تبلیغات

اتمه برخه   اوچت خوندونه   اسلام د خپلو ښوونو له مخې، د انسان ټولو اړخونو ته ځانګړې پاملرنه لري او مادي ژوند يې له مانيزو ژونده جلا نه بولي او پر واقعي ښكلاوو يې باور لري، د خوند څومروالي او څرنګوالي ته په ښه سترګه ويني او د ځينو اخلاقي او شرقي مذاهبو صوفي […]

اتمه برخه

 

اوچت خوندونه

 

اسلام د خپلو ښوونو له مخې، د انسان ټولو اړخونو ته ځانګړې پاملرنه لري او مادي ژوند يې له مانيزو ژونده جلا نه بولي او پر واقعي ښكلاوو يې باور لري، د خوند څومروالي او څرنګوالي ته په ښه سترګه ويني او د ځينو اخلاقي او شرقي مذاهبو صوفي ډوله خوندونه پرېښوول سم نه بولي. له همدې امله ښحې او واده ته په واقعي سترګه ويني او د اسلامي قوانينو په چوكاټ كې له دې خوندونو د انسانانو خوند اخستنه سمه او مشروع بولي او د اعتدال په بريد كې په يو ډول د انسان پرمانيز ژوند اغېز لري.

ښځه په دې لړ كې د انساني ژوند يوه ارزښتمنه برخه ګڼل كېږي او له ښځې سره مينه درلودل هم يو ښه چار شمېر شوى دى، چې د منځلارۍ او اعتدال په بڼه كې له اسلامي ايمان او د انسان له مانيز عروج او هسكوالي سره پوره سازګار دى. او افراط پكې د عقل او شرع په سول كې غندل شوى دى. اسلامي ښوونه ته په لنډې څېړنې كې وينو، چې ښځې يوه خورا خوندوره ښكارنده ښوول شوې ده.

له امام صادق )رح( روايت دى، چې پيغمبر اكرم )ص( ويلي دي: ))د سترګو رڼا مې په نمانځه او خوند مې په ښځو كې دى(()1( ))امام صادق )رح( مې وپوښت، څه ډېر خوندور دي؟ هر چا )په دې اړه( خبرې وكړې، خو امام وويل: خورا خوندور څيز له ښځو سره كوروالى دى(()2(. )1( او )2(: كافي 5/321 مخ، وسايل: 14/10 مخ.

له امام صادق )رح( نه هم په يو روايت كې څرګنده شوې، چې ښځه په آخرت كې هم خورا خوندوره ګڼل شوې ده.

امام صادق: ))خلكو په دينا او آخرت كې، د ښځې له خونده، اوچت خوندونه موند… جنتيان له مېرمنو سرهله كوروالي خوندور څه نه مومي، چې د خوراك څښاك په څېر نور خوندونه نه ور رسي(()3( كافي 5/320 او 321 مخونه.

امام صادق: ))له ښځو سره مينه درلودل د پيغمبرانو له خويونو ځينې دي(()4( كافي 5/ 320 او 321 مخونه.

د اسلام له نظره د خوند اخستو په فلسفه كې دوه بنسټيزې كچې په پام كې نيول شوي دي: لومړى دا، چې انسانان مادي خوندونه اخستل خپله موخه ونه ټاكي، چې دا ژر تېرېدونكي خوندونه يې له تلپاتې مانيزو خوندونو بچ كړي، دويم دا، چې منځلاري ونيسي، نه بيخي ورشا اونه يو مخې ور مخ كړي، چې په پايله كې له لوړو مانيزو موخو شاته پاتې شي. اسلام د ژوند په ټولو مسايلو كې د اعتدال او منځلارۍ پر آر ګروهن دى او انسان ته افراط آن په خوند اخستو كې هم زيانمن بولي، او دا هم څه دي، چې تجربې جوت كړي، چې په منځلارۍ تر ډېره وخته له خوندونو ګټنه كېداى شي. لكه، چې زيادښت د ژر زړښت او د خوندونو له اخستل كېدو بې برخې كېدل دي.

حضرت علي )ك( وايي: ))څوك، چې په ښه توګه منځلاريتوب رعايت نه كړي، نو اسراف به يې هلاك كړي(()6( الحياة 3/275 مخ.

او محبت آر په پام كې نيولى، چې د كورني ژوند ستنې پرې ټينګې شي، اوانسانان په كورني ژوند كې يوازې قانوني انفباط ته ونه ويني، بلكې په كورني ډګر كې په اروايي ژورو احساساتو ګام كېدي. مينه د مېړه او ښځې د اړيكويو طبيعي اداڼه ده، چې عواطف د قانون په چوپړ كې كاروي. دكورني نظام په ټينګښت كې، قانون او ټولنيز الزامونه څه لازمه كارونه نلري، بلكې بايد اړيكې زړګنۍ او د مينې پر بنسټ رادبره شي، چې مطلوبه پايله ترې په ګوتو شي. د مينې په رادبره كېدو، په كورنۍ كې قانون او اخلاق هم څرګ وهي. په ټولو قوانينو كې د اخلاقي غونډالونو همغږۍ ته اړتيا ده او له قانونه تېښته او هر ډول قانون ماتونه د همدې لامل له مخې دي، چې د انسانان عاطفي اړخونه او اخلاقي نظامونه قانون ته ورمات شوي نه دي اوقانون هڅه كوي،چې يوازې د وچوكلكو ټولنيزو انضباطونو په زور ستونزې سمې كړي ))په يوې ټولنې كې هم د قانون له لاارې سم انساني انضباط رادبره كولاى نشو، بلكې د روزنې، اخلاقو، د انساني فضايلو په ودې او د خلكو د پوهې او تكامل په رڼا كې د قانون او واكمنو چارې اسانېږي او قانون د روزل شويو او انساني وبدانونو په رڼا كې ټول خلك او د زړه له كومي پلى كوي((. )7( حضرت معصومه و شهر قم، 82 مخ، دويم چاپ.

))يوه ټولنه هله پايښت مومي، چې قوانين يې د وګړې يوه برخه شي او نه ډېر قوانين او له سزاګانو ډار…((.)8( قانون و شخصيت، 2 مخ.

 

¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست