تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر انفطار سورت تفسیر   دا سورت نوولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د اسمان سوري کېدو په مانا ده. د نورو مکي سورتونو په څېر یې چورلیځ، قیامت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

انفطار سورت تفسیر

 

دا سورت نوولس آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې د اسمان سوري کېدو په مانا ده.

د نورو مکي سورتونو په څېر یې چورلیځ، قیامت او پر هغه وېرونکې ورځ د خلکو د حالاتو انځور دی؛ هغه ډارونکې پېښې د نړۍ په پای پېر او قیامت کې پېښېږي، هغه پرښتې چې په دنیا کې د انسان کړنې لیکي، د نېکانو او بدانو عاقبت او پر هغه ورځ یې یو لړ ستونزې، ددې سورت په بېلابېلو برخو کې راغلي دي.

په فرض او مستحبو لمونځونو کې ددې سورت تلاوت ته، په روایتونو کې یو لړ فضیلتونه راغلي دي، چې انسان ته د همېشني تذکر او پاملرنې ښکارندوی دي، چې له قیامته غفلت ونکړي او په دنیا زړه و نه تړي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

إِذَا السَّماءُ انْفَطَرَتْ«1» وَ إِذَا الْکَواکِبُ انْتَثَرَتْ«2» وَ إِذَا الْبِحارُ فُجِّرَتْ«3» وَ إِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ«4» عَلِمَتْ نَفْسٌ ما قَدَّمَتْ وَ أَخَّرَتْ«5»=چې اسمان [= اسماني كرات] وچوي،او چې ستوري خواره واره شي (او پرېوځي)، او چې سمندرونه وشلېږي (او سره يوځاى شي)، او چې قبرونه وسپړل شي (او مړي راژوندي شي)، (هغه وخت) هر څوك پوهېږي،چې وړاندې يې څه لېږلي او روسته يې څه پرېښي ول.

 

ټکي:

* «انفطار» د چاودېدو په مانا دی، «فطر» او«افطار» هم په همدې مانا دي؛ ځکه روژه په خوړو ماتوي.«انفطار» او«انشقاق» په یوه مانا دي؛ خو په انفطار کې تر ماتولو روسته یو څیز ته وررسو،د انشقاق پرخلاف؛ لکه څنګه چې عرب په کاریز کنلو کې وايي:«فطرتُ»؛ ځکه تر ځمکې کنلو روسته، اوبو ته رسي.

* «انتثار» د خپراوي په مانا دی او نثار هغه څه ته وايي چې پر ناوې اچول کېږي.

* «فجر»سوري پیدا کېدو او لار خلاصېدو ته وايي او ((تفجیر)) د غرونو د سوري کېدو د ستریا ښکارندوی دی.

* په «بُعْثِرَ» کلیمه کې هم د «بعث» (راولاړېدو) مانا ده او هم د «ثور» (اوړېدو) مانا؛ نوځکه راغب په مفردات کې ویلي: لرې نه ده، چې د «بُعْثِرَ» فعل له دې دوو فعلونو جوړ وي؛ یعنې د خاورو اوړېدل (لاندې باندې کېدل) او د مړیو راولاړېدل او راپاڅېدل.

*د ځمکې او اسمان او سمندرونو او وچې اړیکه داسې ده، چې د یوه نظام یې ړنګ شي، د ټولو نظام ړنګېږي.

 

 پېغامونه:

1-پر آسمان او ځمکې واکمن نظام د الله (ج) په لاس کې دی او چې کله یې وغواړي، بدلوي یې. «إِذَا السَّماءُ انْفَطَرَتْ»

2- معاد جسماني دی؛ او مړي (جسم) له قبرونو راپاڅي. «إِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ»

3-د هستۍ نظام ړنګېدل، د قیامت سریزه او قیامت، د انسان د کړنو حساب و کتاب ته دی.(عَلِمَتْ نَفْسٌ ما قَدَّمَتْ …)

4-په قیامت کې د انسانانو ظرفیت لوړېږي او خپلې ټولې تېرې کړنې وریادېږي. «عَلِمَتْ نَفْسٌ ما قَدَّمَتْ»

5-انسان دې هم د خپلو تېرو په فکر کې وي، چې که کومه سرغړونه یې کړې وي، توبه وکړي او تر مرګ روسته ته دې سوچ وکړي، چې له ځانه غوره یادګارونه پرېږدي. «ما قَدَّمَتْ وَ أَخَّرَتْ»

6- په قیامت کې انسان هم له هغو خبرېږي، چې کړي یې دي او هم د خپلو کړنو له ښو او بدو آثارو. «ما قَدَّمَتْ وَ أَخَّرَتْ»

7-په قیامت کې د انسان سر پر هغه څه خلاصېږي، چې کولای یې شول او ځنډولي یې وو او نه یې دي کړي. (عَلِمَتْ … ما قَدَّمَتْ وَ أَخَّرَتْ) او ښايي له «اخّرت» مراد هغه چارې وي، چې تر مرګ روسته یې اغېزې وررسي؛ لکه کتاب لیکنه یا د فساد بنسټ ایښوونه.

 

یا أَیُّهَا الْإِنْسانُ ما غَرَّکَ بِرَبِّکَ الْکَرِیمِ«6» اَلَّذِی خَلَقَکَ فَسَوّاکَ فَعَدَلَکَ«7» فِی أَیِّ صُورَهٍ ما شاءَ رَکَّبَکَ«8» کَلاّ بَلْ تُکَذِّبُونَ بِالدِّینِ«9» وَ إِنَّ عَلَیْکُمْ لَحافِظِینَ«10» کِراماً کاتِبِینَ«11» یَعْلَمُونَ ما تَفْعَلُونَ«12»=انسانه ! ته څه شي د خپل عزتمن او لورین پالونكي پر وړاندې مغرور كړى يې ؟! هغه چې پيدا یې كړې او ښه يې برابر او انډول كړې، په هرې بڼې يې چې غوښتل جوړ یې کړې. نه، داسې نه ده؛ بلكې (د) جزا (ورځ) دروغ ګڼئ. او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي، عزتمن [او ستاسې د كړنو] ليكوال، څه چې کو‌ئ، پرې پوهېږي.

 

ټکي:

* «غر» له «غرور» نه اخستل شوی او غفلت د چل ول او مغرور په مانا دی،«سواک» د ټینګښت او استقامت – څوار او له کږنو د لرېوالي په مانا دی او «فَعَدَلَکَ» د انسان د غړیو ترمنځ تعادل، انډول او توازن دی.

*پر خپلو کړنو تکیه کوئ؛ نه د الله (ج) پر کرم، انبیاء د الله (ج) له کرمه خبر وو؛ خو اهل عمل وو.

* الله کریم دی: «بِرَبِّکَ الْکَرِیمِ» مأمورې پرښتې یې کریمې دي: «کِراماً کاتِبِینَ» رسولان یې کریم دي: «رَسُولٍ کَرِیمٍ[1]» کتاب یې کریم دی: «إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ[2]»او ثواب ورکول یې کریمانه دي. «أَجْرٍ کَرِیمٍ[3]»

* الله کریم دی؛ هم گناهانو بښي، هم نیمګړتیاوې پوښي او څو ګرایه ثواب ورکوي.

 

پېغامونه:

1- انسان، یو غافل او تېروتی موجود دی او ځان د خپلو چارو له پایلې او د الله(ج) له قهره خوندي ګڼي. «یا أَیُّهَا الْإِنْسانُ ما غَرَّکَ بِرَبِّکَ»

2-انسان دې له دومره اړتیا او کمزروۍ سره ولې غره شي؟«یا أَیُّهَا الْإِنْسانُ ما غَرَّکَ»

3- تر ټولو ناوړه کبر او غرور هغه دی، چې د کریم پالونکي او ژوند بښاندي پر وړاندې وي. «غَرَّکَ بِرَبِّکَ الْکَرِیمِ اَلَّذِی خَلَقَکَ»

4- د انسان غرور او غفلت، د الله(ج) له پېروزینو او کرمه ناوړګټنه او سترګې پټول دي. «ما غَرَّکَ بِرَبِّکَ الْکَرِیمِ»

5-د الله(ج) لطف او کرم یوازې پر مؤمنانو نه دی؛ بلکې ټول انسانان رانغاړي.(یا أَیُّهَا الْإِنْسانُ … .بِرَبِّکَ الْکَرِیمِ)

6-د انسان غرور، له الهي نعمتونو او د پالونکي له برمیالۍ د غفلت ښکارندوی دی. «ما غَرَّکَ بِرَبِّکَ الْکَرِیمِ»

7- د الله (ج) کریمانه پېرزوګانو ته پاملرنه، د غرور درملنه ده(اَلْکَرِیمِ … خَلَقَکَ فَسَوّاکَ فَعَدَلَکَ).

8-پنځونه د ځواک نښه، «خَلَقَکَ» تسویه د حکمت نښه، «فَسَوّاکَ» او اعتدال (انډول)، پر ټولو اړتیاوو یې د علم نښه ده. «فَعَدَلَکَ»

9- د انسان پنځونه او د غړیو ترمنځ یې همغږي او انډول، د الله(ج) د کرم یو څرک دی. «الْکَرِیمِ اَلَّذِی خَلَقَکَ فَسَوّاکَ فَعَدَلَکَ»

10-د انسانو په څېرو او بڼې کې تنوع او ډولاډولي، د الله(ج) د حکیمانه غوښتنې له مخې دي. «فِی أَیِّ صُورَهٍ ما شاءَ رَکَّبَکَ»

11-غرور ماتولو ته دې،انسان په پرله پسې توګه په الهي نعمتونو په غوږ ووهل شي. «خَلَقَکَ ، فَسَوّاکَ ، فَعَدَلَکَ ، رَکَّبَکَ»

12- هغه چې په دنیا کې وپنځولې؛ په آخرت کې دې هم پنځوي؛ نو دروغجنول ولې کوې؟«کَلاّ بَلْ تُکَذِّبُونَ بِالدِّینِ»

13-څوک چې په دنیا غره شي؛ نو له آخرته منکر شي. «غَرَّکَ – تُکَذِّبُونَ»

14-که څه تاسې خو له قیامته منکرېږئ؛ خو پرښتې خپل کار کوي. (تُکَذِّبُونَ … إِنَّ عَلَیْکُمْ لَحافِظِینَ)

15- پرښتې ګڼې دي او د انسانانو د ساتلو پازوالې دي. «لَحافِظِینَ»

16- پرښتې دنده لري، د انسان کړنې وکښي او ضبط کړي. «کِراماً کاتِبِینَ»

17-څارنې پرښتې، د کړنو په کښلو کې کریمانه چلن کوي. «کِراماً کاتِبِینَ»

18-پرښتې هم ګڼې، هم ځيرکې (تیزوینې) او ککوینې – ریزبینې دي. «یَعْلَمُونَ ما تَفْعَلُونَ»

19-په معصومو پرښتو د کړنو ثبتېدو ته پاملرنه، په انسان کې د حیا او تقوا د بیاژواکۍ سببېږي. «یَعْلَمُونَ ما تَفْعَلُونَ»

 

إِنَّ الْأَبْرارَ لَفِی نَعِیمٍ«13» وَ إِنَّ الْفُجّارَ لَفِی جَحِیمٍ«14» یَصْلَوْنَها یَوْمَ الدِّینِ«15» وَ ما هُمْ عَنْها بِغائِبِینَ«16» وَ ما أَدْراکَ ما یَوْمُ الدِّینِ«17» ثُمَّ ما أَدْراکَ ما یَوْمُ الدِّینِ«18» یَوْمَ لا تَمْلِکُ نَفْسٌ لِنَفْسٍ شَیْئاً وَ الْأَمْرُ یَوْمَئِذٍ لِلّهِ«19»=   بېشكه، چې نېكان په پراخو نعمتونو كې دي،او بېشکه چې بدچاري په دوزخ كې دي، چې د جزا پر ورځ ورننوځي او سوځوي، او پټېداى ترې نشي. او څه پوهېږې، چې د جزاورځ څه ده ؟! بيا څه پوهېږې، چې د جزا ورځ څه ده ؟! داسې ورځ ده، چې هېڅوك يو د بل په ګټه څه نشي كړاى او پر هغه ورځ ټولې چارې يوازې د الله په واك كې وي.

 

ټکي:

* «أبرار» د «بار» جمع او د نېکچاري په مانا او «نَعِیمٍ» له نعمته ډک ته وايي.

* «فجار»د «فاجر» جمع او د څېرې کولو په مانا دی؛ یعنې هغوی چې پردې څېرې کوي او هتّاک دي.

* «صلی» قهر او عذاب ته ورننوتل دي. «یَصْلَوْنَها یَوْمَ الدِّینِ»؛ لکه څنګه چې «صلو» په لورنه کې او پېرزو کې ورننووتل دي. «هُوَ الَّذِی یُصَلِّی عَلَیْکُمْ[4]» 

*په قیامت کې هر څه د الله (ج) په لاس کې دي او دا د شفاعت د نفې په مانا نه دی؛ ځکه شفاعت هم هغه چار دی، چې الله (ج) یې حکم کړی دی[5].

پېغامونه:

1-په روزنچارو او تبلیغ کې، د نېکانو او بدانو برخلیک پرتله کړئ. «إِنَّ الْأَبْرارَ لَفِی نَعِیمٍ – إِنَّ الْفُجّارَ لَفِی جَحِیمٍ»

2-ان رسول الله هم د قیامت له ډېرو چارو بې خبره دی. «وَ ما أَدْراکَ ما یَوْمُ الدِّینِ»

3-د قیامت چارې په عادي عقل درک کولای نه شو؛ بلکې په وحې دې ومنل شي. «ما أَدْراکَ ما یَوْمُ الدِّینِ»

4-مهم مطالب دې تکرار شي. «ما أَدْراکَ – ثُمَّ ما أَدْراکَ»

5-قیامت زموږ کړنو ته د سزا او جزا لپاره دی. «یَوْمُ الدِّینِ»

6- مجرمان تلمېشتي دوزخیان دي. «ما هُمْ عَنْها بِغائِبِینَ»

7- قیامت له انسانانو د مالکیت او واک د اخستو ورځ ده. «یَوْمَ لا تَمْلِکُ نَفْسٌ لِنَفْسٍ شَیْئاً»

8- قیامت د الله(ج) د مطلقې واکمنۍ تجلّی ده. «وَ الْأَمْرُ یَوْمَئِذٍ لِلّهِ»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

[1] – حاقّه،40.

[2] – واقعه،77.

[3] – یس،11.

[4] – احزاب،43.

[5] – مجمع البیان تفسیر.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!