تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الله ته د انسان د اړتياوو ډولونه   يو لړ اړتياوې له خدای سره په تړاو پوره کېږي حقيقت دا دی چې پر نړۍ يوازې يوه اراده واکمنه ده او دا اراده د الله تعالی اراده ده. په هر تقدير انسانان تراوسه دلته ژوند کوي او هرومرو بايد د خپلې ګاندې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الله ته د انسان د اړتياوو ډولونه

 

يو لړ اړتياوې له خدای سره په تړاو پوره کېږي

حقيقت دا دی چې پر نړۍ يوازې يوه اراده واکمنه ده او دا اراده د الله تعالی اراده ده. په هر تقدير انسانان تراوسه دلته ژوند کوي او هرومرو بايد د خپلې ګاندې یا راتلونکې پروا ولري او هڅه وکړي چې خپلې اړتياوې پوره کړي.

د دې اړتياوو اهمې دا دي:

مجاهدت، انفاق، ايمان او د خدای بښنه.

انسان که دا اړتياوې ناليدلي وګڼي له خپل برخليک سره يې لوبې کړي دي.

اړتياوې په نړۍ کې د بشري ژوند د تقاضا ده او دا اړتیاوې په خدای پورې څه تړاو لري؟ او ولې بې خدايه، پوره عملي کېږي نه؟

خبره دا نه ده چې په بې دينه اقوامو کې، مجاهدت، سرښندنه، ايمان يا انفاق نشته. عموم اقوام د خپلو ګروهو او باورونو که څه ګروهې يې مادي او غير الهي وي ـ د دفاع لپاره مجاهدتونه، فداکارۍ، سرښندنې او ايثار کوي. کله يو انسان مادي او دنيوي معشوق نيسي او په رښتيا په لار کې يې د ژوند له خوندونو تېرېږي او کړاوونو ته غاړه ږدي؛ خو د ديني اندنې او منطق له مخې، که دا انسان له احساساتو ورهخوا په خپل کار کې ښه سوچ وکړي، وبه مومي چې فاني کېدونکې چارې د فداکارۍ ارزښت نلري.

انسان هله انفاق کړای شي چې پوه شي انفاق يې ورک او ترې تم نشي، هله سرښندنه کړای شي چې پوه شي دا سرښندنه به ضايع نشي. واقعاً په يو ډول تلپاتېينې بې ګروهه انسان له ځان، مال او خوندونو تېرېدای نشي؛ يعنې که د انسان هستي د مازې تصادف زوکړه وي او هم دا احتمال وي چې يو بل مازې تصادف ټولې ښکلاوې، عقلمنۍ، صنعت ګرۍ او … يو مخې محوه او نابودې کړي؛ بيا خو د «خسّت» او «انفاق» ترمنځ څخه توپېر نه پاتې کېږي.

انسانانو د تحقيق يا تقليد له مخې، غافلانه يا عالمانه، په هر حال په يو ډول تلپاتېتوب ګروهه موندلې او له لامله يې دا ډول فداکارۍ منونکې مومي. انسانان ګروهن دي که څه په ظاهر يې ځانونه ځارېږي يا يې کړنې ورکېږي؛ خو په رښتینه کې راتلونکيو ته به يې اغېزې ورپاتې شي. که څوک په ټينګه ګروهن شي چې د راتلونکيو برخمنۍ به هم زايلې او ترې تم شي او ګرد جهان به يو مخې له منځه ولاړ شي؛ نو ترمنځ به يې څه توپير وي چې د يو انسان کړه وړه نن له منځه ولاړ شي يا پېړۍ پېړۍ وروسته؟

