تبلیغات

الهي رزاقيت يـــکى طفل،دندان برآورده بــــــــــــود پــدر سر به فکرت فرو برده بود کـه من نان و برگ از کجا آرمـــــــــش مـــــــــروت نبـاشد که بگذارمش چو بيچاره گفت اين سخن نزد جفت نـگر تا زن او را چه مردانه گفت مخـــور هـــول ابــــليس تا جـان دهــــد هر آن کس که دندان دهد نان دهد نگارنــــــــده […]

الهي رزاقيت

يـــکى طفل،دندان برآورده بــــــــــــود

پــدر سر به فکرت فرو برده بود

کـه من نان و برگ از کجا آرمـــــــــش

مـــــــــروت نبـاشد که بگذارمش

چو بيچاره گفت اين سخن نزد جفت

نـگر تا زن او را چه مردانه گفت

مخـــور هـــول ابــــليس تا جـان دهــــد

هر آن کس که دندان دهد نان دهد

نگارنــــــــده کودک انــــــدر شـــــــکم

نويــــــــسنده عمـــر و روزى اسـت هم

د خداى په کار کې لاسوهنه؟!

کېداى شي د ځينو ماغزو ته دا شبهه راشي،چې موږ موحدان يو، خداى خالق او رازق ګڼو او داچې زموږ اسماني کتاب په ډاګه وايي : رزاق او متکفل خداى دى،هغه روزي پنځوونکى او روزي ورکوونکى دى او داسې ساه کښ به نه وي،چې خداى يې رزق او روزي پر غاړه اخستي نه وي.

((إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ ذاريات/٥٨)= (ځكه) چې يوازې خداى ښه روزي وركوونكى (او) د پياوړي ځواک څښتن دى.))

((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (هود/٦) =او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته؛خو دا چې روزي يې پر” خداى “ده او هغه يې پر استوګنځي او د لېږد رالېږد پر ځاى پوهېږي (؛ځکه) دا ټول په ښكاره كتاب [ لوح محفوظ،د خداى د علم په كتاب] كې (ثبت) دي.))

بلخوا کوم رزق او روزي،چې خداى پر غاړه اخستې او ضمانت يې کړى دى،هغه برخه ده،چې بايد مخلوقاتو ته ورسي،چې وکړاى شي،خپل ژوند او پايښت ته دوام ورکړي او د خلکو حقوق هم په همدې برخو پورې اړوند دي،چې بايد وا يې خلي؛نو لازم نه دي،چې موږ د رزق،برخو او د خلکو د نصيبونو په هکله فکر وکړو؛بلکې حق هم نه لرو،چې په دې هکله فکر وکړو،دا د خداى په کار کې يو ډول لاسوهنه ده او د توحيد له آر سره منافات لري،د خداى کار بايد خداى ته پرېښوول شي،زموږ دنده د خداى پر رزاقيت ډاډ او توکل دى.

په ځواب کې بايد وويل شي،چې که موږ خداى هغسې وپېژنو،چې د سپېڅلتيا،کبريا،اسماء حسنى او عاليه صفاتو وړتيا ولري او څومره،چې مو په وسه کې ده، و يې پېژنو او هغسې يې و نه ستايو؛ لکه څنګه چې د خپل ځان په څېر کمزورى او عاجز مخلوق ستايو؛ نو هغه مهال به پوه شو،چې د هغه رزاقيت او تکفل او بندګانو ته يې روزي ورکول له دې سره منافات نه لري،چې موږ د عدالت په هکله او داچې د عدالت غوښتنه څه ده فکر وکړو،له دې سره منافات نه لري،چې په دې هکله دندې ولرو او پر موږ واجب وي،چې د حقوقو د احقاق لپاره هڅه وکړو او د کوښښ لومړۍ درجه همدا ده،چې د حق او عدالت پر مانا پوه شو او که منافات يې درلود؛نو په خپله قرآن کريم به هڅه او کوښښ کول فرض کړي نه ول،چې خداى يې په رزاقيت ستايلى و.که منافات يې درلود؛نو په اسلامي احکامو کې به د خپل حق لاس ته راوړو ته قوانين نه ول وضع شوي؛که منافات يې درلود؛نو د انفاق حکم به نه راته.مګر انفاق او صدقې ددې لپاره نه دي،چې د خلکو له رزق او روزۍ سره مرسته وشي؟ آيا دا کار د خداى په رزاقيت کې شرېکېدل نه دي،چې په خپله غاړه يې اخستى دى؟

 

له انسان سره د خداى قياس

بشر طبعاً دا حالت لري،چې پر نفس قياس کوي او خپل حالات او صفات په نورو کې په هماغه څرنګوالي فرضوي،چې په خپله يې لري. ماشومان د عمر په لومړيو کې ګومان کوي،چې کوم احساسات،چې لري،په نورو ژويو کې هم دي.ماشوم خيال کوي،چې د لوبو سامان د ماشوم په څېر احساسات لري او که ووهل شي؛نو خوږ به شي؛نو چې غوسه شي؛وهي يې. له خپل ځانه پورته هم همداسې دى.

 

د تنزيه آر

د توحيد په مسئله کې د توحيد يو رکن تنزيه ده. تنزيه د شبيه د نفې په مانا دى.(( لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ(شورى/١١)= هېڅ څيز د هغه په څېر نه دى او هغه اورېدونكى (او) ليدونكى دى.))

دې ته مو بايد پام وي،چې که خداى په علم،ژوند،ځواک، اورېدونکي او ليدونکي اراده او رزاقيت ستايو؛نو بايد د خپل ځان په څېر له مخلوقاتو سره يې ورته (شبيه) نه کړو؛که عالم دى؛نو زموږ له عالمتوب سره توپير لري. همداسې دى ځواک، ژوند،اراده، مشيت او د حق نور صفات. د خداى رزاقيت هم داسې دى.

 

الهي ضمانت او ژمنه

نو دومره بايد پوه شو،چې الهي ژمنې او رزاقيت له انساني ژمنو او کفالت سره يو شان نه دى.که څوک د چا د روزۍ کفيل شو؛نو دا يو څه دي که خداى واخسته؛نو دا بل څه دي،چې د هغه له بشپړ ذات سره ښايي،همداچې په قرآن کې لولو: ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا(هود/٦)= او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته ؛خو دا چې روزي يې پر” خداى “ده))؛نو بايد پوه شو،چې پر غاړه اخستونکى ((الله)) دى؛نه يو مخلوق . ((الله))؛يعنې هغه چې ددې نظامونو او مخلوقاتو پنځوونکى دى؛نو ژمنه يې د مخلوق له ژمنې سره توپير لري،چې د همدې نظام او مخلوقاتو يوه برخه ده. د هغه د فعل طريقه،چې د همدې نظامونو او مخلوقاتو يوه برخه او تابع ده، له هغه سره،چې ددې نظامونو پنځوونکى دى توپير؛د هغه فعل قهراً د همدې نظامونو په بڼه دى؛نو بايد وګورو،چې ددې نظامونو ټوليز اصول پر کومو اصولو او څنګه دي . د خداى د فعل او رزاقيت پېژندل،ددې عالم د نظامونو پېژندل دي .

موږ په خپله ددې عالم او نظام برخه يو او ددې عالم د نورو برخو په څېر يوه دنده لرو.کومې دندې هم،چې د ارزاق او حقوقو په هکله لرو او د خلقت قانون پرې ګومارلي يو يا د شريعت قانون پرې ګومارلي يو،د خداى د رزاقيت له شئونو ځنې دي.

د جذب او تغذي ځواک،چې په بوټو کې دى،د تغذيې جهازات،چې په بوټي،حيوان او انسان کې دي، لېوالتياوې او غريزې،چې په ساه کښو کې دي او د خوړو پر لور يې راکاږي؛ټول د خداى د رزاقيت شئون او د خداى د رزاقيت مظاهر دي.

خداى دى،چې دا ساه کښ يې په بېلابېلو ځايو کې په دې جهازاتو سمبال کړل،چې وکړاى شي ددې نړۍ له اوبو،خوړو او هوا ګټنه وکړي. خداى دى،چې ساه کښ يې له داسې لېوالتياوو سره پنځولي، چې په خپله په خپلو اړتياوو پسې منډې ووهي او بې له دې،چې په خپله متوجه وي،چې دې چارو ته ولې اړتيا لري او څه فلسفه لري، تل ددې غريزو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.

د انسان عقل،اراده او ننګېرنه-احساس ددې لپاره ده،چې په خپله بايد خپل حق خوندي کړي،کومې دندې،چې د شريعت په وسيله د خپل حق د خونديتوب او د نورو د حقوقو د درناوي لپاره لري،کومې هڅې،چې بشر د خپلو ګټو او حقوقو د خونديېنې لپاره کوي،کومې مقاومتونه،چې د خپل حق لپاره د يرغلګرو پر وړاندې کوي،کوم فکرونه،چې د خپلو حقوقو په هکله کوي،کوم کتابونه ،چې په دې هکله ليکي،کومې فکري هڅې،چې کوي او کومې فلسفې،چې رامنځ ته کوي؛ټولې د خداى د رزاقيت له شئونو او مظاهرو يې دي . ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا= او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته ؛خو دا چې روزي يې پر” خداى “ده))

که د ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا= او په ځمكه كې هېڅ خځنده نشته ؛خو دا چې روزي يې پر” خداى “ده)) حقيقت نه و،که په دې نظام کې دا کفالت او ضمانت نه و،نه لېوالتيا وه او نه غريزه،نه د جذب ځواک و او نه د دفع ځواک،نه خوند و،نه خواږه ول او نه تراخه،نه بوټي په ځمکه کې ريښه درلوده او نه انسان او څاروى د هضم جهازات درلودل او نه د دين له لوري په دې هکله احکام راغلي ول او نه انسان په دې هکله فکر کاوه،کتاب يې ليکه او فلسفه يې رامنځ ته کوله.دا ټولې هڅې او خوځښتونه د “يامدبر” او “يا رازق” له نومه پيدا شوي دي،چې دا نظم يې په دې بڼه او په دې اډون رامنځ ته کړى دى .که د خداى رزاقيت نه و؛نو دا يوه چاره به هم نه وه او که دا چارې نه وې؛نو نه به بوټى و،نه حيوان او نه انسان؛بلکې يو موجود به هم نه و؛ځکه رزق او روزي په عمومي مانا له ژويو نه د نورو ژويو د مرستې غوښتنې او په نهايت کې له خداى نه مرسته غوښتل دي او هر موجود په هر مقام او ځاى کې،چې دى مرستې ته اړتيا لري.

نو بايد و نه ويل شي: داچې خداى د برخو،نصيبونو او روزۍ متکفل دى؛نو موږ بايد په دې هکله فکر و نه کړو؛ځکه زموږ د وينا له مخې، زموږ فکر او هڅه د خداى د رزاقيت لامل دى.د هغه رزاقيت دى،چې روزي او روزيخور،رزق او مرزوق يې په يو بل مين کړي دي .

بايد و نه ويل شي،چې په دې چارو کې فکر کول د خداى په چارو کې لاسوهنه ده؛ځکه موږ هله د خداى په چارو کې لاسوهنه کړاى شو،چې د خداى پر ځاى ددې نظامونو او نړۍ پنځوونکي ووسو،چې وکړاى شو د نړۍ نظامونه سره ګډ کړو او پر ځاى يې نورو قوانين رامنځ ته کړو؛يعنې هماغه کار،چې د عقل له مخې ناشونى دى؛خو موږ،چې د هغه د رزاقيت په حکم،روزۍ ته لېوال پنځول شوي يو،د هغه په حکم په بدن کې مو د روزۍ خوړو بېلابېل جهازات پنځول شوي دي،د هغه په حکم په موږ کې له فکر کولو سره مينه او لېوالتيا پيدا شوې ده،د هغه په حکم پر موږ د خپلو حقوقو خونديېنه او د نورو د حقوقو درناوى فرض کړاى شوى دى؛نو نه يوازې د خداى په چار کې مو لاسوهنه نه ده کړې؛بلکې د خداى د مشيت پلي کوونکي او منونکي يو،که فکر او هڅه و نه کړو او د سکون او مړي حالت غوره کړو؛نو د خداى له حکمه به خورا لرې پراته يو.

پاک خداى هم رازق دى او هم خالق. خالق دى؛يعنې هغه د ژويو پنځوونکى دى،که اراده او مشيت يې نه و؛نو هېڅ څه به نه وو پنځول شوي . رازق دى؛يعنې موجودات يې رزق ته اړمن پنځولي دي او د ژويو رزق او روزي ورکوي.

کوم موجودات،چې رزق ته اړمن دي؛داسې پنځول شوي،چې بايد له بل موجوده تغذي وکړي،چې ژوندى پاتې شي؛يعنې هغه بل موجود په يوه بڼه د خپل وجود برخه کړي او بيا شونې ده،چې يو بل موجود دا موجود په بله بڼه خپل رزق او روزي کړي.د روزيو او روزيخورو لړ يو له بله بېل نه دى . هر روزيخور په خپله د بل روزيخور روزي دى، هماغه چې د يو موجود آکل (خوړونکى) دى د بل موجود ماکول (خواړه) دى.

 

د روزۍ او روزيخور انطباق

بل حساب د روزۍ او رزيخور انطباق دى.په تېرو څپرکيو کې مې خبره سپينه کړه،چې د حق پيدا کوونکي څه دي او څنګه کېداى شي څوک پر يو څيز حق ولري.و مې ويل:د حق يو پيدا کوونکى دادى،چې د خلقت په متن کې يو څيز بل څيز ته او د بل څيز په پار پنځول شوى وي.د بېلګې په توګه : يو وخت ددې لپاره ځان د يو کور خاوند ګڼئ،چې په خپله مو جوړ کړى دى او يو وخت دى،چې ددې لپاره ځان د کور خاوند ګڼئ،چې دا کور تاسې ته جوړ شوى وي.

دومره نظم،اوډون او هېښنده تطبيق،چې په هستۍ کې دى، راښيي، چې د خلقت په متن کې ځينې موجودات نورو ته پنځول شوي دي. نوزېږى او د مور د شيدو جوړولو او ورکولو دستګاه-غونډال دوه بېلابېلې او ناارتباطه غونډالې دي؛خو د نوزېږي په جهازاتو او اړتياوو کې ځيرنه او د شيدې جوړولو او ورکونې خارق العاده تجهيزات او يو له بل سره د دواړو منطبقېدل راښيي،چې دوى د خلقت په متن کې يو له بل سره ارتباط لري او د شيدو جوړولو دا مفصله فابريکه ددې لپاره پنځول شوې،چې ماشوم ته شيدې جوړې کړي او هېڅوک هم دا احتمال نشي ورکولاى،چې د شيدو او د تي پنځونه بې موخې وه.د خلقت په اجزاوو کې يو ځانګړى پيوستون دى،چې يو له بل سره يې تطبيقوي.څو ماشوم کوچنى وي او د روزۍ په لاس ته راوړو وسمن نه وي؛نو د مور په غېږ کې ورته چمتو روزي ورکول کېږي.په تدريج چې غټېږي او پښې او لاس پيدا کوي،چې روان شي او عقل او تشخيص پيدا کوي او په خپله ځيرکۍ وکړاى شي روزي پيدا کړي؛نو بيا ورته دا چمتو روزي نه وي؛ته وا چې روزي ترې اخلي او په يو لرې ځاى کې يې ږدي،چې په لټه کې يې شي او پيدا يې کړي او ګټنه ترې وکړي. په ټوليزه توګه د روزۍ د چمتوکېدنې، د روزۍ پر لور د هدايت په څومره والي کې او د روزيخور د ځواک ترمنځ يو تناسب او اړيکه شته.

يو وخت روزي دنده لري،چې د روزيخور پر لور ولاړه شي؛لکه څنګه چې د باران دنده ده،چې د وريځ پر سپرلۍ د وچو ځمکو پر لور ولاړه شي:

((وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ حَتَّى إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالاً سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَنزَلْنَا بِهِ الْمَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ كَذَلِكَ نُخْرِجُ الْموْتَى لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (اعراف/٥٧)= او الله هغه دى، چې بادونه له خپل رحمته مخكې زېري وركوونكي لېږي،چې هغوى ورېځې را الوځوي؛(بيا) موږ يې د مړو (شاړو) ځمكو خوا ته شړو او د اوبو باران ترې وروو او په اوبو له (خاورې) ډول ډول محصولات راوباسو،په همدې توګه (؛لکه مړې ځمكې چې ژوندى كوو)؛نو( له قبرونو هم) مړي را ژوندي كوو، ښايي چې ( دې مثال ته په پام سره) پند واخلئ .))

په يو ځاى کې هم روزيخور دنده لري،چې د روزۍ پر لور ولاړ شي او ځان روزۍ ته ورسوي. بوټي له ځمکې روزي خوري او يوازې له لومړنيو توکيو؛يعنې له اوبو،خاورې،رڼا او هوا ګټنه کړاى شي او هماغومره د ګټنې او ارتزاق وسايل يې په واک کې دي او هماغومره هدايت شوي،چې ځان خپلې روزۍ ته ورسوي؛له هوا،رڼا او له خاورې ګټنه کوي؛يعنې په طبيعت کې د خوراکي توکيو پر لور د حرکت دنده يې پر غاړه ايښوول شوې ده او د اړتيا هومره هم وسيله ورکړ شوې او لارښوونه ورته شوې ده.

څاروي بل خېل پنځول شوي او د ځمکې لومړني توکي،چې په هر ځاى کې دي،ورته بسيا نه دي.د ځاى د بدلولو وسيله ورکړ شوې،چې له يوه ځايه بل ځاى ته ولاړ شي او د بوټو په څېر ثابت نه دي.د هغوى د لارښوونې غونډال هم پياوړى شوى؛ورته د حواسو،لېوالتياوو او هيلو غونډالې ورکړل شوي،د حواسو په مشرۍ او د هيلو په هڅونه له يوه ځايه بل ځاى ته ځي،چې هغه ثانوي توکي تر لاسه کړي،چې په هر ځاى کې نه موندل کېږي؛ثانويه توکي؛يعنې نور څاروي يا بوټي. د ځمکې لمده بل يې اړتيا نشي پوره کولاى او د څښاک اوبو ته اړتيا لري،چې په هر ځاى کې نه وي او بايد د څښاک په اوبو پسې له يوه ځايه بل ځاى ته ولاړ شي.د بوټو په څېر ګرمۍ او سړې هوا ته د ټينګې نه دي او جونګړې او کور ته اړتيا لري او د همدې اړتياوو په تناسب ورته د ليدو، بويولو، اورېدو،څښلو او لمسولو حسونه ورکړل شوي دي او هېښنده غريزي لارښوونې ورته شوي دي.

په تېره بيا حشرات؛لکه مېږى،چې د غريزي فعاليتونو په سر لړ کې دى.حضرت علي (نهج البلاغه/٢٢٧) په هکله وايي: ((د مېږي کار ته ځير شئ او وګورئ،چې څرنګه پر ځمکه هڅې کوي او په خپلې روزۍ پسې ځي. يوه مينه او الهام ورته لارښوونه کوي،چې په نقشه او حساب خپله روزي چمتو کړي او و يې ساتي. دانې خپلې ځالې ته وړي او په داسې ځاى کې يې ځاى پر ځاى کوي،چې ورستې نشي،په هغه ځاى کې،چې لمده بل يې وراسته نه کړي او ان څېري کوي يې،چې راشنه نشي.که ددې وړوکي څاروي په هاضمي سيستم کې فکر وکړې، چې څرنګه خواړه خوري،هضموي او اطراحوي يې،که ګېډې ته يې وګورې،چې د ساتلو لپاره يې څومره وړې وړې پښتۍ پنځول شوي او که د ليدو او اورېدو سيستم ته يې وګورې،چې په سر کې يې دي؛نو نور به هم حيران شې.))

دا د روزۍ په لاس ته راوړو کې د څارويو يوه بېلګه وه.

 

انسان او روزي يې

خو انسان لوړمقامى موجود دى او هغه څه ورته بسيا نه دي،چې څارويو ته بسيا دي.د روزۍ لاس ته راوړل يې بېله بڼه او حالات لري. دلته د روزۍ او روزيخور ترمنځ واټن ډېر دى؛نو ډېر وسايل يې په واک کې دي،د انسان د لارښوونې غونډال پياوړى کړاى شوى،عقل،پوهه او فکر ورکړ شوى او وحې او نبوت يې مرستې ته راغلى او دندې يې ورپرغاړه کړې دي.دا ټولې د الهي رزاقيت له شئوناتو ځنې دي.

نو څوک نشي ويلاى،چې دا شعر غلط دى،چې وايي : (( هر آن کس که دندان دهد نان دهد)) نه ! سمه خبره يې کړې ده؛خو نه په دې مانا،چې يوازې غاښ درلودل دې ته بسيا دي،چې د انسان مخې ته چمتو خواړه کېښوول شي؛بلکې په دې مانا،چې په خلقت کې ډوډۍ او غاښ سره اړيکه لري؛که ډوډۍ نه وه؛غاښ به هم نه و.

په خلقت کې د روزي،روزيخور،د خوراک د وسايلو او د روزۍ پر لور د لارښوونې ترمنځ اړيکه ده. هغه چې انسان يې په طبيعت کې پنځولى او غاښ يې ورکړى؛نو ډوډۍ؛يعنې د ګټنې وسايل،فکر،د عمل ځواک او د دندې د ترسره کولو حس يې هم پنځولى دى.

د خداى د رزاقيت غوښتنه دا نه ده،چې کار،کوښښ،فعاليت او عمل و نه کړو،د روزۍ د پيدا کولو لپاره غوره لار پيدا نه کړو او له خپلو حقوقو دفاع و نه کړو؛ځکه غاښ،ډوډۍ،د کسب و کار ځواک،فکر او ديني او عقلي دنده ترسره کول، ټول د يوې کارخانې برخې دي،چې ټول يو ځاى د خداى د رزاقيت مظهر (ښکارندوى) دي؛نو وروسته تردې، چې د روزۍ او روزيخور اړيکه مو وپېژنده،روزۍ ته د رسېدو لپاره وسايل پنځول شوي او د روزۍ د ګټلو دنده يې راپرغاړه کړې؛نو راته پکار دي،چې روزۍ ته د رسېدو غوره لار پيدا کړو او پر خداى توکل وکړو.

 

توکل

توکل څه ته وايي؟ توکل د کوښښ پر وړاندې نه دى،چې ووايو کوښښ وکړو که توکل؟ توکل؛يعنې انسان تل په هغه څه عمل وکړي،چې د حق غوښتنه وي او په دې لار کې پر خداى ډاډ وکړي،چې خداى د هغو کسانو ملاتړ دى،چې د حق لارويان او پلويان وي.

توکل هغو خلکو ته الهي تضمين دى،چې تل د حق لاروى او پلوى وي.بېلګې ته پام شئ:

يوې هټۍ ته ځئ او څه سودا ترې پېرۍ او هټيوال د پلورلي څيز د ښه والي ضمانت درکوي او ډاډ درکوي او تاسې هم پرې ډاډ کوئ؛يعنې ډاډمنېږئ،چې دا سودا هماغومره ښه ده؛لکه چې څومره يې هټيوال وايي.

حق لار هغه ده،چې خداى پر انبياوو راپېژندلې او خداى يې ضمانت کړى،چې که څوک پرې ولاړل؛نو مقصد او موخې ته به ورسي.خداى دا عالم داسې پنځولى،چې تل د هغو ملاتړ دى،چې د حق ملاتړي دي.تل حق له ځان سره مانيز تاييد لري.

الهي انبياء وايي: پر خداى توکل وکړئ او د خداى په لار کې کوښښ وکړئ،پر خداى توکل او ډاډ ولرئ او د روزۍ په لاس ته راوړو کې له نېغې لارې کاږه نشئ؛يعنې که د خداى پر لار ولاړ شئ؛نو يو ډول الهي ملاتړ به درسره وي.

د توکل مانا دا نه ده،چې کراره کېنه،کار مه کوه او پر خداى توکل کوه،چې پر ځاى مو دنده ترسره کړي . کار نه کول او پر لار نه تګ خو ضمانت نه غواړي.سکون او ټپ ولاړېدل؛خو څه اغېز نه لري،چې خداى يې اغېز تضمين کړي.

خداى په قرآن کې هم توکل همداسې ښوولى،وايي:د حق پر لار له چا مه ډارېږئ،پر خداى توکل وکړئ او له باطل ځواکه مه وېرېږئ او توکل وکړئ. لاندې آيت تر حضرت نوح (ع) د وروسته پېغمبرانو له خولې راغلى او هغو خلکو ته به يې ويل،چې ورسره مخالف ول :

((وَمَا لَنَا أَلاَّ نَتَوَكَّلَ عَلَى اللّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ(ابراهيم/١٢)= او ولې پر خداى توكل و نه كړو،حال دا چې (د نېكمرغيو) پر لارو يې موږ ته لارښوونه كړې ده ؟ او البته تاسې چې موږ ته كوم كړاوونه رسوئ، موږ به پرې صبر وكړو (او له خپلې دندې او رسالته لاس نه اخلو) او توكل كوونكي بايد يوازې پر خداى توكل وكړي.))

دا آيت په ډاګه توکل يو مثبت چار ښيي.مخکې سخته لار پرته ده،چې پرې تګ پکار دى؛ستونزمنه ده؛خو موږ پر خداى توکل او ډاډ لرو.انبياء وايي: له باطل ځواکه نه ډارېږو او پر خداى به توکل وکړو او د حق پر لار به ولاړ شو.

لاندې آيت د اسلام د پېغمبر په باب دى؛دا آيت هم په ډاګه توکل يو مثبت چار راښيي،وايي:

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران/١٥٩)= خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خپرېدل نو له هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده اوسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي د خداى خو ښېږي.))  

دا ده د توکل او مانا او هغه هم د الهي رزاقيت مانا.

 
سرچینه :تعلیم و تربیت در اسلام د استاد شهید مطهری لیکنه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست