تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ايماندارې مېرمنې کيسه د “بني دينار” د ټبر مېرمن ،چې مېړه ، پلار او ورور يې له لاسه وركړي وو، د ښځو په منځ كې ناسته وه او اوښكې يې تويولې او نورو ښځو هم وير كاوه. پېغمبر اکرم د دې ښځو تر څنګه تېرېده.دې مېرمن  په شاو خوا  کې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ايماندارې مېرمنې کيسه

د “بني دينار” د ټبر مېرمن ،چې مېړه ، پلار او ورور يې له لاسه وركړي وو، د ښځو په منځ كې ناسته وه او اوښكې يې تويولې او نورو ښځو هم وير كاوه. پېغمبر اکرم د دې ښځو تر څنګه تېرېده.دې مېرمن  په شاو خوا  کې له ناستو مېرمنو د پېغمبر اکرم په باب وپوښتل.  ټولو ورته وويل: (( د خداى(ج) شكر دى ،چې پېغمبر اکرم روغ رمټ  دى.)) مېرمنې وويل: (( غواړم پېغمبر اکرم له نږدې ووينم. ))

 پېغمبر اکرم ترې زيات لرې نه و. پېغمبر اکرم يې ور و ښود. د مېرمن،چې سترګې پر پېغمبر اکرم ولګېدى؛نو خپل ټول غمونه يې هېر كړل او د زړه له كومې يې غږ كړ : (( يو انقلاب يې راولاړ كړ، و يې ويل: د خداى(ج) رسوله! ټول كړاوونه او غمونه ستا په لار كې اسان دي. تاسې چې ژوندي ياست؛نو هره ستره بلا ،چې پر موږ راشي راته كوچنۍ ښكاري.(225)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!