه بچ نشو.ځينې ووژل شول او ځينې په داسې مصيبتونو کې راګېرشول ،چې مرګ ترې ډېر اسان دى .

له ابن الجوزي زهري روايت دى ،چې د حسين (ع) په قاتلانو کې يو هم له سزا بچ شوى نه و ځينوته دمرګ سزاورکړل شوه ، ځينې ړانده شول او چې کوم واکمن و؛نود داقتدارجنازه يې ووته .

ابن کثيرليکي :

(( د حضرت امام حسين (رض) تر شهادت وروسته ،چې کومې فتنې راولاړې شوې وې او کومې،چې په تاريخ کې راغلي پکې ډېرې سهي دي . د حسين (رض) په قاتلانو کې يوهم داسې نه و،چې په يو نه يوه عذاب اخته شوي نه وي،ځينې خلک په دردناکو عذابونو کې راګېر شول او زياتره لېوني او مخبوط الحواس شول )) .

دعبدالملک بن مروان په زمانه کې،چې ((مختار بن ابي عبيد ثقفي)) د کوفې حاکم مقرر شو؛نوهغوى دحسين (رض) له قاتلانونه انتقام واخېست .مؤرخينو ليکلي ،چې هغه پر يوه ورځ د حسين(رض) دوه څلوېښت قاتلان ووژل،چې عمرو بن حجاج زبېري هم پکې و. حضرت ابوالعباس د امويانو دوه اويا (٧٢) تنه مشران په يوه ميلمستيا کې راغونډ کړل ؛خوله دې مخکې،چې په دسترخوان کېني د ابوالعباس په اشاره له ټولو څټونه غوڅ کړاى شول.بيا يې پر تنو دستر خوان وغوړول شو او ابوالعباس او ملګرو يې پرې ميلمستيا وخوړه.

په دې هم چې د انتقام اور مړ نشو؛نو عباسيانو حکم وکړ،چې :(( د اموي پاچايانو قبرونه دې وکيندل شي او ودې سوځول شي .د يزيد بن معاويه او هشام بن عبدالملک تنې یې راوايستلې او وسوځول شوې بيا يې ايرې په تلو کې کېښودل شوې او پو کړاى شوې،چې د ظالمانو نوم نشان پاتې نشي .

له ابن جوزي روايت دى ،چې :

(( يو سپين ږيرى چې د حسين (رض) په وژنه کې شريک و؛نو د غچ وخت چې راغى؛سملاسي ړوند شو.خلکو وپوښت،چې څنګه ړوند شوې ؟ځواب يې ورکړ : (( ما په خوب کې وليدل ،چې رسول الله (ص) لستوڼي بډ وهلى او توره یې په لاس کې نيولې او په مخکې يې پر يوه فرش د حسين (رض) د لسو قاتلاتو تنې پرتې دي.رسول الله (ص) وړومبى زه ورټلم بيا یې زما په سترګو کې د حسين (رض) د وينې سلائي وګرځوله او چې سهار له خوبه راپاڅېدم؛نو ړوند وم )) .

کوم ملعون ،چې د حسين (رض) سر د خپل اس په ورمېږ کې ځوړند کړ‌ى و، مخ يې د تارکولو په شان تورشو ى و. خلکو وپوښت،چې ته خو په عربو کې تر ټولو ښايسته او ښکلى سړى وې دا څه درباندې وشو؟ځواب يې ورکړ، دوه کسان دي چې زه یې له لاسونو نيولى يم او ساعت په ساعت مې د اور په لمبو کې ورمنډي.لنډه دا،چې د څو ورځو په دننه کې دا ملعون هلاک شو .

ابن جوزي له اسدي څخه يو روايت نقل کړى ،چې هغوى د يو سړي د ميلمستيا تابيا کړى وه په مجلس کې چا وويل:(( تر نهر خازر پورې د دواړو ترمنځ مقابله وشوه او ابن زياد ماتې وخوړه او په ميدان کې د اشتر په لاس ووژل شو.په دې جګړه کې پر ابن زياد سربېره د شام نور مشران حصين بن نمير او شرجيل بن ذي الکلايم هم ووژل شول.بيا ابن اشتر د ابن زياد او د نورو شامي مشرانو سرونه د فتح له خوشخبرۍ سره کوفې ته ولېږل او مختار دغه سرونه په((قصرالاماره)) کې په هغه ځاى کې کېښودل ،چې د حسين (رض) او ملګرو سرونه يې کېښودل شوي وه . بيا مختار د ابن زياد اوعمرو بن سعد سرونه امام زين العابدين ته ولېږل اوسرونه يې ،چې په مخکې کېښودل شول؛نو د شکرسجده يې وکړه او ويې ويل :(( دهغۀ خداى (ج) شکر دى چې زما لپاره يې له دښمنانو غچ واخېست)) .

د غچ په دغه جنګ کې د اموي ټبر شپږلکه کسان خو يوازې د ((ابومسلم خراساني )) او د هغه دپوځ په لاس وژل شوي وه .

د اموي کورنۍ مشران او په تېره بيا دشامي کورنۍ يو يو کس ووژل شو .

پردې سربېره په عراق او شام کې هم داسې کوم کس بچ پاتې نشو ،چې د حسين (رض) پرخلاف یې په جنګ کې برخه اخېستې وه. پرهرچا به چې شک وکړاى شو؛نو په ډېرې ځورونې به ووژل شو.

سنان بن انس حضرت امام حسين (رض) په نېزه ويشتى و او سر یې ترې غوڅ کړى و او د سرپه غوڅولو کې دومره ليونى شوى و،چې بل څوک یې د حسين (رض) تنې ته نږدې نه پرېښودل هسې نه،چې دا د سرغوڅولو اعزاز د بل چا په برخه شي.

مختار وړومبى ددې ملعون سترګې وويستې،بيا یې د لاسونو نوکونه وويستل،بيا یې دواړه لاسونه ورمات کړل بيا یې د هغه له دواړو پتونو څخه غوښې پرېکړې.بيا یې سنګسار کړ او په پاى کې یې وسوځاوه .

صرمله ،چې د حضرت علي اصغر (رض) مرۍ یې په خپل غشي سورى کړې و، مختار ته چې راوستل شو؛نو مختار بې کابو شو او دهغه دواړه لاسونه یې پرې کړل.بيا یې حکم وکړ،چې ژوندى یې وسوځوئ .

د حسين (رض) يو يو قاتل به د مختار په مخکې وړاندې کړاى شو او په ډېرې ځورونې به ووژل شو .

د حسين (رض) په قاتلانو کې،چې کوم تښتيدلي ول؛نو مختار يې کورونه وسوځول. په کوفه کې ،چې د حسين (رض) له قاتلانو غچ واخېستل شو؛نو د مختار عبيدالله بن زياد ته پام شو او ابراهيم بن اشتریې مقابلې ته ولېږه .

د حسين (رض) دغه قاتلان له کوفې تښتېدلي ول؛خو د مختار کسانو را ايسار کړل او ويې وژل .

هم دغه شان شمربن ذي الجوشن هم تښتېدلى و؛خو د مختارکسانو را ايسار کړ او ويې واژه اوتنه یې په سپو وشلوله،د يو بل روايت له مخې شمر بن ذي الجوشن د زيتون د تېلو په ديګ کې وريت کړاى شو.ټول نوکونه يې لۀ بېخه ويستل شوي ول، پوټکى يې ايستل شوى و،په زهرو يې کولمې پرې کړاى شوې وې.ژبه ترې راکاږل شوې و او مسخ کړاى شوې تنه يې نندارې ته جامع جومات ته مخامخ ځوړنده کړاى شوې و او په پاى کې د اور په لمبو کې داسې سوزول شوى و،چې ايرې یې هم نه وې پاتې.

د حسين (رض) يو يو قاتل به د مختار په مخکې وړاندې کړاى شو او په خورا ځورنې به ووژل شو.مختار به ځينې وسوځول د ځينو به یې پښې لاسونه پرې کړل او ځينې به یې په غشيو سوري سوري کړل.

محمد بن اشعث له کوفې څخه قادسيې ته تښتېدلى و.بيا چې د مختار سړي ورپسې ولاړل ؛نوهغه د ښځوپه لباس کې بصرې ته وتښتېد،خلکو یې کور وړومبى ولوټه او بيا یې وسوزاوه .

مختار،عبد ابن اسد وپوښت‏: (( تا په حسين (رض) توره پورته کړې وه ؟)).

هغۀ ځواب ورکړ (( زه نوکر وم )).

(( خېموکې دې اورلګولى و ؟)) .

(( ما يوازې حکم عملي کړى و )) .

مختار حکم وکړ چې وړومبى یې لاسونه اوپښې پرې کړئ بيا یې ووژنئ لکه چې همدغه چلن ورسره وکړاى شو .

په ځينو روايتونو کې داهم راغلي،چې پښې اولاسونه ترې پرې کړاى شول اوپرېښودل شو ،چې پخپله مړشي .

مالک بن بشير د کربلا په لوټ کې د حسين (رض) په توره قبضه کړې وه د ده څټ د کوفې په بازار کې د خلکو په مخکې غوڅ کړاى شو،چې خلک ترې عبرت واخلي.

نافع بن مالک د فرات اوبه بندې کړې وې.مختار پر هغه د خپلې ، تورې اوبه وڅښلې د يوې بوډۍ په اطلاع د حارث بن بشير او حارث بن نوفل څټونه هم غوڅ کړاى شول .

خولي بن يزيد په بيت الخلا کې پټ شوى و؛خو د ښار کوټوال ونيو او مختار ته یې ورساوه خپله هغه ښځه هم ورسره وړاندې کړاى شوه ،چې دحسين (رض) پر شهادت یې ګډا کړى و. د خولي دويمې ښځې وويل:(( کوم وخت چې خولي د حسين (رض) سر خپل کور ته راووړ؛نو دغې بدبختې وويل،چې د ابوتراب د زوى سر پرېکړاى شو او دهغه اولاد په پړو وتړل شو او کوفې ته راوستل شو)) .

مختار ددغې ښځې ژبه بهر راکاږله. د تنې غړي يې پرې کړل او چې بيا د خولي وار راغى؛نو منښته- اعتراف يې وکړه: (( کوم وخت چې د حسين (رض) خېمې وسوځول شوې؛نو هغه د حضرت سکينې (رض) له غوږونو والۍ راکاږلې . حضرت علي بن حسين (رض) ناروع پروت و چې دهغه بستره یې بهر وغورځوله او د حضرت زينب (ض) له سره يې څادر راکاږه)).

مختار حکم وکړ ،چې پښې او لاسونه ترې پرې کړئ ،چې حکم عملي کړاى شو،بيا يې په چاړه ترې سترګې وايستلې او بدن يې وسوځول شو .

عمار،عثمان ، زياد بن ملک ، يزيد بن ضمير،اکبربن جمران،عبيد بن اسود،مره بن منقد ،زياد بن اقاد ،عمربن حجاج او نورو ته هم له عبرت ناکې جزاګانې ورکړاى شوې؛د چا سترګې وويستل شوې؛د چا شونډې پرېکړاى شوې او په پاى کې وسوځول شول .

د ابن زياد د لښکر له مشرعمرو بن سعد سره هم د خولي بن يزيد په شان چلن وکړاى شو او زوى يې هم ورسره ووژل شو .

د حسين (رض) په قتل کې،چې څوک شريک ول هغوى ته په همدې دنيا کې سزا ورکړل شوه.

يوه سړي وويل: (( دا خبره غلطه ده،چې د حسين (رض) په قتل کې زه پخپله شريک وم )) . بيا هغه سړى پاڅېد او د ډيوې د باتۍ په سمولو لګيا شو.ناڅاپي يې د ډيوې اور جامو ته ولګيد او لولپه يې کړ .

سدي ليکلى،چې دهغه بدمرغه سيل ما پخپله کړى دى،چې د فرات اوبه یې په حسين(رض) بندې کړې وی.

خداى(ج) پرې ابدي تنده مسلط کړه.دم په دم به یې اوبه څښلې؛خو تنده یې نه ماتېده،ان تردې،چې خېټه يې وچاوديده او هلاک شو)) .

د يو روايت له مخې د حضرت امام حسين(رض) ترشهادت وروسته يزيد يوازې دوه کاله او اته مياشتې او د بل روايت له مخې درې کاله او اته مياشتې ژوندى و. بيا د شپږ دېرشو کالو په عمر مړ شو.ترمرګ مخکې يې خپل زوى راوغوښت او ورته یې څه ويل غوښتل؛خوهغه ترې په دې وينا مخ وګرځاوه،چې : (( زما هغه سلطنت نه دى په کار،چې بنسټ یې د رسول الله (ص) د اولاد په وينه ايښودل شوى دى)) .

هغه حکومت ،چې بنياد یې پر(( ظلم ))او ((نژادي عصبيت ))ايښودل شوى و.د خپل ظلم اوعصبيت له لاسه نېست ونابود شو او خداى جل جلاله هرهغه ظالم هلاک کړ،چې د حسين (رض)‏د شهادت پر وخت د يزيد په ليکو کې ولاړ ول او د حسين (رض) په خلاف یې جنګ کړى و .

پاى

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست