تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ انسان پېژندنه   په قرآن کریم او د دین د مشرانو په خبرو کې د انسان هم ستاینه شوې او هم مذمومې ځانګړنې ورمنسوب شوې دي. دا ځانګړنې داسې یادې شوې، چې ته وا تل له ګردو انسانانو سره مل او لرې کېدوني ترې نه دي. د انسانانو طبع او ذهن […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

انسان پېژندنه  

په قرآن کریم او د دین د مشرانو په خبرو کې د انسان هم ستاینه شوې او هم مذمومې ځانګړنې ورمنسوب شوې دي. دا ځانګړنې داسې یادې شوې، چې ته وا تل له ګردو انسانانو سره مل او لرې کېدوني ترې نه دي.

د انسانانو طبع او ذهن ستاینخوښی دی او دا ځانګړنې یې مړوای نشي او هڅه کوي چې مذموم څېزونه معدوم او نشت وبولي؛ یعنې انسانان انګېري څه چې نباید وي، ته وا نه دې وي، یا ډېر لږ او نالېدوني دي. حال دا د دیني مشرانو په خبرو کې د انسان د وجود پردې اړخونو ټینګار شوی چې ددغسې انګېرنو مجال نه ورکوي؛ یعنې دیني مشران مذمومې چارې شته ښيي او نه یوازې یې نالیدلې نه بولي، ان هڅه کوي چې حقیقي ځای یې هم ورکړي او انسانانو ته ددې چارو شتون وریاد کړي.

که انسانان دا مانا د شریعت له لارې هم ونه مومي؛ نو د بشر ټولنیز ژوند ته په مراجعې یې موندای او منلی شي. د بشر تېر تاریخ، زموږ تاریخ دی، نه د نورو تاریخ، چې بې له موږه و او جوړښت یې له موږه توپېر درلود.په رښتینه کې زموږ د وجود یوه برخه په تېر وخت کې ایښوول شوې او یوه برخه یې نن بالفعل موجوده ده او بله برخه به یې په ګانده – راتلونکي کې پلې شي؛ یعنې ته وا د تاریخ په اوږدو کې یو موجود دی، چې عمر کوي او ادلون بدلون مومي.

 په بله وینا، د انسانانو تاریخ، د انسانیت تاریخ دی او که څه پر انسانانو اوږد وخت تېر شوی او ترمنځ یې پرېمانه اړپېچ او ‌ډولاډولي شته؛ خو برخلیک یې دومره ګډ او ورته دی، چې ته وا په واحد وجود موجود وو او واحد ژوند او تېر لري؛ نو ځکه نباید د بشر له تېرو سترګې پټې کړو، یا یې طرد او وغندو.

خبره دا نده چې انسانان بدي ونه غندي یا په خپل اختیاري ژوند کې نېکیو ته ورمخ نکړي؛ بلکې ټکی دادی که په رښتیا د انسانانو حقیقي تېر ته نظر وکړو، وبه وینو، پردې غندنو، د پاکانو او سمونپالو پر شتون سربېره او هم سره له دې چې الهي استازیو، انسانان ښو چارو ته هڅولي؛ خو بیا هم انسانان کله هم له بدیو او ظلمه څنډې ته شوي نه دي. که دا نانټې – نه انکارېدونکې مانا ومنو؛ نو باید په خپله انسانپوهنه کې دې ډول ځانګړنو او کړو وړو ته یو ځانګړی ځای ورکړو؛ یعنې نباید انسانان د خپلې څوبتیا او محدودې ښاندې – شناخت له مخې ووینو.

رحمان بابا وايي :

په آدم کې د حېوان خویونه هم شته

بیا هاله یې آدم بوله چې آدم شي

چې خویونه د چارپایانو پکې نه وي

سړی هوښ په سړي هله مسلم شي

انسان هماغه دی چې د تاریخ په لوښي کې دی؛ بلکې د تاریخ په هنداره کې یې ووینو او څرنګوالی یې له دې ښوونځي زده کړو او خپل تعریف داسې تنظیم کړو، چې له دې واقعي او پلي شوي ژوند سره، اړخ ولګوي.

نشو ویلای خدای چې تر اوسه انسانان پنځولي، انسانان نه وو، یا موږ یې په انسانیت نه منو. نشو ویلای انسان هماغه دی چې زموږ د تاریخ په لوښي کې ځاییږي او د ځمکې پر مخ موجود انسانان، انسانان نه پېژنو او په انسانیت یې نه منو او سترګې پر لار یو، چې زموږ د تعریف له مخې د ځمکې پر مخ خورا واقعي انسانان رادبره شي. البته دا یوه ښه هیله ده؛ خو فرض دا که دغسې پرښته خصلته موجودات وپنځېږي؛ نو په هغه وخت کې به یې قصې او حالات څرګند کړو؛ خو اوس باید د هغو کسانو قصې وکړو چې تر اوسه دنیا ته راغلي او ترې تللي دي.

خدای او دیني مشرانو هم له همدې شته انسان سره خبرې کړي دي. او د تاریخ او شریعت په ګواهۍ دا انسان مخ پر ځوړ او ښکته دی؛ یعنې که یې خوشې کړي، ددې پر ځای چې خود په خود مخ پر هسکېدو شي، ځوړتیا ته څوبمن دی؛ خو که یو څوک یا کومه بېلګه یا کوم قوت پیدا شي او په طبع یا قسر او زور یې پورته راګاږي.

کښته لوري ته څوبتیا هغه څه دي، چې په دنیا کې یې نادودې، کمۍ او ناسمۍ رادبره کړي دي؛ نو ځکه نباید ووایو چې حریصوالی، هلوع والی، بې زغمي، مال دوستي، شهوتپالي، یا د علی(ک) په وینا د غرور سوداګریتوب، داسې چارې ندي چې د انسان له هویته دباندې دي او بې له دې چې د انسانیت سره تړاو ومومي، ورباندې تپل شوې دي. او نباید ووایو چې دا چارې او اوصاف، په بشری تاریخ کې، چټي او بې وجهې راښکاره شوي او هرومرو به یوه ورځ خوشې په خوشې او بې پاره له منځه ولاړې شي؛ بلکې باید دغسې وپوهېږو چې خدای په نړۍ کې له خوږو او ترخو اوبو ګډ یو لښتی بهولی دی.

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا (الشمس/۸) = نو د هغه بدي او پرهېزګاري یې ورالهام كړه (او په زړه کې ور واچوله). فجور او تقوا یو ځای د انسان طبیعت ته ورالهام شوي، نړۍ، د ګډولو نړۍ ده، نه د نږو او سوچه وو.

رحمان بابا وايي :

باړه وتړه هاله کښت و زراعت کړه

تقوی داره شه هاله طمع د جنت کړه

عاقلان په وړاندې ځي ورستو ګوري

په دنیا کې سرانجام د آخرت کړه

سم د لاسه کار هر ګوره ډېر مشکل دي

څو لا نه يې غريب زيرمه د غربت كړه

چې نور خلق ملامت در باندي وايى

لا پخوا تر خلقو خپل ځان ملامت کړه

چې عقبىٰ ته د دنيا په اجر مومې

خو هم دا عمارت هلته عمارت کړه

څو به ګورې د قیامت و ورځو شپو ته

خوا هم دا جهان په ځان باندې قیامت کړه

چې نیکي بدي په تله کې تلل شي

خود پخپله تله واخله عدالت کړه

که لښکر د حرص هوا درباندې زور شي

سر دننه په قلعه د قناعت کړه

دا به نشي چې ستا سټ او د حق مخ وي

که حق غواړې ته هم مخ په حقیقت کړه

هغه زړه چې عرش الله دې ګوره کوم دي

څو دې توان شي د جمله زړونو خدمت کړه

وړاندني هم واړه ستا په څېر سړي وو

ته هم پاڅه دهغو په څېر همت کړه

د دنیا چارې همه واړه فاني دي

باري پورته شه یو بل رنګه حکمت کړه

په طبیعت د عاشقانو دارو نشي

درومه بل خوا دارو د خپل زحمت کړه

څو دې حق موندلی نه دی ما جار ووزه

په دا مرسته دا جهان واړه لت پت کړه

ای رحمانه اول ته نصیحت واخله

دغه پسه بیا و بل ته نصیحت کړه

رگ رگست اين آب شيرين و آب شور        در خلايق مى‏رود تا نفخ صور

(مثنوي لومړی دفتر)

په ټول کې بشري تاریخ یوه نږه بېلګه ده

په طبیعت او انساني نړیو کې بیخي نږه بېلګه موندای نشو. د پنځ پېژندنې په ډګر کې، هر ځای د ډول ډول عواملو او عناصرو له ټولګې سره مخ یو او باید هڅه وکړو چې له دې هېښنده ګډولو یوه نږه بېلګه راوکاږو.

په انساني نړۍ کې هم مساله همدغسې ده؛ ځکه له دباندې نه د انسانانو تاریخ نه هدایتېږي. شونې ده یو انساني وګړی په جبر محکوم وبولو( یعنې د جبر تر اغېز لاندې دی) او ډول ډول چاپېریالي عوامل پکې اغېزمن وپېژنو؛ هغه عوامل چې بې واکه یې یو لوري ته کاږي.

 دا انګېرنه د یو ځانګړي وګړي په هکله سمه ده او ښایي په همدې پار وي چې کله هم نشو کړای له پوهنیز پلوه – د کلمې په دقیقې او پوره مانا – نږه وګړنۍ وګړ پوهنه (فردشناسي) یا اروا پوهنه ولرو؛ ځکه هډو داسې یو انسان مو‍ندای نشو؛ چې نږه او بې رنګه وي او یو مخې د چاپېریال او ټولنې له بنده ازاد وي. په انساني ټولنو کې هر وګړي د ځانه دباندې د ډول ډول چاپیریالیزو عواملو رنګ اخستی؛ خو ټول انسانان دغسې نه دي؛ ځکه ګرد انسانان، چاپیریال  نلري، چې له بهره ورباندې حکم وچلوي.

ګرد انسانان چې هر کار کوي، هماغه دی چې د ګردو د طبع غوښتنه ده، نه جبر او زور؛ بلکې هماغه دی چې کېدای شي، نه ترې کم او نه ترې ورزیات. په بله وینا که خدای بل ځای هم انسانان وپنځوي، دوی به لږ و ډیر همدا تاریخ ولري چې اوس یې لري؛ یعنې تاریخ به بیا ځلي شي. دا چار ښیي، څه چې په دې ټولګه کې رادبره کېږي، د انسانانو د طبع د فطرت پایلې او ټولنیز جوړښت یبره – محصول یې ده؛ نو ځکه تاریخ د بشري اروا غوره ازمېښتون او نندارتون دی. دا خبره چې څومره مدللله وي؛ خو په پیل کې منل یې له مقاومت سره مخېږي او انسان په سر کې انګېري چې دا ګروهه له ځینو حقایقو او یقیناتو سره په ټکر ده، حال دا چې داسې نه ده.

«طبیعي» والی ښه والی او بد والی دواړه رانغاړي

 شونې ده څوک وانګېري، چې که ددې ګروهې له مخې بدي هم د ښو په څېر طبیعي وي؛ نو له بدیو څخه د ډډه کونې بلنه، پرېښوول یا غندنه یې معتدله نه برېښي. په ځواب کې باید ووایو، چې البته د تاریخ او شریعت په ګواهۍ، بدۍ او نېکۍ دواړه طبیعي وي؛ خو دلته باید له یوې مغالطې ډډه وشي. داسې نه ده څه چې طبیعي دي؛ نو لزوماً به ښه وي او د امر، سپارښتنې او لاروی وړ دی. دا یوه ډاګیزه مغالطه ده چې د اخلاقو فیلسوفانو پرده ترې لرې کړې ده. هو، په عادي، دودېزو او عرفي خبرو اترو کې، معمولاً «طبیعي» د ښه پر مانا کارېږي؛ خو دا کار په منطقي دقیقې مانا، یو ډول مغالطه ده. ډېری چارې طبیعي دي؛ خو باید لرې کونې ته یې مبارزه وشي.

د بېلګې په توګه میکروب، ناروغي، زلزله یا مرګ دا ټول طبیعي دي؛ خو ددې چارو طبیعي والي، مقابله او مبارزه ورسره نه نفې کوي؛ بلکې هم ناروغي او هم ورسره مبارزه دواړه طبیعي دي؛ نو ځکه د یو چار له طبیعي والي پایله اخستای نشو چې پر وړاندې یې څه وکړو او څه ونه کړو.

البته ددې پوهېدنه چې یو چار طبیعي دی یا نه، یو ډول ښانده – شناخت راکوي، او دا ښانده، ډېره مهمه ده. د بېلګې په توګه دا ټکی خورا مهم دی، چې ایا میکروب یا ویروس او په څېر یې په هستۍ کې، طبیعي موجودات دي که نه؛ یعنې ددې موجوداتو رامنځ ته کېدنه د طبیعت د ذات لازمه ده یا نه. زموږ د حکیمانو په تعبیر شر د هستی لازمه ده که نه. دا ښانده – شناخت په هستۍ پېژندنې او خدای پېژندنه کې نهایي اغېز لري؛ خو بل خوا نباید وانګېرو، چې کله مو وموند یو چار طبیعي دی، باید غاړه ورته کېدو؛ بلکې د یو شمېر چارو خوښول او د یو شمېر چارو نه خوښول دا هم طبیعي ښکارندې – پدیدې دي؛ یعنې زموږ د طبیعت، جوړښت او ژوند غوښتنه ده چې یو شمېر چارې خوښې او ومنو، او یو شمېر خوښې نکړو او ورشا کړو.

نو ځکه البته ګناهونه، ناپاکۍ، بدۍ، ناسمۍ او کمۍ طبیعي دي؛ یعنې له بهره پر بشري تاریخ ورتپل شوې نه دي، د انسانانو له انسانیت سره مناسب دي. انسانان دا چې انسانان دي دا ډول چارې کوي؛ نو ځکه دا چارې پر دې مانا طبیعي دي؛ کټ مټ لکه څنګه چې نېکۍ طبیعي وي.

 شیطان انسان غولوي، او دا چې موږ انسانان یو، شیطان مو غولوي نه په بل پار. که موږ داسې موجودات وو، چې له انسانه یوه مرتبه لوړ یا ټیټ وو، شیطان لار راته نه درلوده. زموږ د انسانانو انسان والی دی، چې د شیطان ننوتو ته لار چمتو کوي او د شیطان د تصرف وړتیا را کې پیدا کوي؛ خو دا انسان په عین حال کې ځان داسې روزلای شي، چې د شیطان له تصرف او وسوسې خوندي پاتې شي او یا داسې کړای شي چې پوره د شیطان د تصرف په قبضه کې راشي او بڅری انسانیت پاکي او رښتیا پکې پاتې نشي. انسان خورا پلن پلنوالی لري.

آدميزاده طرفه معجونى ست        كز از فرشته سرشته و از حيوان،

گر كند ميل اين، شود كم از اين        ور كند ميل آن شود به از آن‏

خدای داسې یو معجزه ډولې ګډوله رامنځ ته کړې، چې دواړو خواوو ته تر بې نهایته د حرکت وړتیا او قابلیت لري؛ خو دا دوه ډوله حرکت دواړه د انسانانو د انسانیت غوښتنه ده. دا چې انسانانو یو، دواړو لوریو ته ورتلای شو. په خلکو کې هم «یزید» شته او هم «بایزید»؛ نو ځکه یزیدېدل طبیعي دی، بایزیدېدل هم طبیعي دی او دواړه ځان ته ځانګړي علتونه لري. بشري تاریخ ددې خوږو او تروو اوبو یو طبیعي ګډوله او مخلوط دی؛ خو هر «طبیعي» څیز هرومرو د غندنې یا ساتینوړ نه دی. به واقع کې د یو شمېر چارو خوښول طبیعي دي او د یو شمېر نورو نه خوښول هم یو طبیعي چار دی. خو دلته یو خورا مهم ټکی هم شته: ته وا ددې مانا او د انسان د اختیار (او واک) تر منځ ټکر احساس یا ننګېرېږي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!