په دې باب انسانانو ته د غير الهي ښوونځيو له ډېرو نه ډېره د زړه خوشحالي ورکونه دا ده، که څه انسانان، کړنې او اغېزې به يې د وخت په تېرېدو له منځه ولاړې شي؛ خو لومړی د دې مازې نابودۍ وخت معلوم نه دی، دويم چورلټ انسان به پخپله پاتې نشي چې د خپل منځه تلو شاهد اوسي؛ خو دا د زړه خوشحالونه يوازې عاطفي انسان ته خوندوره او مزه ناکه ده نه عقلي انسان ته. که په حقيقت کې هر څه  مطلق نېست او عدم شي، بيا خو د کړاوونو ‎، ايثار، سرښندنو، انفاق او … زغملو ته څه انګېزه نه پاتې کېږي. شونې ده وويل شي چې دا پيلونې او مقدمات د ځينو کمالاتو لاس ته راوړو ته چمتو کېږي، لکه کوچني موجودات چې تر پوره موجوداتو ځارېږي. يا انفاق ګر انسان په خپله کمال ته وررسي، که څه د انفاق بهرنۍ پايله يې ترې تم شي. خو واقعاً په دغسې نړۍ کې به کمال مانا ونلري؛ ځکه که نړۍ په لا محاله نهايت کې له منځه ولاړ شي، کمالات به ورپسې له منځه ولاړ شي.

نو ځکه خورا پرېمانه کمال به د ډېر زيان لامل شي. له آره کمال دا دی چې پاتې شي. پاتې کېدنه د کمال د کماليت شرط دی. که داسې وي چې پوره او کامل چار، پر ځای پاتې نشي او له منځه ولاړ شي؛ نو له هماغه پيله مخ پر زوال او کمال يې ظاهري و، نو که انسان خپل ايمان، انفاق او مجاهدت په يو تلپاتې چار پورې ورونه نښلوي، د دې چارو په کولو کې به هيڅ ډول انګېزه او عقلي دليل ونه مومي.

د انسان تماميت، بشپړوالی او کمال هله ترلاسه کېږي چې انسان د ايمان، انفاق، مجاهدت او …. په څېر د ځانګړو اړتياوو په پوره کولو کې هڅه وکړي. بلخوا انسانان د دغه ډول اړتياوو په دليل، خدای ته هم محتاج دي؛ ځکه خدای، داسې تلپاتې دی چې پر ګردو چارو د تلپاتېيني رنګ وهي. د تلپاتينې ملغرله يوازې د خدای له لاسونو څخه د انسان په برخه کېږي، د خدای غوره کونه، تلپاتې غوره کونه ده.

دنيا، دارالغرور او متاع يې فانې کېدونې ده. دارلخلود يوازې له خدای سره دی. په همدې دليل عارفانو ويل، که خدای له نړۍ (حذف او) لرې شي، نړۍ به د ژوند ځای نه وي.

په حقيقت کې د خدای په غياب کې، ژوند خپګان راولاړوونکې دی او له آره د خدای په غياب کې، د خوشحال ژوند موندنه، د ژوند او مرګ ناپېژندنه ده.

زندگی بی دوست جان فرسودن است

مرگ حاضر غایب از حق بودن است

دا دی معلومېږي ولې بې خدايه نړۍ خپګان راولاړوونکې ده، ځکه بې له خدايه د انسان واقعي اړتيا نه پوره کېږي؛ يعنې په ايثار، انفاق او مجاهدت تلپاتې کمال ته وررسېدل. او دا دی د دې مبارک آيت راز او ژوره مانا راښکاره کېږي:

وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا (طه/۱۲۴) = او څوک چې زما له ياده مخ واړوي؛ نو بېشکه چې ژوند به يې (سخت او) تنګ وي.

د تواضع خپلول او د استغنا پرېښوول

کله چې انسان خپله بېوسي، عجز، فقر او نيستي له ياده وباسي او د استغنا زنګ وکړنګوي، په سرغاړۍ به لاس پورې کړي. انسان يوازې د خدای په محضر کې په تواضع خپلولو او د استغنا په پرېښوولو ملزمېږي.

انسانان د دې لپاره چې سرغاړي نه وي او د بنده ګۍ له درشله سر ونباسي؛ نو خدای ته اړين دي. څوک چې بنده دی، هرومرو خدای لري او څوک چې خدای لري، سرغړونه نکوي؛ نو ځکه د خدای لرې کونه، د بنده ګۍ لرې کونه ده او د بنده ګۍ لرې کونه، د سرغاړۍ رادبره کول  دي.

د «بنده ګۍ کولو» مانا:

بنده ګي کول په دې مانا ده چې انسان ځان د حق او اخلاقو ورهاخوا ونه بولي، بې له خدايه، هيڅ موجود مدعي کېدای نشي، چې حق لري؛ خو مکلفيت  نلري. يوازې خدای دی چې د علي (ک) په تعبير حقوال دی؛ خو مکلف نه دی.

وَ لَوْ كَانَ لِأَحَدٍ أَنْ يَجْرِيَ لَهُ وَ لَا يَجْرِيَ عَلَيْهِ لَكَانَ ذَلِكَ خَالِصاً لِلَّهِ سُبْحَانَهُ دُونَ خَلْقِهِ لِقُدْرَتِهِ عَلَى عِبَادِهِ وَ لِعَدْلِهِ فِي كُلِّ مَا جَرَتْ عَلَيْهِ صُرُوفُ قَضَائِهِ  =

«که څوک حقوال وي او مکلف نه وي؛ نو دا يوازې سبحان خدای دی نه نور مخلوقات؛ ځکه دا وسمن دی او عدالت يې په  هر څه کې چې قضا يې ورباندې روانه ده ورښکاره دی.» (نهج البلاغه، ۲۱۶ مه خطبه)

خدای په قرآن کريم کې په خپله ستاينه کې وايي:

لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ (انبیاء/۲۳) = “الله” د خپلو چارو په اړه نه پوښتلېږي؛ خو دوى (= انسانان) پوښتلېږي .

يوازې يو موجود دی چې مسوول نه دی، خو نور موجودات مسوول دي.

نو ځکه څوک چې له مسووليته سرغړونه وکړي او ځان د حق او اخلاقو ورپورته وبولي، د بنده ګۍ له مقامه وتلې او د الوهيت پر مسند يې پښه ور ايښې ده. يعنې سرغړونه يې کړې او فرعونيت يې خپل کړی دی. فرعون او د تاريخ فرعون صفتان پر همدې لار ورغلي او پر دغسې يو مسند يې ډډه وهلې ده.

انسانان د دې لپاره چې د استغنا په انګېرنې اخته نشي او ځانونه تر مکلفيت او مسووليت اوچت ونه ګڼي؛ بايد له خپلې بنده ګۍ، بېوسۍ او محدوديتونو باخبر وي. په دې مقام کې يوازې خدای دی چې انسان بنده کولای شي. که خدای نه وای، انسانان ټول خدايان کېدل؛ ځکه ديکتاتوري يعنې بې مکلفيته حقوال. ديکتاتوري د فاشېزم او … په څېر بېلا بېلې نامې لري؛ خو په هر ځای کې يې منځپانګه يوه ده.

او دا د «تکبر» يوه نوې بڼه ده. په واقع کې کبرجن انسان هڅه کوي چې له خدای سره مشارکت وکړي، خپله چې حقير او ناڅيزه دی، ځان لوۍ ګڼي او خپل محدوديت ناليدلي بولي. که دا کبر، غوښن او څربه شي، په فرعونيت پای مومي؛ نو ځکه انسانان له دې سپېرو ازمېښتونو د ډډې  کولو لپاره بايد بندګان وي او د بنده ګۍ لازمه دا ده چې خدای ولمانځل شي.

د مرګ يادول هم بشر ته عجز او بېوسي وريادوي

د خدای پر يادولو سربېره، د مرګ يادول هم انسان پر خپلې بېوسۍ او عجز خبروي. په رښتینه کې انسانان په دوو ځايونو کې، بايد له ناچارۍ سرټيټ کړي:

يو د خدای پر وړاندې او بل د مرګ.

 انسان شونې ده چې په خپل وهم کې ګرد څېزونه د خپل قدرت او تصرف په قبضه کې وويني؛ خو دا دوه ستر چاره (خدای او مرګ) بيخي مغلوبېدوني نه دي. په همدې دليل ځيرکان دا دواړه چارې ډېرې يادوي.»[1]

او دا يادونه د خپل انساني کمال لامل مومي. په تأسف سره چې نن په يو شمېر ټولنو کې نه يوازې د خدای يادول، بلکې د مرګ يادولو بستره هم ورټوله شوې ده. انسانان له مرګ سره د يوې فرعي مسالې په توګه مخامخېږي چې يوازې کراهت ترې خېژي او د هيڅ غور او سوچ وړ نه دی، دا دواړه هېرونې له یوې اخورې خړوبېږي او هغه دا چې :

 ننني بشر، خپله بنده ګي له ياده ايستلې او کبرجن شوی او له لامله يې د مرګ او خدای يادول ښه نه ايسي او د قرآن په تعبير همدا چې د الله خبره کېږي، زړه يې ډارېږي:

وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ (زمر/۴۵) = او چې د توحید او ايکي يو “الله” خبرې کېږي؛ نو پر اخرت د نامؤمنانو زړونه وترهېږي .

کبرجن انسان دا دوه مهمې چارې نه تسليمېدوني او نه مقاومت کېدونې واقعيات مومي او ځان يې پر وړاندې بېوسي ويني؛ نو ځکه د خپل تکبر په غوښتنه د مرګ او خدای له يادولو تښتي. هغوی چې له مرګه تښتېدوني دي، بايد ځانونه وپلټي، هسې نه چې لا ډېر کبرجن اولا ډېر خدای نه پېژندونکی وي. نو ځکه انسانان د خدای او البته د مرګ يادولو ته محتاج دي چې له خپلې ژورې بېوسۍ خبر شي او خپل هسې جيګ رېبل کابو کړي. هرومرو ځان پېژاندی انسان، مرګ پېژاندی او خدای پېژاندی هم دی. الهي پېِغمبرانو هم د همدې دلايلو له مخې دا دوه سترې چارې انسانانو ته ور وړاندې کولې او په دې لار يې، د انسانانو دنننۍ د فرعونيت ناروغۍ یې ورباندې درملولې:

نفس فرعونی است هان سيرش مکن  ـ   تا نيارد ياد از آن کفر کهن

فرعون صفته نفس، د خدای د سترو عظمتونو پر وړاندې، خپله بېوسي او تشوالی مومي او د استغنا له انګېرنې او د سرغاړۍ له آفته خوندي کېږي.

د اخلاقو ملاتړ

انسان ، خدای ته د اخلاقو د ملاتړي په توګه هم اړتيا لري او دا يې د اړتيا پينځمه وجه ده. ډېری اخلاقيات، که د دين له لوري راونه رسي، يا د اُخروي ثواب او عذاب ملاتړ ونلري، عام انسانان يې نه مني: (خواص بله قصه لري).

دا ټول دلايل راښيي چې خدای ته د انسان اړتيا، يوه جدي او ټينګه اړتيا ده چې د انسان د هستۍ له تل سره غوټه شوې ده، انسانان، انسان والي، پوره والي او سرغړاندۍ نه کولو، اخلاقي والي او… ته خدای ته محتاج دي؛ نو ځکه نبايد خدای ته د انسان اړتيا په رزق، روزۍ، خوراک يا اغوستن پورې منحصر او ورايساره وبولو. دا ژورې اړتياوې، بشريت له فرعونيت او ځانوينۍ څخه خلاصوي. په همدې دليل زموږ عارفانواو مشرانو په ټينګه له کبر او ځانوینۍ سره مبارزه کوله.

ځانوينی انسان، مشرک دی؛ ځکه په هستۍ کې بې له «الله» پر بل خدای قايل دی؛ يعنې، ځان هم خدای بولي. هغه چې په خپلو کمزوريو، بېوسيو او خپلو رښتونو حقارتونو خبر دی، پر ځانوينئ نه اخته کېږي:

نردبان خلق این ما و منی است

عاقبت زین نردبان افتادنی است

هر که بالاتر رود ابله تر است

کاستخوان او بتر خواهد شکست

په مثنوي کې د «نحوي او ماڼو» قصه هم همدې مانا ته اشاره لري:

نحوي چې په بېړۍ کې کېناست، په کبر يې ماڼو ته وويل: په «نحوه» پوهېږې؟ ماڼو وويل: «نه». نحوي وويل: نو نيم عمر دې توی تللی دی. بيا بېړۍ په توپان او زخمه کې راګېر شوه. ماڼو له نحوي وپوښتل، لامبو دې زده ده؟ ويې ويل: «نه» ماڼو وويل: نو ټول عمر دې توی ولاړ:

محو می یابد نه نحو اینجا بدان

ګر تو محوی بی خطر در آب ران

علوم – که د نحوې، فزيک، فلسفې يا…. علم وي – که د ځانوينئ انګېرنه پياوړې کړي تر ناپوهۍ ټيټ او بدتر دي:

آب دریا مرده را بر سر نهد

ور بود زنده ز دریا کی رهد

چون بمردی تو ز اوصاف بشر

بحر اسرارت نهد بر فرق سر

ای که خلقان را تو خر می‌خوانده‌ای

این زمان چون خر برین یخ مانده‌ای

گر تو علامه زمانی در جهان

نک فنای این جهان بین وین زمان

مرد نحوی را از آن در دوختیم

تا شما را نحو محو آموختیم

فقه فقه و نحو نحو و صرف صرف

در کم آمد یابی ای یار شگرف

مرده شو تا مُخرِجُ الحّیِ الصّمد

زنده ای زن مرده بیرون آورد

«ماتېدل» د انسانېدو شرط دی

ماتېدل، د انسانېدو او سمېدو شرط دی. انسان لومړی بايد مات شي او پر خپل حقارت، بېوسۍ او خدای ته چې کومه لويه اړتيا لري ورباندې پوه شي چې تردې روسته ماتېدل يې په ښه بڼه ترميم او کوشېر شي.

انسانان بايد لږ تر لږه يو ځل په خپل ژوند کې زړه ورتوب وکړي او د خپل وجود کوزړۍ په ادبونه او تنبهي تيږه ماته وکړي. تردې خورا خطرناکه او مرګونې پېښه نشته چې د انسان د وجود کوزړی ګرده له ځانوينۍ ډکه وي بايد کوزړۍ په ډبره ووهو چې د ځانوينئ ناپاکې او ککړې اوبه ترې توی شي؛ نو هله به انسان په ډاګه وويني چې وجود به يې د خدای پېژندنې او د رښتونې ځان پېژندنې له رڼو اوبو خړوب شي.

ای زغیرت بر سبو سنګی زده

وان شکستت خود درستی امده

خم شکسته آب از او ناریخته

صد دُرُستی زین شکست انګیخته

څوک چې پر خپلې کوزړۍ د تيږې وهلو زړورتوب ومومي، بايد پوه شي چې تلپاتې تندرستي ورته سترګې پر لار ده او په دې پار بايد د خدای منندويان اوسو.

[1] – له پېغمبر اکرم (ص) څخه روايت شوی: خورا ځيرک هغه دی چې مرګ ډېر يادوي او ورته چمتو وي. «أَكْيَسَ الناس أَكْثَرُهُمْ ذِكْراً لِلْمَوْتِ وَ أَشَدُّهُمْ لَهُ اِسْتِعْدَاداً له»(المحجة البیضاء ، ۸ جلد، کتاب ذکر الموت و ما بعده)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!