تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ای زما مسلمانی خوری! لیکوال  کریم الله (صمدیار) ډالۍ! هغه مسلمانی خور ته چی خپله لویه نیکبختي دا ګڼي چی دین یی اسلام دی ای زما مسلمانی خوری! -زه پوهیږم چی ته نن ولی خفه او خواشینی ښکاری آیا ستا خفګان د همدی وجی دی چی خپل ژوند داسی ګڼی لکه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ای زما مسلمانی خوری!

لیکوال  کریم الله (صمدیار)

ډالۍ!

هغه مسلمانی خور ته چی خپله لویه نیکبختي دا ګڼي چی دین یی اسلام دی

ای زما مسلمانی خوری!

-زه پوهیږم چی ته نن ولی خفه او خواشینی ښکاری

آیا ستا خفګان د همدی وجی دی چی خپل ژوند داسی ګڼی لکه یو ازاد مرغه چی په قفس کی بند شوی وي؟ آیا ته نن د خپل ژوند څخه ناامیده او مایوسه یی ؟

هو!

ولی نه ته مایوسه یی مګر دا صرف په دی وجه چی تاته دا ویل کیږی چی په تا ظلم شوی دی.

ته خو یوازاده انسانه یی بیا ولی ته په خپل کور کی بندیوانه شوی یی؟

آیا ستا دا لباس ددی مترقي عصر لباس دی چی ته یی پر تن لری ؟

آیا هغه لباس چی ته ورته حجاب وایی ستا د محکومیت معنی نه لری ؟

آیا ته د نارینه سره مساوی حقوق نه لری ته حق نه لری چی زده کړی وکړی او په دفاترو کی به جیګو جیګو معاشونو وظیفی تر سره کړی؟

او داسی نوری زیاتی شیطاني وسوسی دي چی ته یی په تشویش کی اچولی یی اوته ترډیره دا هر څه پر ځای ګڼی. او تر یو څه اندازی پوری دیته هم قانع شوی یی چی په اسلامی ټولنه کی ریښتیا هم پرتا ظلم کیږی او ستا حقوق تر پښو لاندی شوی دي همدارنګه تا ته د یو بشر په سترګه نه کتل کیږي.

خو زما ګرانی خوری!

نه داسی نه ده دا هرڅه درواغ دي ددی  هری خبری تر شا بل  څه دي. ددی ټولو خبرو تر شا د هغه لیوانو قافلی دي چی غواړی تا په ظلم سره ښکار کړي ستا ژوند واخلي. تا لکه د لوبو د نانځکی په شان ولوبوي. تا پرخپل دین بدګمانه کړي ستا څخه دایمان عظیم نعمت واخلي تا د جهنم هاغه کندوته وغورځوي چی تر ابده به د اور په لمبو کی سوځی. تا د هغه پیغمبر د امتیانو د کاروان څخه جدا کوي چی دځنکدن په وخت کی هم ستا لپاره بښنه غواړي. او تا سره د نیکی کولو په اړه دی امت ته وصیت پریږدي.

ای زما نا خبری خوری!

کچیرته دغه پورته شرمندګی دی د ځان لپاره نه خوښی،ی نو زما دا یوه ریشتنی خبره وګڼه چی هیڅکله په اسلام کی په   تا ظلم نه دی شوی. نه چا ته پر تا باندی د ظلم کولو اجازه  ورکوی او نه به هیڅکله به اسلام کی پرتا ،لم وشی. بلکی اسلام یوا ځنی دین چی تاته عزت غواړی ته یی په وخشیانه ژوند کی نه خوښی،ی اړ نه دا غواړی چی د داسی بی عزته خلکو په پښتو کی دی ستاعزت پر یوځی چی په ټوله معنی په انسانی کرامت لکه د حیوان لوبی کوی.

ای زما ګرانی خوری!

