تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ انطاكيه مېشتي ضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءَهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿یس/۱۳﴾ = او (د انطاكيه) كلي د اوسېدونكيو بېلګه ورته ووایه، چې د خداى استازي ورغلي ول؛ انطاكيه، د شام يو لرغونى ښار دى، چې د ځينو په وينا، د مسيح له زوكړې درې سوه كاله وړاندې جوړ شوى دى. دا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

انطاكيه مېشتي

ضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءَهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿یس/۱۳﴾ = او (د انطاكيه) كلي د اوسېدونكيو بېلګه ورته ووایه، چې د خداى استازي ورغلي ول؛

انطاكيه، د شام يو لرغونى ښار دى، چې د ځينو په وينا، د مسيح له زوكړې درې سوه كاله وړاندې جوړ شوى دى. دا ښار په لرغوني پېر كې، د شتمنۍ، پوهې او سوداګرۍ له پلوه د روم په درېيو سترو ښارونو كې شمېرل كېده.

تردې آيتونو لاندې د راغليو رواياتو له ټوله معلومېږي، چې حضرت عيسى (ع) خپل دوه تنه حواريون بوتپالو انطاكيه مېشتو ته ورولېږل. ښار ته ورغلل او خلك يې توحيد ته راوبلل او د خپلې بلنې د حقانيت جوتولو ته يې د ناروغانو د رغېدا په څېر معجزې وروښوولې.

د ښار پاچا دواړه ونيول او بنديان يې كړل. په دې وخت كې حضرت عيسى(ع) د حواريونو مشر شمعون صفا ورولېږه. ده هم پاچا او خلك توحيد ته راوبلل او معجزې يې وروښوولې.

د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي، چې ښارمېشتو ايمان رانه وړ او په اسماني كړيكه له منځه ولاړل. په ځينو رواياتو كې راغلي، چې پاچا ايمان رانه وړ او له قوم سره يې هوډ وکړ، چې دا درې واړه ووژني. ((حبيب نجار)) له دې خبرې خبر شو. هماغه، چې د یس سورت (20_ 27) آيتونه يې په اړه خبرې كوي.

ځان يې د ښار له لرې ځايه ورورساوه او دوى ته يې نصيحت وكړ او د استازيو اطاعت ته يې وبلل؛ البته د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي، چې په پاى كې كافر قوم دى هم شهيد كړ.

 په رواياتو كې د حق د لارې د دې شهيد په باب ارزښتناك ويناوې روايت شوي، چې راښيي د الله  پر وړاندې يې لوړ مقام او درجه لري.

 له پېغمبراکرم(ص) نه په يوه حديث كې لولو: (( درې تنه د امتونو مخكښان دي، چې د سترګو رپ هومره هم پر الله  كافر نشول: علي بن ابىطالب، د يس خاوند (حبيب نجار) او د آل فرعون مؤمن، دوى د خپلې زمانې پېغمبران تصديق كړل او علي يې غوره دى)).

دا آيت يې د شهادت په اړه وايي: ((ورته وويل شو: جنت ته ننوځه))؛  ته وا د دې مؤمن شهادت، هماغه او جنت ته يې ننوتل هماغه. ددې دواړو (شهادت او جنت) ترمنځ واټن دومره لږ و، چې قرآن په خپل لطيف تعبير كې د شهادت يادولو پر ځاى يې، جنت ته يې ورننووتل ياد كړي دي؛ البته څرګنده ده، چې دلته له جنته مطلب، برزخي جنت دى؛ ځكه له آياتو او رواياتو ګټنه كېږي، چې تلپاتې جنت په قيامت كې د مؤمنانو په برخه كېږي؛ لكه چې كافرانو ته دوزخ دى.

 د قبر په باب روايت دى، چې (( قبر يا د جنت د بڼونو يو بڼ دى يا د دوزخ له جوغړيو يو جوغړى)) په زړه پورې خو داچې ((حبيب نجار)) تر خپل شهادت روسته هم هيله وكړه، چې كاشكې قوم يې ايمان راوړى واى. له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو روايت كې لولو: ((دا مؤمن هم پر خپل ژوند د خپل قوم خير غواړي او هم تر مرګ روسته يې د دوى د ښيون – هدایت هيله درلوده)). (نمونه تفسیر، 18: 340 + الميزان، 17: 82 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!