زه یوه بله خبره هم درته کوم که داهم ریښتیا نه وه زه به بیا ومنم چی اسلام تاته حق نه دی درکړی او هغه دا چی کله خودی په تاریح کی د اسلام د راتګ څخه مخکی د ښځو ژوند مطالعه کړی دی هعه څنګه و؟ خیر دی زه به یی درته دریاد کړم هغه کیسه خو به دی یاده وی چی پلار په کی د خپلی لور د ژوندي ښخولو لپاره کنده کیندي مګرهمدا لور ورته په خپلو کوچنیو لاسونو  د تندي څخه خولی وچوي. مګر آیا هغه پیغمبر چی نن یی خلک په باره کی تاته داسی وایی چی ددی راوړي شریعت کی په  ښځو ظلم کیږي د هغی مظلومی ماشومی په حال دومره ونه ژړل چی ږیره مبارکه یی په اوښکو لمده شوه؟

ای قدرمنی خوری !

مخکی له دی چی د اسلام په اړوند شکمنه شی او اسلام  هغه دین وګڼی چی  

پر تا ظلم کولو ته بلنه ورکوی. یا د ولره کوم دین چی تاته د لور،خور،میرمن ،موراوداسی زیات نور د عزت لقبونه درکړل څنګه به خپل پیروان په تا ظلم کولو ته راوبلي.

ګرانی خوری !

په دی هکله فکر وکړه چی په کومه ټولنه کی ستا د عزت په نامه نارینه خپل سرونه قربانوي دهغی ټولنی څخه څوځله زیاته ستا خیرخواه ده چی ستا عزت په پیسو پلوري. ستا څخه د تجارت یوه وسیله جوړوی ،اویا تا دپیسو ګټلو یوه آله ګڼي.

ای ګرانی خوری ته کومه ټولنه خوښه ګڼی ؟

هغه چی د پیغلتوب په دوران کی چی د حسن پسرلی دی سمسور وي تاته په پارکونودګرځیدواجازه درکوی . مګر په بوډاوالي کی ستا په خدمت کولو شرمیږي او د ما شومانو د وړکتونونو په شان دی هغه مراکزو ته شړی چی تاته خوارک څښاک په داسی شکل درکول کیږي لکه یو حیوان چی د خپل مالک لارو ته ګوری تر څو څه د خوراک  او څښاک لپاره ورکړي او که داسی ټولنه چی ستا خدمت په دی وجه کوی چی ستا د پښو لاندی جنت ګڼي .

ستا لاسونه په کی په دی وجه ښکل کیږي چی ستا په خدمت کی ثواب دی او ستا خدمت کول د خپل خالق د رضایت سبب بولي . اوس نو د ځان سره قضاوت وکړه چی ته په کومه ټولنه کی ژوند کول غواړی. هر څه ستا محی ته د لمر په شان واضحه دي.

 زما ګرانی خوری!

 ته پوهیږی چی په اسلام کی د نورو مذاهبو برخلاف ته یوه داسی مور یی چی الله(ج) دی د خپل حق څخه وروسته حق ذکر کړی دی. او تا سره د نیکئ کولو په اړه یی امر کړی دی. آیا خبره یی چی الله(ج) څه فرمایی (وقضی ربک الا تعبد الاایاه وباالوالدین احسانا)

 همدارنګه ګرانی خوری اسلام هغه دین دی چی یواځی په پیغلتوب کی ستا د عزت کولو امر نه بلکی د نورو ټولنو برخلاف کله چی ته بوډاوالی ته ورسيږی تاته دومره عزت درکوی چی ستا په وړاندی د (اف) لفظ ویل هم نه خوښوی بلکی تا سره د نرمو او ښایسته خبرو په هکله سپارښتنه کوی الله(ج) فرمایی (اما یبلغن عندک الکبر احداهما او کلاهما فلا تقل لهما اف ولا تنهرهما وقل لهما قولا کریما)

ګرانی خوری !

ته داسی یو مور یی چی الله(ج) دی د خپل حق څخه وروسته ځکه حق ذکر کوی چی الله(ج) دی دنیا ته د انسانانو د پیدایښت اساسی سبب مور او پلار ګرځولي دي ګرانی خوری!

 ته په اسلام کی یوه داسی مور یی چی اسلام ستا د هغه تکلیفونو په اړه چی د خپل اولاد سره دی ګاللي دي ستا اولاد ته وایي چی ددی تکلیفونو په بدله کی د مور سره نیکی کول هیر نه کړی او بل ستر انعام دا چی کله الله تعالی دا وایی چی زما شکر ادا کړئ ورسره جوخت دا خبره ذکر کوي چی د مور اوپلار شکر هم ادا کړی یعنی ته په اسلام کی هغه مور یی کچیری اولاد دی شکر ادا نه کړي او صرف د الله تعالئ شکر ادا کړي نو الله تعالی به تری ترهغه دا شکرادا کول قبول نه کړي تر څو یی ستا شکر نه وي ادا کړی الله تعالی فرمایی:

وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ (لقمان/۱۴)

همدارنګه بل اکرام چی اسلام درکړی هغه دا چی ته په اسلام کی هغه مور یی چی ستا په اړه الله تعالی امرکوی چی [وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا (اسراء/۲۴) ] مور او پلار ته مو د عاجزی وزری ښکته کړی او همدارنګه الله تعاله ستا په اړه اولاد ته داسی فرمایی هغه خدمت چی ته یی د خپل مور او پلار کوی کافی نه دی بلکی ددی هر څه سره سره د زما څخه داغواړئ چی ( رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا) ربه زما په مور او پلار داسی رحم وکړه لکه څنګه یی چی په ماشومتوب کی زما تربیت کړی دی.

زما مسلمانی خوری!

اوس که چیری دی داحقیقت درک کړی وي چی اسلام یواځینی دین دی چی تاته عزت غواړي اوستا ددنیاوي او اخروي کامیابیو غوښتونکی دی نو داخبره هم مه هیروه چی اسلام تا خپل سري ژوند تیرولو ته نه پریږدي بلکی ستا لپاره دژوند تیرولو یو عجیب قانون لري چی په رعایت کولو سره یی تاته دیونیکمرغه ژوند ضمانت درکوي کله چی ته ځانته دیوی مسلمانی پیغلی نسبت کوی نو اسلام ستا څخه لومړنۍ غوښتنه دا کوي چی ته باید  دحیا یوه نمونه اوسی دپردیو نامحرمو سره داړیکو او روابطو څخه ځان وساتی .ګرانی خوری دا سوچ هم د دماغو څخه وباسه چی ګوندی اسلام ستا دزده کړومخالف دی اسلام هیڅکله ستا دتحصیل مخنیوی نه کوي بلکی ستا لپاره دداسی زده کړو سره هیڅکله موافق هم نه دی چی ستا د عزت او عفت په قیمت لاسته درځي او دا به یواځی داسلام نه بلکی ستا غو ښتنه هم وي .

زما ګرانی خوری !

کله چی ته دا لیکنه لولی هیڅکله دا فکر ونه کړی چی زه تاته دیوی بی حیا  او بدکاره انجلۍ خطاب کوم یا ستا ذهن ته داسی یو څه درشي چی  ګوندی ته دیوداسی  کورني غړی یی چی تاته د اسلامي تربیی هیڅ کوم درس یی نه دی درکړی زما ګرانی مسلمانی خوری هیڅکله داسی نه ده ستا د عزت او حیا لپاره یواځینی دا ثبوت هم کافي دی چي دیو مسلماني پيغلي په صفت  دا لیکنه لولی بلکي زماهدف دادی چي تاته دهغه خويندوپه هکله يو يادونه وکړم چي ته يي  په خپل ګاونډ کي ګوري کومو چي دځينوخواهش پرسته ځوانانوپه څو درواغجنو پستو خبروخپلي ټولي خوشحالئ په هغه پوري تړلي دي.

زما ګراني خوری!

مخکي لدي چي خدای مه کړه ته هم ددغه نيمګړی خوشخاليو لار تعقيب کړي نو هغه ملګري دی چي په دي لاره روانی شوي ددي کار دخراب عاقبت څخه وويروه بلکي داخپل يو اسلامي مسوليت وګڼه دوي ته ووايه چې زما خويندو هغه ځوانان چي تاسو ته د ميني اومحبت پيغامونه درکوي ټول درواغ وایي. دوي که په ريښتيني  معنی په خپل زړه کې تاسو ته د مینی او الفت په نامه څه لرلی دا لار  به یی نه تعقیبوله دوی به د محمدی شریعت په بنا ستاسو په سرونو د حیا څادرونه اچولی وای بلکی داسی نه ده دوی غواړي ستاسو دسرونوڅخه دعزت لوپټي وغورځوي او تاسو بي ستره پريږدي. ته خپلو ملګرو ته دا هم ووايه چي د هغه ځوانانو څخه داپوښتنه وکړي چې تاسو ورسره روابط لرئ که چيري ستاسو خويندي  مخکي د شریعي نکاح څخه د یو پردي  نامحرم سره په داسي شکل روابط ولري لکه زه یی چی ستا سره لرم عکس العمل به دی څه وي ضرور به وګورئ چی ستاسو داخبره به نوموړی ځوان ډير پريشانه کړي او هيڅ کله به د خپلی خور لپاره داسي حالت خوښ نه کړي نو بیا ته په دي خبره ولي نه پوهيږي چی یو کس هم د خپلی خور لپاره داسي زنده ګي نه غواړي څنګه تاته په داسی ژوند تيرولو سره د حياناکي پيغلی القاب درکوي؟

 زما مسلمانی خوری!

ستاسو په نسبت به زه د ځوانانو د احساساتو په اړه ډير معلومات ولرم ځکه زه په خپله یو ځوان یم او تر ډیره د ځوانانو مجالسو ته تللی یم ما داسي ځوانان ډیر ليدلي چی په خپلو درواغجنو پستو خبرو یی ډيري حیاناکي انجوني د بی حيا يئ تر درشله رسولي دي هغه ځوانان چې تاسو ته د شريفو دوستانوپه صفت ځان در نژدي کوي ستاسو په اړه په نورو مجالسو کې څه وايي پوهيږې؟

زما ګراني خوري که ته وپوهيږي ستا سوپه اړه هغه څه وايي چې قلم يي په ليکلو او ژبه يي په ويلو شرميږي.زه د داسي  يوعزتمندي انجلۍ دژونده هم خبر يم چې په داسي درواغجنو خبرو يي دخپل ژوند ټولي خوشحالې برباد کړي او تر ابده د غمونو په سمندر  کې لاهو شوي ده.

 زما ګراني خوری!

دا ياد ولره که څو داسي ځوانان دي چي تا ته د محبت پنوم در وړاندي  کيږي  د ځانه په سختو الفاظو وشړل يقين وساته چې ته به په راتلونکي کې يو با حيا ميرمن او با عزته مور يي مګر خدای مه کړه که يو ځل په ټولنه کې د بدکاره  انجلۍ پنوم مشهوره شوی هيڅکله به درته څوک د يو با عزته انجلۍ په ستر ګه ونه ګوري او نه به درته څوک په ژوند کې دنکاح کولو درخواست وکړي ځکه ته به  يوه  پاک دامنه نه بلکي بدکاره پيغله يي او هيڅوک نه غواړي چې په ټولنه کې دي د يو بد کاره ښځې دخاوند پنوم  ياد شي .

که خبري مي اوږدي شوي وي يا زما دا خبري در ته زشتي ښکاره شوي وي ماته بښنه وکړه مګر  ما د يو ورور په صفت هر هغه څه درته وويل چې زه پري خبروم. نور نو انتخاب ستا په لاس کې دی د ځان لپاره کومه لاره انتخابوي هغه چې په ژوند کې درته د  يوي خور، مور،لوراو ميرمن  په ويلو سره پري د خوشحالۍ دژونده وروسته دجنت تر نعمتونو ورسيږي او که هغه لاره چې په دي ژوند کې پري درته بدکاره وويل شي او په اخرت کې دي دجهنم تر کندو ورسوي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست